Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2023

Новости за 03.04.2023

Pa.azadiradio.com 

سټولټنبرګ: فنلنډ به سبا سې شنبه د ناټو غړی شي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن دوشنبې وویل چې فنلنډ به سبا سې شنبه رسماً د دې تړون ۳۱م غړی شي. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې خبریالانو ته روانه اونۍ تاریخي اونۍ وبلله او زیاته یې کړه چې سر له سبا به فنلنډ د دغه تړون بشپړ غړی وي. هغه وویل، دی هیله من دی چې سویډن به هم وکولای شي چې په راتلونکو میاشتو کې له دې تړون سره یوځای شي. د سټولټنبرګ په وینا د سې شنبې له ماسپښین وروسته به د لومړي ځل لپاره د فنلنډ بیرغ د ناتو په مقرکې په رپیدا راشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکي: طالبانو د بندي ایرانیانو د راسپارلو ژمنه کړې

ایراني چارواکو ویلي، طالبانو ورسره ژمنه کړې چې په افغانستان کې بندي ایرانیان به دغه هېواد ته وسپاري. د ایران مهر دولتي اژانس نن خبر ورکړی چې په کابل کې د ایران د سفارت مسوولانو د طالبانو له لوی څارنوال مولوي شمس الدین پهلوان سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو او ایران د حکومت د موافقې له مخې تر دې دمه ۸۵۷ افغانان د ایران له زندانونو خوشې شوې دي. ایراني ډیپلومات حسن مرتضوي د طالبانو له لوی څارنوال سره په خبرو کې له هغه غوښتي چې په افغانستان کې یو شمېر بندي ایرانیان دوی ته وسپاري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران د نجونو زده کوونکو له خوا د حجاب نه مراعتولو په غبرګون نوې پرېکړه کړې

د ایران حکومت اعلان کړی چې په پوهنتونو او ښوونځیو کې هغو نجونو ته چې حجاب نه رعایتوي ښوونیز خدمات نه وړاندې کوي. دا خبره د ایران د پوهنې وزارت په یوه اعلامیه کې نن دوشنبه خپره شوې ده. په اعلامیه کې زیاته شوې چې دا پرېکړه د حجاب د فرهنګ او د اسلامي عقایدو له مخې نیول شوې ده. تر دې یوه ورځ مخکې هم د ایران د علومو او روغتیا وزارتونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له دې وروسته به پوهنتونونه 'بې حجابه محصلینو' ته هېڅ ډول تعلیمي، فلاحي او استوګنیز خدمات نه وړاندې کوي. په ایران کې د وروستیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غور-کابل لويه لار د درنې واورې اورېدنې له امله تړل شوې

له تېرې شپې راهيسې د غور-کابل لويه لار د درنې واورې اورېدنې له امله تړل شوې ده. د راپورونو له مخې لږ تر لږه پنځوس تنه مسافر په یوه بس کې ایسار پاتې دي. د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس ازادي راډيو ته وویل چې سخت توپان دوام لري او د دغه ولایت د فواید عامې ریاست هڅه کوي چې دغه لاره ژر تر ژره د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړي. غور ولایت سختې لارې لري چې خلک یې د ژمي په موسم کې له ستونزو سره مخ کوي.

Pa.azadiradio.com 

د ځینو کورسونو مسوولان او استادان: ښوونیز کورسونه د تړلو ګواښ سره مخ دي

د ښوونیزو کورسونو ځینې مسوولان او استادان وايي، د نجونو په زده کړو د بندیز او اقتصادي ستونزو له امله دا کورسونه د تړلو له ګواښ سره مخ دي. صدیقه چې په کابل کې د یوه کورس زده کوونکې وه، اوس د طالبانو حکومت د بندیز له امله نه شي ورتللی. نوموړې وايي، په کورس کې یې ځینې هغه مضامین او ژبې زده کولې چې دې په کې ستونزه درلوده یا یې ورته اړتیا وه، خو اوس له دې ښه فرصته محرومه شوې او نه شي کولای کورس ته لاړه شي. هغې وویل: "په وروستیو کې موږ د ډېرو تحصیلي بنسټونو د تړلو شاهدان وو. په رخصتیو کې یو ښه فرصت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ساینسپوهان د شمالي قطب د څو پېړیو کنګلونو نمونې ذخیره کوي

ساینسپوهان هڅه کوي چې د شمالي قطب د څو پېړیو کنګلونو نمونې د څېړنو لپاره ذخیره کړي ځکه د ځمکې د کرې د تودوخې له زیاتېدو سره دغه کنګلونه هم په چټکۍ د ویلي کېدو په حال کې دي. د شمالي قطب ساینسپوهانو د دوشنبې په ورځ وویل، مخکې له دې چې د اقلیم د بدلون له امله کنګلونه ویلې شي، د دغو لرغونو یخونو طبقې د څېړنو لپاره خوندي کوي. د ساینسپوهانو دغه ټیم چې په کې ایټالویان، فرانسویان او نارویژیان شامل دي، خپل څېړنیز کمپ د ناروې په سوالبارډ ټاپوکې درولی دی. دوی د برمو په ذریعه د یخونو تر سطحې ۱۲۵ متره لاندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له موټر چلوونکي سره د طالبانو د محتسب تاوتریخوالی؛ ځینې ښځې: د داسې چلند شاهدان یو

د طالبانو حکومت د محتسب له‌خوا په بلخ ولايت کې د ټکسي چلوونکي د وهلو په غبرګون کې يو شمېر ښځې وايي چې دا لومړی ځل نه‌دی چې ښځې او ټکسي چلوونکي د طالبانو له لوري له دا ډول چلند سره مخ کېږي. یو شمېر ښځې وايي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له‌خوا له محرم پرته د ښځو پر تګ راتګ بندیز د دوی ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. یوې ښځې چې نه‌یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله‌یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې دوه ځلې د طالبانو له‌خوا هغه مهال ودرول شوه چې غوښتل یې له یو ځای څخه بل ځای ته لاړه شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ناسا د یوه څېړنیز ماموریت لپاره فضا ته څلور ستورمزلي استوي

د امریکا د فضایي څېړنو اداره یا ناسا نن د هغو څلورو ستورمزلو نومونه اعلانوي چې راتلونکې کال به د سپوږمۍ اړوند یوه څېړنیز ماموریت لپاره په یوه فضایي بېړۍ کې فضا ته واستول شي. د ارټیمیس دوه په نوم دغه فضایي ماموریت کې به څلور ستورمزلي د راتلونکې ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د سپوږمۍ پر لور فضاته واستول شي. دغه ستورمزلي به د سپوږمۍ پر سطحه نه راکوزېږي بلکې بېړۍ به یې په مدار کې چورلي. ارټیمیس د امریکا د فضایي څېړنو د ادارې، ناسا د هغه پروګرام یوه برخه ده چې غواړي په ۲۰۲۵ کال کې سپوږمې ته ستورمزلي واستوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له خوا خبریالانو ته د کارتونو وېشل؛ نی: د کارتونو وېش دې اجباري نه وي

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د افغانستان ټول خبریالان باید د دې وزارت له لوري د خبریالۍ کارتونه ترلاسه کړي. د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ټولو خبریالانو د ثبت او دوی ته کارتونو د ویشلو لړۍ پیلوي. یو شمېر افغان خبریالان د طالبانو د حکومت د دغه پرېکړې په غبرګون کې وايي چې دا کار په بهر کې د جوړو شویو افغان رسنیو د لاسونو د لنډولو او د خبریالانو په کار د محدودیت په هدف ترسره کېږي. افغان خبریالان چې د امنیتي ستونزو له امله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پولنډ ته د زیلینسکي سفر؛ پر اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعیت بحث کوي

ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ګاونډي هېواد پولنډ ته سفر وکړي. د پولنډ د ولسمشر د بهرنیو چارو سلاکار مارچین پرژېداچ نن دوشنبه ویلي، د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي را روانه چهارشنبه پولنډ ته ځي. پرژېداچ خصوصي راډیو آر ایم ایف ته ویلي، دغه رسمي سفر د پولنډ د ولسمشر اندژې دودا په بلنه کېږي چې یوازې به پر امنیتي وضعیت نه، بلکې پر ګڼو مسایلو له دې ډلې اقتصادي او سیاسي ملاتړ بحث وشي. د پولنډ د ولسمشر د بهرنیو چارو سلاکار زیاته کړې چې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي به د چهارشنبې په ورځ د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په بند کې د مطيع‌الله ويسا نامعلوم برخليک؛ کورنۍ يې د خوشې کېدو غوښتنه کوي

که څه هم د طالبانو حکومت د یوې اوونۍ په تېرېدو لا هم د زده‌کړو فعال مطیع‌الله ویسا له بنده نه‌دى ازادى کړى، خو کورنۍ یې هیله‌منه ده، چې هغه ژر خوشې شي. د مطیع‌الله ویسا ورور عطاالله ویسا نن ازادي راډیو سره خبرو له طالب مشرانو د دې ستونزې د حل په برخه کې د همکارۍ او په ښه ډول د دې قضیې د پای غوښتنه وکړه. هغه وویل، دوی خپل مثبت پیغام او تر څنګ یې د مطیع‌الله ویسا د نیولو په اړه د افغانانو غبرګون له چارواکو سره شریک کړی دی. نوموړي وويل: "تر اوسه پورې لا هغه په بند کې دی، خوشې شوی نه‌دی. موږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له سريلانکا د افغان کرېکټ کم‌عمره لوبډلې د لوبلړۍ ګټل او لاسته راوړنې

د افغانستان تر نولس کلونو کم‌عمره لوبډلې د ۲ یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې سریلانکا ته ۲-۰ ماتې ورکړه. دغه لوبلړۍ چې د اپریل په لومړۍ نېټه د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شوې وه، په ترڅ کې یې پرله‌پسې دوه سیالۍ ترسره شوې او افغان لوبډلې وګټلې. د دویمې لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. سریلانکا لوبډلې د لوبې په ۳۷م اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۱۶۲ منډو هدف یې وټاکه. د دوی لپاره ویهاس تیومیکا ۳۳ او دویندو راناتونګا ۲۸ منډې ترسره کړې. د افغان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسيې په ختيځ کې زوروره زلزله شوې

یوې زورورې زلزلې نن دوشنبه د روسیې د لیرې ختیځ سواحل ولړزول، خو د ځاني او مالي زیان راپور نه‌دی ورکړل شوی. د دې زلزلې شدت د ریښتر په مقیاس شپږ اعشاریه نهه درجې ښوول شوی او د روسیې د اضطراري چارو وزارت وايي، د څونامي توفان یا هم سم د لاسه د مرګ‌ژوبلې یا هم ویجاړیو خبر نه‌دی ورکړل شوی. د زلزلې مرکز د روسیې په پیټرو-پاف-لوفسک-کام-چاڅکي کې تر ځمکې لاندې ۱۰۰ کیلومتره ژور و. د رسنیو په خپرو شویو تصويرونو کې ښکاري چې په کامچاتکا ټاپووزمه کې ځینو ودانیو درزونه کړي او په سوپر مارکېټونو کې تر زلزلې وروسته بوتلونه مات شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کاسوو پخوانی ولسمشر 'هاشم تاچي' نن په هاګ کې محاکمه کېږي

د کاسوو پخوانی ولسمشر هاشم تاچي نن بیا په هاګ کې د وژنو او شکنجو په تور محاکمه کېږي. پر هغه تورونه دي، چې له ۱۹۹۸ څخه یې تر ۱۹۹۹ م کاله پورې له سربیا سره د خپلواکۍ د جګړې پر مهال د وژنو او شکنجې وژونکی کمپاین پرمخ بېولی دی. تاچي چې د خپل وخت د چریکي جګړې اتل ګڼل کېده، پر ځان لګېدلي تورونه ردوي. ویل شوي ده، هغه وخت د کاسوو د ازادۍ غوښتونکي پوځ البانیايي نژاده غړي، سربان او روما وګړي د دښمن په توګه په نښه کړي دي. په هغو کلونو کې یاغیانو د قدرت ترلاسه کولو هڅه کوله. څارنوالان وايي، هاشم تاچي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسيه کې د بمي چاودنې له امله يو پوځي بلاګر وژل شوی دی

د روسیې په سنټ پټرزبرګ ښار کې پرون یکشنبه یوې بمي چاودنې د روسیې یو مشهور پوځي بلاګر وواژه او ځینې نور کسان يې ټپیان کړل. د ټپیانو شمېر اوس ۳۲ ته رسېدلی، حال دا چې دغه شمېر ۲۵ ښوول شوی و. د روسیې ریا دولتي اژانس د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی چې، نن دوشنبه یې ویلي، په ټپیانو کې د لسو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی. د روسیې پوځي بلاګر ولادین تاتارسکې په یوه کافي شاپ کې ووژل شو او دا د روسیې په خاوره کې دویمه وژنه ده، چې د اوکراین جګړې ته نږدې کس په‌کې په نښه کېږي. د انټرفاکس خبري اژانس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د صدراعظم مرستيال اوکراين ته تللی

د جرمني د صدراعظم مرستیال رابرت هابیک پر سیاسي مسایلو د بحث لپاره نن دوشنبه د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد. له هغه سره په دې سفر کې د سوداګرو یو کوچنی هیئت ملګری دی. ویل شوي دغه سفر تر ډېره پر پرمختیايي چارو او د انرژۍ په سکټور کې پر همکارۍ متمرکز دی. هابیک چې د جرمني د صدراعظم مرستیال او د اقتصاد وزیر دی، کییف ته د سفر په درشل کې ویلي وو: هدف يې اوکراین ته هیله ورکول دي، چې دغه هېواد به تر جګړې وروسته بېرته رغول کېږي. د ده په وینا د پانګونې په برخه کې هم له وړاندې پرېکړې شوي، چې په کومو ځایونو کې به وشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو هلمند کې ولې امنيتي تدابير زيات کړي دي؟

هلمند کې طالب چارواکي وايي، دغلته يې د پخوا په پرتله امنيتي تدابير دوه برابره ډېر کړي دي. دوی وايي، په یادو امنیتي تدابیرو کې په لیرو پرتو سیمو کې نوې امنیتي پوستې جوړول، په ښار کې چیک پاینټونه ایجادول او شپنۍ ګزمې شاملې دي. بل‌خوا د سیاسي چارو شنونکي وايي، طالبانو په کور دننه د خلکو ملاتړ او باور له لاسه ورکړی دی. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

ګارډین: بریتانیا د خپلو درېیو نیول شویو وګړو په اړه له طالبانو سره خبرې کوي

د نړۍ مطبوعاتو کې د افغانستان مسایلو ته کتنه ګارډین: د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د درېیو برتانوي وګړو د نیول کېدو په اړه مقاله خپره کړې ده. د ورځپاڼې په لیکنه په دغو کسانو کې د کیوین کارنویل په نوم یو ۵۳ کلن خیریه طبیب هم شامل دی چې د طالبانو له خوا توقیف شوی دی. بل برتانوی وګړی چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، په کابل کې د خیریه کارکوونکو لپاره د یوه هوټل د مدیریت مسوولیت درلود، چې له جنورۍ میاشتې راهیسې په توقیف کې دی. د ګارډین په لیکنه، درېیم برتانوی ۲۳... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلخ کې يو طالب عسکر وروسته له هغه نيول شوی چې ټکسي چلوونکی يې وهلی و

په بلخ کې د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي وایي، د امربالمعروف او نهی عن المنکر هغه کارکوونکی یې نیولی چې یو ټکسي چلونکی یې په څپېړه وهلی. بلخ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند اصف وزیري یکشنبه ناوخته رسنیو ته ویلي، دغه محتسب د اړوند ارګان له کړن‌لارې سرغړونه کړې او د قانون منګولو ته وسپارل شو. د امربالمعروف او نهی عن المنکر دغه کارکونکی په یوه ویډیو کې چې ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کېږي، ښکاري چې یو ټکسي چلوونکی په ظاهره د دې لپاره په څپېړه وهي چې ولې يې نامحرمه ښځه سپره کړې ده. د دغې ټکسي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل د ۱۱مې ناحیې اړوند خیرخانې سیمه کې چاودنه شوې

کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د یکشنبې په ماښام د هغه لاسي بمب په وسیله شوې چې نامعلومه کسانو غورځولی دی. ځدراڼ وایي، پېښه کې چاته زیان نه‌دی اوښتی. تر اوسه د پېښې نور جزیات معلوم نه‌دي او مسولیت یې هم کومې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی. د چاودنې هدف او انګېزه هم لا معلومه نه‌ده، خو تر دې وړاندې دغه ډول چاودنې تر ډېره د طالبانو پر پوځي موټرو شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د هند د کرېکټ يو پخوانی لوبغاړی سليم درانی د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو

د سلیم دراني په نوم د هند د کرېکټ یو پخوانی ستوری د ۸۸ کلونو په عمر وفات شوی دی. د هند بېلابېلو ورځپاڼو له هغې ډلې هندوستان ټایمز د یکشنبې په ورځ د سلیم دراني د مړینې خبر ورکړی دی. سلیم درانی په خټه افغان او په کابل کې زېږېدلی و. نوموړی د هند د کرېکټ الرونډر لوبغاړی پاتې شوی او د ۱۹۶۰ تر ۱۹۷۰ لسیزې په ترڅ کې يې په ۲۹ ټیسټ لوبو کې ۱۲۰۲ منډې کړې وې. هغه یوځل د ویست انډیز په وړاندې ۱۰۴ منډې هم کړې وې.

Pa.azadiradio.com 

د روغتيا سازمان: افغانستان کې مو ۲۰۴ روغتيايي مرکزونه پر طبي وسايلو مجهز کړي

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګه وایي، دغه هېواد کې يې ۲۰۴ روغتیایي مرکزونه او ۶۷ د وینې بانکونه په طبي وسایلو مجهز کړي دي. دغې ادارې د یکشنبې په ورځ ویلي، د دغو مرکزونو په تجهیز سره د عاجلو درملنو او د فزیکي پياوړتیا د هڅو ملاتړ کوي. د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د وینو په بانکونو کې يې لسګونه کسان د وینې اخیستو په برخه کې روزلي هم دي. د روغتیا نړیوال سازمان تر دې وړاندې افغانستان کې د ۱۵۵ نورو طبي کڅوړو د مرستو خبر ورکړی دی. په تېرو دوو کلونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرنې ادارې بادغيس کې ۲۳۰۰ کورنيو ته د سبزيو تخمونه وېشلي دي

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره (ایف‌اې‌او) وایي، بادغیس کې يې ۲۳۰۰ کورنیو ته د سبزیو ۷ ډوله تخمونه وېشلي. دغې ادارې د یکشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، د دغو تخمونو په ورکړې سره د یادو کورنیو د خوړو خوندیتوب تضمین شوی دی. بادغیس د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې اوسېدونکې یې تر ډېره د کرنې پر کاروبار لګیا دي. دغه ولایت په دې وروستیو کې وچکالۍ هم ځپلی دی. ایف‌اې‌او ویلي، وچکالۍ د بادغیس په ګډون د افغانستان په بېلابېلو برخو کې غذایي مصونیت اغېزمن کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د افغانستان شمال کې د داعش یو"فعال" غړی نیول شوی

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د افغانستان په شمال کې يې د اسلامي دولت ډلې یا داعش یو "فعال" غړی نیولی دی. د دوی د استخباراتو ځانګړو ځواکونو د یوې ویډیو په خپرولو سره دغه کس عین الدین یاد کړی چې، په وینا یې د بامیانو د سیغان ولسوالۍ اوسېدونکی دی. د طالبانو استخباراتو د یکشنبې په ورځ (د اپریل دویمه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغه کس د بلخ پر والي محمد داود مزمل، مزار شریف کې پر تبیان فرهنګي مرکز، د سه دوکان په نوم د شیعه مذهبو پر یوه جومات، د ملکي کسانو پر یوه فلنګوچ ډوله موټر او د سمنګان مرکز ایبک کې پر یوې دیني مدرسې بریدونو کې لاس درلود. Читать дальше...


Тимати показал фото с открытия электрокартинга в стиле игры Atomic Heart

В Казани начались тестовые полеты импортозамещенного самолета Ту-214

Ученики Детской школы искусств поселения Воскресенское побывали на пленэре

Футболист Оздоев: «Москва — самый удобный город в мире. Нигде нет такой инфраструктуры»



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

«Скоро выборы». Севастопольцы смогут выбрать депутатов Заксобрания, нажав на кнопку

Фестиваль «Русская музыка на Балтике» посетили свыше семи тысяч зрителей

Актер Фоменко наградил миллионного зрителя мюзикла "Ничего не бойся, я с тобой"

В Пскове открылся Всероссийский фестиваль имени Михаила Гривского

Музыкальные новости

Новинки для пляжа от belle you: купальники Splashes для яркого лета

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

«Газпром-Медиа Холдинг» при поддержке ПАО «Газпром» организует мультиформатный фестиваль в честь Дня России

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Новости России

Упавших в ливневую канализацию утят спасли в Сергиевом Посаде

«Лишний раз шевелиться не хочется»: Московский зоопарк показал отдыхающих капибар

В Пскове открылся Всероссийский фестиваль имени Михаила Гривского

Свыше 800 кустарников высадили в поселении Луневское в Химках

Экология в России и мире

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Dior Resort 2025

Магазин "Стильпарк" в новой концепции открылся в Москве

Спорт в России и мире

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

Moscow.media

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Молодые специалисты «Газпромнефть - Битумные материалы» продемонстрировали эффективное решение в финале «CASE-IN»

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *