Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2023

Новости за 20.08.2023

Pa.azadiradio.com 

وسله‌والو په کندهار ۲ کسان وژلي

نامعلومو وسله‌والو نن د کندهار په نهمه او څلورمه ناحیه کې دوه کسان په ډزو سره وژلي دي. په کندهار کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې نامعلومو وسله‌والو د نهمې حوزې اړوند د تېري اډې په سیمه کې یو کس د خپل کور مخته ویشتلی او وژلی یې دی. د سرچینې په وینا، پر دوهم کس باندې وسله‌والو د څلورمې ناحیې اړوند په برو دروازې سیمه کې ډزې کړي او وژلی یې دی. طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د وژل شویو کسانو د هویت او د پېښو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني پولیسو علي وزیر او ایمان زینب مزارۍ نیولي

د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر او د بشري حقونو فعاله او وکیله ایمان زینب مزارۍ نیولي. د وزیر او مزارۍ د وکیلانو ډلې ازادي راډیو ته وویل چې هغوی چې د اګست پر ۲۰مه عدالت ته وړاندې شول نو پولیسو ورڅخه وغوښتل چې د پنځو ورځو لپاره دې یې ورته وسپاري چې ورڅخه پلټنې وکړي. د اسلام اباد یوې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا 'پي ټي ایم' یو مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر د پلټنو لپاره پولیسو ته سپارلی دی. د بشري حقونو فعاله او وکیله ایمان زینب مزارۍ هم د تحقیقاتو لپاره زندان ته استول شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ښځو د فوټبال نړیوال جام هسپانیې وګاټه

د ښځو د فوټبال نړیوال جام هسپانیې وګاټه. د هسپانیې لوبډلې نن په فاینل کې د انګلستان ټیم ته یو پر صفر ماته ورکړه. دا لوبه د اسټرالیا د سیډني ښار د فوټبال په لوبغالي کې ترسره شوه. د ښځو نړیوال جام د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۱ کال کې ترسره شو او تر اوسه امریکا د څلورو اتلولیو په ګټلو سره د جدول په سر کې ده. دا لومړی ځل دی چې هسپانیه دغه جام ګټي. د ښځو نړیوال جام د جولای په ۲۰مه په استرالیا او نیوزیلنډ کې د ۳۲ لوبډلو په ګډون پیل او نن پای ته ورسېد.

Pa.azadiradio.com 

له نړیوالې ټولنې د یوه سازمان غوښتنه: له طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو پای ته رسول وغواړئ

د بخښنې نړیوال سازمان د عدالت غوښتنې په انلاين کمپاین سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو له چارواکو وغواړي چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي. د بخښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دغه سازمان د کمپاین په ملاتړ د افغانستان خلکو تر څنګ ودرېږي او په ازادۍ، کرامت او برابرۍ کې د هغوی د ژوند کولو د حق په اړه خبرې وکړي او له طالبانو حساب وغواړي. یاد سازمان د یکشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې د دې انلاین کمپاین لپاره یوه اعلامیه خپره کړه او د نړۍ له خلکو یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوسفزۍ: فیفا دې د افغانستان د ښځینه‌وو فوټبال ملي لوبډله په رسمیت وپېژني

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د فوټبال له نړیوال فدراسیون یا فیفا غوښتي چې د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډله په رسمیت وپېژني. د فوټبال په نړیوال فدراسیون کې د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډلې د رسمیت پېژندلو لپاره د دغې لوبډلې له‌خوا د کمپاین په دوام، اوس د سولې د نړیوالې جایزې ګتونکې ملالې یوسفزۍ له دوى خپل ملاتړ اعلان کړى دى. یوسفزۍ، چې د شنبې په ورځ یې له نږدې له دغو نجونو سره لیدنه کړې په خپل ټویټرپاڼه کې د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا څخه غوښتې چې د افغان نجونو د فوټبال ملي لوبډله په رسمیت وپېژني. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان د سیالیو مبصرین معلوم شول

ټاکل شوې چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ د اګست په ۲۲مه نېټه افغانستان او پاکستان د درې یو ورځنیو سیالیو لومړنۍ لوبه ترسره کړي. افغان کرکټ بورډ ادارې د همدې سیالیو لپاره نن د لوبو مبصرین په ډاګه کړل چې یو افغان مبصر هم په کې شامل دی. په اعلان شویو مبصرینو کې د پاکستان پخواني لوبغاړي او مبصرین رامیز راجا او عامر سهیل شامل شوي دي. دغه راز د دې سیالیو لپاره د سریلانکا پروېز معروف، د هندوستان دیویندرکومار، د انګلستان ډیویډ ګور او د سویلي افریقا ايچ ډي اکرمین هم د مبصرینو په توګه شامل شوي دي. همدارنګه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تکواندو؛ بل افغان لوبغاړي هم د سرو زرو مډال وګاټه

د جنوبي کوریا د تکواندو په نړیوال فیسټیوال کې یو بل افغان لوبغاړي محسن رضايي هم د سرو زرو مډال وګاټه. د تکواندو فدراسیون د خبر پر اساس، رضايي لومړی خپل پاکستانی او بیا کوریايي سیالان مات کړل او اتلولي یې وګټله. نوموړي بیا په دوه اړخیزو سیالیو کې د برونزو مډال هم ګټلی و. دغه راز د یادو سیالیو په ترڅ کې بل افغان تکواندو کار حکمت الله زین بیا د خپل مغلستاني سیال په ماتولو سره نیمه پایلوبې ته رسېدلی او په نیمه پایلوبه کې به د جنوبي کوریا له لوبغاړي سره سیالي کوي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د مسکو د دوو هوایي ډګرونو عملیاتي چارې درېدلې وې

په مسکو کې چارواکي وايي چې تېره شپه یې د لنډ وخت لپاره د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د برید په خاطر د پلازمېنې په دوو مهمو هوايي ډګرونو کې عملیاتي چارې ودرولې. د مسکو ښاروال سرګی سوبیانین نن سهار وختي په خپل ټیلګرام چاینل کې لیکلي چې د دوی هوايي دفاع سیستم د یوې بې پیلوټه الوتکې د برید مخه ونیوله، خو له دې سره سره په ونوکوفو او دومودیدوفو هوايي ډګرونو کې فعالیتونه ودرول شول. دفاع وزارت وویل چې بې پیلوټه الوتکه یې د سهار په شاوخوا ۴ بجې د مسکو د ستوپینو مېنې پر سر په الکترونیکي وسایلو غیرفعاله کړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له هډوکو رزق ګټل؛ اجمل فيضي: ۱۸ کلنۍ کې مې د هډوکو په ځای کول زده کړي

۵۰ کلن اجمل فيضي چې د کابل په کاه فروشۍ کوڅه کې د هډوکو پرځای کولو دوکان لري وايي، دا کار يې له خپل پلار پهلوان عباس فيضي څخه زده کړی دی. هغه زیاتوي، هره ورځ ورته له ۸ څخه تر ۱۰ پورې داسې کسان راځي چې لاس او پښې يې بې‌ځایه شوي وي او دی يې ورته پر ځای کوي. له نوموړي سره زموږ همکار خبرې کړي دي او دا راپور يې پرې چمتو کړی دی. د راپور د اوریدو لپاره دا لینک کېکاږئ:

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: پنجاب کې ترافیکي پېښې لږ ترلږه ۱۸ تنه مړه کړي

پاکستاني چارواکي وايي چې د دغه هیواد په پنجاب ایالت کې په یوه ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۱۸ تنه مړه شوي دي. د رویټرز خبري اژانس دراپور له مخې، نن سهار له کراچۍ څخه اسلام اباد ته روان بس له یوه باري موټر سره ټکر شو، چې په نتیجه کې یې ۱۸ تنه مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. په راپور کې ویل شوي، چې په بس کې ۳۳ تنه سپاره وو.

Pa.azadiradio.com 

د اوچا مشر: په افغانستان کې له دوو کلونو راهیسې ۳۸ مرستندوی کارکوونکي وژل شوي

د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږې کوونکې ادارې، اوچا مشر دانیال اندرس وايي، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د مرستندویو موسسو ۳۸ کارکوونکي وژل شوي دي. اندرس پرون د بشرپالنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې د دغو مرستندویانو ډیری د ګوزڼ ضد واکسینران او ماین پاکان وو. د اوچا مشر په عین حال کې ویلي، چې یو شمېر مرستندویان دا مهال بندیان دي. ده په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا کسان چا او چیري بندیان کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو کورنیو چارو وزارت: پغمان کې ۴ انسان تښتوونکي وژل شوي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې امنیتي ځواکونو یې تېره شپه د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه انسان تښتونکي وژلي دي. دغه وزارت پر خپله ټویټر یا ایکس پاڼه کښلي، په دې عملیاتو کې، چې د پُشت بادام په سیمه کې وشول، د محمدامین په نوم تښتول شوی کس خوشې شو. نوموړی درې ورځې وړاندې یرغمل شوی و. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي، چې ایا له انسان تښتونکو سره په نښته کې د دوی ځواکونو ته تاوان رسیدلی که نه دی. په دې اړه خپلواکو سرچینو تراوسه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

جنرال شینواری: افغان ځواکونه نه، سیاستوال د جمهوري نظام د سقوط لامل دي

د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند جنرال اجمل شینواری پر افغان سیاستوالو نیوکه لري، چې په کور دننه د نظام د سقوط اصلي لامل دوی وو. زموږ له همکارې فریده سیال سره، د نوموړي مرکه دلته ووینئ:

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۲ کلونو راهیسې د مرستندویه سازمانونو ۳۸ کارکوونکي وژل شوي

د افغانستان لپاره د بشري مرستو همغږی کوونکی دانیال اندرس وايي، مرستندویه کارکوونکي په پراخه کچه هدف ګرځول کېږي او یوازې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د دغه سازمانونو ۳۸ کارکوونکي وژل شوي. هغه دا خبره پرون د بشرپالنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په هغه تصويري پیغام کې کړې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په خپله X شبکه یا پخواني ټوټیرخپور کړی دی. د اوچا مشر دا هم تاییدوي چې اوس‌مهال یو شمېر مرستندویان بندیان دي، خو نوموړی په دې اړه ډېر جزییات نه ورکوي، چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي: شمالي وزیرستان کې وژل شوي ۱۱ تنه د پوځ کارګران وو

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې په یوه چاودنه کې ۱۱ کارګر وژل وژل شوي او دوه نور ژوبل دي. یوه پوځي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، نن د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې دغو کارګرو د پاکستان پوځ ته د یوې ودانۍ د جوړولو په پروژه کې کار کاوه. د هغه په وینا، کارګرو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې د سپرلۍ پر موټر یې د میرکوټ په سیمه کې د سړک د غاړې بم وچاودېده. د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ دا برید غندلی او په یوه پیغام کې یې ویلي، چې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.

Pa.azadiradio.com 

مولوي عبدالکبیر: ایران سره د اوبو لانجه د جګړې پرځای، په تفاهم حل شوې ده

د ایران ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې له ایران سره د اوبو لانجه د جګړې پر ځای د تفاهم له لارې حل شوې ده. مولوی عبدالکبیر پرون (شنبې) دا له نړۍ سره د طالبانو د حکومت د ښه تعامل او سیاست بېلګه وبلله او ادعا یې وکړه چې د نړۍ هیوادونه پوی شوي چې له «اسلامي امارت» سره تعامل د سیمې او نړۍ د ثبات او ډاډمن امنیت لپاره تر ټولو غوره انتخاب دی. د طالبانو د ريیس الوزرا مرستیال دا څرګندونې ۵ ورځې وروسته له دې کړي، چې یو ایرانی تخنیکي پلاوی د اروزګان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراین: د روسیې توغندویي برید ۷ تنه وژلي او ۱۴۸ نو ټپیان کړي

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت پرون (شنبې) تایید کړه، چې د دغه هیواد د شمال په چرنیهیف ښار باندې د روسیې په توغندويي برید کې د یوه ماشوم په شمول لږترلږه ۷ تنه وژل شوي او ۱۴۸ نور ژوبل دي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي، چې سویډن ته تللی، پر چرنیهیف ښار حمله دردوونکې ورځ وبلله او ویې ویل چې دا ورځ د یوه تروریست حکومت له لاسه راغلې ده. د اوکراین دفاع وزارت بیا وايي چې د دغه هیواد د هوايي دفاع سیستم د ایران ۱۵ بې پېلوټه الوتکې، چې روسیې ته یې ورکړي، ویشتي دي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا استازی: نړیواله ټولنه د ایران حکومت د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر مسوول ګڼي

د ایران په چارو کې د امریکا د حکومت د ځانګړي استازي دفتر پرون په ایران کې په وروستیو نیونو عکس العمل وښود، ویې ویل: نړیواله ټولنه د ایران حکومت د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر مسوول ګڼي. دغه دفتر په خپل ایکس یا ټویټر کې لیکلي: د سوله ییزو اعتراضونو په تړاو د ګڼو کسانو د نیول کېدو پر راپورونو اندېښنه لري او نړۍ دا ټول ویني. په وروستیو څو ورځو کې د ایران په بیلابیلو ښارونو کې د بشري حقونو او مدني ټولنې لږترلږه ۱۴ تنه فعالان نیول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

افغان محصلان او څېړونکي: عامه کتابتونونه نوي او د اړتیا وړ کتابونه نه لري

"کله چې موږ عامه کتابتونو ته لاړ شو د مرکز په شمول، يوازې هغه د تاريخ برخې تر ډېره پورې پيدا کولی شو او يا مثلاً ديني علوم، نور ډېر په سختۍ باندې موندل کېږي." دا د اجمل نظري خبرې دي . هغه، تازه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د ماسټرۍ دورې درسونه پای ته رسولي  او اوس د تېزس په ليکلو په بوخت دی. نوموړی وايي، په نږدې وخت کې بیا- بیا د کابل عامه کتابتون ته ورغلی، خو په خبره یې هلته يوازې د ټولنيزو علومو پخواني کتابونه وو، خو د طب، ساينس او نورو علومو برخه کې هېڅ کتاب نه و موجود. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سویډن صدراعظم د اوکرایین ولسمشر ته؛ زموږ مرستې به درسره دوام ولري

د سویډن صدراعظم الف کریسټرسن د شنبې په ورځ (اګسټ 19) د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي ته د خپل هېواد د مرستو ډاډ ورکړ. کریسټرسن او زیلنسکي په ستاکهلوم کې یوه ګډ خبري کنفرانس ته غږېدل. الف کریسټرسن، د اوکرایین ولسمشر ته وویل: "موږ به له تاسو او خپلو ګډو شریکانو سره په نږدې خبرو کې سیاسي، نظامي، بشري او مالي ملاتړ ته دوام ورکړو، ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې د اوکراین اړتیاوې تر هغه وخته پورې پوره کیږي چې ورته اړتیا وي." ولسمشر زیلینسکي، چې ستاکهولم ته تللی، په دغه خبري کنفرانس کې وویل، چې هغه په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان لوبغاړی محسن رضايي د تکواندو د نړیوال فستیوال اتل شو

د افغانستان د تکواندو دغه لوبغاړي د جنوبي کوریا په کوربه توب د تکواندو د نړیوال فیستیوال په لوبو کې د پاکستان، جنوبي کوریا او د نړیوال فدراسیون د کډوالو د ټیم لوبغاړي مات کړل او د سرو زرو مډال یې وګاټه. محسن رضايي، چې په ۵۸کیلو وزن کې لوبیږي په ټیمي برخه کې هم د افغانستان په ګټه د جنوبي کوریا دوه لوبغاړي مات کړل. هغه دوه اوونۍ وړاندې هم د جنوبي کوریا په کیم اونیونګ سیالیو کې د نقرې مډال ګټلی وو. تمه ده د تکواندو د نړیوال فیستیوال په پاتې لوبو کې د افغانستان دوه نور لوبغاړي حکمت الله زین او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه: د اوکراین د بې پيلوټه الوتکې برید مو په شا تمبولی

د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې، چې د مسکو په شمال لویدیځ کې یې د اوکرایین د یوې بې پیلوټه الوتکې برید په شا تمبولی. دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې په دې دفاعي حرکت کې د روسیې د روسیې یوه جنګي الوتکه هم زیانمنه شوې ده. د روسيې د دفاع وزارت په اعلاميه کې دا پېښه يو «ترهګريز بريد» بللی. د راپورونو له مخې، که څه هم دا پېښه مرګ ژوبله نه لري، خو په نووګوورد سیمه کې په هوايي ډګر کې اور لګېدلی او هلته یې یوه ولاړه جنګي الوتکه زیانمنه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

شمالي وزیرستان؛ د پوځ پر موټر چاودنه کې ۱۱ تنه وژل شوي

د پاکستان د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې شنبه ناوخته پر پوځیانو یوه چاودنه شوې. د امریکا غږ ډېوې راډيو لیکلي، چې لږ تر لږه یوولس کسان د سړک غاړې دې بمي چاودنه کې وژل شوي. پېښه د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې شوې ده او هغه موټر په نښه شوی، چې د یوې امنیتي پوستې په ودانۍ کارګر مزدوران یې خپلو کورونو ته رسول. تراوسه پورې د حملې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

Pa.azadiradio.com 

کندوز: اور لګیدو مالي زیانونه اړولي

په کندز کې اور لګېدنې خلکو ته درانه مالي تاوانونه اړولي دي. د سیمه ییزو سرچینو د معلومات له مخې، د شنبې په ورځ د کندز ښار د امام صاحب بندر د مال بازار څیرمه د بوسو په مارکېټ کې اور لګېدلی و، چې څو ساعته یې دوام وکړ. که څه هم اطفایې اور مړ کړ، خو ویل کېږي چې لږ تر لږه دوه میلیونه افغانۍ سوداګرو ته تاوان رسیدلی دی. په دې پېښه کې د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

Pa.azadiradio.com 

برېتانیا: افغان پناه غوښتونکی د ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي ځورونې په تور په ۱۲ کاله بند محکوم شوی

یو افغان پناه غوښتونکی په برېټانیا کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي ځورونې په تور په ۱۲کاله بند محکوم شوی. بریټانوي رسنیو پرون راپور ورکړی،چې پنځه ویشت کلن سخي داد احدي د لندن په کوینس هوټل کې چې د پناه غوښتونکو په هوټل پېژندل کېږي، یوه البانیايي ۱۲کلنه کډواله نجلۍ دوه واره جنسي ځورولې ده. احدي چې په لنډمهالي هوټل کې هستوګن وو له هغې ډلې افغانانو دی، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې بریټانیا ته وړل شوی او هلته یې ادعا کړې وه، چې د طالبانو له ویرې را تښتېدلی دی. قاضي هغه یو خطرناکه سړی بللی او په ۱۲ کاله بند یې محکوم کړی دی.


Переменная облачность и до 27 градусов тепла ожидают москвичей 15 июня

Министр здравоохранения Омской области покидает пост

Англосаксы пытаются столкнуть Россию, Китай и ЮАР в Африке

В России начались доклинические испытания вакцины от всех видов рака



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Концерты в рамках проекта «Музыка на крыше» пройдут на ВДНХ в июне

Грузовик выехал на встречку: смертельная авария на М-5 в Челябинской области

Министр здравоохранения Омской области покидает пост

Новая аптечка, высокий штраф и много камер: что изменится для водителей в ближайшее время

Музыкальные новости

Рост объема ипотечного кредитования Волго-Вятского банка Сбербанка в апреле 2024 года составил 27 %

Военные следователи Тихоокеанского флота продолжают работу по постановке бывших мигрантов на воинский учет

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

В ЦДКЖ 18 августа ждут любителей группы «Рекорд Оркестр» на Квартирнике Евгения Маргулиса

Новости России

В Москве пенсионер потерял почти 13 млн рублей, поговорив с мошенниками

Грузовик выехал на встречку: смертельная авария на М-5 в Челябинской области

Чиновник Волков обвинил водителей в Коврове в желании нажиться на дорожных ямах

Собянин рассказал, как электробусы помогают улучшать экологическую ситуацию

Экология в России и мире

Dior Resort 2025

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

Назван российский город, откуда в Турцию срочно увеличивают число рейсов, впервые поставив широкофюзеляжный самолет Airbus 330

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

Спорт в России и мире

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе

Moscow.media

Молодые специалисты «Газпромнефть - Битумные материалы» продемонстрировали эффективное решение в финале «CASE-IN»

Больше функций для комфорта: беспроводные клавиатуры Fstyler FBK26C AS, FBK27C AS и FBK36C AS от A4Tech

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования

Гроза роскошных седанов от BMW и Mercedes-Benz. История Fiat 130







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *