Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2023

Новости за 04.08.2023

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د حکومت سیاسي مخالف 'الکسي ناوالني' په ۱۹ کاله بند محکوم شو

په مسکو کې یوې محکمې د حکومت سیاسي مخالف الکسي ناوالني په ۱۹ کاله بند محکوم کړ. ناوالني، چې په زندان کې خپل نهه کلن بند تېروي، نن په ۱۹ کلونو بند محکوم شو. ۴۷ کلن ناوالني چې د روسیې د حکومت سیاسي مخالف دی، په اختلاس، په ټولنه کې د افراطیت په خپرولو او په نورو خطرناکو عملونو تورن شوی دی. ناوالني ټول تورونه رد کړي او ویلي دي چې دا تورونه سیاسي انګېزه لري. دا لا څرګنده نه ده چې د ناوالني نوې سزا به د هغه پخوانۍ سزا ته اضافه شوي وي او که هغه په ټوله کې له ۱۹ کاله بند سزا سره مخ شوی دی. دی د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپور: د بریتانیا حکومت د افغان همکارانو په 'تود هرکلي' پروګرام کې پاتې راغلی

د بریتانیا د کډوالو شورا وايي، د دغه هېواد حکومت په خپله هغه ژمنې کې چې د برتانوي ځواکونو د افغان همکارانو 'تود هرکلی' به کوي، پاتې راغلى دى. د بریتانیا د کډوالو شورا وايي، د دغه هېواد حکومت د خپل افغان همکارانو د 'تود هرکلي' په برخه کې پاتى راغلى او دا ناکامي لامل شوې چې دوی بریتانیا ته د رسېدو په موخه خطرناکې لارې غوره کړي. دغې شورا د پنجشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د لېږد د بهیر د ناکامۍ له امله تېر کال له اتو زرو څخه ډېر افغانان د کښتیو له لارې تللي، زیاتوي چې دوی خپل ځانونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

Pashto.mp4

هغه پاکستانۍ نجلۍ چې د چادري په لرې کولو سره د رزمي لوبو ډګر ته ننوځي.

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي: د هوا په تودېدو سره د برښنا پرچاوي ډېره شوې

د کابل یو شمېر ښاریان وايي، د هوا له تودېدو سره د برښنا پرچاوي لا ډېره شوې ده. د کابل د چهلستون اوسېدونکی مختار وايي، د هوا په تودېدو سره د برښنا پرچاوي تر پخوا لا ډېره شوې ده. ده ازادي راډيو ته وویل، د سختې ګرمې له امله یې ماشومان د شپې خوب نه لري. هغه زیاته کړه: "کابل کې په ۲۴ ساعتونو کې درې/ څلور ساعته هم موږ برښنا نه لرو. د ورځې خو برښنا نه وي بیا شپې له خوا په نوبت برښنا وي. کله چې ویده کېږو خو هوا ډېره ګرمه وي او پکي ته اړتیا وي، ماشومان مو هېڅ نه ویده کېږي. بل یخچال ته اړتیا وي چې یخې اوبه وڅښو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په تور سمندرګي کې د روسیې د سمندري ځواکونو پر یوه پوځي اډه حمله شوې

په تور سمندرګي کې د روسیې پر یوه لویه پوځي اډه او په کریمیا کې چې روسیې اشغال کړې، د بې‌پېلوټه الوتکو حملې شوې دي. تېره شپه په تور سمندرګي کې د روسیې پر لوی ترینه پوځي اډه او کریمیا ټاپووزمې چې مسکو په غیرقانوني ډول له خپلې خاورې سره الحاق کړې، د بې‌پېلوټه الوتکو حملې شنډې کړای شوي دي. دا حملې د دې سبب شوي چې د روسیې په یو له لویو بندرونو کې د کښتیو تګ راتګ د لنډ وخت لپاره وځنډول شي. د روسیې دفاع وزارت نن سهار ویلي چې د سمندري ځواک دوو بې پېلوټه الوتکو د تور سمندرګي په نوفو رو سېسک کې د روسیې د سمندري ځواکونو پر یوه اډه حمله کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په تور سمندرګي کې د روسیې د سمندري ځواکونو پر یوه اډه حمله شوې

د روسیې دفاع وزارت نن سهار ویلي چې د سمندري ځواک دوو بې‌پیلوټه الوتکو د تور سمندرګي په نوفو رو سېسک کې د روسیې د سمندري ځواکونو پر یوه اډه حمله کړې ده. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، بې چلوونکو کښتیو د روسیې له هغو بېړیو چې د سمندري ځواکونو د اډې ساتنه کوي، دغه بې پېلوټه الوتکې کشف او ویجاړې کړې. تر دې مخکې د ټلګرام په کانال کې په سمندرګي کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي وو. د روسیې ریا نووستي اژانس د کراسنودر سیمې د والي وینیامین کوندراتییف په حواله راپور ورکړی و چې ویلي یې دي، په دې حمله کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کسبونو زده کولو برخه کې له څه باندې ۵۰۰ زره افغانانو سره مرسته شوې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یې له څه باندې پنځه سوه زره کسانو سره مرسته کړې چې د کسبونو په زده کولو سره په خپلو پښو ودرېږي. دغې ادارې نن جمعه په خپل ټویټر کې د بادغیس د اوسېدونکې لیلا څرګندونې خپرې کړي چې وايي، د خیاطۍ د مهارت په زده کولو سره توانېدلې د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړي. د خوړو نړیوال پروګرام لیکلي چې د نویو کسبونو زده کول له ښځو سره مرسته کوي چې پیسې وګټي. څه کم دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته په اکثرو دولتي ادارو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اتو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

د افغانستان د هواپېژندنې ملي ادارې په اتو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی. دغې ادارې ویلي، نن او سبا شنبه په نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې د سختو اورښتونو په نتیجه کې د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی. بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' په افغانستان د هوا د بېساري تودېدو خبرداری ورکړی او له کورنیو څخه یې غوښتي چې له تودې هوا څخه د خلاصون لپاره یولړ سپارښتنې عملي کړي. د هوا پېژندنې د ادارو د اټکل له مخې، نن جمعه او د شنبې په ورځ به... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'فریډم‌نو' بیا د مطیع‌الله ویسا د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې

د بشري حقونو بنسټ 'فریډم نو' یوځل بیا د قلم لار بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. د قلم لار بنسټ د مشر مطيع‌الله ويسا د خوشې کېدو لپاره يو ځل بيا د طالبانو پر  حکومت غږ وشو. یاد بنسټ تېره ورځ په خپله ټویټرپاڼه لیکلي:  "موږ نه‌شو کولای مطیع‌الله ویسا د زده کړې هغه زړور فعال هېر کړو چې په افغانستان کې یې د نجونو د زده کړو ملاتړ کاوه." 'فریډم نو' زیاته کړې، مطیع‌الله ویسا چې پرته له کوم دلیله په ناحقه نیول شوی، د څلور میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی. د يادونې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امنیت شورا غړي: افغانستان کې بشري وضعیت او د خوړو نا امنۍ ته اندېښمن یوو

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د خوړو د خوندیتوب په غونډه کې چې تېره ورځ ترسره شوه، د برېتانیا، روسیې، قطر، پاکستان، سویزرلنډ او هند په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت او د خوړو د نا امنۍ په اړه اندېښنه ښودلې ده. د خوړو د خوندیتوب په اړه په دې جوړه شوې غونډه کې د ملګرو ملتونو سازمان له قحطۍ سره د مبارزې او مخینوي همغږې کوونکې رینا ګېلاني وویل: په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ په کچه ۲۵۰ میلیونه انسانان له سختې لوږې سره مخ وو. نوموړې وویل چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان تکواندو کارانو د کوریا په یوه ازاده سیالۍ کې ۴ مډالونه وګټل

د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو د کوریا له یوې ازادې نړیوالې سیالۍ څخه څلور د ژېړو/برنزو او دوه د سپینو زرو/نقرې مډالونه وګټل.  دغو سیالیو کې د دېرش هېوادونو ۲۲۰ لوبغاړو ګډون کړی.  له افغانستانه اته لوبغاړي ورغلي.  په دویم وزن کې محسن رضايي د امریکا، جنوبي کوریا او استرالیا لوبغاړي مات کړل او د سپینو زرو مډال یې په غاړه کړ.  په اووم وزن کې اشرف شکران د جنوري کوریا لوبغاړی مات کړ او د دویم مقام په ګټلو یې د نقرې مډال خپل کړ.  د افغانستان لپاره د برنزو مډالونه حکمت الله زین، رامین امیني، رامش حسیني او علي اکبر امیري ګټلي.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ په محکمه کې: بې ګناه یم؛ قاضۍ: که پړ شوې ۵۵ کاله بندي کیږې

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګتن ډي سي کې یوې فدرال محکمې ته ورغی او ویې ویل چې بېګناه دی.  دا درېیم وار وو چې ټرمپ محکمې ته حاضر شو.  د ډونالډ ټرمپ محاکمه د مازدیګر د څلور بجو وروسته پداسې حال کې پیل شوه چې په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.  ټرمپ باندې تور لګول شوی چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو د بدلولو هڅه یې کړې. د هغه پلویانو بیا د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه د امریکا د کانګرس په ودانۍ کپېټول هېل باندې یرغل ور ووړ.   له پولیسو سره په اخ او ډب کې پنځه کسان ووژل شول او تر سلو ډېر پولیس ټپیان شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن ايګزامينر: امريکايي چارواکو په دوحې ناسته کې ډېرو ژورو مسايلو ته پام نه دی کړی

واشنګټن ايګزامينر: واشنګټن ايګزامينر په خپله تازه ګڼه کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د امريکايي پلاوي د وروستۍ ناستې په اړه ليکنه خپره کړې او ليکلي چې امريکايي چارواکو په دې ناسته کې ډېرو ژورو مسايلو ته پام نه دی کړی. د مقالې لیکوال بیت بیلي چې د فاکس نیوز لپاره هم مقالې لیکي او له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د تراژیدۍ تر نامه لاندې د پروژې مشري کوي، په دې باور ده چې امریکايي چارواکو د دوی غونډه ډېره مثبته ارزولې په داسې حال کې چې حیاتي مسایل په جدي توګه ندي لیدل شوي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي: اوکراین بې رحمه جګړې سره مخ دی، خو اخر یې هم ګټي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، د ده د هېواد ځواکونه که څه هم د روسیې پرضد له بېرحمانه جګړې سره مخامخ دي، خو دی زیاتوي چې اوکراین به بالاخره بریالی کېږي.  ښاغلي زیلینسکي زیاته کړه، چې روسي ځواکونه چې هرڅه کوي، خو په روانه جګړه کې اوکرایني ځواکونه مخکې دي.  د اوکراین د وسله وال پوځ ستر درستیز بیګا راپور ورکړ، چې د جبهې په لومړۍ کرښه کې یې دېرش نښتې ثبت کړې دي. د پوځ په بیان کې راغلي، چې د اوکراین پوځ د ختیځ بخموت ښار په شاوخوا کې د ایوانوفسکي ښار په جنوب او جنوب ختیځ کې د روسیې حملې په شا تمبولي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پولنډ خبرداری؛ واګنر ملېشې د ناټو ختیزې څنډې بې ثباته کوي

پولنډ خبرداری ورکړی چې په بېلاروس کې د روسیې د واګنر ملېشو د ځای پرځای کولو هدف، په داسې حال کې چې د اوکراین جګړه روانه ده د ناټو د ختیځې څنډې بې ثباته کول دي.  د پولنډ صدراعظم ماتیوس موراویڅکي پرون- د اګست ۳مه د لیتوانیا له ولسمشر ګیتاناس ناوسیدا سره تر کتنې وروسته وویل، د ناټو غړي باید خپل پام زیات کړي، ځکه د ده په وینا د خطرونو احتمال ډېر دی.  دا څرګندونې دوه ورځې وروسته له هغه کېږي چې د بیلاروس دوه پوځي هیلیکوپټرې په سرحد کې د روزنیزو تطبیقاتو پرمهال د لنډ وخت لپاره د پولنډ فضايي قلمرو ته ننوتلې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام: له ۴میلیون زیاتو افغانانو ته مو خوارځواکۍ سره د مقابلې مرستې وېشلي

د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي چې د روان میلادي کال له پیله د دې ادارې په مرسته په افغانستان کې څه باندې څلور میلیون ماشومانو او ښځو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي ځانګړي خواړه ویشل شوي دي.  د ملګروملتونو دې اړوند سازمان پر خپل ټویټر په یوه بیان کې لیکلي چې اوس مهال له درې میلیون زیات افغانان په خوارځواکۍ اخته دي.  له دې مخکې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتو د مرستې صندوق یونیسیف ویلي و، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ۲۷۳ زره ماشومانو د درملنې په چاره کې یې مرسته کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سي پي جي طالبانو ته؛ د رسنیو خلاف بې رحمانه اقدامات بس کړئ

د خبریالانو  د ملاتړ یوې نړیوالې ټولنې د طالبانو له حکومته غواړي چې د رسنیو د ځپلو اقدامات بند کړي. د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې CPJ چې مرکز یې په نیویارک کې دی، د ننګرهار د همېشه بهار راډیو ټلویزیون د خپرونو بندیدو ته د په اشارې په ترڅ کې ویلي دي چې طالب چارواکي دې د رسنیو د بېرحمانه ځپل پای ته ورسوي او اجازه دې ورکړي چې د دې رسنۍ خپرونې دوام ولري.  د راپورونو له مخې، د یکشنبې په ورځ د طالبانو شاوخوا شل تنه پولیس په جلال آباد ښار کې د همېشه بهار راډیوټلویزیون پر ودانۍ په داسې حال کې چې هلته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان د تودوخې د مقابلې لپاره افغانانو ته خپلې سپارښتنې اعلان کړې

د روغتیا نړیوال سازمان WHO په افغانستان د هوا د بیساري تودېدو خبرداری ورکړی او له کورنیو څخه یې غوښتي دي چې له تودوخې څخه د خلاصون لپاره یولړ سپارښتنې عملي کړي.  د هوا پېژندنې د ادارو د اټکل له مخې، نن جمعه او د شنبې په ورځ به د افغانستان په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد له دېرشو درجو لوړه شي.  WHO پر خپل ټویټر په یو بیان کې چې پرون خپور شو سپارښتنه کړې، چې خلک دې په لمر کې نه ګرځي، اوبه ډېرې دې څښي، په هغو ځایونو کې له کار کولو دې ډډه وکړي چې تودوخه پکې لوړه ده او ماشومان دې په پارکینګونو کې په موټرو کې یوازې نه پرېږدي.

Pa.azadiradio.com 

داعش د خپل مشر د وژل کیدو او د هغه د ځای ناستي د ټاکل کیدو خبر ورکړی

اسلامي دولت ډلې یا داعش په سوریه کې د خپل لږ پېژندل شوي مشر ابوالحسین حسیني القریشي د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دې ډلې خپل نوی مشر غوره کړی دی. القریشي له نوامبر میاشتې راهیسې د داعش مشري کوله. نوموړې ډلې نه دي ویلي، چې القریشي څه وخت وژل شوی خو ویلي یې دي چې هغه د القاعده شبکې له یوې اړوندې ډلې سره په جګړه کې وژل شوی دی. د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې د ابوبکرالبغدادي له خوا د داعش تر جوړېدو او د عراق او سوریې په پراخو سیمو کې د دې ډلې د خلافت تر اعلان وروسته القریشي د داعش څلورم مشر دی چې وژل کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: پاکستاني سیال سره مې په افغانستان کې د فعاله ښکېلتیا هوکړه وکړه

داسې مهال چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د تروریستي ډلو د پټنځایونو پر سر ناندرۍ روانې دي، د پاکستان او ایران د بهرنیوچارو وزیرانو موافقه کړې چې د افغانستان په مسایلو کې ښکېل پاتې شي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، بلاول بوټو زرداري او حسین امیر عبداللهیان پرون په یوه ګډه خبري غونډه کې د وینا پرمهال وویل دواړو هېوادونو موافقه کړې چې په ګاونډي افغانستان کې د سولې او ثبات د پرمختګ لپاره به خپلې فعالې ښکېلتیا ته دوام ورکوي. جیو نیوز چینل په دې خبري غونډه کې د ایران د بهرنیوچارو د وزیر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په څو ولایتونو کې د امام خمیني د مرستو د کمېټو دفترونه وتړل

د طالبانو حکومت د امام خمیني د مرستو د کمېټې دفترونه په کابل، هرات او مزارشریف کې تړلی دی. په ایران کې د جماران خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دې کمېټې دفترونه یوه میاشت وړاندې په کابل او درې ورځې وړاندې په مزار شریف او هرات کې تړل شوي دي. د راپور پر بنسټ، د دې کمیتې دفتر لا د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې خلاص دی. تراوسه د دې دفترونو د تړل کیدو علت معلوم نه دی. د طالبانو حکومت هم په دې اړه څه نه دي ويلي. د راپورنو پر بنسټ، د امام خمیني د مرستو کمېټه د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره ثبت او اقتصاد وزارت ته يې مالیه ورکوله. Читать дальше...


В столичном парке «Остров Мечты» стартует фестиваль «Лето яркого цвета»

Удивительная история о том, как СССР чуть не построили мост в США вместо самих американцев

CNN: Самые дорогие для жизни города мира. Москвы в списке нет

На портале мэра Москвы появилась инструкция по использованию городских баллов



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

«Каникулы в Арктике». Москвичам предложили отправиться на Север

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

Яна Поплавская рассказала, почему россияне отвернулись от сбежавших артистов

Невролог Сутормин: смертность от инсульта сократилась на 5% за год

Музыкальные новости

Конференция «Частные инвестиции во внутренний туризм Краснодарского края: проблемы, вызовы, перспективы»

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

РМК покинул Нагорный Карабах 12 июня - в День России

В Fortnite прибудет группа Metallica и новый режим

Новости России

Яна Поплавская рассказала, почему россияне отвернулись от сбежавших артистов

Федор Добронравов пробует себя в строительном бизнесе в продолжении «Мастодонта»

Свыше 800 кустарников высадили в поселении Луневское в Химках

Жителям Подмосковья рассказали, как защитить ребенка от мошенников в интернете

Экология в России и мире

Какие украшения чаще всего дарят на годовщину свадьбы: исследование «585*ЗОЛОТОЙ»

Гастроэнтеролог Садыков рассказал, как не допустить отравления бутилированной водой летом

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Спорт в России и мире

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Moscow.media

Завершено масштабное обновление трассы М-4 Дон в Ростовской области

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *