Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2023

Новости за 03.06.2023

Pa.azadiradio.com 

هند کې د اورګاډو د ټکر له امله د شوې پېښې په اړه د پلټنو حکم شوی

په هند کې چارواکي وايي، د اوډیشا ایالت په بالاسوري ولسوالۍ کې د اورګاډي د درېیو ټکر له امله د مړو شمېر ۲۸۸ تنو ته رسېدلی دی. دا پېښه چې د جمعې په ورځ وشوه شاوخوا ۱۰۰۰ تنه په‌کې ټپیان شوي هم دي. دا په هند کې په تېرو دوو لسیزو کې د اورګاډي تر ټولو خونړی ټکر دی. د هند صدراعظم نريندرا مودي د پېښې له ځايه ليدنه وکړه او له يو شمېر ټپيانو سره يې خواخوږي څرګنده کړه. مودي ځايي خبریالانو ته وویل: "دا پېښه د حکومت لپاره ډېره جدي پېښه ده. د پلټنې واضح حکم صادر شوی او څوک چې مجرم وپېژندل شي تر ټولو سخته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ادرغان د يوې بلې دورې لپاره د ترکيې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

رجب طیب اردغان نن د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره د ترکیې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. ۶۹کلن اردوغان ژمنه وکړه چې د حکومت له موجودیت او خپلواکۍ به ساتنه کوي. نوموړي د پرانیستې له مراسمو وروسته وویل: "موږ د نورو پنځو کلونو لپاره د خپل هېواد او ملت د خدمت کولو خوښي تجربه کوو. زه هیله‌من یم چې دا ټاکنې به زموږ د ملت لپاره نوې دروازې پرانېزي." رجب طیب اردوغان د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې چې د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ ترسره شوې، خپل سیال کمال قلیچدار اوغلو ته ماتې ورکړه. د اردوغان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران او طالبانو لانجې

د مثلث په پروګرام کې د ایران او طالبانو تر منځ د اوبو پر سر د ناندریو په دوام او د سرحدي شخړو په اړه بحث شوی.

Pa.azadiradio.com 

الکوزی: د باتر سوداګرۍ په تړاو لا تر اوسه پاکستان سره هوکړه نه ده شوې

وروسته له هغه چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې دوی به له افغانستان سره جنس په جنس یا بارتر سوداګري پیل کړي، د پاک-افغان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې دوی تر اوسه په دې برخه کې کومې پایلې ته نه‌دي رسېدلي. د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې یو داسې میکانېزم به پلی کړي چې له مخې یې له افغانستان، ایران او روسیې سره په مشخصو سوداګریزو توکو کې د بارتر سوداګرۍ ته اجازه ورکړي. خو د پاک-افغان د سوداګرۍ خونه وايي چې په دې اړه د طالبانو د حکومت او افغان سوداګرو له‌خوا کومه پرېکړه نه‌ده شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځینې فارم لرونکې مېرمنې: مونږ سره هېڅ ډول مرسته نه کېږي

یو شمېر بې‌وزله او بې‌سرپرسته ښځې چې په ګلخانو او د چرګانو په فارمونو کې کار کوي، شکایت کوي چې هېڅ ډول مرسته ورسره نه‌کېږي. لیلا علیزاده چې د بلخ ولايت اوسېدونکې یوه بې‌وزله مېرمن ده وایي، د تېر جمهوري نظام، کرنې ریاست دوی ته د یوې وړې ګلخانې په جوړولو سره کاري فرصت برابر کړی و، څو له دې لارې خپل کورنی اقتصاد ښه کړي. لیلا ازادي راډيو ته وویل، د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د دې او نورو مېرمنو چې دې برخه کې یې کار کاوه، کاروبار یې پیکه شو او اوس د طالبانو د حکومت ملاتړي پروګرامونه هم محدود شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند کې د رېلګاډو د ټکر پېښه؛ تر ۲۸۰ ډېر کسان مړه او نږدې ۹۰۰ ټپیان دي

د هند د اودیشا ایالت په بالاسوري سیمه کې د درېیو رېلګاډو د ټکر له امله تر دوه سوه اتیا ډېر کسان مړه شوې او شاوخوا نهه سوه نور ټپیان شوي دي. په اودیشا ایالت کې نن د ماتم ورځ اعلان شوې ده. اسوشېټېډپرېس اژانس اوس خبر ورکړ چې ژغورونکو نور څوک ژوندي کسان نه‌دي موندلي. دا ټکر په هند کې په څو لسیزو کې د تلفاتو له درکه بې‌ساری بلل شوی دی. تر ټکر وروسته د رېلګاډو په لسګونو ډبې واوښتې، د ځینو ډبو چتونه الوتې دي او کړکۍ یې ټوکر ټوکر شوي دي. د رویندرا سېنګ په نوم یوه مسافر تر ټکر وروسته فرانس پرېس اژانس ته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوبو لانجه؛ طالبان: ايران دې د افغانستان شرايط درک کړي

که څه هم ایران او د طالبانو حکومت دواړه د اوبو پر سر د وروستیو ناندریو حل خبرې اترې ګڼي، خو طالبان بیا هم له ایران غوښتنه لري چې د افغانستان شرایط درک کړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی هم د مثمرو خبرو غوښتونکي دي او په خبره یې باید د ایران تشویشونه هم رفعه شي. مجاهد وويل: "موږ هم د دې طرفداره یو کومې خبرې چې ایران او افغانستان تر منځ شوي دي دا مثمرې وي. دا خبرې باید په دوامداره شکل باندې دوام وکړي چې قناعت رامنځته شي. کوم تشویشونه چې په ایران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ثناالله: د طالبانو حکومت به له ډیورنډ کرښې پاکستاني طالبان نورو سیمو ته ولېږدوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌الله وايي، د طالبانو حکومت دوی ته ویلي چې له ډیورنډ کرښې به پاکستاني طالبان لېرې او د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدوي، خو د طالبانو حکومت یې په اړه غلی دی. ثناالله د امریکا غږ اردو څانګې سره خپلې نوې مرکه کې زیاته کړې، د طالبانو حکومت دا خبره دوه میاشتې وړاندې کړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال د افغانستان له خاورې څخه راځي او په پاکستان کې ناامني جوړوي، هغه څه چې طالبانو تل رد کړي. د ازادي راډیو خبریال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې کولالي؛ د 'قاري اختر یوسفي' د کولالي لوښو جوړولو کیسې

سفالګري یا کولالي د افغانستان یو له پخوانیو صنایعو څخه دی چې تر ډېره د کابل په استالف ولسوالۍ کې مخته وړل کېږي. ۴۵کلن قاري محمد اختر یوسفي چې د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د کولالان کلي اوسېدونکی دی، څه باندې ۳۲ کلونو راهیسې په دغه کار بوخت دی. په دې راپور کې قاري اختر د کولالي د مسلک او د کولالي لوښو د جوړولو په اړه کیسه کوي. د راپور د اورېدو لپاره لاندې غږيز فايل کېکاږئ:

Pa.azadiradio.com 

هند کې د رېلګاډو د ټکر له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۸۰ واوښت

د چارواکو په وینا د هند په ختیځ کې د بالاسوري په سیمه کې تېر ماښام د درېیو اورګاډو د ټکر له امله تر دوه سوه اتیا ډېر کسان مړه شوي دي. بالاسوري د اودیشا ایالت مربوط سیمه ده او د دې ایالت د امنیت مسوول پرادیپ جینا په ټویټر کې لیکلي چې د دې پېښې له امله تر نهه سوه تنه ډېر کسان ټپيان شوي هم دي. سیمه‌‌ییز حکومت نن د ماتم ورځ اعلان کړې ده. په سیمه کې د ژغورنې هڅې روانې دي او داسې ښکاري چې د تلفاتو شمېر به لوړ شي.

Pa.azadiradio.com 

ايران له عربستان، هند، پاکستان او د خلیج درېیو هېوادونو سره ګډ ايتلاف جوړوي

د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان نن وویل، هېواد به یې له سعودي عربستان، هند، پاکستان او د خلیج له درېیو نورو هېوادونو سره د سمندري ځواکونو ګډ ایتلاف جوړ کړي. قوماندان شهرام ایراني وویل چې د سیمې هېوادونه پوه شوي چې له یوه بل سره همکاري په سیمه کې د امنیت سبب کېږي. ایران په وروستیو کې د فارس خلیج له نورو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کېدو هڅې پيل کړي او په مارچ کې یې له سعودي عربستان سره وروسته له اووه کلونو دښمنۍ د چین په منځګړیتوب روابط عادي کړل.

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي شورا مشر: اروپايي ټولنه د طالبانو حکومت په رسميت نه‌پېژني

د اروپایي شورا مشر د اروپا او منځنۍ اسیا په سرمشریزه کې وویل، اروپایي ټولنه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌پېژني. چارلس میچل دا خبره پرون د قرغزستان په چوپان عطا ښارګوټي کې د دې سرمشریزې پرمهال وکړه. ده ټینګار وکړ چې طالبان باید د ښځو حقونه ورکړي. میچل زیاته کړه چې اروپایي ټولنه په فعالانه ډول هڅې کوي چې دا ډاډ ترلاسه کړي څو افغانستان له نړیوالو ژمنو سره سم خپل کارونه ترسره کړي. د اروپایي شورا مشر په ورته وخت کې دا خبره وکړه چې اروپایي ټولنه له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رجب طیب اردوغان نن د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کوي

ټاکل شوې چې رجب طیب اردوغان د ترکیې د ولسمشر په توګه نن د لوړې مراسم ترسره کړي. په دې ډول به دی له دوه لسیزې واکمنۍ وروسته د یوې بلې پنځه کلنې دورې په مخه د ترکیې د ولسمشرۍ چارې په داسې وخت کې مخته یوسي چې د راپورونو له مخې د ترکیې اقتصاد په خرابېدو دی. په پارلمان کې د لوړې له مراسمو وروسته به شاندار مراسم په پلازمېنه انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شي چې د نړۍ په لسګونو مشران به په‌کې برخه واخلي. اردوغان د مې په ۲۸مه په دویم پړاو انتخاباتو کې خپل سیال ته ماتې ورکړه.

Pa.azadiradio.com 

په هند کې د اورګاډو د ټکر له امله د مړو شمېر ۲۳۳ ته رسېدلی

د چارواکو په وینا د هند په ختیځ کې د بالاسوري په سیمه کې تېر ماښام د درېیو اورګاډیو د ټکر له امله لږ تر لږه دوه سوه درې دېرشو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. بالاسوري د اودیشا ایالت مربوط سیمه ده، د دې ایالت د امنیت مسوول پرادیپ جینا په ټوټیر کې لیکلي چې د دې پېښې له امله نږدې نهه سوه تنه نور ټپيان شوې دي. سیمه‌ییز حکومت نن د ماتم ورځ اعلان کړې ده. په سیمه کې د ژغورنې هڅې روانې دي او داسې ښکارې چې د تلفاتو شمېر به لوړ شي.

Pa.azadiradio.com 

ثناالله: د طالبانو حکومت له ډیورنډ کرښې پاکستاني طالبان لرې او نورو سیمو ته لېږدوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌الله وايي، د طالبانو حکومت دوی ته ویلي چې له ډیورنډ کرښې به پاکستاني طالبان ليرې او د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدوي. رانا ثنا‌الله دا خبره د امریکا غږ اردو څانګې سره خپله نوې مرکه کې کړې. هغه زیاته کړې، د طالبانو حکومت ورته له ډ‌یورنډ کرښې د افغانستان نورو سیمو ته د پاکستاني طالبانو د لېرې لېږلو خبره دوه میاشتې وړاندې کړې. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې دوی له طالبانو له دې امله ګیله‌من دي چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال له افغانستان راځي او په پاکستان کې یې نا امني جوړه کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بروکسل کې سلګونه افغان کډوالو لاريون وکړ

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پرون په سلګونو افغان کډوالو د کډوالو د چارو د ادارې مخې ته لاریون وکړ. دا احتجاجي لاریون د دې لپاره ترسره شو چې د بلجیم حکومت هغه افغانان د کډوالو په توګه ومني چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې بلجیم ته ورغلي دي. د بلجیم حکومت په وروستیو کې یو قانون تصویب کړی چې له مخې یې نویو ورغلیو افغانانو ته د کډوالۍ اسناد نه ورکوي. لاریون کوونکو ازادي راډیو ته وویل، د دې نوي قانون له امله ګڼ افغانان چې یوه لویه برخه یې ماشومان دي بې برخلیکه پاتې دي. د دې لاریون تنظمونکي هغه کسان دي چې د بلجیم تابعیت لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جوزجان کې د کانګو ناروغۍ له امله يو ډاکتر مړ شوی او ۵ نور پرې اخته شوي

طالبان په جوزجان کې د کانګو ناروغۍ له امله د یوه ډاکتر د مړینې او په دې ناروغۍ د پنځو روغتیایي کارکوونکو د اخته کېدو خبر ورکوي. کانګو ناروغي په جوزجان کې تېره اوونۍ د دوو تنو نورو ژوند اخیستی و. داسې راپورونه خپاره شوي چې دا ناروغي په فاریاب او بلخ کې هم خپره شوې، خو تر دې دمه د دې ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو دقیقې شمېرې نه‌دي خپرې شوي. کانګو یو ډول اخیستونکې ناروغي ده چې د څارویو په پوستکي کې د یوې وړې خزندې له لارې انسانانو ته لېږدي.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ سبا د افغانستان او سريلانکا دويمه يو ورځنۍ سیالۍ ده

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ سبا یکشنبې د روانو یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه سیالي ده. دا لوبه د کابل په وخت د سهار نهه بجې د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې پیلېږي. د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه پرون افغان لوبغاړو د شپږو وېکټو په توپیر خپله کړه. که چېرته افغانان په سبانۍ لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړي، نو د درېیو پنځوس اووره لوبو د دې لړۍ جام به وګټي. د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه یوه ورځنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ ده.

Pa.azadiradio.com 

پاکستانی فعال 'جبران ناصر' د برمته کوونکو له منګولو خوشې شو

د پاکستان د بشري حقونو فعال جبران ناصر پرون وروسته تر دې له برمته کوونکو خوشې شو، چې په لسګونو کسانو د ده د خوشې کېدو لپاره په کراچۍ کې مظاهره وکړه. د پنجشنبې په ورځ د ښاغلي ناصر مېرمنې منشا پاشا په ټویټر کې لیکلي و چې دا او د دې مېړه ماښام کور ته روان وو چې وسله‌والو د دوی د موټر مخه ونیوله او ناصر یې له ځان سره یوړه. د ناصر د برمته کېدو مسوولیت هیچا نه‌دی اخیستی. ده د حکومت له لوري د مخکیني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د پلویانو پر نیولو اعترا ض کړی و.

Pa.azadiradio.com 

هند کې د رېلګاډو د ټکر له امله ۵۰ کسان مړه او تر ۵۰۰ ډېر ټپيان شوي

د هند په ختیځ کې د اودیشا په ایالت کې د دوو رېلګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه پنځوس کسان مړه او تر پنځه سوه ډېر ټپيان شوي دي. دا ټکر د جمعې په ورځ د کلکتې او چینای تر منځ د سفر پر مهال وشو. د هند د رېلګاډو د برخې عمومي رییس امیتاب شرما فرانس پرېس اژانس ته پرون ناوخته وویل، چې دوه مسافر وړونکي رېلګاډي ټکر شوي او یو باروړونکی رېلګاډی هم هلته ولاړ و چې هغه هم زیانمن شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

يو اسټراليايي سرتېري افغانستان کې د يوې قضيې په خاطر خپل کار له لاسه ورکړ

د اسټرالیا د ځانګړیو هوایي خدماتو یو پخوانی سرتېری چې په خپل هېواد کې د اتل په سترګه ورته کتل کېږي، د افغانستان د یوې قضیې په خاطر کار له لاسه ورکړ. وروسته تر دې چې محکمې اعلان وکړ چې بین رابرټز سمېت په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو د موجودیت په وخت څلور تنه وژلي په اسټرالیا کې دا غوښتنې زیاتې شوې چې له ده څخه هغه مډالونه باید بېرته واخیستل شي چې د پوځي خدمت په ترڅ کې یې ترلاسه کړې دي. د اسټرالیا په پارلمان کې د زرغون ګوند غړي ډیویډ شوبریج وویل: "زه فکر کوم چې په دې باید وپوهېږو چې کله د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل شرموونکې او ناوړه شېبه وبلله

واشنګټن اګزامینر: د امریکا واشنګټن اګزامینر خپرونې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر پروسه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر انتقادونو لیکنه خپره کړې ده. د خپرونې په لیکنه، پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوسني ولسمشر جو بایډن انتقاد کړی، چې له افغانستانه یې د امریکايي پوځیانو د وتلو پروسه سمه نه وه مدیریت کړې. خپرونه زیاتوي، ښاغلي ټرمپ د فاکس نیوز تلوېزیون یوه بحث کې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې له افغانستانه د وتلو په اړه وویل، دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې او ناوړه شېبه وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سپوږمۍ ته د تلونکې فضايي بېړۍ پر بهرنۍ برخه د 'ادا لیمون' نظم لیکل کېږي

په پام کې ده چې د مشتري یوې سپوږمۍ ته د ناسا د تلونکې فضايي بېړۍ پر بهرنۍ برخه د امریکايي شاعرې ادا لیمون یو نظم ولیکل شي. کله چې له امریکایۍ شاعرې ادا لیمون څخه غوښتنه وشوه چې د مشتري د کنګل وهلې سپوږمۍ لپاره یو شعر ووايي څو د مشتري مدار ته د روانې فضایي بېړۍ پر بهرنۍ برخه ولیکل شي نو دا وايي چې د ډېر زیات هیجان او ویاړ احساس ورته پیدا شو، خو وايي، په عین حال کې حیرانه وه چې دومره لوی مسوولیت به څنګه سرته رسوي. ۴۷ کلنه لیمون چې د دویمې دوه کلنې دورې لپاره د امریکا د لومړۍ درجه شاعرې په توګه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټينګار وشو

په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې په ګډه سرمشریزه کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وشو او د غونډې برخه‌والو وویل، د ښځو او نجونو بشري حقونه دې رعایت شي. په دې غونډه کې چې د قرغزستان په چوپان عطا ښارګوټې کې پرون ترسره شوه د قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان ولسمشرانو او د ترکمنستان د ولسمشر په استازیتوب د دغه هېواد یوه پلاوي برخه اخیستې وه. د اروپایي ټولنې استازیتوب د اروپایي شورا مشر چارلیس میچل وکړ. د دې سرمشریزې برخه‌والو د افغانستان د مخ په خرابېدونکي وضعیت په... Читать дальше...


Объём столичных закупок у малого бизнеса составил 227 млрд рублей с начала года

Москвичам помогут узнать о сентябрьских выборах депутатов

Кинолог рассказал о правильном поведении хозяев на приеме у ветеринара

Праздник Курбан-Байрам отметят в Химках 16 июня



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Власти Москвы будут штрафовать за апартаменты в офисах

Праздник Курбан-Байрам отметят в Химках 16 июня

Жители Подмосковья смогут проверить свое здоровье в 37 парках в эти выходные

160% месячной нормы осадков выпало в Москве с начала июня

Музыкальные новости

Путин приветствовал в России участников и гостей Спортивных игр стран БРИКС

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

Военнослужащие Красноярского соединения стали призерами Чемпионата Сибирского округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия

В «Институте регионального развития» при Уральской ТПП прошел семинар «Возможности оптимизации налогов для производства и налоговые риски»

Новости России

Москвичам помогут узнать о сентябрьских выборах депутатов

160% месячной нормы осадков выпало в Москве с начала июня

Власти Москвы будут штрафовать за апартаменты в офисах

Жители Подмосковья смогут проверить свое здоровье в 37 парках в эти выходные

Экология в России и мире

В Подмосковье обустроили 176 пешеходных маршрутов: Реутов в лидерах

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

Какие украшения чаще всего дарят на годовщину свадьбы: исследование «585*ЗОЛОТОЙ»

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Спорт в России и мире

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Moscow.media

Северные ночи...

Больше функций для комфорта: беспроводные клавиатуры Fstyler FBK26C AS, FBK27C AS и FBK36C AS от A4Tech

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута

Жители Екатеринбурга в День России вывесили баннеры против точечной застройки







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *