Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2023

Новости за 10.08.2023

Pa.azadiradio.com 

تازه: د طالبانو استخباراتو ننګرهار او پکتیا کې ۳ خبریالان نیولي

سرچینې وايي د طالبانو وسله وال په ننګرهار کې د کلید راډیو دفتر ته ننوتلي او د دې دفتر مشر فقیر محمد فقیرزی او خبریال جان اغا صالح یې نیولي دي. دغو باخبره سرچینو د امنیتي ملحوظاتو له کبله د نوم نه ښوولو په شرط نن ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي دي. بلخوا بلې سرچینې ویلي، چې په پکتیا کې پرون ماسپښین د اریانا نیوز ټلویزیوني شبکې خبریال حبیب سراب هم د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی. تر دې مخکې تېره یکشنبه په غزني کې د باختر دولتي اژانس یو خبریال سید وحدت اله ابدالي هم د طالبانو له خوا نیول شوی و.

Pa.azadiradio.com 

مېرمنه یې: عمران خان مې زندان کې ولیده، روغ جوړ دی

د عمران خان میرمن وايي، له خپل خاوند سره يې زندان کې کتلي او د هغه د روغتیا په اړه یې ډاډ ورکړی دی. د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان میرمن بشرا بي بي نن د اګست په لسمه رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له عمران خان سره یې د هغه له نیول کیدو وروسته د لومړی ځل لپاره کتلي دي. بشرا بي بي د عمران خان د روغتیا په اړه ویلي چې هغه ښه دی. عمران خان تېره اونۍ د فساد په تورن په بند محکوم شو او په سیاست کې هم د پنځو کلونو لپاره له ګډونه منع کړای شوی دی. د عمران مدافع وکیل نعیم پنجوتا ویلي، هغه او نور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت له نړیوالو بشري مرستو د دوی ګټه اخیستل رد کړل

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړی دی چې وايي طالبان د نړیوالې ټولنې له بشري مرستو په خپله ګټه کار اخلي. د دې وزارت ویاند حافظ ضیا احمد نن پر خپل ټویټر د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له قوله ویلي، "د دوې حکومت د نړیوالو مرستو د شفاف او خپلواک وېش لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کړی دی، او نه یوازې دا چې له دې مرستو مالیات نه ترلاسه کوي بلکي له حکومتي بودیجې يې بېوزلو افغانانو سره مرسته هم کړی ده". د ضیا احمد په وینا ښاغلي متقي دا خبرې په افغانستان کې د ملګرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

منځني ختیځ ته د امریکا د سمندري ځواکونو له تلو وروسته د روسیې او چین پوځي مانورې

دا درېیم ځل دی، چې چین او روسیه په ارام سمندر کې پوځي مانورې کوي. په مانوریو کې یې جنګي بېړیو، الوتکو او هلي کاپټرو ګډون درلود. تر دې مخکې، امریکا خپل درې زره سمندري ځواکونه د سویز کانال له لارې د منځني ختیځ سره سمندر ته ولېږل. نور په راپور کې ووینئ!

Pa.azadiradio.com 

بشري مرستو ته د طالبانو د لاسرسي ادعاوې؛ مککال: د امریکایي مالیه ورکوونکو په پیسو د یوې ترهګرې ډلې جیبونه ډکیږي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) د راپور په اړه د امریکا او ملګرو ملتونو مرستو ته د طالبانو د لاسرسي په اړه غبرګون ښودلی دی.  که څه هم د امریکا او طالبانو د حکومتي چارواکو تل ویلي چې دا  یوازې بشري مرستې دي او د ملګرو ملتونو دفترونو ته ورکول کېږي.  مایکل مککال د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې لخوا په یوه خپره شوي اعلامېې کې ویلي:"دا د غندنې وړ ده‌ چې د امریکا د مالیه ورکوونکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو لخوا د خبریال وحدت الله ابدالي نیول کیدل؛ د خبریالانو مرکز: افغان خبریالان ښه وضعیت کې نه دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په غزني کې سیمه ییز خبریال سید وحدت الله ابدالي د طالبانو له خوا نیول شوی دی. یاد شوي مرکز زياته کړې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس خبريال سيد وحدت الله ابدالي، د اسد په ١٥مه، د يکشنبې په ورځ په داسې تور چې د هغه په خبریالۍ پورې اړوند نه دی نیول شوی او تر پلټنو لاندې دى. د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مسولې سمیه ولیزاده ازادي راډیو ته وویل: "د تر لاسه شوو معلوماتو له مخې، په داسې جرم تورن دی چې د هغه په خبریالۍ پورې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فوټسال؛ د افغانستان ملي لوبډله له تایلینډ سره نیمه پایلوبه کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د لویو وچو جام په سیالیو کې نیمه پایلوبې ته رسېدلې او په دې پړاو کې به له کوربه تایلینډ سره سیالي وکړي. یاده سیالۍ به سبا د جمعې په ورځ د کابل پر وخت ماسپښین ۳:۳۰ بجې وي. د یادو سیالیو په ګروپي پړاو کې افغان لوبډلې خپلې دواړه سیالۍ له موزمبیق او چک جمهوریت سره مساوي ترسره کړې. باید وویل شي چې تایلینډ د اسیا په کچه د فوټسال سیالیو په درجه بندۍ کې څلورم او افغانستان بیا ۱۲م مقام لري.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د افغانستان فرسټ کلاس سیالۍ پیل شوې

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د فرسټ کلاس یا څلور ورځنۍ سیالۍ نن پیل شوې. د کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، د یادو سیالیو پيلیز مراسم په خوست ولایت کې ترسره شول او نن په خوست او ننګرهار کې دوه سیالۍ جریان لري. که څه تر دې وړاندې به د پینځو زونونو په نومونو لوبډلې په یادو سیالیو کې لوبیدې، خو سږکال د لوبډلو تعداد څلورو ته راکم شوی او نومونه یې هم بدل شوي دي. د کورني کرکټ څانګې مشر نظیم جار عبدالرحیمزي ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي، هوډ یې دا دی چې د فرسټ کلاس سیالیو کیفیت لوړ کړي، نو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سره سمندر ته د امریکایي ځواکونو ورتلو ته غبرګون؛ د روسیې او چین ځواکونو په ارام سمندر کې مانورې پیل کړې

د روسیې دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د دوی او چین سمندري ځواکونو په ارام سمندر کې ګډې پوځي مانورې کړي دي.  اسوشیتید پریس خبري اژانس د دغه وزارت په حواله ویلي چې په دغو تمریناتو کې جنګي بیړیو، الوتکو او هلي کاپټرو ګډون درلود.  د مانورو پر مهال د دواړو هېوادونو سمندري ځواکونو د دښمن یوه سمبولیکه حمله هم شنډه کړه.  د روسیې دفاع وزارت ویلي، د دغو مانورو هدف د روسېې او چین ترمنځ د سمندري همکاریو پياوړتیا او په اسیا سیمه کې د سولې او ثبات ټینګول دي.  معلومه نه ده، چې د روسیې او چین څه شمېر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر مشتریان: خصوصي بانکونه د زیاتو پیسو وېستو په اړه د طالبانو د حکومت پریکړه نه عملي کوي

په داسې حال کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک تازه اعلان کړی چې د انفرادي حساب درلودونکي کسان  کولای شي په اوونۍ کې ۶۰۰ ډالره یا ۵۰ زره افغانۍ له خپل حساب واخلي؛ خو د خصوصي بانکونو یو شمېر مشتریان وايي بانکونه دغه پرېکړه نه عملي کوي.  عبید الله، چې په کابل کې د یوه خصوصي بانک مشتري دی وايي، ډالري حساب لري،خو کله چې غواړي له بانکه خپلې مشخصې پیسې وباسي، دبانک لخوا نه ورکول کیږي.  عبیدالله ازادي راډيو ته وویل: "زه په بانک کې پیسې لرم، او کله چې مې پکاریږي، په اوونۍ که له ۴۰۰ ډالر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان: طالب مشران په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتوالي او بشري حقونو د نقض مسوول دي

د طالبانو حکومت د دوه کلنې واکمنۍ په درشل کې، د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د طالبانو مشرتابه باید پوه شي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتوالي او د بشري حقونو د نقضولو مسوول دي.   دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، په دې وروستیو کې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې هیڅوک نشي کولای بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او په دغه هیواد کې تر بل هر وخت بشري حقونو ته درناوی کیږي.  د بشري حقونو د څار سازمان، د افغانستان څانګې څېړونکې فرشتې عباسي، د پنجشنبې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د پاسپورټ د وېش بهیر کې د یوه نوي پرمختګ خبر ورکړی

د افغانستان د پاسپورټ د وېش په بهیر کې له ستونزو سره سره د طالبانو کورنیو چارو وزارت دغه بهیر کې د یوه نوي پرمختګ خبره کړې ده. دغه وزارت ویلي، له دې وروسته د پاسپورټ د اخیستو لپاره د تذکرې تایید د پاسپورټ په ریاست کې دننه کېږي. پخوا د تذکرې تایید د احصایي او معلوماتو ملي اداره کې کېده چې څو ورځې وخت یې نیوه او ګڼو خلکو یې په اړه شکایتونه درلودل. کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سره د یوې هوکړې له مخې د دغې ادارې او پاسپورټ ریاست معلوماتي سیستمونه سره ونښلول شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پولنډ د بېلاروس پولې ته د لس زرو اضافي سرتېرو د لېږلو پر پلان کار کوي

د پولنډ د دفاع وزیر ماریوس بلاشاک وایي، حکومت یې د بېلاروس پولې ته د لس زرو اضافي سرتېرو د لېږلو پر پلان کار کوي. نوموړي نن ویلي چې د دې ګام هدف د پوله ساتو ځواکونو پیاوړتیا ده. بلاشاک ویلي، دوی د بېلاروس پولې ته دغه سرتېري د دې لپاره لېږي څو  یرغلګر وډار کړي چې د برید جرئت ونه کړي. بېلاروس په سیمه کې د روسیې متحد دی او روسیه کې د واګنر جنګیالیو له بغاوت وروسته د دغې ډلې زرګونه جنګیالي بلاروس کې ځای په ځای شول. بېلاروس کې د واګنر جنګیالیو ځای په ځای کېدو د پولنډ په ګډون د ناټو د نورو غړو اندېښنه پارولې ده.

Pa.azadiradio.com 

ایګلنډ: د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې خوارځواکي له اضطراري حالته ډېره شوې

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وايي، د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې خوارځواکي له اضطراري حالته ډېره شوې او د لا نور ډېرېدو وېره یې هم موجوده ده. د ناروې د کډوالو شورا یا 'این آر سي' مشر یان ایګلنډ وايي، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۵ کې یې خوارځواکي له اضطراري حالته ډېره شوې او تمه ده چې لا نوره به هم ډېره شي. یان ایګلڼډ پرون ناوخته پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د مرستو کمښت او اقلیمي بدلون د هغو خلکو لپاره چې اوس هم مرستو ته اړتیا لري، یوه وېرونکې سناریو رامنځته کړې ده. نوموړي همدا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د ازبکستان چارواکو سره د درملو په وارداتو خبرې کړي

د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو ملي ادارې د ازبکستان له همدې ادارې سره افغانستان ته د درملو په وارداتو خبرې کړي دي. د خوړو او درملو ملي ادارې مشر عبدالباري عمر له خپل ازبکستاني سیال اولوغ بک اګوموف سره په انلاین غونډه کې افغانستان ته په نړیوال سټندرډ د درملو د واردولو بحث کړی دی. دا هڅې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې دننه د درملو د ټیټ کیفیت په اړه شکایتونه ډېر دي. د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې د ازبکستان د خوړو او درملو ادارې یو تخنیکي پلاوی کابل ته سفر وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې وسله‌والو د واکسیناتورانو یو پولیس ساتونکی وژلی

د پاکستان پولیسو تایید کړه چې په بنو کې وسله‌والو د پولیو په واکسیناتورانو په برید سره د هغوی یو پولیس ساتونکی وژلی دی. د بنو پولیسو یو چارواکي محمد زمان خان د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل چې دا برید پرون د بنو پر میریان سړک شوی دی. د هغه په خبره په برید کې د کامران په نوم یو پولیس ساتونکی لومړی ټپي او بیا وروسته ساه ورکړې ده. برید کونکي له سیمې تښتېدلي. د خیبر پښتونخوا په مختلفو سیمو کې د پولیو ناروغۍ پر ضد ماشومانو ته د ساسکو ورکولو مهم کمپاین دوام لري. پاکستان کې په ځانګړي ډول خیبر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې د ترافيکي پېښې له کبله يو کس مړ او ۴٥ نور ټپيان شوي

په کندز کې د ترافيکي پېښې له امله يو کس مړ شوى او ۴٥ نور ټپيان دي. د طالبانو د کندز ولایت د عامې روغتیا ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه چهارشنبه له غرمې وروسته د امام صاحب ولسوالۍ د کهنه قلعه په سیمه کې رامنځته شوې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي، یو موټر چې واده ته په لار ښځې او ماشومان په‌کې سپاره وو له سړک اوښتی او په چپه کېدو سره یې خلکو ته مرګژوبله رسېدلې. يو اته کلن ماشوم مړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴٥ تنه نور ټپيان شوي. د دې پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او ډېر سرعت ښودل شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'ډبلیو ایف پي' د اړو افغانانو د لاسنیوي لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وایي، راتلونکو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د اړو کسانو د لاسنیوي لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. د دغې ادارې ویاند وحیدالله اماني تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، که دغه مرسته ور ونه رسېږي، اړ کېږي چې میلیونونه نورو افغانانو سره هم د خیر ښېګڼې چارې و دروي. هغه زیاته کړه: "مونږ د حیاتي او ژوند ژغورونکو مرستو د دوام لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو. دغو مرستو کې د ژمي پر مهال د اړمنو کسانو لاسنیوی هم شامل دی." د ملګرو ملتونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ: امریکا د پاکستان تحولات له اندېښنو سره څاري

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا متحده ایالتونه د پاکستان تحولات له اندېښنو سره څاري. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وایي، دوی په پاکستان کې هر ډول کړنو په ځانګړې توګه تاوتریخجنو فعالیتونو ته اندېښنه لري. کربي پرون چهارشنبه خبریالانو ته وویل، تاوتریخجن فعالیتونه د پاکستان ثبات او د یو شمېر نورو هغو هېوادونو ارامي اغېزمنوي چې دوی ورسره ګډې ګټې لري. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې کربي ویلي، دوی د پاکستان تحولات له اندېښنې سره څاري. امریکایي چارواکي دغه اندېښنه داسې مهال ښيي چې پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نېشنل: ۳۸۰۰ افغان څارانوالان او قاضیان خوندي ځای ته د لېږد جدي اړتیا لري

انټرسپټ: امریکايي انټرسپټ خپرونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پخوانیو افغان څارنوالانو او وکیلانو ته د ورپېښ ګواښ په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې ادعا شوې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لږ تر لږه ۲۹ افغان څارنوالان وژل شوي دي. انټرسپټ وايي، طالبانو کلونه کلونه څارنوالان تعقیبول او د هغوی د نیولو هڅې یې کولې. انټرسپټ خپرونې داسې وخت د طالبانو له خوا پخوانیو افغان څارنوالانو او یا هم مدافع وکیلانو ته د ورپېښ جدي ګواښ یادونه کړې چې د طالبانو رهبر هبت‌الله اخندزاده د بخښنې عمومي فرمان هم ورکړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قمي: ایران ته د افغان کډوالو په تګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي وایي، د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې ایران ته د افغان کډوالو په تګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د ایراني رسنیو د راپور له مخې قمي دولتي اژانس ایرنا ته په خپله تازه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې هر ډول بې ثباتي په لومړي ګام کې پر دوی او بیا پاکستان ناوړه اغېز کوي. که څه هم د افغانستان لپاره د ایران سفیر هغه هېواد ته د تللو افغان کډوالو کره شمېر نه دی یاد کړی، خو د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، دا مهال ۷ میلیونه افغانان کډوال دي چې ډېره برخه یې ایران او پاکستان کې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل په هوایي ډګر کې د 'آی او ایم' دفتر بیا کار پيل کړ

د کابل په هوایي ډګر کې له نږدې دوه کلن ځنډ وروسته د کډوالو د نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' دفتر بیا کار پيل کړ. باختر اژانس چې د طالبانو په واک کې دی، د کډوالو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې پر اساس ویلي چې دا دفتر پرون چهارشنبه پرانیستل شو. په خبر کې راغلي چې د 'آی او ایم' دغه دفتر د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په ګډه په هوایي ډګر کې د ستنېدونکو کسانو د ثبت او راجستر چارې مخته بیایي. معلومه نه ده چې دغه دفتر ستنېدونکو افغانانو سره مالي مرسته هم کوي او که نه. د کډوالو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مېنینډیز: قرغزستان دې له روسیې سره معاملو کې نړیوال بندیزونه په پام کې ونیسي

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب مېنینډیز د قرغزستان له ولسمشره غوښتي چې له روسیې سره په معاملو کې نړیوال بندیزونه په پام کې ونیسي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې مېنینډیز پرون چهارشنبه په یوه رسمي لیک کې د قرغزستان له ولسمشر سدیر جپاروف نه دا غوښتنه کړې ده. دغه امریکایي سناتور ویلي، پر اوکراین د یرغل له کبله پر روسیې نړیوال بندیزونه لګول شوي، خو په خبره یې دې موده کې قرغزستان له روسیې سره صادرات او واردات په ډراماتیکه بڼه زیات کړي دي. د مېنینډیز په خبره قرغزستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: مسکو ته نږدې د درنې چاودنې لامل د بې‌پيلوټه الوتکې برید نه دی

د روسیې د بېړنیو خدمتونو اداره وایي، مسکو ته نږدې په یوه فابریکه کې د درنې چاودنې لامل د بې‌پيلوټه الوتکې برید نه دی. په دغې فابریکه کې چې د مسکو په ۷۰ کیلومترۍ کې پرته ده پرون چهارشنبه د چاودنې او اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۴۳ کسان ټپيان شول. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د شپږو ټپيانو وضعیت نازک دی او د روغتون د بېړنیو مراقبتونو څانګې که بستر شوي دي. په سرګیف پوساد ښار کې دغه فابریکه د روسي پوځیانو لپاره نوري او د شپې د لید وسایل تولیدوي. پر دغې فابریکې له برید وروسته پرون ټولنیزو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بشري کړکېچ؛ ډبلیو ایف پي: د پیسو د نه رارسېدو له کبله افغانانو سره مرستې کموو

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي که بېړنۍ مرسته ور ونه رسېږي، اړ کېږي چې میلیونونه نورو افغانانو ته هم د خیر ښېګڼې مرستې ودروي. د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' یو ځل بیا اړو افغانانو ته د مرستو د کمولو خبره کړې او خبرداری یې ورکړ، که پیسې ور ونه رسېږي، د ښځو او ماشومانو په ګډون به میلیونونه افغانان وږي پاتې شي. په افغانستان کې د دغه پروګرام ویاند وحیدالله اماني تېر ماښام د اګست ۹مه ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال اته میلیونه اړو افغانانو ته د دوی له‌خوا د مرستو رسولو چارې درول شوي دي. Читать дальше...


Мужчина попал под колеса трамвая в проезде Дежнева

В Москве пенсионер потерял почти 13 млн рублей, поговорив с мошенниками

В Москве вручили премию МУЗ-ТВ — 2024

Собственная котельная появится у спортивной школы в Клину в 2025 году



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Москве пенсионер потерял почти 13 млн рублей, поговорив с мошенниками

Reuters: ЕС не согласовали 14 пакет санкций против России из-за позиции ФРГ

В Москве вручили премию МУЗ-ТВ — 2024

Свыше 85 жителей приняли участие в выездном приеме администрации в Сходне

Музыкальные новости

«Газпром-Медиа Холдинг» при поддержке ПАО «Газпром» организует мультиформатный фестиваль в честь Дня России

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

Новости России

Владимир Брилёв: « Гению Пушкина – 225! И он навсегда - «наше всё»!

Горожанам рассказали о ходе конкурса «Лидеры цифровой трансформации»

В Москве объем производства компьютерного оборудования вырос почти в 2,5 раза

News24: президента ЮАР Рамафосу переизбрали на новый срок

Экология в России и мире

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

Спорт в России и мире

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

Moscow.media

Завершено масштабное обновление трассы М-4 Дон в Ростовской области

Сегодня свой 70-летний юбилей отмечает Заслуженный спасатель Российской Федерации Якубовский Валерий Иванович

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *