منیزه کاکر: د پاکستان په سند کې ډېری نیول شوي افغانان قانوني اسناد لري
د پاکستان په سند ایالت کې د افغان بندیانو مدافع وکیله منیزه کاکړ د پاکستان له زندانونو د څه باندې پنځوسو افغانانو له خوشې کېدو وروسته وايي چې د دغه ایالت د پولیسو له خوا ډېری نیول شوي کسان قانوني اسناد لري. سمیرا پرتو وايي چې مېړه یې د روژې په میاشت کې د خور له خاوند او ورور سره د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوی او په زندان کې دی. د دې په وينا، ناروغ مېړه يې له تېرو ٢٥ ورځو راهيسې د پاکستان د کراچۍ ښار په لاندي زندان کې دى. هغې وویل: "اوس مې مېړه ناروغه دی، په اوږه کې یې یوه دانه وه. ډاکترانو وویل چې شاید سرطان وي، باید عملیات شي. Читать дальше...