پر افغان ښځو لګېدلي بندیزونه؛ دا ځل معترضو ښځو یې پر ضد متفاوت اعتراض وکړ
یو شمېر معترضو ښځو او د افغانستان د ځواکمن غورځنګ غړو دا ځل په یو متفاوت ډول د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو د لګول شویو بندیزونو په غبرګون اعتراض وکړ، داسې چې چادرۍ په سر د طالبانو ترانو ته نڅا کوي. هغه ویډیو چې معترضو ښځو ازادي راډيو ته استولی، لیدل کېږي چې د 'ناامیدۍ نڅا' په نوم په یوه ننداریز حرکت کې دا کار کوي. ازادي راډیو ته په رالېږل شوې دې ویډیو کې لیدل کېږي، څلور ښځې چې شنې او سپینې چادري یې اغوستي، د طالبانو ترانو ته نڅا کوي او بله ښځه چې د نارینهوو په جامو کې د طالبانو رول لوبوي، قمچینه په لاس دوی وهي. Читать дальше...