Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2023

Новости за 16.10.2023

Pa.azadiradio.com 

ویسټ: مرستندویه سازمانونه دې افغان زلزله ځپلو سره مرستو ته دوام ورکړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ټام ویسټ په هرات کې له بلې زلزلې وروسته پرمرستندویه سازمانونو غږ کړی چې له زیانمن شویو مرستو ته دوام ورکړي. ښاغلي ویسټ نن دوشنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکس یا پخوانۍ ټویټرپاڼه کې ویلي چې پرون سهاریو واربیا زلزلو د هرات سیمه ولړزوله او هلته یې ناوړه بشري وضعیت لاپسې خراب کړ. هغه ویلي، مرستندویه سازمانونه چې د سرپناه، څښاک اوبو او درملو په ګډون د افغانانو د نورو بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو هڅې کوي باید خپل ملاتړته دوام ورکړي. نوموړي تردې مخکې د اوکتوبرپه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیواله ورځ؛ ډبلیو ایف پي: ۱۵ میلیونه افغانان د خوړو موندلو سرچینو ته حیران دي

د اکټوبر په ۱۶مه د خوړو د نړیوالې ورځې له رارسېدو سره د خوړو نړیوال سازمان (ډبلیو.اېف.پي) وايي ۱۵ میلیونه افغانان په دې نه پوهېږي چې خپل خواړه له کوم ځای څخه ترلاسه کړي. WFP دا خبره د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه کې د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام تازه ویلي دي چې دوی ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې تر ژمي مخکې لږ تر لږه ۷ میلیونه اړمنو خلکو ته مرستې برابرې کړي. ډبلیو.اېف.پي تر دې مخکې ویلي و چې سږ کال یې د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو اړمنو سره د مرستو بهیر درولی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر اوکراین د روسیې د یرغل شپږ سوومه ورځ؛ اوکرایني چارواکي: نن یې هم نږدې ۱۰۰ بریدونه کړي

نن د اکتوبر شپاړسمه پر اوکراین د روسیې د یرغل شپږ سوه ورځې پوره شوې. د اوکراین د پوځ د لوی درستیز دفتر ویلي روسي پوځیانو نن هم پر اوکراین ۸۷ هوایي او لس توغندیز بریدونه کړي دي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د اوکرایني چارواکو په حواله ویلي چې ننني بریدونه د سر او مال زیانونه هم لري، خو کره ارقام یې نه دي وړاندې کړي. په همدې حال کې د اوکراین په جنوب او ختیځ کې اوکرایني پوځیان د خپل هېواد دفاع ته دوام ورکوي. اوکرایني چارواکو ویلي چې پوځیانو یې د روسیې ګڼ شمېر بریدونه شنډ کړي هم دي. پر اوکراین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو او حماس د جګړې لسمه ورځ او بې پایلې سیاسي هڅې؛ ولسمشر بایډن ممکن سیمې ته لاړشي

د اسراییل او حماس د جګړې نن لسمه ورځ ده او تراوسه د دغې جګړې مخنیوي ته سیاسي هڅو پایله نه ده ورکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې څلور ورځې مخکې اسرایل ته تللی و، شپږو عربي هېوادونو ته له سفر وروسته نن دوشنبه بیرته د اسراییل تل ابیب ښار ته رسیدلی دی. دغه عربي هېوادونه چې بلینکن ورغلی، اردون، فلسطین، سعودي عربستان، قطر، بحرین او متحده عربي امارات یاد شوي دي. نړیوالو اژانسونو لیکلي چې د عربي هېوادونو مشرانو په غزه کې روان وضعیت د اندیښنې وړ بللی او د اسراییلو د عملیاتو پر مهال یې د ملکیانو په خوندیتوب ټینګار کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سیف د چلډرن: د هرات زلزلو نږدې ۲۰ زره کسان اغېزمن کړي

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان وایي، په هرات کې د څه باندې یوې اونۍ په موده کې څلورو زلزلو نژدې شل زره کسان اغېزمن کړي دي. سیف د چلډرن نن په خپله وېبپاڼه کې د دغو زلزلو له کبله د مړو شمېر لږ تر لږه دیارلس سوه او د ټپیانو ۱۸۰۰ یاد کړی چې په خبره یې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي. د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې زرګونه کسان په هرات کې تر زلزلو وروسته خېمو کې ژوند کوي او دغه خېمې د توپانونو او تندو بادونو له ګواښ سره مخامخې دي. په راپور کې دغه راز ویل شوي چې د هرات زلزلې له هرات ښاره بهر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات د زلزله ځپلو د ګرځنده تشنابونو ستونزه؛ یوه مېرمنه: ماشوم مې له همدې امله ضایع شو

په هرات ولايت کې زلزله‌ځپلي د نورو ستونزو تر څنګ د ګرځنده تشنابونو له نشتوالي شکايت کوي. د هرات يو شمېر اوسېدونکي چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې د هرات په مرکز او شاوخوا ولسواليو کې له زلزلې څخه د خپل ژوند د ژغورلو په موخه په خېمو او موټرونو کې شپې او ورځې تېروي، وايي چې دا مهال يې اساسي ستونزه د ګرځنده تشنابونو نشتوالی دی. د هرات اوسېدونکې فردينې ازادي راډيو ته وويل، د تشنابونو نشتوالي په خلکو کې د بېلابېلو ناروغيو خپرېدو لامل شوي دي. هغه زیاتوي: "له هغه وخت راهیسې چې په هرات کې زلزله پیل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسیا پاسفېک د کډوالو د حقونو شبکه: افغانستان خپله بشري ناورین سره مخ دی، کډوال په زوره مه ور استوئ

د اسیا پاسفېک د کډوالو د حقونو شبکه وايي، د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړه په اړه سخته اندېښمنه ده چې ټول بې اسناده پناه غوښتونکي له دې هېواد څخه باسي. دې شبکې په یوه اعلامیه کې چې پر خپله وېبپاڼه یې خپره کړې ده، ویلي دي چې له دې امله اوس افغان او نور پناغوښتونکي په پاکستان کې د نیولو او زنداني کولو د ګواښ ترڅنګ له وېرې سره مخ دي. د کډوالو د حقونو شبکې د دې پرېکړې د اخیستلو غوښتنه کړې چې په وینا یې په دې سره به د پناغوښتونکو حقونه خوندي او دوی ته په وخت سره د ثبت شرایط برابر شي. په اعلامیه کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي: د هرات پرونیو زلزلو لږ تر لږه ۲ زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وايي، په هرات کې پرونیو زلزلو لږ تر لږه ۲ زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي او زیات نور یې یوه اندازه ویجاړ کړي دي. د دې وزارت ویاند جانان سایق نن ازادي راډیو ته وویل، په سیمه کې خلک په بېړني ډول سرپناه، خوراکي او روغتیايي مرستو ته اړتیا لري. سایق زیاتوي: "کوښښ اوس په دې روان دی چې یو خو خوراکي توکو ته ډېره اړتیا ده او ورسره په ضمن کې کومې نقدي مرستې چې راځي چې مظلوم ملت ته سرپناه پرې جوړه شي. سرپناه ته ډېر ضرورت دی، ځکه چې ژمی راځي او بیا په خېمه کې ژوند هم ډېر ګران وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي منشي: هرات د خېمو په ښار بدل شوی

د روغتیا د نړیوال سازمان، ډبلیو ایچ او عمومي منشي تدروس ادهانم ګیبریسیوس وایي، د افغانستان هرات ښار د خېمو پرښار بدل شوی. نوموړی زیاتوي، کورنۍ په خلاصه فضا، پارکونو اوکوچنیو خېمو کې شپې سبا کوي، ځکه د نورو زلزلو او له زلزلو وروسته ټکانونو له وېرې نشي کولای کورونو ته ننوځي. هغه نن په خپله ټولنیزه شبکه ایکس پاڼه کې ویلي چې د ډبلیو ایچ او د افغانستان څانګې ټیمونه د شریکانو ملاتړکوي چې په یوشمېر ځایونو کې د روغتیایي خدمتونو خېمې دروي ترڅو خلک وکولای شي روغتیایي خدمتونه ترلاسه کړي. د روغتیا نړیوال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

متحده عربي اماراتو د هرات د زلزلې ټپیانو ته ګرځنده روغتون فعال کړی

په هرات کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وایي چې متحده عربي اماراتو د زلزله ځپلو د درملنې لپاره دغه ولایت کې یو ګرځنده روغتون فعاله کړی دی. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس او زلزله ځپلو ته د رسیدو کمیسیون ویاند احمد الله متقي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه روغتون تخنیکي وسایل په پنځو الوتکو کې هرات ته لیږدول شوي دي. متقي وایي: " د متحده عربي اماراتو له خوا یوه سیاره شفاخانه راوړل شوله. دې شفاخانه کې ۴۵ تنه ډاکټران دي او ۴۰ تنه تخنیکي پرسونل دی. څلوریشتو ساعتونو کې دغه شفاخانه جوړه او مخکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هندي ویانده او د خوشال خان خټک شعرونه

پوشپا کماري په ال انډیا راډیو کې د پښتو ژبې ویندویه ده. پوشپا، چې ماسټري یې په پښتو ژبه کې کړې، په دې ویډیو کې د خوشال خان خټک شعرونه وايي. . ملالۍ بشیر هند ته د یوه سفر پر مهال له پوشپا کماري سره خبرې کړې. بشپړه ویډیو دلته وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

په تخار کې د کورني تاوتریخوالي له کبله ۴ کسان وژل شوي

په تخار کې د کورني تاوتریخوالي په پایله کې  څلور تنه وژل شوي دي. په تخار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمبین ساپي نن ازادي راډیو ته وویل چې پېښه تېره شپه د مرکز تالقان په خس کپه سیمه کې شوې ده. د هغه په خبره، د کورنۍ څلور غړي د هغوی د زوم له‌خوا په یوه شخړه کې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. وژل شویو کې دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي. ساپی وایي چې د پېښې په تړاو یو کس نیول شوی او په دې اړه د دوی پولیسو پلټنې پيل کړي دي. تراوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه او دا څرک هم نه لګېږي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان پر وړاندې د افغانستان بریا ته غبرګونونه؛ ځینې افغانان: دې لوبې واقعي خوشالي راکړه

د انګلستان پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې له تاريخي بري وروسته يو شمېر افغان ځوانان وايي، پروني بري افغانانو ته کم‌سارې خوشالي ورکړه. افغان توپ اچونکي راشدخان تېره شپه په خپله توپ اچونه د انګلستان وروستی لوبغاړی مارک ووډ وسوځاوه او د کرکټ په ۲۰۲۳ نړيوال جام کې افغانستان د انګلستان پر واړاندې يو تاريخي بری خپل کړ. د افغان کرکټ لوبډلې پروني بري په کور دننه او بهر خپل مینه‌وال خوشاله کړي او په پرله‌پسې ډول پر ټولنيزو شبکو د خپلو خوښيو او احساساتو اظهار کوي. يو شمېر دوی ازادي راډيو سره په خبرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پېکېنګ د 'یوه کمربند یوې لارې کنفرانس' جوړېږي

د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشران او استازي د یوه کمربند یوې لارې په کنفرانس کې د ګډون په هدف د چین پلازمېنې پېکېنګ ته رسېدلي دي. اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس دغه مشران د منځنۍ ختیځ، اروپا، افریقا او اسیایي هېوادونو یاد کړي دي. د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي هم په دغه کنفرانس چې سبا ترسره کېږي، ګډون کوي. بلومبرګ مجلې راپور ورکړی چې طالبانو له چین او پاکستان سره هوکړه کړې چې د 'یوه کمربند او یوې لارې پروژه' له افغانستان سره ونښلول شي. کارپوهان په دې نظر دي چې له افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایف پي: ١٥ میلیونه افغانان د راتلونکي څاښت خواړه نه لري

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وایي، په افغانستان کې پنځلس میلیونه خلک نه پوهېږي چې د راتلونکي څاښت خواړه به یې له کومه کېږي. 'ډبلیو ایف پي' د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن د اکټوبر په شپاړسمه نمانځل کېږي ویلي، د افغانستان دغه بې‌وزله وګړي د ټولو افغانانو یو په درېیمه برخه جوړوي. د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې پر خپله ایکسپاڼه د هرات زلزله بل ناورین بللی چې په خبره یې بشري وضعیت ورسره نور هم کړکېچن شوی دی. په افغانستان کې د 'ډبلیو ایف پي' مطبوعاتي مسوول فلیپ کروپ ازادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

وېسټ: د افغانستان شیعه مذهبه ټولنې له تاوتریخجن افراطیته ډېر رنځ ګاللی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وایي، د افغانستان د شیعه مذهبه ټولنې له تاوتریخجن افراطیت څخه ډېر رنځ ګاللی دی. وېسټ نن دوشنبه پر خپله ایکسپاڼه د پلخمري د وروستي برید په تړاو دغه څرګندونې کړي او ویلې یې دي، برید خواشینی کړی دی. د پلخمري په امام زمان جومات کې د تېرې جمعې په ورځ ځانمرګي برید لږ تر لږه ۷ شیعه لمونځ کوونکي ووژل او پنځلس نور یې ټپیان کړل. داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.

Pa.azadiradio.com 

په پولنډ کې نوی حکومت جوړېږي

د پولنډ اوسېدونکي نن دوشنبه د یوه نوي حکومت د جوړېدو په تمه دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد کې د پرونیو ټاکنو له مخې حاکم ولسپال ګوند ونه شوای کولای چې د پارلمان اکثره څوکۍ ترلاسه کړي. دغه ټاکنې مخالفو ګوندونو ته لاره پرانېزي چې د یوه لوی بدلون له مخې نوی حکومت رامنځته کړي. د پولنډ حاکم حکومت له ۲۰۱۵ کال راهیسې له اروپایي ټولنې سره د یو شمېر قوانینو او تګلارو پر سر نانندرۍ درلودې، خو اپوزیسیون ګوندونو ژمنه کړې چې له اروپایي ټولنې سره به اړیکې رغوي او هغه تګلارې به له منځه وړي چې ډیموکراتیک اصول کمزوري کوي.

Pa.azadiradio.com 

یونان کې د یوې بېړۍ له ډوبېدو وروسته د عملیاتو پر مهال ۳ مړي موندل شوي

د یونان ساحلي ګارډ وايي چې د خپل هېواد په ختیځ کې یې 'سیمي' ټاپو ته نږدې د یوې کوچنۍ بېړۍ له ډوبېدو وروسته د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې د ۳ تنو مړي موندلي دي. فرانس پرېس خبري اژانس ته څو سرچینو ویلي چې لږترلږه دوه تنه لا هم بې درکه دي. په وروستیو کلونو کې د سوریې، افغانستان او پاکستان زرګونه کډوال له ترکیې د اوبو او وچې له لارې یونان ته تللي دي. یونان د خپلې خاورې او ترکیې ترمنځ په ایجې سمندرګي کې د اروپا د پوله ساتې ادارې په مرسته ګزمې زیاتې کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د شګو د توپان له کبله لږترلږه ۵۱۱ تنه په روغتون کې بستر شول

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د شګو د توپان له کبله لږترلږه ۵۱۱ تنه په روغتون کې بستر شول. د افغانستان پولې ته نږدې د سیستان او بلوچستان ولایت په پنځو ولسوالیو کې د شنبې او یکشنبې په ورځو د شګو شدید توپان و. ځايي چارواکي وايي چې اکثره ناروغان، چې د سږو، زړه او سترګو ستونزې ورته پیدا شوې وې، له روغتون څخه رخصت شوي، خو ۲۷ تنه لا هم بستر دي. څه باندې یوه میاشت پخوا هم په دې سیمه کې د شګو د توپان له کبله تر ۳ زره ۸۰۰ ډېر کسان د لنډ وخت لپاره په روغتون کې بستر شوي وو.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په دوو اونیو کې ۵زره افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي

د چمن-سپین بولدک له لارې په تېرو پنځلس ورځو کې ۵ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دا خبره د افغانستان د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته څېرمه د بلوچستان ایالت د چمن ښار چارواکو وکړه. پاکستاني رسنیو له چمن څخه په ورکړي راپور کې ویلي چې پرون یکشنبې هم له دې لارې د افغانانو د بېرته ستنېدا بهیر دوام وکړ. پاکستان په خپله خاوره کې بې اسنادو یا هغو افغان کډوالو ته چې ثبت نه دي، د روان اکټوبر تر پایه مهلت ورکړی چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي ګنې وبه نیول شي او په زوره به افغانستان ته واستول شي.

Pa.azadiradio.com 

زلزله ځپلو ته د خدماتو رسونه؛ ۲۱ افغان روغتیاپالې له کابل څخه هرات ته تللي

د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ ۲۱ تنه افغان ډاکترانې او نرسانې له پلازمېنې کابله د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره هغه ولایت ته تللي دي. د دې ډاکترانو له ډلې خوږې بابکرخېل په یوه پيغام کې چې د روغتیا نړیوال سازمان پرون خپور کړی ویلي: "هرات ته د زلزله ځپلو سیمو په خاطر راغلي یو چې له نږدې یې وګورو. او هغه میندې او خویندې چې متضرره شوي له نږدې یې وګورو څه ته چې ضرورت لري او مرستې یې په کار وي موږ یې ورته ترسره کړو. موږ د یوې هفتې لپاره دلته راغلي یو، خو که چېرته ضرورت وي دلته موږ ډېر وخت پاتې شو او دا موږ ته ویاړ ده چې دوی سره مرسته کوو.

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان پر وړاندې د افغانستان بریا؛ ګڼو مهمو شخصیتونو افغان لوبډله ستایلې

د نړۍ د اتلې لوبډلې انګلستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم بریا په کور دننه او بهر د ګڼو شخصیتونو له خوا ستایل شوې. د کرکټ پخواني پېژندل شوي هندي لوبغاړي سچن تنډولکر په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې افغان لوبغاړو په دواړو توپوهنې او توپ اچونې کې بې سارې لوبه وکړه. هغه په تېره د رحمن الله ګربز پاڼۍ ډېره ستایلې ده. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین افغان لوبغاړي ستایلي چې خپل انعامونه او فیسونه یې د هرات زلزله ځپلو ته بخښلي دي. هغه ویلي چې افغان کرکټران نه یواځې کرکټ بلکې د ژوند په نورو برخو کې هم خدمت کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل د ګذر وکیلانو په شورا کې د هندوانو او سېکانو یو استازي ته ځای ورکړل شوی

د طالبانو تر ادارې لاندې کابل ښاروالۍ ویلي چې د ګذر د وکیلانو په شورا کې یې د هندوانو او سیکانو یو استازي ته هم ځای ورکړی دی. سردار ګل جیت سنګهـ په کابل کې د مېشتو هندوانو او سیکانو د استازي په توګه پرون یکشنبه د لړم ۱۵مه د ګذر د وکیلانو د شورا غړو ته ور وپېژندل شو او د وکیل ګذر مُهر یې ترلاسه کړ. اوس ډېر لږ شمېر هندوان او سېکان افغانستان کې پاتې دي. د کابل ښاروالۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې اړتیا یې وه د هندوانو او سیکانو د غضب شویو ځمکو د بیا ترلاسه کولو لپاره د ګذر وکیلانو په شورا کې دوی یو استازی ولري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: په غزه کې یو بې‌ساری بشري ناورین په پېښېدو دی

د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو څانګه خبرداری ورکوي چې په غزه کې یو بې ساری بشري ناورین په پېښېدو دی. د دې ادارې مشر فیلیپ لازریني اسوشېټېډپرېس اژانس ته ویلي چې په غزه کې اوبه، خواړه او سونګ توکي په پای ته رسېدو دي. فلیپ وایي چې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره نور د خلکو د لاسنیوي توان نه لري او امکانات یې پای ته رسېدلي. د اسراییلو پوځ د غزې د شمال یو میلیون اوسېدونکو ته امر کړی چې له خپلو سیمو کډه وکړي. د اسراییلو پوځ په سیمه کې د حماس د وسله‌والو پر ضد ځمکني عملیات کوي. دا وروسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډونالډ ټوسک: د پولنډ مخالفو ډلو کافي رایې ګټلي

د پولنډ د اپوزیسیون مشر ډونالډ ټوسک وايي، مخالفو ډلو د واکمن قانون او عدالت ګوند د لرې کولو لپاره کافي رایې ګټلي دي. تمه کېږي چې د ټوسک مدني ایتلافي ګوندونه به د پارلمان له ۴۶۰ څوکیو څخه ۲۴۸ وګټي. وروستۍ پایلې به د سه شنبې په ورځ اعلان شي. د قانون او عدالت ګوند په پولنډ کې د واک په دوه دورو کې د ډیموکراسۍ په لاندې کولو تورن شوی چې دا مسئله له اروپایي ټولنې سره د کړکېچ لامل شوې ده.


США отправили на Кубу подлодку в ответ на прибытие кораблей ВМФ России

В Сириусе мобильный интернет от МегаФона получил космическую скорость

G7 хочет активизировать действия против российского теневого флота, энергетики и металлов

Пассажирский теплоход под Нижним Новгородом врезался в грунт и получил пробоину



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Жителям Москвы рассказали о баллах за использование городских электронных сервисов

«Они шпионы и диверсанты!» – Столтенберг поддержал ограничение передвижения российских дипломатов по Европе

В Сириусе мобильный интернет от МегаФона получил космическую скорость

США отправили на Кубу подлодку в ответ на прибытие кораблей ВМФ России

Музыкальные новости

Автопробег в честь Дня России прошел в Ленинском округе

Росгвардия приняла участие в спортивном празднике «Динамо» в Москве

Нижегородская телебашня включит праздничную иллюминацию в День России

Площадь пожара в здании у метро «Динамо» в Москве составляет 400 квадратов

Новости России

Пассажирский теплоход под Нижним Новгородом врезался в грунт и получил пробоину

В Сириусе мобильный интернет от МегаФона получил космическую скорость

"МашТех": российские компании продолжат использовать иностранные САПР

Лучшие сериалы: Софья Эрнст, Рузиль Минекаев и Нино Нинидзе

Экология в России и мире

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Более 340 тыс. кв м асфальта отремонтировали во дворах Подмосковья

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Назван российский город, откуда в Турцию срочно увеличивают число рейсов, впервые поставив широкофюзеляжный самолет Airbus 330

Спорт в России и мире

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Moscow.media

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Большая часть российских автомобилистов готова перейти на б/у запчасти







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *