کینیا کې یو فرقوي مشر د هغه د څلورو پلویانو د مړینې له کبله نیول شوی
د کینیا پولیسو پرون شنبه وویل، دوی یو محلي فرقوي مشر د هغه د څلورو پلویانو د مړینې له کبله ونیوه. د راپورونو له مخې دغو څلورو کسانو ته یې ویلي وو، له عیسی علیه السلام سره د لیدو لپاره ځانونه وږي وساتي او څلورو واړو ساه ورکړه. د ګوډ نیوز انټرنېشنل کلیسا ۱۱ نور پلویان روغتون ته لېږدول شوي چې د درېیو روغتیايي وضعیت خراب ښوول شوی دی. دغه کسان د جمعې په ورځ مالیندي ښار ته نږدې له شاکاهولا ځنګلي سیمې وژغورل شول. پولیس وايي، داسې اندېښنې شته، چې ښايي نور قربانیان هم وموندل شي. د مالیندي د جنايي... Читать дальше...