Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2023

Новости за 29.04.2023

Pa.azadiradio.com 

آی پي ایل؛ رحمن‌الله ګربز د اغېزناک لوبغاړي جایزه وګټله

د هندوستان غوره لیګ په ۳۹مه سیالۍ کې ګجرات ټایټانز لوبډلې د ۷ وېکټو په توپیر کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه سیالي چې د اپرېل په ۲۹مه نېټه ترسره شوه په دواړو لوبډلو کې درې افغان لوبغاړي هم ولوبېدل چې رحمن‌الله ګربز په کې د اغېزناک لوبغاړي جایزه وګټله. ګربز چې پیلیزه توپوهنه یې کوله، د ۷ شپږیزو او ۵ څلوریزو پر مټ یې په ۳۹ توپونو ۸۱ منډې وکړې. دا په یاد لیګ کې د نوموړي دویمه نیمه سلیزه وه. دغه راز په دې سیالۍ کې د ګجرات لوبډلې په ګټه نوراحمد ۲ لوبغاړي وسوځول، هغه په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مجاهد: د دوحې غونډه کې دې د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیول شي

له ملګرو ملتونو څخه د طالبانو د حکومت د رسمیت نه پېژندلو لپاره د یو شمېر افغانانو په تېره بیا د ښځینه فعالانو د پرله‌پسې غوښتنو سره همهاله د دغه حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دغه سازمان باید د دوحې په غونډه کې د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیسي. مجاهد د جعمې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د دوحې له غونډې د طالبانو د تمې په اړه داسې وویل: "له دې غونډې زموږ تمه دا ده چې د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیول شي. هغه امنیت او ثبات چې دلته رامنځته شوی دی غنیمت وشمېرل شي او د همکاري لپاره ورڅخه ګټه پورته شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د ښځو لاریون؛ “طالبان په رسمیت مه پېژنئ”

ځینو ښځو نن په کابل کې د یوه لاریون په ترڅ کې قطر کې د ملګرو ملتونو دوه ورځني ناستې پر خلاف، اعتراض وکړ. دغه اعتراض کوونکې اندېښنه څرګندوي چې د دوحې ناسته ښايي د نړېوالې ټولنې لخوا د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنې ته لاره پرانیزي. ټاکل شوې چې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت ناسته جوړه شي. د دوحې ناستې اصلي موخه د افغانستان وضعیت او له طالبانو سره د نړېوالو تعامل دی. که څه هم ملګرو ملتونو ویلي چې دغه ناسته به د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې متمرکزه نه وي، خو اعتراض... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د غزني ځوان شاعر 'ذبیح‌الله عیار' نیولی

د غزني ولایت د یو ځوان شاعر ذبیح‌الله عیار کورنۍ وايي چې هغه د طالبانو حکومت نیولی دی. د غزني ولایت د یوه ځوان شاعر ذبیح‌الله عیار د کورنۍ غړي وايي، له کله نه چې د طالبانو حکومت هغه نیولی نو دوی ته یې په اړه معلومات نه ورکول کېږي. د ذبیح‌الله عیار ورور احمد عیار ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومت د هغه ورور د کوچني اختر د لومړۍ ورځې ماښام مهال نیولی دی. احمد عیار د خپل ورور د نیول کېدو د علت په اړه جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل چې دوی نه پوهېږي ذبیح‌الله عیار دا مهال د طالبانو په حکومت کې په کوم ارګان کې زنداني او کوم برخلیک سره مخ دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوډان کې د جګړې ښکېلو خواوو مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی

د سوډان په جګړه کې ښکېلو خواوو دې ته تیاری ښودلی چې خبرې اترې وکړي او منلې ده چې جګړه دوام نه شي موندلای. دغه خبره د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي فولکر پیرټس رویترز خبري اژانس ته کړې ده. د رویترز د راپور پر بنسټ، د جګړې د دوام سربېره دا ډول څرګندونې د احتمالي هیله مندې نښه کېدلی شي. پیرټس زیاته کړې، ښکېلو خواو د مذاکراتو د پیل لپاره خپل استازې معرفي کړي دي. د مذاکراتو ځای د عربستان جدې ښار او د سوډان جوبا وړاندیز شوي دي. خو د پیرټس په وینا، اصلي پوښتنه دا ده چې مذاکره کوونکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اندرییف: روسیه به خپل غچ له پولنډ څخه واخلي

په وارسا کې د روسیې سفیر خبرداری ورکړ چې روسیه به خپل غچ له پولنډ څخه واخلي. په پولنډ کې د مسکو سفیر نن د روسیې دولتي خبرې اژانسونو ته وویل، روسیه به په وارسا کې د پولنډي چارواکو له لوري د خپل سفارت د ښوونځي د غیرقانوني نیولو په خاطر خپل رسمي دیپلوماتیک اعتراض وړاندې کړي. د روسیې سفیر سرګي اندرییف وویل، د پولنډ د حکومت له لوري دا د ویانا د کنوانسیون له مخې د دیپلوماتیکو روابطو خلاف هڅه ده. اندرییف ټاس اژانس ته وویل، نن د پولنډ چارواکو پرېکړه وکړه چې په زوره دا ښوونځی ونیسي او د دې سربېره یې دا کار کړی دی چې دا یوه دیپلوماتیکه ودانۍ ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عربستان مېشتي ځینې افغانان د هوايي ټکټونو له لوړو بیو شکایت کوي

په سعودي عربستان کې مېشت یو شمېر افغانان افغانستان ته د هوایي ټکټونو له لوړو بیو شکایت کوي. عزت ګل منګل د سعودي په جدې ښار کې موټر چلوي. هغه وایي، له تېر نږدې یو نیم کال راهیسې یې خپله کورنۍ مخامخ نه ده لیدلې. دی وايي، مسافري سخته خواري ده، خو مجبوریت بد دی، له همدې امله یې د سعودي سختې ګرمۍ ته ځان ټینګ کړی تر څو یې کورنۍ په افغانستان کې نسبتاً ښه ژوند ولري. د ده په خبره، له تېر نږدې یو نیم کال راهیسې هڅه کوي وطن ته د خپلې کورنۍ لیدلو ته لاړ شي، خو د هوايي ټکټونو د بیو د لوړوالي له امله یې وسه نه پرې رسېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې ښځینه لاریون کوونکې: نړیواله ټولنه دې طالبان په رسمیت نه پېژني

په کابل کې معترضو ښځو له اوونیو چوپتیا وروسته او د دوحې غونډې په درشل کې نن د شنبې په ورځ د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له خوا د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو په موخه لاریون وکړ. په کابل کې یوه معترضه مېرمن ژولیا فارسي وايي، دا لاريون د شنبې په ورځ له غرمې وروسته وشو، چې ښځو په کې د ملګرو ملتونو له خوا د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو غوښتنه وکړه. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "د دې لاريون دليل دا و چې طالبان بايد د ملګرو ملتونو له خوا په رسميت ونه پېژندل شي، که نه نو لاريون کوونکي ښځې به د دوحې غونډه تحریم کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دوجارېک: ملګري ملتونه په افغانستان کې پاتې کېږي او مرستو ته دوام ورکوي

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په افغانستان کې پاتې کېږي او د بشري اصولو او خپل منشور پر بنسټ مرستو ته دوام ورکوي. د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفن دوجارېک د اپرېل په ۲۸مه یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي. هغه وویل چې امنیت شورا یې سیاسي ماموریت تایید کړی او په یوه ارزونه کار کوي چې څنګه خپل کارونه مخکې یوسي. نوموړی زیاتوي: "موږ ژمن یو چې په افغانستان کې پاتې شو او د بشري اصولو او خپل منشور پر بنسټ مرستې ورسوو. موږ د یوه سیاسي ماموریت له لارې چې د امنیت شورا لخوا تایید شوی په افغانستان کې یو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شویګو: له افغانستانه وسله والو ډلو په منځنۍ اسیا کې خپل فعالیتونه زیات کړي

د روسیې دفاع وزیر وایي، په افغانستان کې دېره وسله والو ډلو د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي. سیرګي شویګو د جمعې په ورځ د هند په پلازمېنې نوي ډیلي کې د شانګهای سازمان د دفاع وزیرانو غونډې ته د خبرو پرمهال دا ادعا وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د داعش، القاعده، د ازبکستان اسلامي تحریک او د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک په څېر ډلې ښایي د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې نفوذ وکړي. روسیې مخکې هم ورته اندېښنې څرګندې کړې وې. طالبان بیا وایي چې دوی د دوحې د تړون له مخې دې ته ژمن دي چې هیچا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په میدان وردګ کې د ناچاوده موادو د چاودېدو له کبله درې ماشومان وژل شوي

د میدان وردګ ولایت په سیداباد کې د ناچاوده موادو د چاودېدو له کبله یو شمېر ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده. په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس حبیب اله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې درې ماشومان وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي. د میدان وردګ د عامې روغتیا رییس محمد ځیرک بیا سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې دې چاودنې د پنځو ماشومانو ژوند اخیستی او دوه یې ټپیان کړي دي. دا پېښه پرون د ماسپښین د درې نیمو بجو خوا ته د دښت توپ په سیمه کې وشوه.

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي: روسي ځواکونو پر دونیڅک لسګونه ناکامه بریدونه کړي

اوکرایني ځواکونو نن وویل چې روسي ځواکونه د باخموت پر ښار لا هم بریدونه کوي او دوی د اوکراین په ختیځ کې له دې ښاره دفاع کوي. د اوکراین د لوی درستیز دفتر په خپل ورځني راپور کې ویلي چې په دونیڅک کې د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو روسیي ځواکونو په باخموت، ادفیفکا او مارینکا کې پرون تر اته څلوېښت ډېر ناکامه تهاجمي بریدونه وکړل. روسیې ځواکونو له تیر اوړي راپه دې خوا باخموت کلابند کړی او تر اوسه یې په ډېرو تلفاتو د دې ښار په ځینو برخو کې پرمختګ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د زرغون جام دویم پړاو سیالۍ پیل شوې

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري نن شنبه د زرغون جام په نوم یو ورځنۍ کورنۍ سیالۍ پیل شوې. دغه سیالۍ چې په خوست ولایت کې ترسره کېږي، څلور لوبډلې په کې د لیګ په بڼه سیالۍ کوي. د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ازادي راډیو ته ویلي چې د زرغون جام پرمهال به ټولټال ۱۳ سیالۍ ترسره شي او پایلوبه به یې د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه وي. د دې جام لومړنۍ سیالۍ د هندوکش سټرایکرز او میوند ډیفینډرز ترمنځ پیل شوې چې سټرایکرز لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ اچونې پرېکړه کړې ده. دغه راز د دې لیګ دویمه سیالي به سبا د پامیر لیجینډز او جونیز چمپینز لوبډلو ترمنځ وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې معتادين د بيا معتاد کېدو د مخنيوي لپاره د کار غوښتنه کوي

ارزګان د افغانستان هغه څلورم ولایت دی چې ډېر کوکنار په‌کې کرل کېږي، خو په دې ولایت کې د لسګونو زرو معتادینو د درملنې لپاره يوازې يو شل بستريز مرکز فعال دی. په دې مرکز کې بستري شوي معتادین وايي، که څه هم دوی په مشکل سره وکولای شوای چې په دې مرکز کې ځانونه بستري کړي، خو اوس اندېښنه لري چې له دې مرکز څخه تر رخصت کېدو وروسته بېرته معتاد نه‌شي. غلام ولي په دې مرکز کې تر (۴۵) ورځو تېرولو وروسته رخصت شوی دی، دی دا اندېښنه لري چې، په ارزګان کې د زرګونو معتادینو موجودیت، د نشه يي موادو اسانه او ارزانه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه د ملګروملتونو پر وروستي پرېکړه‌ليک د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

نېشنل هرالډ: نېشنل هرالډ اوونیزې چې چلوونکي یې د یونان او امریکا وګړي دي، پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر هغه پرېکړه‌لیک د اسوشېټېد پریس اژانس لیکنه خپره کړې چې د پنجشنبې په ورځ تصویب شو او له طالبانو په‌کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو سختو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه شوې ده. د لیکنې په حواله، د طالبانو دغه محدودیتونه د دې سبب شوي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په تعلیمي، کاري، ورزشي او نورو برخو کې تر ډېره حذف شي. د نېشنل هرالډ خپرونې د لیکنې په یوه برخه کې راغلي چې امنیت شورا د ملګرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شپاړسو ایټالوي ګرځندویانو غور ته سفر کړی

شپاړس ایټالیایي ګرځندویان غور ولایت ته تللي دي، د دې کسانو عکسونه پرون په خواله رسنیو کې خپاره شول. دا کسان په داسې وخت کې افغانستان ته تللي دي چې د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د اختطاف او تشدد خطر شته او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو اتباعو غوښتې دي چې افغانستان ته سفر ونه کړي. ټاکل شوې ده چې د مې په شپږمه هم د ګرځندویانو یوه ډله کابل، کندهار، هرات او بامیان ته سفر وکړي. یو شمېر لوېدیځو هېوادونو په افغانستان کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایف پي له بې وزله افغانانو سره مرستې لپاره ۹۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري

د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې په افغانستان کې له بې وزلو سره د مرستې لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې نهه سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. د خوړو نړیوال پروګرام پرون په ټویټر کې ولیکل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې لوږه ده، نړیواله ټولنه باید له دغه هېواد سره مرسته وکړي. تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و که چېرته مرستې په وخت تر لاسه نه کړي، پر نهه میلیونه افغانانو به خپلې مرستې بندې کړي. د خوړو د نړیوال پروګرام د شمیرو له مخې په افغانستان کې نهه ویشت میلیونه کسان نن سبا خوراکي موادو ته ضرورت لري.

Pa.azadiradio.com 

دوجاریک: دوحې غونډه کې د ګډون لپاره طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وایي چې د دوحې په غونډه کې یې د طالبانو استازیو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې. د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک پرون وویل چې سرمنشي انټونیو ګوټېرېش طالبانو ته بلنلیک نه دی استولی. ټاکل شوې ده چې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون د افغانستان لپاره د قطر په پلازمېنه کې غونډه جوړه شي. په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د نورو هېوادونو ځانګړي استازي له ملګرو ملتونو سره یوځای د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکو د روسي عملیاتو پر ضد د خپلو ځواکونو د چمتووالي خبر ورکړ

د اوکراین دفاع وزیر وایي، د روسیې ځواکونو پر ضد د پسرلنیو عملیاتو لپاره د اوکراین چمتووالی د بشپړېدو په حال کې دی. اولیکسي ریزنیکوف پرون په کییف کې خبرې غونډې ته وویل چې د تهاجمي عملیاتو لپاره لا هم یو څو وړو شیانو ته اړتیا شته. نوموړي زیاته کړه چې د امنیتي دلایلو له امله په دې برخه کې اوس جزییات له رسنیو سره نه شي شریکولای. د اوکراین دفاع وزیر دا خبرې په داسې ورځ وکړې چې د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو روسي ځواکونو بریدونه وکړل او د څو ماشومانو په ګډون یې اوولس تنه ووژل.

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې یوه ښځه د حجاب پر سر د راپورته شوي جنجال پرمهال وژل شوې

د ایران په کرمان ولایت کې یوه ۵۹ کلنه ښځه د حجاب پر سر د راپورته شوي جنجال پرمهال ووژل شوه. د ازادي راډیو فردا څانګه خبر ورکوي چې کلثوم افتاده پور هغه وخت ووژل شوه چې د دې د کورنۍ له غړیو سره یوې ډلې نارینه وو شخړه وکړه. د ایران دولتي رسنیو بیا ویلي چې دا یوه ډله ییزه شخړه وه، خو راډیو فردا د یو شمېر سرچینو په وینا وایي چې یو شمېر نارینه وو د کلثوم افتاده پور لمسیانو ته بیا بیا ویلي وو چې خپل پوړني سم کړي، خو کله چې دې نجونو سر پسې ونه ګرځاوه، نارینه وو دوی ته ښکنځلې وکړې او بیا یې لاس سره واچاوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو ایرانی پلاوی د هلمند د اوبو په تړاو خبرو لپاره کابل ته ځي

د ایران د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر علي سلاجقه ایراني رسنیو ته ویلي چې په یو دوو اونیو کې به له یوه پلاوي سره د هلمند په اوبو کې د ایران د حق ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته ولاړ شي. تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي ویلي و چې سږکال داسې هڅې شوي چې هیله لري چې د هلمند اوبه به د ایران په لور خوشې شي. د قمي په وینا، د اوبو کوم بند چې په افغانستان کې جوړ شوی، هغه د امریکا د اشغال په وخت ودان شو چې له امله یې د اوبو مسیر منحرفه شوی دی. د ایران د ولسمشر ځانګړی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو لخوا د ښځو ځپنه؛ امریکا یې په تړاو د امنیت شورا پرېکړه لیک وستایه

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، د طالبانو له لوري د افغان ښځو ځپل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د یوه پياوړي پرېکړه لیک له تصویبېدو سره وغندل شول. وېسټ په یو لړ ټویټونو کې چې پرونه یې خپاره کړل دا خبره هم کړې چې د دوحې د غونډې په درشل کې د افغانانو متحد ملاتړ د ویاړ خبره ده او پر دې دلالت کوي چې هېوادونه په دې برخه کې سره همغږه دي. د امنیت شورا په پرېکړه لیک چې د پنجشنبې په شپه تصویب شو، د ملګرو ملتونو په ادارو کې د طالبانو له لوري د ښځو د کار مخنیوی... Читать дальше...


Свыше 550 тысяч москвичей регулярно занимаются плаванием

Медиков Одинцовского округа поздравили с профессиональным праздником

В День памяти и скорби вход в Музей Победы будет свободным

Ремонт детского сада в микрорайоне Восточный начнется в этом году в Лобне



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Следствие просит продлить срок ареста замминистру МО РФ Иванову

«Москва 24»: иностранные компании регистрируют товарные знаки, так как в будущем хотят вернуться в Россию

Свыше 550 тысяч москвичей регулярно занимаются плаванием

Юрист Ляхманов рассказал о последствиях новых санкций для российской ИТ-сферы

Музыкальные новости

LG HVAC ACADEMY: ГОТОВИМ ПРОФЕССИОНАЛОВ ДЛЯ РАСТУЩЕЙ ОТРАСЛИ

В «Институте регионального развития» при Уральской ТПП прошел семинар «Возможности оптимизации налогов для производства и налоговые риски»

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

Путин приветствовал в России участников и гостей Спортивных игр стран БРИКС

Новости России

В День памяти и скорби вход в Музей Победы будет свободным

Фестиваль «Деревня» стартовал в Щукино Пустошкинского района

Певица Нюша снялась в откровенном наряде на пляже

Ремонт детского сада в микрорайоне Восточный начнется в этом году в Лобне

Экология в России и мире

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

Спорт в России и мире

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Moscow.media

Закат на Катуни

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *