Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2023

Новости за 15.08.2023

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د روسیې د یرغل له پیل راهیسې اوکراین کې نږدې ۹ نیم زره ملکیان وژل شوي

ملګري ملتونه تاییدوي، چې په اوکراین کې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې نږدې نهه نیم زره ملکیان وژل شوي دي. د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن د (اګسټ۱۵) تایید کړه، چې د قربانیانو په منځ کې لږ تر لږه ۵۴۵ یې ماشومان دي. د ملګرو ملتونو له خوا وړاندې شوي دغه ارقام وروستي نه دي او ښايي د قربانیانو شمېر تر دې لوړ وي.  ډیر کله د اوکراین په ځینو سیمو کې د سختې جګړې له امله د تلفاتو شمېرې پر وخت نه خپرېږي. ملګري ملتونه وايي، د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

داغستان کې ملي ماتم؛ د تېلو په یوه ټانک کې چاودنې ۳۵ تنه وژلي

د روسیې د داغستان جمهوریت،د تېلو په یوه ټانک کې د چاودنې له امله د مړو شمېر ۳۵ تنو ته رسېدلی دی. دا چاودنه، تېره شپه د (اګسټ په ۱۴ مه) شوې. د داغستان د چارواکو په وینا، په دې چاودنه کې تر اتیا ډېر کسان ټپیان شوي دي. د داغستان مشر سرګي ملیکوف نن د دې ورځې په مناسبت ملي ماتم اعلان کړی و. څېړونکي وايي، اورلګېدنه لومړی د موټرو د ترمیم په یوه پلورنځي کې پیل شوه او بیا د تیلو یوه ټانک ته خپره شوه. د پېښې په اړه نورې څېړنې روانې دي.

Pa.azadiradio.com 

اسلام اباد کې لاریون؛ افغان معترضان: طالب یوه استبدادي ډله ده، نړیوال دې تعامل نه ورسره کوي

په بېلابېلو هېوادونو کې د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په غبرګون کې د یو شمېر افغانانو له خوا له یو لړ لاریونونو وروسته، په پاکستان کې هم مېشتو افغان کډوالو په اسلام اباد کې مظاهره کړې.   په دې لاريون کې چې په لسګونو افغان نارينه او ښځو په کې ګډون کړى و په تېرو دوه کلونو کې د طالبانو پر کړنو سختې نيوکې وشوې. د دغه لاريون یوې تنظيموونکې مونسې مبارز وويل، لاريون کوونکو د افغانانو د يووالي، پيوستون او د طالبانو پر وړاندې د ملي پاڅون پر غوښتنې ټینګار وکړ.   نوموړې وویل:" لاريون کوونکو نړۍ ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

انجلینا جولي، مطیع الله ویسا ته په لیک کې: ستاسو ځای زندان نه دی

د هالیووډ سینما وتلې ستورې انجلینا جولي د تعلیم فعال او د قلم لار ټولنې مشر، مطیع الله ویسا ته په یوه لیکي لیک کې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. په دغه لیک کې چې یوه کاپي یې د سې شنبې په ورځ (د اګست ۱۵مه) ازادي راډیو ته هم رسېدلې، مېرمن جولي لیکلي: "له ټولو هغو کسانو سره یوځای چې ستاسو د خلاصون او د نجونو لپاره د زده کړې په اړه د ټولو بندیزونو لیرې کولو غوښتنه کوي، خپل اواز پورته کوم تر څو تاسې ېېرته د دې جوګه شئ چې خپل مهم کار ته دوام ورکړئ." انجلینا جولي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په واکمنۍ کې د داعش فعالیتونه

په افغانستان کې د تېرو دوو کلونو د تر ټولو مرګونو ځانمرګو او بمي بریدونو مسوولیت د " اسلامي دولت" خراسان څانګې پر غاړه اخیستی. خو طالبان وایي داعش یې ځپلی. داعش، په افغانستان کې څومره ځواکمن دی او د سوریې او عراق داعش سره یې اړیکې څه ډول دي؟ په دې راپور کې یې وګورئ!

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د ملاتړ اداره: طالبانو افغانستان تورتم کړی او ښځینه خبریالانې یې په ځانګړې توګه ځپلي دي

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دويمې کاليزې پر مهال د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ اداره (AJSO) وايي، چې واک ته د طالبانو په راتګ سره، د رسنیو په برخه کې د تېرو شلو کلونو ټولې لاسته راوړنې يو په بل پسې له لاسه وتلي دي. دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په تېرو دوو کلونو کې افغانستان په يو تورتم هېواد بدل شوی، خبریالان او د رسنیو فعالان په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې په افغانستان کې د رژیم د بدلون لومړنۍ قربانیانې وې. په اعلامیه کې راغلي، په داسې حال کې چې له هېواده وتلي خبریالان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوی کابل ته تللی

د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور پر بنسټ، دا پلاوی طالب لوري سره د خبرو لپاره نن کابل ته تللی او د اګسټ تر ۱۷ مې به هلته وي. د پلاوي مشر مولانا محمد طیب قریشي مشال راډیو ته وویل، د پلاوی د سفر موخه د پاکستان او طالب چارواکو تر منځ ناندریو ته د پای ټکی ایښودل دي. کابل ته د پاکستاني دیني عالمانو سفر په داسې حال کې دی، چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو پر افغان طالبانو نیوکه کړې، چې تحریک طالبان پاکستان ته يې په افغانستان کې خویندي ځایونه ورکړي دي. د پاکستاني چارواکو په تازه څرګندونو کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جرمني یو شمېر مرستندویه بنسټونو د افغانستان وضعیت "ډېر تیاره" بللی

د لوږې د له منځه وړلو د نړیوالې ادارې مشرې الکه ګوټ شالک د جرمني له ARD ټلویزیون سره په مرکه کې د طالبانو له واکمنېدو دوه کاله وروسته، د افغانستان په اړه یو ډېر تیاره تصویر وړاندې کړی دی.  د جرمني د خبري آژانس DPA د راپور له مخې مېرمن ګوټ شالک د افغانستان وضعیت ډېر کړکېچن ښودلی او ویلي یې دي چې دا حالت هره ورځ د دې هېواد په لارو کوڅه کې لیدلی کېږي. نوموړې وايي، سره له دې چې په افغانستان کې اوس جګړه نه شته خو اولس میلیون وګړي د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي او ۲۹ میلیون افغانان د نړیوالو پر بشري مرستو متکي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر نړیوالو د بشري حقونو د اسیایي فورم غږ؛ د طالبانو د بشري سرغړونو پر وړاندې یو لاس شئ

د بشري حقونو د پراختیا اسیايي فورم The Asian Forum for Human Rights and Development وايي، نړيوال باید د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د زیاتېدونکو سرغړونو پر وړاندې د افغانانو د اساسي حقونو او ازادۍ د دفاع لپاره متحد شي.  ياد شوي فورم د سه‌شنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دويمې کاليزې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره  له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې طالبان دې د بشري حقونو د سرغړونو او د جنسیتي توپیر په خاطر حساب ورکړي.  خو د طالبانو حکومت تل دا ډول راپورونه رد کړي او ادعا کوي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان: ۳۸،۴ سلنه افغان ماشومان سختو کارونو ته اړ وتي

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان (Save the Children) وايي، په تېرو دوه کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، د سروې شویو ماشومانو له ډلې ۳۸.۴ سلنه یې سختو کارونو ته اړ شوي دي. دې سازمان نن د اګست په ۱۵ مه د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې له پوره کېدو سره هم مهاله ویلي دي چې د بې وزلۍ له امله دا ماشومان مجبور شوي چې د ځان او خپلو کورنیو د مالي ملاتړ لپاره سخت کارونه وکړي. یاد سازمان همدا شان ویلي دي، چې دا ماشومانو د کار په مهال له سختو حالتونو سره مخ کېږي. د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونه ۱۰ نړیوال سازمانونه: د افغانستان بوږونونکي بشري وضعیت ته باید نړیوال اغېزناک ځواب ووایي

د اګسټ ۱۵ مه چې طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ دوه کاله پوره کیږي، د بشري حقونو یو شمېر نړېوال سازمانونه ددغې ورځې په مناسبت د طالبانو دغه دوه کلن مزل د بشري حقونو د نقض په برخه کې خوار بوږنونکی او دوام یې د اندېښنې وړ بولي.    د بښنې نړېوال سازمان د همدې ورځې په مناسبت د بشري حقونو د ۱۰  نورو نړېوالو سازمانونو سره  په ګډه یوې اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان میرمنو او نجونو په وړاندې د طالبانو له لوري سخت دریځه فرمانونه د اندېښنې وړ بللي او په دې برخه کې د یو اغېزناک ځواب غوښتنه کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسپانیا د ښځینه فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته ووته

د اسپانیا د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په نیمه پایلوبه کې د سویډن په ماتولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.  یادو لوبډلو نن په نیمه پایلوبه کې سیالۍ ترسره کړه چې دوه د یو پر وړاندې هسپانیې وګټله.  د یادو سیالیو دویمه نیمه پایلوبه به سبا د چهارشنبې په ورځ د کوربه اسټرالیا او انګلستان ترمنځ ترسره شي.  د دویمې نیمه پایلوبې ګټونکې لوبډله به د اګست په شلمه نېټه له هسپانیې سره پایلوبه ولوبوي او بایلونکې لوبډله به د اګست په ۱۹مه نېټه له سویډن سره د درېیم مقام لپاره سیالي وکړي.  د ویلو ده، چې د ښځینه فوټبال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اګسټ د ۱۵ مې خاطرې؛ اوږۍ امېل: ترقیامته به مې هېر نه شي، خلک له طالبانو تښتیدل، له طیارو ولویدل

نن د اګست پنځلسمه نېټه ده. دوه کاله وړاندې په دې ورځ د طالبانو اوسني حکومت کابل ونیوه او تېر جمهوري نظام ړنګ شو. پنځه ویشت کلنه مېرمن اندړ چې په کابل کې ژوند کوي وايي، دوه کاله وړاندې د اګسټ پنځلسمه هغه مهال چې طالبان د کابل تر دروازو ورسېدل په ټول ښار وېره او ډار حاکم و. د ټولو خلکو په خولو همدا پوښتنه وه چې څه به کیږي؟ خو د دې په خبره د جمهوري حکومت هیڅ چارواکی نه و چې خلکو ته د ولې او دا چې څه پېښېږي؟ ځواب ووايي. مېرمن اندړ وايي چې په څو ساعتونو کې د ټول ښار بڼه بدله شوه، د تېر جمهوري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو له ولس سره د واټن د ډېرېدو له کبله د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړ

د طالبانو د اوسني حکومت د بیا واکمنېدو په دوهمه کالیزه کې یې یو شمېر طالب چارواکي له ملت سره د واټن د ډېرېدو د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکوي. ښکاري چې یو شمېر طالب چارواکي د دوی له اوسنۍ ادارې سره د افغانانو واټن ته متوجه شوي دي، ځکه یې چارواکي په پرله‌پسې ډول د دې وضعیت د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکوي. په هغو مراسمو چې په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون کې واک ته د طالبانو د بیا ځلي رسېدو په مناسبت نیول شوي وو، په‌کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور له خپلو پلویانو وغوښتل چې له ملت سره ښه چلند وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې د بشري حقونو بې‌ساري سرغړونې ثبت شوي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو د واکمنېدو دوه کاله داسې مهال پوره کېږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو بې‌ساري سرغړونې ثبت شوي دي. د ایمنسټي انټرنېشنل د جنوبي آسیا سیمه ایزې څانګې نن پر خپل ټویټر لیکلي چې تر نننۍ ورځې پورې په ټوله نړۍ کې څه کم دوه لکه کسانو هغه آنلاین غوښتنلیک لاسلیک کړی چې له طالبانو غواړي د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي. د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو نورو مدافع ډلو په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له بشري حقونو او د ښځو له حقونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سي پي جی: د طالبانو واکمنۍ کې د رسنیو وضعیت مخ په خرابېدو دی

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټه وايي، پر افغانستان د طالبانو په دوه کلنې واکمنۍ کې د رسنیو وضعیت مخ په خرابېدو دی. 'سي پي جی' نن په خپل تازه راپور کې وویل چې طالبانو پر افغانستان د واکمنېدو په پیل کې ژمنه کړې وه چې د رسنیو د آزادۍ او د ښځو د حقونو ملاتړ به کوي، خو دا دی دوه کاله وروسته نه یوازې له دې ژمنې په شا شوي بلکې د هغو رسنیو ځپل یې پیل کړې دي چې یووخت په ډېر ښه وضعیت کې وې. 'سي پي جی' د رسنیو د سانسور، پر خبریالانو د حملو او د هغو د غیرقانوني نیونو، د ښځینه خبریالانو پر کار د محدودیتونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي: د روسیې په برید کې درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

روسیې نن د اوکراین په لوېدیځ کې د توغندیو یو لوی برید وکړ چې د راپورونو له مخې لږترلږه درې کسان یې ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل. د اوکراین هوايي ځواک وايي، له سمندر څخه ویشتل شوي د روسیې شپاړس کروز توغندي یې نسکور کړي، خو وايي، یوشمېر یې د ناټو د غړي پولنډ سرحد ته نږدې د لیویف او وولین سیمو پر ځینو سیمو لګېدلي دي. د وولین والي یوري پوهولیایکو پر خپل فېسبوک لیکلي چې دا درې کسان په لوڅک ښارګوټي کې د لګېدلي توغندي په چاودنه کې وژل شوي. چارواکو ویلي چې په لیویف کې د توغندیو حملې ځاني زیان نه دی اړولی، خو د استوګنې څو ودانۍ یې سوځولې دي.

Pa.azadiradio.com 

د تهران په یوه لوی بازار کې اور لګېدنې درانه زیانونه اړولي

د ایران د پلازمېنې تهران په یوه لوی بازار کې نن اور ولګېد، خو انساني تلفات یې نه دي اړولي. د ایران نیمه دولتي خبري آژانس تسنیم د تهران د اطفاییې د ویاند له قوله خبر ورکړی چې وايي، دا اور د تهران په آهنګران بازار کې لګېدلی او شاوخوا دېرش ګدامونه او هټۍ یې سوځولي دي. ویاند زیاتوي چې اطفایيې دا اور، پرته له دې چې څوک  په کې ټپیان شي اداره کړی، خو د تسنیم د راپور له مخې احتمالي مالي زیانونه یې اړولي دي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بیاځلي واکمني دوهم کال؛ د کندهار یو شمېر نجونې زده کوونکې: راتلونکی مو بې‌برخلیکه دی

په کندهار کې له زده کړو محرومې کړای شوې نجونې زده کوونکې وايي، راتلونکی يې بې برخلیکه پاتې کېږي. رڼا او اصلا دوې هغه نجونې دي چې پر اتم او شپږم ټولګیو يې د طالبانو د بندیز له امله زده کړې پر نیمايي پاتې شوي دي. دوی د هغه ورځې کیسه کوي چې په وروستۍ ورځ له ښوونځیو بهر شوې او ورته وویل شول چې تر بله امره دې ښوونځیو ته نه ځي. اوس چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره شول د رڼا او اصلا په څېر دا مهال میلیونونه نجونې راتلونکي افغانستان کې د طالبانو له لوري له خطر سره مخامخ دي. طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان تکواندوکاره 'ذکيه خدادادي' د اروپا اتله شوه

افغان تکواندوکاره ذکيه خدادادي د اروپا اتله شوه. په فرانسه کې مېشته دا افغان لوبغاړې د پاراتکواندو یا معلولو تکواندوکارانو په نړیوالو لوبو کې د اوکرایین او ترکیې لوبغاړې ماتې کړې او د سرو زرو مډال یې وګاټه. ذکیه خدادادي په ۴۷کیلو وزن کې اتلولي ته ورسېده. د اروپا د معلولینو په اتلولیزو سیالیو کې یو نیم زر لوبغاړو د ۵۵ هېوادونو په استازیتوب په لسو ورزشي رشتو کې برخه اخیستې. دا لوبې د اګست له اتمې د هالند په روتردام کې پیل شوي او تر ۲۰به دوام کوي.

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ دوه کاله پوره شول

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره شول. طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه کابل ته ننوتل او جمهوري نظام، چې د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د طالبانو د رژیم له پرځېدو وروسته رامنځته شوی و، وپرځېد. د طالبانو حکومت که څه هم د سیمې او نړۍ له ځینو هېوادونو سره راشه درشه لري خو د نړۍ هېڅ یوه هېواد په دې دوو کلونو کې د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د افغانستان ناسم اقتصادي شرایط لا پسې کړکېچن شول او د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس د لوږو او اړمنو خلکو شمېر څه باندې ۲۹میلیونو ته ورسېد. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په کندهار کې خبریال 'وحیدالرحمان افغانمل' خوشې کړ

خبریال وحیدالرحمان افغانمل تېر ماښام په کندهار کې طالبانو خوشي کړ، خو د دوو نورو خبریالانو؛ عطالله عمر او شمس الله عمري برخلیک څرګند نه دی. دوی د یکشنبې په ورځ په کندهار کې ونیول شول. د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون وویل چې په تېرو دوو کلونو کې ۱۷۶ افغان خبریالان نیول شوي دي. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پر رسنیو او خبریالانو فشارونه زیات شوي او په ځلونو خبریالان نیول شوي دي. د بې پولې خبریالانو د کمېټې پر اساس د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر نیمايي ډېرو رسنیو فعالیت درولی دی.

Pa.azadiradio.com 

دیپلومات: له ملي او نړیوال ملاتړه هېڅ داسې برخمنه سیاسي او وسله واله ډله نشته، چې طالبان نسکور کړي

دیپلوماټ خپرونې د طالبانو د اوسنۍ واکمنې د دویم کال د پوره کېدو په مناسبت په یوه مقاله کې د طالبانو د حکومت لوړو ژورو ته کتنه کړې ده.  مقاله په دې پیلیږي، چې طالبان اوس په افغانستان کې ځای پر ځای شوي. د لیکوال په باور، له کافي کورني یا بهرني ملاتړه برخمن هېڅ کومه سیاسي یا وسله واله مخالفه ډله نشته چې طالبان دې نسکور کړي.  د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ پلازمینې کابل ته د طالبانو په ننوتلو سره د جمهوریت وروستۍ پایې هم ړنګې شوې او طالبان بلآخره بیا واک ته ورسېدل. په هماغه اګست کې بیا له افغانستانه د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د واکمنۍ کالیزه؛ د ملګرو ملتونو متخصصان: د مېرمنو منزوي کېدل، ځورول او ربړول دوام لري

د ملګرو ملتونو متخصصانو د طالبانو د واک ته رسېدو د دوو کالو د پوره کېدو په مناسبت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه پرون یوه اعلامیه خپره کړه. د ملګرو ملتونو متخصصان وايي، طالبانو د خپل واک په تېرو دوو کلونو کې د بشري حقونو سرغړونو، د ښځو خلاف محدودیتونو او شدید تبعیض ته دوام ورکړی دی. دوی په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو له لوري تر واک وړاندې ژمنو او واقعیت ترمنځ ډېر توپیر شته او هغه تصویر ناسم ثابتوي چې ګومان کېده طالبان اصلاح شوي او بدل شوي دي. دا اعلامیه د افغانستان... Читать дальше...


Флот «призрачных танкеров» с российской нефтью пополняется новыми союзниками

Следователи попросили продлить арест замглавы Минобороны Иванова

Новые книги получили псковские районные библиотеки

Медиков Одинцовского округа поздравили с профессиональным праздником



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

Флот «призрачных танкеров» с российской нефтью пополняется новыми союзниками

Медиков Одинцовского округа поздравили с профессиональным праздником

Алекс Анохин: возможность вместе пройти через страницы нашей истории

Музыкальные новости

LG ДЕМОНСТРИРУЕТ ПРОФЕССИОНАЛЬНЫЕ ДИСПЛЕИ С УЛУЧШЕННЫМИ ВОЗМОЖНОСТЯМИ ИСКУССТВЕННОГО ИНТЕЛЛЕКТА НА ВЫСТАВКЕ INFOCOMM 2024

Захарова: армянам - нота, апшеронцам – «да»

«Магнит» планирует строительство нового склада в Ленобласти

Сотрудники Росгвардии приняли участие в спортивном празднике МГО «Динамо» в Москве

Новости России

Следователи попросили продлить арест замглавы Минобороны Иванова

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

Новые книги получили псковские районные библиотеки

Солисты Мариинского и Михайловского театров выступят на улицах Петербурга

Экология в России и мире

Назван российский город, откуда в Турцию срочно увеличивают число рейсов, впервые поставив широкофюзеляжный самолет Airbus 330

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

Алекс Анохин: возможность вместе пройти через страницы нашей истории

Спорт в России и мире

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Карен Хачанов проиграл Вукичу во втором круге турнира ATP-250 в Хертогенбосхе

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Moscow.media

Сегодня свой 70-летний юбилей отмечает Заслуженный спасатель Российской Федерации Якубовский Валерий Иванович

Утро нового лета....

«Байкал Сервис» снижает тарифы из городов Дальнего Востока

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *