Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2023

Новости за 14.06.2023

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له ميدانه؛ د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ ټېسټ سیالي پیل شوې

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې افغانستان د بنګله‌دېش پر وړاندې یوازینۍ ټېسټ سیالي پیل کړې ده. کرکټ بورډ کې د لوبغاړو د غوراوي نوي مشر ټاکل کېدل او د اسټرالیا د کرکټ نړیوالې شورا د ټولو ټورنمنټونو اتلولۍ ګټلي، په دې اړه هم مالومات اورېدلی شئ. د خپرونو په دوام دا هم اورئ چې تر اتیا کلن ځنډ وروسته د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې له ایران سره سیالي کړې ده. او دا ځل د خپرونې د دویمې برخې په ځانګړې مرکه کې د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له نوي ټاکل شوي مشر اسدالله خان سره مرکه اورېدلی شئ. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت ۳۵۰۰ کونډې، یتيمان او معلولین له خپل نوملړه ویستلي

د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت وايي، له څېړنو وروسته یې له ۳زره او ۵۰۰ کونډې، یتیمان او معلولین له خپل نوملړه ویستلي دي. د دې وزارت معین عبدالحکیم حقاني نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته ادعا وکړه چې دا شمېر کسان مستحق نه‌وو او د جعل له لارې یې نومونه سیستم ته دننه شوي وو. هغه زیاته کړه، اوسمهال د شهیدانو او معلولینو وزارت سره نږدې ۱۵۰ زره کونډې، یتیمان او معلولین ثبت دي چې له دوی یې ۴۸زره بایومیټریک او سیستم ته داخل شوي دي. د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت معین عبدالحکیم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د وينې ورکولو نړيواله ورځ؛ ډبيلو ایچ او: افغانستان کې وینې ورکولو ته ډېره اړتيا ده

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د روغتيايي بېړنیو حالاتو برخې مشر علا ابوزید وايي، د افغانستان په څېر ناسم بشري وضعیت سره مخ هېواد کې وینې ورکولو ته ډېره اړتیا ده. قیس یو له هغو کسانو دی چې ناروغ یې په متواتر ډول وینې ته اړتیا لري. دی د هغو ستونزو په اړه غږېږي چې ډېر کله ورسره په روغتون، د وینې بانک او د وینې ورکوونکي د موندنې په پر مهال مخ کېږي. هغه وایي: "کله چې وینه ورکوونکي ته زنګ ووهوو، یا کار کې وي، یا بل چا سره مزدوري کوي، ډول ډول ستونزې لري. مریض مو کله ۵۰۰ سوه او کله ۱۰۰۰ سي‌سي وینې ته اړتیا لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د توپان احتمال؛ هند او پاکستان کې لسګونه زره کسان له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي

د یوه سمندري توپان له امله چې د هند او پاکستان پر لور روان دی، په دواړو هېوادونو کې لسګونو زره کسان له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي. د بایپرجوای په نوم دغه سمندري سیلۍ یا توپان چې په بنګالي ژبه غمیزې ته وایي، د پاکستان او هند پر لور روان دی. په دواړو هېوادونو کې د اقلیم د څارنې د چارو مسوولانو ویلي چې دغه توپان له کراچۍ ښاره ۶۰۰ کیلو متره لیرې د عربو په سمندرګي کې دی او تمه ده چې د پنجشنبې تر ماښام پورې دې ښار ته ورسېږي. په پاکستان او هند کې د تندو بادونو او د سېلابونو د راوتلو وړاندوینه شوې او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: تېر کال د افغان کډوالو شمېر ۵.۷ میلیونو ته لوړ شوی

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' د وروستي راپور پر بنسټ، د اټکل له مخې د افغان کډوالو شمېر په ۲۰۲۲ کال کې له ۲.۹ میلیونو څخه ۵.۷ میلیونو ته لوړ شوی دی. ازاده هغه مېرمن ده چې له کاپیسا ولایت څخه کابل ته کډه شوې. نوموړې ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د وروستيو جګړو له امله یې خپل هر څه پرېښودل او کابل ته کډه شوه. خو زیاتوي چې اوس له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ ده. نوموړې وایي: "واقعاً موږ ته ډېره سخته وه، ځکه موږ هلته ځمکې درلودې، څاروي مو درلودل، دنده مو هم درلوده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټېسټ کرکټ؛ بنګله‌دېش د لومړۍ ورځې تر پایه ۳۶۲ منډې وکړې

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ نن چهارشنبه د کابل پر وخت سهار ۸:۳۰ بجې یوازېنۍ ټېسټ لوبه پيل شوه چې افغان لوبډلې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. کوربه لوبډلې د لومړۍ ورځې تر پایه پورې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړي دي او ۳۶۲ منډې یې کړې دي. په بنګالي توپوهونکو کې نجم الحسین شانتو ۱۴۶ او محمودالحسن جوی ۷۶ منډې کړې دي. دغه راز مشفق الرحیم او مهدي حسن میراز بیا په ترتیب سره په ۴۱ او ۴۳ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي. په افغان توپ اچونکو کې نجات مسعود دوه، رحمت شاه، حمزه هوتک او ظاهرخان بیا یوه ـ یوه وېکټ اخيستې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

احمد ظاهر، هغه غږ چې پر موسیقۍ د طالبانو له محدودیت سره سره د کابل له تله اورېدل کېږي

په افغانستان کې چې موسیقي جرم ګڼل کېږي، د احمدظاهر مینه وال، د دغه نوموتي هنرمند له مړینې ۴۴ کاله وروسته، د هغه سندرې په پټه اوري. هغه د ۱۳۵۸ لمریزکال د غبرګولي په ۲۴ د پروان په سالنګ دره کې په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. داسې ادعاوې شوي چې دا یوه ترافیکي پېښه نه بلکې د قتل دسیسه وه او د هغه وخت یو شمېر چارواکو په‌کې لاس درلود، خو په دې اړه تراوسه هېڅ یوه بې پرې او رسمي څېړنه نه‌ده ترسره شوې او د مړینې څرنګوالی یې تراوسه روښانه نه‌دی.

Pa.azadiradio.com 

چرمه ګنډل لرغونی افغاني کسب؛ لیلما امرخېل له دې لارې د کورنۍ نفقه پيدا کوي

چرمه ګنډل چې په افغانستان کې يو لرغونی کسب دی، تر څنګ يې خورا سخت کار هم دی، خوشته داسې ښځې چې له همدې لارې خپل ځان او کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ ګټي. لیلما امرخېل همداسې یوه مېرمنه ده، چې د چرمه ګنډولو کاروبار کوي. زموږ همکارې نرګس مومند حسنزۍ ورسره خبرې کړي او په کار او ژوند یې راپور جوړ کړی دی. دا راپور چې د لیلما امرخېل په خبرو پیلېږي، د لاندې لېنک په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

طالبان: په افغانستان کې وروستيو سېلابونو ۶ کسان مړه او ۸ نور ټپيان کړي

په افغانستان کې د اورښتونو او سېلابونو په دوام، له تېرو څو ورځو راهیسې د دې هېواد په اووه ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، نورستان، کونړ، بدخشان، پکتیا، تخار، غور او پروان هغه ولایتونه دي، چې د اورښتونو په پایله کې د سېلابونو له امله په‌کې ۶ تنه مړه شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. د دې وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي نن ازادي راډیو ته په یو استولي ویډیويي پیغام کې چې تېره ورځ د یاد وزارت پر یوټیوپ هم خپور شوی ویلي: "له بده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اټومي انرژۍ د ادارې مشر د زاپوریژیا له اټومي بټۍ کتنه ځنډولې

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي د اوکراین د زاپوریژیا له اټومي بټۍ څخه خپله پلان شوې کتنه ځنډولې ده. د اوکراین د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط رویټرز آژانس ته ویلي، تر هغو چې د روسیې تر کنټرول لاندې دغې بټۍ څخه د خوندي کتنې ډاډ نه وي ترلاسه شوی، ګروسي به سیمې ته لاړ نه‌شي. ټاکل شوې چې ګروسي اوکراین ته په سفر کې چې پرون سې شنبې یې په کییف کې له چارواکو سره خبرې ترسره کړې، نن له دې بټۍ څخه کتنه ترسره کړي، خو یوې ډیپلوماتیکې سرچینې ویلي چې د ګروسي سفر به د څو ساعتونو لپاره وځنډېږي.

Pa.azadiradio.com 

د وینې ورکولو نړیواله ورځ؛ ډبيلو ایچ او: افغانستان کې د وینې له ټولو بانکونو ملاتړ کوو

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وایي، په افغانستان کې د وینې د ټولو ۶۷ بانکونو ملاتړ کوي. د دې سازمان د افغانستان څانګې دا خبره نن د وینې ورکولو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ټویټرپاڼه کې کړې او ویلي یې دي چې د وینې د دې بانکونو له لارې هره میاشت کې ۳۴ ولایتونو ته دېرش زره او ۵۰۰ د وینې کڅوړې وېشل کېږي. 'ډبيلو ایچ او' ویلي، وینې ته اړتیا یوه نړیواله اړتیا ده او زیاتوي، هره یوه وینه یا د پلازما بسپنه د ژوند ژغورنې یوه قیمتي ډالۍ او د ژوند ژغورلو لپاره کلیدي ده. دې سازمان د ګیټس فاونډېشن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایچ او: په افغانستان کې د ډېر شمېر روغتیايي مرکزونو فعالیت ځنډول شوی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په روغتیايي برخه کې د مرستو کمېدل به د دوی پر خدمتونو ډېره بده اغېزه ولري. د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د مرستو کمېدو په اړه اندېښنه ښيي او د بدو پایلو خبرداری یې ورکوي. دې سازمان پرون ناوخته 'د افغانستان بېړني حالت' په نوم خپل راپور کې لیکلي: "د بودیجې کموالی په روغتیايي وضعیت اغېز کوي. د ډېر شمېر روغتیايي مرکزونو فعالیت ځنډول شوی او له لویو روغتونونو ملاتړ مخ په کمېدو دی." د دې سازمان له قوله، دا حالت به د ناروغانو د مړینې د زیاتوالي لامل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره نوی ارزول شوی پلان خپور کړی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا په افغانستان کې بشري اړتیاو ته د رسېدو په نوي اروزل شوي پلان کې چې نوی یې خپور کړی ویلي چې په دې هېواد کې سږ۲۰۲۳ کال شل میلیون وګړي د مرستو لپاره په نښه شوي چې په دوی کې پنځه میلیونه یې ښځې، ۱۱،۹ میلیونه یې ماشومان او ۱،۸ میلیونه یې معلولان دي. اوچا نن چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې د ا د هغو ټولو ۲۸،۸ ميلیون وګړو برخه ده چې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري. اوچا ویلي، د دې لپاره چې د مرستو لپاره له په نښه شویو خلکو سره مرستې وشي، مرستندویه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ ټېسټ لوبه روانه ده

د افغانستان او بنګله‌دېش د ملي لوبدلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه شروع شوې او اوسمهال جريان لري. افغانستان پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.   تراوسه بنګله‌دېش په ۳۷ اور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۷۷ منډې کړې دي. افغانستان تر دې مخکې په ۲۰۱۹م کال کې له بنګله‌‌دېش ټېسټ لوبه ګټلې وه. افغانستان او بنګله‌دېش به په خپلو کې درې یو ورځنۍ یا پنځوس اووره او دوې شل اووره مسابقې هم وکړي، چې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه به د جولای پر پنځمه وشي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډيويي مجله؛ کابل کې د کتاب نندارتون جوړ شو

د ازادي راډيويي مجلې په دې ګڼه کې په کابل کې د کتاب له نندارتونه خبرېږئ. د افغان ښځو د انلاین ادبي بحث جزییات درسره شریکېږي. دغه راز د خپرونې په دوام کیسه درته وړاندې کېږي، شعرونه هم شته او د داسې چا تجربه درسره شریکېږي چې په خپل غږ یې په لسګونو کتابونه د یوه انلاین اپلېکېشن لپاره ثبت کړي دي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

تېر کال ټوله نړۍ کې ۱۱۰ میلیونه وګړي له خپلو کورونو بې‌ځایه کړای شوي

ملګرو ملتونو نن وویل چې په ټوله نړۍ کې د هغو کسانو شمېر چې له خپلو کورونو جبري کډوالۍ ته اړ شوي په بېساري توګه ۱۱۰ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' وايي، په اوکراین کې د روسیې جګړې، له افغانستانه د خلکو د کډوالۍ بهیر او په سوډان کې جګړې د کډوالو شمېر بېسارې کچې ته رسولی دی. پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ د میاشتې له یرغل راهیسې ۵،۷ میلیونه اوکراینیان کډوالۍ ته مجوره شوي چې دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د کډوالو تر ټولو ګړندۍ بهیر دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونو په دوو سيمو ۶ کسان وژلي

د اوکراین چارواکي وایي، پر جنوبي ښار ادیسه او د دونیڅک په ختیځه برخه کې د روسیې د تېرې شپې توغندویي بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي. د اوکراین پوځ نن چهارشنبې سهار وختي وویل، د روسیې پوځ د تور سمندرګي پر بندري ښار ادیسه څلور کلیبر توغندي وتوغول چې ګودامونه، یو سوداګریز مرکز، یو ښوونځی، د استوګنې یو کمپلکس او په ښار کې یو پلورنځی یې په نښه کړل. په دغو بریدونو کې درې ته وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. پوځ همدارنګه ویلي چې د څلورو توغندویو دوه یې راغورځول شوي دي. په عین حال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا له هوټلونو مېشت کړای شوي زرګونه افغانان ایستل کېږي

بریتانیا په زرګونو هغو افغانانو ته چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته ورغلي او په هوټلونو کې په موقتي ډول مېشت دي، خبر ورکړی دی چې د اګست تر پایه له هوټلونو ووځي. دا خبرداری په داسې وخت کې دغو کډوالو ته ورکړل شوی چې په بریتانیا کې سیمه‌ییزې شوراګانې وایي، دوی د کرايي کورونو له کمښت سره مخامخ دي او دومره ډېر شمېر کډوالو ته ژر کورونه نه‌شي چمتو کولی. په تېر څه باندې یو نیم کال کې په هوټلونو کې مېشت یو شمېر افغان کډوال د بریتانیا د کډوالو د چارو د ادارو په خوښه کورونو ته کډه کړې ده،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي د روسيې د ملاتړو هېوادونو پر ضد د اقدماتو غوښتنه کړې

د اوکراین ولسمشر وایي، بهرني هېوادونه د کییف د شریکانو په ګډون باید د هغو شرکتونو پر ضد لاس په کار شي چې له روسیې سره د توغندیو په برخه کې مرسته کوي او پر روسیې د بندیزونو مخالفت کوي. ولودمیر زیلینسکي دا غوښتنه پرون وروسته تر دې وکړه چې په اوکراین کې د ده پر پلرني ټاټوبي، کري ویو ریه ښارګوټي د توغندیو خونړی برید وشو. په دې حمله کې یولس تنه ووژل شول او شاوخوا دېرش تنه نور ټپيان شول. زیلینسکي وویل، له بده مرغه روسیه هغه پُرزې اوس ترلاسه کوي چې د توغندیو لپاره پکارېږي او په بېلابېلو هېوادو کې جوړېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ له محرمو اسنادو د ناوړه استفادې تورونه رد کړل

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت د محرمو اسنادو د ناوړه استفادې په تور محکمې ته له حاضرېدو وروسته پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل. ډونالډ ټرمپ پرون په میامي کې محکمې ته حاضر شو. ټرمپ د راتلونکې کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندید کړی دی. کتونکي وایي چې د دې اسنادو څېړل ښایي یو کال یا هم تر کال ډېر وخت ونیسي.

Pa.azadiradio.com 

له القاعده سره د طالبانو د اړیکو په تړاو د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

ګزیت: له کلورادو ایالت څخه خپرېدونکې ګزیت ورځپاڼې په یوه مطلب کې د ملګرو ملتونو هغه راپور ته کتنه کړې چې وايي، له القاعده شبکې سره تړلي کسان د طالبانو په مشرۍ حکومت سره مرسته کوي. ورځپاڼه لیکي، د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې ډلې موندلې چې د طالبانو د حکومت لږ تر لږه درې مهم مشران د القاعده شبکې غړي وو او یا یې له دې تروریستي ډلې سره اړیکي پالل. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تطبیق د څارنې او څېړنې ډلې په روانه جون میاشت کې په یو راپور کې وویل، د طالبانو د حکومت دوه تنه والیان قاري احسان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د کانګو تبې د ناروغانو د زیاتوالي خبرداری

د لوی اختر په رارسېدو سره ډاکتران د کانګو تبې د ناروغانو د زیاتېدو خبرداری ورکوي. د کانګو تبه یو له وژونکو ناروغیو څخه ده چې د ژویو له وینې سره د مستقیم تماس له لارې انسانانو ته انتقالېږي. تراوسه په افغانستان کې لسګونه کسان په دغه ناروغي اخته شوي او ښايي چې د ناروغانو شمېر نور هم زیات شي.

Pa.azadiradio.com 

د مور ورځ؛ ځینې افغان میندې د ژوند له ګڼو ستونزو کړېږي

نن د زمري ۲۴مه په افغانستان کې د مور ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې سږ کال په افغانستان کې د میندو ستونزې له پخوا ډېرې شوې دي. د مور ورځې له نږدې کېدو سره، یو شمېر افغانې میندې د خپل خراب ژوند څخه شکایت کوي او وايي چې دوی د ژوند په ستونزو کې دومره بوختې دي چې د مور ورځې رارسېدو ته یې پام نه‌کېږي. يو شمېر دغه ميندې چې د خپلو کورنيو سرپرستي کوي، وايي، اقتصادي ستونزو د ژوند له سختو حالاتو سره مخ کړي. سيما يوه ځوانه مور چې د خیاطۍ په عايد د خپلو درېيو ماشومانو د ژوند لګښتونه پوره کوي، وايي، ژوند ورته تریخ شوی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د احمدظاهر ۴۴م تلين؛ ځینې هنرمندان او مینه‌وال یې د نه هېرېدو بولي

نن د غبرګولي ۲۴مه، د افغانستان د مشهور هنرمند احمد ظاهر د مړینې له تلین سره برابره ده. که څه هم احمد ظاهر ۴۴ کاله د مخه له نړۍ سترګې پټې کړې، خو هنر یې تلپاتې او اوس هم ډېر مینه‌وال لري. مهدي یو ۲۷ کلن ځوان، چې د احمد ظاهر د هنر ‎مینه‌وال دی، وايي، د احمدظاهر له غږه د خوند اخيستلو سربېره یې د هغه د سندرو د اورېدو له لارې له ډېرو لويو شاعرانو سره هم ليدلي دي. نوموړی وايي: "احمدظاهر د افغانستان د فرهنګي دور یوه بېلګه ده چې له ټولو محدودیتونو او ننګونو سره یې مبارزه کوله. که څه هم موږ په هغه دور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکو په فارس کې د افغان کډوالو پر کارونو محدودیتونه لګولي

د ایران په فارس ولایت کې ایراني چارواکو د افغان کډوالو پر کارونو محدودیتونه لګولي دي. د ایران په فارس کې یو افغان کډوال فرزاد امیري وايي: "په دې ټول زحمت او خوارۍ مې ځان ایران ته ورساوه، اوس حیران یم چې د خپلې کورنۍ د غړو نسونه څنګه ماړه کړم، واقعاً ژوند او شرایط راته سخت شوي دي." امیري وايي، په قانوني ډول د ایران د فارس ولایت په شېراز ښار کې اوسي او وايي په دې ولایت کې د ایراني چارواکو وروستۍ پرېکړې یې ژوند سخت کړی دی. د افغان کډوالو پر کارونو تازه لګول شوی محدودیت د دې سبب شوی، چې د فرزاد... Читать дальше...


Ю.ОСЕТИЯ. Армения не выйдет из ОДКБ. Цели и манипуляции Пашиняна

В России начались доклинические испытания вакцины от всех видов рака

Директор Росгвардии генерал армии Виктор Золотов принял участие в посвященных 100-летию дивизии имени Ф.Э. Дзержинского торжественных мероприятиях

"Ъ": Минцифры хочет упростить проведение биометрических проверок данных россиян



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Работавшая на мошенников школьница сдалась полиции в Челябинской области

Брянск принимает Атлантиду

Эксперты представили первый в России инструмент ...

Директор Росгвардии генерал армии Виктор Золотов принял участие в посвященных 100-летию дивизии имени Ф.Э. Дзержинского торжественных мероприятиях

Музыкальные новости

«Газпром-Медиа Холдинг» при поддержке ПАО «Газпром» организует мультиформатный фестиваль в честь Дня России

Театр «Золотое кольцо» приглашает на Всероссийский Фестиваль гостеприимства «Самоварфест»

Город-десятимиллионник // Квартир дешевле в Москве остается все меньше

LG HVAC ACADEMY: ГОТОВИМ ПРОФЕССИОНАЛОВ ДЛЯ РАСТУЩЕЙ ОТРАСЛИ

Новости России

Дьявольские +38 градусов придут в Россию уже скоро: Вильфанд рассказал о самом жарком месяце

Министр здравоохранения Омской области покидает пост

Директор Росгвардии генерал армии Виктор Золотов принял участие в посвященных 100-летию дивизии имени Ф.Э. Дзержинского торжественных мероприятиях

В России начались доклинические испытания вакцины от всех видов рака

Экология в России и мире

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Спорт в России и мире

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Moscow.media

Утро нового лета....

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *