Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2023

Новости за 21.06.2023

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د طالبانو رسمیت پېژندنې لپاره بیا خپل شرایط وړاندې کړل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل، تر هغو چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو له لوري لګول شوي بندیزونه لغوه نه شي، د دوی حکومت به نړیواله ټولنه په رسمیت ونه پېژني. روزا اوتنبایوا نن په نیویارک کې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال دا خبره وکړه. دې دا هم وویل چې په افغانستان کې د کوکنار کښت له دې وروسته خورا کم شوی، چې تېر کال د اپرېل په میاشت کې د دوی مشر ملاهبت الله د کوکنارو د کر د مخنیوي فرمان صادر کړ. اوتنبایوا د ټولشموله حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې یو سیاستوال اعدام شو

په ایران کې د بشري حقونو دوو ډلو وویل، چې کردی سیاستوال هیمن مصطفایي نن د ایران په لوېدیځ کې د سنندج په مرکزي زندان کې سهار وختي اعدام شو. د راپورونو له مخې پرون د خلکو یوه لویه ډله د زندان بهر راغونډه شوې وه او له چارواکو یې دا غوښتنه کوله چې ۳۴ کلن مصطفایي اعدام نه کړي، دا کسان تر سهار پورې لا هلته انتظار و. مصطفایي په ۲۰۱۲م کال کې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د یوه غړي په وژلو تورن شوی و. داسې راپورونه خپاره شوي چې مصطفایي مخکې تر دې چې په اعدام محکوم شي شکنجه شوی و.

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني پولیسو د انسانانو د قاچاق په تور ۷ کسان نیولي

پاکستاني پولیسو نن اسوشېټېډپرېس اژانس ته وویل چې اووه تنه یې د انسانانو د قاچاق په تور نیولي دي. دا کسان د یونان په اوبو کې تېره اوونۍ د یوې بېړۍ تر ډوبېدو وروسته نیول شوي دي. په دې پېښه کې تر پنځه سوه ډېر کډوال وو، چې یو شمېر یې پاکستانیان هم وو. پولیس وایي، نیول شوي هغه کسان دي، چې اروپا ته خلک قاچاقي وړي. یو کس چې له پاکستانه اروپا ته ځي قاچاقبر ته د پنځه زرو او اتو زرو ډالر ترمنځ پیسې ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

ډایکنډي کې دیني مدرسو ته د تلونکو نجونو شمېر زیات شوی

د هغو نجونو شمېر زیات شوی چې په ډایکنډي کې یې په دې وروستیو کې دیني مدرسو کې نوم لیکنه کړې ده. دغه نجونې دیني مدرسو ته د تللو اصلي لامل د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو تړل کېدل بولي.

Pa.azadiradio.com 

تر اګسته په افغانستان کې د تودوخې درجې د لوړوالي اټکل شوی

نړیوال بانک د سه‌شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي، امکان لري چې د روان کال له جون څخه تر اګست میاشتې پورې په ټول افغانستان کې د تودوخې درجه تر منځنۍ کچې لوړه وي. نړیوال بانک زیاته کړې، چې د وچکالۍ د دې باثباته هایدولوژیکي شرایطو سربېره 'د ځمکې لاندې د اوبو د سرچینو، سیندونو او د اوبو د زېرمو کمښت' په پرلپسې توګه د درېیم کال لپاره، د کښت او حاصلاتو ساحه محدوده کړې ده. د نړیوال بانک د راپور له مخې، په افغانستان کې د اورښت اندازه او د واورو د اوبو اندازه له منځنۍ کچې څخه کمه ده، په اکثرو زونونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملا هبت‌الله خپلو چارواکو ته: د محکمې له حکم پرته هېڅ مجرم ته سزا مه ورکوئ

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په یو تازه حکم کې د خپل حکومت له غړو غوښتي چې د محکمې له حکم پرته هیڅ مجرم ته سزا ورنه کړي. په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په نړیواله کچه له بشري حقونو نه په سختې سرغړونې تورن دی د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په یو تازه حکم کې د خپل حکومت له غړو غوښتي چې د محکمې له حکم پرته هیڅ مجرم ته سزا ورنه کړي. د ملا هبت الله دا تازه حکم چې تېره ورځ د طالبانو تر کنترول لاندې باختر اژانس خپور کړی، په کې راغلي چې د سزا ورکولو پر مهال له اړوند کس څخه د انځورنو او یا ویډیو اخیستلو اجازه هم نه شته. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کاکړ: په کراچۍ کې د سند پولیسو نږدې ۳۰۰ افغان کډوال نیولي

په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافعه وکیله منیزه کاکړ وايي، چې د ۲۰۲۲ کال د جولای له میاشتې راهیسې ۳۰۰۰ افغانان یوازې د پاکستان په سند کې بنديان شوي او تازه په تېرو څو ورځو کې د سند د پولسو لخوا نږدې ۳۰۰ تنه نیول شوي دي. مېرمن کاکړ افغان کډوال پاکستاني پولیسو ته د سرو زرو په مرغۍ تشبیه کوي، وایي، که کډوال اسناد لري که یې نه لري دوی یې نیسي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "افغانان نن سبا د پاکستان د پولیسو لپاره د سرو زرو مرغۍ دي. زه خپله داسې کسان پېژنم چې دوه درې ځلې یې ما دوسیه مخکې بیولې، خوشې شوي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن ته د مودي سفر؛ له امریکايي چارواکو سره پر کومو موضوعاتو خبرې کوي؟

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به نن چهارشنبې په سپینه ماڼۍ کې د هند د صدراعظم نریندرا مودي کوربه وي.  مودي به نن له بایډن سره ماښامنۍ وخوري او سبا به دواړه مشران په سپینه ماڼۍ کې خبرې ترسره کړي. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې واشنګټن غواړي هند د چین په وړاندې پیاوړی ستراتېژیک دریځ ولري او مودي هم هڅه کوي چې هېواد یې په نړیوال ډګر کې چې اوس د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لرونکی دی، زیات نفوذ ولري.  د دې سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي صنعت او پرمختللې ټکنالوژۍ سکتورونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کاکړ: په کراچۍ کې د سند پولیسو نږدې ۲۷۰ افغان کډوال نیولي

په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافعې وکیلې منیزه کاکړ وايي، په تېرو څو ورځو کې د سند د پولسو لخوا نږدې ۲۷۰ افغانان نیول شوي. مېرمن کاکړ افغان کډوال پاکستاني پولیسو ته د سرو زرو په مرغۍ تشبیه کوي، وایي، که کډوال اسناد لري که یې نه لري دوی یې نیسي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "افغانان نن سبا د پاکستان د پولیسو لپاره د سرو زرو مرغۍ دي. زه خپله داسې کسان پېژنم چې دوه درې ځلې یې ما دوسیه مخکې بیولې، خوشې شوي، اسناد هم لري بیا یې هم نیسي او جېل(زندان) ته یې اچوي." نوموړې دا مهال د پاکستان په زندانونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان ولې افغانستان سره د هند په چینای کې له لوبې وېره لري؟

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې افغانستان د بنګله‌دېش پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي او ۱۹ لوبغاړي یې ورته اعلان کړې دي. دغه راز مس عینک د درې ورځنیو سیالیو اتلولي ګټلې او اسټرالیا د ایشیز په لومړۍ لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه. د خپرونو په دوام دا هم اورئ چې په راتلونکي اسیا او نړیوال جام کې د افغانستان سیالان څوک دي او پاکستان ولې له افغانستان سره د هند په چینای کې له لوبې وېره لري؟ د دې ترڅنګ د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو د سیالیو او د کریسټیانو رونالډو د یوې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: څه د پاسه ۱۵.۵ میلیونه افغانان خوراکي خوندیتوب نه لري

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د شدت کچه خورا لوړه ده. که څه هم د افغانو نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار د طالبانو حکومت د بندیزونو له امله افغانستان سره د بشري مرستو اندازه ډېره را کمه شوې، 'اوچا' په دې هېواد کې د لوږې او خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکوي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د چهارشنبې په ورځ په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي په شدت سره لوړه شوې ده. په افغانستان کې د اوچا دفتر زیاته کړې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام: له ۱۵ میلیونه ډېر افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' اټکل کوي چې په افغانستان کې له ۱۵ میلیونه ډېر وګړي په شدید ډول د خوړو خوندیتوب نه لري او ۲.۸ میلیونه کسان د لوږې د بېړنۍ کچې له وضعیت سره مخ دي. دې پروګرام په یوه راپور کې چې پرون سې شنبې یې په خپله ویبپاڼه کې خپور کړی دغه راز ویلي چې پر سختو اقتصادي او بشري بحرانونو سربېره، ټولنې د سختې هوا له امله هم ځپلې شوي او زیاتوي هر کال سخته هوا په ټول هېواد کې پر میلیونونو خلکو ویجاړونکي اغېزه لري. د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د بودیجې د کمښت له کبله مجبور دي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسي رسنۍ: مسکو ته نږدې درې ډرونونه راغورځول شوي

روسي رسنۍ په مسکو کې د دې هېواد د قانون د تنفیذ چارواکو له قوله خبر ورکوي چې وایي پلازمېنې ته نږدې درې ډرونونه راغورځول شوي دي. د روسیې د خبري آژانسونو او ټلیګرام چینلونو د راپورونو له مخې دوه ډرونونه په نارو فومینسک سیمه کې یوه پوځي جزوتام ته نږدې راغورځول شوي او بله یوه په لوکینو کلې نسکوره شوې ده. د سیمې والي اندرې وروبوییف تایید کړې چې دوه ډرونونه یوې پوځي ډیپو ته نږدې راغورځول شوي. پر اوکراین د روسیې د یرغل د دوام له امله د روسیې یو شمېر سیمې په وروستیو میاشتو کې د ډرونونو تر بریدونو لاندې راغلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه؛ پر امنیتي، بشري حقونو او مرستو خبرې کېږي

تمه ده د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا نن د کابل په وخت شپږ نیمې بجې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړي. د راپورونو پر بنسټ، په دې غونډه کې به د افغانستان په امنیتي وضعیت، د بشري حقونو حال او افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو په موضوعاتو بحث او خبرې اترې وشي. په ملګرو ملتونو سازمان کې د متحده‌عربي اماراتو دایمي استازې او د امنیت شورا دوره‌يي مشرې لانا ذکي نسیبې د جون په دویمه نېټه یوې خبري غونډې ته د دې ناستې په اړه له ډېرو جزییاتو ورکولو پرته ویلي و، امنیت شورا به د افغانستان په اړه خپل تمرکز ته دوام ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هند صدراعظم نن له ولسمشر بايډن سره ګوري

د هند صدراعظم نرندرا مودي به نن په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره ماښامنۍ وخوري او سبا به په سپینه ماڼۍ کې ورسره خبرې ترسره کړي. مودي به له امریکا څخه په دې رسمي کتنه کې چې پرون سې شنبې یې پیل کړې، د امریکا کانګرس ته هم وینا وکړي. له ۲۰۱۴ م کال راهیسې چې مودي د هند د صدراعظم په توګه دنده پیل کړې، دا یې امریکا ته پنځم ځل سفر دی. له متحدو ایالتونو د مودي دغه رسمي کتنه به تر شنبې پورې دوام وکړي. د روېټرز د راپور له مخې تمه ده چې د دې سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي صنعت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز؛ ځینو ښځو ځان ته نور کاري فرصتونه برابر کړي

د طالبانو له خوا د په دولتي او نادولتي ادارو کې د افغان ښځو په کار تر بندیز وروسته ښايي ډېرې افغان مېرمنې ناهیلي شوې وي، خو داسې هم شته چې له کوچنیو فرصتونو ګټه اخلي. نور ضیا ساپۍ د تېر جمهوري حکومت پر مهال په بېلابېلو دولتي ادارو کې کار کړی، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ او د ښځو په کار تر بندیز وروسته د نورو فرصتونو په لټه کې شوه. دې ځان ته د لاسي صنایعو او خوراکي توکو شرکت جوړ کړ او د بوختېدو تر څنګ یې شلو نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړه. نرګس مومند حسنزۍ په دې اړه راپور چمتو کړی، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر نیونو او ځورونو خبرې کړي

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري یا 'یو این ایچ سي آر' وايي چې د افغان کډوالو د وروستیو نیونو او ځورونو په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي. په اسلام اباد کې د 'یو این ایچ سي آر' ویاند قیصر اپریدي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل، دا ستونزه له پاکستاني چارواکو سره شریکه شوې او هغوی ژمنه کړې چې حل به یې کړي. پرون د جون په شلمه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل پر پاکستان غږ وکړ چې د افغان کډوالو ځورول او نيول بند کړي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه د بندو دروازو ترشا له سلا مشورو وروسته په پرانیستې غونډه کې بحث وکړي. په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او په کابل کې د یاد سازمان د مرستندوی دفتر یوناما مشره روزا اوتونبایووا او د افغانستان د مدني ټولنې یوه استازې د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړي. همدا راز په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې یا اوچا استازي به هم غونډې ته ویناوې وکړي. تمه ده چې د امنیت شورا په غونډه کې له افغانستانه د تروریزم پر ګواښ هم خبرې وشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: ارمني ځواکونو د اذربایجان په سرحدی سیمو بریدونه کړي

د اذربایجان دفاع وزارت وايي چې د نخچېوان سیمې د سدارک ناحیې په حیدراباد ښارګوټي کې یې پر ځینو مرکزونو د ارمنستان د ویدي سیمې په سرحد کې برید شوی. دې وزارت بېګا په یوه بیان کې وویل چې ارمني ځواکونو همدا راز د ناګورنا قره باغ د بېلتونپالې سیمې په سوشا سیمه کې هم د اذري ځواکونو پر سنګرونو ډزې کړې دي. بیان زیاتوي چې اذري ځواکونو هم دې ډزو ته مناسب ځواب ویلی دی. په دې اړه د ارمنستان د حکومت له لوري تر اوسه څه نه دي ویل شوي او دا راپور د خپلواکو سرچینو له خوا هم نه دی تایید شوی.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: اوکرایني ځواکونو په جنوب کې ځینې سیمې بېرته نیولي

اوکرایني چارواکي وايي، ځواکونو یې د هېواد په جنوب کې له روسيې څخه نورې سیمې نیولي. د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا مالیار پرون د جون شلمه وویل اوکرایني ځواکونه په سوکه، خو ډاډمنو ګامونو سره د پلان په اساس دفاعي حملو ته دوام ورکوي. مېرمن مالیار زیاته کړه چې دوی پر مخ روان دي او حتی لیدل کېږي چې اوکرایني سرتېري د خپلې خاورې یو یو متر له دښمن څخه نیسي. هغې پر خپل ټلېګرام پاڼه په یوه بیان کې یادونه کړې چې خلک د فلمونو په شان چټک پرمختګ غواړي، خو دا زیاتوي چې هسې امکان نه لري. مېرمن مالیار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'یورو ایشیا ریویو' د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو اړیکو ته کتنه کړې

سټمفورډ ایډوکېټ: په امریکا کې خپرېدونکې سټمفورډ ایډوکېټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې، په پاکستان کې د دېره افغان کډوالو د خپلسرو نیولو په اړه د بخښنې د نړیوال سازمان اندېښنو ته کتنه کړې. د بخښنې نړیوال سازمان پرون سه شنبې پر اسلام اباد غږ وکړ چې په پاکستان کې د دېره افغان کډوالو خپلسرې نیونې بندې کړي. ویل کېږي چې په دې ترڅ کې یو شمېر داسې کسان هم نیول شوي چې په پاکستان کې د استوګنې ویزې لري. ورځپانې د مطلب په دوام په پاکستان کې د افغانانو د کډوالۍ تاریخ ته کتنه کړې او لیکي د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټېسټ کرکټ؛ اسټرالیا په لومړۍ سیالۍ کې انګلستان ته ماتې ورکړه

د انګلستان په برمنګهم ښار کې د ایشیز لوبلړۍ لومړۍ لوبه چې د جون په ۱۶مه نېټه پیل شوې وه، د وروستۍ ورځې په وروستیو شېبو کې د اسټرالیا په ګټه پای ته ورسېده. د دې لوبې پچه انګلستان ګټلې وه او توپوهنه یې غوره کړه، کوربه لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۹۳ منډې وکړې او تر یوې حیرانونکې پرېکړې وروسته یې کپتان خپله پاڼۍ ونه غځوله او اسټرالیا ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. په لومړۍ پاڼۍ کې انګلنډ ته جو روټ سلیزه ووهله او په ۱۱۸ منډو ناسوځېدلی پاتې شو. د اسټرالیا په توپ اچونکو کې نتن لاین ۴ لوبغاړي وسوځول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه اوکراین ته د نږدې ۵۰ ميلیارد یورو په اندازه د مرستې وړاندیز کوي

اروپايي ټولنه وايي، اوکراین ته د راروانو څلورو کلونو لپاره د نږدې ۵۰ ميلیارد یورو په اندازه د مرستې وړاندیز کوي. د اروپايي کمېسیون مشرې له اوکراین سره د اروپايي ټولنې د مرستو د دوام ژمنه وکړه او ویې ویل چې د مرستې لپاره د زیاتې بودیجې برابرول دې ته زمینه برابروي، چې له اوکراین سره کېدونکې مرستې په سیمه کې تحولاتو ته په پام سره تنظیم شي. اورزلا وان دیرلین پرون سې شنبه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په دې اړه په خبرو کې وویل: "موږ د څلورو کلونو لپاره د ۵۰ میلیارد یورو یا (۵۴ اعشاریه ۶ میلیارد ډالرو) په اندازه د مالي مرستې د ورکړې وړاندیز کوو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیويي مجله؛ د ښځينه ليکوالو انلاین ادبي غونډې

د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې درته د افغان ښځينه او نارینه لیکوالو پر ليکه ادبي غونډو حال درکول کېږي چې نقد هم په کې ځای شوی. د خپرونې په دوام درته د نویو چاپ شويو کتابونو په اړه مالومات درکول کېږي. د کیسې ترڅنګ شعر هم درته وړاندې کېږي. ازادي راډیويي مجله چې هره اوونۍ یې احمد شیبر چمتو کوي د لاندې غږیز فايل په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب کمېټه: هره میاشت زرګونه افغان معلولينو ته خدمات وړاندې کوو

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، هره میاشت زرګونو معلولیت لرونکو کسانو ته خدمات وړاندې کوي. نبي الله وايي، د ماین چاودنې یې غبرګې سترګې ړندې کړي، اته کسیزه کورنۍ ورترغاړې ده، چې اوس د ګټې وټې هېڅوک نه لري. د کونړ دغه اوسېدونکی له اوسنیو واکمنو غواړي چې تر وسه یې لاسنیوی وکړي. نوموړی وايي: "له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو. بچي مو واړه دي، د مزدورۍ هم نه یو. په ډېرو ستونزو کې یو. له رییس الوزرا او ټولو وزارتونو، بیا خصوصاً له شهیدانو او معلولینو چارو وزارت نه غواړو چې زموږ معاش راکړل شي." سفر محمد... Читать дальше...


Собянин рассказал о фестивале «Москва — на волне. Рыбная неделя»

Полицейские юго-запада Москвы организовали праздник для детей

Тренер "Зенита" де Оливейра назвал прошедший сезон очень сложным для клуба

В Москве задержан участник банды по делу о нападении на Будённовск в 1995 году



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Кардиолог Подмосковья рассказал об опасности аритмии у беременных

Тренер "Зенита" де Оливейра назвал прошедший сезон очень сложным для клуба

Полицейские юго-запада Москвы организовали праздник для детей

Экономист Остапкович заявил, что всего 10% россиян имеют очень высокие доходы

Музыкальные новости

Дело об избиении в Московской области азербайджанцем молотком участника СВО расследуют повторно

Собянин рассказал, как москвичи исполняют заветные мечты детей-сирот

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Гендиректор Быстринского ГОКа стал старшим вице-президентом «Норникеля»

Новости России

Полицейские юго-запада Москвы организовали праздник для детей

Собянин рассказал о фестивале «Москва — на волне. Рыбная неделя»

Экономист Остапкович заявил, что всего 10% россиян имеют очень высокие доходы

Более 92 тысяч девятиклассников Подмосковья сдали ОГЭ по русскому языку

Экология в России и мире

Бесплатные ежедневные тренировки от сети фитнес-клубов Spirit. Fitness в парке Горького/Музеон

Волжский нарцисс - Плес

Областная наркологическая больница запускает летнюю профилактическую кампанию для юных свердловчан

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе

Спорт в России и мире

Главный русский теннисист заставил Париж аплодировать ему стоя. Что удалось Осьминогу Медведеву?

Медведев вышел в 1/8 финала «Ролан Гаррос» — 2024

Александр Зверев: «Сказал себе, что хочу стать примером для подражания. Я больше не ломаю ракетки, почти не получаю предупреждений»

Не ходите, дети, в теннис: как Андре Агасси и Штеффи Граф подарили детям право выбора

Moscow.media

Правительство РФ направило дополнительные средства на завершение строительства трассы Гузерипль – плато Лагонаки в Адыгее

Доступный, летний, твой – StarLine A60 BT GSM ECO

Рассказ про зятя. Хоть и не про котиков, но тож смешной

Торжественное возложение цветов к памятному знаку «Юным героям — партизанам и подпольщикам» в Феодосии







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *