Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2023

Новости за 05.06.2023

Pa.azadiradio.com 

د چاپېريال ساتنې نړیواله ورځ؛ بارکزی: پلاستیک د چاپېریال دښمن دی

نن د جون پنځمه د چاپېریال ساتنې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو سازمان په دې اړه په یو پیغام کې ویلي چې ۲۰۲۳ میلادي کال د دې یادونه ده چې پلاستیکې ککړتیا په مخنیوي کې د حکومتونو او خلکو ونډه مهمه ده. د کابل ښار یوه اوسېدونکې ۲۴ کلنه لیدا عدالت وايي، د پلاستیکې ککړتیا د مخنیوي لپاره باید د پلاستیکي کڅوړو پر ځای له کاغذي کڅوړو ګټه واخیستل شي. هغې ازادي راډيو ته وویل: "پلاستیک د طبیعت وژونکی دی، چې له امله یې چاپېریال خرابېږي او ډېری هغه کثافات چې طبیعت ککړوي، هغه دي چې د ټرانسپورټ لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپور: په افغانستان کې عدالت ته د خلکو لاسرسی ستونزمن او ناممکن شوی

د رواداري سازمان په خپل یوه نوي راپور کې ویلي، چې د طالبانو د حکومت له لوري د عدلي او قضایي قوانینو لغوه کول، له دندې د مسلکي کسانو شړل او پر ځای یې د غیرمسلکي کسانو ګمارلو عدالت ته د خلکو لاسرسی له ستونزو سره مخ او ان ناممکن کړی. امنه اسلامي چې د جمهوري نظام پر مهال یې د کابل د ښاري محکمې د وثیقو په برخه کې د قاضي د دستیارې په توګه کار کاوه وایي، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو دوه میاشتې وروسته د کوم رسمي مکتوب له ترلاسه کولو پرته له دندی وشړل شوه. امنې له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې له ۳۰۰ همکارانو سره یې ورته چلند شوی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې جنګي جنايتونه؛ اسټراليا د قربانيانو کورنيو ته د غرامت ورکولو په لټه کې دی

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اسټرالیا د دفاع وزیر ریچارډ مالز ویلي، هېواد یې د اسټرالیايي سرتېرو له‌خوا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکولو په لټه کې دی. خو داسې مهال چې د پل بریتون څېړنو کې د دې جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکړه یوه مهمه سپارښتنه ده، اسټرالیايي چارواکو د دغې موضوع د پېچلتیا په اړه خبرداری هم ورکړی دی. پل بریتون د اسټرالیا د نیوساوت ولز ایالت د عالي محکمې قاضي دی. ګارډین ورځپاڼه لیکي، د اسټرالیا دفاع وزیر ریچارډ مالز د اسټرالیا د نړیوال عدالت مرکز ته یوه لیک کې لیکلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان کرکټ تر نولس کلونو د کم‌عمره ځوانانو د ظرفیت لوړونې کمپ پیل شو

افغان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې تر نولس کلونو د کم‌عمره ځوانانو ملي لوبډلې لپاره یې د ظرفیت لوړونې ترنامه لاندې تمریناتي کمپ پیل کړی دی. کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ د جون په ۵مه په یوه خبر کې ویلي چې دغه کمپ یې په کندهار ولایت کې پيل کړی دی او ۲۰ ورځې به دوام وکړي. کرکټ بورډ لیکي: "په دغه کمپ کې د یادې لوبډلې ۲۸ تنه لوبغاړي ګډون لري چې د بېلابېلو روزونکو له‌خوا به د فزیکي تکړښت، توپوهنې، توپ اچونې، ډګر ساتنې او عمومي ظرفیت لوړونې په برخو کې له یادو لوبغاړو سره کار وشي." د یادې ادارې په خبره چې تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ بورډ: د بنګله‌دېش پر وړاندې ټېسټ لوبې ته تمریناتي کمپ پیل شوی

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د بنګله‌دېش پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره یې د یو شمېر لوبغاړو ترمنځ په ننګرهار کې تمریناتي کمپ پیل کړی دی. په دې خبر کې نه‌دي ویل شوي چې کوم لوبغاړي به د یاد هېواد پر وړاندې په دې ټېسټ سیالۍ کې ولوبېږي، خو په انځورنو کې لیدل کېږي چې د لوبغاړو ترڅنګ په‌کې ځينې پخواني لوبغاړي هم شته. د دې لوبغاړو له ډلې نورعلي ځدراڼ، ناصرجمال، افسر ځاځی، شرف الدین، ابراهیم عبدالرحیمزی، بهیرشاه محبوب، سعید شیرزاد او ظاهرخان په انځورونو کې لیدل کېږي. د ویلو ده چې د بنګله‌دېش... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د غوښتل شوې بوديجې طرحه کې کموالی راوستی

ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویو موسسو د بسپنې په هغه طرح کې شاوخوا ۱،۴ میلیارد ډالر کموالی راوستی چې په روان ۲۰۲۳ کال کې یې د افغانستان لپاره غوښتې وه. د نوي پلان له مخې ملګرو ملتونو له اړو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ۳،۲ میلیارد ډالر غوښتي، په داسې حال کې چې مخکې له دې یې د ۴،۶ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د مرستندویو موسسو په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار د طالبانو د بندیز له کبله بدلېدونکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کریملین د اټومي وسلو د کنټرول په اړه د امریکا وروستی بیان مثبت بللی

کریملین د اټومي وسلو د کنټرول په اړه د متحدوایالتونو وروستی بیان مثبت بللی. کریملین نن په یو بیان کې وویل چې د اټومي وسلو د کنټرول لپاره د دوه اړخیزو خبرو په اړه د متحده‌ایالتونو د ملي امنیت د سلاکار جک سولیوان څرګندونې مثبتې دي. بیان زیاتوي چې روسیه ډیالوګ ته چمتو ده. سولیوان د جمعې په ورځ وویل، که روسیه تر ۲۰۲۶ کال پورې د نیو سټارټ یا نوي پیل د تړون د اعتبار د مودې ترپایه د دې تړون پر پرېکړو عمل وکړي نو امریکا به هم همدا کار وکړي. ولسمشر ولادیمیر پوتین په فبروري میاشت کې په دې تړون کې د روسیې غړیتوب وځنډاوه.

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر: د روسیې د یرغل له پيل راهیسې پنځه سوه ماشومان وژل شوي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي‌ وایي، پر هېواد یې د روسیې د یرغل له پيله تراوسه لږترلږه پنځه سوه ماشومان وژل شوي دي. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وایي، د روسیې په جګړه کې هغه ماشومان وژل شوي چې د ولسونو د برخلیک د پرېکړو حق یې درلود. زیلینسکي په دې اړه یوه ویډیویي پیغام کې د جون څلورمه د هغو ماشومانو د یاد ورځ بللې، چې په خبره یې د روسیې د جګړې له کبله وژل شوي دي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د زیلینسکي په حواله ویلي، چې له شک پرته به د ماشومانو دغه وژونکي محکوم شي او په خبره یې ټول قانوني بنسټونه د دې کار هڅه کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو افغان شاعر، نقاش او انځورګر 'حسیب احراري' له خپله کوره نیولی

د شاعر، نقاش او انځورګر حسیب احراري خپلوان وايي، چې طالبانو احراري تېره پنجشنبه له خپل کور څخه بیولی دی. د حسيب احراري يوه خپلوانه چې د امنيتي ستونزو له امله نه‌غواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي وايي: "اووه، اته میاشتې وړاندې ایران ته تللی و، تقریباً دوه اوونۍ مخکې چې بېرته راغی ونیول شو." نوموړې وايي، احراري د کابل ښار په ۳۱۵ سيمه کې له خپل کور څخه د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نيول شوى دى. د دې په خبره طالبان د سهار په پنځه بجو د حسيب احراري کور ته ننوتل، کله چې هغه او کورنۍ يې له خوبه راويښ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان د ډیورنډ کرښې له نږدې ولایتونو مېشت پاکستاني کډوال نورو سیمو ته لېږدوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ډریورنډ کرښې ته څېرمه په بېلابېلو ولایتونو کې مېشت پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقالوي. که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغو پاکستاني کډوالو د انتقال په اړه ډېر جزییات ورنه‌کړل، خو ویې ویل، دوی پلان لري چې د خوست په ګډون په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه مېشت پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقال کړي. نوموړي د هغه ولایتونو په اړه هم څه ونه ویل چې یاد کډوال به ورته انتقالېږي، خو ویې ویل چې د دوی لپاره به هلته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: په اوسلو غونډه کې د طالبانو پر ژمنو او کړکېچن وضعیت بحث کېږي

تمه ده روانه جون میاشت په اوسلو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي. په پام کې ده په افغانستان کې ښکېل اړخونه او د لوېدیځو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي په روانه جون میاشت کې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي. پاکستانۍ The Nation ورځپاڼې نن په یوه راپور کې په افغانستان کې روان کړکېچن وضعیت او له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو له‌خوا د شویو ژمنو د عملي کېدو څېړنه په دې ناسته کې د بحث مهم ټکي بللي. خو په راپور کې دا نه‌دي لیکل شوي چې کوم اړخونه او مشخصاً کوم هېوادونه به د دې غونډې ګډو‌نوال وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ميدان وردګو کې خلک د لویو لارو او بندونو د جوړېدو غوښتنه کوي

د میدان وردګو ولایت یو شمېر اوسېدونکې وايي، د دغه ولایت ډېری لویې لارې کنډ او کپر دي. دغه راز خلک وايي، سيمه کې يې ښوونځي او شمېر نور دولتي تاسیسات يي ودانۍ هم نه‌لري. د دوی په خبره، د تېر جمهوري نظام پر مهال يې سیمې د جګړو له امله له پرمختايي پروژو بې برخې وې. سيمه‌ييز طالب چارواکي د خلکو يادې ستونزې تاييدوي او وايي چې، ياده برخه ته به دوی خپله پاملرنه ډېره کړي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې خلک ولسواليو ته د غځېدلو لارو له خرابوالي شکايت کوي

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي له کندهار ښاره د دغه ولایت ولسوالیو ته د غځېدلو لارو د خرابوالي شکایت کوي. دوی وايي، د ولسوالیو د لارو د خرابۍ له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او نه‌شي کولای خپل ناروغان او حاصلات په سم ډول تر کندهار ښاره ورسوي. په دې اړه نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو واورئ:

Pa.azadiradio.com 

د افغان ښوونکو بې‌وزله ژوند؛ د يوې ښځينه ښوونکې د ژوند کيسه او ارمانونه

د ښوونکو د زړه درد او کیسې به مو ډېرې اورېدلې وي، خو نن د داسې یوې ښوونکې کیسه اورئ، چې په کوم ښوونځي کې دا ښوونکې ده، مور یې مدیره ده. ګلرخ ارمل وايي، هلته یې مور، مور نه‌ده. ګلرخ د خپلې دندې او زده‌کړو په اړه هم خبرې لري او هیله یې دا ده، چې یو ځل بیا د منځنیو ښوونځیو نجونو ته تدریس وکړي. له نوموړې سره ثنا کاکړ غږېدلې او دا راپور یې پرې چمتو کړی دی. د راپور اورېدو لپاره لاندې غږيز فايل کېکاږئ:

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي: د روسیې د جګړې له پيله تر اوسه لږترلږه پنځه سوه ماشومان وژل شوي

د اوکراین ولسمشر وایي، پر هېواد یې د روسیې د جګړې له پيله تر اوسه لږ تر لږه پنځه سوه ماشومان وژل شوي دي. ولودمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ دغه اعلان وروسته تر هغه وکړ چې د ژغورنې کارکونکو د هغې دوه کلنې ماشومې جسد پيدا کړ چې د روسیې تازه هوایي بریدونو کې وژل شوې وه. د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې زیلینسکي ویلي، د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۴مې را وروسته پر دغو ماشومانو سربیره سلګونه نور خلک هم د روسیې د وسلو او کرکې له کبله وژل شوي دي. پر اوکراین د روسیې د یرغل شپاړس میاشتې پوره شوې، خو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يونېسف: پنځه‌ نيم لکه افغان ماشومانو ته مو د زده‌کړو خدمتونه رسولي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق يا یونېسف وایي، په تېره اپرېل میاشت کې یې څه باندې پنځه‌ نیم لکه افغان ماشومانو ته د زده‌کړو خدمتونه رسولي دي. یونېسف دا خبره د ۲۰۲۳م کال په څلورم نمبر میاشتني راپور کې چې تازه خپور شوی کړې او لیکلي یې دي، د دغه شمېر ماشومانو ۵۹ فیصده یې وړې نجونې دي. په راپور کې راغلي، د زده‌کړو دغه خدمتونه په دېرشو ولایتونو کې د نږدې ۱۸ زره ټولنیزو ټولګیو له‌خوا، چې یونېسف یې ملاتړ کوي، وړاندې شوي دي. طالبانو د روان لمریز کال په لومړیو کې په کندهار او هلمند کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په سرپل کې د ښوونځيو نجونې ولې او څه ډول مسمومې شوي؟

د افغانستان په شمالي ولایت سرپل کې د ښوونځیو لسګونه نجونې مسمومې شوي. د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد عمیر سرپلي ازادي راډیو ته تایید کړې. له سرپلي سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده او په سر کې یې د پېښې د جزییاتو په اړه ترې پوښتنه کړې ده. دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو رسولو لپاره تړونونه لاسلیک کړي

د طالبانو حکومت د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د رسولو لپاره د ۳۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړي دا تړونونه پرون په ارګ کې د طالبانو د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې د دوی د مخابراتو د وزیر او د ایم‌ټي‌این او افغان بيسیم شرکتونو تر منځ لاسلیک شوي. د تړونونو له مخې به افغان بیسیم او ایم‌ټي‌این مخابراتي شرکتونه د کندهار، نورستان، بدخشان، ارزګان، زابل، کنړ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د ۳۳ سایټونو د جوړېدو له لارې په هغو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مېرمن خیالو له لسیزو راهیسې یوازې ژوند کوي

خیالو د نیمروز ولایت یوه بوډۍ ښځه ده چې له تېرو څو لسيزو راهيسې يوازې ژوند کوي. د هغې مېړه د خلق او پرچم ګوندونو د واکمنۍ پر مهال ووژل شو او اولادونه يې دا يوازې پرېښوده. د خيالو په اړه نور معلومات په دې ويډيويي راپور کې کتلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د 'یو این ډي پي' نوی استازی: د افغانانو د هوساينې لپاره هڅې کوو

د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام یا 'یو این ډي پي' نوی استازی سټیفن روډریکوز وايي، بنسټیزو بشري خدمتونو ته د لاسرسي برابرول، د ښځینه متشبثینو ملاتړ او د میلیونونو افغانانو د ژوند د هوساینې لپاره هڅې کوي. نوموړي پرون یکشنبه په خپل ټوېټر اکاونټ کې زیاته کړه چې دا خدمتونه د افغانانو لپاره خورا حیاتي دي او دی به یې د خپلو ملي او نړیوالو همکارانو ترڅنګ په مسوولیت او عزم سره ترسره کړي. هغه د دې اوونۍ په پیل کې د 'یو این ډي پي' مشري په غاړه اخیستې. سټیفن روډریکوز چې د جامایکا تبعه دی، تر دې مخکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې یوه الوتکه نسکوره شوې

د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکي وايي، چې د امریکا اف-۱۶ ډوله جېټ الوتکو یوه وړه الوتکه چې د واشنګټن ډي سي له هوايي حریم څخه یې سرغړونه کړې وه، تعقیب کړې ده. دغه الوتکه وروسته د ورجینیا ایالت د جنوب لوېدیځ پر یوه غرنۍ سیمه نسکوره شوه. دغه پېښه پر ځايي وخت پرون ماسپښین ۳ بجې شوې ده. چارواکي وايي، چې د دوی جنګي جټ الوتکې د دې سسنا ډوله الوتکې د سقوط عامل نه وې. د هوايي چلن فډرال ادارې ویلي، چې دغه الوتکه د تنِسي له یوه هوايي ډګره الوتې وه. په همدې حال کې د واشنګټن ډي سي ځینو اوسېدونکو په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په سوډان کې د اوربند د موافقې د وخت په پوره کېدو بیا سخته جګړه شوې

د سوډان د پلازمېنې خرطوم په بېلابېلو برخو کې پرون د اوربند د موافقې د وخت له پوره کېدو وروسته جګړه شدیده شوه. د خرطوم اوسېدونکو او فعالانو ویلي، چې په شمالي ډارفور کې د تازه تاوتریخوالي له کبله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي. د سعودي عربستان او د امریکا متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه ډلې ترمنځ اوربند د مې میاشتې پر ۲۲مه پیل شوی و او تېره شنبه یې مهلت پای ته ورسېد. دغه اوربند د جګړې شدت یو څه کم کړی و او په محدود ډول یې بشري مرستو ته زمینه برابره کړې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'آی او ایم' له ۲۰۰ زياتو زيانمن شويو کورنيو سره مرستې کړي

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا آی او ایم وايي، له دوه سوه زیاتو کورنیو سره یې نغدي مرسته کړې چې د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوي کورونه ترمیم کړي. آی او ایم پرون په یوه ټویټ کې وویل چې دوی په بلخ کې له ۲۲۹ کورنیو سره مرسته کړې ده. د دې ټویټ په دوام، د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې، دوی ژمن دي چې په ټول افغانستان کې د ډېرو زیانمنو خلکو لپاره د سرپناه جوړولو په برخه کې مرستو ته دوام ورکړي. تر دې مخکې د کډوالۍ نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې د باران موسم له پیل سره به د افغانستان په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تايوان په تنګي کې د چين بېړۍ يوې امريکايي بېړۍ ته ورنږدې شوې

د چین یوه جنګي بېړۍ د تایوان په تنګي کې یوې امریکايي بېړۍ ته په ۱۳۷ مترۍ کې په ناامنه توګه ورنږدې شوې وه. امریکايي پوځي چارواکو دا خبره پرون یکشنبه وکړه. په عین حال کې، چین متحده‌ایالات په سیمه کې 'په قصدي ډول د خطر په هڅولو' تورنوي. د امریکا او کاناډا سمندري ځواکونو د شنبې په ورځ د تایوان په تنګي کې ګډ پوځي تمرینات ترسره کړل. دا تنګی د تایوان او چین ټاپوګان سره جلا کوي.

Pa.azadiradio.com 

سرپل کې د لسګونه نجونو زده کوونکو مسمومېدل؛ طالبان: عاملان یې نیسو

د افغانستان په شمال کې د سرپل د دوو ښوونځیو لسګونه نجونې مسمومې شوي او روغتون ته انتقال شوې دي. شپېته زده کوونکې د سرپل د سانچارک ولسوالۍ په کبود آب او ۲۰ تنه نورې هم د فیض اباد په ښوونځيو کې مسمومې شوي. د دغو نجونو د مسمومېدو پېښې د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد عمیر سرپلي تایید کړې. هغه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "دښمنانو د مکتب ملازمین غافلګیره کړي او د ښوونځیو په ټولګیو کې یې کوم رقم مواد کارولي. ۶۰ زده کوونکې، یوه ښوونکې یو ملازم او د یوې شاګردې پلار مسموم شوي. همدارنګه په فیض اباد سیمه کې هم ۲۶ تنه مسموم شوي. Читать дальше...


«Хорошие дни и плохие»: Кейт Миддлтон поделилась новостями о своем состоянии

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

Камчатский театр драмы и комедии стал лауреатом Международного фестиваля

«Солисты Москвы» выступили в московской больнице в преддверии Дня медицинского работника



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Оптимизация медицины. Хирург рассказал о том как врачи-южане калечат и убивают своих пациентов.

«Хорошие дни и плохие»: Кейт Миддлтон поделилась новостями о своем состоянии

«Позорище Театральной площади»: самые скандальные выходки первого «фрика» СССР

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

Музыкальные новости

Многонациональный «Хоровод со Знанием» собрал более 1000 гостей Выставки “Россия”

Путин обратился с приветствием к участникам Спортивных игр стран БРИКС

Путин приветствовал в России участников и гостей Спортивных игр стран БРИКС

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

Новости России

В иске отказано: конфликт Киркорова и Успенской принял новый оборот

Стотысячный ребенок появился на свет в перинатальном центре в Балашихе

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

Экология в России и мире

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Назван российский город, откуда в Турцию срочно увеличивают число рейсов, впервые поставив широкофюзеляжный самолет Airbus 330

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

В Москве пройдет выставка Евгении Васильевой «Между пороком и добродетелью»

Спорт в России и мире

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Moscow.media

Закат на Катуни

Жители Екатеринбурга в День России вывесили баннеры против точечной застройки

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Больше функций для комфорта: беспроводные клавиатуры Fstyler FBK26C AS, FBK27C AS и FBK36C AS от A4Tech







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *