Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2023

Новости за 30.08.2023

Pa.azadiradio.com 

د خوندیتوب لپاره د مسؤلیت نړیوال مرکز: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال داعش ډلې ۳۷۷۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د خوندیتوب لپاره د مسؤلیت نړیوال مرکز د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړو ته په یوه لیک کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې په بریدونو کې د قربانیو د شمېر خبر وکړ. د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۳ کال د مې تر میاشتې پورې د داعش د خراسان څانګې په بریدونو کې تر ۳۷۷۴ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. دغه مرکز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۴مې غونډې په مناسبت د دغې شورا غړو ته په لېږلي لیک کې لیکلي، په افغانستان کې ډېری قومي او مذهبي اقلیتونه لکه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو کورنیو چارو وزارت: کابل کې ۶۲ زره امنیتي کمرې لګول شوي، نورو ولایتونو ته هم غځیږي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې يې له ۶۲ زره زیاتې ښکاره کمرې په سړکونو، کوڅو او مهمو ځایونو کې لګولي. د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه ویډیوکلیپ کې چې پرخپلې ټولنیزې شبکې اېکس یا پخواني تویټر کې اېښې، وایي، دا کمرې یې د خلکو په همکارۍ د امنیت د ټینګښت په موخه د امنیتي او تخینکي طرحې له مخې په کابل ښار کې لګولي دي. هغه ویلي چې د امنیتي طرحې له مخې، به د ښار ټولې سیمې تر څار لاندې راشي چې دا کاربه د جرایمو له مخینوي سره مرسته وکړي. د کورنیو چارو وزارت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د «جبري نادرکۍ» نړیواله ورځ او افغانستان؛ تېمور حبیبي: طالبانو مې ورور ۲ کاله مخکې نیولی، تر اوسه یې احوال نه لرو

د اګست ۳۰مه د جبري لا درکه کېدو نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېدلې ده، چې په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام یو شمېر کارکوونکي او فعالان تری تم شوي دي. د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د ځینو جبري لا درکه شویو کسانو کورنۍ د هغوی په اړه د معلوماتو غوښتنه کوي. د پخواني نظام د ملکي هوايي چلند د عمومي رئیس محمود شاه حبیبي ورور، تېمور شاه حبیبي ادعا کوي، چې نوموړی د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰ مه د طالبانو د استخباراتو له خوا د کابل له شېرپور سیمې څخه د خصوصي مخابراتي شرکت (اس سي اچ) له ۲۹ تنو همکارانو سره یې ونیول شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ټولګټو وزارت: سالنګ لاره ۱۰ ورځې وروسته د رغونې لپاره په بشپړه توګه تړو

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټولګټو وزارت خبري سرچینې وایي، د سالنګونو لویه لار به څه باندې یوه اونۍ وروسته د سنبلې په ۱۹ نیټه د هر ډول ترافیکي وسایطو پر مخ وتړل شي. د تولګټو وزارت نن چهارشنبې په یوې اعلامیه کې ویلي، د سالنګونو د اتیا کیلومتره لويې لارې د بیا رغوني چارې له څه مودې راهیسې پیل شوي او د سالنګ تونل دننه د کانکریټ اچولوپه موخه به دغه لارد یولس ورځو په مخ تړلې وي. په اعلامیه کې کې له ملي سوادګرو، موټرچلونکو او ټولو هیوادوالو غوښتل شوي، چې د دې یولسو ورځو په جریان کې دې خپلې اړونده اړتیاوي پوره کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې خوارځواکي، لوږه او بېوزلي!

په افغانستان کې د خوارځواکۍ پېښو له زیاتوالي سره زیانمنې کورنۍ وایي، چې خپلو ماشومانو ته د سالمې تغذیې برابرولو وس نه لري. تردې مخکې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړصندوق ویلي وو، چې سږکال په افغانستان کې له ۸۷۰ زره زیات ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي. په دې اړه دا راپور ووینئ!

Pa.azadiradio.com 

نی: د خبریالانو له نړیوال فدراسیون څخه مو د افغان خبریالانو په نوم د ادعا شوو مرستو وضاحت غوښتی

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ نی مسوولین وایي، د خبریالانو له نړیوال فدراسیون نه یې د هغې ادعا په اړه وضاحت غوښتی، چې دغه ادارې په افغانستان او پاکستان کې له افغان خبریالانو سره د زرګونه یورو د مرستې اړوند کړې ده. د نی بنسټ مسول ظریف کریمي ازادي راډيو ته وویل، د دوی د معلوماتو پربنسټ د خبریالانو د نړیوال فدراسیون یا IFJ مرستې افغان خبریالانو ته نه دي رسېدلي او د همدې لپاره یې له یاد فدارسیون څخه د یوه برېښنالیک په استولو وضاحت غوښتی دی. ښاغلي کریمي لیکلي، چې تر دې دمه ورته ځواب نه دی ورکړل شوی خو دوی به دغه مضوع تعقیب کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د افغان کډوالو ناوړه وضعیت؛ یوې نجلۍ ځانوژنه کړې

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې یوې افغانې نجلۍ ځان وژنه کړې. په اسلام آباد کې د افغان کډوالو شورا مرستیاله ثریا صبیر وايي، د چهار شنبې ورځ سهار وختي شاخوا ۲ بجې یوې افغان کډوالې د اسلام آباد په B17 ښارګوتې ځان وژنه کړې. اغلې صبیر وايي، دغه کډواله مریم سادات نومیده او د بلخ ولایت اوسیدونکې وه. نوموړې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، مریم سادات ۲۵ کلنه وه او له تېر یو کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته راغلې وه. له اغلې صبیر نه مو د دې ځان وژنې د لامل په اړه وپښتل: " دا نجلۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر ښځو د بندیزونو دوام؛ یو شمېر ښځې: طالبانو د کابل په لومړیو مکروریانونو کې د ښځو یو پارک تړلی

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا عمومي تقریحي پارکونو او تفریحي ځاینونو ته د بندیزونو په دوام، د یو شمېر ښځو په خبره دوی د کابل په لومړیو مکروریانونو کې د ښځو سیمه‌ییز پارک هم تړلی دی. د لومړیو مکروریانونو اوسېدونکې او افغان لیکواله اوږۍ امېل وایي، له کومې ورځې چې طالبانو د دوی په سیمه کې د مېرمنو ځانګړی پارک تړلی، ښځې د بنډار او تولیداتو لپاره هېڅ ځای نه لري. امېل ازادي راډیو ته وویل، له افغان مېرمنو د دوی حقونو اخیستل چې د اسلام دین ورکړي، دوی ته د زغم وړ نه دي. نوموړې زیاتوي کله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه؛ افغانستان په اسیا جام کې له بنګله‌دېش او سریلانکا سره سیالۍ کوي

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې افغانستان په اسیا جام کې له بنګله‌دېش او سریلانکا سره سیالۍ کوي. د پاکستان پر وړاندې د ترسره شوې لوبلړۍ په تړاو شننه هم شته. د افغانستان کرکټ ملي د اسیا جام لپاره پاکستان ته تللې، خو د کرکټ مینه‌وال وایي سم هرکلی یې نه دی شوی. په بیګ بیش لیګ کې ۲۲ افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې، خو یو لوبغاړی لا هم په یاد لیګ کې په نه لوبېدو ټینګار کوي. دغه راز د خپرونې په وروستۍ برخه کې بیا د افغانستان او پاکستان په ترسره شوې لوبلړۍ، اسیا جام ته د افغانستان په اعلان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

۳۱ قرغزي ښځې او ۶۴ ماشومان د سوریې له کمپونو قرغزستان ته انتقال شوي

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ۳۱ قرغزي ښځې او ۶۴ ماشومان د سوریې له کمپونو قرغزستان ته انتقال شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت وویل چې قرغزستان ته د دې هېواد د اتباعو چې کلونه د سوریې په شمال لوېدیځو سیمو کې بند پاتې وو، په بېرته ستنولو کې متحدو ایالتونو، د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف او سره صلیب مرسته کړې ده. قرغزي چارواکو ویلي وو چې د قرغزستان شاوخوا اته نیم سوه وګړي په سوریه او عراق کې له جهادي ډلو سره یوځای شوي چې یونیم سل یې وژل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

په زندان کې د عمران خان د پاتې کېدو موده دوه اوونۍ غځول شوې

د پاکستان د مخکېني صدراعظم عمران خان یو مدافع وکیل وایي چې په زندان کې یې د موکل د پاتې کېدو موده دوه اوونۍ غځول شوې. د سې شنبې په ورځ د اسلام آباد عالي محکمې د توشه خانې په نوم د فساد په قضیه کې د عمران خان د درې کلونو بند سزا ځنډولې او د هغه د خوشې کېدو حکم یې کړی و. د عمران خان مدافع وکیل سلمان صفدر نن چهارشنبې فرانس‌پرېس آژانس ته وویل چې موکل به یې د یوه پټ دولتي سند د افشا کېدو به یوه بله قضیه کې د دوو اوونیو لپاره په توقیف کې پاتې شي. عمران خان د اګست پر پنځمه په لاهور کې له نیول کېدو راهیسې د اټک په زندان کې بندي دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پنټاګون: په منځني ختیځ کې امریکايي ځواکونه د ګواښونو د له منځه تلو پورې پاتې کېږي

د امریکا د دفاع وزارت وایي، په منځني ختیځ کې به امریکایي ځواکونه تر هغو پاتې شي چې په سیمه کې ګواښونه له منځه نه وي تللي. د پنټاګون مرستیال ویاندې سبرینا سېنګ پرون سې شنبې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په زرګونو امریکایي سرتېري چې اوس په منځني ختیځ کې دېره دي، په سیمه کې به تر هغو پاتې شي چې د ایران له خوا ګواښ له منځه نه وي تللی. هغې زیاته کړه، دغه ځواکونه به تر هغو پورې هلته پاتې شي چې اړتیا یې وي. هغې د دې پوښتنې په ځواک کې چې ایا په سوریه یا عراق کې د امریکایي سرتېرو یا په هرمز تنګي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې د ماین پاکۍ یوې موسسې زرګونه ماینونه شنډ کړي

د ماین پاکۍ برتانوۍ موسسه هیلو ټرسټ وايي، په هلمند کې یې په زرګونه ماینونه شنډ کړي او د خلګو ژوند يې ژغورلی دی. د دې موسسې مسوولان وايي، د دغه ولایت شاړې ځمکې، باغونه، کورونه، ښوونځي او جوماتونه په ماینونه پوښل شوي وو چې اوسمهال ګڼې دا سیمې ترې پاکې شوي دي. دوی وايي، د ماین پاکې چارې د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې روانې دي چې ورسره لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابر شوې ده. بلخوا د هلمند ولایت اوسېدونکې وايي، د دې ولایت ډېری سیمې له ماینونو ډکې دي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکې: د نجونو پر زده‌کړو بندیز د طالبانو 'ډېر ناعادلانه عمل' دی

د نړیوال جنايي عدالت په چارو کې د امریکا سفیره وايي، د نجونو او ښځو په زده‌کړو بندیز د طالبانو 'ډېر ناعادلانه عمل' دی. د نړیوال جنايي عدالت په چارو کې د امریکا متحده‌ایالاتو سفیرې بیټ ون سکاک د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو په زده‌کړو بندیز 'بې‌ضمیره عمل' بللی او وايي، دوی د طالبانو له‌خوا د ښځو ځورول په دقت څاري. هغې پرون رسنیو ته وویل: "کله چې د نجونو د زد‌ه‌کړو بحث کېږي، په حقیقت کې دا د طالبانو ډېر ناعادلانه عمل دی. د ژوند د چارو لپاره د پلان جوړونې له وړتیاوو د ځوانو نجونو محرومول،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي: روسیې پر کییف د بې پیلوټه الوتکو او میزایلو بریدونه کړي

د اوکراین چارواکي وایي، روسیې تېره شپه پر کییف د بې پیلوټه الوتکو او میزایلو بریدونه کړي چې ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. چارواکو دا په وروستیو میاشتو کې پر کییف تر ټولو پراخ بریدونه بللي دي. د کییف لپاره د پوځي ادارې مشر سیرهې پوپکو ویلي چې په دغو بریدونو کې لږترلږه دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي. چارواکو ویلي چې دغو بریدونو په پلازمېنه کییف کې یو شمېر کورونه ویجاړ کړي دي. د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز والري زالوژني وویل چې پر اوکراین په وروستي برید کې روسیې ۲۸ کروز میزایل او ۱۶ ډرونونه استعمال کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بیټ وان شاک: د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو تر ټولو بې منطقه عمل دی

د نړیوالو جرمونو د عدالت لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو سفیره بیټ وان شاک وایي، د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو تر ټولو بې منطقه عمل دی. نوموړې چې پرون سې شنبې یې په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې څرګندونې کولې وویل چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلندونه په ښکاره په جنوبي افریقا کې نژادي توپیرپالنې ته ورته دی، خو زیاته یې کړه چې متحده ایالات په اوس وخت کې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په اړه کوم ځانګړی دریځ نه لري. تر دې مخکې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا ته په غیرقانوني توګه د خلکو د بیولو په تړاو یوه شبکه نیول شوې

د امریکا د ولسمشر جوبایډن اداره وایي چې یوه شبکه یې کشف او غړي یې نیولي چې هڅه یې کوله له ازبکستان څخه خلک په غیرقانوني توګه متحده ایالاتو ته بوځي او لږترلږه یو غړی یې د یوې بهرنۍ تروریستي ډلې غړی دی. د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاندې ادریان واتسن پرون سې شنبې په یوه اعلامیه کې وویل، امریکایي چارواکي باور نه لري چې د ازبکستان اتباع دې چې دغه قاچاقي شبکه یې جوړه کړې وه، له کومې تروریستي ډلې سره تړاو ولري یا دې کوم تروریستي برید پلان کړی وي. په اعلامیه کې د بهرنۍ تروریستي شبکې نور جزییات نه دي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو دوهمه کالیزه؛ افغانان او شنونکي یې په اړه څه وايي؟

نن د اګست ۳۰مه له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو له دوهمې کالیزې سره برابره ده. له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو دوه کاله تېر شول. د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلافي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې له افغانستانه په وتلو پیل وکړ او وروستی امریکايي سرتېری د همدې کال د اګست په ۳۰مه له افغانستانه ووت. یو شمېر افغان ځوانان وايي چې د تېرو شلو کلونو په پرتله په دې دوو کلونو کې په خپل ژوند کې ډېر توپیرونه ویني. ډېری دغه ځوانان هغه نسل دی چې د طالبانو له لومړۍ واکمنۍ وروسته په تېرو شلو کلونو کې لوی شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیويي مجله؛ په میدان وردک او غزني کې کتابتونونه پرانیستل شوي

د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې د شعر نقد اورېدلی شئ. دغه راز په میدان وردک او غزني کې د مدني فعالانو په مټ د نویو کتابتونونو له پرانیستلو خبرېږئ. په دې خپرونه کې دا به هم واورئ چې له پلالې څرنګه انځورونه جوړېږي. په کابل کې د یوه ځوان انځورګر له ژونده خبرېږئ او له یوه ناروغ افغان لیکوال سره خبرې شوي چې سترګې یې نه ویني. دغه خپرونه چې احمدشیبر چمتو کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په فلوریډا کې سلګونه زره خلکو ته خبرداری ورکړل شوی

د امریکا د متحد ایالتونو د فلوریډا ایالت والي ران ډې سانټیس په سلګونو زرو خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې د توپان تر رارسېدو مخکې دې خوندي سیمو ته ځانونه وباسي. د فلوریډا والي دا غوښتنه له شاوخوا یو نیم میلیون کسانو څخه کړې چې اکثر یې سمندر ته په نږدې سیمو کې اوسېږي. له اټکلونو سره سم دا توپان چې د دوشنبې په ورځ له کیوبا څخه تېر شو، نن به د فلوریډا سواحلو ته ورسېږي. د دې توپان سرعت په ساعت کې یوسل او پنځه شپېته کیلومتره دی او تر دې دمه یې شېبه په شېبه سرعت پسې زیاتېږي. پروسږ کال په فلوریډا کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا په پاکستان کې د ازادو، شفافو او په وخت انتخاباتو غوښتنه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ویکټوریا نولانډ په پاکستان کې د ازادو، شفافو او په وخت انتخاباتو غوښتنه وکړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې اغلې نولانډ د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني سره تر ټیلفوني مکالمې وروسته دا خبره وکړه. د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د اګست په لومړیو کې ویلي وو چې د نوې سرشمېرنې پر اساس به انتخاباتي حوزې د ډسمبر په څوارلسمه مشخصې شي.

Pa.azadiradio.com 

افغان ژورنالیستې او فعالې نرګس مومند حسنزۍ ته د سولې نړیواله جایزه ورکړل شوه

د سویډن د سولې د نړیوالې جایزې کمېټې افغان ژورنالیستې او مدني فعالې نرګس مومند حسنزۍ ته د ۲۰۲۳ د سولې نړیواله جایزه ورکړه. اغلې حسنزۍ د دې جایزې د ترلاسه کولو په مهال وویل چې دا جایزه هغو نجونو ته ډالۍ کوي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له زده کړو منع شوي دي. د سویډن د سولې د نړیوالې جایزې کمېټه هر کال د نړۍ په بېلابېلو برخو کې پنځو تنو هغو فعالانو ته جایزه ورکوي چې د سولې، د بیان د ازادۍ، د ماشومانو او نجونو د زدکړې په برخو کې یې هلې ځلې کړي وي. څلور نورې جایزې د سویدڼ، فرانسې، بریتانیا او امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو څه باندې ۸۰ زره افغانانو سره د نغدو پیسو مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونېسف د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸۰ زره افغانانو ته د نغدو پیسو مرسته ورکړې ده. دې ادارې پرون سې شنبې پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، د نغدو پیسو مرسته میندو او پلرونو ته امکان برابروي چې هر هغه څه چې ماشومان او کورنۍ یې ورته اړتیا لري، رانیسي. د ملګرو ملتونو د دې ادارې پر اساس، دوی د روان ۲۰۲۳ په لومړۍ نیمايي کې تر ۸۰ زره ۶۰۰ ډېرو اړو افغانانو ته د نغدو پیسو مرسته ورکړې څو د کور ضروري شیان پرې واخلي.

Pa.azadiradio.com 

احمد مسعود د روسیې په ولسي جرګه کې د عدالت ګوند له رییس سره کتلي

د روسي رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د مخالفې جبهې مشر احمد مسعود د روسیې د دوما یا ولسي جرګې د روسیې عدالت ګوند له ريیس سرګي میرونوف سره کتلي دي.   د روسي سرچینو پر اساس، د ملي مقاومت جبهې مشر د روسیې د عدالت ګوند له مشر سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړي دي.   د روسیې د عدالت ګوند مشر او د دوما د فراکسیون ريیس میرونوف وویل چې روسیه د افغانستان د مځکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي حاکمیت ملاتړ کوي. د ملي مقاومت جبهې روسیې ته د احمد مسعود د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو د حق موضوع تعقیبوي

د ایران ولسمشر ابراهیم ريیسي پرون وویل چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو د حق موضوع تعقیبوي.   ريیسي چې یوې خبري غونډې ته غږېده، وویل د افغانستان لپاره د ده د ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قًمي خبرې او تعقیبي ناستې سبب شوې چې افغانستان ته د ایران پلاوی لاړ شي او د هلمند سیند د اوبو اندازه له نږدې وویني.   د ارزګان ولایت په دهراود کې د هلمند سیند په یوه سرچینه کې د ایران د تخنیکي پلاوي له لوري د اوبو د اندازې له کتلو وروسته کاظمي قمي ومنله چې سږ کال د اوبو اندازه د عادي او نورمال کلونو پرتله کمې دي. Читать дальше...


Асад объявил кое-что важное. До победы там Сирии и России остались месяцы?

Синоптик Леус: грозовые дожди собьют жару в Москве

В Москве начали строить новые участки трамвайных путей

Мэрия Калининграда назвала адреса, где сегодня нет воды



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Расписание поездов Савеловского и Белорусского направлений МЖД изменится с 3 июня

Синоптик Леус: грозовые дожди собьют жару в Москве

В Москве задержан участник банды по делу о нападении на Будённовск в 1995 году

В Москве из-за грозы с порывистым ветром объявили желтый уровень погодной опасности

Музыкальные новости

Стали известны все участники РПЛ сезона-2024/2025

На ВДНХ открылась цифровая фотовыставка "Счастье. Материнство или карьера!?"

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву

Более 30 компаний из Нижегородской области пришли на первую встречу регионального сообщества инклюзивного бизнеса «Открыто для всех»

Новости России

Асад объявил кое-что важное. До победы там Сирии и России остались месяцы?

Мэрия Калининграда назвала адреса, где сегодня нет воды

Синоптик Леус: грозовые дожди собьют жару в Москве

В Москве начали строить новые участки трамвайных путей

Экология в России и мире

Секрет долгожителей Азии раскрыт: гастроэнтеролог Садыков рассказал о пользе красного риса

«585*ЗОЛОТОЙ» выступила партнером медиафестиваля творческой молодежи YOUPITER

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву

Спорт в России и мире

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема

Медведев высказался об игре Свёнтек

17-летний россиянин Даниил Саркисян разгромил Форбса из США на юниорском «Ролан Гаррос»

Даниил Медведев назвал трёх людей в истории тенниса, с которыми хотел бы поужинать

Moscow.media

Правительство РФ направило дополнительные средства на завершение строительства трассы Гузерипль – плато Лагонаки в Адыгее

Вечернее поле.

Российские топ-компании получили предложение привезти на ПМЭФ Канье Уэста...за $1 млн

Дизельный, рамный, с блокировками. Новый внедорожник скоро появится в России







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *