زیلینسکي: پولنډ د اوکراین په بیا رغونه کې مهم رول لوبولای شي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي چې د پولنډ له پلازمېنې وارسا څخه کتنه تر سره کوي، نن وویل چې اوکراین پولنډ یو د لوېدیځ له خپلو نږدې متحدینو او هغه شریک ګڼي چې د روسیې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د دې هېواد په بیا رغونه کې مهم رول لوبولای شي. زیلینسکي د پولنډ له ولسمشر اندژې دودا او صدراعظم ماټیوش موراویسکي سره له کتنې وروسته له خپل پولنډي سیال سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې دغه څرګندونې وکړې. د پولنډ ولسمشر اندژې دودا په دې خبرې کنفرانس کې وویل چې پولنډ به اوکراین ته ۱۴ میګ ۲۹ جېټ جنګي الوتکې ورکړي. Читать дальше...