Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2023

Новости за 27.04.2023

Pa.azadiradio.com 

سوډان کې د اوربند له پای ته رسېدو مخکې پلازمېنه خرطوم کې جګړه شوې

په سوډان کې د درې ورځني نازک اوربند د پای ساعتونو ته له نږدې کېدو سره سم پلازمېنه خرطوم او درفور سیمه کې جګړه شوې ده. نړیوالو اژانسونو لیکلي چې، په خرطوم کې پوځ نن پنجشنبه د ملېشه‌و پر اهدافو هوایي بریدونه کړي دي. له کله چې د اپریل په پنځلسمه په سوډان کې د پوځ د مشر عبدالفتاح او برهان او د ملېشه ځواکونو د قومندان محمد حمدان دقلو ترمنځ جګړه پیل شوې، څو ځله د اوربند هڅه شوې، خو ناکامه شوې ده. فرانس پریس اژانس لیکلي چې، د سوډان په جګړه کې تر اوسه ۵۱۲ تنه وژل شوي او ۴۱۹۳ تنه نور ټپيان شوي دي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګروملتونو د داعش او القاعده ډلې پر دوو غړيو سخت بنديزونه اعلان کړي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په داعش او القاعده ډلې د بندیزونو کمېټې دغو دواړو ډلو د بندیزونو پر دوام په هغه دوه افغانانو بندیزونه لګولي چې د امنیت شورا په وینا د داعش او القاعده ډلو مخکښ غړي پاتې شوي. د ملګرو ملتونو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، مولوی رجب صلاح الدین په ۱۹۷۶ کال د کابل په پغمان ولسوالۍ کې پیدا شوی او تر ډېره د عراق لپاره د داعش خراسان ډلې مرستیال پاتې شوی. که څه هم ملګرو ملتونو د یاد کس په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي، خو د دوی د معلوماتو له مخې مولوی رجب صلاح الدین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوډان په جګړه کې ایسار افغانان را ایستل کېږي

د سوډان له جګړې د بهرنیانو د را ایستلو عملیات په چټکۍ روان دي. په دې ډله کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د پنجشنبې په ورځ له سوډانه د ایسارو افغانانو له ډلې یو شمېر د سعودي عربستان جدي ښار ته رسول شوي. دوی د سعودي په همکارۍ د ګڼو نورو بهرنیانو تر څنګ له سوډانه ایستل شوي او جدې ته په کښتیو او الوتکو کې رسول شوي دي. طالب چارواکي وایي چې، له سوډانه را ایستل شوي افغانان به ژر افغانستان ته راولي او ژمنه کوي چې هلته به پاتې نور ایسار افغانان هم ژر راوباسي. د طالبانو د بهرنیو چارو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د دوحې غونډه؛ افغان مېرمنو ته په‌کې د ګډون غوښتنه شوې

دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې افغان مېرمنو ته د ګډون غوښتنه. په دوحه کې د افغانستان په اړه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د ځانګړيو استازو د غونډې په درشل کې چې د مې په لومړۍ او دویمه نېټه به په دوحه کې ترسره شي، د ښځو، سولې او امنیت کاري ډله وايي، چې افغان مېرمنې باید د دغې غونډې په پرېکړو کې حضور ولري. ياده موسسه چې د بښنې نړیوال سازمان، د ښځو د نړیوالې سولې شبکې، د بشري حقونو د څار ادارې او د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړیوالې ټولنې په ګډون، له ۱۲ نړیوالو سازمانونو څخه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سپورټي خبرونه

د فوټبال ملي ټیم لپاره نوی روزونکی ټاکل شوی. منچستر سیټي ټیم ارسنال لوبډله ماته کړه. دا او ځینې نور مهم ورزشي خبرونه دلته وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د ايتلاف غړي: طالبان دې فعالان ازاد پرېږدي او هغوی سره له تاوتريخوالي دې لاس واخلي

د افغانستان د بشري حقونو د ایتلاف غړي د طالبانو حکومت له‌خوا په دغه هېواد کې وروستي نیول، د بشري حقونو د مدافعینو په وړاندې د غچ اخیستنې ښکاره عمل بولي او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه يې کوي. دا ایتلاف په افغانستان کې د طالبانو حکومت له‌خوا د منتقدینو او د بشري حقونو د مدافعینو سیستماتیک ځپلو په اړه ژوره اندېښنه لري. د بښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ایتلاف غړو ګډه اعلامیه خپره کړه، چې د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو نیول کېدو ته په اشارې سره په‌کې راغلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوډان په جګړه کې ایسار افغانان را ایستل کېږي.

کابو ۱۲۰ افغانان د سوډان په جګړه کې ایسار شوي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي له دې ډلې ځینې د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان په همکارۍ جدې ښار ته لیږدول شوي دي. لسګونه زره امریکایان او د نورو هېوادونو اوسیدونکي لا هم په سوډان کې ایسار پاتې دي. . صفي الله ستانکزی او نور جزییات

Pa.azadiradio.com 

د ثور اوومه؛ يو شمېر خلک دغه ورځ افغانستان کې د جګړو او بدبختيو پيلامه بولي

نن د ثور اوومه د افغانستان پر پخواني ولسمشر سردار محمد داوود خان د کودتا ۴۵مه کلیزه ده. د لغمان ولایت اوسېدونکی حاجي میرباز شهید زاده، چې د ثور له اوومې ترخې خاطرې په ذهن کې لري وایي، پلار یې د کودتاه په جریان کې مړ شو او دی یتیم پاتې شو. ده ازادي راډيو ته وویل، پلار يې هغه وخت د نظام ضد کسانو له ډلې و. میرباز وايي: "زه تقریبا ۵ ورځنی وم، چې پلار مې شهید شو، ان تر اوسه یې ما عکس هم نه‌دی لیدلی، خو قبر یې شته، خو له موږ نور هم ډېر خپه خلک شته، چې تر اوسه یې خپل د پلرو قبرونه هم نه‌دي لیدلي لا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قرغزستان کې يوې محکمې د ازادي راډيو د قرغزي څانګې د تړلو غوښتنه تاييد کړه

د قرغزستان د پلازمېنې بشکیک یوې سیمه‌ییزې محکمې د ازادي راډیو د قرغزي څانګې د تړلو غوښتنه تایید کړه. دا غوښتنه د قرغزستان د فرهنګ وزارت وروسته تر دې وکړه چې ازادي راډیو د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ لانجمنه سیمه کې د شخړې یوه ویډیو د وزارت له غوښتنې سره سره لرې نه‌کړه. ازادي راډیو د قرغزستان د دولت او محکمې دغه پرېکړه " ظالمانه" بللې ده. په دې قضیه کې د ازادي راډیو وکیل تیمور سلطانوف د محکمې تر دغې پرېکړې وروسته سم‌لاسي وویل، د دغه حکم پر مهال ده خپل استدلالونه وړاندې کړل، خو په خبره یې قاضي ورته غوږ نه‌شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سویس پر طالبانو د مالي بندیزونو اړوند ۱۳ فرمانونه تعدیلوي

د سويس له لوري پر طالبانو د مالي بنديزونو اړوند فرمانونو تعديلول. امیر داد چې له خپلې اته نفري کورنۍ سره په پلازمېنه کابل کې ژوند کوي وایي، بې روزګارۍ او بې‌وزلۍ یې اقتصادي وضعیت خراب کړی چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دی. امیر داد له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغانستان سره دوامداره مرستې وکړي. نوموړی وايي: "موږ نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو، یوازې موږ خپله نه یو، موږ شکر د خدای اته کسه یو، عاید مو ډېر کم دی، زموږ ورځني لګښت نه کېږي، ډېر ضعیف دی، خو ادعا لرو چې نړیوالې مرستې موږ ته ورسیږي."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په جګړه کې یو لوړپوړی روسي پوځي وژل شوی

د اوکراین په اشغالي ښار میلیتیپول کې امنیه قومندان اولیکساندر میشچینکو نن سهار په یوه چاودنه کې وژل شوی دی. دی د روسیې له‌خوا د دې سیمې د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی و. اخوا د راپورونو له مخې روسي ځواکونو یو وار بیا د اوکراین په څو سیمو له هغې ډلې میکولاییف ښار باندې هوايي بریدونه کړي. په دغه بریدونو کې لږ تر لږه یو ملکی کس وژل شوی او ګڼ نور ټپیان دي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: له سوډان مو د ايسارو افغانانو لومړۍ ډله ايستلې ده

د طالبانو حکومت وايي، له سوډانه یې د ایسارو افغانانو لومړۍ ډله د عربستان په همکارۍ له دغه هېواده را ایستلې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي نن دا خبره په خپل ټوېټر لیکلې. هغه ویلي، دا افغانان له سوډانه د سعودي عربستان جدي ښار ته رسول شوي او ژر به افغانستان ته ولېږدول شي. قهار بلخي ویلي چې، دوی هڅه کوي پاتې نور ایسار افغانان هم له سوډانه را وباسي. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي څو ورځې مخکې ویلي وو، په سوډان کې د ایسارو ۱۲۰ افغانانو د را ایستلو هڅې کوي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امنيت شورا نن له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره د ښځو په اړه خپله تګ‌لاره بدله کړي

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت له لوري د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په ګډون په ټولو غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو په کار بندیز پر خپل ځای دی، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د دغه بندیز د غندنې لپاره رایه اچونه کوي. په دې اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیک مسوده چې ټاکل شوې نن رایې پرې واخیستل شي، متحده عربي اماراتو او جاپان چمتو کړې او یوه کاپي یې روېټرز خبري اژانس ترلاسه کړې ده. د پرېکړه‌لیک په دې مسوده کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو خلاف بندیزونه د ملګرو ملتونو په ټول تاریخ کې بې‌ساري بلل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالله المطيري د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوی روزونکی وټاکل شو

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي چې، د کوېټ هېواد تبعه عبدالله المطیري یې د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی ټاکلی دی. د یاد فدراسیون په وینا چې ښاغلی المطیري به ډېر ژر کابل ته د قرارداد لاس‌لیکولو په موخه سفر وکړي. فوټبال فدراسیون زیاتوي: "ډېر ژر به د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې تمریني کمپ د غوره لوبغاړو د پېژندلو په موخه په کابل کې پیل شي." دغه راز هغه افغان لوبغاړي چې په نورو هېوادونو کې ژوند کوي هم په دې تمریناتي کمپ کې به ګډون وکړي. د ویلو ده چې فوټبال فدراسیون د افغانستان ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د يوې نښتې پر مهال شپږ پوليس وژل شوي دي

د پاکستان ۶ پولیس پرون (پنجشنبې) په سند ایالت کې له یرغمل نیوونکو سره د نښتې په ترڅ کې ووژل شول. د پولیسو چارواکو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې، وسله‌والو انسان تښتونکو د یوه ځايي سوداګر زوی د بلوچستان ایالت له ډیره الله یار سیمې څخه تښتولی و. ویل شوي، په داسې حال کې چې پولیسو تښتونکي تعقیبول، ډزې پرې وشوې چې په نتیجه کې یې ۶ پولیس ووژل شول او یو تن ټپي شو. د تښتوونکو او یرغمل شوي کس د برخلیک په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

Pa.azadiradio.com 

نن د سردار محمد داوود خان پر ضد د کودتاه ۴۵مه کاليزه ده

نن د ثور اوومه، په افغانستان کې د محمد داوود خان پر ضد د کمونیستي کودتا له ۴۵ کالیزې سره برابره ده. د ۱۳۵۶ لمریز کال د ثور په اوومه د افغانستان د هماغه مهال د اردو یو شمېر کیڼ اړخو پوځیانو د محمد داوود خان د حکومت پر ضد کودتا وکړه، سردار داوود او د هغه د کورنۍ اکثره غړي یې ووژل او د افغانستان د خلکو د دیموکراتیک جمهوریت په نوم یې د نورمحمد تره کي په مشرۍ حکومت اعلان کړ. د ډېرو مورخانو په باور دې کودتا په افغانستان کې اوږدو ناکراریو او مداخلو ته لار هواره کړه.

Pa.azadiradio.com 

امنيت شورا نن له طالبانو غواړي چې د ښځو په اړه خپلې تګ‌لارې بدلې کړي

امنیت شورا به نن (پنجشنبه) د ملګروملتو د ښځینه کارکوونکو پر کاربندیز وغندي او د طالبانو له حکومته به وغواړي چې د ښځو او نجونو په اړه خپله تګ‌لاره ژر تر ژره بدله کړي. په دې اړه د ملګروملتو د پرېکړه لیک مسوده، چې ټاکل شوې ده نن رایې پرې واخیستل شي، د متحده عربي اماراتو او جاپان له لوري وړاندې شوې او یوه کاپي یې رویټرز خبري اژانس ترلاسه کړې ده. د پرېکړه لیک په دې مسوده کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو خلاف بندیزونه د ملګروملتو په ټول تاریخ کې بې‌ساري بلل شوي او د افغانستان په ټولنه کې د ښځو پر رول ټینګار شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار – کابل پر لاره ترافيکي پېښه کې ۶ کسان مړه شوي او ۱۸ ټپيان دي

د کندهار - کابل پر لویه لار په دامان ولسوالۍ کې د يو ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۶ کسان مړه او ۱۸ نور زخمیان شوي دي. پېښه نن سهار اووه بجې هغه وخت رامنځته شوې چې مسافر وړونکی موټر له کابله کندهار ته پر لاره و. د طالبانو د حکومت د کندهار د والي ویاند حاجي زید وایي، په پېښه کې ژوبل شوي کسان ميروېس روغتون ته لېږدول شوي چې د دو تنو حالت نازک دی. بل‌خوا د کندهار میرویس حوزوي روغتون چارواکو هم تايید کړې چې د پېښې له ځایه دوی ته ۶ مړي او ۱۸ ټپیان ور وړل شوي دي چې، یو شمېر ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د چين ولسمشر د روسيې او اوکراين ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کړې

د چین ولسمشر شي جین پینګ د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کړې ده. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې شي جین پینګ پرون چهارشنبه د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره په ټليفوني خبرو کې د دواړو لورو په خبرو ټینګار کړی دی. هغه ویلي، اټومي جګړه هیڅ ګټونکی نه‌لري. دا خبرې داسې مهال کېږي چې پیکینګ وویل، غواړي د روسیې او اوکراین ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي. د چین دولتي ټلوېزیون ویلي، د شي جین پينګ اداره غواړي چې یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره اوکراین ته خپل استازی ولېږي. چین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکيه کې يو ازبکستانی خبريال نيول شوی

د بابا مراد عبدالله یف په نوم یو ازبک خبریال د نامعلومه تورونو له کبله ترکیه کې نیول شوی دی. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د عبدالله یف د لور کامله قادري په حواله ویلي چې، پولیسو یې پلار دوه ورځې وړاندې په اسکي ښار کې نیولی دی. د هغې په وینا، پلار یې په غالب ګمان د ازبکستان د چارواکو په سپارښتنه نیول شوی دی او که چېرته ازبکستان ته وسپارل شي، شکنجه به شي. پنځوس کلن عبدالله یف چې په وروستیو کلونو کې په جرمني کې اوسېده، معلومه نه‌ده چې هغه څه وخت او ولې ترکیې ته سفر کړی دی. عبدالله یف د لومړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خوست کې د 'زرغون افغانستان' کرېکټ سياليو ته چمتووالی روان دی

د افغانستان په سویل ختیځ ولایت خوست کې د ( زرغون افغانستان) په نوم د کورني کرېکټ دویم پړاو لوبو ته چمتوالی روان دی. د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، د یو ورځنیو لوبو دغه جام به د راتلونکې شنبې په ورځ یا د اپریل میاشتې په ۲۹مه پيل او د مې میاشتې تر ۱۷مې به دوام وکړي. د دغو لوبو په لومړي پړاو کې چې تېر کال ترسره شوې درې کورنیو لوبډلو هندوکش سټرایکرز، پامیر لیجینډز او میوند ډیفینډرز برخه اخیستې وه، خو سږ کال پرې څلورمه لوبډله جونیر چیمپینز هم اضافه شوې ده. د کرېکټ بورډ په وینا د جونیر چیمپینز په لوبډله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جاپان له افغانستان سره روغتيايي برخه کې يو ميليون ډالره مرسته کړې

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، جاپان یو میلیون ډالره مرسته ورکړې چې افغانستان کې د ویروسي ناروغیو د تشخیص او درملنې پر لارو چارو ولګول شي. د دغه سازمان د افغانستان څانګې د چهارشنبې په ورځ (د غوایي/ثور په ۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پیسې به د دوی د همکارانو د ځواب ورکونې وړتیا لوړه او په ځانګړې توګه مېندو او ماشومانو په درملنه کې به مرسته وکړي. د روغتیا نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان په څېر هېوادونو کې له طبیعي پېښو وروسته ویروسي ناروغۍ زیاتیږي. د روغتیا له سکتور سره دغه مرسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: پر ډيورنډ کرښه مو د اغزن سيم او کټارې لګولو کار ۹۸سلنه بشپړ کړی دی

د پاکستان د پوځ اطلاعاتي اداره (ای.ایس.پي.ار) وایي، له افغانستان سره پر ډیورند کرښه یې د اغزن سیم او کټارې لګولو کار ۹۸ فیصده بشپړ کړی دی. د ډان په ګډون بېلابېلو پاکستاني رسنیو پرون چهارشنبه د ای.ایس.پي. ار د مشر جنرال احمد شریف په حواله دغه خبر خپور کړی دی. که څه هم ښاغلي شریف د دغه کار هدف پر ډیورند کرښه د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي هڅه بللې، خو ډیورند کرښې ته نږدې پرتو قومونو په وار وار په دې اړه د مخالفت غږ پورته کړی دی. په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه رسما څه نه‌دي ویلي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايا پوهېږئ؟

د ايا پوهېږئ لړۍ کې تاسو ته د زهرو کاروان مستند راپورونه وړاندې کېږي. د دې لړۍ يوه برخه په دې ويډو کې:


Оздоев – о Михаиле Кержакове: «Настоящий дедок»

Команда из Мытищ вошла в топ-3 турнира по ракетомодельному спорту

Жалобонакатный станок: как учителям защищать свои права

В больницах Подмосковья заработало еще 6 единиц тяжелого оборудования



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Город-десятимиллионник // Квартир дешевле в Москве остается все меньше

Жалобонакатный станок: как учителям защищать свои права

Минтранс Подмосковья подготовил список маршрутов до грибных мест

В Киргизии влияние санкций Минфина США против российской банковской системы ощущалось всего один день

Музыкальные новости

Автопробег в честь Дня России прошел в Ленинском округе

LG HVAC ACADEMY: ГОТОВИМ ПРОФЕССИОНАЛОВ ДЛЯ РАСТУЩЕЙ ОТРАСЛИ

Путин обратился с приветствием к участникам Спортивных игр стран БРИКС

Группа Metallica даст виртуальный концерт в Fortnite 22 июня

Новости России

Сенатор Карасин: Москва запомнит отказ Румынии в выдачи визы делегации РФ в ПАСЕ

Город-десятимиллионник // Квартир дешевле в Москве остается все меньше

Подмосковные спасатели напомнили об опасности диких пляжей

Дептранс Москвы сообщил о задержке трамваев на севере города

Экология в России и мире

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Спорт в России и мире

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Moscow.media

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Больше функций для комфорта: беспроводные клавиатуры Fstyler FBK26C AS, FBK27C AS и FBK36C AS от A4Tech

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *