Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2023

Новости за 10.04.2023

Pa.azadiradio.com 

کوټه کې د پولیسو پر موټر د بمي برید له کبله ۴ کسان وژل شوي

د کوټې په کندهاري بازار سیمه کې د پولیسو پر یو موټر په بمي برید کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. سیمه ییز چارواکي وايي، د پېښې ډېری قربانیان ملکيان دي. د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند بابر یوسفزی وايي، په مړو کې ۲ پولیس او ۲ ملکي وګړي دي. د پولیسو په وینا، په دې برید کې د پولیسو د تحقیقاتو د برخې د یوه چارواکي موټر په نښه شوی. د دې برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې، خو په بلوچستان کې د پخوانیو دې ډول حملو پړه اکثرا بلوڅ بېلتونپالو منلې.

Pa.azadiradio.com 

په میدان وردګ کې د یوې پروژې د تطبیق چارې پیل شوې

په میدان وردګ کې د درې سوو زرو ډالرو په ارزښت د یوې پروژې د تطبیق چارې پیل شوې. د میدان وردګ سیمه ییز مسوولان وايي، دغه پروژه په سیداباد ولسوالۍ پلې کېږي چې د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو او کرنې ادارې له لوري تمویلېږي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

ندا محمد ندیم د دیني مدرسو مسوولانو ته: خلکو ته جعلي سندونه مه جوړوئ

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د دیني مدرسو له مسولانو غوښتي چې خلکو ته جعلي سندونه جوړ نه کړي. نوموړي همدا شان ویلي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې جعلي اسناد جوړوي. په تېر جمهوري حکومت کې د لوړو زده کړو وزارت ویاند او د پوهنتون استاد حامد عبیدي وايي، پخوا هم په پاکستان کې د پوهنتونونو جعلي اسناد جوړېدل، خو دا چې اوس د طالبانو حکومت د مدرسو فارغانو ته ډېر اهمیت ورکوي، له همدې امله اوس د مدرسو د جعلي اسنادو بازار ګرم شوی. عبیدي وویل: "په پاکستان کې سلګونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ناصري: د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې د ګډونوالو شمېر ۷۰ سلنه کم شوی

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنه وايي، سږ کال د خصوصي پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې د ګډون کوونکو شمېر اویا سلنه کم شوی دی. مصطفی تېر کال د پلازمېنې کابل د یوه ښوونځي له دولسم ټولګي فارغ شوی. هغه وايي، د اقتصادي ستونزو او د افغانستان د ښې راتلونکې د هیلې د نه درلودلو له امله یې ونه غوښتل چې د خصوصي پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي. نوموړي وویل: "د اقتصادي ستونزو له امله مې ونه شول کولای د خصوصي پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې ګډون وکړم، خو که پوهنتون ته هم لاړ شو راتلونکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل؛ ګراهام: بایډن یوې بلې د سپټمبر یوولسمې ته تخم کرلی

امریکايي سناتور لینډسي ګراهام له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د څرنګوالي په اړه د سپینې ماڼۍ راپور 'سیاسي سپیناوی' بللی او ویلي یې دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل په امریکا کې د 'سپتمبر ۱۱مې' بلې پېښې ته لاره پرانېزي. د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام په امریکا کې د تروریستي حملو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په ایستلو سره یوې بلې د 'سپټمبر ۱۱مې' ته تخم کرلی دي. ګراهام د یکشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس مستبد واکمن له روسیې د امنیتي ضمانتونو غوښتنه کړې

د بېلاروس مستبد واکمن الکساندر لوکاشینکا له روسیې د امنیتي ضمانتونو غوښتنه کړې ده. د بېلاروس دولتي خبري اژانس بیلټا د دغه هېواد د مستبد واکمن الکساندر لوکاشینکا له قوله راپور ورکړی چې بېلاروس داسې امنیتي ضمانتونو ته اړتیا لري چې پر دوی د برید په صورت کې به روسیه 'د خپلې خاورې په څېر' ورنه دفاع کوي. لوکاشینکا وویل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې هم د امنیتي ضمانتونو په اړه خبرې کړې دي. د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې د دوشنبې په ورځ د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو او د الکساندر لوکاشینکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي د روسیې دولت تروریست وباله

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر خپل هېواد د روسیې د پرونیو هوايي حملو له کبله سخت انتقاد کړی او د روسیې دولت یې تروریست بللی دی. د اوکراین په جنوب او ختیځ کې د روسیې هوايي بریدونه روان دي، خو په زاپوریژیا کې پرونۍ بمباري چې د کلیسا یو پادري او د هغه ۱۱ کلنه لور یې ووژل د خرما یکشنبې په نوم، د ارتودوکس کلیسا له ورځې سره برابره وه. زیلینسکي بیګا په یوه ویډیويي وینا کې دا د یو تروریست دولت کار وباله او ویې ویل، روسیه په دې کار سره نور هم ځان له نړۍ او بشريت څخه منزوي کوي. د اوکراین پوځ نن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مدني فعال 'نورایل کلیوال' لا هم د طالبانو په بند کې دی

د مدني فعال نورایل کلیوال کورنۍ وایي چې له ۱۸ ورځو وروسته لا هم له هغه سره د لیدو اجازه نه ده ورکول شوې. نورایل کلیوال په هلمند او کندهار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی دی چې ۱۸ ورځې مخکې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو. طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د هغه د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي. طالبانو له دې مخکې د تعلیم فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا او ګڼ نور غیرسیاسي او ټولنیز فعالان هم نیولي او بندیان کړي یې دي چې د هغوی برخلیک هم نامعلوم دی.

Pa.azadiradio.com 

متقي يو ځل بيا له ملګروملتونو وغوښتل چې د افغانستان څوکۍ د دوی استازي ته ورکړي

د طالبانو حکومت یو ځل بیا پر ملګروملتونو غږ کړی چې، د افغانستان استازولي دوی ته ورکړي. د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوه ویډیو کې چې نن د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت پر ټویټر خپره شوه، ویلي دا څوکۍ د داسې کس په لاس کې ده چې د هېچا استازی نه‌دی. نوموړي ويلي: "هغه د افغانستان استازولي چې په ملګروملتونو کې ده د داسې چا په لاس کې ده چې نه د افغانستان نماینده‌ګي کوي، نه د ولس، حتی یوه بله موجوده ډله هم نه‌شته چې نماینده‌ګي یې وکړي. نو کوشش کوو چې هغه هم د افغانانو نماینده کس ته وسپارل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حوثي ياغيانو يمن کې د کورنۍ جګړې پای ته رسولو ته چمتووالی ښودلی

حوثي یاغیانو د سعودي عربستان او عمان له استازو سره په کتنه کې په یمن کې د کورنۍ جګړې پای ته رسولو ته چمتووالی اعلان کړ. د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې صبا خبري اژانس پرون (یکشنبې) راپور ورکړ، د حوثیانو د لوړې سیاسي شورا رئیس مهدي المشاط د سعودي او عمان استازو ته وویل، یوې عادلانه او عزتمنې سولې ته لېواله دی. د سعودي عربستان او عمان د استازو پلاوي د شنبې له ورځې په یمن کې دي. هغوی له حوثیانو سره په یمن کې پر اوربند، جوړجاړي او د جګړې پر پای ته رسېدو خبرې کوي. سعودي عربستان تر اوسه پورې د حوثیانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د ډېرو جرمونو ترسره کېدونکو هېوادونو په نوملړ کې څلورم ځای خپل کړی

د نړۍ د نفوسو د بیا کتنې اداره وايي، افغانستان د جرمونو له امله د نړۍ په کچه څلورم ځای لري. دې ادارې په خپل تازه راپور کې لیکلي، په افغانستان کې فساد، قتل، هدفي وژني، د نشه‌يي توکو قاچاق، انسان تښتونه او د پیسو مینځل لا هم روان دي. له افغانستان وینزویلا، پاپانیوګيني او سویلي افریقا مخکې دي او په دې نوم‌لړ کې یې په ترتیب سره له لومړۍ تر درېیمې درجې ځای خپل کړی. دې ادارې ویلي، په افغانستان کې په لویه کچه بې‌روزګارۍ د جرایمو له زیاتوالي سره ډېره مرسته کړې ده او تر څنګ یې بې‌وزلۍ د غلا په څېر جرمونو ته لار پرانيستې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن سهار د افغانستان، پاکستان او هند په يو شمېر سيمو کې د زلزلې ټکانونه حس شوي دي

د هند د زلزله پېژندنې د ملي ادارې د مالوماتو پر اساس، نن سهار یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه یو درجه و، د افغانستان، پاکستان او هندوستان په ځینو سیمو کې احساس شوه. د دې ادارې په وینا، د دې زلزلې مرکز د افغانستان د بدخشان ولایت له مرکز فیض اباد څخه شاوخوا ۸۶ کیلومتره لېرې و. د يادې زلزلې له کبله، چې د افغانستان په ۷ بجې او ۲۳ دقیقو شوې، د احتمالي مرګ‌ژوبلو او تاوانونو کوم راپور نه‌دی ورکړل شوی.

Pa.azadiradio.com 

ترکيې تېرو دوه ورځو کې ۳۶۵ افغان کډوال بېرته کابل ته استولي

ترکیې له خپلې خاورې د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو په دوام کې په تېرو دوو ورځو کې ۳۶۵ افغان کډوال کابل ته واستول. د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې، د شنبې په ورځ ۱۳۸ او د یکشنبې په ورځ ۲۲۷ تنه افغانان د ترکیې له اغري ښاره د اریانا افغان هوايي شرکت په الوتکه کې کابل ته واستول شول. ترکیه وايي، له خپلې خاورې بې اسناده بهرني کډوال باسي. په ترکیه کې د کډوالو د ملاتړ ټولنه وايي، په تېر یوه کال کې تر زرو ډېر افغان کډوال په دغه هېواد کې نیول شوي دي. اکثره افغان کډوال د ایران له لارې په غرنیو او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاسپورټ رياست: هڅه کوو د ورځې تر ۱۵زره پاسپورټونه ووېشو

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ ریاست وايي، هڅه کوي چې د ورځې تر ۱۵ زره پاسپورټونه ووېشي. طالبانو له واک ترلاسه کولو وروسته په ځلونو د پاسپورټ توزیع ځنډولې خو دا په داسې حال کې ده چې، په اقتصادي او سیاسي ملحوظاتو پاسپورټ ته د افغانانو اړتیا زیاته شوې ده. د پاسپورټ ریاست پرون اعلان وکړ چې، اوس د ورځې له ۸ زره تر ۱۰ زره پاسپورټونه وېشل کېږي خو هڅه روانه ده چې دا شمېر د ورځې تر ۱۵ زرو پورې ورسول شي.

Pa.azadiradio.com 

ايي‌پي‌ال: نن بنګلور او لکنو کرېکټ لوبډلې سيالي کوي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د هند غوره لیګ په سیالیو کې د رایل چلینجر بنګلور لوبډله د لکنو سوپر جاینټز پر وړاندې سیالي وکړي. دغه سیالي چې په بنګلور ښار کې ترسره کېږي د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې پیلیږي. لکنو لوبډلې چې دوه سیالۍ ګټلي او یوه یې بایللې د نومرو په جدول کې درېیم مقام لري. د بنګلور لوبډلې بیا یوه سیالي ګټلې او بله یې بایللې ده او اوس په ۷م مقام کې ده. د دې لیګ د اپریل د ۹مې په سیالیو کې کلکتې تر یوې جالبې سیالۍ وروسته ګجرات ته ماتې ورکړه. دغه راز د دې ورځې په دویمې سیالۍ کې سن رایزر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراين؛ د روسي ځواکونو په بريد کې يو پنځوس کلن سړی او د هغه ۱۱کلنه لور وژل شوي

د روسي ځواکونو د توغنديو په حملو کې په اوکراین کې د پنځو وژل شویو په ډله کې یو پنځوس کلن سړی او د هغه ۱۱ کلنه لور شامله ده. د اوکراین چارواکي وايي، دغه کسان په تېرو دوو ورځو کې د اوکراین په شمال ختیځ او جنوب کې وژل شوي دي. دغه پلار او لور د روسیې د پوځ په حملو کې وړمه شپه د اوکراین د جنوب ختیځ په زاپوریژیا کې وژل شوي دي. د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د پوځ عملیاتو شدت نه‌دی کم شوی. د خرسون والي اولیکساندر برکودین ویلي، پرون ناوخته د روسیې پوځیانو پر خرسون سیمه د هدایت شویو بمونو په مرسته حمله وکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګوتېرش: په بشري مرستو رسولو کې د ښځينه کارکوونکو حضور ضروري دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش وايي، د دغه سازمان د بشري مرستو په رسولو کې د ښځینه کارکوونکو حضور ضروري دی. ښاغلي ګوتېرش پرون یکشنبه په یوه ټویټ کې وویل، په بشري چارو کې اوس د ښځو او نجونو ونډه کم‌رنګه شوې، خو کله چې دوی په دې چاره کې برخه واخلي، نتیجه به یې د ټولو په ګټه وي. طالبانو چې په ډسمبر میاشت کې په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی و، تېره اوونۍ یې ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د ښځینه کارکوونکو کار هم منع کړ. یوناما په ځواب کې په افغانستان کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هوا پېژندنې ادارې په يو شمېر ولايتونو کې د سختو ورښتونو اټکل کړی

د هوا پېژندنې اداره اټکل کوي چې، نن به د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې شدید ورښتونه وشي چې له کبله یې د سېلونو د راوتلو احتمال شته. د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې او دغه راز د هوا پېژندنې نړیوالو ادارو وړاندوینه کړې چې، نن به د ورښتونو له کبله په ځانګړي ډول د کوکچې، تالقان، بغلان، پنجشېر او غوربند سیندونو د اوبو سطحه لوړه او ښايي د سېلونو د راوتلو سبب شي. د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت هم په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې له هغو کسانو، چې د دغو سیندونو غاړو ته نږدې مېشت دي غوښتي چې د سېل خطر ته پام ولري.

Pa.azadiradio.com 

د مقاومت جبهه: ژر به د جبهې په تشکيلاتو کې اساسي تغير رامنځته شي

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت په نوم جبهه وايي، ژر به د دې جبهې په تشکیلاتي جوړښت کې اساسي بدلونونه راوړل شي. د دې جبهې یوه غړي عبدالحفیظ منصور پرون (یکشنبې) پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، له یوې میاشتې راهیسې یو شمېر کارپوهانو پر نویو ګومارنو کار کړی او د خپل کار نتیجه یې د جبهې مشرتابه ته سپارلې ده. منصور دا ټویټ یوه ورځ وروسته له دې وکړ چې د دې جبهې ویاند صبغت الله احمدي د نظر د اختلاف له کبله د جبهې له ویاندويۍ استعفا وکړه. ده په یوه ټویټ کې د مقاومت جبهه په انحصارپالنې تورنه کړې او ویلي یې دي چې، له همدې کبله استعفا کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايران سعودي عربستان ته د ډيپلوماټيکو استازوليو د بیا پرانيستلو لپاره پلاوی استوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون (یکشنبې) ناوخته اعلان وکړ چې، پلاوی به یې د جمعې تر ورځې پورې سعودي عربستان ته لاړ شي، څو په دغه هېواد کې د ایران د ډیپلوماتیکو استازولیو د بیا پرانیستلو لار هواره کړي. د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د باندنیو چارو وزارت دا اعلان یوه ورځ وروسته له دې وکړ چې، د سعودي عربستان یو پلاوی تهران ته لاړ او همدا راز د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په چین کې له یو بل سره ولیدل. سعودي عربستان د ۲۰۱۶ په جنورۍ کې له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې وروسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي اتحاديې د غړو هېوادونو د نفوس کمېدو اټکل شوی

د اروپايي اتحادیې د احصایې مرکز، یوروسټات د دې اتحادیې د نفوس په اړه په اټکل کې ویلي، د ۲۰۲۲ د جنورۍ له لومړۍ د ۲۱۰۰م د جنورۍ تر لومړۍ پورې به د دې اتحادیې د غړیو هېوادونو نفوس په سلو کې ۶ کم شي. یوروسټات دا اټکل له دې سره سره کړی چې، پر اوکراین د روسیې له یرغله وروسته میلیونونه اوکراینیان د اروپايي اتحادیې هېوادونو ته کډوال شوي دي. یوروسټاټ وايي، له سږ کاله د اروپايي اتحادیې په هېوادونو کې د نفوس د کمېدو بهیر بېرته پیلیږي او تر ۲۱۰۰ م کال پورې به د دې اتحادیې نفوس ۴۲۰ میلیونو ته ورسیږي. اوس د اروپايي اتحادیې نفوس ۴۵۳ میلیونه اټکل کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فرسټ پوسټ: اروپايي ټولنې په افغانستان کې خپلې مرستې مشروطې کړې

دي هېل: د امریکا متحدوایالتونو دي هېل ورځپاڼې پرون د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د وتلو په اړه پر انتقادونو لیکنه خپره کړې ده. د لیکنې په پیل کې راغلي چې سپینې ماڼۍ د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د وتلو په اړه د پنجشنبې په ورځ په ۱۲ مخونو کې خپله ارزونه خپره کړه. په دې ارزونه کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اداره انتقاد شوی چې د اوسني ولسمشر جو بایډن تر واکمنېدو مخکې یې د هغه په وړاندې انتخابونه محدود کړي وو. د بایډن حکومت استدلال کوي چې دوی مجبور وو، له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبيلو‌اف‌پي: د افغانستان په هرو لسو کورنيو کې يې ۹ کافي خواړه نه‌لري

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د نړۍ په هیڅ هېواد کې داسې نه‌ده چې، په هرو لسو کورنیو کې دې یې ۹ کورنۍ د کافي خوړو د ترلاسه کولو ستونزه ولري. ډبلیو‌ایف‌پي پرون (یکشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې وضعیت ناوړه شوی دی. د دې ادارې په وینا، تېر کال یې په افغانستان کې ۲۳ میلیونو افغانانو ته مرسته ورکړې ده. خو له دې سره سره هره ورځ ازادي راډیو د خلکو شکایتونه ترلاسه کوي چې مرستې نه ورسیږي او له سخت کړاو سره لاس و ګرېوان دي. ازادي راډيو ته يو تن وويل: "په دیارلسمه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر ديني عالمان: پر افغان نجونو د زده‌کړو د بنديز د دوام پرېکړه غير اسلامي ده

د طالبانو د حکومت یوه سختدریځي وزیر د یو شمېر دیني عالمانو د دې غوښتنې په وړاندې چې نجونې د تعلیم حق لري، غبرګون وښود. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې، دوو دیني عالمانو په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر مخنیوي انتقاد وکړ. دوی له طالبانو وغوښتل چې د نجونو د زده‌کړو د بندیز په اړه پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي او هغوی پرېږدي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي. د شنبې په ورځ دیني عالم عبدالرحمان عابد وویل، نجونې دې پرېښودل شي چې له هلکانو په جلا ټولګیو کې زده‌کړو ته دوام ورکړي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خيبر پښتونخوا کې د پوځ له لوري د عملياتو پيلېدو پرېکړې د سياسي ګوندونو پراخ غبرګونونه پارولي

د خیبرپښتونخوا ملتپالو ګوندونو د پاکستان د ملي امنیت پر دې پرېکړه چې په دغه ایالت کې د تروریستانو پرضد پراخ عملیات پیلوي، غبرګون وښود. د پاکستان د ملي امنیت کمېټې د جمعې په ورځ وویل، د پاکستاني طالبانو په شمول د ټولو سختدریځو ډلو د تصفیې عمومي عملیات پیلوي. دې کمېټې د خپلې غونډې په پای کې په یوه بیان کې وویل، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ولس او حکومت په همکارۍ هراړخیز او پراخ عملیات وشي څو هېواد د «تروریزم له شره» خلاص شي. د خیبرپښتونخوا ملتپالو ګوندونو ویلي، که حکومت او پوځ یو وار بیا د پښتنو... Читать дальше...


Мужчина попал под колеса трамвая в проезде Дежнева

Жаркая ночь боёв не в пользу Ульяновска

Статус готовности ГПК КПЭГ в Усть-Луге составляет 32,3%

Более 20 тысяч подростков трудоустроят в Подмосковье летом



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Румынка Санду издевается: самолёту с участниками московского съезда не дали сесть в Кишинёве

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Мужчина попал под колеса трамвая в проезде Дежнева

Прощайте волосы и зубы? От каких последствий химиотерапии может страдать Кейт Миддлтон

Музыкальные новости

Молдавия берет выборы под охрану // В республике завели дело на предполагаемого российского шпиона, а Запад предупредил о планах вмешательства Москвы

Площадь пожара в здании у метро «Динамо» в Москве составляет 400 квадратов

Конференция «Частные инвестиции во внутренний туризм Краснодарского края: проблемы, вызовы, перспективы»

Казаков, казачек и казачат Кубанского казачьего центра «Баско» наградили за активное участие в Кадетском движении России

Новости России

Прокуратура: таксист сбил 4-летнего ребенка на велосипеде на юго-востоке Москвы

В Дубне прошел день наукоградов Подмосковья

Омбудсмен Мишонова рассказала о трудоустройстве подростков в Подмосковье

Более 20 тысяч подростков трудоустроят в Подмосковье летом

Экология в России и мире

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Петербургский Пушкинский бал

Какие украшения чаще всего дарят на годовщину свадьбы: исследование «585*ЗОЛОТОЙ»

В Подмосковье обустроили 176 пешеходных маршрутов: Реутов в лидерах

Спорт в России и мире

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

Moscow.media

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

Северные ночи...

Большая часть российских автомобилистов готова перейти на б/у запчасти







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *