کرکټ؛ اسټرالیا د ټېسټ اتلولیو پایلوبه وګټله
د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ اتلولیو په پایلوبه کې هندوستان ته د ۲۰۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د لوبې په پنځمه ورځ یې د اتلولۍ جام وګاټه. دا د ټېسټ کرکټ د اتلولیو دویم پړاو دی او اسټرالیا په لومړي ځل اتلولي وګټله. هندۍ لوبډلې په دواړو پړاوونو کې پایلوبې ته لار موندلې وه، خو لا یې اتلولي نه ده ګټلې. دغه سیالي چې د جون میاشتې په ۷مه نېټه د انګلستان په اوول لوبغالي کې پیل شوې وه، هند د لوبې پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړه. اسټرالیا په خپل لومړي وار کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۴۶۹ منډې کړې وې. Читать дальше...