Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2023

Новости за 01.04.2023

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د ۲ یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دغه سیالي چې نن شنبه د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره شوه، افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې په ۴۶ اورونو کې ۲۳۲ منډې جوړې کړې. په افغان لوبغاړو کې وفي الله تره خېل ۶۸، نعمان شاه ۶۴ او جمشیدخان ۵۷ منډې وکړې. د سریلانکا لپاره مالشا تریپاټي ۴ افغان لوبغاړي وسوځول. که څه هم سریلانکا د هدف پوره کولو لپاره ښه پیل کړی و، خو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له کبله زرګونو کسانو ته د مرستو لړۍ درېدلې

په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار لګېدلو بندیزونو ته د اندېښنو په دوام، د ملګرو ملتونو د کډوالو دفتر وایي، دا موضوع لامل شوې چې زرګونو اړمنو افغانانو ته د بشري خدمتونو لړۍ ودرېږي. نږدې ۹۷ ورځې وشوې چې طالبانو په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی. طالبانو د ۱۴۰۱ د جدي په ۴مه په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه چې د دوی دا پرېکړه په افغانستان کې دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه. دغه غبرګونونه تر دې کچې وو چې ډېرو موسسو خپل فعالیتونه ودرول او یو شمېر نور بیا راکم کړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اقتصادي کړکېچ؛ په افغانستان کې خصوصي پوهنتونونه د بندېدو ګواښ سره مخ دي

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونه ټولنه وايي، د نجونو پر زده کړو د لګېدلو بندیزونو او د خلکو د اقتصادي وضیعت د خرابېدو له امله یو شمېر خصوصي پوهنتونونه د تړل کېدو په حال کې دي. د پوهنتونونه د پسرلني سمستر له پلېدو وروسته، د افغانستان د خصوصي پوهنتونونه ټولنه وایي، سږ کال په خصوصي پوهنتونونو کې کم شمېر محصلانو داخله کړې ده. د افغانستان د خصوصي پوهنتون د ټولنې رسنیز مسوول محمد ناصر کریمي ازادي راډیو ته وویل، یو شمېر پوهنتونونه د کافي محصلانو او ګټې د نه لرلو له امله په بد اقتصادي وضعیت کې دي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دوه کلنه افغان ماشومه ۱۸ میاشتې وروسته خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه

د دوه کلنې مریم مور او پلار ۲۰۲۱ م کال کې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د چاودنې له امله ووژل شول. له چاودنې وروسته، هغه د امریکايي ځواکونو لخوا قطر ته ولېږدول شوه. اوس له ۱۸ میاشتو وروسته، هغه قطر کې خپلوانو ته وسپارل شوه.

Pa.azadiradio.com 

عطاالله ویسا: طالبانو د 'مطیع الله ویسا' موبایل، کمپیوټر او اسناد وړي

د طالبانو حکومت د مطیع الله ویسا له نیولو وروسته د هغه په کور هم چاپه واچوله، چې د ورور په وینا یې د ویسا موبایل او کمپیوټر یې له ځان سره یوړل. د مطیع الله ویسا ورور عطاالله ویسا وايي، د ورور له نیولو وروسته یې طالبانو د دوى پر کور چاپه واچوله او د مطیع الله ویسا کمپیوټر، موبایل او ځینې نور شخصي اسناد يې له ځان سره یوړل. نوموړی د طالبانو دا عمل د ټولو ارزښتونه خلاف بولي چې شخصي حریم ته یې داخل شوي او د ورور شخصي وسایل یې له ځان سره وړي دي. هغه زياتوي: "دا د اسلام او ټولو ارزښتونو خلاف کار دی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ځینو تولیدي شرکتونو مسوولان: د زینتي ډبرو تولید او پلور کم شوی

په ودانیو کې کارېدونکې د زینتي ډبرو یو شمېر تولیدونکي او پلورونکي شرکتونه وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې تولید او پلور کم شوی دی. په کابل کې د زینتي ډبرو د تولید د کارخونو یو شمېر مسوولان د خامو موادو د بیو د لوړېدو، د تولیداتو له کمي او د زینتي ډبرو لپاره د بازار له نشتوالي سر ټکوي. د زینتي ډبرو د یوې کارخونې مدیر افغان تراورتن ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له واکمنېدو یعنې له تېرو دوو کلونو راهیسې د دې کارخونې تولیدات ۷۰ سلنه کم شوي دي. هغه وویل:‌"د اسلامي امارت له راتګ وروسته زموږ کار بدلون کړی او بازار سقوط شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر پیاوړي کېدو اندېښنه وښودل شوه

د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان سرمنشي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا په اړه اندېښنه ښودلې ده. د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړي کېدو او له افغانستانه د دې سازمان غړو هېوادونو ته د نفوذ کولو په اړه اندېښمن دی. د دې سازمان سرمنشي ایمانګلي تسماګامبیتوف چې پرون یې په مسکو کې د ډله‌ییز امنیت د لوړ پوړو چارواکو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د بېلابېلو تروریستي ډلو تر څنګ هغه وسله‌وال چې د مخدره موادو په ناقانونه تولید او قاچاق کې لاس لري؛ په افغانستان کې د پیاوړي کېدو په حال کې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ناکامیڅو: د اوکراین جګړې د اټومي جګړې خطر ډېر کړی

په اټومي چارو کې د ملګرو ملتونو استازې ایزومي ناکامیڅو وايي، له سړې جګړې وروسته اوس تر بل هر وخت په نړۍ کې د اټومي وسلې د کارولو خطر زیات دی. د اغلې ناکامیڅو په وینا د اوکراین جګړې د اټومي جګړې خطر ډېر کړی دی. دې دا اندېښنه د جمعې په ورځ د امنیت شورا له غونډې وروسته څرګنده کړه. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اووني ویلي و چې خپلې تاکتیکي اټومي وسلې به په جولای میاشت کې بېلاروس ته انتقال کړي. بېلاروس د روسیې نږدې متحد او د اوکراین په جګړه کې ملګری هېواد دی. پوتین د تېرې اوونۍ د شنبې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا له هند سره د ناټو د تعامل او مشارکت د پراختیا خبر ورکړ

په ناټو تړون کې د امریکا سفیرې جولین سمیت له هند سره د ناټو د تعامل او مشارکت د پراختیا خبر ورکړ، ویې ویل، دا ايتلاف هر وخت چې هند وغواړي په دې اړه خبرو ته تیار دی. په ناټو کې د امریکا سفیرې پرون جمعه په یوه خبري غونډه کې وویل، که څه هم هند او امریکا په ځانګړي ډول د مځکنۍ بشپړتیا په اړه یو شان پالیسي نه لري، خو امریکا او ناټو د اوکراین له خلکو سره د هند د بشري مرستو ستاینه کوي. اغلې سمیت وویل، ناټو د اوکراین د کړکېچ د حل کولو لپاره له هند سره پر له پسې په تماس کې ده او د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د هند د ښکاره دریځونو ملاتړ کوي.

Pa.azadiradio.com 

اماراتو په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې زیانمنو ته ۳۸ ټنه مرسته استولې

متحده عربي اماراتو پرون جمعه په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې زیانمن شویو ته ۳۸ ټنه طبي او خوراکي مرسته واستوله. دا خبره د متحده عربي اماراتو دولتي خبري اژانس وام اعلان کړه. د افغانستان د تېرې اووني په زلزله کې، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۵ درجې و، لږترلږه ۱۳ تنه مړه او تر ۹۰ ډېر نور ژوبل شول.

Pa.azadiradio.com 

ایټالیا د 'چټ جې پي ټي' پلټفارم کارول منع کوي

د ایټالیا د معلوماتو د ساتنې ادارې د جمعې په ورځ د مارچ۳۱مه وویل چې د چټ جې پي ټي له لوري د کاروونکو د شخصۍ حریم د سرغړونې په باب یې څېړنې پیل کړي دي او د دغو تحقیقاتو د پایلو تر څرګندېدو پورې دا پلټفارم په ایټالیا کې منع کوي. دا پلټفارم د مایکروسافټ کمپنۍ په ملاتړ په نومبر میاشت کې راووت او ‌ډېر ژر یې میلیونونه کسان ځان ته جلب کړل.

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ساینسپوهانو د ډیجیټل ټکنالوژۍ د تم کېدو غوښتنه کړې

د ایلن ماسک او سټیو وزنیاک په شمول د کمپیوټر د علم یو شمېر ساینسپوهان او نوښتګر دې نتیجې ته رسېدلي چې پر ډیجیټل ټکنالوژۍ ورځ تر بلې د مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټلجنس تسلط زیاتېږي نو د شپږو میاشتو لپاره د دې چټکې پرمختلونکې ټکنالوژۍ د تم کېدو غوښتنه کوي. دوی ویلي چې په دې شپږ میاشتو کې دې د مصنوعي ذهانت د خطرونو په اړه څېړنې وشي. دا په داسې حال کې ده چې سترې کمپنۍ بازار ته پر له پسې د مصنوعي ذهانت ټکنالوژي وړاندې کوي او ټاکل شوې ده چې ګوګل او مایکروسافټ ژر ورته ټکنالوژي بازار ته وړاندې کړي.

Pa.azadiradio.com 

ایران د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون وښود

ایران د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دا هېواد غواړي د اذربایجان له خاورې څخه د ایران د ملي امنیت د ګواښلو لپاره کار واخلي. د ایران د باندنیو چارو وزارت ویندوی ناصر کنعاني ټینګار کړی چې تهران د هغه څه پر وړاندې لاس تر زنې نه شي پاتې کېدای چې ده د اذربایجان جمهوریت له خاورې د اسراییل دسیسه وبلله. دا په یوه اوونۍ کې دویم ځل دی چې ایراني چارواکي پر اذربایجان له دې کبله نیوکې کوي چې له اسراییل سره یې اړیکې جوړې کړي دي. تېره اوونۍ د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر تل ابیب ته لاړ او د خپل هېواد سفارت یې هلته پرانیست.

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي اتحادیې په غړو هېوادونو کې ساعت تغییر وکړ

پنځه کاله پخوا اروپايي پارلمان پرېکړه وکړه چې په دې اتحادیه کې دې په هرو شپږو میاشتو کې د ساعت بدلون لغوه شي او نور دې د پسرلي په پیل او د مني په پیل کې ساعتونه مخکې او وړاندې کېږي نه، خو دا پرېکړه په بېلابېلو دلایلو عملي نه شوه. د یکشنبې په ورځ، چې د مارچ د میاشتې وروستۍ وه، د هر کال په شان د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې ساعت تغییر وکړ یعنې یو ساعت وړاندې شو. په دې ډول له افغانستان سره د منځنۍ اروپا په ساعت کې توپیر، چې پخوا دوه نیم ساعته و، اوس درې نیمه ساعته شو.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان اقتصادي کړکېچ؛ د اوړو وېشلو پر مهال لږترلږه ۱۴ کسان مړه شوي

په پاکستان کې چې اقتصادي وضعیت خورا خراب شوی، د اوړو وېشلو په لړ کې لږترلږه ۱۴ کسان مړه شوي دي. پرون جمعه د خیبرپښتونخوا د حکومت له لوري د وړیا اوړو د وېش په لړ کې ګډوډي رامنځته شوه او لږترلږه ۳ تنه تر پښو لاندې مړه او ۷ نور سخت ژوبل شول. په څو نورو ځایونو کې د اوړو د وېش په ترڅ کې نښتې او ګډوډۍ پېښې شوې دي. همداراز په کراچۍ ښار کې یوې خصوصي کمپنۍ زکات وېشه چې ګډوډي رامنځته شوه او لږترلږه ۱۱ کسان مړه شول. اکثره مړه شوي کسان ښځې او ماشومان دي.

Pa.azadiradio.com 

تر درملنې وروسته د معتادینو په مرکزونو کې هغوی په کار ګومارل د درملنې له بهير سره مرسته کوي

سيد محمد اته کاله نشه کړې او ډېر وختونه يې د کابل ښار په کنډوالو یا تر پل سوخته لاندې له نورو معتادینو سره تېر کړي دي. دی يو کال مخکې له پل سوخته څخه د معتادینو د درملنې زربستريز مرکز ته یووړل شو، په دې مرکز کې تر (۴۵) ورځنۍ دورې وروسته روغ شو او اوس په دې مرکز کې د رضاکار په توګه کار کوي. سيد محمد وايي چې تر نشې پرېښودلو او جوړېدو وروسته اوس د خپل هغه ژوندن له امله زورېږي چې په نشو کې يې تېر کړی دی. نوموړی وايي: "زما عمر، روغتيا، شتمني او ځواني له لاسه ووته، يوازينی شی چې اوس ورپسې خفه يم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړيوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

اندیپینډنت ورځپاڼه: د بریتانیا اندیپینډنت ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د یوه افغان پوځي پېلوټ په اړه لیکنه خپره کړې ده. د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، دغه افغان پېلوټ، چې پخوا یې له بریتانیايي پوځیانو سره کار کړی دی، په ډېرو سختیو بریتانیا ته ځان رسولی او اوس له بریتانیا څخه د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دی. ده له انډیپندنټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې، د بریتانیا په خاص ماموریت کې یې کار کاوه او پر تروریستانو او د مخدرو موادو پر تولیدوونکو یې عملیات کول. د ده په وینا، کله چې طالبان واک ته ورسېدل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سویډن په ناټو سازمان کې د غړیتوب تر لاسه کولو لپاره هیله ښودلې

د سویډن صدراعظم هیله ښودلې چې هېواد به یې په ناټو کې د دې سازمان د ټولو غړیو هېوادونو موافقه ترلاسه کړي. اولف کریسټیرسن تېره ورځ د مارچ په ۳۱مه دغه غوښتنه وروسته له هغې وکړه چې د ترکیې پارلمان د رایو په اکثریت سره په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب تصویب کړ. د ناټو د غړي په توګه ترکیې په دې سازمان کې تل د فنلنډ او سویډن له غړیتوب سره مخالفت کاوه، خو اوس فنلنډ دا غړیتوب ترلاسه کړ. په ناټو کې د غړیتوب لپاره چې اوسمهال ۳۰ غړي هېوادونه لري یو نوی غړی باید د ناټو تړون د ټولو غړیو موافقه ولري او ان د یوه هېواد په مخالفت سره موانع جوړېدای شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هندي رسنۍ: په پېښور کې یو سېک سوداګر وژل شوی

هندي رسنۍ وايي، د پاکستان د خیبرپښتونخوا په پېښور کې یو سېک سوداګر وژل شوی دی. د راپورونو پر اساس دغه سوداګر ډایال سېنګ نومېږي او تېره ورځ د مارچ په ۳۱مه له ماسپښین وروسته درې نیمې بجې د نامعلومو وسله والو په ډزو سره وژل شوی دی. له دې یوه ورځ مخکې هندي رسنیو په کراچۍ کې د بیرل ګیناني په نوم د یوه هندو ډاکتر له وژنې خبر ورکړی و. د راپورونو پر اساس ګیناني د سترګو ډاکتر و او د پنجشنبې په ورځ په خپل موټر کې په ډزو سره وژل شوی و. ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په پاکستان کې د هندو او سېک مدافع فعالانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: تر اوسه د پاکستان له زندانونو تر زرو ډېر افغانان خوشې شوي

د طالبانو په کنټرول کې د کډوالو او او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تر اوسه د پاکستان له زندانونو تر زرو ډېر افغان پناه غوښتونکي خوشې شوي او افغانستان ته لېږدول شوي دي. دې وزارت د مارچ په ۳۱مه په یو لړ ټویټونو کې ویلي، یوازې په همدې ورځ ۱۷ افغانان له خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. یاد وزارت وايي، په پاکستان کې د بندي افغانانو د خوشې کولو لپاره په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ډېرې هڅې کړې دي. له دې مخکې ویل شوي وو چې تر ۱۵۰۰ افغانان د پاکستان په زندانونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راشدخان د 'ای پي ایل' په لومړۍ سیالۍ کې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله

د هندوستان د کرکټ په ستر سوداګریز لیګ یا ای پي ایل کې د جمعې په ورځ د ګجرات ټایټنز او چینای سوپر کینګز ترمنځ سیالي د ګجرات په بري پای ته ورسېده. دغه سیالي چې د هند د احمداباد ښار په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شوه، چینای لومړۍ توپوهنه وکړه او ۱۷۸ منډې یې وکړې. د دې لوبډلې لپاره روتراج ګایګواډ ښه توپوهنه وکړه، هغه د ۹ شپږیزو او ۴ څلوریزو پر مټ ۹۲ منډې وکړې. د ګجرات په توپ اچونکو کې بیا راشدخان تر نورو ښه توپ اچونه وکړه، هغه په ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او د معین علي او بین سټوکس ویکټې یې د لوبې په مهمه برخه کې وسوځولې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ویسا لا هم په بند کې دی؛ ټاکل شوې وه چې جینیوا کې یوې ناستې ته وينا وکړي

د بشري حقونو يو شمېر مدافعان او فعالان وايي، ټاکل شوې وه چې د قلم لار بنسټ مشر مطيع الله ويسا د پنجشنبې په ورځ په جينيوا کې يوې غونډې ته وينا وکړي. د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي په یو لړ ټویټونو کې ویلي، ټاکل شوې وه ویسا د افغان نجونو د زده کړو په اړه یوې غونډې ته وینا وکړي. خو حمیدي وویل، مطیع الله ویسا لا هم د طالبانو په بند کې دی او د نیونې په اړه یې هېڅ راز توجیه نه شته. د هغې په باور له پوهنې سره د طالبانو چلند تاریخي جنایت دی چې باید له پامه ونه غورځول شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام: تر ۲۰ میلیون ډېر افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانان په تېر ۲۰۲۲م کال کې له جدي لوږې او خوراځواکۍ سره مخ شوي او کاري، ښوونیز او کرنیز فرصتونه خورا ډېر کم شوي دي. ریلیف وېب تېره ورځ د مارچ په ۳۱مه د خوړو نړیوال پروګرام له قوله ویلي، افغانستان تېر کال له اقتصادي کړکېچ، وچکالۍ، زلزلو، سېلابونو او د بشري حقونو برخه کې له محدودیتونو سره مخ شوی دی. په دوام کې راغلي چې تر ۲۰ میلیونه ډېر افغانان د کړکېچ له بېړنۍ وضعیت او خوړو خوندیتوب نشتون سره مخ شوي دي. په راپور کې ویل شوي، افغانستان د نړۍ په کچه د خوړو نړیوال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوتانبایوا: د افغانستان ستونزه باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتانبایوا د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان ستونزه باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي. د رییس الوزرا د رسنیو د دفتر د خبرپاڼې پر اساس اوتنبایوا دغه راز وویل، ملګري ملتونه په دې برخه کې هڅه کوي چې افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي. په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، د دوی حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې ټول شرطونه بشپړ کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي. د نږدې شلو میاشتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له سریلانکا سره سیالي لري

د افغانستان تر ۱۹کلنو کم عمره کرکټ لوبډله نن له سریلانکا سره سیالي لري. لوبه له ماسپښین وروسته د افغانستان پر وخت درې نیمې بجې په متحده عرب اماراتو کې پیلېږي. په مخکینۍ لوبه کې چې د مارچ په ۲۸مه شوې وه افغان لوبډلې د سریلانکا لوبډلې ته په څلورو منډو ماتې ورکړې وه. خو افغان لوبډلې تېره پنجشنبه د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې په لوی توپیر ماتې خوړلې وه. افغان کرکټ لوبډله د روانې لوبلړۍ د جدول په سر کې دی چې درې لوبې یې ګټلي او دوه یې بایللي دي. ورپسې بنګله دېشۍ لوبډله دویم او د سریلانکا لوبډله په درېیو ماتو سره درېیم ځای کې قرار لري.


Собянин рассказал о фестивале «Москва — на волне. Рыбная неделя»

Тренер "Зенита" де Оливейра назвал прошедший сезон очень сложным для клуба

Экологическое благополучие России

Полицейские юго-запада Москвы организовали праздник для детей



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Москве задержан участник банды по делу о нападении на Будённовск в 1995 году

Полицейские юго-запада Москвы организовали праздник для детей

Тренер "Зенита" де Оливейра назвал прошедший сезон очень сложным для клуба

Экономист Остапкович заявил, что всего 10% россиян имеют очень высокие доходы

Музыкальные новости

Отельеры вступают в Игры дружбы // Стоимость размещения в гостиницах растет

РОССИЮ ОЖИДАЕТ ПЛЮС 50 ГРАДУСОВ: КАКИМ ГОРОДАМ ЖДАТЬ АНОМАЛЬНУЮ ЖАРУ

Пушинка из Космоса спасёт либо снесёт США? Научные важные данные. Проект «Святой Ленин».

Энергетики «Смоленскэнерго» готовятся к работе в условиях непогоды

Новости России

В Москве задержан участник банды по делу о нападении на Будённовск в 1995 году

ЖК «Мишино» достроят в Химках в четвертом квартале этого года

Более 92 тысяч девятиклассников Подмосковья сдали ОГЭ по русскому языку

Министр Фальков: Минобрнауки планирует расширить приложение к диплому вузов

Экология в России и мире

Улыбка сделала слушателя «Юмор FM» миллионером

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Спорт в России и мире

Азаренко не смогла выйти в 1/16 финала открытого чемпионата Франции по теннису

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема

Главный русский теннисист заставил Париж аплодировать ему стоя. Что удалось Осьминогу Медведеву?

Ролан Гаррос. Расписание 2 июня. Потапова и Швентек сыграют первым запуском, Синнер – последним

Moscow.media

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву

Беспроводной сканер штрих-кодов Heroje S-H29W

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *