Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2023

Новости за 12.04.2023

Pa.azadiradio.com 

ایراني ریال، د افغانستان په نیمروز ولایت کې تر ټولو عامې پیسې؛ ولې داسې ده؟

د نیمروز ولایت اوسېدونکي په اکثرو ورځنیو راکړو ورکړو کې ایراني ریال چې ډېری خلک ورته تومان وايي، کاروي. همداراز له پاکستان سره پر پوله پراته ولایتونو کې پاکستانۍ روپۍ چې خلک یې په کلدارو پېژني، استعمالېږي. خو ولې داسې ده؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادۍ جبهې د قوماندان 'اکمل امیر' د وژل کېدو په تړاو ضد او نقیض څرګندونې

د طالبانو د مخالفې ډلې د افغانستان د ازادۍ جبهې مشهور قوماندان اکمل امیر د وژل کېدو د ادعاوو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي. له سه شنبې ورځې راهیسې د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام د ملي اردو د کومانډو ځواکونو د افسر او د طالبانو د مخالفې ډلې د افغانستان ازادۍ جبهې د مشهور قوماندان اکمل امیر د وژل کېدو په اړه ضد او نقیض راپورونه خپرېږي. د طالبانو دفاع وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ادعا وکړه چې د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې د پوځي عملیاتو پر مهال د افغانستان د ازادۍ جبهې د قوماندان اکمل امیر په ګډون اته کسان وژلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون: طالبان دې د فعالانو له نیولو لاس واخلي

په افغانستان کې د تېر جمهوری نظام د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون، چې د طالبانو حکومت منحل اعلان کړی او اوس له افغانستانه بهر فعالیت لري، د نرګس سادات او زکریا اصولي د خوشې کېدو هر کلی کړی او د نورو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه یې هم کړې ده. دې کمېسیون د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د ښوونیز او فرهنګي فعال محمد کاظم امیني د نیول کېدو په تړاو له طالبانو غوښتي چې په غیرقانوني توګه د فرهنګیانو، مدني، سیاسي او ټولنیزو فعالانو له نیولو لاس واخلي. یا د کمېسیون د نرګس سادات او زکریا اصولي د خوشې کېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شل اوریزو توپ اچونکو تازه درجه بندي؛ راشدخان لومړی مقام خپل کړی

د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي له لوري د شل اوریزو سیالیو د توپ اچونکو په تازه درجه بندۍ کې راشدخان په خپل لومړي مقام کې پاتې او فضل حق فاروقي دویم مقام ته پورته شوی دی. دغه درجه بندي چې د اپرېل په ۱۲مه نېټه اعلان شوې فاروقي له درېیم مقام نه دویم مقام ته رسېدلی دی. په اعلان شوې درجه بندۍ کې د راشدخان نومرې ۷۱۰ او د فضل حق فاروقي ۶۹۲ دي. په دې درجه بندۍ کې بل افغان لوبغاړی مجیب الرحمن په نهم مقام کې دی.

Pa.azadiradio.com 

امریکا یو ځل بیا اوکراین ته د باور وړ ملګرتیا ډاډ ورکړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یو ځل بیا اوکراین ته د روسیې پر ضد جګړه کې د باور وړ ملګرتیا ډاډ ورکړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن خپل اوکرایني سیال دیمیتري کولیبا ته د روسیې پر ضد جګړه کې د متحده ایالتونو د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړی دی. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې، بلېنکن له کولیبا سره په خبرو کې د اوکراین اوسنۍ جګړه د دغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او خپلواکۍ دفاع بللې ده. انټوني بلېنکن نن چهارشنبه د اپرېل ۱۲مه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "مونږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امینه محمد: د افغان ښځو له حقونو لاس په سر کېدل، په هېڅ صورت انتخاب نه دی

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله امینه محمد وايي، په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه لاس په سر کېدل، په هېڅ صورت یو انتخاب نه‌دی. اغلې محمد نن چهارشنبه په خپله ټویټرپاڼه په یوه ویډیو کې افغان ښځو ته په اشارې سره ویلي چې افغان ښځې به تل د پاملرنې لاندې وي. امینه محمد وايي: "تل د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکوو، که پر دې امر تمرکز وکړو نو ډېر پرمختګ به وکړو، خو که پر دې تمرکز وکړو چې ولې نه شو کولای داسې کار وکړو، ترسره کولای یې نه شو. ښځو ته باید ډېر پام واړو، ځکه چې مهمې دي. ښځې په ټوله نړۍ کې د خپلو حقونو اړوند د پېښو انعکاس دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د قطر، اماراتو او ترکیې په سفر وتلی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ په قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیه کې د یادو هېوادونو له استازو او بېلابېلو افغان لوریو سره ګوري. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ به د دې د سفر په لړ کې د افغانستان د ستونزو پر حل چې د ملګرو ملتونو د ښځینه افغان کارکوونکو پر کار له بندیز سره لا ډېرې شوي خبرې وکړي. وېست دا سفر تېره ورځ پیل کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې تېره ورځ ناوخته یې په خپله ویبپاڼه خپره کړې ویلي چې وېسټ به په قطر، متحده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن د بریتانیا صدراعظم او د شمالي ایرلنډ له سیاسي مشرانو سره ګوري

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن نن چهارشنبه د اپرېل ۱۲مه د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک او د شمالي ایرلنډ له سیاسي مشرانو سره وګوري. د رویټرز خبري اژانس په وینا دا لیدنه د شمالي ایرلنډ په مرکز بلفاست ښار کې ترسره کېږي. خبر کې راغلي چې بایډن به ایرلنډ ته خپل درې ورځنی سفر د شمالي ایرلنډ د سولې تړون د پنځه ویشتمې کلیزې غونډې ته په وینا سره پيل کړي. دا په تېرو لسو کلونو کې لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر ایرلند ته سفر کوي.

Pa.azadiradio.com 

کاناډا د بېلاروس پر یو شمېر لویو بانکونو بندیزونه ولګول

کاناډا د بېلاروس پر ملي بانک او د دغه هېواد پر اتو نورو لویو بانکونو بندیزونه ولګول. دوی د دغو بندیزونو لامل د اوکراین په جګړه کې د بېلاروس له خوا د روسیې ملاتړ ښودلی دی. که څه هم خپله بېلاروس اوکراین ته پوځیان نه دي لېږلي، خو د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د بېلاروس ځواکمن مشر الکساندر لوکاشینکا روسي پوځیانو ته دا زمینه برابره کړې چې د دې هېواد له خاورې پر اوکراین بریدونه وکړي. تېره میاشت مسکو وویل، له مینسک سره یې هوکړه کړې چې په بېلاروس کې به تخنیکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي.

Pa.azadiradio.com 

ځینې مشتریان: خصوصي بانکونه د 'افغانستان بانک' په نوې پرېکړه عمل نه کوي

د خصوصي بانکونو ځینې مشتریان وايي، دا بانکونه د طالبانو تر کنټرول د افغانستان بانک په نوې پرېکړه عمل نه کوي. د هرات ولایت یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي، په عزیزي بانک کې حساب لري، خو په وینا یې اوس هم له خپل حساب څخه د پیسو اخیستلو پر مهال له ستونزو سره مخ دی. هغه وویل: "څه وخت کېږي چې د اوونۍ ۳۰ زره افغانۍ ورکوي، موږ چې د برق بېل درلود، ورغلو چې دا بېل واخلئ او پیسې زموږ له حساب څخه وګرځوئ، ویل یې نه کېږي، تاسې اوونۍ په اوونۍ راشئ. اضافه پیسې نه شو درکولای، دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز یوه 'کورنۍ ارزښتي' موضوع بللې

د طالبانو حکومت له شاوخوا یوې اونۍ چوپتیا وروسته د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز یوه 'کورنۍ ارزښتي' موضوع بللې ده. د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه یې پر خپل ټویټر خپره کړې ویلي، دوی ملګرو ملتونو ته کوم خنډ نه دی جوړ کړی او په خبره یې تبعیضي چلند یې هم نه دی کړی. طالبانو په دې اعلامیه کې یوځل بیا ادعا کړې چې دوی د دیني او کلتوري ارزښتونو په چوکاټ کې د ټولو افغانانو د حقونو تامین ته ژمن دي. اعلامیه کې د افغانستان د بشري وضعیت لامل نړیوال فشارونه او بندیزونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امريکا ملي امنيت سلاکار د عربستان له وليعهد سره د يمن جګړې پر ختمېدو خبرې کړي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جاک سلیوان پرون د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټليفون خبرې وکړې. سپينه ماڼۍ وایي، د یمن د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وشوې. دا ټليفوني مکالمه وروسته تر دې ترسره شوه چې په وروستیو کې د پېکېنګ په منځ‌ګړیتوب د ریاض او تهران ترمنځ روغه جوړه وشوه. واشنګټن له دې بهیره لرې ساتل شوی و. د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو تېره اوونۍ په پېکېنګ کې سره ولیدل او موافقه یې وکړه چې وروسته له کلونو دښمنۍ يې اړیکې بېرته عادي کړي او دښمنیو ته شا کړي.

Pa.azadiradio.com 

کويټ نيوز په نوم رسنۍ مصنوعي ويانده پر کار ګمارلې

د کویټ نیوز په نوم رسنۍ داسې ویانده پر کار ګمارلې ده چې، انسانه نه‌ده او د مصنوعي هوښ په مرسته ویاندويي کوي. د کویټ دې رسنۍ دا خبریاله «فضه» نومولې. د دې ویاندې سر لوڅ دی، ویښته یې ژیړرنګه دي او له څېرې د اروپایانو په څېر ښکارې. کویټ نیوز پرون په خپل ټویټر کې د دې ویاندې یوه لنډه ویډیو خپره کړه چې په‌کې دا وایي، نوم یې فضه دی او لومړۍ ویانده ده چې په کویټ کې د مصنوعي هوښ په مرسته نطاقي کوي. ياده ويانده خپلو لیدونکو ته وایي، دوی ته به هغه خبرونه ووایي چې خوښیږي یې. نوموړې همدا راز له لیدونکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا په سوريه کې د حراس الدين ډلې مشر د نړيوال ترورېست په توګه وپېژانده

د امریکا متحده‌ ایالتونو په سوریه کې د حراس الدین ډلې مشر د نړیوال ترورېست په توګه وپېژانده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اردن تبعه سامي محمود محمد العریدي د حراس الدین ډلې د مشرۍ په خاطر د نړیوال ترهګر په توګه ونوماوه. حراس الدین ډله چې په سوریه کې فعاله ده، هلته د القاعده په نوم مشهوره ده. انتوني بلېنکن د سه‌شنبې په ورځ وویل، واشنګټن د العریدي د ځای او څېرې د اطلاعاتو په خاطر پنځه میلیونه ډالر جایزه ټاکلې ده. متحده‌ایالتونو حراس الدین ډله په دوه زره نولسم کال کې د نړیوالو ترهګرو په ډله کې وشمېرله.

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډيويي مجله؛ پېشلمي ته د ډول له لارې د خلکو وېښولو دود اوس هم ژوندی دی؟

پېشلمي کې د ډول وهلو له لارې د خلکو د وېښولو پر دود راپور، د ډاکټر محب زغم پر ناول "دوزخ په جنت کې" خبرې. د "انسان ناپېژندل شوی مخلوق" کتاب له ژباړن سره مرکه مو هم همدې خپرونه کې را اخيستي. دغه راز په زابل کې د يو شمېر لرغونو سيمو د تثبيت په اړه راپور، شعر او کيسه هم درته د خپرونې په جريان کې وړاندې کېږي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امريکا استازی د يو شمېر هېوادونو په سفر وتلی

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ایالتونو ځانګړی استازی د قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې په سفر وتلی دی. ټام وېسټ دا سفر پرون پیل کړ. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې، ښاغلی وېسټ به په دوحه کې د قطر له چارواکو، د افغانستان د مدني ټولنې له مشرانو او د یو شمېر نورو هېوادو له ډیپلوماتانو سره وګوري. دا اعلامیه زیاتوي چې ښاغلی وېسټ به په متحده عربي اماراتو کې د دې هېواد له مشرانو، له یو شمېر افغانانو سره چې د نظر خاوندان دي او له سوداګرو افغانانو سره خبرې وکړي. نوموړی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان ښځينه کارکوونکو په اړه د يوناما پر وروستۍ اعلاميه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

ځینو لوېديځو ورځپاڼو او خپرونو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت یا یوناما پر وروستۍ اعلامیه مطالب خپاره کړي دي. مېل ان‌لاين ورځپاڼه: له برېتانیا خپرېدنکې مېل ان‌لاین ورځپاڼې د اسوشیټدپرس خبري اژانس هغه راپور خپور کړی چې په یوه برخه کې یې راغلي، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د یوې سختې پرېکړې سره مخ کړی دی چې باید د افغانستان د خلکو سره د مرستو او د خپلو اصولو او اساساتو ترمنځ یو انتخاب کړي. وړاندې لولو، یوناما په افغانستان د اوسني وضعيت د منفي پایلو مسوول طالبان بللي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حقپال: د طالبانو محدودیت به د اړو ښځو ژوند لا سخت کړي

د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما د ښځینه کارکوونکو د کار مخنیوي، داسې اندېښنې ولاړې کړي، چې په افغانستان کې ښايي اړو کسانو په ځانګړي ډول ښځو ته د بشري مرستو رسولو چارې لا پېچلې شي. یوناما پرون په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړ، چې واکمن طالب چارواکي هڅه کوي، ملګري ملتونه دې ته اړ باسي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کېدو، خدماتو وړاندې کولو او د هغو نورمونو او اصولو تر منځ چې دوی یې د ساتنې دنده لري یو ډاروونکی انتخاب وکړي. وروسته له هغې چې د اپرېل پر څلورمه په ننګرهار کې د یوناما د ښځینه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ازادۍ جبهې د قوماندان اکمل امير وژنې ته پراخ غبرګونونه ښودل شوي

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د یوه پخواني افسر او د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې د مخکښ قوماندان اکمل امیر د وژل کېدو خبر پرون خپور شو. له دې سره ګڼو کسانو په ټولنیزو شبکو کې د هغه پر مړینه خواخوږي وښوده او د هغه بېلابېل عکسونه او ویډیوګانې یې لاس په لاس کړې. د طالبانو د بلې مخالفې ډلې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په خپل فېسبوک کې لیکلي، چې د ازادۍ جبهې دوه قوماندان اکمل امیر او بصیر احمد اندرابي له خپلو ځینو ملګرو سره یو ځای له طالبانو سره تر څو ساعته جګړې وروسته وژل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګوتېرش د سوماليا لپاره د پراخ نړيوال ملاتړ غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش سومالیا ته د سفر پر مهال پرون سه‌شنبه د دغه هېواد لپاره «پراخ» نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه. سومالیا چې یو بې‌وزلی هېواد دی، له کلونو راهیسې د وچکالۍ او د افراطي وسله‌والو د تحرکاتو په وړاندې مبارزه کوي. ګوتېرش دغه سفر ته د «پیوستون» نوم ورکړ او ویې ویل، هلته د دې لپاره تللی چې د یوه نړیوال ملاتړ لپاره اړتیا لیدل کېږي. ملګرو ملتونو د سومالیا لپاره د ۲ اعشاریه ۶ ملیاردو ډالرو په ارزښت د بشري مرستو غوښتنه کړې، خو تر اوسه له دې پیسو یوازې ۱۳ فیصده ورکړل شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځينې کورنۍ: د مرستو کمېدو سره مو بې‌وزلي ډېره شوې

په افغانستان کې ځینې کورنۍ وايي د بشري مرستو له کمېدو سره د دوی د بې‌وزلۍ کچه هم لوړه شوې ده. د ملګرو ملتونو یوې ادارې هم په افغانستان کې د قحطۍ د خطر پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې او وايي، په تېرو ۲۵ کلونو کې ساری نه‌لري. د کندهار اوسېدونکې فرشته وايي، د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په نیت له خپل خسر سره د باندې وتلې وه، خو بېرته نا امینده کور ته ستنه شوې ده. نوموړې وايي: "کوچني اولادونه مې دي چې له لوږې او تندې راڅخه مري. یو سپین ږیری خسر راسره دی، چې خپله لکړه لګوي، کله یوه موټر ته لاس ورکوي «د سوال کولو لپاره» کله بل موټر ته. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسرائيل دفاع وزير: د اسرائيل ځواکونو دوه فلسطينيان وژلي دي

د اسرائیل دفاع وزیر یواف ګالنت (Yoav Gallant) وايي، د اسرائیل ځواکونو دوه فلسطینیان په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې وژلي دي. ګالنت پرون په ټویټر کې لیکلي، دغه فلسطینیان چې ده تروریستان بللي، نابلوس ښار ته نږدې په ډزو وژل شوي دي. د هغه په وینا لومړی دغو کسانو پر اسرائیلي پوځیانو ډزې کړې وې. د اسرائیل دفاع وزیر وايي، د دوی پوځیانو پر اسرائیلي ملکیانو د یوې حملې مخه نیولې ده. دا پېښه داسې وخت کې کېږي چې د روژې مبارکې میاشتې پر مهال په سیمه کې د اسرائیلي پوځیانو او فلسطینیانو ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک نن ۱۵ ميليون ډالره ليلاموي

د افغانستان بانک چې د طالبانو په کنټرول کې دی، وايي په پام کې لري نن چهارشنبه ۱۵ ملیون امریکايي ډالره لیلام کړي. دغه بانک پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ یا هم پولي خدماتو له شرکتونو غواړي په داوطلبۍ کې برخه واخلي. د افغانستان بانک وخت ناوخت د افغانیو د ثبات لپاره په بازار کې ډالر لیلاموي، خو خلک شکایت لري چې د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

يمن راتلونکې پنجشنبه د کورنۍ جګړې له امله د سلګونه بنديانو تبادله پيلوي

د یمن چارواکي وايي، د دغه هېواد له ویجاړوونکې کورنۍ جګړې څخه د سلګونو بندیانو تبادله را روانه پنجشنبه پیلېږي. نږدې ۹۰۰ بندیان به چې زیاتره یې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو تر څنګ جنګېدل د یمن او سعودي عربستان ترمنځ تبادله شي. د هغې موافقې له مخې چې تېره میاشت په سویس کې شوې، حوثي یاغیان به ۱۸۱ بندیان خوشې کوي، چې د سعودي سوډاني وګړي هم په‌کې شامل دي، په بندل کې به د یمن د حکومت له‌خوا ۷۰۶ بندیان خوشې شي. سعودي عربستان د هغه پوځي ايتلاف مشري کوي، چې د یمن د لیرې کړای شوي حکومت په استازیتوب په یمن کې د جګړې مشري کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سميرا حميدي د مطيع‌الله ويسا د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د بښنې نړیوال سازمان یوې کمپاینرې د ماشومانو د تعلیم د فعال، مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. په دغه سازمان کې د افغانستان د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي، پرون لیکلي، چې د ویسا د خپل‌سري نیول کېدو ۱۶ ورځې پوره شوې. هغې یو وار بیا د مطیع‌الله ویسا د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. د مطیع‌الله ویسا د کورنۍ غړي وايي، طالبانو دی د مارچ میاشتې پر ۲۷مه ونیوه، چې تر اوسه دوی ورسره خبرې نه‌دي کړي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، ویسا ځینې مشکوکې جلسې کولې ځکه نیول شوی دی.


Талантливых детей наградили грантами мэра Москвы

Управление ЗАГС Москвы предупредило о возможном увеличении времени оказания услуг

Пушинка из Космоса спасёт либо снесёт США? Научные важные данные. Проект «Святой Ленин».

Почти 10 тысяч льготников Подмосковья отдохнули в санаториях с начала года



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Тренер "Зенита" де Оливейра назвал прошедший сезон очень сложным для клуба

REALTOR-EUROPE: Профессиональные Услуги на Рынке Европейской Недвижимости

Умный бизнес-помощник ГК «УГМК-Телеком» стал финалистом крупнейшей федеральной программы развития ИТ-компаний

Силовики задержали участника нападения банды Басаева на Буденновск в 1995 году

Музыкальные новости

Обманул сына, бросил жену в 90 лет и потерял дочь: яркая жизнь Бедроса Киркорова

Хозяйка «голой» вечеринки Анастасия Ивлеева открывает в Москве азиатский ресторан

Выставка «Кремли России — взгляд художника» открылась в Нижегородском кремле

На ВДНХ открылась цифровая фотовыставка "Счастье. Материнство или карьера!?"

Новости России

Адвокат Жорин заявил, что Блиновской могут списать задолженность по налогам

Володин: в государствах ОДКБ созданы все условия для проведения демократических выборов

Силовики задержали одного из террористов, напавших на Буденновск в 1995 году

Фестиваль «Лето в Москве» 1 и 2 июня посетили 220,5 тыс. человек

Экология в России и мире

Фотопрогулка по советским городам. Классная серия!

Создайте стильный образ из самых простых вещей в гардеробе

Добрые рисунки: «585*ЗОЛОТОЙ» запустила конкурс ко Дню защиты детей

Областная наркологическая больница запускает летнюю профилактическую кампанию для юных свердловчан

Спорт в России и мире

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема

Азаренко не смогла выйти в 1/16 финала открытого чемпионата Франции по теннису

Прямая трансляция матча Рыбакиной с победительницей четырех "Больших шлемов"

Российские ракетки сообразили на троих // Даниил Медведев, Мирра Андреева и Элина Аванесян дружно вышли в 1/8 финала теннисного Roland Garros

Moscow.media

Правительство РФ направило дополнительные средства на завершение строительства трассы Гузерипль – плато Лагонаки в Адыгее

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G

Для строительства участка Приморского кольца в Калининградской области ищут подрядчика

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *