Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2023

Новости за 03.10.2023

Pa.azadiradio.com 

اندپنډنټ ورځپاڼه: هند د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته نژدې شوی

له برېتانیا خپریدونکې کرکټ ټایمز خپرونې په هند د کرکټ نړیوال جام د سیالیو په درشل کې لیکلي، د افغانستان ملي ټیم د هند د ملي لوبډلې پخوانی کاپیټان اجای جدیجا د مربي او مشاور په توګه ټاکلی دی. خپرونه زیاتوي، افغانستان به د دې نړیوال جام په سیالیو کې خپل سفر د شنبې په ورځ د بنګه دېش پر وړاندې په لوبې سره پیل کړي. خپرونې د ښاغلی جدیجا ټاکل یوه ښه او پر وخت ټاکنه یاده کړې، او زیاتوي چې د هغه له لاسته راړونو به افغان لوبغاړې په دې نړیوالو سیالیو کې ګټه پورته کړي. د خپرونې په ټکو، د افغانستان د کرکټ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د افغانانو په ګډون د ټولو ناقانونه کډوالو د ویستو اعلان وکړ

پاکستان وایي، ټول غیرقانوني کډوال دې د دوی له خاورې ووځي کنه په زوره به یې وباسي. رویټرز اژانس د پاکستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سرفراز بُګتي په وینا خبر ورکړ، چې سږکال په پاکستان کې له څلرویشت ځان مرګو بریدونو څخه څوارلس افغانانانو کړې دي. بګتي زیاته کړه، چې شاوخوا یو میلیون او درې اویا زره غیرقانوني افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او دوی باید د نومبرترلومړۍ نېټې له پاکستانه ووځي. د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه د پاکستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر د دغو څرګندونو په اړه غبرګون ندی ښودلی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلګراد محکمې ۴ مخکیني چارواکي محاکمه کړي

د بلګراد سترې محکمې نن د پولیسو د هغو څلورو لوړپوړو چارواکو محاکمه پیل کړه، چې په ۲۰۰۸ کال کې د سربیا په پلازمېنه کې د امریکا پر سفارت د برید په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورن شوي دي. د ۲۰۰۸ کال په فبرورۍ کې د کاسوود خپلواکۍ د اعلان پر ضد د لاریون په مهال چې لاریون کوونکو د امریکا پرسفارت د یرغل هڅه کړې وه، اور ولګید. په تاوتریخوالي کې چې پریوشمیراروپایي سفارتونو بریدونه پکې شامل و، یو کس وژل شوی او لسګونه نور ټپیان شوي وو. د امریکا سفارت ته د اوراچونې د پېښې په تړاو تراوسه هیڅوک ندي زنداني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

څرنګه ښه ژباړه کولی شو او له پېړیو راهیسې په ژباړو کې څه تغییرات راغلي دي؟

څرنګه ښه ژباړه کولی شو او له پېړیو راهیسې په ژباړو کې څه تغییرات راغلي دي؟ په کابل کې مو د کتابونو د بازارونو له یو څه غوړیدو خبروو. د ګرافیک ډیزاین د یوه هنرمند له هڅو سره مو اشنا کوو او په دې خپرونه کې به واورئ چې په یوه مرکز کې د پښتو موسیقي کورس جوړ شوی دی. د ازادي راډیویي مجلې د دې خپرونې د اوریدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Pa.azadiradio.com 

میدان وردګ کې له ۷۰۰ بې سرپرسته کورنیو سره د نغدي مرستو لړۍ پيل شوه

په میدان وردګ ولایت کې له ۷۰۰ بې سرپرسته کورنيو سره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه. د دغه ولایت د سرې مياشتې چارواکي وايي، دغه مرسته د څه کم شپږ میليونه افغانيو په اندازه ده، چې د مرکز میدانښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې به پر ۷۰۰ بې سرپرسته او غریبو کورنیو وویشل شي. دوی زیاتوي، چې د دغو  مرستو زیاته برخه یې د کونډو لپاره ځانګړې کړې ده. بلخوا: هغه کونډې او بې سر پرسته ښځې چې یاده نغدي مرسته يې تر لاسه کړې، له دې امله خوشاله دي او د نورو مرستو غوښتنه لري. په دې اړه زموږ د همکار راپور د دغه لېنک له کېکاږلو سره اوریدلی شئ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان په اسیایي لوبو کې تر اوسه ۴ مډالونه ګټلي

د افغان ورزشکارانو یوه ډله چې د اسیا په لوبو کې یې مډالونه ګټلي، د دوشنبې په ورځ کابل ته راستانه شوه. افغانستان تراوسه په دې لوبو کې څلور برنز مډوالونه لاسته راوړي. همداراز، ګڼ شمېر افغانان د افغانستان د کرکټ لوبې ته هیله مند دي چې خپله لومړنۍ لوبه به سبا (چهارشنبه) ترسره کړي.

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي: مخکینیو چارواکو او سیاستوالو ته مو د خوندیتوب د کارتونو وېش پیل کړی

د طالبانو حکومت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، د تېر جمهوري حکومت چارواکو او نورو سیاستوالو ته یې د خوندیتوب کارتونو د وېش لړۍ پيل کړې ده. یاد کمېسیون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي، چې تېره اوونۍ یې هم د مخکېني حکومت ځینو چارواکو، جنرالانو او د ولسي جرګې غړو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړي دي. له افغان شخصېتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، له دې کارتونو څخه یې هدف دا دی چې پخوانیو چارواکو ته څوک ګواښ پېښ نه کړي. په تېر حکومت کې د ولسي جرګې غړی عبدالقادر کلاتوال چې دا کارت یې اخیستی، وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې استازی: د محکمې له پریکړې پرته د افغان فعالانو نیول غیر قانوني دي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن وایي، په افغانستان کې د محاکمې له پریکړې پرته د هغو افغانانو نیونه چې د خپلو او د نورو د حقونو دفاع کوي، غیرقانوني ده. نیکلاسن نن سې شنبې په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، چې دغه نیونې همدارنګه د کورني مشروعیت او رغنده خبرو اترو لپاره اړین باور هم کمزوری کوي. نیکلاسن دغه څرګندونې د هغه کمپاین په ملاتړکړي، چې د مطیع الله ویسا، ژولیا پارسي او ندا پرواني د خوشې کیدو لپاره پیل شوی دی. په عین حال کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مک‌کال: طالبان د دوحې تړون لپاره نه، د خپل واک د دوام لپاره د داعش خلاف مبارزه کوي

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال، چې د جمهور رییس بایډن د ادارې کلک منتقد دی له داعش خراسان څانګې سره د طالبانو مبارزه د د دې ډلې داخلي قدرت د دوام لپاره بولي، نه د ده له قوله، د دوحې د هوکړې پر بنسټ. د هغې دا څرګندونې د بهرنیو اړیکو کمېټې پرون یوه اعلامیه کې خپرې کړي دي. دا اعلامیه د جمهور رییس بایډن حکومت د هغو څرګندونو وروسته خپره شوې، چې تېره اوونۍ یې ویلي و، طالبان د دوحې د تړون په بنسټ له ترهګرۍ سره مبارزه کوي. خو د ښاغلي مک‌کال په اعلامیه کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام؛ د افغانستان او سریلانکا تمریناتي سیالي پیل شوه

د نړیوال جام د تمریناتي سیالیو په لړ کې افغانستان د سریلانکا پر وړاندې لوبه پیل کړې ده. دغه سیالي باید د کابل پر وخت تر غرمې وروسته یوه بجه پیل شوی وای، خو ورښت ځنډولې وه او تر څه ځنډ بعد پیل شوه. د سیالۍ پچه اچول شوې، چې افغان لوري ګټلې او توپ اچونه یې غوره کړې. سریلانکا تر دې دمه خپل یو لوبغاړی له لاسه ورکړی او په ۹ اورونو کې یې تر ۴۰ زیاتې منډې کړې دي .د لوبې د اصولو له مخې، په تمریناتي سیالۍ کې ټول پینځلس کسیز نوملړ ته د لوبیدو چانس ورکول کېږي. د ویلو ده، چې د افغانستان لومړۍ لوبه د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام؛ د افغانستان او سریلانکا تمریناتي سیالي هم ورښت ځنډولې

ټاکل شوې، چې نن د نړیوال جام د تمریناتي سیالیو په لړ کې افغانستان د سریلانکا پر وړاندې لوبه وکړي. دغه سیالي باید د کابل پر وخت تر غرمې وروسته یوه بجه پیل شوی وای، خو ورښت ځنډولې ده. د سیالۍ پچه اچول شوې، چې افغان لوري ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې. د لوبې د اصولو له مخې، په تمریناتي سیالۍ کې ټول پینځلس کسیز نوملړ ته د لوبیدو چانس ورکول کېږي. د ویلو ده، چې د افغانستان لومړۍ لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې وه چې د ورښت له امله ترسره نشوه.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چین ته په سفر ولاړ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی نن سهار د چین په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ.  د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه پلاوی د چین په شي ژانګ ایالت کې د ترانس همالیا فورم په دریمه ناسته کې ګډون کوي.  د هغه په وینا په یاده فورم کې د همالیا د غرونو شاوخوا هېوادونو پر اقتصادي همکاریو او سیمه ییز اتصال خبرې کوي.  د راپورونو له مخې، دغه دوه ورځنۍ غونډه سبا چهارشنبه د اکتوبر په څلورمه پيلیږي.  چین د طالبانو له حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسرایلو په برید کې د دوو سوريایي ځواکونو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی

د سوریې په دیرالزور ولایت کې د سوریایي ځواکونو پر مرکزونو د اسرایل تر پرونیو بریدونو وروسته د دوو سوریایي ځواکونو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.  د رویټرز خبري اژانس په وینا، د دغې پیښې راپور نن سه شنبه سهار وختي د سوریې یوې دولتي رسنۍ د پوځي سرچینې په حواله خپور کړی دی.  د اسرایل پوځ سملاسي په دې اړه تبصره نه ده کړې.  اسرایل له کلونو راهیسې د دوی په ټکو په سوریه کې د ایران پر اهدافو بریدونه کوي.  په سوریه کې وروسته تر هغه د ایران نفوذ زیات شوی، چې تهران د سوریې په کورنۍ جګړه کې چې ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې، د بشار الاسد د حکومت ملاتړ شروع کړ.

Pa.azadiradio.com 

د کابل - جلال اباد د لویې لارې اصلي مسیر بیرته پرانیستل شو

د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت د کابل- جلال اباد لویې لارې د اصلي مسیر د بیرته پرانستلو خبر ورکړی دی. دغه وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه لاره د غره د ښویدو له کبله تړل شوې وه او له درې ورځنیو هڅو وروسته پرون ماښام بیرت پرانستل شوه. د دوی په ټکو، د لارې د بندوالي پر مهال موټرو پر یوه فرعي لاره باندې تګ راتګ کاوه. د کابل- جلال اباد لویه لاره د تېرې سنبلې یا وږي میاشتې په وروستیو کې هم په ماهیپر سیمه کې د غره ښوېدو له کبله څو ورځې بنده وه. چې هغه مهال موټرو ته د کاپیسا او یا هم لته بند له لارې د تګ راتګ سپارښتنه شوې وه.

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونو په اړه اندېښنه ښودلې

د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندیښنه ښودلې ده. د دغه سازمان د جنوبی اسیا څانګې د دوشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، اکثره هغه افغانان چې د طالبانو د حکومت له ویرې پاکستان ته تللي، هلته ځورول کیږي، نیول کیږي او افغانستان ته ستنول کیږي. د بښنې نړیوال سازمان په دې برخه کې پر نړیوالو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، دې ستونزې ته یې پام نه دی کړی. په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا ازادي راډیو ته وویل، چې تر پرون دوشنبې ماښام پورې هم د افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سلواکیا: د روسیې د سفارت یو احضار مو خپلو پارلماني ټاکنو کې د لاسوهنې له امله احضار کړ

د سلواکیا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې دوی د روسیې د سفارت یو استازی احضار کړی چې د سلواکیا په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې د روسیې د "نه منلو وړ لاسوهنې" په اړه اعتراض ورته وړاندې کړي. د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین په یوه بیان کې، چې د انتخاباتو په درشل کې خپره شوه ویلي وو چې امریکا به د انتخاباتو په پایلو کې لاسوهنه وکړي. خو د سلواکیا د بهرنیو چارو وزارت دا اعلان په ټاکنو کې د لاسوهنې په هدف د ګمراه کوونکو اطلاعاتو قصدي خپراوی بللی او غندلی یې دی. د سلواکیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان نن له سرېلانکا سره دویمه تمریناتي لوبه لري

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن ماسپښین یوه بجه په هند کې د نړیوال جام په درشل کې په خپله دویمه تمریناتي لوبه کې د سریلانکا له لوبډلې سره مخامخ شي. د افغانستان او جنوبي افریقا لومړۍ تمریناتي لوبه د باران له امله لغوه شوې وه. د افغانستان د لوبډلې مرستیال روزونکي رئیس احمدزي د نننۍ لوبې د اهمیت په اړه ازادي راډيو ته وویل: " تمریني لوبې د دې لپاره دي چې د نړۍ له بیلابیلو سیمو څخه راغلې لوبډلې د نړیوال جام سیالیو کې د لوبې کولو دمخه یو بل سره لوبې وکړي ترڅو ځانونه د میدانونو او هوا سره بلد کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سعودي د ایران په کوربه توب د فوټبال لوبه لغوه کړه

د عربستان د الاتحاد او د ایران د سپاهان لوبډلې تر منځ دوشنبه ناوخته د فوټبال لوبه لغوه شوه. که څه هم رسماً د دې کار علت نه دی په ډاګه شوی، خو راپورونه وايي چې الاتحاد ټیم دا لوبه د اصفهان په سټډیوم کې د قاسم سلیماني د مجسمې موجودیت په خاطر لغوه شوې ده. د ازادې اروپا فردا څانګې لیکلي الاتحاد ټیم دا کار د فوټبال له لوبې سیاسي ګټه اخیستنه یاده کړې ده. قاسم سلیماني، چې د ایران د سپاه پاسداران د قُدس ډلې مشر وو ۱۳۹۸ کال د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا په ډرون برید سره ووژل شو. د الاتحاد په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونیسف: اګسټ کې مو د سختې خوارځواکۍ ځپلو ۶۰ زرو افغان ماشومانو درملنه کړې

یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، په تېر اګست میاشت کې په سختې خوارځواکۍ اخته شپېتو زرو ماشومانو درملنه کړې ده. دې ادارې دا خبره پرون په یوه اعلامیه کې کړې ده. یونیسف په عین حال کې په شدیدې نس ناستې د ۸۷ زره نورو ماشومانو د اخته کېدو په اړه اندېښنه ښودلې. یونیسف په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د محلي ټولګیو له لارې یې له ۶۸۲ زرو زیاتو ماشومانو سره مرسته کړې چې خپلو درسونو ته دوام ورکړي. یونیسف ویلي، چې د ژمي په درشل کې له اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د ۹۲ میلیونه ډالرو بودیجې ته اړتیا ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: کابل کې د سیروم جوړولو یوه فابریکه پرانیستل شوه

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په کابل کې د سیروم د تولید د یوې فابریکې د پرانیستلو خبر ورکړ. دغه فابریکه د ۲۵ میلیونو ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې په ورځني ډول د بېلابېلو طبي سیرومونو د ۱۱۰ زره کڅوړو د تولید ظرفیت لري او څه باندې زرو تنو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي دي. افغانستان د خپلې اړتيا وړ ډېر درمل له بهر څخه واردوي او خلک شکايت کوي، چې يو شمېر دغه درمل په ځانګړي ډول له ګاونډيو هېوادونو څخه واردېږي، چې کيفيت يې ښه نه وي.

Pa.azadiradio.com 

کییف کې د اوکراین په ملاتړ د اروپایي هېوادونو غونډه؛ زیلینسکي: د روسیې ماتول د اروپا همکارۍ سره تړلی دی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ په کییف کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په وینا کې د جګړې پر مهال د اوکراین د دفاعي ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه وویل، چې د روسیې په وړاندې بریا د اروپا په همکارۍ تړلې ده. زیلینسکي زیاته کړه: " زه ډاډه یم چې اوکراین او ټوله ازاده نړۍ د دې مقابلې د ګټلو توان لري. خو زموږ بریا مستقیما له تاسو سره زموږ په همکارۍ پورې اړه لري. څومره چې قوي او کلک ګامونه پورته شي، په هماغه اندازه به دا جګړه په چټکۍ سره پای ته ورسېږي،... Читать дальше...


Натали Орли: «Чувствую себя частью чего-то большого и значимого»

Дивизия имени Феликса Дзержинского в Балашихе отметила 100-летний юбилей

Юрист Ляхманов рассказал о последствиях новых санкций для российской ИТ-сферы

Пассажирский теплоход "Октябрьская революция" врезался в берег в Балахне



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Юрист Ляхманов рассказал о последствиях новых санкций для российской ИТ-сферы

Медиков Одинцовского округа поздравили с профессиональным праздником

Натали Орли: «Чувствую себя частью чего-то большого и значимого»

В Подмосковье прошла эко-выставка, посвященная раздельному сбору мусора

Музыкальные новости

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

«Не кричи!»: Елена Север и Филипп Киркоров представили совместный клип и трек

Военнослужащие Красноярского соединения стали призерами Чемпионата Сибирского округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия

LG ДЕМОНСТРИРУЕТ ПРОФЕССИОНАЛЬНЫЕ ДИСПЛЕИ С УЛУЧШЕННЫМИ ВОЗМОЖНОСТЯМИ ИСКУССТВЕННОГО ИНТЕЛЛЕКТА НА ВЫСТАВКЕ INFOCOMM 2024

Новости России

В Подмосковье прошла эко-выставка, посвященная раздельному сбору мусора

НИУ ВШЭ: Увеличение минимальной площади квартир стимулирует рынок апартаментов

Депутат Госдумы Ирина Роднина посетила детский лагерь «Солнышко» в Лобне

Минэкологии предостерегло жительницу Ступина от загрязнения земель

Экология в России и мире

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Спорт в России и мире

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Moscow.media

Северные ночи...

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Сегодня свой 70-летний юбилей отмечает Заслуженный спасатель Российской Федерации Якубовский Валерий Иванович







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *