ایا د 'بچه بروت' په رسټورانټ کې مو چاینکي خوړلې؟
په کابل ښار کې د 'بچه بروت' په نوم یو مشهور رسټورانټ چاینکي پخوي. په دې ورځو کې دغه رسټورانټ ډېر یادېږي او خلک د افغانستان د دغو دودیزو خوړو د خوړلو لپاره ورځي.
په کابل ښار کې د 'بچه بروت' په نوم یو مشهور رسټورانټ چاینکي پخوي. په دې ورځو کې دغه رسټورانټ ډېر یادېږي او خلک د افغانستان د دغو دودیزو خوړو د خوړلو لپاره ورځي.
په ایټالیا کې د افغانستان سفارت مني چې د یونان په اوبو کې په ډوبه شوې کښتۍ کې د نورو هېوادونو د اتباعو ترځنګ افغانان هم مړه شوي دي. له شپږ ورځني ځنډ وروسته د یونان په سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د افغانانو مړینه تایید شوه. په ایټالیا کې د افغانستان د سفارت د کونسلي چارو مسوول احمد خالد اکبر د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه کې افغانان مړه دي، خو کره شمېر یې نه دی معلوم. نوموړي وویل: "کوم معلومات چې موږ تر لاسه کړي دي په دې کښتۍ کې لږ افغانان و، د دې لپاره چې دغه کښتۍ... Читать дальше...
د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان یا 'سیف ده چلډرن' خبرداری ورکړی، چې ښايي په راتلونکو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې د درې میلیونو ماشومانو په ګډون له ۱۵ میلیونو ډېر کسان د لوږې له بحران سره مخ شي. د ماشومانو د ساتنې نړيواله اداره 'سيف ده چلډرن' وايي، د ملخانو يرغل د افغانستان اته شمالي ولايتونه تر ټولو زیات اغېزمن کړي او دا وضعيت به په دغه هېواد کې ميليونونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخ کړي. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی، چې په راتلونکو پنځو میاشتو کې به په... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو درې ورځنیو سیالیو په پایلوبه کې مس عینک لوبډلې د ۱۹۱ منډو په توپير امو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله. دغه پایلوبه چې د جون په ۱۷مه نېټه د ننګرهار د شهید نجیب ترکي په لوبغالي کې پيل شوې وه، په شلمه نېټه د مس عینک په ګټه پای ته ورسېده. د پایلوبې لومړۍ پاڼۍ مس عینک ترسره کړه چې ۳۳۵ منډې یې وکړې، مخکښ توپوهونکی یې عبدالله ځدراڼ و چې ۹۳ منډې یې کړې وې. امو لوبډلې ته عظیم ځدراڼ ۵ لوبغاړي وسوځول. امو لوبډلې بیا په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۵ منډې وکړې، دوی ته پخواني ملي... Читать дальше...
د روسیې دفاع وزیر سرګې شویګو نن اوکراین ته خبرداری ورکړ چې که د لوېدیځ له توغندیو په استفادې پر کریمیا برید وکړي، سمدستي به ترې غچ واخلي. شویګو وویل، د اوکراین د وسله والو ځواکونو مشران پلان لري چې د کریمیا ټاپووزمې په ګډون چې روسیې له خپلې خاورې سره ملحق کړې، د روسیې پر قلمرو د امریکایي هیمرز او برتانوي ستورم شډو توغندیو په ذریعه برید وکړي. هغه زیاته کړه چې د پوځي ځانګړیو عملیاتو له زون څخه بهر له دا ډول توغندیو استفاده به دا معنا لري چې متحده ایالات او ستره بریتانیا په بشپړه توګه په دغه جګړه... Читать дальше...
د طالبانو حکومت په لغمان کې ولایت کې یو کس اعدام کړ. د طالبانو حکومت وايي، د سهشنبې په ورځ یې د لغمان ولایت په عیدګاه جومات یو تن اعدام کړی دی. د طالبانو حکومت سترې محکمې نن یوه اعلامیه کې د اعدام شوي کس نوم محمد اجمل ښودلی چې د کابل د ګلدرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او ادعا یې کړې چې په لغمان ولایت کې یې د یوې کورنۍ ۵ تنه وژلي دي. د طالبانو سترې محکمې ادعا کړې چې پر یاد کس یې ابتداییه، مرافعه او تمیز درې ګونو محکمو د اعدام حکم کړی او وروستۍ پرېکړه یې مشر ملا هبتالله څېړلې او د عملي کېدو امر یې کړی دی. Читать дальше...
یو تازه تحقیقاتي راپور ښيي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته نږدې کسان هڅه کوي خپلې شتمنۍ په بهر کې پټې کړي او په دې توګه د نړیوالو بندیزونو له اغېزو ځانونه خوندي کوي. د ای ستوريز او د تنظیم شویو جرمونو او د فساد په اړه د راپور ورکولو د پروژې په مشرۍ د ژورنالیستانو یوې ډلې په خپل نوي تحقیقاتي راپور کې چې نن د جون شلمه خپور شو ویلي چې د دوی موندنې د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د څه باندې پنځوس زره افشا شویو ایمیلونو او اسنادو پر بنسټ ولاړې دي. د دې موندنو له مخې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ماشومتوب... Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان په حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د نیولو او ځورولو لړۍ دې ودروي. په پاکستان هغه افغان پناه غوښتونکي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې هېواد ته ورغلي، وايي، په وروستیو دوو اوونیو کې یو ځل بیا په دې هېواد کې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو لړۍ پیل شوې ده. په پاکستان کې یوه افغان پناه غوښتونکې ویدا عمري ادعا کوي چې پولیس یې کور ته د افغانانو د نیولو په خاطر ورغلي او دا اړ شوې چې د پولیسو له سترګو د پناه کېدو په خاطر له کوره ووځي او... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ناسته به تر یوې میاشتې په جنیوا کې روانه وي او د دې ناستې په راتلونکو ورځو کې به په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر بشري وضعیت لا ډېر بحثونه وشي. په همدې موضوع مرسلین ارسلا د دغه ناستې د تېرې ورځې د ناستې له یوې ګډونوالې شکریې بارکزۍ سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتلي چې دغې ناستې ته د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي وړاندې شوي راپور کې تر کومه د افغانستان رښتینی وضعیت انځور شوی؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
د پاکستان د خبریالانو یوې ټولنې له نړیوالو غوښتي چې په دې هېواد کې له دېره افغان خبریالانو سره مرستې وکړي. د آزادۍ شبکې په نوم د رسنیو د څار ټولنې د جون د شلمې د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان پر حکومت او د رسنیو د ملاتړ د ډلو په ګډون پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغان خبریالانو سره بشري مرستې وکړي او فرصتونه ورته برابر کړي څو په پاکستان کې د ژوند له ستونزو سره مبارزه او په خپل مسلک کې کار وکړای شي. په بیان کې یادونه شوې چې په پاکستان کې دېره افغان ژورنالیستان په ډېرو... Читать дальше...
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ دفتر وايي چې پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل له پیله د روانې جون میاشتې تر ۱۸ مې نېټې پورې د اوکراین ۹۰۸۳ ولسي وګړي وژل شوي او نږدې ۱۶ زره نور ټپیان دي. روسیې د تېر کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین یرغل وکړ. د ملګرو ملتونو دې ادارې نن په یوه بیان کې خبرداری ورکړ چې ښايي د جګړې اصلي تلفات تر دې څو ځلې زیات وي. بیان زیاتوي چې یوازې په جون میاشت کې د ۱۱۲ ولسي وګړو وژنه او د ۴۴۵ تنو ټپي کېدو هم تایید شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا اکثر قربانیان... Читать дальше...
د اوکراین پلازمېنه کییف او څو نور لوی ښارونه تېره شپه د روسیې په راکټي بریدونو کې په نښه شول. د کییف والي سیرهي پوپکو نن پر ټلګرام ولیکل چې د پلازمېنې د هوايي مدافعې سیستم د تېرې شپې په اوږدو کې د روسیې د ډرون پراخ بریدونه شنډ کړل او د ایران ساخت نږدې شل ډرونونه یې راوغورځول. پوپکو زیاته کړه چې په تېرو اتلسو ورځو کې دا پر کییف د روسیې لومړۍ حمله وه. د کییف والي همداراز وویل چې په پلازمېنه کې د هوايي حملو الارم څه باندې درې ساعته دوام وکړ. هغه زیاته کړه چې د بېګانیو حملو د تلفاتو په اړه سمدستي جزییات نهشته. Читать дальше...
د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ریچارډ بېنیټ راپور له حقایقو سره سر نه خوري. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د پرونۍ غونډې او په دې غونډه کې د طالبانو په اوسني رژیم د بشري حقونو د نقض له امله د سختو نیوکو وروسته، د طالبانو حکومت په دې اړه غبرګون ښودلی. د بشري حقونو شورا په غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو متخصصانو او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ په دې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده. Читать дальше...
افغانستان کې د نورو کسبونو تر څنګ ګلفروشي نسبتاً نوی کسب دی، خو دا کسب د نورو کسبونو برعکس کار یې د خلکو د خوښیو له شېبو سره وي. دې راپور کې د هغه چا کيسه اورېدلی شئ چې ټوله کورنۍ يې د ګلانو کاروبار کوي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
په کندهار کې مېشت کوچیان وايي، روانې وچکالۍ زیانمن او څاروي یې ورته له منځه وړي دي. کوچیان شکایت کوي چې د مالي زیان ترڅنګ د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي، آن د څښلو اوبو ته هم لاسرسی نه لري. بلخوا د کندهار د کرني ریاست مسوولان وايي، د موسسو په مرسته هڅه کوي چې ټولو ځپل شویو کوچیانو سره مرسته وکړي. په تېر جمهوري دولت کې کوچیانو د خپلو ستونزو د حل لپاره په دولتي کچه ځانګړی امریت درلود. خو واک ته د طالبانو له ورسېدو وروسته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې دغه امریت له منځه ولاړ او په کرنې او مالدارۍ ریاست کې مدغم شو. Читать дальше...
د هلمند د واشېر ولسوالۍ څخه ګڼو خلکو دغلته د اوبو د نشتوالي له کبله کډه کړې او ځینو اوس د سيمې پرېښودو هوډ کړی. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغلته په ډېر شمېر سیمو کې خلک د څښاک اوبو ته هم لاسرسي نهلري. خلک وايي، په واشېر ولسوالۍ کې کارېزونه وچ شوي او د څاګانو د اوبو کچه هم څو برابره ښکته شوې ده. د سيمې اوسېدونکي له واکمنو غواړي چې په ولسوالۍ کې دې د څښاک د اوبو ستونزه ورته حل کړي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ټینګار لري چې د طالبانو د محدودونکو اقداماتو په ځواب کې باید نړیواله ټولنه د افغان ښځو کلک ملاتړ وکړي. دې شورا ته د دوشنبې په ورځ د افغانستان ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنيټ خپل راپور وړاندې کړ او پهکې یې د طالبانو د زیاتېدونکو سختدریځیو او سرغړونو یادونه وکړه. د شورا ناسته په دې حللارو پای ته ورسېده چې له افغان ښځو باید کلک ملاتړ او د جنسیتي تاوتریخوالي او سرغړونو د پای ته رسولو لپاره د کاري ډلو پروګرامونه وهڅول شي. دا چې نړیواله ټولنه څه کولای شي او ولې نړیوال... Читать дальше...
د بخښنې په نړیوال سازمان کې د افغانستان د څانګې کمپاینرې سمیرا حمیدي ویلي، د افغان ښځو او نجونو د جنسیتي ځورونې عاملان باید ځواب ورکوونکي ووسي. هغې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۳مه ناسته کې چې پرون دوشنبه جوړه شوه وویل، یو تازه راپور ښيي چې افغانستان کې ښځې د جنسیت په خاطر ځپل کېږي. دې غونډې ته په دې اړه راپور د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ او له تبعیض سره د مبارزې کاري ډلې وړاندې کړ. بېنیټ د افغان ښځو وضعیت له پخوا ترینګلی بللی او ویلې یې دي، پر... Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو خپلسره نیول او ځورول سملاسي پای ته ورسوي. دغه سازمان د پناه غوښتونکو کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن د جون په شلمه نمانځل کېږي، دغه غوښتنه کړې ده. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د دغه سازمان په حواله لیکلي، دا کډوال چې پاکستان کې له نیولو او ځورونو سره مخامخ دي، تر ډېره هغه افغانان دي چې د طالبانو له ناوړه چلنده تښتېدلي دي. د بخښنې په نړیوال سازمان کې د جنوبي اسیا یوې مسوولې دینوشیکا دیسانایک ویلي، د افغانانو وضعیت ته د نړیوالو نه پاملرنه د ژورې اندېښنې وړ ده. Читать дальше...
ډيجيټل ژورنال: ډيجيټل ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د دوشنبې د ورځې غونډې ته پام اړولی. ورځپاڼه ليکي، په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بېنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۳مې کلنۍ غونډې ته په خبرو کې له هېوادونو وغوښتل چې "جنسیتي توپیرپالنه یا جنسیتي اپارټاید" دې یو نړیوال جرم وګڼي چې د ده په وینا دا به له دې سره مرسته وکړي چې طالبان د افغان ښځو پر وړاندې د... Читать дальше...
یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې د افغانستان په نهو ولایتونو کې له ۶۷۵ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کړې ده. له دغو مرکزونو څخه څه د پاسه پنځه ميليونه تنو ګټه پورته کړې ده. یونېسف په یوه ټویټ کې ویلي چې د دوبي د تودوخې په رارسېدو سره به د شدیدې نس ناستې پېښې زیاتې شي چې که درملنه یې ونهشي نو د ناروغ ژوند به له ګواښ سره مخ کړي. یونېسف زیاتوي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي او د ۱۳۷ زره کسانو د درملنې لپاره په روغتیايي مرکزونو کې د درملنې کېټونه یا بستې ترتیبوي. Читать дальше...
نن سهشنبه د جون ۲۰مه د کډوالو نړیواله ورځ ده، افغانان په نړۍ کې د کډوالو له سترو ډلو څخه دي. په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګاونډیو هېوادونو او اروپا ته د افغانانو د غیرقانوني کډوالۍ بهیر د پخوا په پرتله زیات شوی دی. د اروپايي ټولنې د احصایې دفتر وايي چې، د روان کال په فبرورۍ کې افغانان په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو له عمده ډلو څخه وو. د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۴۵ زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده. Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډله داعش سخته ځپل شوې او بله فعاله وسلهواله ډله نهشته. د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش د دفتر یا سیګار وروستی راپور هم رد کړ. سیګار په خپل تازه راپور کې داعش ډله، القاعده شبکه او د ملي مقاومت جبهه د طالبانو د رژیم پر وړاندې امنیتي ګواښ یاد کړی. د داعش خراسان ډلې په بدخشان کې د وروستیو چاودنو مسوولیت منلی چې، په ترڅ کې یې... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر اعلان وکړ چې د سمنټو د پنځو لویو فابریکو په جوړولو سره به هېواد د سمنټو په تولید کې پر ځان بسیا شي. باختر دولتي اژانس د طالبانو د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر شهاب الدين دلاور د څرګندونو له مخې لیکلي چې يادې فابريکې به په هرات، کندهار، لوګر، جوزجان او پروان کې جوړې شي. په دې اړه نور جزییات نهدي ورکړل شوي چې دا فابریکې به د کومو کورنیو او بهرنیو شرکتونو لهخوا جوړېږي او په کوم لګښت او کله به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. اوسمهال د غوري او جبل... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن داسې مهال چین ته دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه چې د دغو دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د ښو اړیکو د رامنځته کولو په اړه یې غوښتنه ځواب نهشوه. بلېنکن پرون دوشنبه د چین له ولسمشر شي جین پینګ او نورو لوړپوړو چارواکو سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل، پېکېنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي تماسونو بیا پیلولو ته چمتو نهدی. د هغه په خبره واشنګټن دا ډول تماسونه د غلطو محاسبو او ټکرونو د مخنیوي لپاره مهم ګڼي، په ځانګړې توګه د تایوان په اړه. د همدې تایوان په... Читать дальше...