Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2023

Новости за 13.10.2023

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د کورونو نړول پیل کړي

د پاکستان حکومت د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د کورونو د نړولو کمپاین پیل کړی دی. د پاکستان حکومت د څه دپاسه ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو د ایستلو او د زرګونو بندیانو د ایستلو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل له اعلان وروسته په یوه نوي اقدام کې د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د کورونو ړنګول پیل کړي دي. د پاکستان حکومت په پلازمېنه اسلام اباد او د دغه هېواد په نورو ښارونو کې د کورونو ړنګولو دې بهیر ته 'د ملکیتونو د غصب ضد عملیاتو' نوم ورکړی دی. په اسلام اباد کې د افغان کډوالو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

​​​​​​​هرات کې د زلزله ځپلو د سرپناه نشتوالی؛ ځینې کورنۍ: هوا سړه شوې او ژر دې مونږ ته کورونه جوړ شي

په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو د قربانیانو کورنۍ د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې دوی ته ژر تر ژره کورونه جوړ کړي. د افغانستان په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله د استوګنې د سلګونو کورونو له ویجاړېدو وروسته زلزله ځپلي د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې ژر تر ژره دې دوی ته د سرپناه غم وخوري. دوی وايي چې د ژمي په رارسېدو سره بې کوره په ډاک ژوند ورته ستونزمن دی. د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحمن ازادي راډيو ته وویل: "زلزلې، طوفان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځینې نړیوال بنسټونه: افغانستان له زیاتېدونکي بشري ناورين سره مخ دی

د سره صليب او سره مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون وايي، افغانستان د یو لړ ویجاړونکو زلزلو وروسته له مخ په زیاتېدونکي بشري ناورين سره مخ دی. د افغانستان په لوېدیځ کې له مرګونې زلزلې وروسته د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون وايي چې دغه هېواد له دغو ویجاړونکو زلزلو وروسته له پراخېدونکي بشري ناورین سره مخ دی. د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې د نړيوال فدراسيون په بیانیه کې د پنجشنبې په ورځ د دغه فدراسيون د اسيا د برخې د مسوول الکساندر متيو له قوله راغلي چې د دغې غميزې بشپړ اړخونه لا هم د څرګندېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هغه ویډیو چې د پلخمري د امام زمان په جومات کې له چاودنې وروسته ازادي راډیو ته رسېدلي

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په یو جومات کې د چاودنې په نتیجه کې د درنې مرګ ژوبلې خبرونه رارسېدلي. سرچینو د پلخمري د مرکزي روغتون د صحي چارواکو په حواله ویلي چې له چاودنې وروسته د شاوخوا دېرشو کسانو مړي دې روغتون ته راوړل شوي دي. دې سرچینو چې نه غواړي هویت یې افشا شي آزادۍ راډیو ته وویل، چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال د شیعه ګانو په امام زمان جومات کې شوې او لسګونه نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي. د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو رویټرز خبري آژانس په بغلان کې د مولوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په اسلام اباد کې د پلازمېنې د پرمختیا ادارې د یو شمېر افغان کډوالو کورونه وران کړي

دا کورونه د ساینس او ټېکنالوژۍ د ملي له ودانۍ سره نېږدې او د اسلام اباد په مارګله ټاون کې ول. د پلازمېنې د پرمختیا ادارې سي ډي اې د اکتوبر پر ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، هغه کورونه او د څارویو فارمونه یې نړولي چې پکې افغانان په ناقانونه توګه اوسېدل. دې ادارې دا نه دي ویلي چې څومره کورونه یې ړنګ کړي دي. خو بیان وايي د هغو عملیاتو په پایله کې یې تر ۲۵۰ کناله پورې ځمکه حکومت بیا ترلاسه کړې چې پکې به اوس د خلکو د اوسېدو قانوني ځایونه جوړېږي. يو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د منځني ختیځ کړکېچ؛ د امریکا د دفاع وزیر هم اسراییل ته رسېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر وروسته اوس دفاع وزیر هم تل‌ابیب ته رسېدلی او تمه ده چې له صداعظم بنیامین نتنیاهو او نورو چارواکو سره وګوري. د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو او نورو جګپوړو اسراییلي چارواکو سره د خبرو لپاره نن تل ابیب ته ورسېد. اسټن به هغه وسلې او امنیتي تجهیزات هم وګوري چې واشنګټن پر اسراییل د حماس د تندلارې ډلې له برید وروسته په لومړۍ اونۍ کې اسراییلو ته ورکړل. اسټن په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې څخه تل ابیب ته ولاړ. له اسټن سره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بغلان په ګډون د افغانستان شمال ځینې برخې پرلپسې زلزلو ولړزولې

د بغلان ولایت په ګډون د افغانستان د شمال ځینې برخې نن سهار دوه پرلپسې زلزلو ولړزولې. په داسې حال کې چې نن په هرات کې د شوې مرګونې زلزلې اومه ورځ ده د افغانستان یوه بله برخه نن سهار دوه نسبتاً شدیدو زلزلو ولړزوله. د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې د راپور پر بنسټ د ریښتر په کچه ۴ عشاریه ۷ او ۴ عشاریه ۹ درجو زلزلو چې اوله یې نن سهار ۴ بجې او ۳۰ دقیقې او دوهمه یې ۵ او ۴۰ دقیقې رامنځته شوه د بغلان په ګډون د افغانستان د شمالي ولایتونو ځینې سیمې ولړزولې. د دغو زلزلو مرکزونه د بغلان سویل او پلخمري ښار یاد شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل د عیدګاه جومات مخې ته د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون وشو

د کابل ښار د عیدګاه جومات مخې ته نن د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون وشو. په هغو تصویرونو کې چې د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس خپاره کړي یو شمېر خلک په داسې حال کې لیدل کېږي د طالبانو بیرغونه ورسره دي. د باختر د راپور له مخې معترضانو له فلسطینیانو سره خواخوږي وښوده او د اسراییلو پر وړاندې د فلسطینیانو له مبارزې څخه یې ملاتړ وکړ. په ایران او یو شمېر نورو اسلامي هېوادو کې هم نن د فلسطینیانو په ملاتړ او د اسراییلو پر ضد مظاهرې وشوې.

Pa.azadiradio.com 

د بغلان د مرکز په یوه جومات کې چاودنه شوې

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په یوه جومات کې د چاودنې راپورونه رارسېدلي. سیمه‌ییزو رسنیو او عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل، چاودنه ماسپښین مهال د پلخمري د سیلو په لومړي سړک کې د امام زمان په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال شوې. د سرچینو په وینا، په چاودنه کې یو شمېر خلک هم مړه او ټپیان شوي دي، خو شمېر یې نه دی معلوم. د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی او د طالبانو د حکومت چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

زرګونه ایرانیانو د فلسطینیانو په پلوۍ لاریونونه وکړل

زرګونه ایرانیان نن د فلسطینیانو په پلوۍ د مظاهرو لپاره لارو او سړکونو ته راووتل. د اسوشیتید پریس د خبریال د راپور له مخې معترضانو، په داسې حال کې چې د ایران، فلسطین او حزب الله بیرغونه او مرګ پر اسراییل او مرګ پر امریکا شعارونه یې لېږدول، په پلازمېنه تهران کې لاریون وکړ. په نورو ښارونو کې هم ورته مظاهرې وشوې چې په ترڅ کې یې معترضانو د امریکا او اسراییلو بیرغونو ته اور واچاوه.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د دفاع وزیر هم له اسراییلي چارواکو سره د خبرو لپاره تل ابیب ته ورسېد

د امریکا د دفاع وزیر لوید اوسټین د اسراییلو د صدراعظم په ګډون له جګپوړو اسراییلي چارواکو سره د خبرو لپاره نن تل ابیب ته ورسېد. اوستین دوهم امریکایي چارواکی دی چې په تېرو دوو ورځو کې اسراییلو ته ځي. پرون د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین هم سیمې ته سفر وکړ. بل خوا: په داسې حال کې چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي پوځ د ځمکنیو عملیاتو وېره په زیاتېدو ده، اسراییلو نن له غزې څخه د څو لکه ملکي وګړو د ایستلو امر کړی. دا امر وروسته له هغه ورکول کېږي، چې ملګروملتونو او فلسطینۍ حماس ډلې وویل، اسراییلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او د طبیعي پېښو د کمولو نړیواله ورځ؛ د دې پېښو د کمولو لپاره څه کولی شي؟

په داسې حال کې چې نن جمعه د اکتوبر دیارلسمه د افتونو یا د طبیعي پېښو د کچې د کمولو نړیواله ورځ ده، افغانستان له یوې سترې طبیعي پېښې تېرېږي. په هرات کې د شنبې د ورځې زلزله په افغانستان کې د روان کال تر ټولو ستره زلزله او طبیعي پېښه بلل کېږي. پېښو ته د رسېدلو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت وايي، چې دې زلزله کې تر څلورو زرو ډېر کسان مړه او ژوبل شوي دي چې او دا شمېرې د بدلون په حال کې دي. خو ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان په لوېديځ کې د روانې اوونۍ زلزلې تر ١٧ زرو پورې کسانو ته زيان اړولى دى. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسراییلو له غزې څخه د ملکیانو د ویستو امر کړی

په داسې حال کې چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي پوځ د ځمکنیو عملیاتو وېره په زیاتېدو ده، اسراییلو نن له غزې څخه د څو لکه ملکي وګړو د ایستلو امر وکړ. اسراییل دا امر وروسته له هغه کوي، چې ملګروملتونو او فلسطینۍ حماس ډلې وویل اسراییلو د غزې د تړانګې له شمال څخه د ټولو یوولس لکه خلکو د وتلو خبرداری ورکړی. د اسراییلو فرمان، چې پر اسراییلو د حماس ډلې د لوی برید په اوومه ورځ صادر شوی د غزې ټولو اوسېدونکو ته د دې تړانګې د جنوب نرۍ ساحلي سیمې ته د تلو سپارښتنه کوي. په فرمان کې راغلي چې د حماس وسله وال په دې ښار کې په جوړو شویو ټونلونو کې پټېږي.

Pa.azadiradio.com 

بغلان کې ۴،۹ درجې زلزله شوې ده

یوې زلزلې نن سهار د بغلان جنوبي سیمې ولړزولې. د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې په یوه بیان کې ویلي، چې د دې زلزلې قدرت د ریښتر په کچه ۴،۹ درجې و. د دې ادارې د راپور له مخې د زلزلې مرکز د بغلان د جنوب په ۸ کیلومترۍ کې د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې و. دا په روانه اونۍ په افغانستان کې درېیمه زلزله ده. د شنبې په ورځ یوې زوروې زلزلې چې شدت یې ۶،۳ درجې و، د هېواد لویدیځې سیمې ولړزولې. په دې سیمه کې د چارشنبې په ورځ بیا په همدې کچه سخته زلزله وشوه، چې دواړو زلزلو زرګونه کسان مړه او ټپیان کړل.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسي ځواکونو په ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین جنوب ۱۰۰ ځلې بمبار کړه

روسي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین په جنوبي سیمه خرسون کې سل ځلې بمباري کړې ده. د دې سیمې والي اولیکساندر پروکودین نن سهار وویل، د دې بمباریو په پایله کې دوه کسان وژل شوي، د یوه ماشوم په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي او ملکي او صنعتي تاسیسات ویجاړ شوي دي. د پروکودین په وینا روسي ځواکونو په دې عملیاتو کې له ډرونونو، ګراد ډوله توغندیو، توپونو او هاوانونو څخه کار واخیست. خرسون چې د اوکراین پوځ یې یوشمېر سیمې نژدې یوکال مخکې له روسیې څخه بېرته ونیولې، په منظم ډول د دنیپر سیند له بلې غاړې د روسي ځواکونو له خوا ویشتل کېږي.

Pa.azadiradio.com 

پېښور کې د محصلانو لاریون؛ د افغان کډوالو د ویستو مخالفت یې وکړ

د پاکستان د پلازمېنې د پرمختیا ادارې په اسلام اباد کې د یوشمېر افغانانوکورونه وران کړي.  دا کورونه د ساینس او ټېکنالوژۍ له ملي ودانۍ سره نژدې د اسلام اباد په مارګله ټاون کې وو.  د پلازمېنې د پرمختیا ادارې CDA پرون په یو بیان کې وویل، هغه کورونه او د څارویو فارمونه یې نړولي دي چې افغانان په ناقانونه توګه پکې اوسېدل. يوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل، د دې عملياتو هدف افغانان نه؛ بلکې د غصب شویو دولتي ځمکو خلاصول دي.  ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا د افغانستان زلزله ځپلیو ته ۱۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

امریکا متحده ایالتونو د افغانستان په لویدیځ کې له زلزله ځپلیو سره ۱۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.  د افغانستان لپاره د امریکا استازي توماس ویسټ په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویليؤ چې په دغو بېړنیو مرستو سره به اغېزمنو ته د څښاک پاکې اوبه، د سرپناه بستې (خېمې او وسایل یې) د پخلي وسایل او کمپلې برابرې شي.   ښاغلي ویسټ ویلي د دې زلزلې له زیانمنو سره خواخوږي ښيي او امریکا له دې شرایطو د افغانانو په راوتلو کې ملګرې ده.  د افغانستان په لویدیځ کې د شنبې په ورځ یوې زورورې زلزلې زرګونه کسان مړه او ټپیان کړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار یو شمېر اوسیدونکي: د درملو کیفیت ټیټ خو بیه لوړه ده

د کندهار اوسیدونکي په دغه ولایت کې د درملو د لوړو بیو او ټیټ کیفیت شکایت کوي. خلک وايي د دې ولایت په درملتونونو کې بې کیفیته درمل زیات شوي، چې نه یوازې د خلکو روغتیا ته ضرر رسوي؛ بلکې په لوړه بیه هم پلورل کیږي. د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ کندهار ته هم ډیر درمل له پاکستان، ایران او هند هېوادونو څخه واردیږي، چې د خلکو په خبره کیفیت یې خراب او ناروغ ته د ګټې پرځای زیان رسوي. په دې اړه زموږ د همکار د راپور اوریدو لپاره دا لېنک کېکاږئ:

Pa.azadiradio.com 

اوکراین: د خوراکي توکیو پر یوه پلورنځي او کافې د تېرې اوونۍ د بریدونو د ټولو ۵۹ وژل شویو کسانو هویت تثبیت شو

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینکو د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۲مه) په ټیلیګرام کې لیکلي، چې تېره اوونۍ په خارکیف سیمه کې د خوراکي توکو پر یوه پلورنځي او کافې د مشکوکو روسي توغندیو په برید کې د ټولو وژل شویو ۵۹ کسانو هویت تثبیت شوی. دا راکټ د اکتوبر په پنځمه په هروزا کلي ولګېد. د اوکرایین د امنیت ادارې د اکتوبر په ۱۱ مه اعلان وکړ، چې د خارکیف سیمې دوه پخواني اوسیدونکي دیمیترو او ولادیمیر مامون د دې برید په همغږي کولو کې له روسیې سره مرسته کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د یو شمېر افغان کډوالو کورونه وران کړل

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پلازمېنې د پرمختیا ادارې د یوشمېر افغان کډوالو کورونه وران کړي دي.  دا کورونه د ساینس او ټېکنالوژۍ د ملي له ودانۍ سره نېږدې او د اسلام اباد په مارګله ټاون کې ول.  د پلازمېنې د پرمختیا ادارې سي ډي اې د اکتوبر پر ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، هغه کورونه او د څارویو فارمونه یې نړولي چې پکې افغانان په ناقانونه توګه اوسېدل. دې ادارې دا نه دي ویلي چې څومره کورونه یې ړنګ کړي دي.   خو بیان وايي د هغو عملیاتو په پایله کې یې تر ۲۵۰ کناله پورې ځمکه حکومت بیا ترلاسه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ۱۰ میلیونه ډالرو د افغان ښځو د اقتصادي ملاتړ یوه پروژه پیل شوه

د ملګروملتو پراختیايی پروګرام د جاپان په ملاتړ په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي ملاتړ لپاره دوه کلنه پروژه پیل کړه. دا پروژه، چې د جاپان د نړیوالې همکارۍ اداره یې تمویلوي، د خصوصي سیکتور په وسیله اجرا کېږي. د ملګروملتو پر اساس، جاپان د دې پروژې لپاره ۱۰ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي. په پام کې ده، چې د دې پروژې پر اساس په کندهار، بغلان، زابل، کونړ، لوګر، کندوز او کاپیسا ولایتونو کې له یوزرو څلور سوه ښځو سره مرسته وشي.

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام؛ نن د نیوزیلینډ او بنګله دېش لوبډلې سیالي کوي

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام ۱۱مه سیالي نن جمعه د نیوزیلینډ او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.  یاده سیالي به د هندوستان په چینايي ښار کې ترسره شي.  سیالي د کابل پر وخت تر غرمې وروسته پیليږي.   تر دې دمه نیوزیلینډ د نومرو په جدول کې دویم مقام لري. یادې لوبډلې انګلستان او نیدرلینډ هېوادونو ته ماتې ورکړي دي.  بنګله دېش بیا له افغانستان سیالي ګټلې او انګلستان ته یې بایللې ده، چې د نومرو په جدول کې ۶م مقام لري.  د اکټوبر میاشتې په ۱۲مه نېټه سویلي افریقا په غټ توپير اسټرالیا ته ماتې ورکړه او د نومرو په جدول کې یې لومړی مقام ونیوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قزاقستان: افغانستان سره مو د ریل ګاډي له لارې د صادراتو هدف نه دی پوره کړی

قزاقستان وايي، د ساراګاش له لارې یې په ریلاګاډي کې افغانستان ته د صادراتو لپاره ټاکلی هدف نه دی پوره کړی.  د قزاقستان د ریلګاډي ادارې غوښتل، چې د سږ کال تر روان اکتوبر پورې افغانستان او د منځنۍ اسیا نورو هیوادونو ته ۶ لکه ۷۰۰ زره ټنه سوداګري مال صادر کړي خو د دې نیمايي مال یې صادر کړی دی.  سرچینې د صادراتو د دغه کمښت دلیل نه دی روښانه کړی. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ریل ګاډي اداره په پرله پسې ډول د دوی په وسیله د سیمې هېوادونو سره د اقتصادي تعاملاتو د زیاتیدو خبر ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د افغانستان الف لوبډلې د عمان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د عمان لوبډلې ته په ۲۸ منډو ماتې ورکړه.  په دې سیالۍ کې، چې د عمان په کوربه توپ وشوه، افغان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ۲۲۴ منډې هدف ټاکلی و. د افغان لوبغاړو په منځ کې پیلګرو (اوبینرانو) عبدل اکبري او عبدالملک ښه لوبه وکړه.   د افغان لوبغاړو په باولرانو کې، که څه هم نوید ځدراڼ ۳ لوبغاړي وسوځول، خو لا ښه باولینګ ضیاالرحمان وکړ چې د عمان رنز رېټ یا د منډو اوسط یې ټیټ کړ. ده په ۱۰ اورونو کې صرف ۲۷ منډې ورکړې.

Pa.azadiradio.com 

چین: د هرات زلزله ځپلو سره مو څه باندې ۴ میلیونه ډالره مرسته وکړه

چین وايي چې د افغانستان د هرات ولایت له زلزله ځپلیو سره یې ۳۰ میلیونه ایوان، چې څه باندې ۴ میلیون امریکايي ډالره کېږي، مرسته کړې ده. دا خبره پرون (پنجشنبې) د چین د نړیوالې پراختیا د همکارۍ ادارې ویندوی (کشو وي۹ وکړه. ده وویل، چې په دې پیسو به د هرات زلزله ځپلیو ته بیړنۍ بشري مرستې برابرې شي. د سره صلیب او سره میاشت ټولنو نړیوال فدراسیون پرون په یوه بیان کې د هرات زلزله ځپلو سره له نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړه، ویې ویل چې ۱۲۰ میلیونه سویسي فرانکه یې غوښتې و چې یوازې په سلو کې ۳۶ یې ورکړل شوي دي. Читать дальше...


Работавшая на мошенников школьница сдалась полиции в Челябинской области

Эксперты увидели риск в концертах певицы Тейлор Свифт для ставки в Англии

Анна Asti и Дима Билан стали лучшими исполнителями по версии премии МУЗ-ТВ

Синоптики пообещали москвичам кратковременный дождь и до +27 градусов 15 июня



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

["Кони привередливые"] "Коней на переправе меняют": Москва развернула нефтяные танкеры у Нью-Дели, наконец проявив решительность, которую не ожидали даже в Вашингтоне. "Дружба-дружбой, а табачок..."

Зеленоградский маньяк Юрий Гриценко выходит на свободу

Подберезовики, местами — лисички. Какие грибы собирать в Подмосковье в июне

Вильфанд: москвичей на выходных ожидает замечательная погода

Музыкальные новости

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: признание Нато надо применить!

Читателей "Чемпионата" пригласили посмотреть матч Евро-2024 на большом экране

Путин приветствовал в России участников и гостей Спортивных игр стран БРИКС

Новости России

В России начались доклинические испытания вакцины от всех видов рака

Работавшая на мошенников школьница сдалась полиции в Челябинской области

["Кони привередливые"] "Коней на переправе меняют": Москва развернула нефтяные танкеры у Нью-Дели, наконец проявив решительность, которую не ожидали даже в Вашингтоне. "Дружба-дружбой, а табачок..."

Храм Преображения Господня в Коммунарке

Экология в России и мире

Петербургский Пушкинский бал

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Спорт в России и мире

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Moscow.media

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута

Гроза роскошных седанов от BMW и Mercedes-Benz. История Fiat 130

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *