Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2023

Новости за 22.06.2023

Pa.azadiradio.com 

د بريتانيا د پارلمان لسګونو غړو د افغان ښځینه فوټبالرانو د ملاتړ غوښتنه کړې

د بريتانيا د پارلمان لسګونو غړو د فوټبال له نړيوال فدراسيون یا فيفا څخه غوښتي چې د افغان ښځينه فوټبالرانو ملاتړ وکړي چې په جلاوطنۍ کې ژوند تېروي. د فوټبال د نړيوال فدراسيون یا فيفا رييس ته په يوه ليک کې د بريتانيا د پارلمان له سلو زياتو غړو غوښتنه کړې، چې افغان ښځينه فوټبالرانو ته چې اوسمهال په جلا وطنۍ کې ژوند کوي، په نړيوالو لوبو کې د سيالۍ زمينه برابره کړي. د فیفا مشر جياني اینفانتينو ته په خپل لیک کې دغو استازو د جنورۍ په میاشت کې د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ او د افغانستان د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مقاومت جبهې ادعا: طالبانو په شمال کې د سیمه ییزو ترهګرو ځای پر ځای کول پیل کړي

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو ضد وسله واله جبهه ادعا کوي، چې طالبانو د افغانستان په شمال ختیځ او شمال لوېدیځ کې د هغو کسانو ځای پر ځای کول پیل کړي چې د دوی په خبره 'سیمه ییز ترهګر' دي. دې ډلې د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې دا پلان 'د قومونو پر یووالي او سوله ییز ګډ ژوند وروستۍ ګوزار' ګڼلی دی. دغه جبهه ادعا کوي، چې افغانستان د یوې نیابتي ډلې او د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو تر اشغال لاندې دی. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'آی او سي' د افغانستان المپیک ملي کمېټې ته خبرداری ورکړی

د المپیک نړېوالې کمېټې یا 'آی او سي' خبرداری ورکړی که په افغانستان کې د دغې کمېټې د چارو د سمون او ښه کېدو لپاره پیل شوې هڅې ګړندۍ نه شي نو دوی به په راتلونکې ناسته کې د افغانستان د سپورټ په اړه یوې پرېکړې ته ورسېږي. د المپیک نړېوالې کمېټې په یو تازه اقدام کې د افغانستان المپیک ملي کمېټې ته خبرداری ورکړی که خپلې کړې ژمنې چې د افغان نجونو لپاره د سپورټ په برخه کې لازم او هر اړخیز فرصتونه برابرول دي پوره نه کړې نو د المپيک راتلونکې نړیوالې ناستې که به د افغانستان د سپورټ په اړه یوې پرېکړې ته ورسېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: طالبان د ښځو د حقونو د نقضولو په دوام نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولای

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان د ښځو او نجونو د حقونو د نقضولو په دوام نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولای. د امریکا دبهرنیو چارووزارت وايي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل؛ د ښځو او نجونو سره د هغوی په چلند پورې اړه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاټل د چهار شنبې په ورځ په یوه خبرې ناسته کې وویل، طالبان د ښځو او نجونو د حقونو په نقض کولو سره نه یوازې دا چې د افغانستان راتلونکی شا ته بوزي، بلکې خپلو تمایلاتو ته چې د نړیوالو د مشروعیت د پېژندلو په اړه دی، دوی لا هم دوام ورکوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: روسي ځواکونو پر اوکراین د بریدونو یوه نوې څپه پیل کړې

اوکرایني چارواکي وايي، روسي ځواکونو پر اوکراین د بریدونو یوه نوې څپه پیل کړې ده. د اوکراین د پوځ د لوی درستیز دفتر وايي، په تېر یوه شپه او ورځ کې روسيې پر اوکراین د راکټي او بې پیلوټه الوتکو لسګونه بریدونه کړي. اوکرایني چارواکو ادعا کړې چې د اوکراین د هوایی مدافعې سیستم د ایران ساخت شپږ بې پیلوټه الوتکې چې روسیې کارولې نسکورې کړي. دوی ویلي، چې د روسیې پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین پر ملکي تاسیساتو ۴۴ راکټونه توغولي دي. په بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو نور جزییات یې نه دي ورکړل شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوتونبایوا: د محدودونکو فرمانونو په شتون کې د طالبانو رسمیت پېژندنه امکان نه لري

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وایي، که طالبان پر ښځو د محدودیتونو فرمانونه لغوه نه‌کړي، هېڅ امکان نه‌‌شته چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي. د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ غونډه تر ډېره د طالبانو د حکومت پر هغو تګلارو متمرکزه وه چې له مخې یې د ښځو او نجونو حقونه محدود شوي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا غونډې ته په خپله وینا کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو د محدودیت فرمانونه لغوه کړي. د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پېژندل شوی افغان دیني عالم 'صدیق الله فدايي' ومړ

د افغانستان یو پېژندل شوی دیني عالم په جرمني کې مړ شوی دی. د صدیق الله فدايي د کورنیو غړو تایید کړې، چې هغه نن پنجشنبه د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه. فدايي د افغانستان د هغو دیني عالمانو له ډلې و، چې په ډېرو دیني بحثونو کې برخه اخیستې او په جرمني کې يې د اسلامي تعلیماتو په برخه کې له کلونو راهیسې هڅې کولې او په دین کې د منځلاریتوب پلوی و. صدیق الله فدايي، په اروپا کې په کلتوري او فرهنګي چارو کې هم فعال رول درلود او ډېر کله یې په مونشن کې د افغانانو فرهنګي او کلتوري غونډې جوړولې چې ګڼو اروپا مېشتو افغانانو په کې ګډون کاوه.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې څرګندونو ته غبرګون وښود

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، ټولو هغو نړیوالو مکلفیتونو ته ژمن دي چې د اسلام او د افغانستان له کلتور په ټکر کې نه وي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د طالبانو حکومت سربېره پر دې چې ټولشموله نه دى، ټول نارینه محوره دی. اوتونبایوا په دې غونډې کې طالبانو ته په ښکاره وویل، تر هغې چې پر افغانو ښځو او نجونو بندیزونه لرې نه کړي نړۍ به يې حکومت په رسیمت ونه پیژني. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ افغان لوبډلې په عربي متحده اماراتو کې تمریناتي کمپ پیل کړی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دیش پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لپاره څو ورځنی تمریناتي کمپ پیل کړ. د افغانستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې دغه کمپ یې په ابوظبۍ ښار کې د لا ښه چمتوالي په موخه پیل کړی دی. که څه هم یادې ادارې د شل اوریزو سیالیو لپاره لا لوبډله نه ده اعلان کړې، خو د یو ورځنیو سیالیو لپاره یې روانه اونۍ د ۱۹ـ کسیزې لوبډلې ترڅنګ ۱۰ احتياطي لوبغاړي هم اعلان کړل. ټاکل شوې، چې افغانستان او بنګله‌دېش د جولای په ۵مه نېټه د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فوټسال؛ د اسیا ملتونو جام د لارموندنې په سیالیو کې د افغانستان سیالان معلوم شول

د فوټسال د اسیا ملتونو جام د لارموندنې په سیالیو کې د پچه اچونې له لارې افغانستان په ب ګروپ کې راغی او سیالان یې معلوم شول. د پنجشنبې په ورځ د افغانستان فوټبال فدراسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پچه اچونه د جون په ۲۲مه نېټه د مالیزیا په کولالمپور ښار کې ترسره شوه. د یاد فدراسیون د خبر پر اساس، افغان لوبډله به د اندونیزیا، سعودي عربستان او ماکایو هېوادونو پر وړاندې سیالۍ وکړي. د اسیا د ملتونو جام د لارموندنې پړاو سیالۍ د روان کال د اکټوبر میاشتې په ۷ نېټه په اندونیزیا هېواد کې پیلېږي چې تر ۱۱مې نېټې به دوام وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د انګلستان او اسټرالیا د ښځو ترمنځ هم د ایشیز لوبلړۍ پیل شوه

د انګلستان او اسټرالیا د ښځینه کرکټ لوبډلو ترمنځ هم د ایشیز لوبلړۍ د انګلستان په کوربتوب پیل شوه. په دې لوبلړۍ کې به یوازې یوه ټېسټ سیالي وي چې نن پنجشنبه د انګلستان په ناټینګهم ښار کې پیل شوې ده. د دې ټېسټ سیالۍ پچه اسټرالیا ګټلې او توپوهنه یې پیل کړې ده. دا سیالي به پینځه ورځې دوام وکړي. دغه راز دواړه هېوادونه به د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ جولای میاشتې په لومړۍ نېټه پیل کړي او ورپسې به د همدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم پيل کړي. باید وویل شي، چې د یادو هېواونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: بزګران د کوکنارو د کښت منع کولو له امله متاثر شوي او مرستو ته اړتیا لري

ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې په افغانستان کې له بزګرو سره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې مرستې وکړي. په داسې حال کې، چې ملګرو ملتونو تر اوسه په افغانستان کې د کوکنارو د وضعیت په اړه د سروې پايلې نه دي اعلان کړي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د ځينو ادارو د راپورونو پر بنسټ ادعا کوي، چې طالبان تر یوه حده د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې بريالي شوي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د دې سازمان د امنیت شورا هغې غونډې ته چې د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د ښځو پر وړاندې د تبعیض له اړخه تر ټولو بد هېواد وبلل شو

د نړۍ اقتصادي فورم افغانستان د نړۍ په کچه هغه هېواد بللی، چې د ښځو پر وړاندې تبعیض په کې ډېر دی. د نړۍ اقتصادي فورم په ۲۰۲۳م کال کې د زده کړو او اقتصادي او سیاسي مشارکت په برخو کې د ښځو د ونډې په اړه په خپل نوي راپور کې چې د جون په ۲۰مه یې خپور کړی، افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو پر وړاندې د تبعیض له اړخه تر ټولو بد هېواد بللی دی. د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د نړۍ د اقتصادي فورم په راپور کې افغانستان د ۱۴۶ هېوادونو په لست کې وروستی هېواد دی. د دې راپور پر بنسټ د ۱۴۶ هېوادونو له ډلې ۱۱۷ یې په دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ریچارډ بېنیټ په لغمان کې د طالبانو له‌خوا د یوه کس اعدام 'ظالمانه او ناانساني' وباله

د افغانستان د بشری حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ د طالبانو د حکومت له خوا په لغمان ولایت کې د اعدام تطبیق 'ظالمانه او ناانساني' بولي. طالبانو د روانې اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ په لغمان ولایت کې د محمد اجمل په نوم یو کس د یوې کورنۍ د پنځو غړو د وژلو په جرم په عام محضر کې اعدام کړ. ریچارډ بېنیټ له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې ملګري ملتونه د طالبانو دغه عمل غندي. بېنیټ دا هم وویل، چې دا یوازې د غیرقانوني اعدامونو او له افغانستان سره د لاسلیک شویو ژمنو د ماتولو یوه بېلګه ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوتونبایوا: د طالبانو حکومت ټولشموله نه دى

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وايي، د طالبانو حکومت سربېره پر دې چې ټولشموله نه دى، ټول نارینه محوره دی. روزا اوتونبایوا پرون چهارشنبه، د جون ۲۱مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د طالبانو حکومت به تر هغه په رسمیت ونه پېژندل شي چې طالبان د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو فرمانونه لغوه نه کړي. د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې طالبانو د واک په ترلاسه کولو سره د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې د نجونو پر مخ بندې کړې او هم یې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتونو منع کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا او خوست د مرګونې زلزلې یو کال پوره شو

د پکتیکا او خوست د مرګونې زلزلې یو کال پوره شو. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په دې مناسبت په یوه بیان کې ویلي چې د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو ټولنو سره مرستو ته ژمنه ده او لا هم د افغانستان په دې زلزله ځپلو سیمو کې فعال ټیمونه لري. د بیان له مخې یونېسف هلته د څه باندې ۲۲ زرو کسانو لپاره د څښاک د پاکو اوبو ۱۲ نوي سیستمونه جوړ کړي. یونېسف همداراز ویلي چې د شپږ نیمو زرو ماشومانو لپاره یې ۱۴۰ ټولګي پرانیستي دي. د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۱ او ۲۲ باندې په پکتیکا او خوست کې سختو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هکرانو د چک راډیو پر ویبپاڼو سایبري بریدونه کړي

د چک راډیو 'چیسکي روزلاس' وايي، چې د اوکراین په اړه د رسنیو کنفرانس له پیل څخه څو ساعته مخکې نن جون ۲۲مه د دوی پر ویبپاڼو د هکرانو پراخ سایبري بریدونه وشول. د چک جمهوریت ولسمشر پیټر پاول او د کییف ښاروال ویتالي کلیتچکو پر اوکراین د روسیې د یرغل پر مهال د رسنیو په رول ویناوې کولې. د چک راډیو په وینا، هکرانو د دې راډیو ټولې ویبپاڼې او همدارنګه د دې غونډې د دوو نورو تنظیم کوونکو ویبپاڼې راډیو ژورنال او iROZHLAS سټېشنونه غیر فعال کړل. د چک د ولسمشر او د کییف د ښاروال ویناوې بیا د یوټیوب له لارې خپرې شوې.

Pa.azadiradio.com 

په تېره نیمه پیړۍ کې د افغانستان موسیقۍ څنګه مزل کړی؟

موسیقي د نورو کلتوري او ټولنیزو پدیدو په څېر د کلونو په اوږدو کې له بدلونونو سره مخ کېږي. په تېره نیمه پیړۍ کې د افغانستان موسیقۍ څنګه مزل کړی؟ په دې اړه نرګس مومند حسنزۍ له افغان سندرغاړي احمد مريد سره خبرې کړي، چې له ماشومتوبه له موسیقۍ سره پاتې شوی دی. دا راپور چې د احمد مرید په غږ پیلېږي د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د شمالي وزیرستان په میرامشا کې د 'پښتون ژغورنې غورځنګ' پرلت دوام لري

د پاکستان د شمالي وزیرستان په میرامشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د خپلو ملګرو د خوشې کولو لپاره پرلت دوام لري. دغه پرلت د جون په نهمه په میرعلي کې پیل شوی و. دې غورځنګ ویلي چې د جون پر ۱۹مه یې مخکښ مشر علي وزیر تر نیول کېدو وروسته د بنو زندان ته لېږدول شوی او له هغې مخکې یې څو نور مهم غړي هم نیول شوي دي.  پرلت ته پرون چهارشنبې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، که ملګري یې خوشې نه شي د اختر په ورځو کې به هم پرلت ته دوام ورکړي. نوموړي ویلي: "په اختر کې به هم موږ مزاحمت کوو،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د الوچو حاصلات ډېر شوي

په کندهار کې د الوچو حاصلات ډېر شوي دي. د کندهار د کرنې ریاست د معلوماتو پر اساس، په دغه ولایت کې پر ۹۰۰ هکټاره ځمکه د الوچو کورني باغونه شته چې کلني حاصلات یې ۴۹۵۰ زره میټرک ټنو ته رسېږي. بلخوا د الوچو د حاصلاتو په راټولو بوخت ځوانان وايي، خوشحاله دي چې تر یوې اوږدې بې‌کارۍ وروسته ورته د کار زمینه برابره شوې. په دې اړه نور تفصيل د لاندې په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي: د بیا رغونې لپاره نږدې ۷ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده

د اوکراین صدراعظم ډینیس شمیهال وایي، تمه لري چې د دې هېواد د بیا رغونې لپاره د نږدې اووه ميلیارد ډالره بسپنه یقیني کړي. په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ویلي، کییف د هغو پرژو لپاره چې کولای شي له جګړې وروسته پرمختګ او د دې هېواد له لا عصري کولو سره مرسته وکړي، مشخصو ژمنو ته اړتیا لري. د اوکراین صدراعظم شمیهال پرون په لندن کې د اوکراین د بیا رغونې کنفرانس ته وویل، جګړې کییف له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې د بیارغونې له یوې سترې پروژې سره مخ کړی دی. هغه زیاته کړه چې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

البانيا د 'مجاهدین خلق' ډلې یو شمېر غړي پر جنایي جرمونو تورن کړل

د البانیا د فساد او منظمو جرمونو ځانګړې محکمې پرون چهارشنبې د دې هېواد کې په یوه کمپ کې دېره د ایران د حکومت د مخالفې وسله والې ډلې 'مجاهدین خلق' یو شمېر غړي جګړې ته د هڅولو او سایبري جرمونو په ګډون د جنایتونو پر څو مواردو تورن کړل. دې محکمې په دې اړه څېړنه او پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د البانیا پولیسو په اشرف ۳ کمپ کې چې د دې ډلې شاوخوا ۲۸۰۰ غړي په کې اوسي، په ترسره شویو عملیاتو کې په لسګونو کمپیوټرونه ضبط کړل. پولیسو په یوه اعلامیه کې وویل چې د دغو قانوني عملیاتو پر مهال د کمپ د یو شمېر اوسېدونکو له خوا له تاوتریخوالي سره مخ شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاریس المپیک لوبو کې د افغانستان د لوبډلې ګډون تر پوښتنې لاندې راغی

د المپیک نړیوالې کمېټې پرون چهارشنبې ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک لوبو کې د افغانستان د لوبډلې ګډون د طالبانو لخوا له سپورټ څخه د ښځو او نجونو د منع کېدو پر سر د مخ په زیاتېدونکي مایوسۍ له امله تر پوښتنې لاندې راوست. د المپیک نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې د سپورټ وضعیت د دوی د عملي اقداماتو لپاره د پرله‌پسې غوښتنو سره سره تر اوسه ډېر د اندېښنې وړ دی. د المپیک نړیواله کمېټې د نورو هر ډول اقداماتو د کولو لپاره د خپل حق خبرداري ته په اشاره وویل چې د پاریس د المپیک په لوبو کې د افغانستان د المپیک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډيلې مېل: په افغانستان کې د اعدام وروستۍ پېښه به د نړیوالې ټولنې غبرګونه راوپاروي

ګارډين: د ګارډین ورځپانې تر دې سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی، د بریتانیا پارلمان له فیفا غوښتې چې په جلا وطنۍ کې د افغانو ښځو د ټیم ملاتړ وکړي. د مطلب په پیل کې راغلي، د بریتانیا د پارلمان له څه باندې سلو غړو د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر جیاني انفانتینو ته په یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې، چې په جلا وطنۍ کې د افغانو ښځینه فوټبالرانو ټیم د ملاتړ لپاره لا زیات کار وکړي. د ورځپانې په لیکنه، انفانیتنو دې ډاډ ترلاسه کړي چې افغانې ښځې کولی شي له نړیوالو سره سیالي وکړي. د بریتانیا د پارلمان غړو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو ته د امنيت شورا د غونډې پيغام څه و؟

په تېرو دوو میاشتو کې دا دویم ځل دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت غونډې جوړوي او له طالبانو غواړي چې محدودونکې کړنې پای ته ورسوي. په پرونۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې وویل، که طالبان د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په خلاف خپل فرمانونه لغوه نه‌کړي، هیڅ امکان نه‌شته چې په رسمیت وپېژندل شي. اسدالله لودین په همدې اړه په اروپا کې د افغان حقوق‌پوهانو د ټولنې له مشر میر عبدالواحد سادات سره مرکه کړې او په پيل کې یې پوښتلی چې د ملګرو ملتونو د پرونۍ غونډې پيغام طالبانو ته... Читать дальше...


Москва киношная: 115 культовых мест

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

«Солисты Москвы» выступили в московской больнице в преддверии Дня медицинского работника

Оптимизация медицины. Хирург рассказал о том как врачи-южане калечат и убивают своих пациентов.



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

«Солисты Москвы» выступили в московской больнице в преддверии Дня медицинского работника

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

Музыкальные новости

«Неприятно, что случилось в Казани». Шипачев — о переходе в минское «Динамо»

В Дубне сотрудники Росгвардии помогли утиному семейству перейти оживленную трассу

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: признание Нато надо применить!

Память Жанны Фриске почтили посмертной наградой и ее песней на музыкальной премии

Новости России

Стотысячный ребенок появился на свет в перинатальном центре в Балашихе

«На пороге изменений». Какие ипотечные программы популярны среди россиян?

Оптимизация медицины. Хирург рассказал о том как врачи-южане калечат и убивают своих пациентов.

«Хорошие дни и плохие»: Кейт Миддлтон поделилась новостями о своем состоянии

Экология в России и мире

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

Гастроэнтеролог Садыков рассказал, как не допустить отравления бутилированной водой летом

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Спорт в России и мире

Карен Хачанов проиграл Вукичу во втором круге турнира ATP-250 в Хертогенбосхе

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Moscow.media

Больше функций для комфорта: беспроводные клавиатуры Fstyler FBK26C AS, FBK27C AS и FBK36C AS от A4Tech

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Сегодня свой 70-летний юбилей отмечает Заслуженный спасатель Российской Федерации Якубовский Валерий Иванович

Утро нового лета....







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *