Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2023

Новости за 16.04.2023

Pa.azadiradio.com 

آی پي ایل؛ نوراحمد ته په لومړي ځل د لوبېدو موقع ورکړل شوه

د هندوستان غوره لیګ يا آي پي ایل په۲۳مه سیالۍ کې راجستان خپلې سيالې ګجرات لوبډلې ته د ۳ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه. دغه سیالي چې د یکشنبې ماښام ناوخته ترسره شوه، ګجرات د ۷ وېکټو په تاوان د ۱۷۸ منډو هدف ټاکلی و. د ګجرات په توپوهونکو کې ډېوېډ میلر او شبمن ګیل په ترتیب سره ۴۶ او ۴۵ منډې وکړې. راجستان لوبډلې ته په توپ اچونه کې سندیپ شرما ۲ لوبغاړي وسوځول. که څه هم په دې سیالۍ کې تر وروستۍ شېبې د لوبې اړخ نه معلومېده، خو د شیمرن هېټمایر او سانجوسامسون نیمه سلیزو راجستان ته یوه بله بریا ورکړه او د نومرو په جدول کې یې لومړی مقام خپل کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیکا کې د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي

پکتیکا کې وسله وال کس د یوې کورنۍ غړي برمته کړي چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي. پکتیکا لپاره د طالبانو والي ویاند ویلي، پېښه د دوو کورنیو خپلمنځي ستونزو له امله رامنځته شوې.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان بېرته خپل شارژدافېر افغانستان ته استوي

راپورونه وايي چې پاکستان بېرته خپل شارژدافېر افغانستان ته استوي. پاکستان څه باندې څلور میاشتې مخکې خپل شارژدافېر عبیدالرحمن نظاماني وروسته له هغه اسلام اباد ته ور وغوښت چې په هغه باندې د داعش ډلې لخوا برید وشو. په هغه برید کې نظاماني روغ ووت، خو یو ساتونکی یې سخت ټپي شو. تازه د پاکستان د حکومت سرچینو رسنیو ته ویلي چې پرېکړه شوې همدا اوونۍ شارژدافېر بېرته کابل ته ولېږل شي. کابل ته د پاکستاني شارژدافېر د بېرته تګ پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په الاباما کې د ډله ییزو ډزو په پایله کې څلور کسان وژل شوي

د امریکا په الاباما ایالت کې د ډله ییزو ډزو په پایله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي. فرانس پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې ډزې د کلیزې په یوه جشن کې شوي چې لسګونه نور کسان په کې ټپیان شوي هم دي. تر اوسه د بريدګر د هويت او د دې پېښې د انګېزې په اړه څه نه دي ويل شوي. دا پېښه پر ځايي وخت د شنبې په شپه د ډېوېل په ښار کې د نڅا په یوه سټوډیو کې چې د زوکړې جشن جوړ شوی و، رامنځته شو. پولیسو ویلي چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ازادۍ جبهې د خپل مهم قوماندان اکمل امیر وژنه تایید کړه

د طالبانو مخالفې ډلې د افغانستان ازادۍ جبهې د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، اکمل امیر په جنوبي سالنګ کې له طالبانو سره د نښتې له کبله وژل شوی. د طالبانو د دفاع وزارت پنځه ورځې وړاندې یوه اعلامیه کې خبر ورکړی و چې اکمل امیر یې له شپږ تنو نورو سره په یو لړ عملیاتو کې وژلی دی.

Pa.azadiradio.com 

په نوي ډیلي کې د سیدجمال الدین افغان ښوونځي بندېدو اندېښنې رامنځته کړي

احتمال شته، چې په هند کې د سیدجمال الدین افغان ښوونځی چې افغان زده کوونکي په کې زده کړې کوي وتړل شي. هندۍ ورځپاڼې انډین ایکسپریس د هند د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې د سیدجمال الدین افغان ښوونځی به د بودیجې د نشتوالي له امله چې مخکې به یې د افغان حکومت لخوا مالي ملاتړ کېده، د مې میاشتې په پای کې وتړل شي. د ورځپاڼې په حواله د دغه ښوونځي زده کوونکي به هندي ښوونځیو ته ولېږدول شي. د سید جمال الدین افغان لېسې مسوولانو په دې اړه له ازادي راډیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه. خو له موضوع... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوډان په پلازمېنه کې روانې جګړې غبرګونونه پارولي

د سوډان په پلازمېنه کې نن سهار هم جګړه روانه وه چې دې موضوع غبرګونونه پارولي دي. پرون هم د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه ځواکونو او عادي پوځ تر منځ په وژونکو شخړو کې لږ تر لږه ۵۶ کسان وژل شوي او نږدې ۶۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. نن د دویمې ورځې په مخه هم د هغو دوو رقیبو جنرالانو ترمنځ جګړې دوام لري چې د ۲۰۲۱م کال له کودتا وروسته په قدرت کې دي. دغو شخړو په نړیواله سطحه اندېښنې ولاړې کړې دي. د پلازمېنې خرطوم له شمال چې ګڼ مېشتې سیمې په کې دي، دغه راز د جنوب له ځینو برخو د سختو چاودنو او د وسلو د ډزو غږونه اورېدل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کوچني اختر رارسېدل؛ ځینې افغانان د خپلو کورونو د بڼې بدلولو کوم پلان نه لري

د اختر په رارسېدو سره یو شمېر کورنۍ وایي، د خپل کورونو د بڼې بدلولو کوم پلان نه لري. د کندز ولایت اوسېدونکې کریمه عزم د درېیو ماشومانو مور او د خپلې کورنۍ یواځنۍ سرپرسته ده. نوموړې وايي، د یوې نادولتي ادارې په کلينيک کې ډاکټره وه، خو شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې د طالبانو د بنديزونو له امله وزګاره شوه. هغه زیاتوي: "هر کال په اختر کې به مو د کور نوي وسایل اخیستل، لکه فرش، پردې، ظرفونه. زه ډاکټره وم او کار مې درلود، خو اوس بې کاره یم. ذخیره شوي پیسې مې په دې وروستیو ٥، ٦ میاشتو کې وخوړې. اوس اختر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست په روغتون کې له څه باندې ۱۹زره ۷۰۰ زېږونونو سره مرسته شوې

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه یا ایم ایس ایف وايي، تېر میلادي کال د خوست په نسايي ولادي روغتون کې د دوی ټیمونو له څه باندې ۱۹زره ۷۰۰ زېږونونو سره مرسته کړې ده. د دې ټولنې د افغانستان څانګې نن په خپل ټویټر کې خبر ورکړی چې په لیرې پرتو ولسوالیو کې دوی د اتو ولسي روغتیايي مرکزونو ملاتړ کړی چې ډاډمن شي د ښځو لپاره په لیرې پرتو سیمو کې د زېږون پر مهال د وړ روغتیايي څارنې بهتره زمینه برابره شي. د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت په یوه راپور کې ویلي وو، په افغانستان کې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې ۸۷۰۰ ښځې د زېږون پر مهال مړې شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: له افغانانو سره زمونږ مرستې دوام کوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، له افغانانو سره به د دوی بشري مرستې دوام کوي. د یو این ایچ سي آر د اروپايي ټولنې د چارو استازولۍ پرون په یوه ټویټ کې ویلي، افغان وګړي به له یاده ونه ایستل شي. ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې روان ۲۰۲۳م کال د ریکارډ تر کچې ۲۸ میلیونه او درې لکه کسان بشري مرستو او د خوندیتوب لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري. د دې ادارې په وینا، له چلنجونو سره سره د کډوالو په چاو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري په دغه هېواد کې پاتې کېدو او میلیونونو اړو کسانو ته د مرستو رسولو ته ژمن ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې یوه ۲۵ کلن ځوان ځان زیندۍ کړی

په بدخشان کې یوه ۲۵ کلن ځوان د هغه څه له کبله چې کورنۍ ستونزې بلل شوي، ځان زیندۍ کړی دی. د فیض اباد د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر شفق اله همدرد ویلي، کله چې دغه ځوان روغتون ته ولېږدول شو، ساه یې ورکړې وه. د هغه په وینا، دغه ځوان د تېرې شپې په نیمايي کې ځان زیندۍ کړی دی. د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریس معزالدین احمدي ویلي، د دې ځانوژنې انګېزه کورنۍ ستونزې وې. د هغه په وینا، دغه ځوان چې د پرزو دکان درلود، یوه اوونۍ مخکې له خپلې مېرمنې جلا شوی و.

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې یوې څاه ته د لوېدو له کبله یو ماشوم مړ شوی

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن سهار یوې څاه ته د لوېدو له کبله د یوه ماشوم د مړینې خبر ورکړل شوی دی. د ارزګان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري اغا ولي قریشي نن ازادي راډیو ته وویل، دغه ماشوم تر دوه ساعته هڅو وروسته وژغورل شو، خو روغتون ته پر لار یې ساه ورکړه. دغه پېښه د ترینکوټ په چرمګر دښت سیمه کې شوې ده. ځايي اوسېدونکي وايي چې د اوبو د کمښت له کبله د ژورو څاه ګانو شمېر زیات شوی او له دې سره دا ډول پېښې هم زیاتې شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

سوډان کې جګړه؛ نښتو کې۵۶ کسان وژل شوي او ۶۰۰ ټپیان دي

د سوډان په پلازمېنه کې نن سهار هم جګړه روانه وه. پرون هم د ملېشه ځواکونو او عادي پوځ تر منځ په وژونکو شخړو کې لږ تر لږه ۵۶ کسان وژل شوي او نږدې ۶۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې عیني شاهدانو ویلي، وروسته له هغې چې ملېشه ځواکونو وویل چې دوی د ولسمشرۍ ماڼۍ، د خرطوم هوايي ډګر او نور مهم بنسټونه ونیول، د خرطوم پر لارو سړکونو د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل کېدل. د سوډان پوځ دغه ادعاګانې رد کړي او پرون ناوخته د سوډان هوايي ځواک له خلکو وغوښتل چې په کورونو کې دننه پاتې شي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایربوک: د جي۷ ډله پر اوکراین د روسیې د شدید یرغل مخالفت ته دوام ورکوي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي، د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو یا G7 ډله به پر اوکراین د روسیې د یرغل شدید مخالفت ته دوام ورکړي. انالینا بایربوک د اوو لویو صنعتي هېوادونو د غونډې په درشل کې نن یکشنبه په سیول کې جاپان ته تر روانېدو مخکې ویلي: "اوس د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته زموږ د هوډ د ښوولو موضوع مطرح ده، چې له ستړیا سره- سره به خپل اهداف ترلاسه نه کړي." هغې په خپلو خبرو کې ویلي: "د نړۍ اووه لوی صنعتي هېوادونه چې د یو بل تر څنګ وي، پیاوړي دي، ځکه موږ پوهېږو چې د څه لپاره مبارزه کوو."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر تونس ته ځي

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد سبا دوشنبه تونس ته په رسمي سفر ځي. د تونس د بهرنیو چارو وزارت نن په خپل رسمي فېسبوک حساب کې لیکلي، دغه سفر د هغه د تونسي ساري په بلنه کېږي. د مقداد دا سفر له عربي نړۍ سره د سوریې اړیکې پیاوړې کوي چې څه باندې یوه لسیزه منزوي شوې وه. د سوریې د بهرنیو چارو وزیر پرون الجزایر ته لاړ او وروسته به تونس ته ځي.

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه پاکستان ته د قاچاق کېدونکو وسلو نیولو غبرګونونه پارولي

د طالبانو حکومت د استخباراتو له‌خوا د زابل په شاه‌جوۍ ولسوالۍ کې پاکستان ته د قاچاق کېدونکو وسلو نیولو یو ځل بیا اندېښنې او غبرګونونه را پورته کړي دي. په زابل ولایت کې د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست خبر ورکړی چې په شاه جوۍ ولسوالۍ کې یې عملیات کړي او په پایله کې یې په ډېر شمېر وسلې او مهمات نیولي دي. په دې اړه د استخباراتو ریاست اعلامیه چې د دې ولایت د اطلاعاتو و کلتور ریاست د اطلاعاتو امر عبدالحنان جابر نن ازادي راډیو ته رالېږلې په کې لیکل شوي، په دې وسلو کې ۲ امریکايي ایم‌فور ټوپک، ۲۴۳بېلابېل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ازادۍ جبهه: طالبانو د سالنګ جګړه کې د وژل شويو ځواکونو جسدونه نه دي سپارلي

د طالبانو مخالفې ډلې د افغانستان د ازادۍ جبهې د خپل مهم قوماندان اکمل امیر وژنه تایید کړه، خو دا یې هم ویلي چې په سالنګ کې د دوی او طالبانو ترمنځ د شوې جګړې په پایله کې د دوی د وژل شویو ځواکونو جسدونه لا هم د هغوی کورنۍ ته نه‌دي سپارل شوي.   د طالبانو مخالفې ډلې د افغانستان د خپلواکۍ جبهې ومنله چې یو مهم قوماندان یې اکمل امیر شپږ ورځې وړاندې طالبانو سره په جنوبي سالنګ کې د نښتې پر مهال وژل شوی دی. د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت پنځه ورځې وړاندې یوه اعلامیه کې خبر ورکړی و چې اکمل امیر یې له شپږ تنو نورو سره په یو لړ عملیاتو کې وژلی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل ځینې اوسېدونکي په ښار کې دننه د خپلسرو هدیرو له جوړولو شکایت کوي

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په ښار کې دننه د خپلسرو هدیرو له جوړولو شکایت لري وايي، ډېری هدیرې استوګنیزو سیمو ته څېرمه جوړې شوي. د کابل ولایت اوسېدونکی مجیب الرحمان حمیدي وايي، ډېری داسې ځایونه چې هلته باید د ماشومانو د لوبو ځایونه یا پارکونه وای، خو برعکس په خپلسرو هدیرو بدل شوي دي. نوموړی وایي، که څه هم د وېرې کومه خبره به نه وي، خو بیا هم د چا چې دې هدیرو ته نږدې کورونه دي، ماشومان یې وېرېږي او یوازې له کوره نه وځي. ده ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل: "مسوول چارواکي باید دې ټکي ته ډېره پاملرنه وکړي چې هدیره د کورونو منځ کې نه وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جیمز ټاون: له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د داعش د ور اوښتو اندېښنه پر ځای ده

واشنګټن پوسټ: واشنګټن پوسټ د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د صفر امنیتي قطعې د ځینو غړو د ترخه برخلیک په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. د دې ډلې یو زیات شمېر غړي اوس په امریکا کې په خورا بدو شرایطو کې ژوند کوي. واشنګټن پوسټ د ځینو دغو کسانو ترخه برخلیک ته په اشارې لیکي چې دوی په افغانستان کې له سي آی اې سره مرسته وکړه، خو اوس په امریکا کې کړېږي. ورځپاڼې د تابش په نوم د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د یوه غړي کیسه را اخیستې چې تمه یې درلوده امریکا ته په رسېدو د یوه اتل په څېر ترې هرکلی وشي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن: مسکو باید له 'ایوان ګیرشکوویچ' سره د کتنې زمینه برابره کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، په روسیه کې د امریکا د قونسلګرۍ کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې په روسیه کې د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې له نیول شوي خبریال سره وګوري. د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون شنبه د اپرېل ۱۵مه د ویتنام د سفر پر مهال وویل چې تر اوسه د امریکا د قنسولګرۍ هېڅ کارکوونکی نه دی توانېدلی چې روسیه کې د والسټریت ژورنال له نیول شوي خبریال ایوان ګیرشکوویچ سره وګوري. بلېنکن زیاته کړه، چې مسکو باید 'همدا اوس» د دې کتنې زمینه برابره کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د رسنیو د ملاتړ بنسټونه: په افغانستان کې د ازادو رسنیو د فعالیت ساحه تنګه شوې

د رسنیو د ملاتړ ځینې بنسټونه وايي، په افغانستان کې پر ازادو رسنیو د فعالیت ساحه تر پخوا ډېره تنګه شوې ده. د رسنیو د ملاتړ ځینې بنسټونه وايي، په افغانستان کې د بیان او د خپلواکو رسنیو فعالیت د زوال خوا ته روان دی. په جرمني کې د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ وايي، د طالبانو چارواکي د بیان او د رسنیو ازادۍ اصول نه رعایتوي. د دې سازمان مشر حامد عبیدي ازادۍ راډیو ته وویل، په افغانستان کې فعالې رسنۍ تر سختې څارنې لاندې دي. عبیدي زیاته کړه: "د بیان ازادۍ هغه اصلي او اساسي اصول له پامه غورځول شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

وېسټ له کرزي سره د افغان ښځو د تعلیم او کار په تړاو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار د حق ورکولو پر موضوع خبرې وکړې. وېست پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې له کرزي سره په ټلیفوني خبرو کې یې ښوونځیو او کار ته د نجونو او ښځو د عاجل ستنېدو پر اړتیا بحث وکړ او د افغانانو ترمنځ یې د ډیالوګ پر لوري د ګام اخیستو په اړه خبرې وکړې. د کرزي د مطبوعاتي دفتر یوه غړي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته د شویو بحثونو په باب وویل: "په دغو خبرو کې دواړو لوریو له افغانانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: په هلمند کې د بېلابېلو پېښو له کبله اته کسان مړه شوي

هلمند لپاره د طالبانو چارواکو په بېلابېلو جنايي پېښو کې د اتو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی. د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد پرون رسنیو ته ویلي، په تېره یوه اوونۍ کې په مرکز لښکرګاه، ناوې، مارجې او سنګین ولسوالیو کې ۸ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي. د هغه په وینا د دغو پېښو په تړاو کې ځینې کسان نیول شوي دي. په وروستیو کې د افغانستان له نورو برخو هم د جنايي پېښو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د افغانستان د صرافانو ټولنې هم ویلي چې په وروستیو کې د صرافانو د وژنو او تښتونو پېښې ډېرې شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ځینو سیمو کې د اوبو لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د افغانستان په ځینو هغو سیمو کې چې سیندونو ته څېرمه پرتې دي له نن څخه تر چهارشنبې پورې د اوبو د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی. دغه وزارت پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي، د افغانستان په شمال ختیځ او ځینو مرکزي سیمو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی او سیندونو ته څېرمه استوګن کسان دې په دې موده کې د سیندونو پر غاړو له تګ راتګ ډډه وکړي. د هواپوهنې ادارو د بې وخته اورښتونو او سېلابونو د راوتلو یو علت په نړۍ کې د اقلیمي بدلون اغېزې بللې دي.

Pa.azadiradio.com 

په مزار کې د خبریالانو د یادګاري څلي د چارو د بشپړېدو هرکلی وشو

د افغانستان د خبریالانو مرکز د بلخ په مرکز مزار شریف کې د خبریالانو د یوه یادګاري څلي د چارو د بشپړېدو هرکلی وکړ. دغه سازمان پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د خبریال ملي ورځې په مناسبت د خبریالانو په نوم د دې څلي د جوړېدو بنسټ څلور کاله مخکې ایښوول شوی و چې د چارو تر بشپړاوي وروسته پرون پرانیستل شو. د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، پر دغه څلي شاوخوا ۱۳ ملیونه افغانۍ لګول شوي دي. دا څلی داسې وخت پرانیستل کېږي چې نړیوال بنسټونه وايي، په افغانستان کې پر خپلواکو رسنیو فشارونه تر بل هر وخت زیات شوي دي. Читать дальше...


Эксперты увидели риск в концертах певицы Тейлор Свифт для ставки в Англии

Подберезовики, местами — лисички. Какие грибы собирать в Подмосковье в июне

В России начались доклинические испытания вакцины от всех видов рака

Тулячка завоевала сразу два призовых места на Всероссийской Специальной Олимпиаде



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Работавшая на мошенников школьница сдалась полиции в Челябинской области

Синоптики пообещали москвичам кратковременный дождь и до +27 градусов 15 июня

Эксперты увидели риск в концертах певицы Тейлор Свифт для ставки в Англии

Тулячка завоевала сразу два призовых места на Всероссийской Специальной Олимпиаде

Музыкальные новости

Кинофестиваль «Движение по вертикали» памяти Станислава Говорухина пройдет в Тульской области

Молдавия берет выборы под охрану // В республике завели дело на предполагаемого российского шпиона, а Запад предупредил о планах вмешательства Москвы

Сотрудники Росгвардии приняли участие в спортивном празднике МГО «Динамо» в Москве

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: признание Нато надо применить!

Новости России

В России начались доклинические испытания вакцины от всех видов рака

Вильфанд: москвичей на выходных ожидает замечательная погода

Анна Asti и Дима Билан стали лучшими исполнителями по версии премии МУЗ-ТВ

Зеленоградский маньяк Юрий Гриценко выходит на свободу

Экология в России и мире

Как существовала платная стоматология в СССР — стране бесплатной медицины

Петербургский Пушкинский бал

Назван российский город, откуда в Турцию срочно увеличивают число рейсов, впервые поставив широкофюзеляжный самолет Airbus 330

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Спорт в России и мире

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Moscow.media

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Большая часть российских автомобилистов готова перейти на б/у запчасти







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *