Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2023

Новости за 16.06.2023

Pa.azadiradio.com 

په پنځو ولایتونو کې د 'جهادي مدرسو' فعالېدل؛ شنونکي یې په سیمه کې د تروریزم پیاوړتیا لپاره شعوري کار بولي

د طالبانو حکومت د رياست الوزرا دفتر د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د جهادي مدرسو عمومي رییس شیخ عبدالواحد طارق په حواله وايي، چې سږ کال دوی د افغانستان په پنځو ولایتونو کې جهادي مدرسې فعالې کړي او طالبان یې ورته جذب کړي دي. په دې اړه د دغه دفتر له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د پوهنې وزارت د جهادي مدرسو عمومي رییس شیخ عبدالواحد طارق سره مدرسو د نصاب، فعالیت او جوړښت په اړه خبرې کړې دي. په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسي ځواکونو نن پر کييف هوايي بريدونه کړي

د اوکراین پر پلازمېنه کییف نن د روسیې له لوري هوايي بریدونه وشول. تر دې مخکې د اوکراین څو سیمې د روسيې له‌خوا د بې‌پیلوټه الوتکو او کروز توغندیو د وژونکو بریدونو سره مخامخ شوې. دا په داسې حال کې ده چې د افریقايي هېوادونو یو لوړپوړی پلاوی د سولې د خبرو اترو په موخه کییف ته رسېدلی دی. پلاوی د کیيف په شمال لوېديځ کې بوچا ښار ته لاړ چې د هوايي برید زنګ وکړنګول شو. بوچا هغه ځای دی چې د اوکراین په وینا روسي پوځیانو په‌کې د تېر کال په مارچ میاشت کې ملکي خلک وژلي وو. د ازادي راډيو د خبر له مخې،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قلم نړيواله ټولنه: طالبان دې افغان شاعر او انځورګر 'حسيب احراري' خوشې کړي

قلم نړيوالې ټولنې د افغان شاعر او انځورګر حسيب احراري پر نيول کېدو خواشيني څرګنده کړې او د نوموړي او نورو هغو کسانو چې د دې ټولنې په وینا د سوله‌ییزو څرګندونو له امله بندیان شوي دي، د بې شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. يادې ټولنې په یوې اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ماښام خپره شوه، د حسیب احراري نیول کېدل د طالبانو له‌خوا د مدني ټولنې او د بیان د ازادۍ د پرله‌پسې ځپلو وروستۍ بېلګه بللې، چې د دې ټولنې په وینا د ښځو د حقونو د فعالانو، خبریالانو او فرهنګي شخصیتونو د خپل‌سرو نیول کېدو لامل شوې. د قلم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې ککړه هوا او شکايتونه؛ طالبان: دا طبيعي ده او څور ورځو کې به ښه شي

په کابل کې د ګنو نوروستونزو تر څنګ ککړه هوا بله لویه ستونزه ده چې د پلازمېنې اوسېدونکي ورسره مخ دي. د زرګونو موټرونو لوګی، په حمامونو او نانوايانو کې د بېلابېلو پلاستیکي او ناتصفیه شويو ډبرو سکرو سوځول هغه څه دي، چې د کابل ښار د څه د پاسه ۶ میلیونو اوسېدونکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی. دغه شان د شنو سیمو او پارکونو کموالی او په مرکز کې د خلکو ګڼه ګوڼه بل لوی لامل دی چې د کابل هوا یې لا ککړه کړې. کابل ښار تر دې وړاندې هم د ککړې هوا په نړیواله درجه بندۍ کې د هغو ښارونو په ډله کې و، چې هوا يې ډېره ککړه ښودل شوې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټېسټ کرکټ؛ بنګله‌دېش افغانستان ته د ۶۶۲ منډو هدف ټاکلی

د بنګله‌دېش ملي لوبډلې د یوازینۍ ټېسټ لوبې په دویمې پاڼۍ کې یوازې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۴۲۵ منډې یې وکړې چې نوره یې خپله پاڼۍ ونه غځوله. بنګالي توپوهونکي نجم الحسین شانتو په دویمې پاڼې کې هم سلیزه ووهله او ۱۲۴ منډې یې وکړې. افغان لوبډله له لومړۍ پاڼۍ هم قرضداره پاتې وه چې په دې سره په ټولیزه توګه افغان لوبډلې ته د ۶۶۲ منډو هدف وټاکل شو. د دې لوبې درېیمه ورځ هم بشپړه شوه او افغان لوبډلې خپله دویمه پاڼۍ پیل کړې ده. د دویمې پاڼۍ په لومړي توپ ابراهیم ځدراڼ وسوځېد او ورپسې عبدالمالک هم خپله وېکټ له لاسه ورکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فوټبال؛ افغانستان نن له ایران سره سیالي کوي

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو ملي لوبډله نن د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې د ایران پر وړاندې سیالي کوي. د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر له مخې چې دغه سیالي د اسیا د ملتونو او نړیوال جام لارموندنې پړاو سیالۍ دي چې افغان لوبډله په ب ګروپ کې ځای لري. د یاد فدراسیون د خبر پر اساس چې سیالي د تایلینډ هېواد په بانکوک ښار کې ترسره کېږي. د ویلو ده چې د افغانستان د کم‌عمره ځوانانو ملي لوبډله به دوه نورې سیالۍ د جنوبي کوریا او قطر هېوادونو پر وړاندې ترسره کړي.

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ د 'ایشیز' لوبلړۍ پیل شوه

په کرکټ کې تر ټولو تاریخي او پخوانۍ لوبلړۍ 'ایشیز' نن یو وار بیا د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ پیل شوه. په دې لوبلړۍ کې پنځه ټېسټ سیالۍ شاملې دي او لومړۍ لوبه یې د انګلستان په برمنګهم ښار کې پیل شوې ده. د لومړۍ سیالۍ پچه انګلستان ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې ده. د دې لوبلړۍ وروستۍ ټېسټ لوبه به د جولای میاشتې په ۳۱مه نېټه پای ته ورسېږي. د کرکټ پوهان وايي چې دا سیالۍ دواړو هېوادونو ته خورا مهمې وي او هر ملک یې چې وګاټي د نړیوال جام تر ګټلو ورته کم ارزښت نه‌لري. د انګلستان کرکټ بورډ د دې لوبلړۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په نيمروز کې د ۵۰ بې‌وزله جوړو ډله‌ييز واده مراسم ترسره شول

د یوه خیریه بنسټ مسوول وايي، تېره ورځ يې نيمروز کې د هغو ۵۰ بې‌وزله ځوانانو ډله‌ييز واده مراسم ترسره کړل چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې د کمزوري اقتصاد له امله نه‌شول کولی ودونه وکړي. بې‌کاري، بې‌وزلي، ناوړه رواجونه او لوړ ولور هغه لوی لاملونه دي چې افغاني ټولنه کې يې د ځوانو جوړو د ودونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي. د افغانستان په لر او بر کې سلګونه زره ځوانان د ولور ګټلو او بې‌کارۍ له امله کلونه کلونه د دوی ودونه ځنډول کېږي. ګل احمد هغه بې‌وزله ځوان دی چې پرون يې نيمرو ولايت کې د ۵۰ جوړو ډله‌ييز ودونو مراسم کې واده ترسره شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې بیا پر اوکراین د میزاییلو وژونکي بریدونه کړي

روسیې تېره شپه هم پر اوکراین د میزاییلو وژونکي بریدونه کړي دي. د اوکراین پوځ وايي، د اوکراین هوايي مدافع ۲۰ بې پېلوټه الوتکې ویشتلي، چې دوه یې په جنوبي سیمه میکولایف کې ویشتل شوي دي. د پوځ په وینا، روسیې پر پوځي او ملکي اهدافو پنځه کروز او له راکټ لانچرونو ګڼ شمېر نور توغندي ویشتلي دي. د اوکراین پوځ نن جمعه دا خبر وروسته له هغې ورکړ چې په میکولایف او ورڅېرمه سیمه خرسون کې د هوايي حملو د خطر زنګ وغږول شو. د اوکراین پر پلازمېنه کییف هم د روسیې له خوا نن داسې مهال هوايي حملې شوي، چې د افریقا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې د ځینو افغانانو سیاسي پناه غوښتنه رد شوې

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه ګڼ خلک بېلابېلو هېوادونو او له هغې ډلې روسیې ته ولاړل او هلته یې د سیاسي پناه غوښتنه وکړه، خو د ځینو غوښتنلیکونه رد شوي دي. د کابل اوسېدونکی علي اکبرزاده وايي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ناوړه شرایطو له کبله اته میاشتې مخکې له هېواده وتلو ته اړ شو. اکبرزاده ازادي راډیو ته وویل، د تحصیلي ویزې د لاسته راوړلو لپاره یې ۳ زره ډالر ولګول او د روسې پلازمېنې مسکو ته ورسېد. ده نه غوښتل چې بېرته افغانستان ته ستون شي. اکبرزاده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د انساني قاچاق له اړخه د نړۍ د بدو هېوادونو کتار کې راغلی

افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د انساني قاچاقو له پلوه د نړۍ تر ټولو بد ځایونه پېژندل شوي دي. د ختیځ ولایت کونړ اوسېدونکې سایره وايي، پر افغانستان د طالبانو د دویم ځلي واکمنۍ له پیل وروسته چې په دې هېواد کې بې‌کاري او بې‌وزلي اوج ته ورسېده خپله او د څو نورو خویندو ګاڼه او مال يې خرڅ کړل او ۱۷ کلن ورور یې چې د ښوونځي د یوولسم ټولګي زده‌کوونکی و د ایران پر لاره د قاچاق کوونکو په وسیله اروپا ته د ښه ژوند په هیله واستاوه. خو د دې په خبره نږدې درې میاشتې وروسته یې مړی کور ته یوړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غور کې د کوکنارو کښت کم شوی؛ بزګران د مرستو غوښتنه کوي

په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د بندیز له اعلان وروسته ګڼ شمېر بزګرانو په خپلو کروندو کې غنم او نور بوټي کرلي، خو شکایت یې دا دی چې د دې بوټو حاصلات د دوی ورځنۍ مالي اړتیاوې نه پوره کوي. په دې راپور کې تاسو د غور ولایت د غنمو او وربشو کروندو ته بیایو.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر: د افغانستان فضا اوس هم د امریکا له خوا اشغال شوې

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر وايي، د افغانستان فضا اوس هم د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا اشغال شوې ده. مولوي محمد یعقوب مجاهد په هغه مرکه چې تېره شپه له طلوع نیوز تلوېزیوني شبکې خپره شوه، ویلي، د افغانستان هوايي حریم اوس هم نقض دی، خو هغه دې پوښتنې ته چې دغه الوتکې له کومه الوتنه کوي، ځواب ونه وایه. یعقوب تر دې مخکې هم ویلي وو، چې د افغانستان هوايي حریم اشغال شوی دی. هغه تېر کال ویلي وو، د افغانستان فضا ته د امریکا بې پېلوټه الوتکې له پاکستانه داخلېږي. د دې موضوع په باب امریکايي او پاکستاني چارواکو رسماً تبصره نه ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

په دایکندي کې د ترافیکي پېښو له کبله درې کسان مړه شوي

په دایکندي کې په دوو جلا ترافیکي پېښو درې کسان مړه شوي دي. د دایکندي لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام علي جاوېد نن جمعه رسنیو ته ویلي، دغه پېښې پرون په خدیر او پاتو ولسوالیو کې شوې دي. د هغه په وینا، په خدیر کې یو کاماز ډوله موټر له لارې تر اوښتو وروسته چپه شوی، چې چلوونکی یې مړ شوی، په بله پېښه کې چې په پاتو ولسوالۍ کې شوې، دوه کسان له لارې د یوه موټر د اوښتو په پېښه کې مړه شوي دي. د چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د سړکونو نه خوندیتوب د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت بلل کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جنوبي کوریا د شمالي کوریا د سقوط شوي توغندي زیاتې ټوټې پیدا کړي

جنوبي کوریا نن جمعه ویلي، د شمالي کوریا د هغه توغندي زیاتې ټوټې یې پیدا کړي، چې څه باندې دوې اوونۍ مخکې سقوط شوی و. ګومان کېږي دغه ټوټې د هغه توغندي د ټوټو دویمه برخه وي، چې د شمالي کوریا اکتشافي سټلایټ یې لېږداوه او د مې میاشتې پر ۳۱مه یې توغول ناکام شول. د جنوبي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز ویلي، د دې توغندي ټوټې د پنجشنبې پر ماښام له ژړ سمندرګي ایستل شوي دي. د جنوبي کوریا د رسنیو له مخې د دې توغندي ۱۲ متره ټوټه د سمندري ځواکونو یوې اډې ته وړل کېږي چې له امریکايي متخصصانو سره یوځای ورباندې ګډه څېړنه وشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان فلمي لوبغاړی او پردېسي؛ بصير مجاهد: په لومړيو کې د سینما له دروازې شړل کېدم

د افغاني فلمونو یو لوبغاړی او لارښود بصیر مجاهد چې دا مهال په ایران کې ژوند کوي وايي، له هېواده بهر به هم د فلمونو جوړولو ته دوام ورکړي. مجاهد وايي، په ماشومتوب کې هغو فلمونو سینما لېوال ته کړ چې د شپېتمې لسیزې په وروستیو کې ملي تلوېزیون خپرول او همدې لېوالتیا په سینما کې کار کولو ته وهڅاوه. بصیر مجاهد چې تر ۲۰ د ډېرو افغاني فلمونو او ۴ بهرنیو فلمونو په جوړولو کې ونډه درلوده، همایون هېواد یې د هنري سفر په اړه خبرې ورسره کړي چې جزیيات يې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

شفيقه: د خاوند د اعتیاد له امله د خپلو نهو اولادونو مسوولیت را ترغاړې دی

شفیقه د نهو اولادونو مور ده او څو کاله کېږي چې خاوند يې معتاد دی، له همدې امله د اولادونو د روزۍ ګتلو او زده‌‌کړې دروند پېټی د دې پر اوږو پروت دی. دا وايي چې پخوا به يې لوڼو له کوره دباندې پر سړکونو کار کاوه او د کور په مالي برخه کې به يې له دې سره مرسته کوله، خو له کومې ورځې راهيسې چې د طالبانو حکومت د دې د لوڼو پر کار بنديز لګولی، د لس نفري کورنۍ مسوولیت يوازې د دې پر غاړه دی. شفيقه وايي: "پنځه شپږ کاله کېږي چې خاوند مې معتاد شوی دی، کور ته څه نه راوړي، برعکس په کور چې مو څه درلودل هغه يې يووړل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اټومي انرژۍ د ادارې مشر د زاپوريژيا اټومي بټۍ وضعيت جدي وباله

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي وايي، د کاخوفکا بند له ویجاړېدو وروسته په اوکراین کې د زاپوریژیا اټومي بټۍ وضعیت جدي دی. په داسې حال کې چې د روسیې تر نیواک لاندې د زاپوروژیا اټومي بټۍ د خوندیتوب په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي، رافایل ګروسي پرون د جون په ۱۵مه د یوې څېړونکي پلاوي په مشرۍ د اروپا دې ترټولو لوی اټومي بټۍ ته ورغلی. تېره اوونۍ، د کاخوفکا بند په ماتېدو سره د هغو اوبو اندازه کمه شوه چې د دې بټۍ د ریکټورونو د ډېرې تودوخې مخه نیسي. ګروسي وویل، د بټۍ دا ډنډ یې له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين د اقتصادي هوساينې لايحه د امريکا کانګرس ته وړاندې شوه

د اوکراين لپاره د اقتصادي هوساينې لايحه د امريکا کانګرس ته وړاندې شوه. یو لایحه چې له مخې به یې په امریکا کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د کارولو له لارې اوکراین ته نورې مرستې برابرې شي، د امریکا سنا او د استازو جرګې ته وړاندې شوې. د اوکراینیانو لپاره د اقتصادي هوساینې او فرصتونو بیا رغونه قانوني لایحه پرون د جون په ۱۵مه د متحده‌ایالاتو د کانګرس دواړو جرګو ته وړاندې شوه. دا لایحه د متحده‌ایالاتو ولسمشر ته دا واک ورکوي چې په امریکا کې د روسیې کنګل شوې شتمنۍ ضبط او د اوکراین سره د مرستې لپاره یې وسپاري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سمندري توپان څپې د پاکستان د سند سمندري غاړو ته نږدې شوي

د بایپرجوای په نوم د زورور سمندري توپان څپې د پاکستان د سند صوبې سمندري غاړو ته نږدې شوي. پاکستاني چارواکو اندېښنه ښودلې چې په راتلونکو څو ساعتونو کې دا توپان په بشپړ ډول د سند سمندري غاړو ته ورسېږي. په پاکستان کې د دې سمندري توپان له امله د کیټي بندر، کهارو چان، شاه بندر، جاتي، بدین او نورو اړوند سیمو د اغېزمن کېدو اندېښنې ښودل شوي دي. د سمندري توپان د رانږدې کېدو سره سم د پاکستان په ټهټه، بدین او یو شمېر نورو سیمو کې بارانونه پيل او تېزه هوا چلېږي. دغه زورور سمندري توپان د یوې اوونۍ راهیسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يونېسف: طالبانو ته د محلي ټولګيو د احتمالي سپارلو په تړاو خبرې دوام لري

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وایي، په افغانستان کې طالبانو ته د زده‌کړې د پروګرامونو د احتمالي سپارلو د مهالوېش او عملي اقداماتو په اړه په خبرو لګیا دي. د رویټرز د راپور له مخې یونېسف د طالبانو د پوهنې د وزارت له‌خوا ضمانتونه ترلاسه کړي چې د دغو خبرو په جریان کې به د هغو ماشومانو لپاره چې له ښوونځي بهر پاتې دي او شمېر یې پنځه لکه زده‌کونکو ته رسېږي، درسي ټولګي فعال وي. د مرستندویه بنسټونو چارواکو ویلي، طالبانو نړیوالو سازمانونو ته اعلان کړی چې له دې وروسته نه‌شي کولای چې د زده‌کړو په پروژو کې برخه ولري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د پیسو د ورکړې سیستم د پیاوړتیا په اړه متخصصان خبرې کوي

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رییسه وایي، په افغانستان کې د پیسو د ورکړې د سیستم د پیاوړتیا په اړه له سلو زیات متخصصان خبرې کوي. ملیندا ګود د پنجشنبې په ورځ په څو ټویټونو کې ویلي چې په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې چې پرون پنجشنبې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې پیل شوې، د نړیوالو او کورنیو بانکونو، د دیجیټالي خدمتونو، نړیوالو شریکانو او د مدني ټولنې کارپوهانو ګډون کړی. د هغې په خبره دا ډول سیستم دا مسئله هم ډاډمنوي چې مرستې به د افغانستان وګړو ته رسېږي او هم به له خصوصي سکتور سره مرسته وکړي چې لا زیات افغانان وګوماري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يونېسف: شاوخوا ۱۶ ميليونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتيا لري

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستندویه صندوق یا یونېسف رییس فران اکیزا وايي، شاوخوا ۱۶ ميلیونه ماشومان په افغانستان کې ساتنې او بشري مرستو ته اړتیا لري. ښاغلي اکیزا په هغه ویډیو کې چې پرون یونېسف پر ټویټر خپره کړې ویلي چې په افغانستان کې ډېری ماشومان له خپل عمر پورته ډېرو مسوولیتونو ته اوږه ورکوي. نوموړي چې په دایکندي ولایت کې د یو شمېر ماشومانو په منځ کې څرګندونې کولې زیاته کړه، چې په دې هېواد کې هره ورځ د ماشومانو حقونه له لاسه ووځي. تر دې مخکې یونېسف د دوشنبې په ورځ ویلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لوېديځ کې تر يو ميليون ډېرو کسانو سره مرسته شوې

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یعنې له جنوري تر اپرېل پورې یې د افغانستان په لوېدیځ کې یو ميلیون ۴۹۰ زره کسانو ته مرستې رسولې دي. د خوړو نړیوال پروګرام پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د بشري مرستو رسولو لپاره ۹۱۸ ميلیون ډالرو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا په وینا، په افغانستان کې روان کال د هغو کسانو شمېر چې بشري مرستو ته اړتیا لري ۲۸.۸ ميلیون وګړو ته رسېدلی دی.

Pa.azadiradio.com 

د فیلیپین د سنا جرګې بهرنیو اړیکو کمېټه د افغان کډوالو د موقتي منلو پر طرحه بحث کوي

د فیلیپین د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه نن جمعه پر هغې طرحې بحث کوي چې پر بنسټ یې دا هېواد هغه په زرګونه افغانان په موقتي توګه په خپله خاوره کې مني چې په امریکا متحدو ایالتونو کې مېشتېدو ته انتظار باسي. په واشنګټن کې د فیلیپین سفیر خوزه مانویل رومالدز د پنجشنبې په ورځ له سي این این سره په مرکه کې وویل، هېواد یې په اکتوبر میاشت کې له متحدو ایالتونو یو غوښتنلیک ترلاسه کړی چې د موقت وخت لپاره افغانان ومني. هغه زیاته کړه د دغه وړاندیز له مخې هغو افغانانو ته به چې د امریکا له دولت سره یې کار کړی... Читать дальше...


Строительная готовность школы в Пушкинском округе составляет более 50%

Пятеро саратовских гребцов выступят на играх БРИКС

Подмосковное ЦОП БПК рассмотрели обращения о незаконном преследовании бизнеса

Публикуем программу Дней пушкинской поэзии и русской культуры



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Екатеринбурге пройдет концерт «Содружество народов — содружество культур» с участием солистов из Минска, Москвы и Уфы

Внук Манделы заявил о планах укрепить сотрудничество с Россией

Ветеранам СВО рассказали о программе переподготовки в ЦУР Подмосковья

Умный бизнес-помощник ГК «УГМК-Телеком» стал финалистом крупнейшей федеральной программы развития ИТ-компаний

Музыкальные новости

Собянин рассказал, как москвичи исполняют заветные мечты детей-сирот

Артисты – они все особенные!

В Туле наградили победителей межрегиональных соревнований по эстетической гимнастике "Кубок Роксэт"

Выставка «Кремли России — взгляд художника» открылась в Нижегородском кремле

Новости России

Игрок «Зенита» Нино высказался после победы в Кубке России

Юрист Астаева: россиянам в 2025 году выгоднее брать отпуск в июле и октябре

Силовики задержали одного из террористов, напавших на Буденновск в 1995 году

Названы самые высокооплачиваемые вакансии на июнь

Экология в России и мире

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Секрет долгожителей Азии раскрыт: гастроэнтеролог Садыков рассказал о пользе красного риса

Раскрыт секрет, как и где отдохнуть в России летом за 11 тыс. рублей

Российский лоукостер запустил рейсы в Анталию из Махачкалы

Спорт в России и мире

Итальянская забастовка: Рублёв, Котов и Самсонова вылетели с «Ролан Гаррос», Потапова обыграла Ван Синьюй

Медведев высказался об игре Свёнтек

Ролан Гаррос. Расписание 2 июня. Потапова и Швентек сыграют первым запуском, Синнер – последним

Не ходите, дети, в теннис: как Андре Агасси и Штеффи Граф подарили детям право выбора

Moscow.media

В Кировском районе Крыма проверили бывших мигрантов, не вставших на воинский учет

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G

Правительство РФ направило дополнительные средства на завершение строительства трассы Гузерипль – плато Лагонаки в Адыгее

Пожар в пятиэтажке унес жизнь неосторожного курильщика







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *