باوجود پیشرفت تکنالوژی و موجودیت جاروهای برقی، اما ظاهراً "جاروی مزاری" افغانستان هنوز هم بازار خود را در داخل و بیرون از افغانستان دارد. نادرشاه، باشندۀ روستای تاشگذر ولسوالی شورتپۀ ولایت بلخ کار و بارش کشت و فروش "جاروی مزاری" است.
نګرنو-قره باغ ته د ملګرو ملتونو د پلاوي سفر او د دې سیمې پر مالکیت د ارمنستان او اذربایجان د کړکېچ بېلابېل اړخونه په دې ویډیویي راپور کې ووینئ.
ندامحمد ندیم، سرپرست وزارت تحصیلات عالی حکومت طالبان در سفر اخیرش به ولایت بغلان در یکی از سخنرانیهایش از تصمیم محرومیت زنان و دختران از کار در دفاتر و فعالیتهای اجتماعی دفاع کرده است.
د اذربایجان د جمهوري ریاست یوه ویاند نن سهار د ملګرو ملتونو د دغه هیئت د رسېدو خبر ورکړ، چې په نګرنو-قره باغ کې بشري اړتیاوې وڅېړي. دا په تېرو ۳۰ کلونو کې لومړی وار دی، چې ملګري ملتونه سیمې ته په تګ بریالی کېږي. په خټه هغو ارمنانو چې په تېرو درېیو لسیزو کې یې پر نګرنو-قره باغ کنټرول درلود، له بېوسلې کېدو سره موافقه وکړه او کله چې اوونۍ مخکې اذربایجان هلته پوځي عملیات پیل کړل، دوی خپل محلي حکومت منحل کړ. د فرانسې خبري اژانس په حواله، په وروستیو ورځو کې د نګرنو-قره باغ نږدې ټول یولک او ۲۰زره وګړي له دې سیمې ارمنستان ته وتلي دي. Читать дальше...
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پاکستان حکومت په تورخم او سپین بولدک کې د افغان کډوالو په ځورنې تورن کړی دی. د دې غورځنګ غړو نن په ډنمارک کې د پاکستان سفارت مخې ته په یوه اعتراضيه لاریون کې د پاکستان پر حکومت تور پوري کړی، چې له تورخم او سپین بولدک څخه نیولې تر کراچي او اسلام اباد پورې افغان کډوال ځوروي، پیسې ترې اخلي او هغه کسان هم بندیانوي چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد لري. په هغه بیان کې چې د دې غورځنګ غړو ازادي راډيو ته رالیږلی، اعتراض کوونکو د پاکستان له پوځ څخه غوښتي چې د دې هېواد... Читать дальше...
"په ۲۴ ساعتونو کې تقريباً له ۵ څخه تر ۶ ساعتونو برېښنا راځي نوره بېرته ځي. " دا د کابل د چهلستون سيمې د اوسېدونکي سميعالله خبرې دي چې وايي، د برېښنا پرچاوۍ زیاتېدو کابل ښاريان له ستونز سره مخ کړي دي. نوموړي ازادي راډيو ته وويل، له یوې خوا ژمی په رارسېدو دی او بل پلو د خلکو بېوزلي هم ډېره شوې ده، چې له برېښنا پرته ګذاره یې سخته کړې ده. هغه ازادي راډيو ته وويل: "د ژمي په رارسېدو سره د برېښنا پرچاوي هم ډېره شوې ده، خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي، حتی په ۲۴ ساعتونو کې تقريباً له ۵ څخه تر ۶... Читать дальше...
د دغه معتاد او یو شمېر نورو معتادینو کیسې او په افغانستان کې د نیشه یي توکیو وضعیت ته ځغلنده کتنه!
دا ورزش کار په بېلابېلو سیمو کې ګرځي او معتادین د نشه یی توکیو پریښودو ته هڅوي. د هغه او معتادینو خبرې په دې ویډیویي راپور کې ووینئ:
د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د لګښتونو یوه لنډمهاله لایحه تصویب کړه، چې د امریکا د حکومت ادارې د ۴۵ ورځو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړل شي. له دې سره له اوکراین سره د امریکا د متحدو ایالتونو د نوي ملاتړ مخه ډب کېږي او د امریکا د حکومت ځینې برخې له تړل کېدو ساتل کېږي. د ډیموکرات او جمهوریپال ګوندونو غړو په ګډه پرون ناوخته د دې لایحې ملاتړ وکړ او تر نیمې شپې مخکې د توشېح لپاره ولسمشر جو بایډن ته ولېږل شوه. د استازو جرګې دا کار یوازې څو ساعته وړاندې تر دې وکړ، چې ټاکل شوې وه د بودجې... Читать дальше...
د اوکراین هوايي ځواکونو نن ویلي، چې د دوی د هوايي دفاع دستګاوو د دېرشو هغو بې پېلوټه الوتکو له ډلې چې روسیې تېره شپه د اوکراین پر فضا توغولې وې، ۱۶ یې ویشتلې دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چیرکاسي والي ایهور تابوریتس نن په ټلګرام کې لیکلي، چې دغو بې پېلوټه الوتکو د اوکراین پر دغه مرکزي سیمه حمله کړې وه، چې په اومان ښار کې یې صنعتي تاسیسات ویشتلي دي. د ده په وینا، په پېښه کې یو تن ټپي شوی او په یوه زېرمه کې چې غله جات په کې ساتل کېدل اور لګېدلی دی. اژانس لیکلي چې دغه راپورونه په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.
پاکستاني چارواکي وايي، پاکستاني طالبانو نن سهار په پنجاب ایالت کې د پولیسو پر یوه ماموریت په حمله کې یو پولیس افسر وژلی او درې نور ټپیان کړي دي. د دوی په وینا، د سختو ډزو په نتیجه کې دوه تنه حمله کوونکي هم وژل شوي دي. د تروریزم ضد پولیسو ویاند عمران نواز ویلي، په میانوالي ولسوالۍ کې د ډزو تر تبادلې وروسته سیمې ته اضافي ځواکونه ورسېدل او د پولیسو دغه تر ټولو لوی ماموریت یې کلابند کړ. نواز وايي، تېره نیمه شپه په عیسی خېلو سیمه کې پر دې ماموریت له لسو نیولې تر دوولسو پورې حمله کوونکو حمله وکړه. Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما، په کابل کې د کاج پر ښوونیز مرکز د حملې د کال پوره کېدو په مناسبت ویلي دوی د دې پېښې د قربانیانو د کورنیو غړو او اغېزمنو شویو کسانو تر څنګ ولاړ دي. یوناما تېره شپه په خپله اېکس شبکه کې لیکلي، تېر کال پر دغه مرکز په حمله کې ۵۴ کسان مړه او ۱۱۴ نور ټپیان شوي وو، چې ډېری یې هزاره ښځې او نجونې وې. تېر کال د تلې/ میزان پر اتمه (د سپټمبر پر ۳۰مه) په داسې حال کې، چې په کاج ښوونیز مرکز کې د کانکور ازمېښتي ازموینه روانه وه، انتحاري حمله وشوه. د... Читать дальше...
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري له طالبانو د ژولیا پارسي، ندا پرواني او نورو هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې د دې په وینا له وَرته بې عدالتیو سره مخامخ دي. مېرمن امیري تېره شپه په خپله اېکس شبکه کې لیکلي، په داسې حال کې چې د افغانستان نیمايي نفوس حذف کېږي او د ډار یا هم جبر کلتور حاکم وي، طالبان دا ادعا نه شي کولای چې د افغانانو ژوند بهتره شوی دی. د ښځو د خودجوشه حرکت غړو ویلي، چې طالبانو د دوی یوه غړې ژولیا پارسي او د هغې زوی تېره چهارشنبه په کابل کې ونیول. Читать дальше...
د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت سر له نن څخه د خپلو ورځنیو فعالیتونو د بندولو د پرېکړې خبر ورکړی دی. دغه سفارت په یوه اعلامیه کې چې تېره شپه یې خپره کړې ویلي، په داسې حال کې چې دا پرېکړه د ډېر خپګان وړ ده، خو د افغانستان او هند ترمنځ تاریخي اړیکو او اوږدمهاله ملګرتیا ته په پام کې نیولو سره تر غور وروسته شوې ده. په اعلامیه کې ځینو ټکو ته هم اشاره شوې، چې د سفارت د بندېدو اصلي دلایل ګڼل شوي، یو یو د کوربه هېواد د ملاتړ نشتوالی، بل له دې سفارت نه تر حد زیات توقعات او بل هم د پرسونل او سرچینو کموالی. Читать дальше...
په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۳ د اکټوبر له لومړۍ نېټې وروسته، د خپلو ورځنیو چارو د بندولو پرېکړه اعلان کړې. سفارت تېره شپه خپله اعلامیه کې چې په رسمي فیسبوک او ایکسپاڼو یې خپره کړې، دا پرېکړه مجبورانه، خواشینونکې، ناهیلې کوونکې او د مایوسۍ وړ بللې. د افغان سفارت په اعلامیه کې د دې فیصلې لامل په هند کې د ډیپلوماټیک ملاتړ او په کابل کې د مشروع او فعال حکومت نهشتوالی په توګه شوی. اعلامیه کې د سفارت لپاره د منابعو کموالی او د ډیپلوماټانو لپاره د ویزې د نوي کولو د وخت او بشپړ ملاتړ نشتوالی... Читать дальше...
د ترکیې یو لوړ پوړی چارواکی وايي یوه ځانمرګي بریدګر په پلازمېنه انقره کې خپله منفجره وسیله چاودلې او دوه پولیس افسران یې ټپیان کړي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په خپله اېکس شبکه کې لیکلي دي، دغه چاودنه نن پر ځايي د سهار نهه نیمې بجې د کورنیو چارو وزارت له ودانۍ دباندې شوې ده. یرلیکایا ویلي، چې دویم «تروریست» له پولیسو سره د ډزو په نتیجه کې وژل شوی دی. دا حمله څو ساعته مخکې تر دې وشوه، چې په پام کې وه د ترکیې پارلمان د اوړي تر رخصتۍ وروسته خپل کارونه بیا پیل کړي. د حمله کوونکو... Читать дальше...
د اروپايي شورا یو پارلماني بنسټ چې د بشري حقونو، ډیموکراسۍ او د قانون د حاکمیت په برخو کې کار کوي، پرون د بشري حقونو د مدافع او مدني فعال عثمان کاوالا لپاره د ترکیې د سترې محکمې له خوا د ابدي بند حکم وغانده. د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، کاوالا د انادولو د کلچر په نوم د هغې غیرانتفاعي ټولنې موسس دی چې د سولې او خبرو د ترویج لپاره هنري او فرهنګي پروژې عملي کوي. نوموړی تېرکال وروسته له دې چې محکمې د ۲۰۱۳ کال د اعتراضونو د تمویل له لارې د حکومت په پرځولو تورن کړ، په ابدي حبس محکوم شو. Читать дальше...
د ملګروملتونو د خبري پاڼې ریلیف ویب د راپور له مخې، قزاقستان افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو ته د نګه غنمو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی او پاکستان چې تر ډېره پرځان بسیا دی، په وروستیو څو کلونو کې په ډېر ښه ډول تر ډېره افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته غنم صادروي. د کاختۍ د خبرداري د سیسټمونو شبکه یا فیوز نیټ چې په زیانګالو هېوادونو کې د غذايي خوندیتوب له پلوه د خوړو د اصلي موادو پر بیو څارنه کوي دا امکان برابر کړی، چې د بیو روان بهیر له پخوانیو هغو سره پرتله کړي. نوموړې شبکه په خپل بولټن... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر په دې هېواد کې د وسلو د تولید لپاره د دفاعي صنایعو د یوې اتحادیې د جوړېدو خبر ورکړی. ولودیمیر زیلینسکي پرون (د سپټمبر ۳۰مه) په کییف کې د دفاعي صنایعو د اتحادیې د پرانیستو په مراسمو کې چې د ده په وینا د متحدوایالتونو، برتانیا، فرانسې، جرمني، ترکیې، سویډن او چک جمهوریت د صنایعو استازو ګډون پکې لاره، د عصري دفاعي صنعت د پراختیا پر ژمنه ټینګار وکړ. ښاغلي زیلینسکي پر ټولنیزو شبکو لیکلي دي، چې د عصري ټکنالوژۍ د کارولو په وسیله او د نړیوالو په مرسته د دفاعي تولید پراختیا، له هغې ډلې... Читать дальше...
د پاکستان د کورنیوچارو وزیر سرفراز بوګټي وايي د هند د استخباراتي ادارې یا را RAWاجنټان د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار ته نژدې په مستونګ سیمه کې د جمعې ورځې د خونړۍ چاودنې عاملان دي. ښاغلي بوګټي دا څرګندونې پرون په کوټه کې خبریالانو ته وکړې. هغه د خپلې دې ادعا اړوند شواهد ښکاره نه کړل، خو پاکستاني پولیسو پرون راپور ورکړ چې د دې برید په اړه یې تحقیقات پیل کړي او د ځان وژونکي بریدګر د ډي ان اې نښې یې د څېړنو لپاره استولې دي. په همدې حال کې د دې برید د مړو شمېر پرون لږترلږه ۵۹ ته لوړ شو. ... Читать дальше...
د افغانستان د پخواني پاچا محمدظاهرشاه د زوی میرویس ظاهر مړی پرون د کابل په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو. میرویس چې د ظاهر شاه د کورنۍ تر ټولو ځوان زوی و، د جمعې په ورځ د ۶۶ کلونو په عمر په کابل کې ساه ورکړه. د طالبانو د حکومت سیاسي کمیسیون پرون په یوه بیان کې د میرویس ظاهر د مړینې له کبله د هغه له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړه. له هغه مخکې د افغانستان ډېری سیاستوالو هم د هغه پر مړینه خپګان ښودلی و. نوموړی چې په ۱۳۵۲ه.ل کال کې د پاچاهي نظام پرضد د سردارمحمدداود تر کودتا وروسته له خپلې... Читать дальше...
په افغانستان کې د ایران سفارت د اسلامي پیوستون په نړیوال کنفرانس کې د طالبانو د حکومت د یوه پلاوي د ګډون خبر ورکړی. د ایران مهر خبري آژانس د ایران د سفارت په حواله دا خبر ورکړی ،خو په خبر کې نه دي ویل شوي چې د طالبانو په پلاوي کې کوم چارواکي شامل دي. خبر زیاتوي، چې دا غونډه نن پېلېږي او د سه شنبې ترورځې دوام کوي. د مهر د خبر له مخې، د اسلامي پیوستون په ۳۷ نړیوال کنفرانس کې د فرانسې، سوریې، لبنان، مصر، مالیزیا، پاکستان، هند او یوشمېر نورو هېوادونو سني او شیعه دیني عالمان راټولېږي او هدف یې د... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي د تاتارستان په کازان ښار کې د مسکو د فارمټ د غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره کتلي دي. د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پرون پر ایکس شبکې په یوه بیان کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني له ډيپلوماتیکو لارو د افغانستان او پاکستان د روانو ستونزو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ او د چین استازي یو- شیانګ ډاډ ورکړ ،چې هېواد یې په ډېرو برخو کې له افغانستان سره د مرستو زیاتولو ته چمتو دی. Читать дальше...