Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2023

Новости за 22.04.2023

Pa.azadiradio.com 

مثلث؛ اختر په افغانستان و پاکستان کې

په افغانستان او پاکستان کې سږکال اختر په داسې وخت کې راغلی دی چې لوږه او بیکاري په دې دوو هیوادو کې زیاته شوې ده نو یوشمیر کورنۍ نه دې توانیدلي چې اختر وکړي، ځینو بیا میلې جوړې کړې دي. د مثلث په دې خپرونه کې مو د دریو هیوادو له اختره خبروو

Pa.azadiradio.com 

سوډان کې جګړه؛ ښکېلو لوريو له پلازمېنې د بهرنيانو د ايستلو ژمنه کړې

د سوډان پوځ نن وویل، دوی له پلازمېنې خرطوم څخه د بهرنیو اتباعو په ایستلو کې مرستې ته چمتو دي. له خرطوم څخه د بهرنیو د ایستلو په اړه د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان بیان وروسته تر دې خپور شو چې، د ده د مخالفې وسله‌والې ډلې، چټک غبرګون ځواکونو د تخلیې لپاره هوایي ډګرونه د الوتنو لپاره پرانیستل. په خرطوم کې د رویټرز اژانس خبریال وایي، تېره شپه جګړه روانه وه خو نن سهار یې شدت کم شو. حکومتي خبري چاینلونه لوګي ښکاره کوي او داسې ویډیوګانې خپروي چې په‌کې د چاودنو غږونه اورېدل کېږي. د چټک غبرګون د ځواکونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ښاپېرۍ نغمه: مينه مې کړې ده

سندرغاړې نغمه چې ګڼ شمېر مینه وال لري، کله هم ميینه شوې؟ اجمل تورمان د نغمې د ژوند ځینې جالب اړخونه نوموړې سره مرکه کې رابرسېره کړې دي. نور په ويډیو کې:

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې سږ کال اختريزې مېلې ډېرې شوي خو کاروبارونه کم‌رنګه دي

سږ کال اختر د کندهار ښار په مېله ځایونو کې د ځوانانو ګڼه ګوڼه زياته ده. خو په دغه مېله ځايونو کې د خوراکي توکو پلورنکي وايي، د تېرو اخترو په پرتله یې کاروبار کم‌رنګه دی. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې کوژدنو ته د جوړې وړلو دود څنګه تر سره کېږي؟

د افغانستان په جنوب کې له کلونو راهیسې له واده مخکې کوژدنو «هلک او نجلۍ» ته په ځانګړو ورځو لکه اخترونو کې د جوړې په نوم جامې، مېوې او نور د سينګار توکي په دودیز شکل وړل کېږي. خلک وايي جوړه د مينې او د دوو کورنيو د اړيکو د پیاوړتيا ډول تعريفوي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د کابل ځينې اوسېدونکي د ټرانسپورټي خدمتونو له کمښت او لوړې کرايې شکايت کوي

د کابل ځینې اوسېدونکي د ټرانسپورتي خدمتونو له کمښته شکایت کوي او وايي، د ټکسي موټرو د لوړو کرایو له امله نه‌شي کولای په اختر کې د خپلوانو کورونو ته ورشي. يوه مېرمن چې رئیسه نومېږي، په کابل ښار کې له ناروغه خاوند او دریو اولادونو سره ژوند کوي. اغلې رئيسې ازادي راډيو ته وویل، سږ کال یې د اقتصادي ستونزو له امله اختر ته هيڅ تیاری نه و کړی او ترڅنګ یې د ټيکسي او نورو لیني موټرو د لوړو کرایو له امله دوه ورځې کېږي چې په کور کې ناسته ده. نوموړې وايي: "د نږدې خپلوانو او دوستانو کورونو ته ورغلو، خو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې پارلمان: طالبان دې مطيع‌الله ويسا او نور نيول شوي فعالان خوشې کړي

د طالبانو د حکومت له‌خوا د زده‌کړو د برخې د نیول شوي فعال مطیع‌الله ویسا وررو عطاالله ویسا وایي، سترګې په لاره وو، چې ورور به یې د اختر لپاره خوشې شي، خو په خبره یې داسې ونه‌شول. نوموړي په یو لیکلي پیغام کې ازادي راډیو ته ویلي: "اختر ته زما کورنۍ ، ملګري او تر ډېره ډېر افغانان او هم د بشري حقونو فعالان منتظر وو چې مطیع‌الله ویسا به را خلاص سي، دې انتظار زما کورنۍ او په ځانګړې ډول زما مور سخته پرېشانه کړه، خو بیا هم هیله کوم چې هغه دې ورځو کې ازاد کړي." د قلم لار بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا د روان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسيې يوه الوتکه نن برلين ته له ډيپلوماټيکې اجازې وروسته والوته

د روسیې یوه الوتکه نن له ماسکوه برلین ته له ځانګړې ډیپلوماتیکې اجازې وروسته والوته. دا خبره د جرمني د هوایي ځواک یوه ویاند د جرمني (ډي‌پي‌اې) اژانس ته وکړه، خو په دې اړه یې نور جزییات نه‌دي ورکړي، چې دا د مسافرو الوتکه ده که کارګو یوه ده. وروسته تر دې چې پروسږکال په فبروري میاشت کې اروپایي ټولنې د روسیې د ټولو الوتنو پرمخ خپل هوایي ډګرونه بند کړل، روسیي الوتکې خورا کمې دې هېوادو ته سفر کوي. ډېرو کسانو نن په خواله رسنیو کې برلین ته د روسۍ الوتکې سفر ته توجه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاريان: د ښار په واټونو کې د طالبانو امنيتي کسان زيات شوي دي

کابل ښاریان وایي چې، د ښار په واټونو کې د طالبانو امنیتي کسان زیات شوي دي. د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي، د دې امنیتي هڅو هدف دا دی چې کومه ډله یا شخص د اختر په ورځو شپو کې امنیتي ستونزه رامنځته نه‌کړي. په دې ښار کې د طالبانو تر بیا واکمنۍ را وروسته داعش د بهرنیو چارو د وزارت په شمول پر یو شمېر حساسو سیمو بریدونه کړې دي. په کابل کې د اختر په لومړۍ ورځ د کومې نا امنۍ راپور نه‌دی ورکړل شوی. نن د اختر دوهمه ده او نن هم تر دې دمه د نا امنۍ د کومې پېښې راپور نه‌دی خپور شوی.

Pa.azadiradio.com 

امريکا د اوکرايني ځواکونو د روزنې لپاره جرمني ته ابرامز ټانکونه ورکوي

د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر وایي، واشنګتن پلان لري چې په راتلونکو اوونیو کې ابرامز ټانکونه جرمني ته د دې لپاره واستوي چې اوکرایني ځواکونه وروزي. لویډ اسټن دا خبره پرون په جرمني کې وکړه. ده هلته د اوکراین له تماس ډلې سره په رامشتاین هوایي اډه کې په هغه غونډه کې برخه واخیسته چې، په‌کې اوکراین ته د وسلو پر ورکړه خبرې وشوې. د راپورونو له مخې به د جرمني په جنوب کې شاوخوا دوه سوه پنځوس اوکرایني پوځیان د ابرامز ټانکونو روزنه د لسو اوونیو په ترڅ کې ترلاسه کړي.

Pa.azadiradio.com 

ارمنستان په پوځ کې د ښځو خدمت کولو مسوده تصويب کړه

ارمنستان د پوځي خدماتو په قانون کې هغه مسوده تصویب کړه چې، له مخې به یې ښځو ته اجازه ورکړل شي چې د دغه هېواد په وسله‌والو ځواکونو کې په داوطلبانه توګه خدمت وکړي. په قانون کې د دې تعدیل له مخې ښځې کولی شي چې د شپږو میاشتو لپاره عسکري وکړي او وروسته به د پنځه کلنې دورې د خدمت اختیار لري. تمه ده چې د ژمي له رارسېدو مخکې به دا قانون پلی شي. اوس مهال ښځې یوازې د یوه تړون له مخې د ارمنستان په اردو کې خدمت کولی شي. په ارمنستان کې پوځي خدمت د نارینه‌و لپاره چې عمر یې د اتلس او اووه ویشت کلونو ترمنځ وي، د دوو کلونو لپاره اجباري دی.

Pa.azadiradio.com 

تورخم کې د غره ښوېدنې له امله د قربانيانو شمېر ۸ ته ورسېد

په تورخم کې د خیبرپښتونخوا لور ته د غره د ښوېدو د پېښې د قربانیانو شمېر اتو تنو ته ورسېد. د سه‌شنبې په ورځ سهار وختي هغه وخت له غره کاڼي او خاورې راوښوېدل چې تر سلو ډېرې لارۍ د پاکستان له لوري د افغانستان خواته تېرېدو ته انتظار وې. د پاکستان د ژغورنې د چارو ویاند بلال فیضي وایي، عملیات روان دي چې د دې اتو تنو مړي د خاورو او ډبرو له لاندې راوباسي.

Pa.azadiradio.com 

منيزه کاکړ: پاکستان د قانوني اسنادو لرونکي ۱۱ افغانان نيولي

پاکستاني پولیسو په کراچۍ ښار کې د افغان قانوني کډوالو د زنداني کولو په لړ کې ۱۱ نور افغان کډوال هم زنداني کړي. دا خبره په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ ازادي راډیو ته کړې او ویلي يې دي، ياد کډوال د پاکستان له حکومت او په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره ثبت دي. اغلې کاکړ په دې اړه یوه ویډیو هم له ازادي راډیو سره شریکه کړې ده. دا ويډیو د هلمند ولایت د اوسېدونکي اغا میر ده، چې په کراچۍ کې بندي دی. اغا میر چې د پاکستاني حکومت له‌خوا ورکړل شوی د افغان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه پر ایران نوي بندیزونه لګوي

اروپایي ټولنه غواړي چې پر ایران نوي بندیزونه ولګوي. د هغو اسنادو له مخې چې د ازادي راډیو فردا څانګې وار له مخه ترلاسه کړې دي، دا بندیزونه به په ایران کې د مظاهرو پر مهال د خلکو د ځپلو او په دغه هېواد کې د اټومي پروګرام او د اوږده واټن توغندیو په تړاو پر اتو چارواکو او دوو حکومتي بنسټونو ولګول شي. اټکل کېږي چې د دې بندیزونو اعلان به د دوشنبې په ورځ د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې پر مهال وشي.

Pa.azadiradio.com 

يوې روسۍ الوتکې د روسيې پر بلګورد ښار بمباري کړې ده

یوې روسۍ الوتکې د روسیې پر بلګورود ښار بمباري کړې ده. د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړ چې (سوخو-۳۴) الوتکې د اوکراین سرحد ته نږدې وړمه شپه په تصادفي ډول پر خپله خاوره بم غورځولی دی. دا بم د ښار په منځ کې له ودانیو سره نږدې پرېوتی دی. د بلګورود یوه چارواکي ویلي دي، دې بم چې شل متره سیمه په بل مخ اړولې ده، درې تنه يې ټپيان کړې دي او شاوخوا ودانیو ته یې زیان اړولی دی. بلګورود چې درې لکه اویا زره نفوس لري د اوکراین له پولې شاوخوا څلوېښت کیلومتره لرې دی.

Pa.azadiradio.com 

سوډان کې جګړه؛ د اختر په ورځو کې د اوربند ژمنه شوې

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د جګړو لمن پراخه شوې ده. تېره شپه د دې سربېره توده جګړه روانه وه چې، د جګړې ښکېلو لوریو د اختر د دریو ورځو په ترڅ کې د اوربند ژمنه وکړه. له یوې اوونۍ راهیسې د سوډان د پوځ او له پوځ څخه د بېلې شوې ډلې ترمنځ د دې جګړې په ترڅ کې تر څلور سوه ډېر ملکیان وژل شوي او په زرګونو ټپیان شوې دي. پرون د اختر په لومړۍ ورځ په خرطوم کې الوتکو بمبارۍ هم کولې. د دې جګړې د درېدو لپاره تر اوسه د نړیوالو د اوربند ټولې هڅې ناکامه شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: يونسکو باميان کې درېدلې پروژې بېرته پيل کړي دي

یو شمېر رسنیو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې، یونسکو په بامیان کې د څو میلیونو ډالرو په ارزښت درېدلې پروژې بېرته پیل کړې دي. دا پروژې چې پیسې یې ایټالیا ورکوي په دوه زره یو ویشتم کال کې وروسته تر دې ودرېدې چې طالبانو کابل ونیو. د دې پروژو اصلي تمرکز د بامیان پر بودا مجسمو او د بامیان پر غلغلې ښار دی چې د شپږم او لسم میلادي کلونو ترمنځ ودان شوی دی. یونسکو اټکل کوي چې د دې پروژې له لارې به لږ تر لږه د سیمې سل تنو ته د کار زمینه برابره شي. د بامیان د بودا مجسمې چې د شپږم او اووم میلادي پېړیو دي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملاله يوسفزۍ: د نړۍ مشران دې طالبان د ښځو حقونه ورکولو ته مجبور کړي

د سولې د نوبل د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د نړۍ له مشرانو غوښتې دي چې طالبان اړ کړي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه ورکړي. ملالې یوسفزۍ تېره شپه په ټویټر کې دا خبره وکړه او زیاتوي چې، د نړۍ مشران به ډېر ژر د افغانستان په اړه غونډه وکړي، خو دوی ته پکار دي چې تر هر څه مخکې له طالبانو وغواړي چې د ښځو د حقونو درناوی وکړي او نجونې پرېږدي چې زده‌کړې وکړي. ټاکل شوې ده چې د مې په لومړۍ او دوهمه د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش په ګډون د قطر په پلازمېنه کې د افغانستان لپاره غونډه جوړه شي. دا غونډه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سيګار: د طالبانو مداخلې افغانستان کې د مرستندويانو فعاليتونه اغېزمن کړي

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار اندېښنه ښکاره کړې ده چې، د طالبانو مداخلې په افغانستان کې د مرستندویانو فعالیتونه اغېزمن کړي دي. سیګار په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې، طالبان د ملګرو ملتو او غیردولتي مؤسسو په کارونو کې چې په افغانستان کې یې کوي، مداخله کوي. د سیګار په باور دا مداخله د مؤسسو د مرستو د چمتو کېدو د خنډ سبب کېږي. د سیګار په وینا وروسته تر دې چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې واک تر لاسه کړ مداخله یې پيل کړه. سیګار تېره شپه په خپلو ټویټونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي: اوکراين له روسي ځواکونو د نورو سيمو نيولو ته چمتو کېږي

د جرمني په رامشټاین هوایي ډګر کې د اوکراین د دفاع لپاره د تماس ډلې په پرونۍ غونډه کې اوکراین د هوایي دفاعي سیستم او د مهماتو غوښتنه وکړه. د دې په ځواب کې له اوکراین سره یو لړ ژمنې وشوې. د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وویل چې، اوکراین له روسي ځواکونو څخه د نورو سیمو د نیولو لپاره احتمالي بریدونو ته چمتو کېږي. ینس ستولتنبرګ دا خبره په جرمني کې د کییف د نړیوالو ملاتړیو په غونډه وکړه. دا غونډه د جرمني په رامشتاین هوایي اډې کې وشوه. د غونډې په ځای کې د ناټو سرمنشي ازادي راډیو ته وویل، چې تر اوسه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

معتادین: اعتیاد زموږ څخه د اختر خوښۍ او معنوي ارزښتونه اخيستي

بې سرپناه معتادین وايي چې، له کورنۍ څخه ليرېوالي او بې‌وزلۍ له دوی څخه دژوند خوښۍ اخيستي او ان دا چې د اختر خوښي يې هم له لاسه وتلې او بېرته په لاس نه ورځي. (۳۲) کلن ظاهر له اتو کالو راهیسې نشه کوي، دی په دې موده کې يوازې درې ځله کور ته تللی او د خپلې کورنۍ له غړو سره يې د څو دقيقو له پاره ليدلي دي. دی وايي چې تر اعتیاد مخکې مور او پلار مینه ورسره کوله او د اختر په ګډون يې د خپلوانو په ټولو دودیزو مراسمو کې برخه اخیسته. ظاهر چې دوه رنګه جامې یې اغوستي وايي چې، د اختر په ورځ کې يې هم په ماړه نس ډوډۍ نه ده خوړلې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سارک سازمان يو مشر افغانستان کې د بې‌وزلۍ د مخنيوي لپاره د سوداګرۍ پر پراختيا ټينګار کړی

د سارک یا د جنوبي اسیا د سیمه‌ییزې همکارۍ د سازمان یوه مشر په سیمه کې د فقر د مخنیوي لپاره د افغانستان له لارې د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ. د سارک د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس افتخار علي ملک د سارک د غړیو هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په ځانګړي ډول د افغانستان لار باید پرانیستل شي. افتخار علي ملک د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د سوداګرو یوې غونډې ته وویل، په سیمه کې د بین الافغاني تجارت دریمه برخه هم نه‌ده روانه، یعنې د سوداګرۍ له اووه شپېته فیصده څخه ګټه نه‌ده اخیستل شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اختري وړلو دود؛ يو شمېر کوژده شوې جوړې: له ډېرو لګښتونو بايد ډډه وشي

ځینې کوژده شوې جوړې غواړي چې د اختري وړلو په مراسمو کې د زیاتو پیسو له لګولو ډډه وکړي. سید عالم ارباب زاده ۲۵ کلن او د بامیان ولایت اوسېدونکی دی، له کوژدې یې دوه میاشتې تېرې شوې دي. هغه وايي، چې د اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره د هلک کورنۍ ته ستونزمنه ده، په نوروزي او اختري وړلو، ډېرې پیسې ولګوي. هغه ازادي راډيو ته وویل چې دواړه لوري باید د دا ډول مراسمو په ترسره کولو کې له ډېر لګښت څخه ډډه وکړي. ښاغلی ارباب وايي: "نوی کال لرو، کوچنی اختر لرو، لوی اختر لرو. په نوي کال کې باید جلبۍ، ماهي، کالي او طلا واخلو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اینډیپینډینټ: طالبانو په بغلان او تخار کې ښځې له ډله ییزو ګرځېدو منع کړي

اینډیپینډینټ: په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان کوچنۍ اختر نمانځي، د اینډیپینډینټ ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې لږ تر لږه په دوو ولایتونو کې طالبانو ښځو ته امر کړی چې د اختر په ورځو کې دې له راټولېدو او ډله ییزه توګه له ګرځېدو ځان وساتي. د ورځپاڼې په وینا که څه هم د طالبانو دا امر په ټول هېواد کې نه دی او یوازې په بغلان او تخار ولایتونو کې ښځو ته شوی، خو دا پر افغان ښځو د محدودیتونو د لګولو لپاره د طالبانو لومړنۍ اقدام نه دی. تر دې څه موده مخکې په هرات کې ښځو ته امر شوی و چې باغچه لرونکو رسټورانټونو ته دې نه ورځي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اختريز دودونه؛ ګڼ شمېر افغانان د اختر خوشالۍ ته واده شوې خويندې راغواړي

د افغانستان په ځینو سيمو په تېره بیا په سویلي ولایتونو کې دا دود دی، چې ورونه د اختر په ورځو کې خپلې واده شوې خویندې د مېړه له کوره د پلار کور ته راولي. روح الله تلاش چې، د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، د دوی دود دی چې وروڼه خپلې واده شوې خویندې په اختر کې د پلار کور ته راولي. خو په خبره یې، دوه خویندې لري، چې دواړه دا دوه کاله مسافرې دي او دا دود یې نه‌دی کړی. نوموړی وايي: "په تېرو کلونو کې به مو د اختر خوښۍ له خپلو خویندو او خوریانو سره یو ځای لمانځلې، په ګډه به مو د اختر... Читать дальше...


Первый театральный фестиваль «Учитель и ученики» открылся в Ногинске

Алекс Анохин: возможность вместе пройти через страницы нашей истории

Следователи попросили продлить арест замглавы Минобороны Иванова

Медиков Одинцовского округа поздравили с профессиональным праздником



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Новые книги получили псковские районные библиотеки

Bloomberg: цифры по инфляции за май убедят Банк России ...

Солисты Мариинского и Михайловского театров выступят на улицах Петербурга

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

Музыкальные новости

Пожар у станции «Динамо» в Москве потушен

Сотрудники Росгвардии приняли участие в спортивном празднике МГО «Динамо» в Москве

LG HVAC ACADEMY: ГОТОВИМ ПРОФЕССИОНАЛОВ ДЛЯ РАСТУЩЕЙ ОТРАСЛИ

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» и ДЕНЬ РОССИИ: успех России в С В О = мир во всём мире?!

Новости России

Первый театральный фестиваль «Учитель и ученики» открылся в Ногинске

Алекс Анохин: возможность вместе пройти через страницы нашей истории

Следователи попросили продлить арест замглавы Минобороны Иванова

Прокуратура: таксист сбил 4-летнего ребенка на велосипеде на юго-востоке Москвы

Экология в России и мире

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Dior Resort 2025

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Более 340 тыс. кв м асфальта отремонтировали во дворах Подмосковья

Спорт в России и мире

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе

Moscow.media

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

Утро нового лета....

Сегодня свой 70-летний юбилей отмечает Заслуженный спасатель Российской Федерации Якубовский Валерий Иванович

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *