Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2023

Новости за 14.10.2023

Pa.azadiradio.com 

بدخشان: ترافیکي پېښې یو تن مړ او دوه نور ټپیان کړل

په بدخشان ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله يو تن مړ او دوه تنه نور ټپيان شول. په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حکمت الله "محمدي" نن ازادي راډيو ته وویل چې په ياوان ولسوالۍ یو موټر له سړکه په اوښتو سره چپه شو او خلکو ته یې مرګژوبله واړوله. هغه ویلي ټپیان روغتون ته رسول شوي.

Pa.azadiradio.com 

د غزې پر کړکېچ اعتراض؛ سعودي اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو خبرې ځنډولي

فرانسپرس او رویټرز خبري اژانسونو خبر ورکړی چې سعودي عربستان د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې په ترڅ کې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره خبرې اترې ځنډولي دي. د فرانسې خبري اژانس نن د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې سعودي عربستان د دې پرېکړې په اړه امریکا ته هم خبر ورکړی دی. رویټرز خبري اژانس هم د سعودي عربستان شاهي حکومت ته د دوو نږدې سرچینو په حواله دا خبر ورکړی دی. دغو سرچینو ویلي چې د ریاض دا پرېکړه د حماس او اسرائیلو تر منځ د جګړې له پیل وروسته د دغه هېواد د بهرني سیاست چټکه بیا کتنه په ډاګه کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فلسطنیان هڅه کوي، چې د غزې له شماله وتښتي.

اسراییل د غزې په شمال کې شاوخوا یومیلیون کسانو ته خبرداری ورکړی دی چې د غزې جنوب ته ولاړ شي، دوی مځکني عملیات پيلوي. اسراییل یوه اونۍ وروسته تر دې چې حماس ډلې ناببره پر اسراییل حمله وکړه. پر غزې مځکني عملیات د دې سربیره شروع کړل، چې ملګرو ملتو خبرداری ورکړی دی چې د غزې د نژدې نیمایي استوګنو بیځایه کیدل به د ناورین سبب شي.

Pa.azadiradio.com 

د هرات اوسېدونکي لا هم د زلزلې له وېرې تر خېمو لاندې ژوند کوي

د هرات یو شمېر اوسېدونکي لا هم د یوې بلې زلزلې له وېرې د ښار په واټونو او پارکونو کې تر خیمو لاندې او له کورونو بهر ژوند کوي. تېره شنبه په دغه ولایت کې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزله وشوه، چې د ملګرو ملتونو په وینا تر ۱۳۰۰ ډېر کسان یې ووژل او زرګونه نور یې بې کوره کړل.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو یو پلاوی روانه اونۍ چین ته ځي  

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایع وزارت ویاند اخندزاد عبدالسلام جاوید نن رویټرز اژانس ته وویل، چې د سوداګرۍ او صنایع سرپرست وزیر حاجي نورالدین عزیزي به په چین کې د یو کمربند یوې لارې د پروژې په غونډه کې برخه واخلي.  دا غونډه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په چین کې جوړیږي.  چین او پاکستان د مې په میاشت کې ویلي وو، چې په کابل کې واکمن طالبان به وهڅوي چې د لسګونو میلیارډو ډالرو په ارزښت له دې پروژې سره یوځای شي.  چین د نړۍ د نورو هیوادو په څیر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني، خو د طالبانو تر بیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ځینو سیمو کې د ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شوی

د افغانستان په ځینو سېندونو کې سبا د اوبو د کچې د لوړیدو اندېښنه شته، چې سیلونه به ورسره وبهیږي.  د هوا پيژندنې د یو شمیر نړیوالو ادارو له اټکل سره سم به نن شپه او سبا د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې بارانونه ووریږي.  د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت په پنجشیر، کونړ، لغمان، لوګر، خوست، پکتیا، کابل، بدخشان، تخار، بلخ، کندز، سمنګان او سرپل کې د احتمالي سیلونو د بهیدو خبر ورکړی دی.  دې وزارت هغو خلکو ته چې په دې ولایتونو کې د سیندونو او خوړونو څنګ ته ژوند کوي خبرداری ورکړی، چې احتیاط وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: نړیوال دې د فلسطینیانو حقونه تامین کړي؛ ښځینه فعالانې: خپل ګرېوان ته سر ښکته او د خلکو حقونه ورکړئ!

د طالبانو حکومت د يوې اعلاميې په خپرولو سره له نړيوالې ټولنې او اسلامي همکاريو له سازمان غوښتي، چې په فلسطين کې دې د ښځو، سپين ږيرو او ماشومانو په اړه غبرګون وښېي. دا اعلاميه چې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد پر خپل ايکس‌پاڼه خپره کړې، په کې یې پر نړيواله ټولنه نيوکه کړې چې ګواکې په نورو هېوادونو کې د بشري حقونو لپاره مداخلې کوي، خو په فلسطين کې چې د اسرایيلو په هوايي بريدونه کې ښځې او ماشومانو وژل کېږي، کوم غږ نه پورته کوي. خو د ښځو او بشري حقونو یو شمېر افغان فعالان بيا وايي، طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د « زهره» په نوم د افغان نجونو هنري ډلې په اروپایي هېوادونو کې خپل کنسرټونه پيل کړل

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت د ځوانانو د هنري ډلې له کنسرتونو وروسته د «زهره» په نوم د دغه انستیتیوت د ښځو ارکسټر هم په اروپا کې خپل کنسرتونه پیل کړل.  له دوه کلن ځنډ وروسته د دغې ډلې لومړنی فعالیت د اکتوبر په 13 مه د فرانسې د بایون په کوینټو تیاتر کې ترسره شو. په دې کنسرت کې د زهره آرکسټر مشري  پرتګالي موسیقي پوه په غاړه درلوده. د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت مشر ډاکټر احمد ناصر سرمست ازادي راډيو ته وویل، چې زهرې هنري ډلې د ۲۵ نویو موسیقي غږونوکو سره چې ټولې یې ځوانې نجونې دي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره ویستل؛ روح الله: هملته زیږیدلی او د اولادونو پلار شوی وم، خو بیا یې هم وویستم

روح الله په پاکستان کې له مېشتو  هغو افغان کډوالو دی چې د پاکستان د وروستیو فشارونو له امله باید له دغه هېواده ووخي. د هغه په خبره ،  ۲۳ کاله وړاندې په پاکستان کې زېږېدلی او په دغه هېواد کې د مېرمنې او ماشومانو خاوند شوی.  نوموړی وايي، چې اوس د پاکستان د حکومت ګواښونو او د اوسېدو د قانوني اسنادو د  نه لرلو له امله دې ته اړ شوی چې دا هیواد پریږدي. هغه چې کډه یې بار او د خپلې کورنۍ غړي يې افغانستان ته د تګ په موخه د تورخم دروازې ته وړي، ازادي راډيو ته وويل چې د کور ټول وسایل يې په کمه بيه ليلام کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو له عملیاتو سره زرګونه فلسطینیان د غزې له شمال څخه وتښتیدل

په زرګونو فلسطینیان د غزې تړانګې له شماله نن تښتیدلي دي. دوی د اسراییلي ځواکونو د مځکنیو عملیاتو له وېرې سیمه پرې ایښې ده. پر دې سیمه اسراییلي ځواکونه اوس د هوا له لارې بمباري کوي. اسراییل د غزې په شمال کې خلکو ته پرون خبرداری ورکړی و، چې په څلرویشت ساعتونو کې د غزې جنوب ته ولاړ شي. اسراییل ویلي دي، چې په سیمه ییز وخت د مازدیګر تر څلور بجو چې کوم کسان کډې باروي څه نه ورته وایي. رویټرز اژانس په غزه کې د فلسطنیانو د روغتیا وزارت په وینا نن خبر ورکړ، چې په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د اسراییل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رومانیا کاسوو ته تر ۱۳۰ ډېر سرتېري واستول

د رومانیا تر یوسل او دېرش ډېر سرتیرې نن کاسوو ته ورسیدل. دا پوځیان به هلته د ناټو-کاسوو سوله ساتې ځواکونو ماموریت پياوړی کړي. د روانې اکتوبر په پیل کې دوه سوه برېتانیایي پوځیان هم کاسوو ته تللي وو. ناټو د سپتمبر په نهه ویشتمه ویلي وو، چې د ناټو- کاسوو سوله ساتې ځواکونه به تقویه کړي. دا پریکړه وروسته تر دې وشوه، چې د کاسوو په شمال کې د کاسوو د امنیتي ځواکونو او اکثریت سرب توکمو ترمنځ کړکېچ زیات شو. ناټو تر اوسه نه دې ویلي، چې څومره نور پوځیان به کاسوو ته استوي.

Pa.azadiradio.com 

د پلخمري پرونی ځانمرګی برید؛ د قربانیانو کورنۍ څه غواړي، غبرګونونه څه دي؟

د بغلان په پلخمري ښار کې د امام زمان په نوم د شیعه ګانو په جومات د تېرې ورځې په ځانمرګي برید کې د قربانیانو یو شمېر کورنۍ وايي، چې په افغانستان کې پر شیعه وګړو د ژوند کړۍ تنګه شوې او دوی هره ورځ د مذهب له امله قرباني ورکوي. د پلخمري اوسېدونکې زینب چې د تېرې ورځې په حمله کې یې د محمد رضا قادري په نوم د کورنۍ یو ۴۰ کلن غړی وژل شوی ازادي راډيو ته وویل: "زما د عمه زوی د امام زمان په جومات کې د شوې حملې د شهیدانو له ډلې دی، هغه چې د څلورو ماشومانو پلاراو د خپلې کوچنۍ کورنۍ سرپرست و،د پلخمري په ښار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات زلزله ځپلې سیمې؛ د پاکو اوبو سرچینې له منځه تلي، خلک پاکې اوبه نه لري

هرات کې له زلزلې يوه اوونۍ تېرېږي، خو لا هم زلزله ځپلي د ډېرو لومړنیو اړتیاوو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. د څښاک پاکو اوبو ته نه لاس رسی یوه له دې مهمو ستونزو څخه ده. د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ اوسېدونکی او يو تن زلزله‌ځپلی سخي وايي، له زلزلې وروسته د دوی په سيمه کې اوبه د څښلو وړ نه‌دي. سخي ازادي راډیو ته وویل: "دا کوم کلي چې زلزلو کې نړيدلې دي، کاريزونه هم ټول نړيدلي دي چې ورسره اوبه خړې شوي دي، په کليو کې اوبه نه‌شته، د ښار او يا هم نورو ځايونو څخه په ټانکرو کې اوبه راوړل کېږي، ځکه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: وسله والو په بلوچستان کې ۶ کارګران وژلي

د پاکستاني پولیسو په وینا، وسله والو تیره شپه په بلوچستان کې شپږ کارګر وژلي دي.  د پولیسو افسر هدایت اله دشتي وویل، وسله والو د تربت په ښار کې د ساختماني برخې پر اتو کارګرانو ډزې کړې دي. د دوی له ډلې دوه تنه یې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي او ژوندي دي، خو نور یې وژل شوي دي.  تر اوسه کومې ډلې  د دې کسانو د وژلو مسوولیت نه دی اخیستی.

Pa.azadiradio.com 

روسیې د اوکراین د یو شمېر ډرون الوتکو د نسکورولو خبر ورکړ

د روسیې دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې نن سهار د اوکراین ډرون الوتکې د تور سمندرګي پر سر د کراسنودار له سواحلو سره نسکورې کړې دي. تر دې مخکې د تور سمندرګي د سوچي استراحتځي په سیمه کې خلکو د چاودنو خبر ورکړی و او داسې ویډیوګانې یې خپرې کړې وې، چې د سمندرګي پر سر د چاودنو تصویرونه پکې ښکاریدل. یوشمیر راپورونه وایي، چې دا چاودنې د سوچي المپیک پارک ته نژدې او د ښار په منځ کې اوریدل شوې دي. اوکراین تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

Pa.azadiradio.com 

پر غزې د اسراییلو د پوځ عملیات؛ فلسطینیان د تېښتې په هڅه کې دي

فلسطنیان هڅه کوي، چې د غزې له شماله وتښتي. اسراییل د غزې په شمال کې شاوخوا یومیلیون کسانو ته خبرداری ورکړی دی چې د غزې جنوب ته ولاړ شي، دوی مځکني عملیات پيلوي. اسراییل یوه اونۍ وروسته تر دې چې حماس ډلې ناببره پر اسراییل حمله وکړه. پر غزې مځکني عملیات د دې سربیره شروع کړل، چې ملګرو ملتو خبرداری ورکړی دی چې د غزې د نژدې نیمایي استوګنو بیځایه کیدل به د ناورین سبب شي. د حماس د رسنیو دفتر وایي، چې الوتکې پر هغو موټرو ډزې کوي چې د جنوب خواته ځي او تر اوسه یې په دغو موټرو کې تر اویا ډیر کسان وژلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

میلیونونه خلک د هند او پاکستان نننۍ لوبې ته منتظر دي

ټاکل شوې ده ،چې نژدې یو ساعت وروسته د هند په احمد اباد کې د کوربه هند او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ سیالي پیل شي.  د پنځوس اورونو په دې نړیوال جام کې تر اوسه هند دوې لوبې کړې دي دواړه یې ګټلې دي، او پاکستان هم خپلې دوې ترسره کړې لوبې ګټلې دي.  دا نړیوال جام د اکتوبر په پنځمه په هند کې پیل شوی، چې د نومبر په نولسمه به یې پایلوبه ترسره شي.

Pa.azadiradio.com 

"هرات غمجن دی خو یوازې نه دی" ؛ فرهاد دریا او یو شمېر نورو افغان سندرغاړو یې زلزله ځپلو ته د مرستې کمپاین پیل کړی

له سندرو وراخوا عملي ګامونه؛ فرهاد دریا؛ هغه مشهور افغان سندرغاړی چې دا سندره یې هم ویلې ده: " مونږ کرلي په عشق کې لاسونه، جوړوو د خپل کور دېوالونه" فرهاد دریا وایي، چې د هرات زلزله ځپلو ته مرسته راټولوي. دریا د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې له تېرو درېېو ورځو یې د یو شمېر افغان رسنیو او فرهنګي شخصیتونو په ملګرتیا یې دا کمپاین "هرات غمجن دی خو یوازې نه دی" پیل کړی، چې اوس یو شمېر نور سندغاړي هم ورسره ملګري شوي دي. فرهاد دریا وايي، افغان سندرغاړې اریانا سعید، داوود سرخوش او تاجکي سندرغاړی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د سرې میاشتې ټولنه: د هرات زلزله افغانستان ته پېچلې تراژیدي ده

د امریکا متحده‌ ایالاتو د سرې میاشتې ټولنې په هرات کې د تېرې اوونۍ زلزلې د افغانستان لپاره پېچلي تراژيدي بللې. دې ادارې پرون ناوخته یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، په داسې وخت کې چې نږدې ۲۹ میلیونه افغانان لا له وړاندې بشري ناورین سره مخ دي او په هرات کې هم شدیدې وچکالۍ، سېلابونو او اقتصادي ستونزو خلک ځپلي، دې زلزلو د سیمې خلکو ته لا نوره ضربه ورکړه. د متحده‌ایالاتو د سرې میاشتې ټولنه زیاتوي، په هرات کې ویجاړي زیاته ده او د زنده‌جان، غوریان او روباط سنګي ولسوالیو کې ډېر کورونه له خاورو سره خاورې شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د ناقانونه کډوالو د ویستو مهلت کې جوړجاړی نه کوو

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي وايي، د غیر قانوني کډوالو لپاره د ورکړل شوي مهلت له پای وروسته به پاکستانی حکومت د هغوی د ویستو په برخه کې هیڅ ډول جوړجاړی و نه کړي. بګټي پرون د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، دغیر قانوني کډوالو د ویستو پالیسي یوازې د افغانانو لپاره نه‌ده؛ بلکې ټول هغه کسان به د اکټوبر له پای وروسته له پاکستان وویستل شي چې په دې هېواد کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه‌لري. د پاکستان حکومت دا هم منلې چې په دې هېواد کې غیرقانوني کډوال اکثریت افغانان دي. د پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ پر غزې ځمکني بریدونه پيل کړل

اسراییلي ټانکونه او زغروال ګاډي تېره شپه غزې ته داخل شول. اسراییل تر دې مخکې د غزې تړانګې استوګنو ته خبرداری ورکړی و، چې د غزې له شمالي برخې ووځي. حماس ډلې بیا پر خلکو غږ کړی دی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي. وروسته تر دې چې تیره شنبې، حماس وسله والې ډلې پر اسراییل په زرګونو توغندي وویشتل او شاوخوا یو نیم سل اسراییلیان یې برمته کړل، اسراییل پر غزې هوایي بمبارۍ شروع کړه او تیره شپه د لومړي ځل لپاره اسراییلي مځکنۍ ځواکونه غزې تړانګې ته ننوتل.

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام؛ نن هندوستان او پاکستان سیالي کوي

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام په ترڅ کې نن شنبه د اکتوبر په ۱۴مه نېټه کوربه هندوستان د پاکستان پر وړاندې سیالي کوي. دغه سیالي به د احمداباد ښار په نریندرمودي کرکټ لوبغالي کې د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه پیل شي. تر دې دمه د کرکټ د پنځوس اوریزو نړیوالو جامونو په سیالیو کې یاد ملکونه ۷ ځل سره مخ شوي دي چې ټولې سیالۍ هندوستان ګټلي دي. دا د روان نړیوال جام دولسمه سیالي ده او تر دې دمه د نیوزيلینډ ملي لوبډلې په پرله پسې درې سیاليو کې بریالۍ شوې او د نومرو په جدول کې مخکې ده. افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: افغان زلزله ځپلو سره دې ۱۴ میلیونه ډالره مرسته وشي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنرۍ د افغان زلزله ځپلیو لپاره د څوارلس اعشاریه څلور میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه وکړه. دې ادارې پرون په ایکسپاڼه کې ویلي دي، چې دا بیړنۍ مرسته یې د دې لپاره غوښتې ده څو ژر تر ژره د زلزله ځپلیو لاسنیوی وشي. د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې په وینا، په هرات کې د زلزلې د قربانیانو شمېر څوارلس سوو او د ټپیانو شمېر یوزر اته سوه پنځوس تنو ته رسیدلی دی. د اوچا په وینا، د زلزلو له امله په هرات کې تر درې زره ډیرو کورونو ته زیان اوښتی چې له دې ډلې دوه نیم زره کورونه یو مخ له خاور سره خاورې شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

متحده ایالاتو روسیې ته د شمالي کوریا د څه باندې ۱۰ زره کانتینره وسلو د سپارلو خبر ورکړ

د امریکا متحد ایالتونه وایي، داسې معلومات یې ترلاسه کړې دي چې شمالي کوریا په وروستیو اونیو کې تر زرو ډیر له وسلو ډک کانتینرونه روسانو ته سپارلې دي. د راپور له مخې، پیونګ یانګ دا وسلې روسانو ته د اوکراین د جګړې لپاره ورکړې دي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي پرون خبریالانو ته وویل، متحد ایالتونه په دې باور دي چې شمالي کوریا دا وسلې د دې لپاره روسیې ته ورکړې دي چې په بدل کې یې له روسانو د خپل اټومي پروګرام لپاره پرمختللې ټکنالوژي ترلاسه کړي. سپینې ماڼۍ یو ګرافیک خپور کړ. چې پکې ښکارې... Читать дальше...


Почти 160 тыс. кв. м недвижимости возведут на участке бывшей промзоны «Теплый Стан»

Новосибирская область показала свой научно-технологический потенциал в Москве на ВДНХ

Пушинка из Космоса спасёт либо снесёт США? Научные важные данные. Проект «Святой Ленин».

Кирпич, упавший с крыши, чуть не убил маму с двухлетним ребенком



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Почти 160 тыс. кв. м недвижимости возведут на участке бывшей промзоны «Теплый Стан»

Новосибирская область показала свой научно-технологический потенциал в Москве на ВДНХ

Коммуникационная стратегия «Росконгресса» получила пять наград на международном фестивале

Более миллиона заявок подано в рамках обмена замороженных активов

Музыкальные новости

В Москве прошла премьера документального фильма "Мамы и дети"

"Гриша, уходи!": реакция интернет-сообщества на вылет "Урала" из РПЛ

Леонид Агутин посвятил ушедшей Анастасии Заворотнюк песню и клип

В России появился «рейтинг скрепности» регионов

Новости России

Кирпич, упавший с крыши, чуть не убил маму с двухлетним ребенком

Коммуникационная стратегия «Росконгресса» получила пять наград на международном фестивале

Почти 160 тыс. кв. м недвижимости возведут на участке бывшей промзоны «Теплый Стан»

Стартовало зрительское голосование за выбор участников народного реалити-шоу «Вместе»

Экология в России и мире

В Москве в ТРЦ Columbus открылся магазин O`Stin в формате 4.0

«585*ЗОЛОТОЙ» выступила партнером медиафестиваля творческой молодежи YOUPITER

Преступления мигрантов с рынков азербайджанского олигарха Года Нисанова продолжают шокировать Москву

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине

Спорт в России и мире

Потапова о поражении от Свентек на "Ролан Гаррос": организм дал сбой

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»

Не ходите, дети, в теннис: как Андре Агасси и Штеффи Граф подарили детям право выбора

Moscow.media

Белоусов и его зам продолжают зачистку. Настала очередь главного коммунальщика Минобороны. Обвинение просит 12 лет за взятку

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине

Доступный, летний, твой – StarLine A60 BT GSM ECO

Торжественное возложение цветов к памятному знаку «Юным героям — партизанам и подпольщикам» в Феодосии







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *