Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2023

Новости за 15.04.2023

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې بند پاتې افغان مسافرو لپاره د روژه ماتې جوړېدل

د کرښې اخوا ځینې اوسېدونکي د هغو افغانانو لپاره چې د قانوني او یا سرحدي ستونزو له کبله نه شي کولای خپل هېواد ته ستانه شي، هره ورځ روژه ماتې برابروي. د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه افغانان له پولې د تېرېدو پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي او کله هم څو ورځې پاکستان کې بند پاتې کېږي.

Pa.azadiradio.com 

په پکتیکا کې د دوه کورنیو تر منځ په شخړه کې اوه کسان وژل شوي

په پکتیکا کې د دوه کورنیو تر منځ په شخړه کې اوه کسان وژل شوي دي. د پکتیکا د والي ویاند ثناالله معصوم رسنیو ته ویلي چې دا نښته تېره شپه د پکتیکا په خیرکوټ ولسوالۍ کې شوې او په ترڅ کې یې د یوې کورنۍ دوه ښځې او دوه ماشومان او د بلې کورنۍ یوه ښځه، یوه نجلۍ او یو سړی وژل شوي دي. معصوم وویل چې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

د سوډان یوې لویې ملېشې د ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو دولتي ودانیو د نیولو ادعا کړې

په سوډان کې د کودتا د احتمالي هڅې په ترڅ کې د دې هېواد لویې ملېشه ډلې ادعا کړې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او نورې دولتي ودانۍ یې نیولې دي. په عین حال کې د سوډان پوځ ویلي چې د کودتا د شنډولو لپاره جګړې ته دوام ورکوي او د دې ملېشه ډلې ځینې مرکزونه یې نیولي دي. په عملي ډګر کې معلومه نه ده چې وضعیت څه ډول دی. متحدوایالتونو په دې هېواد کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره غږ کړی. دا په داسې حال کې ده چې په سوډان کې د ډیموکراسۍ د واکمنېدو په هدف د انتخاباتو لپاره تیارۍ روانې دي. د ډیموکراسۍ پلویانو خبرداری... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانانو بې وزلي؛ ځینې هټیوال: د اختر په رارسېدو د وچې مېوو پېرېدونکي نه لرو

د اختر په رارسېدو سره د وچې مېوې يو شمېر پلورونکي وايي، که څه هم د وچې مېوې بيه راټيټه شوې، خو پېرېدونکي نه لري. داسې ښکاري چې اقتصادي کړکېچ او د بې وزلۍ زیاتوالي د وچې مېوې د سوداګرو کاروبار هم پیکه کړی دی. اختر ته یوازې څو ورځې پاتې، خو د وچو مېوو پلورونکي وايي، پخوانی بازار یې نه شته. په کابل کې د وچې مېوې یو پلورونکی خواجه وحیدالله صدیقي ازادي راډيو ته وویل: "ټول خلک بې وزلي دي، د شیانو اخیستو توان نه لري. غریب خلک نه اختر لري نه برات. ډېری مراجعین مو چې سرمایه دار، وکیلان او وزیران وو، هغوی ټول ولاړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو مخکینۍ ښاروالې 'ظریفې غفاري' د جرمني د لوټر معتبره جایزه ګټلې

د ښځو د حقونو فعالې ظریفې غفاري چې په افغانستان کې یې د لومړنۍ ښځینه ښاروالې په توګه دنده لرله د جرمني د لوټر معتبره جایزه ګټلې. ظریفه غفاري له ۲۰۱۸ کال څخه په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام تر پرځېدو پورې د میدان وردګو د مرکز میدان ښار ښارواله وه. هغه اوس په جرمني کې اوسي. مېرمن غفاري ته دا جایزه چې نقدې ۱۰ زره یورو هم ورسره دي نن د لوټر جایزې د ټولنې له خوا په شمال کالدین ښار کې وسپارل شوه. د لوټر جایزه د جرمني د شپاړسمې میلادي پېړۍ د مشهور عیسوي دیني عالم او فیلسوف مارتین لوټر په نامه نومول شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر کروندګر او بڼوال: سږ کال به په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راشي

د افغانستان په ولایتونو کې یو شمېر کروندګر او بڼوال وایي، سږ کال به د دوی د باغونو او کرنیزو ځمکو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راشي. فهیم په بلخ ولايت کې يو بزګر دی. نوموړی وايي چې وروستيو ورښتونو او سړې هوا د ځينو مېوه لرونکو ونو فصلونه او د غنمو کروندې له منځه وړي دي. هغه زیاتوي، که څه هم وروستیو ورښتونو په ځینو کښتونو لکه سبزیجاتو ښه اغېز کړی، خو په خبره یې هغه محصولات چې دوی کولای شول ورنه ښه عاید ترلاسه کړي، زیانمن شوي دي. فهیم ازادي راډیو ته وويل: "د بادامو ونې اصلاً حاصل نه لري، ځکه یخ وهلي او انګور هم په بشپړه توګه وچ شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اقتصادي کړکېچ او بې کاري؛ ځینې کسبګر او وزګار افغانان د کار له نشتوالي شکایت کوي

یو شمېر کسبګر او وزګار افغانان د کار له نشتوالي او ناسم اقتصاد شکایت کوي. محمد شعیب د کابل اوسېدونکی او رنګمال دی. هغه چې د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، وایي، په دې ورځو کې یې کاروبار ښه نه دی. محمد شعیب وايي، که څه هم د اختر ورځې نږدې دي، خو د رنګمالۍ کاروبار پیکه دی او خلک د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو کورونو د رنګولو توان نه لري. هغه زیاتوي: "یو وخت به خلکو اختر ته نږدې خپل کورونه رنګول، خو اوس دا خبرې نه شته، کارو بار هم هېڅ درک نه لري. په تېرو کلونو کې به ما په درېیو څلورو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کور پاتې کېدل او جبري بې کاري؛ ځینې افغان مېرمنې خامک ګنډلو ته اړې شوي

په کور کې پاتې کېدل او جبري بې کارۍ ځينې ښځې او نجونې خامک ګنډلو ته اړې کړي دي. یوه افغانه مېرمن د خامک ګنډلو له لارې د خپلې کورنۍ لګښت برابروي. پروین وايي، د طالبانو په لومړنۍ دوره کې هم نجونې له زده کړو او کار منع شوې وې او دې له ناچارۍ د کور چلولو لپاره خامک ګنډلو ته مخه کړه. خو د هغې په خبره، په تېر جمهوري نظام کې یې بیا په ښار جوړونې وزارت کې د کار او معلمي دندې درلودې. د کابل ښار دا اوسېدونکې وايي، نه شي کولای له دې لارې په تر لاسه کړې ګټه وټه د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ ټولې اړتیاوې پوره کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران لویه څارنوالۍ: د حجاب نه مراعتونکې ښځې محاکمه کېږي

د ایران د لوی څارنوال د مرستیال له قوله نن خبر ورکړل شو چې ښځې باید هرومرو حجاب مراعت کړي او که چېرته چا حجاب نه و کړی، په جنایي محاکمو کې به محاکمه شي. رویټرز اژانس څرګندوي چې د ایران د لوی څارنوالي د دې چارواکي دا خبرداری په داسې وخت کې خپور شوی دی چې په ایران کې ورځ په ورځ د هغو مېرمنو شمېر په زیاتېدو دی چې د حجاب له اجباري قانونه سرغړونه کوي؛ په شاپنګ مالونو کې پوړني نه پر سروي، په رستورانتونو، دوکانونو او نورو عامه ځایونو کې هم حجاب سم نه مراعتوي. یو شمېر ایراني ښځینه فعالانو او مشهورو پېژندل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کاکړ: د پاکستان پولیسو راجستر شوي او اسناد لرونکي افغان کډوال نیولي

په پاکستان کې ځینې افغان کډوال او استازي یې وايي، وروسته له هغې چې په دې هېواد کې له ملګرو ملتونو او د پاکستان له حکومت سره د راجستر شویو افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل شوې، د دوی اندېښنې یې هم ډېرې کړي دي. یو افغان کډوال چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې له اسنادو سره هم اوس افغان کډوال نیول کېږي، ځورول کېږي او بېرته په رشوت خلاصېږي. هغه وویل: "په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ښه نه دی، د قانوني اسنادو له درلودلو سره هم پولیس کډوالو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د هند او افغانستان تر منځ درې یو ورځنۍ لوبې کېږي

یو شمېر هندي رسنۍ خبر ورکوي چې د هند کرکټ ملي لوبډله به د جون په میاشت کې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې وکړي. ټاکل شوې ده چې دا سیالۍ د جون له شپاړسمې پيل شي. د راپور له مخې هند وایي چې دا لوبې نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره دي. د کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام سږ کال په هند کې د اکټوبر په پنځمه پیلېږي.

Pa.azadiradio.com 

هند له افغانستان سره د لس زره ټنه غنمو مرسته کوي

هند له افغانستان سره د لس زره ټنه غنمو مرسته کوي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په دې اړه نوي ډیلي د خوړو له نړیوال پروګرام سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی. ټاکل شوې ده چې دا غنم د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته انتقال شي. د خوړو نړیوال پروګرام پرو سږ کال په افغانستان کې له درویشت میلیونه خلکو سره د خوراکي موادو مرسته وکړه، په دې مرسته کې څلوېښت زره ټنه غنم د هند و.

Pa.azadiradio.com 

له عربي ټولنې سره د سوریې د بیا یوځای کېدو په تړاو غونډه شوې

د فارس خلیج د عرب هېوادونو، همداراز د مصر، عراق او اردن استازیو پرون د سعودي عربستان په جده کې پر دې خبرې وکړې چې سوریه بېرته له عربي ټولنې سره یوځای کړي. د سعودي عربستان په نوښت د دې جوړې شوې غونډې په اړه د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په دې برخه کې کومه موافقه لاسلیک نه شوه. یو شمېر مهمو عربي هېوادونو لکه مصر او متحد عربي اماراتو له سوریې سره اړیکې ښه کړي دي. عربي ټولنې په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې غړیتوب وروسته تر دې وځنډاوه چې ولسمشر بشار الاسد مظاهره چیان سخت وځپل.

Pa.azadiradio.com 

د جاپان صدراعظم له یوه بمي برید روغ وتلی

د جاپان پر صدراعظم فومیو کیشیدا نن د داسې بمي برید وشو چې لوګی جوړوي. جاپاني رسنۍ خبر ورکوي چې یوه مشکوک کس د جاپان په لوېدیځ کې هغه مهال د لوګي بم دا برید وکړ چې کیشیدا په ازاده فضا کې وینا کوله. له دې حملې سره په لوړ غږ چاودنه وشوه او صدراعظم روغ رمټ له صحنې وایستل شو. د راپورونو له مخې دې برید چاته زیان نه دی اړولی او پولیسو د پېښې په ځای کې یو مشکوک تن نیولی دی.

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسشمر د تقاعد لانجمن قانون لاسلیک کړ

د فرانسې ولسشمر امانویل مکرون نن د تقاعد لانجمن قانون لاسلیک کړ. د بېلابېلو ټولنو له لوري له درېیو میاشتو راهیسې په فرانسه کې اعتراضونه روان دي چې ولسمشر دا قانون توشېح نه کړي. د دې قانون له مخې په فرانسه کې د تقاعد عمر له دوه شپېته کلونو څلور شپېته کلونو ته لوړ شو.

Pa.azadiradio.com 

کروندګر: د طالبانو حکومت له بديل کښت پرته زموږ د کوکنارو کښتونه ويجاړوي

د فراه ولایت بزګران شکایت کوي چې، د طالبانو حکومت له بديل کښت پرته د دوی د کوکنارو کښتونه ويجاړوي، خو د بديل کښت په برخه کې د مرستې ژمنه نه‌ده ورسره شوې. ولي محمد چې په خپله پنځه جريبه ځمکه کې يې کوکنار کرلي او تازه يې د طالبانو د حکومت نظامیانو کښت ورویجاړ کړی وايي، د پور په پیسو يې ځمکه خړوبه کړې وه، خو اوس چې يې د کوکنارو کښت ويجاړ شوی، د خپلې کورنۍ د یوه کال روزي يې له لاسه وتلې ده. نوموړی وايي: "د ډېرې مجبورۍ او مفلسۍ له امله مې کوکنار وکرل، کله چې د کوکنارو بوټي لږ غټ شول طالبان راغلل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړيوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه: لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د هغو افغانانو د ستونزو په اړه یو مطلب خپور کړی دی چې، د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په قاچاقي لارو امریکا ته تللي. دا او نور کډوال د متحدوایالاتو او مکسیکو ترمنځ د سرحدي دېوالونو شا ته بند پاتې دي. ورځپاڼه د یوه ۳۳ کلن افغان چې د عبیدالله په مستعار نوم یې پېژندلی کیسه را اخیستې. هغه وايي، په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کړی او اوس مهال د مکسیکو د شمال له تیخوانا ښار څخه د امریکا خاورې ته اوښتی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

وېسټ: افغانان د خبرو له لارې د اوسنیو ننګونو د اواري غوښتونکي دي

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی وايي، افغانان د خبرو له لارې د اوسنیو ننګونو د اواري غوښتونکي دي. د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، په دوحه کې یې د 'د افغانستان راتلونکي فکر فورم' په نوم غونډه کې له یو شمېر افغانانو او د متحده‌ایالاتو له شریکانو سره کتلي دي. هغه نن سهار په یو لړ ټویټونو کې د دې غونډې جزییات لیکلي او زیاتوي: "د دې غونډې هر افغان ګډونوال د خبرو له لارې د افغانستان د اوسنیو ننګونو د اواري او له جګړې سره د مخالفت غږ کړی."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ځانګړي استازي له قطري چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړي استازي ټام وېسټ د قطر له صدراعظم محمد بن عبدالرحمان ال ثاني او د دغه هېواد د شخړو د هواري لپاره له ځانګړي استازي مطلق القحطاني سره د افغاستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې. وېسټ د دې لیدنې کتنې په ارتباط چې په پلازمېنه دوحه کې شوه په خپل ټویټر کې پرون ناوخته خبر ورکړ. ده لیکلي چې قطر د امریکا د ګټو د خوندیتوب په برخه کې د واشنګټن مهم همکار دی او دا هېواد د افغانانو د حقونو ملاتړی دی. د قطر له صدراعظم او د شخړو د مخنیوي په چارو کې د دغه هېواد له ځانګړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان په کوکچې سیند کې دوه کسان غرق شوي

په بدخشان کې یوه مېرمن او یو ماشوم د کوکچې په سیند کې غرق شوي دي. د بدخشان د حوادثو د ریاست مسوول محمد کامګار پرون وویل چې تر غرمې وروسته درې ماشومان او یوه مېرمن سیند ته وغورځېدل چې دوه ماشومان خلکو راوایستل او دا مېرمن له یوه ماشوم سره اوبو یووړه. تر اوسه د دې دوو تنو مړي نه دی موندل شوي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان خپلو پوځیانو ته یونیفورم وېشي

د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړی دی چې په لنډ راتلونکې کې به خپلو پوځیانو ته یونیفورم ورکړي. د دې وزارت ویاند عنایت اله خوارزمي د جمعې په ورځ په کابل کې وویل چې د پوځ لپاره د ځانګړیو جامو د تولید چارې روانې دي او کله چې ټولې چمتو شوې وېش به یې پيل شي. د افغانستان په ښارونو کې خلکو بیا بیا ازادي راډیو ته دا شکایت کړی دی چې په شخصي جامو کې وسله وال د ناامنۍ سبب کېږي او دوی نه پوهېږي چې دا کسان څوک دي. په تېر څه باندې یو نیم کال کې چې طالبانو کابل نیولی دی دوی خپلو ځینو پوځیانو ته د جمهوریت د وخت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغاني الاصله فرانسوي خبریال 'مرتضی بهبودي' د خوشې کېدو غوښتنه وشوه

د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي مېرمنې الکساندرا موستوفایا ازادي راډیو ته وویل چې هیله یې دا ده چې طالبان د دې خاوند له زندانه خوشې کړي. بهبودي د جنوري په پنځمه یوه ورځ وروسته تر دې طالبانو ونیوه چې دی له فرانسې کابل ته ولاړ. د بهبودي مېرمنې ازادي راډیو ته وویل چې د دې خاوند خبریال دی، جنایت یې نه دی کړی او تر اوسه په تېرو څه باندې درېیو میاشتو کې دا یو ځل توانېدلې ده چې په ټیلفون له هغه سره خبرې وکړي. ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتې دي چې د مدني ټولنې یو شمېر فعالان سمدستي له زندانونو خوشې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په چمن کې یوې چاودنې درې ماشومان وژلي

پاکستاني پولیس وایي چې درې تنه ماشومان یوې چاودنې وژلي دي. د پولیسو یوه چارواکي شبیر احمد پرون اسوشېټېډپرېس اژانس ته وویل، دې ماشومانو پرون د چمن په ښار کې په یوه کور کې له یوه بم سره لوبې کولې چې چاودنه وشوه. پولیس وایي چې تر دې مخکې په دې کور کې افغان کډوالو ژوند کاوه، خو دا څرګنده نه ده چې دا بم څرنګه ماشومانو تر لاسه کړی دی. د شبیر احمد په وینا د دې چاودنې په تړاو تحقیقات روان دي.

Pa.azadiradio.com 

د سعوديانو او حوثیانو د روغې جوړې په خبرو کې پرمختګ شوی

د یمن د حوثیانو جګپوړي مذاکره کوونکي وایي چې له سعودي عربستان سره په خبرو کې پرمختګ شوی او نورې خبرې به د پاتې مهمو اختلافاتو د حل سبب شي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون دواړه لورې وهڅول چې نږدې نهه سوه بندیان تبادله کړي. په پلازمېنه صنعا کې تر خبرو وروسته دواړو لوریو پر یوه بل د اعتماد او باور په خاطر د سره صلیب دا وړاندیز ومانه او یو شمېر زندانیان یې تبادله کړل. په واشنګټن ډي سي کې د عربي مرکز همکارې او یمنۍ خبریالې افراح ناصر اسوشېټېډپرېس اژانس ته وویل چې دا یو ښه اقدام دی. افراح ناصر وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د انګور اډې سیمه سوداګریز بندر ته لوړه شوې؛ الکوزی: دا ډول بندرونه امکانات غواړي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د اسلام اباد دا پرېکړه ستایي چې د انګور اډې سیمه یې د سوداګریز بندر کچې ته لوړه کړه. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مشرتابه پلاوي غړي خان جان الکوزي د پاکستان د کابینې دا پرېکړه وستایله، خو الکوزي وویل چې تر دې دمه هلته او حتی د غلام خان په بندر کې ټرانزیټي امکانات نه دې برابر شوي. الکوزي زیاته کړه چې دا ډول بندرونه تخنیکي امکانات غواړي. خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې انګور اډه د دواړو هېوادونو لپاره ډېره مهمه ده. هغه زیاته کړه: "دا... Читать дальше...


Жалобонакатный станок: как учителям защищать свои права

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

В Москве пенсионер потерял почти 13 млн рублей, поговорив с мошенниками

Выборы уводят от бумаги // ЦИК удовлетворил все поданные регионами заявки на использование ДЭГ



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В США объяснили механизм получения Киевом прибыли от активов России

Финэксперт Тальдрик: покупать иностранную валюту лучше после стабилизации курса

КазМунайГаз и Marubeni готовы развивать низкоуглеродные проекты на Атырауском НПЗ

Пожилой москвич поговорил с мошенниками и потерял почти 13 млн рублей

Музыкальные новости

Сотрудники Росгвардии приняли участие в спортивном празднике МГО «Динамо» в Москве

РМК покинул Нагорный Карабах 12 июня - в День России

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

Новости России

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

Выборы уводят от бумаги // ЦИК удовлетворил все поданные регионами заявки на использование ДЭГ

В Москве пенсионер потерял почти 13 млн рублей, поговорив с мошенниками

Reuters: Германия не дала принять новый пакет санкций против РФ

Экология в России и мире

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Спорт в России и мире

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Moscow.media

Больше функций для комфорта: беспроводные клавиатуры Fstyler FBK26C AS, FBK27C AS и FBK36C AS от A4Tech

Открыто движение по отремонтированной полосе моста через реку Ува в Удмуртии

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *