Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2023

Новости за 23.08.2023

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د ورښتونو له امله د سېلابونو د بهېدو اټکل شوی

د هوا پېژندنې د ادارو له اټکل سره سم سر له سبا د اوونۍ تر اخره په ننګرهار، کونړ، لغمان، خوست، پکتیا او پکتیکا کې د ورښتونو له امله د سېلابونو د بهېدو امکانات شته. د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې په دغو ولایتونو چې ورښتونه او د واورو د ویلو کېدو امکانات په‌کې لیدل کېږي، له خلکو غوښتې چې د سیندونو له غاړو د سېلابونو په وخت ژر تر ژره ځانونه خوندي ځایونو ته وباسي. د اوړي په پيل کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله تر پنځوسو ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

Pa.azadiradio.com 

​​​​​​​افغانستان د فوټبال په سیالۍ کې ایران ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې ایران ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه. دغه سیالي چې نن د مرکزي اسیا یا کافا اتلولیو په ترڅ کې ترسره شوه، افغانستان د لوبې په لومړۍ او دویمې نیمايي کې یو یو ګول ترسره کړ او په دې سره یې د ایران پیاوړې لوبډلې ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه. دا په روانو سیالیو کې د افغانستان دویمه بریا ده. افغان لوبډلې په خپلې لومړۍ لوبه کې قرغزستان هېواد ته درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې وه، خو کوربه تاجکستان ته یې بیا درې د یو پر وړاندې بایللې وه. ټاکل شوې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پخوانیو پوځيانو وژنو په تړاو د یوناما راپور د طالبانو د جنایتونو یوه وړه برخه وبلل شوه

د 'شنبه‌های ارغواني غورځنګ'، د پخوانیو افغان پوځیانو د وژلو، ربړونې او تري تم کولو په اړه د یوناما راپور ته په اشارې سره وايي چې دا د پخوانیو پوځیانو پر وړاندې د جنایتونو یوه وړه برخه ده. یاد غورځنګ، د يوې اعلاميې په خپرولو سره ادعا کړې چې د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو ولايتونو کې ګڼ شمېر پخواني سرتېري نيولي او پرته له دې چې جرم يې ثابت شي، وژلي يې دي. دغه غورځنګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما د سه شنبې ورځې راپور ته په اشاره ویلي چې د وژل شویو یا تري تم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي: روسیې پر اودیسې ښار تازه بریدونه کړي

اوکرایني چارواکو د اودیسې پر بندري ښار د روسیې د تازه بریدونه خبر ورکړی دی. د بریدونو دا لړۍ وروسته له هغې پیل شوې چې پر مسکو د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو راپورونه ورکړل شول. په همدې حال کې یو روسي چارواکی ادعا کوي چې پر مسکو د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې درې ملکیان وژل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

یونېسف: د ناچاوده ماینونو د تلفاتو شاوخوا ۸۵ سلنه افغان ماشومان دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ناچاوده ماینونه په‌کې شته او د دغو ماینونو ډېری قربانیان ماشومان دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ماینونه او ناچاوده جنګي مهمات په کې شته او د دغو مهماتو او ماینونو تر ټولو ډېری قربانیان ماشومان دي. یونېسف د سه شنبې په ورځ په خپله ایکس شبکه یا پخوانۍ ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودېدونکو مهماتو د تلفاتو شاوخوا ۸۵ سلنه ماشومان دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه؛ پاکستان په لومړۍ سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې پاکستان په لومړۍ سیالۍ کې په ستر توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه. د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې په لوبو بوخته ده. د تکواندو نړیوالو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړو د سرو زرو مډالونه ګټلي دي. په دې خپرونه کې مو د تکواندو له هغه لوبغاړي سره ځانګړې مرکه کړې چې د سرو زرو مډال یې ګټلی. دغه راز د خپرونې په وروستۍ برخه کې بیا د افغانستان او پاکستان په ترسره شوې سیالۍ له دوو مېلمنو سره خبرې شوي. د لوبو له ميدانه خپرونه، چې هره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې وسله‌والو یو پولیس وژلی او ځینې ملکیان یې ټپیان کړي

د خیبر پښتونخوا په ټانک ښار کې نن د وسله‌وال برید په ترڅ کې یو پولیس ووژل شو او یو شمیر ملکیان ټپيان شول. په ټانک کې چارواکي وایي، په موټر سایکل یوه کس پر یوه افسر ډزې وکړې. چارواکو د ټپي شویو ملکیانو د روغتیایي وضعیت او شمېرو په اړه څه نه دې ویلي. تر دې دمه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

هند د سپوږمۍ په جنوبي برخه کې خپله سپوږمکۍ کېنوله

هند د سپوږمۍ په جنوبي برخه کې خپله سپوږمکۍ د نوي ډیلي په وخت نن مازدیګر شپږ بجې او څلور دقیقې کېنوله. ساینسپوهان وایي چې ښایي هلته کنګل شوې اوبه او ارزښتمن عناصر وموندل شي. سپوږمۍ ته د هند دا ماموریت څو ورځې وروسته تر دې بریالی شو چې د روسیې ورته ماموریت ناکامه شو. د هند یوه پخوانۍ هڅه په ۲۰۱۹ کال کې ناکامه شوې وه.

Pa.azadiradio.com 

د لسګونو سازمانونو او فعالانو سرخلاصی لیک؛ د مطیع‌‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې

د بشري حقونو د ملاتړ ۵۱ سازمانونو او د بېلابېلو برخو شاوخوا ۹۰ فعالانو په یو سر خلاصي لیک کې د طالبانو له بنده د زده کړو په برخه کې د فعال او د قلم لار بنسټ د مشر مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. لسګونه مدني فعالانو، د بشري حقونو او زده کړو د برخې فعالانو، د بشر د حقونو ملاتړو سازمانونو، ژورنالیستانو او ډیپلوماټانو؛ نړیوالې ټولنې ته یو سر خلاصی لیک استولی او د زده کړو د فعال او قلم لار بنسټ د مشر مطیع‌الله ویسا د خلاصون غوښتنه یې کړې ده. د بشري حقونو د ملاتړ ۵۱ سازمانونو او د بېلابېلو برخو شاوخوا ۹۰ فعالانو لاسلیک کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسي ځواکونو د بریدونو دوام؛ د اوکراین په رومني کې د یو ښوونځي ۲ کارکوونکي وژل شوي

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر لیکي، د روسیې په بریدونو کې په شمال ختیځ کې د روسيې سره سرحد ته نږدې پرته د رومني په نوم ښارګوټي کې د یوه ښوونځي دوه کارکوونکي وژل شوي دي. هغه ویلي چې ښوونځی په بشپړ ډول ویجاړ شوی او دوه تنه لا هم تر ماتو ګوډو لاندې بند پاتي دي. دا په داسې حال کې ده چې اوکرایني چارواکو نن ویلي، د روسيې بې پیلوټه الوتکو د څلورو پرله‌پسې ساعتونو لپاره د اودیسې پر بندري ښار بمباري کړې ده. ویل شوي چې په دې بریدونو کې تاسیساتو ته زیان رسېدلی او د غَلو سیلوګانو هم اور اخیستی ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو متحده عرب اماراتو ته د زده کړو لپاره د ۱۰۰ نجونو د سفر مخه نیولې

د طالبانو حکومت د هغو لسګونو نجونو د سفر مخه نیولې چې غوښتل یې نن سهار د زده‌کړو لپاره دوبۍ ته ولاړې شي. د الحبتور ګروپ مشر میلیاردر خلف بن احمد الحبتور وايي، د طالبانو حکومت هغه سل نجونې چې غوښتل یې نن سهار په دوبۍ پوهنتون کې د زده‌کړو لپاره سفر وکړي، له هوايي ډګره بېرته ګرځولي دي. هغه په خپله د ایکس شبکه یا مخکیني ټویټر په یوه پیغام کې د طالبانو په دې عمل سخت انتقاد کړی او د دوی دا پرېکړه یې تراژیدي او د انسانیت، تعلیم، مساواتو او عدالت په اصولو ګوزار بللی دی. هغه زیاته کړه: "زه نن په دې پرېکړه ډېر مایوسه یم. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پخواني افغان پاچا موټر د امریکا په یوه نندارتون کې غوره جایزه ترلاسه کړې

د افغانستان د پخواني پاچا مرسیډیز بنز موټر د امریکا متحده ایالاتونو په یوه نندارتون کې غوره جایزه ترلاسه کړه. دغه موټر 'پیبل بیج کانکورز دالیګانس' نندارتون اعلان کړی چې سږ کال د دې نندارتون تر ټولو غوره موټر د ۱۹۳۷ کال د بنز کمپنۍ محصول دی. دا موټر هغه وخت د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په غوښتنه جوړ شوی و. د دې نندارتون په بیان کې راغلي چې اوسمهال په نړۍ کې د دې موټرو یوازې درې دانې پاتې دي. په بیان کې راغلي، له ۱۹۵۰ کاله را وروسته دا موټر پنځه ځلې پېر و پلور شوی دی. ویل شوي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په زندان کې د بندي خبریالانو شمېر ۱۳ تنو ته ورسېد

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په وروستیو دوه اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د حکومت له لوري ۱۱ خبریالان نیول شوي چې له ډلې یې نهه لا هم بندیان دي. د خبریالانو د ملاتړ بېلابېل بنسټونه تاييدوي چې په تېرو دوو اوونیو کې په افغانستان کې ۱۱ خبریالان نیول شوي چې د طالبانو دې کړنې د رسنیو او خبریالانو جدي اندېښنې راپارولي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې چې تېره ورځ ناوخته خپره شوه ویلي چې په دې یولسو خبریالانو کې دوه یې بېرته خوشې شوي او نهه لا هم طالبانو سره بندیان دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سیمو سل‌زره کسان امن ځایونو ته انتقال شوي

د پاکستان د بېړنیو خدمتونو ادارې نن اعلان کړی چې د پنجاب ایالت د سېلاب ځپلو سیمو څخه شاوخوا سل زره کسان امن‌ ځایونه ته انتقال شوي دي. وروستیو سېلابونو د پاکستان په پنجاب کې په سلګونه کلي او په زرګونه هکتار زراعتي ځمکو ته زیان رسولی دی. دا سېلابونه هغه مهال راووتل چې د اګست په ۲۰مه د سوټلاج د سیند د اوبو کچه لوړه شوه. د پاکستان د پنجاب ایالت چارواکو اعاد کړې چې هندي چارواکو له سختو بارانونو وروسته د مخزن اوبه سوټلاج سیند ته خوشې کړې چې د دې سیند د اوبو کچه ورسره لوړه شوې ده. په هند کې هم د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بېنیټ: له طالبانو سره حساب او کتاب د راتلونکي تعامل د پالیسۍ اصلي ټکی دی

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، له طالبانو سره د بشري سرغړونو په اړه حساب او کتاب د نړیوالې ټولنې د راتلونکي تعامل د پالیسۍ اصلي ټکی دی. د طالبانو حکومت له‌خوا د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژنې، شکنجې او زنداني کېدو په اړه د یوناما له راپور وروسته، ریچارډ بېنیټ وايي؛ د تېرو دوو لسیزو د نږدې ټولو لاسته راوړنو د له‌منځه تلو سره هممهاله، له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل د پالیسۍ مهم عنصر د بشري حقونو د نقض په اړه حساب او کتاب دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په جمهوریت کې د پوځي اکاډمي ځینې فارغان د طالبانو له توپیري چلنده شکایت کوي

د ملي پوځي اکاډمي ځینې هغه فارغان چې د نورو زده کړو لپاره د کابل پوځي ښوونیز مرکز ته معرفي شوي ادعا کوي وايي، له دې امله چې درې کاله یې په تېر جمهوري حکومت کې پوځي زده کړې کړي، په دې مرکز کې د طالبانو له لوري توپیري او غیر مسلکي چلند ورسره کېږي. د ملي پوځي اکاډمي ځینې فارغان چې له څلور کلنو زده کړو وروسته د کابل پوځي ښوونیز مرکز ته معرفي شوي، ادعا کوي چې په دې مرکز کې توپیر چلند ورسره کېږي. دوی چې وايي، شمېر یې ۳۸۴ تنو ته رسېږي، له ازادي راډيو سره یې په خبرو کې زیاته کړه چې په غیر رسمي وخت کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د اوبو یو لرغونی ژور کانال بیا فعاله شوی

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایفه پي' په هرات ولایت کې د اوبو د یوه لرغوني ژور کانال د بیا فعاله کېدو خبر ورکوي. د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون سې شنبې پر ټولنیزې شبکې ایکس پاڼه کې ویلي چې د هرات په آسیاباد سیمه کې یې د اوبو دغه ژور کانال چې څو سوه پېړۍ تاریخ لري، بېرته رغولی او له اوبو څخه به یې په سلګونه کورنۍ ګټه پورته کوي. د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې وچکالۍ د دې هېواد اکثره سیمې اغېزمنې کړي، د خوراکي مواد تولید یې ګډوډ کړی او خلک یې مجبوره کړي چې خپل کورونه پرېږدي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'ډبلیو ایچ او' په افغانستان کې د بېړنیو روغتیايي ستونزو د مخنیوي هڅې کوي

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وایي، د خپلو مهمو شریکانو په مرسته به د روان میلادي کال په دوهمه نیمایي کې په افغانستان کې د ژوند ژغورنې د مرستو په وړاندې کولو سره هڅه وکړي چې د بېړنیو روغتیایي ستونزو مخه ونیسي. د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون سې شنبې په ټولنیزه شبکه ایکس کې چې پخوا ټویټر نومېده ویلي چې سږ کال یې په دې هېواد کې یې ۱۴ میلیون وګړي د روغتیایي مرستو لپاره په نښه کړي دي. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د دغو وګړو له ډلې اته میلیونه او څلور لکو ته یې د د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې مرستې رسولې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې د فضايي بېړۍ راښکته کېدو لپاره چمتووالی وښود

هند نن چهارشنبې د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې د فضايي بېړۍ د راښکته کېدو لپاره د لومړي هېواد په توګه چمتووالی وښود. دا څو ورځې وروسته له هغې چې په همدې سیمه کې د روسیې یوه بېړۍ نسکوره شوه. د سپوږمۍ پر سطحه د راښکته کېدو وروستۍ هڅه د نړۍ د تر ټولو نفوس لرونکي هېواد، هند لپاره یوه تاریخي شېبه ده. ټاکل شوې چاندرایان۳، به چې په سانسکرت کې سپوږمۍ وهونکي ته وایي، د نوي ډیلي په وخت د ماښام شاوخوا ۶ بجې د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې چې زیاته نه ده څېړل شوې، کېني. د هند یوه پخوانۍ هڅه په ۲۰۱۹ کال کې ناکامه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سولیوان: د ایران له‌خوا د پنځو امریکایي وګړو د خوشې کېدو هڅې ښې مخ ته ځي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان وایي، د ایران له‌خوا د پنځو امریکایي وګړو د خوشې کېدو لپاره هڅې ښې مخ ته ځي. هغه پرون سې‌ شنبې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات په دې باور دي چې په دې اړه له ایران سره د شوې هوکړې چارې ښې مخ ته ځي، خو دی نه شي ویلی چې کله به دغه امریکایان خوشې شي. نوموړي زیاته کړه چې په دې برخه کې ځینې نورو اقداماتو ته اړتیا ته ده چې باید وشي. د ایران او متحدو ایالتونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې ایران د اګست په لسمه څلور امریکایي وګړي له زندانه آزاد او هغوی یې په کور کې نظربند کړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیويي مجله؛ له افغانستانه بهر د خپلواکۍ ورځ نمانځل شوې

د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې به له کلتوري اړخه د خپلواکۍ د ورځې د نمانځلو په اړه واورئ. په دې خپرونه کې شعر او کیسه اورېدلی شئ. دغه راز په دې پروګرام کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د زانګو په نوم له یو ډول سندرو هم خبرېږئ. دغه خپرونه چې احمد شیبر چمتو کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

له بشري حقونو سرغړونې؛ رسنۍ: ډېری دا سرغړونې د طالبانو د واکمنۍ په څلورو میاشتو کې شوي

ایریش اګزامینر: ایریش اګزامینر ورځپاڼې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما وروستي راپور ته پام اړولی چې ویلي یې دي له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د روان ۲۰۲۳ کال د جون تر میاشتې له بشري حقونو څخه د سرغړونو لږترلږه اته سوه موارد په دې هېواد کې ثبت شوي دي. د ورځپاڼې په لیکنه یوناما ویلي چې د دغو سرغړونو اکثره قربانیان د افغانستان د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو افسران دي چې لږترلږه دوه سوه یې له محاکمې پرته وژل شوي دي. ایریش اګزامینر لیکي، د ملګرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي: د کیبلي زانګو په کابین کې بند پاتې شوي کسان ژغورل شوي

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ وايي، د پوځ کوماندو او د سیمې خلکو هغه اته کسان ژغورلي چې د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په یوه لیرې پرتې سیمه کې د سیند د پاسه د کیبلي زانګو د یوه مزي د شلېدو له امله په یوه کابین کې بند پاتې وو. کاکړ په ټولنیزه شبکه ایکس کې چې پخوا ټویټر نومېده ویلي چې بند پاتې شوې ټول ماشومان ژغورل شوي دي. دا پېښه پرون سې شنبې سهار د خیبرپښتونخوا په بټګرام کې هغه مهال رامنځته شوه چې په سیمه کې د سیند د پاسه د یوې ځوړنده زانګو یو مزی وشکېده. له دغې زانګو څخه د ژغورنې په عملیاتو کې لومړی دوه ماشومان ژغورل شوي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قمي: په کابل کې د بندي شوي ایراني خبریال د خوشې کېدو هڅه کوو

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، هڅه کوي چې په کابل کې بندي ایرانی عکاس او خبریال ژر تر ژره را خلاص کړي. د راپورونو له مخې د ایران د تسنیم دولتي خبري اژانس یو عکاس او خبریال محمد حسین ولایتي د کابل په هوايي ډګر کې د طالبانو له خوا نیول شوی دی. تسنیم مخکې ویلي وو چې دا خبریال یې په قانوني توګه افغانستان ته تللی وو او هلته یې لس ورځې هم تېرې کړې وې. په افغانستان کې د یوه ایراني فوټو ژورنالیست د خلاصون لپاره هڅې وکړي. د افغانستان په چارو کې د ایران د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'ډونالډ ټرمپ' د جورجیا زندان چارواکو ته ځان سپاري

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې پلان لري ځان د جورجیا زندان چارواکو ته وسپاري. ټرمپ چې تر دې یوه ورځ مخکې د خپلې قضیې په اړه د جورجیا د محکمې د ۲لکه ډالریز ضمانت غوښتنه منلې وه په یوه نوي پیغام کې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ ځان تسلیموي. ټرمپ سه شنبه په خپله ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې: "پنجشنبه د جورجیا اتلانتا ته ځم څو ونیول شم." د جورجیا د فولټون سیمې څارنوال فاني ویلیس پر ټرمپ تور لګولی چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو پر مهال یې په جورجیا کې د خپلې ماتې د لغوه کولو هڅه کړې. په دې دوسیه... Читать дальше...


Театр «Модерн» проведет премьерные спектакли под занавес сезона, 25 и 27 июня

В подмосковных лесах выполнены работы по осветлению молодняка

Клиентки агентства Maryway рассказали, как их вынудили взять кредиты

LG ДЕМОНСТРИРУЕТ ПРОФЕССИОНАЛЬНЫЕ ДИСПЛЕИ С УЛУЧШЕННЫМИ ВОЗМОЖНОСТЯМИ ИСКУССТВЕННОГО ИНТЕЛЛЕКТА НА ВЫСТАВКЕ INFOCOMM 2024



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Аделина Панина: как распознать и интерпретировать энергетическое поле

Воробьев: еще 40 автобусов с USB-розетками выйдут на маршруты в Подмосковье

MAXIMUM Гриль Фест пройдет в Москве с 21 по 23 июня

Свыше 550 тысяч москвичей регулярно занимаются плаванием

Музыкальные новости

Конференция «Частные инвестиции во внутренний туризм Краснодарского края: проблемы, вызовы, перспективы»

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

В ЦДКЖ 18 августа ждут любителей группы «Рекорд Оркестр» на Квартирнике Евгения Маргулиса

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» и ДЕНЬ РОССИИ: успех России в С В О = мир во всём мире?!

Новости России

В Киргизии влияние санкций Минфина США против российской банковской системы ощущалось всего один день

Аделина Панина: как распознать и интерпретировать энергетическое поле

LG ДЕМОНСТРИРУЕТ ПРОФЕССИОНАЛЬНЫЕ ДИСПЛЕИ С УЛУЧШЕННЫМИ ВОЗМОЖНОСТЯМИ ИСКУССТВЕННОГО ИНТЕЛЛЕКТА НА ВЫСТАВКЕ INFOCOMM 2024

Музыка на все времена

Экология в России и мире

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Спорт в России и мире

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Moscow.media

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Закат на Катуни







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *