Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2023

Новости за 24.06.2023

Pa.azadiradio.com 

۱۹۲ نور افغان پناه غوښتونکي له اماراتو څخه کاناډا ته رسېدلي

د کاناډا د کډوالو وزیر وايي، پرون له متحده عربي امارات څخه په یوه چارټر پرواز کې ۱۹۲ تنه افغانان دې هېواد ته رسېدلي دي. شان فریزر په یو ټویټ کې کاناډا ته د افغان کډوالو د انتقال په پروسه کې د متحده عربي اماراتو له مرستې مننه کړې. د ۲۰۲۱ کال اګست راهیسې تر اوسه څه باندې دېرش زره افغانان کاناډا ته انتقال شوي، چې د روان کال تر پای به دا شمېر څلوېښت زره ته ورسېږي.

Pa.azadiradio.com 

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونو کې درې کسان وژل شوي

د اوکراین پر څو ښارونو د روسیې د تېرې شپې د توغندیو په بریدونو کې درې تنه وژل شوي او له شلو ډېر ټپیان دي. سیمه ییز چارواکې وايي، د اوکراین په پلازمېنه کيیف کې پر یوې مسکونې ودانۍ د یوه توغندي د لګېدو په پایله کې درې تنه وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي. د چارواکو په وینا، یوولس تنه نور د درې ماشومانو په ګډون په دنیپرو ښار کې وژل شوي او څلور کورونه ویجاړ شوي دي. د خارکییف والي ایهور تیریخوف په خپل ټلېګرام کې لیکلي، د ګازو پر یوې ډبې د توغندي د لګېدو له کبله په دې ښار کې اور لګېدلی دی. د هغه په خبره درې توغندي په خارکییف توغول شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکرایني پیلوټانو د روزنې نړیوال پروګرام راتلونکې میاشت پیلېږي

د اوکراین دفاع وزیر اولکسي رایزنیکوف وايي، د ایف۱۶ جنګي جېټ الوتکو په برخه کې به د اوکرایني پیلوټانو د روزنې نړیوال پروګرام راتلونکې میاشت پیل شي. ډنمارک او هالنډ د ناټو دوه هغه غړي هېوادونه دي چې د اوکرایني پیلوټانو د روزنې او هغوی ته ایف۱۶ جېټ د برابرولو په برخه کې د دې نړیوال پروګرام د هڅو مشري کوي. کییف، چې د روسیي ځواکونو پر ضد يې تهاجمي عملیات پیل کړي، له لوېدیځې نړۍ څخه يې په ځلونو د نویو الوتکو غوښتنه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د واګنر په لاس د روسیې د روستوف ښار نیول؛ پوتین ویلي چې د خپل هیواد دفاع کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې د خپل هېواد د دفاع لپاره به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي. پوتین وروسته له هغه دا خبره کړې چې د واګنر اجیرو ملیشو د روسیې په سویل کې د نظامي تاسیساتو کنټرول واخیست. د دغه شرکت مشر د روسیې په پوځي مشرتابه کې بدلون غواړي. صفي الله ستانکزي په دې اړه رپوټ چمتو کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د هوا توده څپه؛ خلک: د برښنا پارچاوۍ له ستونزو سره مخ کړي یوو

سږ کال له یوې خوا خورا ګرم اوړی او له بلې خوا د برښنا کمښت د پلازمېنې کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. د کابل ښار د خیرخانې کوتل د سیمې اوسېدونکي حدیث هویدا ازادي راډیو ته وویل، په دې سخته ګرمۍ کې چې برښنا ته په کې سخته اړتیا ده په ۲۴ ساعتونو کې پنځه یا شپږ ساعته برښنا لري. نوموړی وایي: "له یوې خوا ګرمي زیاته شوې او له بلې خوا له بده مرغه د برښنا نه موجودیت لویه ستونزه ده. په ټولو ۲۴ ساعتونو کې د سهار له خوا یوازې څلور ساعته برښنا لرو او د شپې له خوا کله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اختر او چمتووالی؛ ځینې افغانان: د کمزوري اقتصاد له امله د اختر خواږه په کور کې پخوو

یو شمېر افغانان وايي، د کمزوري اقتصاد له امله د اختر خواږه په کور کې پخوي. د لوګر ولایت اوسېدونکې راحله وايي: "اقتصادي هم راځي، حفظ الصحه هم پام کې نیول کېږي، ځینې بازاري شیان داسې غوړو کې پخېږي چې روغتیا ته زیان رسوي." راحله، چې د پنځو ماشومانو مور ده وايي، اختر ته څو ورځې ترتیبات نیسي. د راحلې په خبره دوی لویانو او ماشومانو دواړو ته ځانګړي خواړه پخوي، ډېر شیان په کور کې او ځینې شیان له بازاره تیار اخلي، په خبره یې کور کې پاخه کړي شیان د بازار پر تله هم اقتصادي او هم صحي دي. دې ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کاناډا: افغانستان ته د مرستو رسولو د بهیر د اسانتیا لپاره لایحه تطبیق شوه

د کاناډا دولت وايي، چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو د بهیر اسانتیا لپاره لایحه تطبیق شوه. د کاناډا دولت د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د اسانتیاوو او دغه شان د کډوالۍ د فعالیتونو او نورو دولتي کارونو د لایحې طرحه، چې د دغه هېواد د پارلمان له خوا تصویب شوې وه، د شاهي مقام له خوا لاسلیک او نافذ شوه. د کاناډا د جزا قانون او د ترهګرۍ د تمویل ضد مقررات، د افغانستان په څېر هېوادونو او د ترهګرو ډلو تر کنټرول لاندې سیمو کې د بشري مرستو په چمتو کولو کې د پام وړ محدودیتونه وضع کول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني یو ځل بیا د افغان کډوالو د منلو بهیر پیلوي

د جرمني حکومت اعلان کړی، چې د روانې جون میاشتې له ۲۶مې یو ځل بیا د افغان کډوالو د منلو بهیر پیلوي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې له ورځې دغه هېواد ته د خپلو محلي کارکوونکو او له خطر سره مخ افغانانو د انتقال بهیر، چې څو میاشتې مخکې په موقت ډول درول شوې و، یو وار بیا پیلوي. د دې وزارت یو ویاند تېره ورځ جرمني خبري اژانس ته ویلي، چې افغان کډوالو ته به د ویزې د ورکولو کار د روانې جون میاشتې په ۲۶مه نېټه بیا پیل شي. نوموړي ویلي، چې دغه پروسه به په تدریجې ډول په راتلونکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د واګنر شرکت اجیرو ځواکونو په ګډوډیو لاس پورې کړی او د روسیې په یو مهم ښار کې لیدل شوي

د واګنر شرکت د وسله والو تصویرونه په داسې حال کې خپاره شوي، چې د روسیې په جنوبي روستوف کې حضور لري. دا په داسې حال کې ده، چې دغه وسله والې نظامي ډلې د روسیې دفاع وزارت پر وړاندې نظامي خوځښت اعلان کړی.

Pa.azadiradio.com 

ايټاليا کې د پناه غوښتونکو د کښتۍ چپه کېدو له امله تر ۴۰ ډېر کسان مړه شوي

ملګري ملتونه وايي، د ایټالیا لامپيدوسا ټاپو ته څېرمه د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د چپه کېدو په پېښه کې څه باندې ۴۰ کسان مړه شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان یوه ویاند پرون جمعه ویلي، دغه کښتۍ له تونس نه روانه شوې وه او د کامرون، بورکینا فاسو او عاج ساحل ۴۶ پناه غوښتونکي یې لېږدول. د ایټالیا لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ استازې چایرا کاردولیتي ویلي، دغه کښتۍ د پنجشنبې په ورځ ډوبه شوې او په تري تم شویو کې لږه تر لږه یو نوی زېږېدلی ماشوم هم شامل دی.

Pa.azadiradio.com 

امريکا د اسرایيل او فلسطینیانو ترمنځ د کرارۍ لپاره د نورو اقداماتو غوښتنه کړې

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د کرارۍ لپاره د نورو اقداماتو غوښتنه وکړه. سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان د جمعې په ورځ له خپل اسراییلي ساري سره په ټلیفوني مکالمه کې دا غوښتنه وکړه. دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې یو وار بیا ناکراري زیاته شوې ده. په لوېدیځه غاړه کې د تېرې اوونۍ هغه تاوتریخوالی چې فلسطینیان او اسراییلي ځواکونه په کې ښکېل وو، په څو کلونو کې تر ټولو خونړی بلل شوی دی. د سپینې ماڼۍ په وینا سالیوان له خپل اسراییلي سیال ځاچي هانیګبي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو این ایچ سي آر: د بې ځایه شویو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، دوی به په افغانستان کې د جګړې له کبله د بې ځایه شویو کسانو ملاتړ ته دوام ورکړي، چې له خپله کوره لیرې هم هیلې ولري. په افغانستان کې د یو 'این ایچ سي آر' دفتر نن په خپل ټویټر کې لیکلي، چې دوی د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت بېلابېل فعالیتونه تنظیم کړي دي. هر کال د جون میاشتې شلمه د کډوالو نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، چې هدف یې کډوالو او هغو کسانو ته د درناوي جلبول دي، چې په بېلابېلو عواملو له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي دي. د ملګرو ملتونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتین: د واګنر شرکت مشر له روسیې سره خیانت کړی

وروسته له هغې چې د روسیې د اجیرو سرتېرو یوه شرکت د روسیې د ځینو پوځي ساحو د نیولو ادعا وکړه، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي، د خپل هېواد د خوندیتوب لپاره به هره ممکنه هڅه وکړي. هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د روسیې د اجیرو سرتېرو یوه شرکت د روسیې په جنوب کې د پوځي تاسیساتو د نیولو خبره وکړه. د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په هغه وینا کې چې نن شنبه په ژوندۍ بڼه له ټلویزیون خپرېده د واګنر شرکت وروستي اقدامات له 'وسله وال بغاوت' سره تشبیه کړل او ویې ویل د وضعیت د ثبات لپاره به مشخص اقدامات وشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تخاري: د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغانانو د خوشې کولو هڅې روانې دي

په کراچۍ کې د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان د سفارت قونسل وايي، د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغانانو د خوشې کېدو هڅې روانې دي. سید عبدالجبار تخاري نن شنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، لا هم ۲۸۲ کسان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي. نوموړي وویل: "د ټولو خوشې شویو کسانو شمېر ۲۳۸۰ تنه دی او په زندانونو کې د پاتې کسانو شمېر ۲۸۲ ته رسېږي. هڅې روانې دي، چې دوی هم خوشې او وطن ته ستانه کړای شي." تخاري وايي، تېره پنجشنبه هم د سند ایالت له زندانونو ۱۳ نور افغان بندیان خوشې او د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.

Pa.azadiradio.com 

شپېلۍ غږول؛ سهار: ماشومتوب کې به مې په لرګي د شپېلۍ غږولو تمثيل کاوه

یو ماشوم یو شپونکی ګوري چې شپېلۍ غږوي، خوښېږي یې، خو د اخیستلو وس یې نه لري، په عادي لرګي یې هر وخت د غږولو تمثیل کوي، خو دا شوق، شوق پاتې کېږي که نه؟ اوس چې د پنځه څلوېښت کلونو دی کیسه یې اورئ. نسیم سهار سره ثنا کاکړ غږېدلې او دا راپور یې پرې چمتو کړی، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

جرمني افغان کډوالو ته د ویزې ورکولو بهیر بېرته پیلوي

د جرمني د بهرنیو چارو ویاند پرون د المان خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، له څو میاشتو ځنډ وروسته به په افغانستان کې خپلو محلي کارکوونکو او هغو افغانانو ته چې ژوند ته یې خطر دی د جون په ۲۶مه د ویزې ورکولو لړۍ بېرته پیل کړي. المان خبري اژانس د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله لیکلي، په لومړۍ قدم کې به هغو کسانو سره مرسته وشي چې په پاکستان او ایران د جرمني ویزو ته په تمه دي. په راپور دا هم راغلي، چې دا پروګرام به تر راتلونکو اوونیو پراخ شي، څو هغه هدف ته ورسېږي چې په اوونۍ کې ۱۰۰۰ تنه افغانان جرمني ته ولېږدول شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا حکومت له افغانستان سره د مرستو لپاره د پارلمان موافقه ترلاسه کړه

د کاناډا حکومت اعلان کړی، چې افغانستان ته د بشري مرستو د اسانتیا لپاره جوړه شوې لایحه چې پارلمان تصویب کړې شاهي موافقه تر لاسه کړې ده. د کاناډا حکومت پرون د عامه خوندیتوب وزیر مارکو مېنډیسینو له قوله ولیکل، په قانون کې راغلي تعدیلات له دې وروسته نافذ دي. کاناډا له افغانانو سره د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د سي۴۱ د جزا قانون او یو شمېر نورو قوانینو کې تعدیلات راوستي، څو اجازه ورکړي چې افغانانو سره د کاناډايي سازمانونو له‌خوا د اړتیا وړ مرستې وشي. د کاناډا حکومت وايي، نوی قانون به د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له نشه يي موادو سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه: د معتادینو پر وړاندې له شرم او تبعیض څخه لاس واخلئ

ملګري ملتونه سږ کال له نشه يي موادو سره د مبارزې نړیواله ورځ په دې شعار یادوي چې "د معتادینو پر وړاندې له شرم او تبعیض څخه لاس واخلئ!." شل کاله کېږي چې طاهر د نشه یي موادو معتاد دی، ده پخوا په ایران کې ټوکران خرڅول، کله چې افغانستان ته راستون شو ګټلي پیسې يې پر نشه يي موادو ولګولې او دی تش لاس پاته شو چې په دې ډول د خپلې کورنۍ د اوږو بار شو. طاهر وایي، چې د اعتیاد له امله يې لومړی په ټولنه کې اعتبار بايلود او وروسته يې د کورنۍ غړي په خپلوۍ شرمېدل، يوازې شرم نه، بلکې د ده پر وړاندې د خلکو چلند هم بدلون وموند او اوس خلک ناوړه چلند ورسره کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د یوې کورنۍ د نابینا غړو درملنه کېږي

وروسته له هغه چې ازادي راډیو په ارزګان ولایت کې د یوې کورنۍ په اړه راپور ورکړ، چې غړي یې په تدریجي ډول د سترګو لید له لاسه ورکوي، اوس یې وضعیت درک شوی دی. تر اوسه د دغې کورنۍ د پنځو غړو درملنه شوې او ډاکتران هڅه کوي، چې د کورنۍ د نورو غړو د درملنې زمینه هم برابره کړي. نور په دې ويډيو کې:

Pa.azadiradio.com 

د سمندر تل ته د سفرونو د خوندیتوب مقرراتو کې د بدلون غوښتنې په ډېرېدو دي

د سمندر په تل کې په یوه سیاحتي اوبتل کې له وژونکې پېښې وروسته د دې ډول سفرونو د خوندیتوب په مقرراتو کې د بدلون لپاره غوښتنې په زیاتېدو دي، خو د توریزم د صنعت څارونکي وايي، چې په دې برخه کې نوي تدابیر ښايي ناممکن وي. د واشنګټن د اوشین ګیټ شرکت له‌خوا د جوړ شوي ټایټان اوبتل ټولې پنځه تنه سپرلۍ چې د سمندر په تل کې د ډوبې شوې ټایټانیک کښتۍ د لیدو په نیت ورغلي وو، تېره اوونۍ په یوه پېښه کې مړه شول. د ټایټانیک په اړه د هالیووډ د نامتو فلم ډایرکټر جیمز کمیرون چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د خپل دې فلم د جوړولو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستان څخه عربستان ته د افغان زیارت کوونکو د لېږد بهير بشپړ شو

د طالبانو د حج او اوقاف وزارت وایي چې، له افغانستانه، سعودي عربستان ته د افغان زیارت کوونکو د لېږد بهير بشپړ شو. سږ کال له افغانستانه سعودي عربستان ته د حج لپاره درې زره درې سوه شپاړس تنه د کابل، کندهار، مزارشریف او هرات له هوایي ډګرونو ولېږدول شول. د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت تمه ښکاره کړې ده، چې سږکال به د نړۍ له یو سل او شپېته هېوادونو دوه میلیونه کسان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د خبريالانو نړيوال فدراسيون: ستنېدونکي خبريالان د طالبانو له لوري نيول کېږي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون تور پورې کړ، چې افغانستان ته ستنېدونکي خبریالان د طالبانو له لوري نیول کېږي او شکنجه کېږي. 'ای‌ ایف‌ جي' په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ، څرګنده کړه چې د راه فردا تلوېزیون خبریال رضا شهیر دوې ورځې وروسته تر دې طالبانو ونیو چې افغانستان ته ولاړ. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. د 'ای‌ ایف‌ جي' په بیان کې د دوو نورو خبریالانو مرتضی بهبودي و خیرالله پرهر نومونه هم یاد شوي دي چې طالبانو نیولي دي.

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه له اوکراين سره په پوځي برخه کې نوې مرسته اعلانوي

تمه ده چې اروپایي ټولنه له اوکراین سره په پوځي برخه کې، د درې اعشاریه یو اتیا میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي مرسته وکړي. د دې مرستې په اړه به د دوشنبې په ورځ په لوګزامبورګ کې غونډه وشي. په دې غونډه کې به د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هېوادو د بهرنیو چارو وزیران برخه واخلي او له اوکراین سره به د پوځي مرستې په تړاو خبرې وکړي. د اروپایي ټولنې یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رویټرز اژانس ته وویل، چې د لوګزامبورګ په غونډه کې به دا مرسته تصویب شي.

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې پولیس: نیول شوی تاجکستانی وګړی د داعش خراسان څانګې یو مشر دی

د ترکیې پولیس د شامل حکومتوف په نوم د یوه تاجکستاني د نیولو خبر ورکوي او وایي، چې دی د داعش خراسان څانګې له مشرانو څخه دی. حکومتوف چې په ابو مسکین مشهور دی د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې ونیول شو. دی د داعش خراسان څانګې لپاره د خلکو په جلب او جذب تورن دی. داعش خراسان څانګې په دوه زره څوارلسم کال کې د خپل موجودیت اعلان وکړ، چې دا ډله د افغانستان، پاکستان او د تاجکستان په ځینو برخو او د ایران په ختیځ کې فعالیت کوي. د تاجکستان چارواکو تر اوسه د حکومتوف د نیولو په اړه څه نه‌دي ویلي. داعش خراسان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوډان کې د جګړې بیا پیلیدل؛ رسنۍ: کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده

په سوډان کې د پوځ او د ار‌ ایس‌ایف په نوم د چټک غبرګون د ځواکونو ترمنځ د جګړو لمن پراخه شوې ده. پرون په پلازمېنې خرطوم کې الوتکو بمبارد وکړ او د فرانس پریس اژانس په استناد جګړه کوڅه په کوڅه روانه وه. په وروستیو څو ورځو کې دا جګړې د پلازمېنې لوېدیځ لور ته د دارفور او کوردوفان سیمو په لور غځېدلې دي. له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د واک پر سر د دې جګړو د درېدو لپاره څو ځله اوربند وشو، خو بېرته مات شو. د دې جګړو په ترڅ کې تر اوسه تر دوه زره ډېر کسان وژل شوي او تر دوه نیم میلیونه ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.


Глава Ингушетии Климатов подтвердил, что его брат стал фигурантом уголовного дела

На ярославцев выльется пятидесятилитровая бочка дождевой воды

Российскую культуру представили на международной студенческой встрече в Измире

Стартовали съемки продолжения «Чебурашки»



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

На все сто. Настрой у школьников, сдающих Единый госэкзамен, позитивный и оптимистичный

Мемориал бойцам бригады «Каскад» открыли в Москве

Евросоюз разрывают противоречия из-за российского газа

Раскрутка и продвижение ВКонтакте. Раскрутка и продвижение Видео ВКонтакте. Раскрутка и продвижение Песен ВКонтакте.

Музыкальные новости

Ролан Гаррос. Расписание 2 июня. Потапова и Швентек сыграют первым запуском, Синнер – последним

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине

Жители Смоленска с воодушевлением приняли подарок Сбера

Собянин поздравил победителей городского конкурса в сфере культуры и искусства

Новости России

Гендиректор ОМК Петр Трушин возглавил жюри премии «HR-бренд» от HeadHunter

Синоптик: потепление принесло в Москву и Подмосковье «крымские ночи»

Участниками «Бюджетной ипотеки» могут стать, медики, учителя, ученые Подмосковья

Московская поп-рок группа «Градусы» поздравит жителей Ноябрьска с Днем города

Экология в России и мире

Лифтинг — Коги (нити с насечками)

Конференция «Общество и психическое здоровье» прошла в Ставрополе

Бесплатные ежедневные тренировки от сети фитнес-клубов Spirit. Fitness в парке Горького/Музеон

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Спорт в России и мире

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции

Димитров пробился в четвертьфинал Открытого чемпионата Франции

Медведев вышел в 1/8 финала «Ролан Гаррос» — 2024

Синнер повторил достижение Джоковича и Надаля по победам на "Больших шлемах"

Moscow.media

Доступный, летний, твой – StarLine A60 BT GSM ECO

Вечернее поле.

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G

Для строительства участка Приморского кольца в Калининградской области ищут подрядчика







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *