Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2023

Новости за 08.04.2023

Pa.azadiradio.com 

په غور کې د فوټسال رمضان جام سیالۍ پیل شوې

په غور کې د فوټسال د ۸ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالۍ پیل شوې. د افغانستان بدني روزنې ریاست د معلوماتو پر اساس د فوټسال دغه سیالۍ د شنبې په ورځ د اپرېل په ۸مه نېټه د غور ولايت فوټبال فدراسيون له لوري د ورزش له امريت سره په همغږۍ د ٨ لوبډلو ترمنځ پيل شوې. یاد ریاست وایي، دغه سيالۍ چې په دوه ګروپونو کې ترتيب شوې دي، دوه اوونۍ به دوام وکړي. د بدني روزنې ریاست زیاتوي: "د دغو سياليو د پيل لوبه د استقلال او صداقت لوبډلو ترمنځ وشوه چې له ٩-١ د استقلال لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده." همداراز په دويمه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه؛ په 'آی پي ایل' کې افغان لوبغاړو ښې لوبې پیل کړي

د لوبو له میدانه سپورټي خپرونه کې به واورئ چې د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل په سیالیو کې افغان لوبغاړو ښې لوبې کوي. د روژې په مناسبت د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ګڼو سیالیو دوام. د افغانستان بدني ښکلا او فټنس فدراسیون له لوري د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره چمتوالی. پر سریلانکا د نیوزیلنډۍ لوبډلې بشپړه برلاسي. د فوټبال نړیوال فدراسیون له لوري د لوبډلو د تازه درجه بندۍ اعلان. د ښځینه وو د کرکټ په تړاو څو جالبې معلوماتي پېښې. د خپرونې په وروستۍ برخه کې د ازادي راډیو سپورټي خبریال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نیوزیلنډ له سریلانکا څخه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله

نیوزیلنډ د شل اوریزو لوبو په لوبلړۍ کې سریلانکا ته ۲ـ۱ ماتې ورکړه. د سریلانکا او نیوزیلنډ ترمنځ د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم دوه د یو پر وړاندې د کوربه نیوزیلنډ په ګټه پای ته ورسېده. د یادو هېوادونو ترمنځ دغه لوبلړۍ د اپریل په دویمه نېټه پیل شوې وه او وروستۍ لوبه یې تېره شپه ترسره شوه. په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ۱۹۶ منډې کړې وې چې نیوزیلنډ هم ۱۹۶ منډې وکړې. دغه لوبه چې مساوي شوې وه، په سوپر اور کې سریلانکا وګټله. دغه راز د دې لوبلړۍ دویمه او درېیمه سیالي بیا د اپرېل په ۵مه او ۸مه نېټه ترسره شوې . Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځینې افغانان: د طالبانو د ګواښونو له وېرې رسنیو سره خبرې نه شو کولای

یو شمېر افغانان وایي، د طالبانو د حکومت له خوا د ګواښونو او شکنجو له وېرې دوی اړ شوي چې رسنیو سره خپلې همکارۍ را کمې کړي. په افغانستان کې د ننه او بهر یو شمېر افغانان وایي، د طالبانو د حکومت له خوا ګواښونه لامل شوي چې دوی رسنیو سره خبرې ونه کړي. د غزني ولایت اوسېدونکی علي وايي، وروسته له هغې چې د طالبانو د حکومت له خوا د یو فېسبوکي پوسټ له امله د یو کس د بندي کېدل یې ولیدل نو له رسنیو سره یې خپله همکاري راکمه کړه. هغه وویل: "زما خپل د سترګو لیدلی حال دی، یوازې یو فېسبوکي پوسټ یې کړی و نو لس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په هرات کې انټرنېټ کلبونه بند کړي

طالبانو په هرات ولایت کې انټرنېټ کفې ګانې یا انټرنېټ کلبونه بند کړي دي. عبدالمنصور کوهدامني د هرات ولایت اوسېدونکی او د حقوقو پوهنځي د پنځم سمستر محصل دی. هغه وایي، محصلان د خپلو شته کتابونو او منابعو تر څنګ نویو منابعو ته هم اړتیا لري چې د انټرنېټ په وسیله یې لاسته راوړلای شي، خو دا چې اوس کفې ګانې بندې شوي نو له ګڼو ستونزو سره مخ دي. کوهدامني وویل: "اوسنۍ نړۍ کې موږ بهرنيو اطلاعاتو ته اړتیا لرو یا مونوګراف لپاره چې موږ ډېرو منابع ته اړتیا لرو. انټرنېټ موږ سره ډېره مرسته کوله چې موږ نویو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو 'صدای بانوان' راډیو ته په ضمانت او مشروط ډول د نشراتو اجازه ورکړې

طالبانو په بدخشان ولایت کې 'صدای بانوان' راډیو ته په دې شرط د نشراتو اجازه ورکړه چې د دوی د حکومت له پالیسۍ سره سم عمل وکړي. په بدخشان ولایت کې د 'صدای بانوان' راډیو چې اکثره کارکوونکي یې ښځې دي او اوونۍ مخکې په یاد ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا تړل شوې وه، د پنجشنبې په ورځ بېرته خپل فعالیت پیل کړ. په بدخشان ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز الدین احمدي ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، د راډیو له مسوولانو دا ژمنه اخیستل شوې چې د اطلاعاتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز؛ پاور: دا پرېکړه میلیونونه افغانان له مرستو محروموي

د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې یا یو ایس آی ډي مشرې سامنټا پاور په یوه اعلامیه کې د طالبانو لخوا د ملګرو ملتونو په استازولۍ کې د ښځو په کار بندیز غندلی او ویلي یې دي چې دا پرېکړه به یوازې د افغانانو لپاره د خدمتونو او ملاتړ په کمېدو کې اغېز ولري. د طالبانو د حکومت له خوا په نادولتي کورنیو لو نړیوالو موسسو کې د ښځو په کار د بندیز تر لګېدلو وروسته ځینې اړمن افغانان وايي، بشري مرستې کمې شوي او دوی اوس له ستونزو سره مخ دي. دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې ښځو ته د کار اجازه ورکړي چې وکولای... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني ځواکونو په ختیځ کې د روسيې لسګونه بریدونه په شا تمبولي

روسي پوځیانو د اوکراین په ختیځ کې د تېرو څلورویشت ساعتونو په ترڅ کې په لسګونه بریدونه کړي دي. اوکرایني پوځیان خبر ورکوي چې د پرون ورځې په ترڅ کې یې د روسانو شپېته حملې شا ته تمبولې دي. په هغه بیان کې چې نن سهار وختي د اوکراین د لوی درستیز دفتر خپور کړ په کې راغلي چې روسي پوځیان په پرله پسې ډول د اوکراین پر صنعتي برخې په ختیځ کې حملې کوي، دوی د دونیڅک په سیمه کې د لیمان، باخموت، افدیفکا او مارینکا پر ښارونو او ښارګوټو تمرکز کړی دی. اوکرایني پوځیان وایي چې دښمنانو په تېرو څلورویشت ساعتونو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د افغانانو ستونزې؛ ډېری دا کسان امریکا او اروپا د تګ په تمه دي

په پاکستان کې د امریکا، اروپا او نورو هېوادونو ته په تمه یو شمېر افغانان وايي، د کېسونو ځنډېدو له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي او ان ماښامي او پیشلمي ته هم لازم خواړه نه شي برابرولای. دوی چې اکثره د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان ته تللي او د کډوالۍ کېسونه یې د څېړلو په حال کې دي، شکایت کوي چې شته پیسې یې ختمې شوي دي. ناهیدسادات یو له دغو کډوالو ده چې اوس په پېښور کې اوسېږي. هغه وايي، له څه باندې یوه کال راهیسې په پاکستان کې ده او کومې پیسې یې چې له ځانه سره راوړې وې ټولې لګولي دي. ناهید... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په پروان کې د داعش د یوه غړي د وژلو ادعا وکړه

طالبان ادعا کوي چې د پروان په مرکز چاریکار کې یې د داعش پر ضد د عملیاتو پر مهال یو تن وژلی او درې ښځې او اووه ماشومان یې نیولي دي. دا خبره د پروان د والي ویاند محمد کامران زید تېره شپه په هغه بیان کې کړې ده چې رسنیو ته یې په خپل غږ کې استولی دی. دا عملیات د چاریکار د معلمینو د ښارګوټي په سیمه کې ترسره شوي دي. طالبان وایي چې د عملیاتو پر مهال دوی ته زیان نه دی اوښتی.

Pa.azadiradio.com 

په بامیان کې د فوټسال لوبې پيل شوي

په بامیان کې د روژې پر مهال د اته ویشتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال لوبې پيل شوې. دا سیالۍ تېره شپه د بامیان په نوي جمنازیوم کې شروع شوي. د دې ولایت د فوټبال فدراسیون د چارواکو په وینا، په دې سیالیو کې به د بامیان د مرکز او ولسوالیو په شمول د دایکندي دوه لوبډلې ګډون وکړي. د فوټسال دا لوبې به اتلس ورځې روانې وي.

Pa.azadiradio.com 

چین د تایوان شاوخوا پوځي تمرینات پیل کړل

دوه څلوېښت چینایي جېټ جنګي الوتکې نن د تایوان تنګي له حساسې منځنۍ کرښې واوښتې او له دې سره چین د تایوان شاوخوا خپل پوځي تمرینات پیل کړل. دا تمرینات په حقیقت کې د تایوان د ولسمشرې څي اینګ وین پر هاغه غونډې اعتراض دی چې د امریکا د استازیو جرګې له مشر سره یې کړې ده. دا درې ورځني پوځي تمرینات یوه ورځ وروسته تر دې اعلان شول چې ولسمشرې څي د امریکا له متحدایالتونو ستنه شوه. پېکېنګ د اپرېل په پنځمه په لاس انجلس کې د ولسمشرې څي او د امریکا د استازیو جرګې د مشر کیوین مککارتي لیدنه کتنه غندلې وه.

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي: په روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکترانې نه شته

د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولایت په روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکترانې نه شته او دې چارې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي. دوی وايي، له واکمنو غواړي چې په روغتونونو کې ښځینه ډاکترانې وګماري څو ناروغې ښځې ورته په ډاډه زړه معلومات ورکړي. د ارزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولان هم دا مني چې په دې ولایت کې یې د ښځینه ډاکترانو پر ځای نارینه ډاکتران ګمارلي دي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ نن د آی پي ایل په لیګ کې دوه سیالۍ ترسره کېږي

ټاکل شوې چې نن شنبه د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل کې دوه سیالۍ ترسره شي. لومړنۍ لوبه چې د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې پیلېږي راجستان راویلز به د ډیلي کپیټلز پر وړاندې سیالي وکړي. کپیټلز لوبډلې تر دې دمه دوه سیالۍ ترسره کړي او بایللي یې دي، راجستان بیا یوه سیالي بایللې او بله یې ګټلې ده. دغه راز د نن ورځې دویمه سیالي د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د ممبي اینډینز او چینای سوپر کېنګز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. چینای لوبډلې په دوه سیالیو کې یوه ګټلې او بله یې بایللې، خو ممبي بیا یوه سیالي کړې ده او بایللې یې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د سرتېرو وتل؛ سپینې ماڼۍ یې پړه پر ټرمپ واچوله

سپینې ماڼۍ له افغانستان څخه سرتېرو بې بندوبسته اېستلو پړه پر ډونالډ ټرمپ واچوله. په لس مخیز راپور کې چې سپینې ماڼۍ کانګرس ته لېږلی، همداراز راغلي چې اټکل نه کېده چې طالبان په نهو ورځو کې واک ته ورسېږي. نور جزییات په راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

د افغانستان په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې پر امریکايي ورځپاڼو سربېره د برېتانیا او کاناډا ورځپاڼو هم له افغانستانه د ۲۰۲۱ په اګست کې د امریکايي پوځیانو د بې بندوبسته وتلو په اړه کانګریس ته د امریکا د اوسني ولسمشر پر توضیحاتو لیکنې خپرې کړي دي. مېل ورځپاڼه: د برېتانیا مېل ورځپاڼې کښلي چې ولسمشر جو بایډن ټوله پړه پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اچولې ده. د امریکا ولسمشر جو بایډن د کابل د هوايي ډګر د پېښې په اړه د تحقیقاتو امر کړی و او ویلي و چې، په دې څېړنه کې باید څرګنده شي چې څه شی سبب شو چې دا پېښه رامنځته شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نیکلاسن: د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز د مرستو چارې ګواښي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن وايي چې د ملګرو ملتونو په اړوندو دارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز افغانستان ته د بشري مرستو او د شاخوا ۲۸ میلیون اړو افغانانو یوې لویې برخې ته د اساسي خدماتو د رسولو چارې له ګواښ سره مخامخ کولای شي. نیکلاسن پرون پر ټويټر په یوه بیان کې په دې اړه څرګندونې کړې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما د سه شنبې په ورځ وویل، د طالبانو چارواکو دوی ته خبر ورکړی چې د دې سازمان په دفترونو کې د هېڅ مېرمنې لپاره د کار اجازه نه شته. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان له زندانونو ۲۰۸ نور افغان بندیان خوشې شوي

د پاکستان د سند ایالت له زندانونو نور ۲۰۸ تنه بندیان خوشې او افغانستان ته لېږدول شوي دي. په کراچۍ کې د افغان بندیانو رضاکاره مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، دا کسان د محکمې له حکم وروسته خوشې شوې دي. کاکړ وویل: "دې بندیانو خپله د قید موده پوره کړه او بیا افغانستان ته ولېږل شول. د دوی کېسونه یا دوسیې په محکمه کې څېړل شوې وې او محکمې ورته دا سزا ټاکلې وه چې د خپلې سزا له تېرولو وروسته افغانستان ته ولېږل شول." د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت هم بېګا په یوه بیان کې ویلي چې ۲۰۸ تنه افغان بندیان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ د بلوڅ بېلتونپالو یو مشر نیولی

د پاکستان پوځ وايي چې د بلوڅ بېلتونپالو یو مشر ګلزار امام یې چې په شمبي مشهور و، د یولړ عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی. د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر پرون په یوه بیان کې دا خبر ورکړی، خو نه دي یې ویلي چې دا عملیات څه وخت او په کوم ځای کې ترسره شوي دي. په بیان کې راغلي چې ګلزار امام د بلوڅانو د ملي پوځ په نوم د یوې غیرقانوني وسله والې ډلې موسس دی. بیان زیاتوي چې هند او افغانستان ته د نوموړي څو سفرونه ثبت شوي او د ځینو هېوادونو له استخباراتو سره د هغه د مشکوکو اړیکو په اړه هم څېړنې روانې دي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې پر یوه نیول شوي امریکايي خبریال د جاسوسۍ تور لګولی

د روسیې د امنیتي خدماتو فدرال ادارې یا ایف ایس بي پر یوه نیول شوي امریکايي خبریال رسماً د جاسوسۍ تور لګولی دی. په مسکو کې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خبریال ایوان ګرشکوویچ د مارچ په دېرشمه نېټه په ایکاترینبورګ ښار کې نیول شوی و. انټرفکس او ټاس خبري آژانسونو د قانون د تنفیذ د ځواکونو د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې دې خبریال پر ده لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ده یوازې د یوه خبریال په توګه کار کاوه. د روسیې د امنیتي خدماتو اداره ادعا کوي چې ګرشکوویچ د متحدایالتونو له هدایت سره سم کار کاوه.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کڼو فوټسال لوبغاړي په تهران کې سیالي لري

د افغانستان په ګډون د ۱۱ هېوادونو له ۲۱ کلونو کشرو لوبډلو په تهران کې د آسیا پاسیفیک د فوټسال د کڼو لوبغاړو په ټورنمنټ کې ګډون ته چمتووالی ښودلی. د ایران د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې د افغانستان، چین، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، عراق، مالیزیا، جاپان، کوېټ او ایران کاڼه لوبغاړي به په دې ټورنمنټ کې ګډون وکړي. تمه ده چې دا ټورنمنټ به د روان میلادي کال د مې د لومړۍ او نهمې نېټې ترمنځ د ایران په پلازمېنه تهران کې ترسره شي.

Pa.azadiradio.com 

له جوماته د جګړې تر لومړۍ کرښې؛ د اوکراين مسلمان سرتېرو ژوند

د اوکراين په ختيځ کې د دې هېواد مسلمان سرتېري چې کله د روسیې پر ضد د جګړې له لومړۍ کرښې ووځي نو نږدې جومات ته د روژه ماتي او لمونځ لپاره ځانونه رسوي. د جومات ملا امام هغوی ته دعا کوي: "خدای دې د مور وطن، اوکراين سره يو ځای وساتي."

Pa.azadiradio.com 

ایا د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز پرېکړه لنډمهاله ده؟

د اروپايي ټولنې جګپوړي ډيپلومات جوزیپ بورېل د طالبانو له مشرانو غوښتي دي چې د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې د ښځو کار ته اجازه ورکړي. بورېل خبرداری ورکړ چې که طالبان د اروپايي ټولنې مرستو ته د دوی له اصولو سره سم اجازه ورنه کړي، نو ښايي دا ټولنه پر خپلو مرستو بیا غور وکړي. له دې مخکې د امریکايانو په ګډون نورو لوېدیځو چارواکو هم له طالبانو همدا غوښتنه کړې ده. احمدتکل د لوېدیځو چارواکو د دې څرګندونو په اړه په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر له یوه پخواني کارکوونکي یما هیله من سره خبرې کړي او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ د افراطي اسلامپالو د وسله والو پر ضد پوځي عملیات کوي

د پاکستان پوځ وايي په پام کې لري چې د ټول هېواد په کچه د افراطي اسلامپالو وسله والو پرضد پوځي عملیات وکړي. پاکستان چې د خپلو پورونو له کبله دېوالیه کېدو له خطر سره مخامخ دی، په پام کې لري د ټول هېواد په کچه د افراطي اسلامپالو ډلو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي. د پاکستان امنیتي کمیټې پرون دا اعلان وکړ. دې کمېټې په یوه بیان کې ویلي چې پرون یې د صدراعظم شهباز شریف او د پوځ د مشرتابه په ګډون غونډه وکړه. په بیان کې راغلي چې په غونډه کې یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د دې عملیاتو د څرنګوالي په... Читать дальше...


Умер актер Игорь Меркулов, снимавшийся в фильме «Следствие ведут знатоки»

Свыше 85 жителей приняли участие в выездном приеме администрации в Сходне

Собственная котельная появится у спортивной школы в Клину в 2025 году

Кинолог Голубев рассказал, почему собаки могут есть землю



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Собственная котельная появится у спортивной школы в Клину в 2025 году

Reuters: ЕС не согласовали 14 пакет санкций против России из-за позиции ФРГ

Москва киношная: 115 культовых мест

Выборы уводят от бумаги // ЦИК удовлетворил все поданные регионами заявки на использование ДЭГ

Музыкальные новости

«Вероника решает»: Театр «Модерн» этим летом дважды покажет премьеру сезона

«Неприятно, что случилось в Казани». Шипачев — о переходе в минское «Динамо»

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

Пожар у станции «Динамо» в Москве потушен

Новости России

Оздоев – о Михаиле Кержакове: «Настоящий дедок»

Первая игра по лазарету для детей участников СВО прошла в Ленинском округе

Свыше 85 жителей приняли участие в выездном приеме администрации в Сходне

News24: президента ЮАР Рамафосу переизбрали на новый срок

Экология в России и мире

Dior Resort 2025

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Гастроэнтеролог Садыков рассказал, как не допустить отравления бутилированной водой летом

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Спорт в России и мире

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Moscow.media

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *