Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2023

Новости за 12.06.2023

Pa.azadiradio.com 

د ايټاليا پخوانی صدراعظم 'سلفيو برلوسکوني' د ۸۶کلونو په عمر ومړ

ایټالوي رسنیو د ایټالیا د پخواني صدراعظم سلفیو برلوسکوني د مړینې خبر ورکړی. میلیاردر سوداګر برلوسکوني مخکې له دې چې د سیاست ډګر ته ننوځي د ایټالیا د رسنیو تر ټولو لویه کمپنۍ جوړه کړه. د رسنیو د راپورونو له مخې برلوسکوني چې د څه وخت لپاره یې د وینې د سرطان ناروغي لرله او په دې وروستیو کې د سږو ناروغي هم ورته پیدا شوې وه، نن د ۸۶ کلونو په عمر مړ شو.

Pa.azadiradio.com 

ګوټېرېش د اوکراین د غلو دانو د صادراتو له تړونه د روسیې پر وتلو اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونتو ګوټېرېش وايي، له دې کبله اندېښمن دی چې روسیه د راروانې جولای میاشتې په اوولسمه د اوکراین له تور سمندرګي څخه د غلې او کیمیاوي سرې د صادراتو له تړون څخه وځي. مسکو ګواښ کړی چې که د روسیې د غلې او سرې د صادراتو پر وړاندې خنډونه له منځه ولاړ نه‌شي نو له دې تړون څخه چې تېر کال د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړتوب د اوکراین او روسیې ترمنځ لاسلیک شو، وځي. ګوټېرېش نن خبریالانو ته وویل د اندېښنې ترڅنګ سخته هڅه کوي څو دا یقیني شي چې د تور سمندرګي له لارې د روسیې او اوکراین د غلې دانې او سرې د صادراتو تړون پر ځای پاتې شي.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: امریکا بېرته له یونسکو سره یوځای کېدل غواړي

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې یونسکو ویلي چې د امریکا متحده‌ایالات غواړي بېرته له دې ادارې سره یو ځای شي. د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې، یونسکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا متحده‌ایالات په پام کې لري چې بېرته له دې ادارې سره یو ځای شي او د څو کلونو د خپلې ونډې پیسې به چې څه باندې شپږ سوه ميلیون ډالره کېږي، ورکړي. د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې متحدو ایالتونو په یونسکو کې خپل غړیتوب په ۲۰۱۱ کال کې وروسته له هغې وځنډاوه چې په دغه اداره کې یې د فلسطین له غړیتوب سره مخالفت څرګند کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځینو سیمو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل؛ نورستان، لوګر، بدخشان، کونړ او پنجشېر کې یې زیانونه اړولي

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په مرکزي، ختیځو او شمال ختیځو سیمو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او د تالنده برښنا، احتمالي خبر ورکړی دی. نعمت الله د لوګر ولایت د پل علم ولسوالۍ د بابوس کلي اوسېدونکی دی، چې د وروستیو سېلابونو له امله ورته د مال تاوان اوښتی دی. نوموړي ازادي راډیو ته وویل، سېلابونو د ده ټولې کروندې ویجاړې کړې دي. هغه وايي: "له بده مرغه زموږ په سیمه کې سېلابونو ډېری خلک زیانمن کړي، یو شمېر کورونه او زموږ کروندې زیانمنې شوي دي. زموږ په سیمه کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له کبله ۳۹۱ افغانان مړه شوي

د سږکال له پیله څخه ترافیکي پېښو ۳۹۱ کسان وژلي او ۹۴۰ نور یې ټپیان کړي دي. د طالبانو د حکومت د ترافيکو د عمومي رياست مسوولان وايي چې ګڼ شمېر کسان د ٦١١ ترافيکي پېښو په نتيجه کې مړه او ټپيان شوي دي. د سوسن په نوم يو افغانه چې د پروان – کابل پر لاره ډېر تګ راتګ کوي وايي: "موږ شاهد یو چې هره ورځ په یو وخت په څو ولایتونو کې څو ترافیکي پېښې رامنځته کېږي." نوموړې وايي، کله ناکله په دې لويه لاره په يوه ورځ کې څو ترافيکي پېښې ويني. هغې ازادي راډيو ته وویل: "زه فکر کوم چې د ترافيکي پېښو د زياتېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې لپاره نوی مشر وټاکه

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې اسدالله خان یې د غوراوي کمېټې د مشر په توګه ټاکلی دی. تر دې وړاندې دغه دنده نورالحق ملکزي پر مخ بیوله چې ویل کېږي، د شخصي بوختیاوو له امله یې استعفا کړې او اوس د همدې کمېټې د غړي په توګه دنده کوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي لوبډله روان کال په دوو سترو ټورنمنټونو اسیا جام او پنځوس اوریز نړیوال جام کې ګډون کوي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې، اسدالله خان له دې وړاندې هم په افغان کرکټ اداره کې د سرپرست اجرايوي رییس، د غوراوي کمېټې د مشر او ملي لوبډلې د ویډیو انالیسټ په توګه دندې ترسره کړې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ نړیوال جام؛ له هند او پاکستان سره د افغانستان د لوبو نېټې په ډاګه شوې

د کرکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوریزو سیالیو د نړیوال جام پیلیزه سیالي به د انګلستان او نیوزیلنډ ترمنځ د اکتوبر میاشتې په ۵مه نېټه وي. د کرکټ د باوري ویبپاڼې 'کریک اینفو' د خبر له مخې چې د راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام په ترڅ کې به د افغانستان او هندوستان ترمنځ سیالي د اکتوبر په ۱۱مه نېټه په ډیلي ښار کې وي. دغه راز افغان لوبډله به د پاکستان پر وړاندې د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د هند په چینای ښار کې سیالي کوي. که څه هم په دې خبر کې د افغانستان د نورو لوبو نېټې نه‌دي په ډاګه شوي، خو په ټورنمنټ کې لس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فوټبال؛ افغانستان له ایران سره سیالي کوي

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلوليو په ترڅ کې سبا سه‌شنبه د جون ۱۳مه خپله دویمه سیالي له ایران سره ترسره کوي. د کافا اتلولیو په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ سیالي ۱ د صفر پر وړاندې کوربه قرغیزستان ته وبایلله. د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر له مخې، د ایران پر وړاندې سیالۍ چې د کابل پر وخت د ماښام ۷:۳۰ بجې به پیل شي مشر روزونکی عبدالله المطیري به د محرومیت له امله په دې سیالۍ کې ګډون ونه‌کړای شي. خبر زیاتوي، په دې لوبه کې به پخوانی افغان لوبغاړی حمیدالله یوسفزی به د افغانستان د مشر روزونکي دنده ترسره کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران په دوو اوونیو کې نږدې ۱۹زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي

ایرنا خبري اژانس د ایراني چارواکو له قوله خبر ورکړی چې ۱۹ زره هغه افغان کډوال چې په غیرقانوني لارو دې هېواد ته دننه شوي وو، نیولي او بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي. له ایرانه راایستل شوی یو افغان کډوال چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، موده وړاندې په غیرقانوني لارو ایران ته تللی و او خیاطي یې کوله، خو ۱۵ ورځې وړاندې کله چې کار ته پر لار و، ایراني پولیسو ونیوه او افغانستان ته یې راستون کړ. هغه وايي: "زه خیاط یم. غوښتل مې کار ته ولاړ شم، خو هلته یې ونیولم. یو څو ورځې یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر حقونو کمېسيون: پاکستان دې د افغانانو د نيولو لړۍ ودروي

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو په وړاندې د غبرګونونو په دوام، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو لغوه کړی او اوس له هېواده بهر فعالیت کوي، د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغانانو نیول او له دغه هېواده د شړلو لړۍ دې ودروي. د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې مېشته افغان کډواله رویا شېرزۍ وایي، د ویزو د اعتبار نېټه یې ختمه شوې او شپږ ورځې وړاندی يې د پاکستان پولیسو ۱۴ کلن زوی د کور له منځه ونیوه او له ځانه سره یې یووړ. اغلې شېرزۍ چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان د راولپنډۍ محکمې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ناټو په اروپا کې د لوړې کچې هوایي پوځي تمرینات پيلوي

ناټو نن په اروپا کې د لوړې کچې هوایي پوځي تمرینات پيلوي. لوېدیځو اژانسونو دغه تمرینونه چې نږدې دوه اوونۍ به دوام وکړي، بې‌ساري او د دغه سازمان په پنځه اویا کلن تاریخ کې تر ټولو لوی بللي دي. ناټو د خپل تاریخ تر ټولو لوی هوایي پوځي تمرینونه د دغه سازمان د غړو هېوادونو پر ښارونو، هوایي ډګرونو او سمندري بندرونو د هوایي حملو د خوندیتوب په هدف پلان کړي دي. د 'ایر دیفندر 23' په نوم دغه تمرینونه د جرمني په مشرتابه نن دوشنبه پیلېږي چې د جون میاشتې تر ۲۳مې نېټې دوام کوي. فرانس پریس خبري اژانس لیکلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل یو شمېر اوسېدونکي: برښنا شرکت د برښنا بيې څو برابره زياتې کړي

د کابل یو شمېر اوسېدونکي شکایت لري چې د طالبانو تر کنترول لاندې برښنا شرکت د برښنا بیې څو برابره زیاتې کړي دي. عبدالحمید چې په کابل کې ژوند کوي او دوکاندار دی وايي، له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس اوګرېوان دی او اوس هم په یوه کرایي کور کې ژوند کوي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو د حکومت د برښنا شرکت د دوی د برښنا په بلونو لګښت ډېر لیکلي، چې دوی یې د ورکولو توان نه‌لري. نوموړی وايي: "دا دومره وخت زموږ د برښنا بل به ډېر تر ډېره ۷۰۰ افغانۍ راغی، خو دا ځل مو د برښنا بیل ۸۵۰۰ راغلی، اضافي او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د حقوقو او سیاسي علومو فارغ افغان ځوان ترکاري پلوري

يو افغان ځوان د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس سند لري، خو اوس د ترکاریو د پلورلو کاروبار کوي. دا چې نه‌غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، ونه توانېده چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په خپل مسلک کې دنده ومومي، نو ځکه یې د ترکاریو پلورلو کار پیل کړ. ياد ځوان د اقتصادي ستونزو سره سره لا هم هوډ لري چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او په بهر کې د بورسونو د ترلاسه کولو لپاره د انګلیسي ژبې زده‌کړه هم کوي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

ډبيلو‌‌ ايف‌ پي: هڅه کوو د افغان ماشومانو د کار هره بڼه پای ته ورسوو

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو‌ ایف‌ پي' وایي، هڅه کوي چې افغانستان کې د ماشومانو د کار هره بڼه پای ته ورسوي. د ډبلیو‌ ایف‌ پي د افغانستان څانګې دغه خبره د ماشومانو د کار د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت، چې نن د جون په ۱۲مه لمانځل کېږي، کړې ده. که څه هم په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو تازه شمېرې نه‌شته، خو تېرو کلونو کې د افغانستان د کارګرو ملي ټولنې او نورو بنسټونو دغه شمېر ۳ اعشاریه ۷ میلیونه ښودلی دی. د بشري حقونو فعالانو د افغانستان اوسنیو اقتصادي شرایطو ته په پام اندېښنه ښودلې چې دغه شمېر به زیات شوی وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايران تر ۲۵۰ ډېر نور افغان بنديان د طالبانو حکومت ته سپاري

ټاکل شوې چې ایران د چهارشنبې په ورځ له دوه نیم سوو ډېر نور افغان زندانیان په هرات ولایت کې د طالبانو حکومت ته وسپاري. دا خبره په تهران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت شارژدافېر فضل محمد حقاني پرون ناوخته ازادي راډیو ته وکړه. هغه تایید کړه چې پرون یکشنبه نژدې سل زندانیان افغان لوري ته وسپارل شول. حقاني زیاته کړه: "د ایران حکومت تقریباً سل زنداني د نیمروز له لارې د افغانستان اسلامي امارت ته تسلیم کړل اودغه پروسه به دوام لري او انشاالله د چهارشنبې په ورځ به له دوه نیم سوو تر۲۶۰... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بوټو: د طالبانو حکومت دې د 'ټي‌ ټي‌ پي' پر ضد پرېکنده اقدام وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پاکستان کې بېلابېل بریدونه شوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، هېواد کې یې وروستیو کې نا امني ډېره او ترهګریزې پېښې زیاتې شوي چې دی یې پړه په ټي ټي پي TTP اچوي، هغه ډله چې د ده له قوله، د افغانستان له خاورې ګټه اخلي او په پاکستان کې بریدونه کوي، هغه ادعا چې طالبانو تل رد کړې ده. بلاول بوټو له الجزیره تلوېزیون سره خپله نوې مرکه کې وویل، پاکستان د پاکستاني طالبانو تحریک له امنیتي او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شهباز شريف: له مسکو څخه د تېلو لومړۍ جوپه اسلام‌اباد ته ورسېده

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، د اسلام‌اباد او مسکو د نوي تړون له مخې، د روسیې د خامو تېلو لومړنۍ جوپه د کراچۍ بندر ته ورسېده. دا د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي څپرکي له پیله د روسیې د خامو تېلو لومړنۍ جوپه یا محموله ده چې پاکستان ته رسېږي. شهباز شریف یکشنبه ناوخته په یوه تویټ کې دغه خبره کړې او د روسیې د دې ګام هرکلی یې کړی دی. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په تخفیف سره پاکستان ته د روسیې له‌خوا تېل ورکول له اقتصادي پلوه له اسلام‌اباد سره مرسته کوي. پاکستان دا مهال له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هلمند کې یو شمېر کروندګرو د انجې کښت ته مخه کړې

د هلمند ولایت یو شمېر کروندګر وايي، د انجې کښت کمې اوبه غواړي، خو حاصل او ګټه يې ډېره ده. دوی وايي، دغلته کروندګرو له هغه وروسته د انجې کښت ته مخه کړه، له کله چې د اوبو کچه کمه شوه او دغه راز طالبانو پر کوکنارو بنديز ولګاوه. اوسمهال د افغانستان په مارکېټونو کې د يو کيلو انجې بيه له ۱۵ زره افغانيو څخه تر ۲۵ زره افغانۍ پورې ده. په دې اړه نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

فوټبال؛ افغانستان سبا د ايران پر وړاندې لوبه کوي

ټاکل شوې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د مرکزي اسیا د مسابقو په دویمه لوبه کې سبا د ایران پر وړاندې مسابقه وکړي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه مسابقه د کابل پر وخت د ماښام اووه نیمې بجې د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې کېږي. افغانستان د دغو مسابقو په لومړۍ هغه کې د شنبې ماښام د قرغزستان په وړاندې یو د صفر په وړاندې ماتې وخوړه. د مرکزي اسیا مسابقې د قرغزستان په کوربه‌توب پیل شوي دي. په دغو مسابقو کې د افغانستان، ایران، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او عمان ملي ټیمونه په دوو ګروپونو کې مسابقه کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسټراليا کې د بس چپه کېدو پېښې له امله ۱۰ کسان مړه شوي

په اسټرالیا کې پولیسو او رسنیو نن دوشنبه ویلي، لس کسان هغه وخت مړه شول، یو بس موټر چې له واده څخه ۴۰ تنه راستنېدونکي مېلمانه یې لېږدول، د شپې پر مهال نسکور شو. پولیس وايي، ۱۱ نور کسان چې په دې پېښه کې ټپیان شوي وو د سیمې روغتونونو ته لېږدول شوي او ۱۸ نورو کسانو ته زیان نه‌دی اوښتی. پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، د بس چلوونکی د ضروري معایناتو او ارزونې لپاره یوه روغتون ته لېږدول شوی او د پولیسو تر څار لاندې دی. پولیس وايي، د دې پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

اوکرايني پوځيانو په ځینو سيمو کې د خپلو پرمختګونو خبر ورکړی

اوکراین پرون یکشنبه وویل، چې پوځیان یې توانېدلي د دغه هېواد د جنوب ختیځ په درېیو کلیو کې پرمختګونه وکړي. دا له کله چې اوکراین تېره اوونۍ تهاجمي عملیات پیل کړي، د سیمو د نیولو لومړنی راپور ګڼل کېږي. د اوکراین ځواکونو داسې ویډیوګانې خپرې کړي، چې تایید شوي نه‌دي او سرتېري په‌کې ښکاري چې په دونڅیک کې د بلاهوداتني کلي پر یوه بمباري شوې ودانۍ د اوکراین بیرغ رپوي او په ګاونډي کلي نیسکوچني کې د خپلې قطعې له بیرغ سره عکسونه اخلي. د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا مالیار بیا ویلي، په جنوب کې ماکاریفکا کلی هم نیول شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوټلوک: د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ترهګرو تګ راتګ د ترهګرۍ خطر زیات کړی

اوټلوک: د هند اوټلوک مجلې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څار کمېټې پر تازه راپور لیکنه خپره کړې چې وايي، طالبان له القاعده شبکې سره قوي اړیکې لري. دغې کمېټې په خپل راپور کې چې د جون پر پنځمه د امنیت شورا پر ویبپاڼه خپور شو ویلي، د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او القاعده سره د افغانستان د طالبانو اړیکې هغسې پیاوړې پاتې دي. اوټلوک د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څار کمېټې د راپور په حواله لیکي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ترهګرو ازادانه تګ راتګ په سیمه کې د ترهګرۍ خطر زیات کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون په پاکستان کې د افغانانو پر نيولو اندېښنه وښوده

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې د طالبانو د حکومت له‌خوا لغوه شوی او له هېواده بهر فعالیت کوي، په پاکستان کې د هغه هېواد د پولیسو له‌خوا د افغانانو د نیولو د لړۍ په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده. دې کمېسیون پرون یکشنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له کره سرچینو یې معلومات ترلاسه کړي چې پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته یې د ځینو د بېرته استولو لړۍ پراخه کړې ده. دې کمېسیون دا یوه غمجنه پېښه بللې او ویلي یې دي، چې پاکستان په دې کار سره د یو شمېر ډېرو کسانو،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هند د پوهنتونو افغان محصلان له انلاين ازموينو ورکولو منع شوي

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هغه افغان محصلان چې د هند په پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي او هند ته د ویزې د نه ورکولو د ستونزې له امله په افغانستان کې بند دي، په خپلو پوهنتونونو کې له انلاین ازموینو هم منع شوي دي دي. د انډین ایکسپرس ورځپاڼې د راپور له مخې د دغو محصلانو یو شمېر مشرانو هڅې پیل کړي چې د هند او په افغانستان کې د طالبانو له حکومتونو سره دغه ستونزه هواره کړي. ياد افغان محصلان د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، په دې هېواد کې بند پاتې دي ځکه هند ورته له ویزې ورکولو ډډه کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کډوالۍ نړیوال سازمان په لوګر کې ۴۶ سېلاب ځپلو کورنيو سره مرسته کړې

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' وایي، په لوګر ولایت کې یې ټیمونو له ۴۶ هغو کورنیو سره بېړنۍ مرستې کړې چې وروستیو سېلابونو زیانمنې کړي دي. د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې وویل، دغو کورنیو ته د سرپناه بېړنۍ خونې، کورنۍ خېمې او له خوراکي موادو پرته د نورو اړینو توکو لپاره د نغدو پیسو مرستې شوې دي. په عین حال کې د ملګروملتونو پراختیایي اداره یا 'یو این ډي پي' په ننګرهار کې د اوبو لګولو د یوې پروژې د بشپړېدو خبر ورکوي. د دغې ادارې د افغانستان څانګې پرون یکشنبې په یوه... Читать дальше...


Озвучено, при каком условии резко подорожает доллар

Более миллиона заявок подано в рамках обмена замороженных активов

Раскрутка и продвижение ВКонтакте. Раскрутка и продвижение Видео ВКонтакте. Раскрутка и продвижение Песен ВКонтакте.

Что принесла божья коровка. Александр Куприянов представил новую книгу



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Озвучено, при каком условии резко подорожает доллар

Работу аэропорта Казань днем 3 июня ограничили ради безопасности

Гендиректор ОМК Петр Трушин возглавил жюри премии «HR-бренд» от HeadHunter

В Челябинске возбуждено уголовное дело о наркоторговле в отношении членов интернациональной ОПГ

Музыкальные новости

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала

Скандал с пенальти, отмена гола Вендела и решающий мяч Алипа на 95-й! «Зенит» победил «Балтику» в финале Кубка России

"Гриша, уходи!": реакция интернет-сообщества на вылет "Урала" из РПЛ

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву

Новости России

Пушилин оценил разрешение на удары западным оружием по России

Мемориал бойцам бригады «Каскад» открыли в Москве

Работу аэропорта Казань днем 3 июня ограничили ради безопасности

Кабулов рассказал о перспективах для российского бизнеса в Афганистане

Экология в России и мире

Бесплатные ежедневные тренировки от сети фитнес-клубов Spirit. Fitness в парке Горького/Музеон

AlfaBiom выпустили на рынок России БАД с красным ферментированным рисом

Пегас сделал важное заявление по Египту: стали известны цены на туры на предстоящую зиму

Секрет долгожителей Азии раскрыт: гастроэнтеролог Садыков рассказал о пользе красного риса

Спорт в России и мире

Организм был не в состоянии: Потапова прокомментировала поражение на «Ролан Гаррос»

Медведев вышел в 1/8 финала «Ролан Гаррос» — 2024

17-летний россиянин Даниил Саркисян разгромил Форбса из США на юниорском «Ролан Гаррос»

Димитров пробился в четвертьфинал Открытого чемпионата Франции

Moscow.media

Для строительства участка Приморского кольца в Калининградской области ищут подрядчика

В Кировском районе Крыма проверили бывших мигрантов, не вставших на воинский учет

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *