Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2023

Новости за 07.06.2023

Pa.azadiradio.com 

دولت احمدزی: له سریلانکا سره لوبې ته سم نه و چمتو

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلی پخوانی غړی او روزونکی دولت احمدزی په دې اند دی چې افغان لوبډله له سریلانکا سره د یو ورځنیو لوبو لپاره هغسې نه وه چمتو شوې چې پکار و. افغانستان د پنځوس اورونو د دریو لوبو د لړۍ په ترڅ کې یوه لوبه خپله کړه دوې یې بایلودې.

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه؛ افغان لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ وبایلله

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ وبایلله. دغه راز افغان کرکټ بورډ د بنګله‌دېش پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبې ته ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړی دی. د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ د ټېسټ اتلولیو پایلوبه د انګلستان په اوول لوبغالي کې پیل شوې ده. د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې افغان لوبغاړو ښې لوبې کړي چې ۲۹ مقام ته رسېدلي او د سعودي عربستان په پرولیګ سیالیو کې فرانسوي فوټبالر کریم بینزیما له الاتحاد لوبډلې سره تړون کړی دی. په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مرستندویه بنسټونه په کمې شوې بودیجې ۲۲.۳ میلیون اړو افغانانو ته مرستې رسوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، روان ۲۰۲۳ کال د بشري چارو شریکان هڅه کوي، په کمه شوې بودیجې سره په افغانستان کې ۲۲.۳ ميلیون وګړو ته مرستې ورسوي. د اوچا د افغانستان څانګې دا خبره نن په یوه ټویټ کې کړې او افغانستان یې د نړۍ یو تر ټولو ناوړه بحران بللی چې په وینا یې د دې هېواد د وګړو دوه په دریمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو دې ادارې د کمې شوې بودیجې اندازه ۳،۲ ميلیارډ ډالره ښودلې، حال دا چې مخکې یې روان کال په افغانستان کې د بشري چارو لپاره د څه باندې ۴،۶ ميلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

آی او ایم: په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې ۳.۶ میلیونه افغانان کډوال شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې له درې نیم میلیونه ډېر افغانان له افغانستانه کډوال شوي دي. پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته له دې هېواده نورو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو ته د افغان کډوالو شمېر زیات شوی دی. یو افغان کډوال چې اوسمهال په ایران کې ژوند کوي وايي، امنیتي وضعیت او د طالبانو له لوري د نجونو په زده کړو بندیز دی کډوالۍ ته اړ کړی دی. هغه وویل: "زه دلته زده کړو پسې راغلی یم. څوک چې زما غوندې په قانوني ډول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر هېوادونو په سرپل کې د نجونو زده کوونکو د مسمومېدو پېښې څېړنه غوښتې

داسې مهال چې اروپايي ټولنې او د امریکا متحده‌ایالاتو په سرپل کې د افغان نجونو د مسمومېدو پېښه وحشتناکه بللې او د څېړنې غوښتنه یې کړې، د طالبانو حکومت وايي، په جدي ډول دا پېښه څېړي. اروپايي ټولنې او د امریکا متحده‌ایالاتو د افغانستان په شمال سرپل ولایت کې په دوو ښوونځیو کې د څه باندې ۸۰ نجونو مسمومېدل وحشتناکه پېښه بللې او د جدي څېړنې غوښتنه یې کړې. اروپايي ټولنې پرون یوه اعلامیه کې په دې پېښه خواشینې ښودلې او زیاتوي: "دا یو وحشناک جرم دی چې باید سرپرست چارواکي یې وڅېړي او د نړیوالو قوانینو پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له بنده د 'مرتضی بهبودي' د خوشې کولو کمپاين پيل شوی

د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي مېرمن الکساندرا مستوفایا وايي، چې نن د جون په ۷مه نېټه یې د طالبانو له بند څخه د بهبودي د خوشې کولو لپاره ټویټري کمپاین پیل کړ. نوموړې وايي: "له دې دردونکي رنځ څخه پنځه میاشتې تېرېږي، چې زه د خپل افغاني الاصله فرانسوي مېړه مرتضی بهبودي، چې لا هم د خپلو ژورنالېستیکو فعالیتونو له امله په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا زنداني دی کړېږم." مرتضی بهبودي پنځه میاشتې وړاندې د طالبانو له‌خوا ونیول شو. د نوموړي مېرمن وایي، په پنځو میاشتو کې یې د خپل مېړه له‌خوا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د چرګانو ساتنه او کورنۍ اقتصاد؛ د وحيدې فقيري د چرګانو فارم او کاروبار کيسه

د چرګانو او چرګوړو ساتل د ښځو لپاره څه نوې خبره نه‌ده، ډېری دوی په ځانګړي ډول په کليو او بانډو کې دوه درې چرګې لري، چې ګرځي په ډېران خو هګۍ بیا په خپلې کوډلو کې اچوي. خو وحیده فقیري بیا داسې ښځه ده، چې د چرګانو فارم لري. د وحیدې کار او ژوند ته مو په دې راپور کې کتنه کړي، چې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

جرمني د هوايي ځواک تر ټولو لویو تمريناتو ته تیاری نيسي

جرمني د هوایي ځواکونو تمرینونو ته چې د ناټو په تاریخ کې تر ټولو لوی تمرینونه بلل شوي، تیاری نیسي. جرمني او امریکایي چارواکو ویلي، د دغه ځواک له ښودلو یې هدف پر متحدینو او احتمالي دښمنانو لکه روسیې د اغېزو شیندل دي. د هوایې مدافعې په دغو تطبیقاتو کې به چې راتلونکې اوونۍ پیلېږي، لس زره پرسونل او د ۲۵ هېوادونو دوه‌ نیم سوه الوتکې د ناټو پر یوه غړي حملې ته ورته یوه ننداره کې ګډ غبرګون ښکاره کړي. ياد تطبیقات مخکې له دې چې روسیه پر اوکراین یرغل وکړي، له ۲۰۱۸ م کال راهیسې پلان شوي وو. د روسیې یرغل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډيويي مجله؛ د افغان ادبي بهير غونډې او لندن کې د یو کتاب مخکتنه

د ازادي راډيويي مجلې په دې پروګرام کې د افغان مېرمنو د ادبي بهير د غونډو حال درکول کېږي. په خپرونه کې له کندهار او بغلانه هم د ادبي غونډو او مشاعرو په اړه مالومات را اخيستل شوي دي. دغه راز د خپرونې په دوام به نظم واورئ او له دې به هم خبر شئ چې لندن کې د کيسو د يو کتاب مخکتنه وشوه. د مشترۍ سپوږمۍ ته پر تلونکې بېړۍ يو ليکل شوی شعر به هم واورئ. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له‌ منځه وړلو لپاره د تګلارې نقشه جوړه شوې

د پولیو اړوند تخنیکي مشورتي ډله یا 'ټي اې جي' وايي، راتلونکې شپږ میاشتې به په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د پروګرامونو په تاریخ کې تر ټولو مهمه دوره وي. داسې مهال چې روانه میاشت په افغانستان کې د پولیو څلورمه مثبته پېښه ثبت شوه، د پولیو اړوند تخنیکي مشورتي ډلې یا 'ټي اې جي' په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له‌منځه وړو په برخه کې د ګړندي تګلارې نقشه جوړه کړې ده. د پولیو د واکسینونو بشپړ تطبیق، د راتلونکې لپاره د اغېزمنو پروګرامونو تطبیق او عامه پوهاوی په افغانستان کې د 'ټي اې جي' ډلې د ګړندۍ تګلارې برخه ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ بورډ د بنګله‌دېش پر وړاندې ټېسټ لوبې ته لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبې ته ۱۵کسیزه لوبډله اعلان کړه چې ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شوی دی. په اعلان شوې لوبډله کې نجات مسعود، ابراهیم عبدالرحیمزی او اظهارالحق نوید داسې لوبغاړي دي چې په لومړي ځل چانس ورکړل شوی دی. راشدخان بیا په لوبډله کې نه دی اخیستل شوی. کرکټ بورډ په دې تړاو د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د مهالوېش له مخې به دغه ټېسټ سیالي د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نیټې پورې به دوام وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خطاطۍ او انځورګرۍ د کورسونو مسوولان: ورځ تر بلې مو د زده‌کوونکو شمېر کمېږي

په افغانستان کې د انځورګرۍ او خطاطۍ د کورسونو یو شمېر مسوولان وايي، د هرې ورځې په تېرېدو یې د زده‌کوونکو شمېر کمېږي. فاطمه احمدی اته کېږي چې انځورګري کوي. دا چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په یو کورس کې نورو ته انځورګري ور زده‌ کوي وايي، انځورګري په زړه پوری هنر دی خو ورځ تر بلې یې زده‌کوونکې کمېږي. د نوموړې په خبره، د کورس په لومړیو کې یې زده‌کوونکي ډېر وو. هغه وايي: "په لومړیو کې تر ۵۰ زده‌کوونکو زده‌کړې کولې، خو اوس یې شمېر ۳۰ ته راښکته شوی دی او ورځ تر بلې دا شمېر کمېږي. د انځورګرۍ مینه‌وال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرايني چارواکو د خيرسون لسګونه زره کسان له خپلو مېنو بې‌ځايه کړي

اوکرایني چارواکو په خیرسون سیمه کې په لسګونو زره کسان له خپلو اصلي ځایونو وروسته له هغې بې‌ځایه کړي چې د دنیپرو پر سیند ودان د لوی بند د نړېدو په نتیجه کې په سیند کې د اوبو کچه لوړه شوې او تمه کېده چې نن سهار به یې کچه په لاندنۍ برخه کې نوره هم لوړه شي. کییف او مسکو د کاخوفکا د بند چې د شوروي په وخت کې د اوکراین د خیرسون په جنوبي سیمه کې جوړشوی و، د ویجاړولو پړه پر یو بل اچوي. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي دا پېښه د روسیې له‌خوا په قصدي توګه د ویجاړۍ یو عمل او د ډله‌ییزې وژنې چاپېریالي بم یاد کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ سريلانکا له افغانستانه د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د نهو ویکټو په توپیر له افغانستانه لوبه وګټله. د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې۱۱۶منډې کړې وې او د سریلانکا لوبډلې ته یې د ۱۱۷منډو هدف ټاکلی وچې دې ډلې په ۱۶م اور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۲۰ منډې وکړې. په دې سره افغانستان د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وبایلله. افغانستان لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ ګټلې وه، او دویمه او درېیمه بیا د سریلانکا لوبډلې وګټلې.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ افغانستان سريلانکا ته د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ یا پنځوس اوریزه لوبه روانه ده. پچه افغانستان ګټلې او د بېټېنګ پرېکړه یې کړې وه چې په پنځوسو اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۶ منډې وکړې او د سریلانکا لپاره یې د ۱۱۷ منډو هدف ټاکلی. سریلانکا تر اوسه په اتم اور کې ۶۶ منډې کړي او هېڅ لوبغاړی یې نه‌دی سوځېدلی. افغانستان او سریلانکا د جون په دوهمه نېټه د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړه. لومړۍ مسابقه افغانستان د ۶ وېکټو په توپیر وګټله، خو په دویمه لوبه کې سریلانکا د ۱۳۲ منډو په توپير بریا ترلاسه کړه.

Pa.azadiradio.com 

وېسټ د افغانستان په اړه د يو شمېر هېوادونو له استازو سره خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي چې په لندن کې یې په بهرنیو چارو، کامنولټ یا ګډو ګټو او پرمختیایي چارو کې د بریتانیا د دولت له وزیر او د جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د بریتانیا د صدراعظم له ځانګړي استازي طارق احمد او د افغانستان او پاکستان د څانګې له رییس اندریو مک کوبرې سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه خبرې کړې دي. دا خبره ویسټ نن په یوه ټویټ کې کړې، خو په اړه یې نور جزییات نه‌دي ورکړي. نوموړي د امریکا  بریتانیا د ځانګړي اتحاد ستاینه کړې. د افغانستان لپاره د امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایف پي: په افغانستان کې خوراکي توکي له وېش مخکې څېړل کېږي

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډيلیو ایف پي' وایي، له هغو کسانو سره چې په افغانستان او د نړۍ په نورو ځایونو کې د خوړو مرسته کوي، هغوی ته خوندي خواړه رسول یې د پروګرام اساسي جز دی. د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې دا خبره نن د جون د اوومې د خوړو د خوندیتوب د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې کړې ده. د دې پروګرام چارواکي وایي، کابل ته د خوراکي موادو له رسېدو سره سم هغه څېړل کېږي تر څو دا ډاډ ترلاسه شي چې زیانمن شوي او خراب شوي نه وي او وروسته د وېش لپاره په ځانګړو ګدامونو کې زېرمه کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د اوبو کموالی په يو 'کړکېچ' بدل شوی

ځينې کابل مېشتي د لرې لارو مزل کوي ترڅو له ژورو څاګانو د خپل اړتيا وړ اوبه ترلاسه کړي. د افغانستان پلازمېنه کې د اوبو کچه دومره ټيټه شوې چې کارپوهان په دې باور دي چې وضعيت کړکېچن دی.

Pa.azadiradio.com 

ټام وېست په سرپل کې د نجونو زده کوونکو پر مسمومېدو اندېښنه وښوده

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېست وايي، په سرپل ولایت کې د یو شمېر نجونو مسمومېدو سخت اندېښمن کړی دی. وېسټ نن سهار وختي پر ټویټر ولیکل چې د دې پېښې د څېړنې لپاره باید هر راز لازم اقدام وشي، څو په نتیجه کې یې د ماشومانو خوندیتوب یقیني شي. د وېسټ په وینا افغانان دا حق لري چې له وېرې پرته زده‌کړې وکړي. د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم په سرپل کې د شاوخوا اتیا نجونو زده‌کوونکو د مسمومیت په اړه د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ ویلي و، چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

انټوني بلېنکن عربستان ته رسېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون سعودي عربستان ته ورسېد او تمه ده چې نن به له جګ‌پوړو سعودي چارواکو سره وګوري. د انټوني بلېنکن د سفر هدف دا دی چې د واشنګټن او ریاض ترمنځ د ایران، سیمه‌يیزو امنیتي مسایلو او د تېلو د بیو پر سر له څو کلونو راهیسې ترینګلي شوي اړیکې بیا ورغوي. بلېنکن به د ولیعهد محمد بن سلمان په ګډون چې د سعودي عربستان اصلي واکمن بلل کېږي د سعودي عربستان له چارواکو سره وګوري. بلېنکن دویم امریکايي چارواکی دی چې په یوه میاشت کې سعودي عربستان ته سفر کوي. له دې مخکې د سپینې ماڼۍ د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ: د افغانستان او سريلانکا ترمنځ درېيمه يوه ورځنۍ لوبه پيل شوې

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ یا پنځوس اوریزه لوبه پیل شوې. د لوبې پچه افغانستان وګټله او د بېټېنګ پرېکړه یې وکړه. تر اوسه چې د لوبې دولسم اور روان دی افغانستان ۷۲ منډې کړي او ۵ لوبغاړي یې سوځېدلې دي. افغانستان او سریلانکا د جون په دویمه نېټه د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړه. لومړۍ مسابقه افغانستان د ۶ وېکټو په توپیر وګټله، خو په دویمه لوبه کې سریلانکا د ۱۳۲ منډو په توپير بریا ترلاسه کړه.

Pa.azadiradio.com 

فوټبال؛ بینزیما د عربستان له الاتحاد لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی

د فرانسې هېواد د فوټبال نوموتي ستوري کریم بینزیما د سعودي عربستان د 'پرولیګ' سیالیو لپاره د الاتحاد له لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی دی. د سې‌شنبې په ورځ د جون په ۶مه نېټه د الاتحاد لوبډلې په خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي چې له کریم بینزیما سره یې د درې کلونو لپاره تړون کړی دی او تر ۲۰۲۶ کاله پورې به له یاد کلب سره لوبېږي. یاد کلب له ښاغلي بینزیما سره لاس‌لیک شوی تړون د سعودي عربستان فوټبال د ودې لپاره یو بل مهم ګام بللی دی. الاتحاد لوبډلې د دې تړون د قیمت په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو په نورو رپوټونو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ نن د افغانستان او سریلانکا لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ لوبه ده

د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن درېیمه یو ورځنۍ یا پنځوس اووره مسابقه کېږي. دغه لوبه به د کابل پر وخت سهار نهه بجې پيل شي. افغانستان لومړۍ مسابقه د ۶ وېکټو په توپیر ګټلې وه، خو په دویمې سیالۍ کې بیا سریلانکا د ۱۳۲ منډو په توپير بریا ترلاسه کړه. که افغانستان نننۍ مسابقه وګټي، د روانې لوبلړۍ ګټونکی کېږي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا په سرپل کې د ښوونځیو د ۸۰ نجونو پر مسمومېدو اندېښنه وښوده

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري په سرپل کې د ښوونځیو د ۸۰ نجونو پر مسمومېدو اندېښنه وښوده. مېرمن امیري پرون ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ماشومانو د خوندیتوب د یقیني کېدو لپاره باید هر اقدام وشي. هغې لیکلي: "موږ باید د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو، چې له محدودیتونو او ډار پرته تعلیم ته لاسرسی ولري." د یکشنبې په ورځ د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په دوو ښوونځیو کې شاوخوا ۸۰ نجونې، د هغوی د څو ښځینه ښوونکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'ډبلیو ایف پي' د بسپنې د کمښت له کبله یوازې د ۴ میلیونه افغانانو ملاتړ کوي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د بسپنې د کموالي له کبله روانه میاشت په افغانستان کې یوازې د ۴ ملیون کسانو ملاتړ کولی شي. دغې ادارې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، له دومره لږ شمېر کسانو سره په داسې حال کې مرسته کولی شي، چې ۱۵ میلیونه کسان نه پوهېږي، چې د بل وخت خواړه له کومه کړي. دغې ادارې هغه عکس هم خپور کړی، چې د کابل په یوه حوزه کې ځینې کورنۍ د خوړو د مرستو ترلاسه کولو په حال کې دي. د خوړو نړیوال پروګرام په تېره غويي میاشت کې ویلي وو، چې په افغانستان کې له بې‌وزلو سره د مرستې... Читать дальше...


Свыше 550 тысяч москвичей регулярно занимаются плаванием

В Киргизии влияние санкций Минфина США против российской банковской системы ощущалось всего один день

LG ДЕМОНСТРИРУЕТ ПРОФЕССИОНАЛЬНЫЕ ДИСПЛЕИ С УЛУЧШЕННЫМИ ВОЗМОЖНОСТЯМИ ИСКУССТВЕННОГО ИНТЕЛЛЕКТА НА ВЫСТАВКЕ INFOCOMM 2024

Вятичи: почему их считают первыми москвичами



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Свыше 550 тысяч москвичей регулярно занимаются плаванием

Аделина Панина: как распознать и интерпретировать энергетическое поле

В Ясенево врачей поликлиники поздравили с Днем медработника

Воробьев: еще 40 автобусов с USB-розетками выйдут на маршруты в Подмосковье

Музыкальные новости

В Дубне сотрудники Росгвардии помогли утиному семейству перейти оживленную трассу

Парадоксы двойного стандарта

Конференция «Частные инвестиции во внутренний туризм Краснодарского края: проблемы, вызовы, перспективы»

LG HVAC ACADEMY: ГОТОВИМ ПРОФЕССИОНАЛОВ ДЛЯ РАСТУЩЕЙ ОТРАСЛИ

Новости России

Клиентки агентства Maryway рассказали, как их вынудили взять кредиты

MAXIMUM Гриль Фест пройдет в Москве с 21 по 23 июня

В подмосковных лесах выполнены работы по осветлению молодняка

Вятичи: почему их считают первыми москвичами

Экология в России и мире

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Спорт в России и мире

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

Moscow.media

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост

Прощайте, я от вас улетаю

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *