Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2023

Новости за 06.08.2023

Pa.azadiradio.com 

روح الله نېکپا د نیوزیلنډ د تکواندو لوبډلې روزونکی شو

د افغانستان یوازېنی د المپیک مډال ګټونکی روح الله نېکپا د نیوزیلنډ د تکواندو لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو.  د نیوزیلنډ تکواندو فدراسیون وايي، چې ښاغلی نېکپا به د ۲۰۲۴ کال پاریس المپیک سیالیو ته د ټیم د چمتووالي لپاره سمدستي خپل کار پیل کړي.  نېکپا هم په خپل فیسبوک کې دا خبر تایید کړی او لیکلي یې دي چې د نیوزیلینډ له لوبډلې سره کار کولو ته لیواله دی.  روح الله نېکپا د افغانستان لپاره په نړیوالو سیالیو کې د المپیک د برنزو دوه مډالونه او څو نور مډالونه ګټلي دي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: د اورګاډي د اوښتو تلفات ۳۰ تنو ته ورسېدل

پاکستان کې له پټلۍ د اورګاډي اوښتو پېښه کې د وژل شویو شمېر ۳۰ کسانو ته رسېدلی.   چارواکي وايي، د سیند له نواب شاه ضلعې سره نېږدې له پټلۍ څخه د مساپر وړونکي اورګاډي د ښویېدو په پېښه کې په وژل شویو دېرشو تنو سربېره ۷۰ تنه ژوبل هم دي.  د سیند د سکر زون د اورګاډو ادارې یو لوړپوړي چارواکي محمود الرحمان لاکو د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل چې د اګسټ پر شپږمه د هزاره اېکسپرېس په نوم د اورګاډي ۱۰ ډبې یا بوګۍ له پټلۍ واوښتې.  ده وویل، چې په ژوبلو کې د ۱۵ روغتیايي حالت خراب دی.  لاکو زیاتوي، چې اورګاډی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې اقتصادي کړکېچ؛ د طالبانو حکومت: "اقتصادي مشورتي بورډ" جوړوو

په داسې حال کې چې افغانستان له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی، د طالبانو د حکومت اقتصادي کمېسیون، د شنبې په ورځ، د "افغانستان اقتصادي مشورتي بورډ" د طرحې تاييدولو خبر ورکړ. د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو معاونیت، پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغه بورډ کې به د پوهنتونونو استادان، اقتصاد پوهان او د سوداګرو او صنعتکارانو استازي ګډون ولري، خو دا نه ده څرګنده شوې، چې څوک به د دې بورډ مشري پر غاړه ولري او نور غړي به یې د کومو ادارو استازي وي. د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

متقي: د افغانستان د بشري حقونو وضعیت تر هر وخت ښه دی؛ یو شمېر فعالان: ښه نه، وحشتناک شوی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ادعا کړې، چې اوس په افغانستان کې تر بل هر وخت ښه بشري حقونه رعایتیږي، او په دې هیواد کې د بشري حقونو د رعایتولو لپاره ډیر اقدامات شوي چې څوک نشي کولای ورنه سرغړونه وکړي. نوموړي د الجزیرې ټلویزیوني شبکې سره په خپله تازه مرکه کې، چې د طالبانوحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ ناوخته په خپله ټویټرپاڼه خپره کړې ویلي، چې په افغانستان کې خپل سري زندانونه نشته او د محکمې له پریکړې پرته هیڅوک نه مجازات کیږي. امیرخان متقي دغه شان ادعا وکړه،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان کډوال: د اسلام اباد پولیسو د پیسو اخېستو لپاره بندیان کړي وو

"۱۵ کسانو ۱۰۰۰۰ ورکړې، موږ ۶ پاتې شوو او پیسې مو ورنه‌کړې. په پای کې ۶ کسانو څخه هم، ۵ کسانو يې پيسې ورکړې، او بالاخره موږ هم پیسې ورکړې." دا په اسلام اباد کې د یوه افغان کډوال ادعا ده، چې په وینا یې پاکستاني پولیسو شلو نورو افغانانو سره د شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې له کوم دلیل پرته نیولي وو. هغه، چې د موضوع د حساسیت له امله ونه غوښتل نوم یې په راپور واخیستل شي ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې له قانوني اسنادو سره سره پاکستاني پولیسو د دوی د خلاصون په موخه له هر یوه څخه لس زره پاکستانۍ کلدارې اخیستي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د کتابونو نندارتون؛ موخه یې مطالعې ته د ځوانانو او په ځانګړي ډول د نجونو هڅول دي

د کابل ښار د خیرخانې مېنې په ګولايي سینما سیمه کې د یوه واټ پر سر د کتابونو پنځه ورځنی نندارتون جوړ شوی. یکشنبه د دې نندارتون لومړۍ ورځ وه. د دغه نندارتون یوه تنظیمونکي شریفې حصار ازادي راډیو ته وویل، له دې کار څخه د دوی موخه د ځوانانو تر منځ او په ځانګړي ډول د زده کړو محرومو نجونو تر منځ د کتاب لوستلو فرهنګ دودول دي. خو دا وايي، پر ښځو لګیدلي محدودیتونه لامل شوي چې د نندارتون په لومړی ورځ په نندارتون کې هیڅ ښځه هم ګډون ونه کړي. هغې ازادي راډیو ته وویل: "دا نندارتون مو ځکه جوړ کړی، چې نجونې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکت بورډ د پاکستان پر وړاندې سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن یکشنبه د پاکستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه. ټاکل شوې، چې دواړه لوبډلې د اګست میاشتې په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه د افغانستان په کوربتوب په سریلانکا هېواد کې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. په اعلان شوې لوبډله کې حشمت شهیدي لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام عليخېل، عظمت الله عمرزی، راشدخان، مجیب ځدراڼ، نوراحمد، فضل حق فاروقي، عبدالرحمن، سلیم ساپی او وفادار مومند شامل دي. د کرکټ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر هیروشیما د اټوم کارولو ۷۸یمه کلیزه؛ جاپان له اټومي وسلو د پاکې نړۍ غوښتنه وکړه

د ۱۹۴۵م کال د اګسټ میاشتې پر شپږمه شا و خوا یولک او ۴۰زره کسان په هیروشیما او تر هغه درې ورځې وروسته په ناګاساکي کې څلوراویا زره کسان هغه وخت ووژل شول، چې د امریکا متحدو ایالتونو، د دویمې نړیوالې جګړې تر ختمېدو څو ورځې مخکې د جاپان پر دغو دوو ښارونو اټومي بمونه وکارول.      د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا په لوېدیځ ښار هیروشیما کې نن جوړو شویو مراسمو ته وویل:  "جاپان یوازېنی هېواد دی، چې د جګړې پر مهال یې له اټومي بمونو کړاو ګاللی، خو له اټومي وسلو د نړۍ د پاکېدو د هدف پر لوري به خپلو هڅو ته دوام... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

میدان وردګ کې یوې نوې چاپي اوونیزې خپل فعالیت پيل کړ

په داسې حال کې چې په افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو ورسته د خپلواکو چاپي رسنيو فعاليت په ټپه ولاړ دی، تازه ميدان وردګو کې د "لاس" په نوم اوونيزې په فعالیت پیل کړی او ټاکل شوې، چې په ننګرهار کې د مینې په نوم مجله هم بیا خپل فعالیت پیل کړي.  د "لاس" په نوم د نوې چاپ شوې اوونیزې مسوول چلوونکی اسرار وصال وایي د مالي ستونزې له امله دفتر نه لري او له کوره دغه اوونیزه چلوي. ښاغلی وصال وايي، د لاس اوونيزې منځپانګه تر ډېره کلتوري، ادبي او ټولنيزو موضوعاتو ته ځانګړې شوې ده.  نوموړي ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کیم جونګ اون د خپل دفاعي ځواک د ظرفیتونو پر پياوړتیا ټینګار وکړ

د شمالي کوریا رسنۍ وايي د دغه هېواد رهبر کیم جونګ اون هغو فابریکو ته چې د میزاییلو انجنونه، توپونه او نورې وسلې جوړوي، امر کړی چې د دغه هېواد د دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره خپل ظرفیتونه لا پسې زیات کړي. د شمالي کوریا KCNA خبري اژانس راور ورکړی، چې کیم جونګ اون له پنج شنبې تر شنبې پورې د سټراتیژیکو کروز میزاییلو د انجنونو، بې پېلوټه الوتکو، توپونو او راکټ لانچرونو د تولید پروسه وکتله. د شمالي کوریا رهبر په غیرمعمولي ډول د وسلو د تولید څو تاسیسات داسې وخت ګوري، چې هېواد یې هڅه کوي بېلابېلې سټراتیژیکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سلواکیا ولسمشرې خپلو ۹ هېوادوالو ته د اوکراین پوځ کې د شاملیدو اجازه ورکړه

د سلواکیا ولسمشرې زوزانا چاپوتووا د خپل هېواد نهو وګړو ته اجازه ورکړه، چې اوکراین په وسلوالو ځواکونو کې خدمت وکړي. اوکراین د ۲۰۲۲م کال له فبروري میاشتې راهیسې د روسیې د یرغل په وړاندې مقابله کوي. د سلواکیا رسنیو پرون شنبه راپور ورکړی، چې ولسمشرې چاپوتووا پر ۳۵ درخواستونو غور وکړ او له ډلې یې ۹ درخواستونه تصویب کړل. دا چې پاتې غوښتنلیکونه ولې رد او ۹ یې تصویب شوي، وضاحت نه دی ورکړل شوی. د روانې میاشتې په لومړیو کې چک جمهوریت هم راپور ورکړ، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله یې د خپل هېواد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جاپان : د نړۍ مشران دې د اټومي جګړې د خطر کمولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي

په جاپان کې چارواکو د نړۍ له رهبرانو وغوښتل چې د اټومي جګړې د خطر کمولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي. دا په داسې حال کې ده، چې نن یکشنبه د جاپان پر هیروشیما د اټومي بم د کارونې ۷۸یم کال پوره شوه. د ۱۹۴۵م کال د اګست میاشتې پر شپږمه شا و خوا یولک او ۴۰زره کسان په هیروشیما او تر هغه درې ورځې وروسته په ناګاساکي کې څلوراویا زره کسان هغه وخت ووژل شول، چې د امریکا متحدو ایالتونو، د دویمې نړیوالې جګړې تر ختمېدو څو ورځې مخکې د جاپان پر دغو دوو ښارونو اټومي بمونه کارول. د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا په هیروشیما کې نن جوړو شویو مراسمو ته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مریم اورنګزېب: د عمران خان نیول سیاسي انګېزه نه لري

د پاکستان د کابینې یوه وزیره وايي، د پخواني صدراعظم عمران خان نیول کېدل، سیاسي انګېزه نه لري. د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزېب پرون په اسلام اباد کې د ټلویزیوني وینا پر مهال دا خبره وکړه. نوموړې وویل: "که د چا په ذهن کې دا ابهام شته چې عمران خان د سیاسي انګېزې له مخې نیول شوی، یا هڅه کوي دا ډول یو بیان جوړ کړي، پوه دې شي  له  ۱۴ تر ۱۵ میاشتو پورې د څېړنو او محاکمې پروسه بشپړه شوې وروسته محکمې خپل حکم صادر کړی."  عمران خان پرون په لاهور کې په خپل استوګنځي کې په داسې حال کې ونیول شو،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لسګونه افغان روغتیایي کارکوونکو ته د زیانګالو خلکو د رواني ملاتړ ورکشاپ جوړ شوی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دوی لسګونو روغتیايي کارکوونکو ته په اضطراري حالاتو کې د زیانګالو خلکو د رواني ملاتړ په باب روزنیز ورکشاپ جوړ کړی دی. د دغه سازمان د افغانستان څانګې نن په یوه ویډیو کې ویلي، د ۲۵ ښځو په ګډون ۴۷ روغتیايي کارکوونکو د روغتیا نړیوال سازمان په روزنیز ورکشاپ کې ګډون وکړ، څو د هغو کسانو رواني ملاتړ وکړي، چې په نامساعدو شرایطو کې ژوند کوي. د دغې ادارې په وینا هغه کسان چې په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي، د رواني ستونزو له خطر سره زیات مخامخ دي او د رواني روغتیا د بهترۍ لپاره د روغتیايي کارکوونکو روزنه حیاتي اهمیت لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزني کې د یوې کوټې پرېوتو ۳ مېرمنې مړې کړې دي

د غزني ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د یوې کوټې د «ګنبدې» د نړېدو په پېښه کې درې مېرمنې مړې شوي او یو بل تن ټپي دی.  د غزني امنیې قوماندانۍ چې د طالبانو په کنټرول کې ده، پرون رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه د دې ولسوالۍ په چوري کلي کې داسې وخت شوې، چې دغو کسانو د کور ګنبده ګيل کوله چې ورباندې رانړېدلې ده.  د ګنبدې د نړېدو علت د دېوالونو  لوندوالی ښودل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

له تېرې شپه وروسته؛ نن بیا کابل او ور څېرمه ولایتونو کې زلزله شوې ده

نن یو وار بیا کابل او ورڅېرمه ولایتونو کې د نسبتاً شدیدې زلزلې ټکانونه حس شوي دي. تېره شپه هم د کابل په ګډون د افغانستان ځینې ولایتونه زلزلې ولړزول. په دې زلزله کې هم چې د شپې پر ۸ بجو او ۳۰ دقیقې وشوه، د مالي او ځاني زیانونه راپور نه دی ورکړل شوی. د امریکا د جیولوژیکې سروې ادارې ویلي چې د تېرې شپې زلزله د ریښتر په مقیاس پنځه اعشاریه اته درجې او مرکز یې هم د هندوکش د غرونو لړۍ وه.  د دې ادارې په خبره، د زلزلې ټکانونه د افغانستان ترڅنګ په پاکستان، هند، تاجکستان او ازبکستان کې هم احساس شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

متقي: افغانستان د نړۍ هېڅ هېواد ته خطر نه دی

له افغانستانه پاکستان ته د ور پېښ امنیتي ګواښ په اړه د پاکستاني چارواکو او سیاسیونو له ادعاوو سره هم‌ مهاله، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې افغانستان د نړۍ هېڅ هېواد ته خطر نه‌دی. متقي له الجزیره ټلویزیون سره مرکه چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه خپره کړې ویلي، له تېرو دوو کلونو راهیسې چې دوی په افغانستان واکمن شوي، د سیمې او نړۍ هیڅ هېواد ته ګواښ نه‌دی پېښ شوی. نوموړي ویلي:"د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د جیولوژۍ اداره: افغانستان او سیمه کې د تېرې شپې زلزله ۵.۸ درجې چټکه وه

تېره شپه د کابل په ګډون د افغانستان ځینې ولایتونه زلزلې ولړزول.   دا زلزله چې د شپې په ۸ بجې او ۳۰ دقیقې وشوه، د تلفاتو په اړه یې تر اوسه راپورونه نه دي ورکړل شوي.   د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې ویلي، چې د تېرې شپې زلزله د رښتر په اندازه ۵.۸ درجې او مرکز یې هم د هندوکش د غرونو لړۍ وه.   د یادې ادارې په وینا، دا زلزله د افغانستان ترڅنګ په پاکستان، هند، تاجکستان او ازبکستان کې هم احساس شوې ده.  په افغانستان کې دا زلزله داسې مهال کېږي، چې ۵ ورځې مخکې (د زمري میاشتې په ۱۰مه) د ملګرو ملتونو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

" قزاقستان د سوداګریزو اړیکو له پراختیا سره د افغانستان د ثبات او پرمختګ مرسته کوي"

یورایشیا: یورایشیا نیټ خپرونې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د قراردادونو پر لاسلیک کېدو لیکنه خپره کړې ده.   دا قراردادونه په پلازمېنه استانې کې د افغانستان او قزاقستان د درې ورځنۍ اقتصادي غونډې په لومړۍ ورځ د دوو خواوو خصوصي سیکتور په خپل منځ کې لاسلیک کړي دي.   په دې غونډه کې د دواړو هیوادونو ۳۰۰ چارواکو او د خصوصي سیکتور استازو ګډون کړی و.   خپرونه زیاتوي، کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ترلاسه کړ، د دغه هیواد شمالي ګاونډیان اندېښمن و.    قزاقستان په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا استازې: د طالبانو حکومت تر هغې په رسمیت نه پېژنو، چې وړ یې نه وي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لینډا توماس ګرینفیلډ وايي، امریکا به پر طالبانو د بشري حقونو او ښځو د حقونو په خاطر فشارونو ته دوام ورکړي. اغلې ګرینفیلډ له امریکا غږ  سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوې دا هم وویل چې امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په ښکاره یې ویلي تر هغو به یې په رسمیت ونه پېژنې تر څو چې یې مستحق نه وي. لینډا ګرینفیلډ د دې پوښتنې په ځواب کې ایا امریکا د دې لپاره چې طالبان وهڅوي څو د اقلیتونو او ښځو حقونه رعایت کړي کومه بدیله لار لري که څنګه؟ وویل: ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: تېر کال د شاوخوا ۶۵ میلیارده افغانیو درمل وارد شوي

د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو ادارې مسوولینو ویلي، چې تېر یوه کال کې یې د څه باندې ۶۵ میلیاره افغانیو په ارزښت درمل او روغتیايي محصولات افغانستان ته وارد شوي. د دې ادارې رییس عبدالباري عمر پرون ملت ته د حساب ورکونې د پروګرام په لړ کې ادعا وکړه، چې د طالبانو د حکومت په ټینګښت د ناقانونه وارداتو مخه تر ډېره نیول شوې ده. هغه ویلي، چې تر طالبانو مخکې ۹۰ فیصده درمل په ناقانونه توګه واردېدل خو اوس دا فیصدي دېرشو ته راښکته شوې. ډاکتر عمر دا هم وویل چې دوی څلور نیم زره درملتونونه تېر یوه کال کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سعودي: د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې پيل شوې

د امریکا متحده ایالاتو، چین او هند په ګډون د ۴۰ هېوادونو لوړ پوړو چارواکو د شنبې په ورځ ( د اګسټ ۵ مه) په سعودي عربستان کې خبرې اترې پیل کړې. کییف او متحدین یې هیله لري، چې دا خبرې به په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مهمو اصولو په اړه یوې موافقې ته لار هواره کړي. د رویټرز په وینا، دا دوه ورځنۍ غونډه د اوکراین د ډیپلوماتیکو هڅو یوه برخه ده چې له غربي هېوادونو ور هاخوا هم د نړۍ د نورو هېوادونو ملاتړ جلب کړي. د اوکرایین استازي وویل چې خبرې به "سختې" وي. خو دا لا څرګنده نه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل او اسلام اباد د چارواکو وروستۍ ناندرۍ؛ اختلافات ژور که ظاهري دي؟

په کابل کې د واکمنو طالبانو او اسلام اباد اړیکې ځینو کتونکو ته له لوړو ژورو ډک ښکارې، یوشمیر بیا په دې نظر دي چې دا روابط ډېر ژور دي، دواړه لورې ظاهري اختلافات لري.  د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د اګسټ په لومړۍ نیټه خبرداری ورکړ که د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ترهګرو د داخلیدو مخه ونه نیول شوه، نو پاکستان بیا دا حق لري چې په ترورېستانو پسې افغانستان ته ورشي.  د دې په ځواب کې د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد وویل، که اسلام اباد څه اندېښنه لري له موږ سره دې مخامخ شریکه کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کډوالو چارو وزارت: نیږدې زر افغان کډوال پاکستان نه هېواد ته را ستانه شوي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې د اسد له ۷ څخه تر ۱۲ مې نیټې پورې شاوخوا زر تنه افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت د شنبې په ورځ (اګسټ ۵) په خپل ټویټر کې لیکلي: د هغو ۹۴۶ افغان کډوالو له ډلې چې د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته داخل شوي ، ۹۲۱ یې په خپله خوښه او ۲۵ نور له بنده خوشې شوي دي. د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په داسې حال کې د افغان کډوالو د راستنیدو خبر ورکوي چې د نړیوالو بنسټونو او موسسو په وینا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دوو ایراني خبریالانو په اسټرالیا کې پناه غوښتې ده

دوه ایراني خبریالان چې د ښځو د نړیوال جام د خبري پوښښ لپاره اسټرالیا ته تللي وو، خپل هېواد ته د ستنیدو اراده نه لري او د پناه غوښتنه یې کړې. د ایران ورځپاڼې ورزشي مسوول سعید زاهدیان او د دې ورځپاڼې عکاس نعیم احمدي رسنیو سره په مرکه کې ایران ته د نه ستنېدو یادوونه کړې. خو د ایران د خبریالانو کلب لیکلي،چې دا خبریالان په رسمي توګه نه وو استول شوي؛ بلکې سفر یې شخصي وو. په ایران کې د تېر سپټمبر د مظاهرو له پیل راهیسې چې علت یې د پولیسو په قید کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني وژل کېدل وو ګڼو ایراني ورزشکارانو،... Читать дальше...


Юрист Ляхманов рассказал о последствиях новых санкций для российской ИТ-сферы

Дивизия имени Феликса Дзержинского в Балашихе отметила 100-летний юбилей

Следователи попросили продлить арест замглавы Минобороны Иванова

Натали Орли: «Чувствую себя частью чего-то большого и значимого»



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Следователи попросили продлить арест замглавы Минобороны Иванова

Минэкологии предостерегло жительницу Ступина от загрязнения земель

Пассажирский теплоход "Октябрьская революция" врезался в берег в Балахне

Юрист Ляхманов рассказал о последствиях новых санкций для российской ИТ-сферы

Музыкальные новости

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Конференция «Частные инвестиции во внутренний туризм Краснодарского края: проблемы, вызовы, перспективы»

В ЦДКЖ 18 августа ждут любителей группы «Рекорд Оркестр» на Квартирнике Евгения Маргулиса

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Новости России

Юрист Ляхманов рассказал о последствиях новых санкций для российской ИТ-сферы

Пассажирский теплоход "Октябрьская революция" врезался в берег в Балахне

Мужчина попал под колеса трамвая в проезде Дежнева

Минэкологии предостерегло жительницу Ступина от загрязнения земель

Экология в России и мире

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Более 340 тыс. кв м асфальта отремонтировали во дворах Подмосковья

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Спорт в России и мире

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

Moscow.media

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Жители Екатеринбурга в День России вывесили баннеры против точечной застройки







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *