Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2023

Новости за 28.08.2023

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو د ایران د تسنیم اژانس خوشې کړی خبریال له هېواده وتو ته نه پریږدي

د افغان د خبریالانو مرکز د ایراني رسنیو په حواله خبر ورکړی، چې د افغانستان د نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم، عکاس محمد حسین ولایتي د طالبانو له لوري ممنوع‌الخروج اعلان شوی او له افغانستانه وتو ته نه پرېښودل کیږي. محمدحسین ولایتي، چې د اسد په ۲۸مه د طالبانو له خوا د کابل په هوایی ډګر کې له کوم څرګند دلیل پرته نیول شوی و، د تېرې جمعې په شپه بېرته خوشې او په کابل کې د ایران سفارت ته وسپارل شو. د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو اوعدالت غوښتنې کمېټې مشرې سمیه ولیزاده ازادي راډیو ته وویل، چې د ښاغلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو خبرداری؛ مخکیني زیانمن شوي: تراوسه مرسته راسره نه ده شوې

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، سرپل، بلخ، بامیان، پنجشېر، پروان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د نسبتاً سختو اورښتونو، تالنده او برېښنا او سېلابونو د راتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی. د دغه رياست د وړاندوينې له مخې، د يادو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې به په ټولیز ډول د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي. دغې ادارې د هېواد په مرکزي، شمال لوېديځ، لوېديځ او سوېل لوېديځو ولايتونو کې د سختو بادونو د را الوتو د احتمال خبر هم ورکړى دى.

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو فعالان: روسیه د خپل تابعیت په بدل کې د منځنۍ اسیا کډوال د اوکراین جګړې ته لېږي

د بشري حقونو فعالان وایي، داسې عملي بیلګې یې پیدا کړي، چې ښيي د روسیې دفاع وزارت د روسیې د تابعیت په بدل کې د منځنۍ اسیا کډوال پوځي لیکو ته جذبوي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، په روسیه کې مېشت د منځنۍ اسیا تابعیت لرونکي او بې تابعیته کډوال دا مهال د روسیې لپاره د پوځي خدمتونو يو مهم هدف ګرځیدلی دی. د بشري حقونو فعالې تاتیانا کوتلیار له ( 7x7) تلګرام چېنل سره په مرکه کې ویلي، چې په روسیه کې پنځو کډوالو له هغې سره پوځي لیکو ته د مجبورولو په اړه خبرې کړې دي. د تاتیانا په خبره، دغې ډله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډله پاکستان ته رسېدلې

په اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د پاکستان لاهور ښار ته رسېدلې ده. د پاکستان د کرکټ بورډ په خپلو ټولنیزو پاڼو تاييد کړې چې افغان ملي لوبډله نن غرمه مهال یاد هېواد ته رسېدلې او په سختو امنیتي تدابیرو کې له هوايي ډګره هوټل ته لېږدول شوې ده. د افغانستان ملي لوبډلې په سریلانکا کې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ درې د صفر پر وړاندې یاد هېواد ته وبایلله. تر یادې لوبلړۍ وروسته د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې اسیا جام سیالیو ته د اګست په ۲۷مه نېټه ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له‌خوا وروستیو محدودیتونو پر ښځو د ژوند کړۍ څومره راتنګه کړې؟

د بشري حقونو څار بنسټ د ښځو د برخې مسوولې هیدر بار ویلي چې له تعلیمي او کاری چاپېریال وروسته اوس نو 'بند امیر' ته د ښځو پر تګ د طالبانو د بندیز له امله ښځې له طبيعت او ټولنې محوه شوي او کورونه د ښځو لپاره په واقعي زندانونو بدل شوي. مرسلین ارسلا پر همدې موضوع له لیکوالې او مدنې فعالې اوږۍ امېل سره مرکه کړی او لومړی یې ترې دا پوښتلي چې د طالبانو حکومت له‌خوا وروستیو محدودیتونو پر ښځو د ژوند کړۍ څومره راتنګه کړې؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

فوټبال؛ د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو لوبډلې د برونزو مډال وګاټه

د افغانستان د اولس کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا یا کافا په سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه. اټکل کېده، چې د ایران تر ماتولو وروسته به افغانستان په یادو سیالیو کې د سرو زرو او یا هم د سپینو زرو مډال ګټي، خو د دې لیګ په وروستۍ سیالۍ کې یې له ازبکستان هېواد څخه ۳ د صفر پر وړاندې ماتې وخوړه او د برونزو مډال ته ورسېدل. یاد شوی لیګ له تېرو دوو اوونیو راهیسې په تاجکستان کې پیل شوی و، چې افغانستان په کې ۴ لوبې ترسره کړې، دوه یې وګټلې او دوه یې وبایللې. افغان لوبډلې خپله لومړۍ سیالۍ له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا د بیګ بیش لیګ ټولنیزې رسنۍ: راشدخان سږ کال راسره لوبیږي

د اسټرالیا د بیګ بیش لیګ په ټولنیزو پاڼو کې خبر خپور شوی چې راشدخان به د سږ کال په سیالیو کې ګډون کوي. وروسته له هغې، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو په زده کړو، دندو او نورو فعالیتونو محدودیتونه ولګول، د اسټرالیا کرکټ ادارې وویل، چې د حکومت په خوښه یې پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د درې یو وځنیو سیالیو لوبلړۍ ونه لوبوي. ټاکل شوې وه، چې د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شي. له دغه اعلان څخه وروسته، د افغانستان چټک توپ اچونکي نوین الحق اعلان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بند امیر ته د ښځو په تګ بندیز؛ یوه سازمان د افغانستان هر کور له زندان سره تشبیه کړی

د بشري حقونو د څار سازمان په افغان نجونو او ښځو د طالبانو نوي بندیز ته په اشارې د افغانستان هر کور له زندان سره تشبیه کړی دی. د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت هغې پرېکړې ته سخت غبرګون ښودلی چې نجونې او ښځې یې 'بند امیر ملي پارک' ته له تلو منع کړي. هغې تېره شپه په خپله ایکس شبکه یا پخوانۍ ټویټر پاڼه کې لیکلي: "طالبان چې له زده‌کړو، کار او سفر کولو د نجونو او ښځو په را ګرځولو نه‌دي قانع شوي، غواړي اوس پارکونه، لوبغالي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په شپږو ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاین پیل شو

د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د دوشنبې په ورځ د ماشومانو د ګوزڼ يا پولیو ضد واکسین دوهم پړاو پیل شو. د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین لومړی پړاو د تېرې پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېد. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په جوزجان، سرپل، بلخ، فاریاب، سمنګان او ارزګان ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین دوهم پړاو پیل شوی دی. ياد سازمان تېره ورځ پر خپل ايکس يا پخواني ټوېټر شبکه 'د پولیو څخه پاک افغانستان' ویبپاڼې په حواله، له خلکو غوښتي چې د واکسین کوونکو سره مرسته وکړي ترڅو دوی ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د افغان نرسانو او قابلو د روزنې په موخه یو هوکړه لاسلیک شوی

د ایران د عامې روغتیا وزارت او د ملګرو ملتونو د وګړو ادارې په ایران کې د افغان نرسانو او قابلو د روزنې یوه هوکړه لاسلیک کړې ده. د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي تېره شپه پر خپله ایکس پاڼه د دغې هوکړه خبر خپور کړی دی. معلومه نه ده چې څه شمېر افغان نرسان او قابلې په ایران کې اوسېږي، خو د افغانستان شاوخوا ۷ میلیونه وګړي دا مهال کډوال دي چې ډېره برخه یې ایران او پاکستان کې مېشت دي. ایراني چارواکي داسې مهال افغان نرسانو او قابلو ته د روزنې امکانات برابروي چې د ازادي راډیو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په تاجکستان کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي

په تاجکستان کې تر زورور ورښت او توپان وروسته سېلابونو لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي دي. د منځنۍ اسیا د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو کمېټې نن د اګست په ۲۸مه ویلي چې دغه تلفات د پلازمېنې دوشنبې په وحدت او رودکي ولسوالیو کې اوښتي دي. چارواکو ویلي چې سېلابونو په دغو سیمو کې لارې او سړکونه هم ویجاړ کړي دي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د چارواکو په حواله لیکلي چې د تاجکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د ځمکې ښویېدنې خبرداری لا په خپل ځای دی.

Pa.azadiradio.com 

د روسیې دفاع وزارت د مسکو پر فضا دوه بې‌پیلوټه الوتکې ویشتي او نسکورې کړي

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د مسکو د یوې سیمې پر فضا یې تېره شپه دوه بې‌پیلوټه الوتکې ویشتي او نسکورې کړې یې دي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د دغه وزارت په حواله ویلي چې دفاعي ځواکونو یې دواړه الوتکې په بریانسک سیمه کې نسکورې کړي چې چاته یې زیان نه دی اړولی. د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د شپې په مخه د مسکو د دوو هوایي ډګرونو فعالیتونه هم د شاوخوا یوه ساعت لپاره ځنډېدلي وو. روسي چارواکي دغه بې‌پیلوټه الوتکې د اوکراین د پوځ اړوندې ګڼي، خو اوکرایني چارواکي په دې اړه ښکاره څه نه وایي. بل لور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فرانسه په دولتي ښوونځیو کې پر عباية جامو بندیز لګوي

فرانسه په پام کې لري چې په دولتي ښوونځیو کې پر عباية جامو بندیز ولګوي. د دې هېواد د پوهنې وزیر جبرییل عطل پرون یکشنبې وویل چې دغه جامې چې یو شمېر مسلمانې ښځې یې اغوندي، د فرانسې د پوهنې په اړه د سکولاریزم له سخت قانون سره په ټکر کې دي. هغه د فرانسې  'ټي ایف1' تلوېزیون ته وویل چې نور به په ښوونځیو کې د عباية جامو اغوستل امکان ونه لري. هغه زیاته کړه، دی مخکې له دې چې راتلونکې میاشت زده کوونکي بېرته ټولګیو ستانه شي، په ملي کچه مقررات چمتو کړي. د نوموړي په خبره سیکولاریزم د ازادۍ یعنې د ښوونځي له لارې د ځان د خلاصون په معنی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مرکزي اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم‌عمره لوبډلې درېیم مقام وګاټه

د افغانستان د فوټبال تر اولس کلنو کم‌عمره لوبډلې د مرکزي اسیا جام سیالیو درېیم مقام وګاټه.    د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه کې ویلي چې د افغانستان د فوتبال ټیم د کافا جام سیالیو درېیمه لوبه ازبکستان ته درې د صفر پر وړاندې بایلوده او درېیم یې ځای یې خپل کړ. تاجکستان د دې سیالیو اتلولي خپله کړه او ازبکستان دوهم مقام وګاټه. په دې سیالیو کې چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې یې کوربنه وه، د افغانستان، ایران، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ټیمونو ګډون کړی و.

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي: پر فساد تورن کسان باید مجازات شي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وایي، فساد له خیانت سره پرته کېدای شي او دی به له پارلمانه وغواړي چې د هغو کسانو لپاره سزا زیاته کړي چې د جګړې په دوره کې د فساد په تور محاکمه کېږي. هغه پرون یکشنبې په یوه تلوېزیوني مرکه کې چې په خپل ټیلګرام چینل کې یې خپره کړې ویلي، دی به له پارلمانه وغواړي چې د وړاندیزونو پر اساس یې د یوه قانون پر تصویبولو کار پیل کړي. هغه زیاته کړه پر فساد تورن کسان باید مجازات شي ځکه اوکرایني ټولنه د ده په خبره د ډیموکراسۍ پر لور پرمختګ کوي او دې ته اړتیا ده چې سیستمونه د فساد مخه ونیسي.

Pa.azadiradio.com 

نېشنل انټرسټ: افغانستان تر ډېره له عمومي حافظې هیر شوی

واشنګټن ټایمز: واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د کابل په هوایي ډګر کې د دوه کاله مخکې مرګونې حملې یاد ته په پام اړولی. په دې حمله کې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا دوه اوونۍ وروسته وشوه، نږدې ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول. په مطلب کې راغلي چې د امریکا د استازیو جرګې جمهوريپال مشر کیوین مککارټي امر کړی و چې دغو سرتېرو ته د درناوي په پار دې د کانګرس پر ودانۍ بیرغونه نیم ځوړند وي. مککارټي په ټولنیزه شبکه ایکس کې چې پخوا ټویټر نومېده، لیکلي چې دوه کاله مخکې مو په غمجنه پېښه کې ۱۳ زړور سرتېري له لاسه ورکړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک ۴۲ میلیون ډالره لیلام کړي

د افغانستان بانک چې د طالبانو په کنټرول کې دی تېرو لسو ورځو کې یې ۴۲ میلیون ډالره لیلام کړي دي. دغه بانک وروستی وار پرون یکشنبه ۱۴ میلیون ډالره پلور ته وړاندې کړي وو. د راپورونو له مخې د افغانستان بانک له خوا د ډالرو په دې لیلام سره د پيسو د تبادلو په مارکېټونو کې د افغانیو ارزښت لوړ شوی. پرون د شهزاده سرای د اعلامیې له مخې یو ډالر په څه باندې ۸۱ افغانۍ '۸۱ افغانۍ او ۴۰ پوله' تبادله کېده چې دا د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ډالرو په وړاندې د افغانیو تر ټولو ښه بیه ګڼل کېږي. د ۲۰۲۱ کال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بېنیټ په جرمني کې له افغان فعالانو سره د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنیټ وايي، په جرمني کې یې له یو شمېر افغان مدني فعالانو سره د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه بحث وکړ. دا ډیالوګ د اروپایی ټولنې له خوا تنظیم شوی وو. بېنیټ پرون په خپل پخواني ایکس پاڼه چې پخوا ټوېټر نومېده لیکلي چې خبرې په جرمني کې د افغانانو پر وضعیت، د یوه فعال په توګه د دوی لومړیتوب او د افغانستان په اړه د نړیوالې تګلارې په اړه څرخېدې. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي همداراز وویل چې د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'ډبلیو ایف پي' په جولای کې له پنځه نیم میلیونو زیاتو افغانانو سره مرسته کړې

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وايي، په جولای میاشت کې یې له پنځه نیم میلیونو زیاتو افغانانو ته خوراکي او نغدي مرستې رسولي دي. په افغانستان کې د ډبلیو اف پي د پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي، د خوراکي توکو په ګډون دا مرستې هغو خلکو ته رسېدلي چې مرستو ته یې سخته اړتیا وه او هم وروستیو سېلابونو ځپلي وو. د خوړو نړیوال پروګرام په مرستو کې ۹ میلیونه ډالره نغدي مرسته او ۳۵۰۰۰ مټریک ټنه خوراکي توکي شامل وو چې په ټول افغانستان کې پر اړمنو کسانو وویشل شوه. د ملګرو ملتونو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین به نن د شمال په پنځو ولايتونو او په سویل کې په يو ولايت کې پيل شي. د کمپاین دغه پړاو به په جوزجان، سرپل، بلخ، فاریاب، سمنګان او همدارنګه ارزګان ولایتونو کې پیل شي. د روغتیا نړیوال سازمان پرون په ایکس یا ټویټر اکاونټ کې له پولیو د پاک افغانستان د شعار په ټینګار سره لیکلي چې خلک باید له واکسیناتوران سره مرسته وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي. تر دې مخکې د دغه کمپاین په لومړي پړاو کې چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شو، له دغو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي را روانه سپټمبر میاشت د اوکراین لپاره د برلاسۍ وړاندوینه کړې

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي را روانه سپټمبر میاشت د خپل هېواد لپاره د برلاسۍ وړاندوینه کړې. زیلنسکي دغه څرګندونې دغه هېواد ته د مهمو وسلو او تجهیزاتو د برابرولو په اړه د اوکراین د لوېدیځو متحدینو له مهمو پرېکړو وروسته کړي. زیلینسکي وویل: "یوه متحد نړۍ د هر بریدګر څخه قوي ده. د سپتمبر په میاشت کې به ډېر اتحاد رامنځته شي." اخوا اوکرایني ځواکونو د روسیې وروستي هوايي بریدونه په شا تمبولي دي. د اوکراین هوايي ځواک په خپل ټیلیګرام اکاونټ کې ویلي چې دوی د شنبې او یکشنبې په شپه په ټول هېواد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په تهران کې د طالبانو سفارت: لا د بندیانو د لېږد د درېیمې مرحلې په اړه موافقه نه ده شوې

په تهران کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی وايي، له ایراني چارواکو سره لا د افغان بندیانو د انتقال په درېیمې مرحلې موافقې ته نه دي رسېدلي. وروستی وار شاوخوا درې میاشتې مخکې ۱۷۸ افغانان چې په بېلابېلو جرمونو په ایران کې نیول شوي وو، د طالبانو حکومت ته وسپارل شول. تر هغه را وروسته په تهران کې د افغانستان د سفارت په خبره د بندیانو د لېږد د درېیمې مرحلې په اړه لا څه پرمختګ نه دی شوی. په تهران کې د طالبانو له خوا ټاکل شوي شارژدافېر فضل محمد حقاني یکشنبه ازادي راډیو ته وویل: "ټول بندیان موږ څه باندې ۶۶۰۰ کسان دلته زندانیان لرو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې بشري مرستو لپاره چمتووالی؛ 'ډبلیو ایف پي' د ۱۱۰ میلیون ډالرو وړاندیز کړی

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وايي، د لرو پرتو سیمو لپاره د خوراکي توکو د زېرمه کولو په خاطر ۱۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په بېړنۍ توګه يو سل او لس ميليونه ډالرو مرستو ته اړتيا لري، څو په راتلونکي ژمي کې د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې له خلکو سره اړینې مرستې وکړي. د یاد سازمان ویاند وحیدالله اماني د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اټکل کېږي په دغو سیمو کې شاوخوا درې میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه... Читать дальше...


Синоптик Ильин предупредил, что в Москве этим летом возможно образование смерчей

«Хорошие дни и плохие»: Кейт Миддлтон поделилась новостями о своем состоянии

Сенатор Карасин: Румыния оказала в визах делегации РФ на ПА ОБСЕ

Тулячка завоевала сразу два призовых места на Всероссийской Специальной Олимпиаде



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Телефонные мошенники в Москве получили условные сроки

Агент: «Уэсли Ната может остаться в России»

Reuters: Германия не дала принять новый пакет санкций против РФ

Цена славы: Тверской треш-блогер рассказала о черном пиаре и мечтах о новом контенте

Музыкальные новости

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: ПРИЗНАНИЕ НАТО НАДО ПРИМЕНЯТЬ!

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Группа Metallica даст виртуальный концерт в Fortnite 22 июня

Новости России

Спасатели начали поиски двух подростков на реке Урал в Магнитогорске

«Хорошие дни и плохие»: Кейт Миддлтон поделилась новостями о своем состоянии

Сенатор Карасин: Румыния оказала в визах делегации РФ на ПА ОБСЕ

Синоптик Ильин предупредил, что в Москве этим летом возможно образование смерчей

Экология в России и мире

Dior Resort 2025

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Алекс Анохин: возможность вместе пройти через страницы нашей истории

Спорт в России и мире

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Moscow.media

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Утро нового лета....







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *