ملګري ملتونه: که پر ښځينه کارکوونکو بنديز ليرې نهشي راتلونکې مياشت کې له افغانستان وځو
ملګري ملتونه وایي، که دوی طالبانو ته دا قناعت ورنهکړي چې ښځینه همکارانو باندې یې د کار بندیز لرې کړي، نو دوی به راتلونکې مې میاشته کې یوه (زړه بوږنونکې) پرېکړه وکړي او له دغه هېواده به ووځي. د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مشر اخیم شټاېنر اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، د ملګرو ملتونو چارواکي دا مهال د افغانستان له اوسني حکومت سره په خبرو بوخت دي او هیله لري چې طالبان د دوی ښځینه همکارانې د بندیزونو له لېسته استثنا کړي. نوموړي ویلي، دا به عادلانه وي چې دوی په افغانستان کې خپل فعالیت و دروي،... Читать дальше...