پاکستان کې د يو چينايي شرکت په کمپ کې اور لګېدلی
چارواکي د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوه چینایي شرکت په کمپ کې د اورلګېدو خبر ورکوي. پولیسو ویلي چې، دغه اور نن سهار وختي د خیبرپښتونخوا ایالت په کوهستان ولسوالۍ کې د هغه چینایي شرکت په کمپ کې لګېدلی چې په سیمه کې د داسو د اوبو برښنا بند د جوړولو چارې مخ ته وړي. پولیسو ویلي چې، دغه اور د دې شرکت یو ګودام له مینځه وړی دی. په دغه کمپ کې چینایي انجینران، سروې کوونکي او تخنیکران اوسېدل چې د پولیسو په وینا په دې پېښه کې چاته زیان نهدی رسېدلی. د پولیسو یوه چارواکي ویلي، ګومان کېږي چې د برښنا شارټي د دغه د اور لګېدو سبب شوې ده. Читать дальше...