Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2023

Новости за 21.10.2023

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او د کمربند او لارې پروژه

په افغانستان کې طالبان غواړي چې هیواد د چین له کمربند او لارې پروژې سره یوځای کړي. ځیني په دې باور دي چې ممکن له دې سره افغانستان نور هم د پاکستان محتاجه شي، یوشمیر نور بیا له دې نظر سره مخالف دي، خو سوال دا دی چې له اصله به د چین دا ستره پروژه پلې شي؟ په دې اړه دلته بحث کتلی شئ

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه: په پاکستان کې د افغان کډوالو برخلیک ته اندېښمن یوو

اروپایي ټولنې په پاکستان کې د افغان کډوالو برخلیک ته اندېښنه ښکاره کړه. د پاکستان حکومت تر یو میلیون او اووه لکه ډیرو افغانانو ته خبرداری ورکړی دی چې د نومبر تر لومړۍ نېټې که له پاکستانه ونه وځي، په زوره به یې وباسي. د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي تګلارې ویاند پیټر ستانو ازادي راډیو ته د ایمیل له لارې په رالیږلي پيغام کې ویلي دي چې په اغېزمن کیدونکو افغانانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د نړیوالې ټولنې لخوا د خپل امنیت د تامینولو په هڅه کې دي. د ستانو په وینا، ښایي مېرمنې او نجونې افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

" زندان د ښځو او بشري حقونو د فعلانو ځاى نه دى" کمپاین؛ ترسره کوونکي یې څه غواړي؟

د ښځو او بشري حقونو یو شمېر فعالانو د ښځینه فعالانو زندان کې د ساتلو دوام ته په غبرګون، په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پیل کړی دی. دغه کمپاین" زندان د ښځو او بشري حقونو د فعلانو ځاى نه دى" کې د هغو دوو معترضو ښځو ژولیا پارسي او ندا پرواني د خلاصون غوښتنه شوې چې د طالبانو له خوا نیول شوې دي. په ورته وخت کې د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ هم د شنبې په ورځ د طالبانو له خوا د اعتراض کوونکو ښځو د نیول کېدو په تړاو یوه اعلامیه خپره کړې او ادعا یې کړې چې طالبانو د ژولیا پارسي او زرګونو نورو بندیانو پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ یو شمېر مشران قاهرې ته د غزې په اړه غونډې ته رسیدلي

د مصر پلازمېنې قاهرې ته د نړۍ یو شمېر مشران نن سهار ورسیدل. په دوی کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیره، انالینا بیربوک، د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي او د عربي هېوادونو په مشرانو کې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال-ثاني شامل دي. مصر غواړي چې د سیمې او نړۍ د لسګونو مشرانو په دې غونډه کې پر دې خبرې وشي چې څرنګه په غزه کې د روانې جګړې مخه نیولی شي. د مصري رسنیو په وینا، قاهره دا اندېښنه لري چې دا جګړه په سیمه کې پراخه نه شي. د قاهرې په ننۍ غونډه کې د ایټالیا،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رزمي لوبې؛ افغان لوبغاړی جاوید بشارت نن شپه یوه امریکایي سره سیالي لري

افغان رزمي لوبغاړی جاوید بشارت نن شپه په یو اف سي سازمان کې لوبه لري. جاوید بشارت به له امریکايي ویکتور هنري سره په ۶۱ کیلو وزني کټګورۍ یا بنټموېټ کې مخ شي. د دوی لوبه د یو اف سي سازمان په ۲۹۴ پړاو کې تنظیم شوې چې تمه ده نن ماښام د متحده عربي اماراتو په کوربه توب وشي. بشارت ۱۴ لوبې ګټلي او هېڅ لوبه یې نه ده بایللې. ویکتور هنري بیا ۲۳ لوبې ګټلي او ۶ یې بایللي دي. د یو اف سي د نن شپې په اصلي لوبه کې د نړۍ اتل اسلام مخاچف له اسټرالیايي الکساندر ولکونوسکي سره مخ کېږي. دوی یو وار مخکې هم لوبه کړې وه چې اسلام پکې بریالی شوی وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رفح دروازه فلسطینیانو ته د مرستو رسولو لپاره پرانیستل شوه

د مصر او غزې ترمنځ د رفح په نوم سرحدي دروازه نن له محاصره شویو فلسطینیانو سره د مرستو لپاره پرانیستل شوه. دا لاره وروسته تر هغې تړل شوې وه چې دوې اوونۍ مخکې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوه. د القاهره په نوم د مصر دولتي اژانس وایي چې تر دوه سوه ډیرې لارۍ چې شاوخوا درې زره ټنه مواد پکې بار دي، له څو ورځو راهیسې رفح ته څېرمه ولاړې دي او نن یوازې شل لاریو ته اجازه ورکړل شوه چې غزې ته داخلې شي. د غزې دوه میلیونه او درې لکه استوګن د خوړو او د څښاک اوبو له کمبود سره مخامخ دي. د روغتونونو مسوولین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ویسټ: د خوړو نړیوالو بنسټونو سره مې د افغانستان د خوراکي موادو پر خوندیتوب خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د خوړو او کرنې د نړیوال سازمان او د خوړو د نړیوال پروګرام له چارواکو وغوښتل چې په افغانستان کې د خوراکي موادو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي. توماس ویسټ نن پرته له دې چې د دې غونډې نېټې ته اشاره وکړي، په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې ده د دې دوو ادارو له چارواکو سره ګټورې خبرې وکړې او دا هغه موسسې دي چې له میلیونونو افغانانو سره حیاتي مرستې کوي. د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو په راپورونو کې د افغانستان د خوراکي موادو خوندیتوب د اندېښنې وړ ګڼل شوی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان جنس بدلو طالبان د دوی خلاف په جنایت تورن کړل

د افغانستان جنس بدلو له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتې دي چې د افغانستان د ( جي بي تي کیو) او ښځو په وړاندې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپیژني. جنس بدلو په یوه لیک کې چې د جمعې په ورځ یې خپور کړ، ادعا وکړه چې طالبانو د دوی پرضد په افغانستان کې جنایت ترسره کړی دی. د دې لیک یوه لاسلیک کوونکي او د ( ال جي بي تي کیو) د حقونو فعال ارتمیس اکبري ازادي راډیو ته وویل چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د دوی د ټولنې له غړیو سره ډیر بد چلند شوی دی، دوی وهل شوې دي او شکنجه شوې دي. د برېتانیا ګارډین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران او پاکستان ته کډوال شوي یو شمېر مخکیني افغان پوځیان؛ هېواد ته جبري ستنول مو ژوند ګواښي

له پاکستان او ايران څخه په زوره د کډوالو د ايستلو په ډله کې هغه افغانان هم شامل دي چې د تېر جمهوري نظام په پوځي ليکو کې يې دندې درلودې. دوی ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، د پناه اخيستلو په نيت يادو هېوادونو ته تللي دي او که بېرته افغانستان ته ستانه شي نو له امنيتي ګواښونو سره مخ کېږي. د تېر جمهوري نظام د ملي پوځ د ليکو يو سرتېری چې پاکستان کې کډوال دی او نه‌غواړي نوم يې راپور کې ياد شي وايي، افغانستان کې تر څارنې لاندې دی او که ستون شي نو ان د مرګ له ګواښ سره مخ کېدلی شي: نوموړی زیاتوي: "زه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لارې د تړل کیدو دوام؛ یو شمېر مسافر او موټر چلوونکي: پر بدیلو لارو تګ راتګ ډېر ستونزمن دی

په داسې حال کې چې د خلکو او وسایطو د تګ راتګ پر مخ د سالنګ لویې لار له تړل کیدو تر څلوېښتو زیاتې ورځې تېرې شوې، خو لا هم دغه لار نه ده پرانیستل شوې. دا لویه لار د بیارغونې په موخه تړل شوې ده. یو شمېر مسافر چې له کابل څخه د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته تګ راتګ کوي شکایت کوي چې پر بدیلو لارو تګ راتګ وخت ګېره، ستونزمن او ګران کار دی. مینه چې تازه له مزارشریف څخه کابل ته راغلې، په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل: " لاره ډيره خرابه ده، په ساعتونو منتظر پاتې شوو، کرایه هم لوړه شوې. په پخوا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ژمی او د هوا سړیدل؛ اوچا: د هرات زلزله ځپلي د سرپناه جوړولو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، د ژمي له رارسیدو او د تودوخې  درجې له راټيټېدو سره، د هرات ولایت زلزله ځپلي د کورونو او سرپناوو د بیارغونې لپاره، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. یادې ادارې د اکتوبر په ۲۰ د هرات زلزله ځپلو ته د ځوابي بشري مرستو په اړه په خپل تازه راپور کې ويلي چې د اکتوبر له ٧مې نېټې څخه را په دې خوا، په هرات ولایت کې د ریښتر په کچه تر ٦ درجې د زیاتې زلزلې او ټکانونو وروسته، په یاد ولایت کې د بشري ملاتړ لپاره یو شمېر فعالیتونه ترسره کیږي. اوچا زیاتوي، د بشردوستانه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مصر: غزې ته مو نن د بشري مرستو لارۍ ننوتې

د مصر د سرې میاشتې چارواکو او یوې امنیتي سرچینې فرانس پریس اژانس ته وویل چې له مصر څخه د رفح سرحدي دروازې له لارې غزې ته د بشري مرستو لارۍ نن داخلې شوې. د مصر دولتي تلویزیون د یو شمېر لاریو تصویر ښکاره کړ چې د رفح په دروازې ننوځي. دا مرستې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په پنځلسمه ورځ غزې تړانګې ته، چې دوه اعشاریه څلور میلیونه نفوس لري، رسیږي.

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې د افغان زده کوونکو د ملاتړ لپاره ۹،۹ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

اروپایي ټولنې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د زده کوونکو د ملاتړ په نیت نهه اعشاریه نهه میلیونه یورو مرسته اعلان کړه. اروپایي ټولنې په یوه بیان کې چې نن یې خپور کړ، ویلي دي چې د خوړو نړیوال پروګرام ته به دا پیسې ورکړي چې په ننګرهار، نورستان، غور، فراه او جوزجان ولایتونو کې د ابتدایي ښوونځيو د نژدې دوه میلیونه زده کوونکو ملاتړ وکړي. د اروپایي ټولنې د بیان له مخې، د دې مرستې په مټ به د خوړو نړیوال پروګرام( ډبلیو ایف پي) د نژدې نهه سوه زره هلکانو او څه باندې اته لکه پنځو زره نجونو لپاره د دوو کلونو په مخه یو وخت صحي خواړه چمتو کړي.

Pa.azadiradio.com 

نواز شریف له ۴ کلنې جلاوطنۍ وروسته بیا پاکستان ته ستون شو

د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف نن له دوبۍ څخه په ځانګړې الوتکه کې خپل هېواد ته ستون شو. نواز شریف چې درې ځله د پاکستان صدراعظم پاتې شوی دی، په لندن کې له څلور کلنې جلا وطنۍ وروسته اوس غواړي چې د جنوري میاشتې د پارلماني انتخاباتو په ترڅ کې ډېر ملاتړي خپل کړي. ټاکل شوې ده چې نواز شریف به نن په لاهور کې د خپلو پلویانو یوې لویې غونډې ته وینا وکړي. نواز شریف په داسې وخت کې پاکستان ته ستون شوی دی چې دغه هېواد له ژورې سیاسي بې ثباتۍ او بد اقتصادي حالت سره مخامخ دی. نوازشریف په دوه زه نولسم کال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

۹ ورځې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستو تر مهلت پوره کیدو؛ غوښتنې او اندېښنې څه دي؟

په داسې حال کې چې د پاکستان له لوري په دې هېواد کې مېشتو یو عشاریه ۷ میلیونه غیر قانوني افغان کډوالو ته له پاکستانه د وتلو ورکړل شوی یو میاشتني مهلت پای ته رسېدو ته یوازې نهه ورځې پاتې دي، په دې هېواد کې مېشت یو شمېر افغان کډوال د پاکستان دا پرېکړه غیر عادلانه بولي او وايي پاکستان دې په دې برخه کې انساني حقونو ته درناوی وکړي. دوی غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د کډوالو د حقونو پر بنسټ چلند وشي. د خیبر پښتنوخوا ایالت په پېښور ښار کې میشت یو افغان کډوال فرید کاموال ازادي راډيو ته وویل: "په وطن کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نتنیاهو: غزه کې تر بریالیتوب ګټلو جنګیږو

د اسراییل صدراعظم وایي، په غزه کې به د دوی تر بریالیتوب پورې جګړه روانه وي. بنیامین نتنیاهو د غزې په تړانګه باندې د اسراییل بمباریو، همداراز د حماس له لوري د دوو امریکایي برمته و د خوشې کیدو مسالې ته په اشارې سره دا خبره وکړه. حماس ډلې پرون نهه پنځوس کلنه امریکایۍ جودیت تای رانان او د هغې اوولس کلنه لور ناتالي چې د اکتوبر په اوومه یې د اسراییل له داخل څخه تښتولي وو، بیرته خوشې کړل. دوې اونۍ مخکې چې حماس ډلې پر اسراییل برید وکړ، هلته یې یو زر څلور سوه کسان چې اکثر یې ملکیان دي ووژل او شاوخوا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پر یو شمېر جنوبي سیمو د هوایي بریدونو له امله د خطر زنګونه وهل شوي

د اوکراین په یوشمېر جنوبي او ختیځو سیمو کې نن سهار وختي د هوایي بریدونو په خاطر د خطر زنګونه وهل شوي دي. د راپورونو له مخې، په جنوب کې د کریوې ریه په ښار کې د چاودنو یو شمېر غږونه اوریدل شوي دي. په دې ښار کې د دفاعي شورا مشر اولکساندر ویکول په تیلګرام کې لیکلي دي چې پر ښار د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه شوې دي او تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور دوی ته نه دی رسیدلی.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: د اکتوبر له لومړۍ نېټې تر ۵۲ زرو ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

پاکستان وایي، تر دوه پنځوس زره ډېر افغانان د اکتوبر له لومړۍ نېټې تر پرون پورې له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. پاکستان د اکتوبر په پیل کې خبرداری ورکړ چې یومیلیون او څه باندې اووه لکه هغه افغانان چې په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، که چېرته د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه ونه وځي په زوره به یې وباسي. د پاکستان د دې پریکړې په تړاو پرون د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره د کتنې پرمهال وویل چې اسلام اباد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قوشپې کانال په اړه د ازبکستان اندېښنه، پلاوی یې کابل ته د خبرو لپاره ځي

ټاکل شوې ده چې د ازبکستان یو حکومتي پلاوی د قوشتپې کانال د اوبو په تړاو د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي. د ازبکستان رسنیو د راپور له مخې، دا هیات به د راتلونکو دوو میاشتو په ترڅ کې کابل ته ولاړ شي. د طالبانو چارواکو مخکې ویلي وو چې دوی د امو د سېند د اوبو په اړه د منځنۍ اسیا له درېیو ګاونډیو، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره خبرو ته چمتو دي. ازبکستان چې د امو سیند له اوبو د پنبې د کښت لپاره پراخه استفاده کوي، اندېښنه لري چې د قوشتپې د کانال له تکمیلیدو سره به یې اوبه کمې شي.

Pa.azadiradio.com 

فرانسې د مرتضی بهبودي د خوشې کیدو هرکلی وکړ

فرانسې د طالبانو له زندانه د خبریال مرتضي بهبودي د خوشې کېدو هرکلی کړی دی. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته یوه خبرپاڼه کې لیکلي، مرتضی د جنورۍ له ۷مې راهیسې ۲۸۴ ورځې د طالبانو په بند کې و. په دې اعلامیه کې د فرانسوي‌الاصله خبریال مرتضي بهبودي خوشې کېدل یو فرصت بلل شوی او د مطبوعاتو ازادۍ او په ټوله نړۍ کې بې له خنډه راپور ورکولو ته د فرانسې په ژمنتیا ټینګار شوی دی. په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي چې فرانسې له لومړۍ ورځې د مرتضی بهبودي وضعیت له نږدې څارلی او د هغه د خوشې کېدو لپاره یې ډېرې هڅې کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برېتانیا خپلو وګړو ته؛ د افغانستان امنیت کړکېچن دی، سفر مه ورته کوئ

د برېتانیې حکومت له خپلو ټولو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته سفر و نه کړي. برېتانیا نن په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې امنیتي وضعیت کړکېچن بللی او زیاتوي، ډېر احتمال شته چې ترهګر په افغانستان کې دننه بریدونه وکړي. په اعلامیه کې زیاته شوې، په مذهبي ځایونو، مذهبي مراسمو او د هوايي ډګرونو په ګډون په ټول افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو د لوړېدو ګواښ شته. د برېتانیا د حکومت په اعلامیه کې د برېتانوي وګړو د توقیف د خطر یادونه هم شوې. د طالبانو حکومت لا رسما په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، مګر وړاندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو ټینګار؛ پاکستان په زوره د افغان کډوالو د ویستو حق نه لري

له پاکستانه په زوره د لکونو افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ازادي راډیو ته وویل چې هیڅ هېواد دا حق نه لري چې کډوال په زوره له خپلې خاورې وباسي. د اسلام اباد ضرب الاجل راتلونکې اونۍ سې شنبې پوره کیږي او وایي، که تر دې ورځې یو میلیون او څه باندې اووه لکه افغانان چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، له دغه هېواده ونه وځي په زوره به یې وباسي. د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ازادي راډیو ته تېره شپه وویل چې د پاکستان دا هڅه ستایي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له حماس سره د اسراییلو د جګړې دوام؛ حماس دوه برمته کړي امریکایان د قطر په منځګړتوب خوشې کړل

اسراییل وایي چې د اوږدې مودې په مخه د غزې تړانګې د نیولو نیت نه لري خو غواړي چې هلته د حماس جرړې وباسي. اسوشیتد پریس اژانس خبر ورکوي چې اسراییلي ځواکونه په ګاونډي لبنان کې هم له وسله والو سره په جګړه کې ښکېل شوې دي چې له دې امله د لبنان او اسراییل له سرحدي ښارګوټو د جګړې د پراخیدو له وېرې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي. اسراییل وروسته تر دې خبرداری ورکړ چې په غزه کې واکمنه حماس وسله واله ډله ځپي، چې دې ډلې د اکتوبر په اوومه د اسراییل دننه حمله وکړه او څوارلس سوه کسان یې ووژل چې اکثریت یې ملکیان وو او په لسګونو کسان یې برمته کړل.

Pa.azadiradio.com 

جوبایډن له کانګرسه اوکراین او اسراییلو ته د نوې مرستې د تصویب غوښتنه وکړه

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جوبایډن له کانګرسه غوښتي دي چې د یوسل او پنځه میلیارډه ډالرو نظامي بودیجه تصویب کړي. سپینې ماڼۍ پرون وویل چې له دې بودیجې به یو شپیته میلیارډه ډالر اوکراین او څوارلس میلیارډه ډالر اسراییل ته ځانګړې کړي. ولسمشر بایډن یوه ورځ وروسته تر دې دا غوښتنه وکړه چې ده په یوه وینا کې پر اوکراین د روسیې برید په غزه کې د حماس له وسله والو سره تړلی وباله. د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې له اسراییل سره به د امریکا دا مرسته د حماس له منګولو د برمته و په خوندي خوشې کیدو کې اغېزمنه تمامه شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غور کې د غره ښوېېدو له امله ۴ تنه مړه شوي

په غور کې د طالبانو چارواکي د غره د ښوېیدو په پېښه کې د څلور تنو د مړینې خبر ورکوي. په غور کې د طالبانو د امنیې قومانداني ویاند عبدالرحمان بدري په یوه بیان کې ویلي دي چې دا پېښه د دولتیار ولسوالۍ په لکه مزار کلي کې شوې ده او دوه قربانیان یې ماشومان دي. په دې بیان کې راغلي دي چې د جمعې په ورځ څلور تنو له غره خاورې د خپل کور د جوړیدو لپاره توږلې چې غر وښوېید.


«Мы самая мощная сила в мире!» – генсек НАТО угрожает России полумиллионной армией

Минэкологии предостерегло владельца в Ступине о недопустимости размещения отходов

Список мест для обряда жертвоприношения на Курбан-байрам опубликовали в Подмосковье

В Подмосковье прошел обучающий семинар по теме сельского хозяйства и продовольствия



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Алекс Анохин: возможность вместе пройти через страницы нашей истории

Пловчиха Ефимова получила нейтральный статус, но на Олимпиаду может не попасть

Гидроузел № 6 Волго-Донского судоходного канала принят в эксплуатацию после реконструкции

Школа, детсад и стартап-студия появятся в Новой Москве в рамках МаИП

Музыкальные новости

Казаков, казачек и казачат Кубанского казачьего центра «Баско» наградили за активное участие в Кадетском движении России

Военнослужащие Красноярского соединения стали призерами Чемпионата Сибирского округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия

Росгвардия приняла участие в спортивном празднике «Динамо» в Москве

Парадоксы двойного стандарта

Новости России

Список мест для обряда жертвоприношения на Курбан-байрам опубликовали в Подмосковье

В Подмосковье прошел обучающий семинар по теме сельского хозяйства и продовольствия

Пловчиха Ефимова получила нейтральный статус, но на Олимпиаду может не попасть

Картину Шишкина доставили в Калининград из Москвы самолетом

Экология в России и мире

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Спорт в России и мире

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Moscow.media

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *