Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2023

Новости за 19.06.2023

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایچ او: افغانستان کې په بېلابېلو ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وايي، په وروستیو کې دا هوا له ګرمېدو سره په افغانستان کې په مختلفو ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی. د دې سازمان په وینا، په وروستیو دوو اونیو کې د ډينګي، کانګو تبې، او کولرا ناروغیو پېښې د پخوا په پرتله ډېرې شوې دي. دې سازمان پرون په خپلو خپرو کړیو معلوماتو کې ویلي چې په وروستیو دوو اوونیو کې د ډينګي د ۳۲ مشکوکو پېښو په اړه راپورونه ورکړل شوي چې تر دې د مخکې اوونۍ په پرتله ۱۸،۵ سلنه لوړوالی ښيي. دې سازمان همدا شان ویلي په وروستیو دوو اوونیو کې د کابل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان نجونو او ښځو پر حالت اندېښنه څرګنده شوه

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنیټ د افغان نجونو او ښځو د بشري حقونو پر حالت اندېښنه ښودلې او د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو د پېژندلو او له هغو د پوښتنو ګروېږونو غوښتنه یې کړې. احمدتکل په دې اړه د ښځو د حقونو له فعالې ګلالۍ مموزۍ سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې که په افغانستان کې د طالبانو اقدامات د نړیوالو قواننیو په اساس بشري جرم وبلل شي نو د افغان ښځو او نجونو د حقونو په وضعیت کې به بدلون راولي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

میټا شرکت د طالبانو اړوند د 'وټس‌ اپ' حسابونه بندوي

نیویارک تایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، میټا شرکت طالبانو پورې اړوند د وټس‌اپ حسابونه تړي. میټا شرکت ویلي، د وټس‌اپ اپلیکېشن د طالبانو ترمنځ د اړیکو په اصلي وسیله بدل شوی او طالبان په خپلو کې د اړیکو لپاره له دې اپلېکېشن استفاده کوي او ان هغه طالبان چې لیک لوست هم نه‌شي کولی، د یوی تڼۍ په کېکاږلو سره کولی شي له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې شي. د نیویارک تایمز په راپور کې راغلي، په وروستیو دوو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د وټس‌اپ کارونه ډېره شوې او طالبان د شخصي اړیکو ترڅنګ، ان د رسمي چارو لپاره هم له وټس‌اپ استفاده کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځینې بزګران او بڼوال: د سړو خونو د نشتوالي له امله مو حاصلات خرابېږي

د بېلابېلو ولایتونو ځینې بڼوال او بزګر وايي، د سړو خونو د نه‌شتوالي له امله یې حاصلات خرابېږي او ډېر کله تاوانونه کوي. د غزني ولایت بڼوال محمد قاسم وايي، چې په خپل باغ کې مختلفې مېوې لري، خو اندېښنه لري چې دا مېوې یې له پخېدو وروسته ورستې نه‌شي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل، چې په ولایت کې یې اوس سړې خونې نه‌شته چې د خپل بڼ مېوې په‌کې وساتي او په مناسب وخت کې یې وپلوري. دا بڼوال وايي: "په هر ولایت کې باید ډېرې سړې خونې وي، چې موږ بڼوال او بزګر لږ تر لږه شل ورځې یا یوه میاشت وکولای شو چې مڼې او خپل نور محصولات په کې وساتو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: افغان طالبانو د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د سولې خبرو د پیلولو هڅې پیل کړي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د قبایلي مشرانو د یوه پلاوي په استولو سره د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو د ډلې ترمنځ د سولې خبرې اترې بیا پیل کړي. اکسپرس تریبیون ورځپاڼې د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د قبایلو یو پلاوی په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي له مشر نورولي محسود سره لیدلي او هڅې یې پیل کړي چې دا خبرې بیا پیل شي. خو ورځپاڼې د پاکستان د حکومت د یوه چارواکي له قوله خبر ورکړی چې دوی وايي، اسلام آباد نور له پاکستاني طالبانو سره خبرې نه غواړي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: افغان طالبانو د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د خبرو د بیا پیلولو هڅې پیل کړي

د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حواله د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي‌ټي‌پي' ترمنځ د خبرو د بیا پیلولو د امکان لپاره د طالبانو د حکومت د هڅو خبر ورکړی دی. دې ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، سرچینې ادعا کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت د قبایلي مشرانو یوه پلاوي په همدې موخه د تحریک طالبان پاکستان له مشر نورعلي محسود سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي. وړاندې راغلي چې د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکو په رسمي ډول دا موضوع نه‌ده تایید کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرايني ځواکونو په زاپوريژيا کې يو کلی بېرته نيولی

په داسې حال کې چې د اوکراین په ختیځه دونیڅک سیمه کې نن بیا هم توده جګړه روانه ده، د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا مالیار نن تایید کړه چې، اوکرایني ځواکونو په زاپوریژیا کې، چې د اروپا تر ټولو لویه اټومي بټۍ په‌کې ده یو کلی له روسي ځواکونو څخه بېرته نیولی. اوکراین د پیاتي خاتکي په نوم کلي د بېرته نیولو خبر څو ساعته وروسته له هغه ورکړ چې ولسمشر ولودمیر زیلینسکي بېګا په خپله وینا کې ژمنه وکړه چې هېواد به یې د روسیې د یرغل د پای ته رسولو په هدف د اقداماتو په ترڅ کې ټولې له لاسه تللې سیمې بېرته ونیسي.

Pa.azadiradio.com 

امریکايي او چینايي چارواکو د اړیکو پر ښه والي خبرې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او د چین ولسمشر شي جین پينګ د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه والي او یو لړ نورو مسلو خبرې کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پېکېنګ ته د خپل کم‌ساري دوه ورځني سفر په پای کې نن د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وکتل. د چین ولسمشر دغه خبرې 'ډېرې ښې بللي او ویلې یې دي: "دواړه لوري د یو شمېر مشخصو مسایلو پر سر له پرمختګ وروسته هوکړې ته سره ورسېدل." شي هیله ښودلې چې دغه لیده کاته به د چین او امریکا د اړیکو له پیاوړتیا سره مرسته وکړي او په خبره یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو افغان خبریال 'رضا شهیر' نیولی

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو د راه فردا راډیو تلوېزیون خبریال رضا شهیر نیولی او نا معلوم ځای ته یې بیولی دی. دې مرکز نن په یوه بیان کې د رضا شهیر د ورور، وهاب شهیر له قوله لیکلي چې رضا د شنبې په ورځ له هرات څخه کابل ته پر لار و، چې د زابل ولایت په شاه جوۍ ولسوالۍ کې د طالبانو امنیتي ځواکونو ونیوه. په زابل ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د پېښې په اړه بې‌خبري ښودلې. د طالبانو حکومت رسماً د رضا شهیر د نیولو په اړه څه نه دی ویلي، خو د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په ۱۴۰۱... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړيوال بانک: افغانستان د ښځینه سوداګرو لپاره مناسب شرایط نه‌لري

نړیوال بانک افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې یاد کړی دی چې د ښځینه سوداګرو لپاره مناسب شرایط نه‌لري. دې بانک په یوه تازه راپور کې چې نن خپور شو، افغانستان داسې یوه هېواد بللی دی چې ورځ تر بلې په‌کې د ښځو تجارت او د دوی د سوداګرۍ لپاره شرایط او قانوني حالت خرابېږي. په دې راپور کې چې عنوان یې دی،۲۰۲۳ کال کې ښځې، تجارت او قانون د طالبانو د حکومت له‌خوا پر افغان نجونو او ښځو لګېدلو بندیزونو ته هم اشاره شوې او زیاتوي، طالبانو داسې لارښوونې او حکمونه صادر کړي دي چې د ښځو د سفر ازادي او د یوې دندې د موندلو لپاره د هغوی وړتیاوې محدودوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې ښځينه سوداګرې له کومو ستونزو او خنډونو سره مخ دي؟

نړیوال بانک په خپل راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري د ښځو د سوداګرۍ پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه په قانوني بڼه نه‌دي تسجیل شوي، بلکې دا محدودیتونه په شفاهي ډول پلي کېږي او د ښځو سوداګریز فعالیتونه یې محدود کړي. مرسلین ارسلا د نړیوال بانک د دغه راپور په اړه له یوې سوداګرې مېرمنې ممتاز یوسفزۍ سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې اوسمهال په افغانستان کې د ښځو سوداګري له کومو خنډونو سره مخ ده؟ دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

ریچارډ بېنیټ: افغان نجونې او ښځې باید زده‌کړو او کار ته پرېښودل شي

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، افغان نجونې او ښځې باید زده‌کړو او کار ته پرېښودل شي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې یو شمېر کارکوونکو د افغانستان په اړه د دې شورا په جوړې شوې غونډه کې زده‌کړو او کار ته د افغان نجونو او ښځو په بېرته ستنېدو ټینګار وکړ. په دې غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د طالبانو له‌خوا د پلان شوي تبعیض له امله په افغانستان کې د جنستي اپارتاید په اړه اندېښنه وښوده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن د چين له ولسمشر سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وکتل. دغه لیده کاته نن دوشنبه پېکېنګ ته د بلېنکن د دوه ورځني کم‌ساري او محوري سفر په پای کې شوي دي. د چین دولتي رسنیو ویلي، د دغو لیدو کتو هدف دا دی څو ډاډ ترلاسه شي چې د لویو قدرتونو ترمنځ اوسنۍ لانجې په شخړه وانه‌وړي. دا له ۲۰۱۸ کاله وروسته چین ته د امریکایي چارواکو لومړنی سفر بلل کېږي. بلېنکن چین ته د سفر په ترڅ کې د هغه هېواد د بهرني سیاست له یوه لوړپوړي چارواکي او دغه راز بهرنیو چارو وزیر او نورو مسوولانو سره کتلي دي.

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک: افغانستان د ښځينه سوداګرو لپاره تر ټولو بد هېواد دی

نړیوال بانک افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې راوستی چې د ښځینه سوداګرو لپاره ښه ځای نه‌دی. نړیوال بانک وايي، افغانستان د ۳۱.۹ نمرو په لرلو سره له یمن او سوډان وروسته د ښځينه سوداګرو لپاره تر ټولو بد هېواد دی. دې بانک په خپل تازه راپور کې چې نن یې 'په ۲۰۲۳ کال کې ښځې، تجارت او قانون' عنوان لاندې خپور کړی، افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په نوملړ کې راوستی چې تر ټولو ټیټ عاید او اقتصاد لري او تر څنګ یې تاوتریخوالي او جګړو، ناسمو پالیسیو، جنسیتي توپیر او د ادارو او بنسټونو بې‌ثباته حالت د ښځو په سوداګرۍ بده اغېزه کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان امنیتي ځواکونو د قامي اسمبلې غړی 'علي وزیر' بیا نیولی

د پاکستان په قامي اسمبله کې د جنوبي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی علي وزیر بیا د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشال څانګې د حکومتي سرچینو او پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په حواله دا خبر ورکړی دی. د علي وزیر موټر چلونکي بادشا پښتین نن مشال راډیو ته ویلي، دوی موټر کې روان وو، چې په سپلګه سيمه کې امنيتي ځواکونه علي وزیر کوز او له ځان سره يې پوځي کلا ته يووړ. د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ ادريس پښتين هم پر ټويټر ليکلي چې علي وزیر هغه مهال نيول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه د 'ولکر تورک' په خبرو پیلېږي

په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه د بشري حقونو په چارو کې د دغه سازمان د لوی کمېشنر ولکر تورک په خبرو پیلېږي. تورک به دغې غونډې ته چې نن دوشنبه پیلېږي، غړو هېوادونو ته د نړۍ د بشري وضعیت په اړه معلومات ورکړي. په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ او له ښځو او نجونو سره د تبعیض په چارو کې د ملګرو ملتونو د یوې کاري ډلې مشره دوروتي ایسترادا غونډې ته د افغانستان په اړه معلومات ورکوي. بېنیټ تېره اونۍ د افغانستان بشري په ځانګړې توګه د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن د چین د بهرني سیاست له لوړپوړي چارواکي سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن چین ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ د چین د بهرني سیاست له لوړپوړي چارواکي وانګ یي سره وکتل. وانګ یي، د چین په حکومت کې د بهرنیو چارو تر وزیر کین کانګ هم لوړ ځای او صلاحیت لري. بلېنکن پرون له خپل چینایي سیال کین ګانګ سره هم وکتل او د لیدو کتو موده یې ۷ نیم ساعته وه، د ملاقات دا موده تر پلان شوي وخت زیاته وه. بلېنکن په دې کتنه کې څرګنده کړه چې امریکا د یوې ازادې، خلاصې او په نړیوالو قوانینو او نظم ولاړې نړۍ غوښتونکې ده. بلېنکن خپل چینایي سیال ته د واشنګټن د سفر بلنه هم ورکړه.

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: افغان طالبانو د القاعده په مرسته ټي‌ټي‌پي ته په مستقیم ډول پناه ورکړې

انډيپينډنټ: د بریتانیا چاپ انډيپينډنټ ورځپاڼې د هغه افغان پیلوټ په باب لیکنه خپره کړې چې په افغانستان کې یې له برتانوي ځواکونو سره همکاري کړې او له بریتانیا څخه روانډا ته د اخراجېدو له خطر سره مخامخ دی. هغه چې د طالبانو پر وړاندې په مبارزه کې یې همکارې کړې، ویلي، کله چې یې بریتانیا هلته د استوګنې درخواست رد کړ، دی فکر کوي چې هېر کړای شوی دی. د ورځپاڼې په لیکنه، د دغه افغان پوځي خدمت دومره نه‌دی، چې له بریتانیا یې د اخراج مخه ونیسي. د افغانستان د هوايي ځواک دغه بریدمن چې د ايتلافي ځواکونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ له بنګله‌دېش سره د يو ورځنيو لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ له بنګله‌دېش سره د راتلونکو دریو یو ورځنیو لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. په دغه نوملړ کې د ۲۹ لوبغاړو نومونه شامل دي چې نولس یې اصلي لوبغاړي یعنې د بنګله‌دېش په وړاندې په را روانو سیالیو کې به لوبېږي او لس نور به یې احتیاطي لوبغاړي وي. د اصلي لوبغاړو په نوملړ کې د ځینو نورو تجربه لرونکو لوبغاړو ترڅنګ د ځینو نویو څېرو لکه شاهدالله کمال، ضیا اکبر، ریاض حسن، اظهارالحق نوید او یو شمېر نورو نومونه هم شامل دي. افغان مخکښ لوبغاړی راشد خان چې له بنګله‌دېش سره په ټېسټ لوبو کې ونه لوبېده، هم په دې نوملړ کې شامل دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د کورنيو توليداتو لوی نندارتون جوړېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه راتلونکې میاشت په کابل کې د کورنیو تولیداتو یو لوی نندارتون پرانېزي. د دې خونې سرپرست محمد یونس مهمند د دغه نندارتون په اړه بېګا ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جولای د میاشتې په ۱۶مه نېټه په کابل ښار کې د امام ابوحنیفه رح په نوم یو لوی نندارتون جوړوي. په دغه نندارتون کې به زموږ صنعتکاران، تجاران، پانګه‌وال او د سیمې له هېوادونو مېلمانه ګډون وکړي." د کورنیو تولیداتو دغه نندارتون به د کابل په چمن حضوري کې پرانستل کېږي او زر غرفې به ولري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يونېسف: افغانستان کې د هوا په تودېدو سره د نس ناستې پېښې ډېرېږي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وایي، په دوبي کې د هوا په تودېدو سره د حادې نس ناستې پېښې زیاتېږي او که درملنه یې ونه‌شي، د ناروغ د مرګ سبب هم کېدای شي. یونېسف پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان د بشرپالنې د صندوق په مرسته له خپلو روغتیایي شریکانو سره د حادې نس ناستې لپاره د درملنې کېټونه چمتو کوي چې په دې هېواد کې به له ۱۳۷ زره زیاتو کسانو درملنه کوي. د روغتیا پالانو په وینا د حادې نس ناستې یا اسهال پر ناروغۍ اخته هغه چا ته وایي چې غایطه مواد یې په ورځ درې ځلې یا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د سرطان اوومه 'چهارشنبه' د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

د طالبانو سترې محکمې د راتلونکې اوونۍ چهارشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان وکړ چې راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې ورځ به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي. د طالبانو سترې محکمې پرون یکشنبې په یوه اعلامیه کې وویل، د قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د میاشتې د لیدو مرکزي کمېټې په مشرۍ د رسمي اعلان پر اساس چې شاهدانو د ذوالحجې میاشت لیدلې او شرعي محکمې ته یې د میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړې، نن دوشنبې د ذوالجې اوله نېټه ده. د اعلان له مخې د راتلونکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې تر ولکې لاندې سیمو څخه د لیدنې لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه نه ده منلې

ملګرو ملتونو پرون یکشنبه ویلي، روسیې یې تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې څو هغه سیمې چې د پوځ تر لنډمهالې ولکې لاندې یې دي، وګوري. دا غوښتنه وروسته له هغې کېږي چې د جون میاشتې پر شپږمه د اوکراین د کاخوفکا بند تر ویجاړېدو وروسته سېلابونه وبهېدل او ملکیانو ته د اکمالاتو لارې وتړل شوې. د اوکراین لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي دنیس براون په یوه اعلامیه کې ویلي، ملګري ملتونه به د ضروري لاسرسي پیدا کولو لپاره خبرو ته دوام ورکړي. هغه وویل د روسیې له چارواکو غواړي چې د نړیوال بشري قانون له مکلفیتونو سره سم عمل وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا د یوه پوځي سټلایټ ناسم توغول تر ټولو لویه ناکامي وبلله

شمالي کوریا وايي، تېره میاشت یې د یوه پوځي سټلایټ ناسم توغول تر ټولو لویه ناکامي وه. د دغه هېواد دولتي اژانس 'کې سي این اې' نن دوشنبه راپور ورکړی، چې دا خبره د واکمن ګوند په تازه کلیدي غونډه کې مطرح شوه. دغه لویه غونډه د جمعې او شنبې ترمنځ رابلل شوې وه، چې کارګرانو او څېړونکو ته په کې امر وشو، د پوځي سټلایټ د ناکامې توغونې په باب څېړنه وکړي او په نږدې راتلونکي کې د بل سټلایټ توغولو ته ځانونه چمتو کړي. ویل شوي پر هغو کسانو سخت انتقاد شوی، چې د سټلایټ د توغولو مسوولیت لري. هغه توغندی چې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان او ایران په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف پرون یکشنبې په تهران کې د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره کتنه ترسره کړه. د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې دا په څه باندې دوو لسیزو کې ایران ته د ازبکستان د یوه ولسمشر لومړی سفر دی. د ایران دولتي اژانس ایرانا ویلي چې له دغې کتنې وروسته چې د تهران په سعد اباد ماڼۍ کې ترسره شوه، د دواړو ولسمشرانو په حضور کې د دواړو هېوادونو چارواکو د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، درمل جوړونې، ټکنالوژۍ او کرڼې په ګډون په مختلفو برخو کې د همکارۍ یوولس تړونونه لاسلیک کړل. دواړه هېوادونه... Читать дальше...


Москвичам помогут узнать о сентябрьских выборах депутатов

Депутат Госдумы Ирина Роднина посетила детский лагерь «Солнышко» в Лобне

Жители Подмосковья смогут проверить свое здоровье в 37 парках в эти выходные

Праздник Курбан-Байрам отметят в Химках 16 июня



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Москвичам помогут узнать о сентябрьских выборах депутатов

Кто из участников Grand piano competition 2024 достоин Гран при?

Кинолог рассказал о правильном поведении хозяев на приеме у ветеринара

Лучшие сериалы: Софья Эрнст, Рузиль Минекаев и Нино Нинидзе

Музыкальные новости

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Нижегородская телебашня включит праздничную иллюминацию в День России

Новинки для пляжа от belle you: купальники Splashes для яркого лета

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого гражданина в ранее совершенной краже

Новости России

Кинолог рассказал о правильном поведении хозяев на приеме у ветеринара

Москвичам помогут узнать о сентябрьских выборах депутатов

Пять проектов Первого канала стали лауреатами премии АПКиТ

Объём столичных закупок у малого бизнеса составил 227 млрд рублей с начала года

Экология в России и мире

Петербургский Пушкинский бал

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

Более 340 тыс. кв м асфальта отремонтировали во дворах Подмосковья

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

Спорт в России и мире

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Moscow.media

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Жители Екатеринбурга в День России вывесили баннеры против точечной застройки

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *