Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2023

Новости за 11.04.2023

Pa.azadiradio.com 

د کابل د نانوایانو مخته د بې وزله ښځو او ماشومانو اوږده کتارونه

کابل کې د نانوایانو مخې ته هره ورځ لسګونه میرمنې او ماشومان څو ساعته په دې تمه تیروي چې ګوندې څوک ورته یوه ډوډۍ واخلي. ځینو دغو ښځو ازادي راډیو ته ویلي چې پخوا یې دولتي ادارو کې کار کاوه، خو اوس وزګاره شوي او اړې دي چې سوال ته لاس واچوي.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو پر هغو نارينه خياطانو د کار بنديز لګولی چې ښځينه جامې يې ګنډلې

افغانستان کې پر نارينه خياطانو د طالبانو محدوديت. شاه زمان په افغانستان کې ښځینه جامې ګنډلې خو اوس د طالبانو له لوري پر ښځینه جامو د ګنډلو له بندیز وروسته څه موده مخکې يې، خپل هېواد پرېښو او له خپل یو شاګرد سره پاکستان ته کډوال شو. نوموړی وايي، اوس کار نه‌لري خو هڅه کوي چې په یاد هېواد کې د خیاطۍ دوکان پرانیزي. نوموړی وايي: "په افغانستان کې طالبانو د ښځینه جامو ګنډونکو ته د کار اجازه نه ورکوله نو ځکه پاکستان ته کډوال شو تر څو همدلته یو دوکان خلاص کړو او خپل کار او روزګار شروع کړو." د ښځينه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې افغان خبريالان له کومو ستونزو سره مخ دي؟

يو خبریال چې عبدالله ولي زاده نومېږي، په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله پاکستان ته کډوال شوی. ولي زاده وايي، دی او په پاکستان کې نور افغان خبریالان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د قانوني اسنادو او دندې نشتوالي او بې‌برخلیکه حالت یې اندېښنې ډېرې کړي دي. نوموړی وايي: "هغه افغان خبریالان چې پاکستان ته راغلي، بې دندې شوي دي او په ډېر بد حالت کې ژوند کوي. بله خبره روحي او رواني ستونزې دي چې بې‌برخلیک ژوند راته پېښې کړي او بله مسله دا ده چې ماشومان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د خپل مخالف وسله‌وال قوماندان اکمل اميري او د هغه د ۷ ملګرو د وژلو ادعا کړې

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ادعا کړې چې، د خپلو وسله‌والو مخالفانو یو قومندان اکمل امیري یې وژلی دی. دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې شویو دغو عملیاتو کې د ښاغلي امیري ۷ ملګري هم وژل شوي دي. اکمل امیري چې د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو پخوانی قومندان هم پاتې شوی، اوس‌مهال د افغانستان د ازادۍ جبهې یو مشهور قومندان و. تر اوسه د ازادۍ جبهې چې د طالبانو وسله‌وال مخالفت کوي، په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

ځينې مشتريان: خصوصي بانکونه د افغانستان بانک نوې پرېکړه نه عملي کوي

د خصوصي بانکونو پر خدماتو د خلکو نيوکې. د هرات يو اوسېدونکی چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم راپور کې ياد شي وايي:"موږ هم دا خبر واورېد چې له دې وروسته بانکونه ۵۰ زره افغانۍ ورکوي، خو دوی اوس هم ۳۰ زره ورکوي." د هرات دا اوسېدونکی وايي، په عزیزي بانک کې حساب لري خو په وینا یې اوس هم له خپل حساب څخه د پیسو اخیستلو پر مهال له ستونزو سره مخ دی. نوموړی وايي: "څه وخت کېږي چې د اوونۍ ۳۰ زره افغانۍ ورکوي، موږ چې د برق بيل درلود، ورغلو چې دا بيل واخلئ او پیسې زموږ له حساب څخه وګرځوئ، ویل یې نه‌کېږي، تاسې اوونۍ په اوونۍ راشئ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يوناما: طالبان ملګري ملتونه اړ باسي چې د افغانانو ملاتړ د دوام لپاره يو ډارونکی انتخاب وکړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما خبرداری ورکوي، چې واکمن طالب چارواکي هڅه کوي، ملګري ملتونه دې ته اړ باسي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کېدو، خدماتو وړاندې کولو او د هغو نورمونو او اصولو تر منځ چې دوی یې د ساتنې دنده لري یو ډارونکې انتخاب وکړي. یوناما د سه‌شنبې په ورځ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دا بندیز د نجونو او ښځو پر وړاندې یو قصدي او تبعیضي چلند و چې بشري حقوق او بشر دوستانه اصول نقضوي او افغانانو ته د ژغورونکو خدمتونو ته د رسولو په برخه کې خنډونه رامنځ‌ته کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امريکا کينټکي ايالت په يوه بانک کې د ډزو په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي

د لویي ویل Louisville ښار د زاړه نشنل بانک یوه کارکوونکي پرون پر خپلو همکارانو ډزې وکړې. د ښاري پولیسو د مشرې ژاکلین ګوین ویلارول په وینا پولیسو د پېښې ځای ته له رسېدو سره سم په داسې حال کې چې ډزې روانې وې له بریدکوونکي سره نښته وکړه او ویې واژه. د بانک یوه کارکوونکي چې د پېښې له ځایه په تېښته بریالی شوی و، یوه سیمه‌يیز ټلوېزیون ته وویل چې بریدکوونکي د یوه لوی ټوپک په وسیله د ودانۍ په کنفرانس خونه کې ډزې پیل کړې او زیاته یې کړه، ټول هغه کسان چې ده ته نږدې وو، ولګېدل. د لویي ویل د پوهنتوني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يوناما د هغو مدني فعالانو په اړه اندېښنه ښودلې چې د طالبانو په بند کې دي

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پر دې اندېښنه ښودلې چې، د بشري حقونو یو شمېر مدافعان او مدني فعالان لاهم د طالبانو په بند کې دي. د ښځو د حقونو د فعالې نرګس سادات او د پوهنتون د استاد ذکریا اصولي له خوشې کېدو وروسته، یوناما بېګا پر ټویټر په یو بیان کې د دې اقدام د هرکلي ترڅنګ د نورو فعالانو د خوشې کېدو پر غوښتنه ټینګار کړی. یوناما ویلي، باید هيڅ افغان د خپل نظر د بیانولو له وجې ونه نیول شي. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر مدني فعالان، د پوهنتونونو استادان او خبریالان نیول شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرايني چارواکو د روسي ځواکونو د لسګونه حملو شنډولو خبر ورکړی

په داسې حال کې چې د روسیې پوځ د اوکراین په ختیځه سیمه دونېڅک کې هوايي او توپچي عملیاتو ته زور ورکړی، اوکرایني چارواکي وايي چې د روسي ځواکونو لسګونه حملې یې شنډې کړي. د اوکراین د ستر درستیز دفتر نن په یوه بیان کې وویل، روسي ځواکونه له درنو ځاني او مالي تلفاتو سره سره په لیمان، بخموت، افدیفکا او مارینکا ښارونو کې پر پوځي عملیاتو تمرکز ته دوام ورکوي. بیان زیاتوي چې اوکرایني ځواکونو پرون د روسیې ۵۲ حملې شنډې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکي د هغو محرمو اسنادو د افشا کېدو احتمالي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزني کې د يوې چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شوي

د غزني په ناور ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ په چاودنه کې دوه ماشومان مړه شوي دي. په سیمه کې د طالبانو چارواکي وايي، دا پېښه د ناور ولسوالي د برجګۍ درې په ګلزار کلي کې شوې ده. د غزني امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې چې پرون یې رسنیو ته استولی ويلي چې، دا مرمۍ دې ماشومانو په زاړه کباړ کې کور ته راوړي وه. ماینونه او ناچاودې مرمۍ د افغانستان د څه باندې څلورو لسیزو جګړو میراث دی چې، چاودنو یې زرګونه خلک وژلي او زرګونه نور یې معلول کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې څلور پوليس او د ټي‌ټي‌پي يو وسله‌وال وژل شوي

د پاکستان امنیتي ځواکونو نن سهار په کوټه کې د پاکستاني طالبانو یا TTP پر یوه مشکوک پټن‌ځای برید وکړ چې، په ترڅ کې یې د چارواکو په وینا ۴ پولیس او د ټي‌ټي‌پي یو قوماندان وژل شوي. د پولیسو یوه چارواکي نویدشاه اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل، دا عملیات وروسته له هغه پیل شول چې پولیسو خبر ترلاسه کړ چې دا قوماندان په کچلاغ سیمه کې په یوه کور کې پټ شوی دی. نوید شاه وايي، پولیسو له دې قوماندان څخه چې نوم یې نه‌دی اخیستل شوی وغوښتل چې تسلیم شي، خو هغه ډزې وکړې چې په پایله کې یې څلور پولیس ووژل شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يوناما له خپلو افغان همکارانو غوښتي چې تر بلې خبرتيا دې دفترونو ته نه‌ځي

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت خپلو کارکوونکو ته ویلي دي چې، په افغانستان کې د دې سازمان د فعالیت د دوام په اړه د پرېکړې تر وخته دې خپلو دفترونو ته نه‌ځي. یوناما نن په یوه بیان کې وویل، د ملګروملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا د مې تر ۵مې نېټې پورې په افغانستان کې د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز د پرېکړې په اړه ارزونه کوي. د طالبانو حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې ښځې د ملګروملتونو او نورو نادولتي مؤسسو په دفترونو کې کار نه‌شي کولای. یوناما وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان دفاع وزير: د طالبانو حکومت د ټي‌ټي‌پي پر ضد درېدل نه‌غواړي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف یو وار بیا ادعا وکړه، چې پاکستاني طالبان افغان خاوره په پاکستان د خپلو تروريستي فعالیتونو لپاره استعمالوي، هغه ادعا چې په وار وار په افغانستان کې د طالبانو حکومت رد کړې ده. د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له امریکا غږ ټلوېزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، د طالبانو حکومت که څه هم غواړي چې د پاکستاني طالبانو په مسله کې له پاکستان سره مرسته وکړي خو نه‌غواړي چې د ټي‌ټي‌پي پرضد ودریږي. ښاغلي اصف ویلي، د ده د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت او ناټو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فايق: ملګري ملتونه هغه رژيم ته استازولي نه ورکوي چې د افغانانو استازی نه‌وي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سرپرست دایمي استازي ځواب! په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ به هیڅ‌کله داسې رژیم ته و نه سپارل شي چې د افغانانو استازیتوب نه‌کوي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون په خپله ټویټرپاڼه د دې وزارت د سرپرست امیرخان متقي یوه ویډیو خپره کړې چې، په‌کې له ملګرو ملتونو غواړي چې په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپاري او زیاتوي، په دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونېسف په هلمند کې د زیانمن شویو ښوونځیو د ترمیمولو چارې پیل کړي

په هلمند کې د ملګرو ملتونو اړوند یونېسف د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د زیانمن شویو ښوونځیو د ترمیمولو چارې پیل کړي دي. تازه یونېسف د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې یو ښوونځی ترمیم کړی دی. د یونېسف مسوولان وايي، پلان لري چې په دې ولایت کې ۶۰ ښوونځي ترمیم او بېرته فعاله کړي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

په یمن کې د جګړې د پای ته رسولو هڅې پیل شوي

په یمن کې د سعودي عربستان سفیر پرون دوشنبې وویل چې د اوربند د تثبیتولو او د خبرواترو د زمینې د برابرولو لپاره د یمن پلازمېنې صنعا ته تللی دی. صنعا د حوثي یاغیانو په کنټرول کې ده. محمد الجابر پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، د خپل ورور هېواد عمان د استازو له پلاوي سره یې د اوربند د تثیبت او د سولې د ټینګښت لپاره صنعا ته سفر کړی دی. ده همداراز ویلي، د بندیانو د تبادلې او د یوې دایمي او هر اړخیزې سیاسي حللارې د موندلو په خاطر یې د یمني خواوو ترمنځ د خبرو د ځای د ټاکلو غوښتنه کړې ده. له بلې خوا حوثي یاغیانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان بیا کاندیدوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، غواړي چې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان بیا کاندید کړي. بایډن پرون دوشنبې په سپینه ماڼۍ کې د این بي سي شبکې له خبریال سره په مرکه کې په عین حال کې وویل چې تراوسه پورې د خپلې پرېکړې رسمي اعلان ته چمتو نه دی. بایډن د دیموکرات ګوند لومړنی شخصیت دی چې د راتلونکي کال انتخاباتو ته د کاندیدو په اړه یې خپله اراده څرګنده کړې ده. د دیموکرات ګوند نورو غړیو تر اوسه پورې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ځان د کاندیدولو په اړه څه نه دي ویلي. دیموکرات او جمهوریپال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایف پي: په افغانستان کې ۸ سوه میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام یا ډبلیو ایف پي پرون دوشنبې وویل چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره یې په افغانستان کې ۸ سوه میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا ده. دې پروګرام ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه خلک په شدید ډول وږي دي او په نړیوالو مرستو متکي دي. خو په داسې حال کې چې مرستندویې موسسې په افغانستان کې خوراکي مواد او روغتیايي او تعلیمي خدمات وړاندې کوي، طالبانو د ناحکومتي موسسو او ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو بندیز لګولی چې له کبله یې د دغو موسسو په وینا د دوی د مرستو وېش سخت اغېزمن شوی دی.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې د یوه بانک مامور څلور تنه په ډزو ویشتلي

د امریکا د کنټاکي ایالت د لوی ویل ښار د یوه بانک مامور پرون دوشنبې سهار څلور تنه په بانک کې دننه په ډزو وویشتل. د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، حمله کوونکي، چې ۲۵ کلن دی او کانر سترګیون نومېږي، د برید جریان د انسټاګرام له لارې په ژوندۍ بڼه وښود. حمله کوونکی له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی. تراوسه د هغه د حملې انګېزه څرګنده شوې نه ده. په روان میلادي کال کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې دې ته ورته ۱۴ نور بریدونه شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د تحصیلي بنسټونو د علمي کادرونو معاشونه لوړ کړي

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي بنسټونو د علمي کادرونو د معاشونو د لوړېدو خبر ورکړی دی. لوړو زده کړو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پوهاند علمي رتبې میاشتنی معاش له ۳۹ زرو څخه شپېتو زرو، د پوهنوال له ۳۳ زرو څخه پنځه څلوېښت زرو، د پوهندوی له ۲۷ زرو اته دېرش زرو او د پوهنمل له ۲۱ زرو څخه دېرش زره افغانیو ته لوړ شوی دی. خبرپاڼه کې ویل شوي چې د معاشونو دا لوړېدا د ۱۴۰۲ لمریز کال د وري یا حمل له میاشتې د اجرا وړ ده. د طالبانو حکومت دغه ګام په ظاهره له هېواده د علمي کادرونو د تېښتې د مخنیوي په خاطر کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ختیځ کې یو صراف د تښتونکو له منګولو ژغورل شوی

د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست وایي، د افغانستان په ختیځ کې یې د حاجي دل اغا په نوم یو صراف د تښتونکو له منګولو ژغورلی دی. دغه ریاست تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه هغه ویډیو هم خپره کړې چې په ظاهره درې تنه تښتونکي چې د لغمان ولایت اوسېدونکي دي، د خپل جرم یادونه په کې کوي. د استخباراتو پر ټویټرپاڼه لیکل شوي، تښتونکو د دغه صراف له کورنۍ نه دوه میلیونه ډالره غوښتی وو. دغه ریاست دا معلومات نه دي ورکړي چې خوشې شوی صراف څه موده له تښتونکو سره و او چېرته ساتل کېده؟ دا په داسې حال کې ده چې پرون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلوڅانو د ازادۍ پوځ په کوټه کې د پروني برید مسوولیت منلی

د بلوڅانو د ازادۍ پوځ په نوم وسله والو د کوټې په کندهاري بازار سیمه کې د پولیسو پر یو موټر د پرونۍ بمي حملې مسوولیت منلی دی. دغو وسله والو په یوه خبرپاڼه کې چې د دوشنبې ماښام یې رسنیو ته لېږلې ویلي، دغه پولیس له ملکي بلوڅانو سره د ناوړه بشري چلند په غبرګون کې تر برید لاندې راغلي. د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند بابر یوسفزي ویلي، په دغه بمي برید کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي. د یوسفزي په وینا، په مړو کې ۲ پولیس او ۲ ملکي وګړي دي. د پولیسو په وینا په دې برید کې د پولیسو د تحقیقاتو د برخې د یوه چارواکي موټر په نښه شوی.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: لوګر ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ ډېر شوی

لوګر کې د طالبانو ځایي مسوولان وایي، دغه ولایت ته په دې وروستیو کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی. د دوی په وینا اکثره دغه ګرځندویان د لوګر له لرغونو سیمو لکه مس عینک، کافر کوټ او دغه راز سرخاب او ابتک بندونو څخه لیدنه کوي. د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر رفیع الله صمیم ازادي راډیو ته وویل، یوازې تېره یوه میاشت کې شلو بهرنیو او کورنیو ګرځندویانو د لوګر لرغونې سیمې کتلي دي. په افغانستان کې له بامیانو وروسته د بودایي اثارو یوه لویه برخه د لوګر په عینک سیمه کې موقعیت لري.

Pa.azadiradio.com 

روسیې او اوکراین د جنګي اسیرانو لویه تبادله وکړه

روسیې او اوکراین د دوشنبې په ورځ د جنګي اسیرانو لویه تبادله وکړه. تر دغې تبادلې مخکې د اوکراین په ختیځ کې د پوځ یوه قومندان مسکو د ایفیدیفکا ښار په نړولو تورن کړ. دواړو لورو ویلي چې اوکراین د روسیې ۱۰۶ اسیران او روسیې د اوکراین ۱۰۰ جنګي اسیران ازاد کړي دي. د روسیې دفاع وزارت ویلي، دغه تبادله تر یو لړ خبرو وروسته ترسره شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

یوناما د طالبانو په بند کې د یو شمېر فعالانو پر وضعیت اندېښنه وښوده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما د طالبانو له بنده د نرګس سادات او زکریا اصولي د راخوشې کېدو هرکلی کړی، خو د یو شمېر نورو بندي فعالانو پر وضعیت یې اندېښنه ښودلې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما وایي، دغه هېواد کې د میاشتو په تېرېدو د ځینو بندي فعالانو د برخلیک هېڅ څرک نه لګېږي. دغه ماموریت د دوشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دې ډله کې یو شمېر هغه فعالان هم توقیف شوي چې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره یې غږ اوچت کړی دی. یوناما له بنده د یوې معترضې... Читать дальше...


Финляндия направит РФ ноту в связи с подозрениями в нарушении границ самолетами

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

«Лишний раз шевелиться не хочется»: Московский зоопарк показал отдыхающих капибар

Упавших в ливневую канализацию утят спасли в Сергиевом Посаде



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

«Лишний раз шевелиться не хочется»: Московский зоопарк показал отдыхающих капибар

Упавших в ливневую канализацию утят спасли в Сергиевом Посаде

Финляндия направит РФ ноту в связи с подозрениями в нарушении границ самолетами

Музыкальные новости

Молдавия берет выборы под охрану // В республике завели дело на предполагаемого российского шпиона, а Запад предупредил о планах вмешательства Москвы

Читателей "Чемпионата" пригласили посмотреть матч Евро-2024 на большом экране

«Магнит» планирует строительство нового склада в Ленобласти

Новинки для пляжа от belle you: купальники Splashes для яркого лета

Новости России

С какими деньгами россиянам теперь лететь за границу вместо долларов и евро: названы два варианта валюты

Свыше 150 выездных акций провел Московский областной центр крови с января

Жаркие единоборства в ледовом дворце

«Лишний раз шевелиться не хочется»: Московский зоопарк показал отдыхающих капибар

Экология в России и мире

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Петербургский Пушкинский бал

Dior Resort 2025

Спорт в России и мире

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Moscow.media

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Молодые специалисты «Газпромнефть - Битумные материалы» продемонстрировали эффективное решение в финале «CASE-IN»

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Прощайте, я от вас улетаю







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *