Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2023

Новости за 02.10.2023

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ له مرستیال روزونکي رییس احمدزي سره مرکه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سه شنبه ماسپښین په تمریناتي لوبه کې له سریلانکا سره مخ کېږي.. د افغانستان د لوبډلې مرستیال روزونکی رئیس احمدزی تمریني لوبې مهمې بولي او وایي چې دا لوبې د نړیوال جام د لا ښه تیاري په برخه کې اغېزمنې تمامیږي. له رییس احمدزي سره سلطان محمد سرور مرکه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا: په یوه ورځ کې ۸۰۰ افغان کډوال نیول شوي

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا تاییدوي چې پاکستاني پولیسو د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې ۸۰۰ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي. په پاکستان کې د پوليسو له خوا د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو د لړۍ دوام لري. په اسلام اباد کې د مېشتو افغان کډوالو شورا وايي چې یوازې د یکشنبې په ورځ د پاکستاني پولیسو په عملیاتو کې د اسلام اباد په بېلابېلو سیمو کې ۸۰۰ افغان پناه غوښتونکي نیول شوي دي. د دې شورا مشر میراحمد روفي ازادي راډيو ته وویل: "سره له دې چې په ټول پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته د کډوالو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرچینه: ترکیې د افغانستان سفارت لپاره د طالبانو یو نوی ډیپلومات منلی

یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړې چې ترکیې په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت لپاره د محمدزبیر ودان په نوم د طالبانو یو نوی ډیپلومات منلی او د طالبانو دې استازي د سفارت د لومړي سکرتر په توګه خپله دنده پیل کړې ده. سرچینه چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې زیاته کړه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دغه ډیپلومات د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر په په توګه خپل کار پیل کړی دی. د سرچینې په حواله، دغه ډیپلومات ته په کابل کې د ترکیې سفارت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په میدان وردګ کې د پهلوانۍ لوبغاړو د انتخاب لپاره سیالۍ پیل شوي

په میدان وردګ کې د پهلوانۍ لوبغاړو د انتخاب لپاره سیالۍ پیل شوي دي. د سپورټ امریت مسوولان وايي، په دغه سیالیو کې د ولایت د ټولو ولسوالیو او مرکز څخه ۱۵۰ پهلوانانو ګډون کړی دی. بلخوا لوبغاړي هم خوشحال دي، خو وايي، که يې چارواکي مالي ملاتړ وکړي نو په نړۍ کې به ریکارډونه جوړ کړي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ځینې بڼوال: د انارو حاصلات زیات دي، خو ډېره برخه یې چاودلي

د کندهار یو شمېر بڼوال وايي، سږ کال يې د انارو حاصلات زیات دي، خو ډېره برخه يې چاودلي او د شپتي په نوم نباتي مرض يې کړی دی. د دوی په خبره د انارو د چاودېدو له کبله اړه دي چې تر پخېدو د مخه يې وشکوي او بازار کې يې په کمه بیه وپلوري. بلخوا د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي، له کندهاره د انارو صادرات پیل شوي او هره ورځ شاوخوا ۵۰ موټره انار پاکستان ته صادرېږي. نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران له اوکراین سره د پیوستون په هدف غونډه کوي

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران له اوکراین سره د پیوستون په هدف نن په کییف کې غونډه کوي. د اروپایي ټولنې د اکثرو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین پلازمېنې کییف کې جرګه شوي چې له دغه جګړه ځپلي هېواد سره خواخوږي څرګنده کړي. دغه غونډه داسې مهال جوړېږي چې د اروپایي ټولنې له خوا له اوکراین سره د پوځي ملاتړ د احتمالي کمېدو اندیښنې را ولاړې شوي دي. دا اندېښنې وروسته له هغه را ولاړې شوې چې د اروپایي ټولنې په غړي هېواد سلواکیا کې چې له اوکراین سره ګډه پوله لري، پوپولستي یا عام پلوه ګوند... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایف پي: له افغانستان سره د بشري مرستو د کمېدو اصلي بیه ښځې پرې کوي

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' ویلي چې له افغانستان سره د بشري مرستو د کمېدو اصلي بیه ښځې پرې کوي او خبرداری یې ورکړی چې که بېړنۍ بهرنۍ مرستې ور ونه رسېږي نو یو میلیون میندې او ماشومان به له مرستو بې‌برخې شي. مرسلین ارسلا د بهرنیو مرستو د کمېدو پر مسئلې له مدني فعالې ډیوې امرخېل سره مرکه کړې او په سر کې یې دا ترې پوښتلي چې ولې بهرنیانو له اړمنو افغانانو سره د خپلو مرستو کچه کمه کړې؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ: اجي جدیجا د ملي لوبډلې سلاکار روزونکی ټاکل شوی

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه تازه خبر کې ویلي چې هندی 'اجی جدیجا' یې د ملي لوبډلې لپاره د مشاور یا سلاکار په توګه په دنده ګومارلی دی. د روانې اکټوبر میاشتې په ۲مه نېټه د کرکټ بورډ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د هندوستان ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی اجی جدیجا چې د کرکټ لوبې د روزنې اوږده مخینه لري د کرکټ په راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام کې به د افغان ملي لوبډلې د سلاکار دنده ترسره کړي. د کرکټ له ملي لوبډلې سره سلاکار یا منېټور خورا ارزښتمن روزونکی ګڼل کېږي چې د لوبغالي، مقابلو لوبډلو، آب او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د افغانستان الف او د عمان ملي لوبډلې سیالۍ کوي

د افغانستان کرکټ الف لوبډله د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کوي. افغان کرکټ بورډ ادارې د اکتوبر په دویمه نېټه لیکلي چې د روانې میاشتې په ۹مه نېټه به د افغانستان الف لوبډله، چې افغان ابدالیان یې بولي د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې دوه یو ورځنۍ او پينځه شل اوریزې سیالۍ ولوبوي. دغه سیالۍ به د عمان په کوربتوب د یاد هېواد په پلازمېنې مسقط کې ترسره شي او د اکتوبر تر ۲۳مې نیټې به دوام وکړي. کرکټ بورډ لیکلي، یادې سیالۍ د دواړو هېوادونو د بورډونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په موخه ترسره کيږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپایي هېوادونه نن کیف کې اوکراین سره د پیوستون غونډه لري

په داسې حال کې، چې روسیې د اوکراین پر جنوبي سیمو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، د اروپایي ټولنې غړي نن په کیف کې له اوکراین سره د پیوستون په پار غونډه جوړوي. د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې هغوی د دغې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د تاریخي غونډې د ترسره کېدو په حال کې دي. د بورېل په خبره غونډه کې د اروپایي ټولنې د کاندیدو هېوادونو او د دغې ټولنې د راتلونکو غړو استازی هم شامل دي.هغه لیکلي:" مونږ دلته یو چې د اوکراین له خلکو سره خپل پیوستون او ملاتړ څرګند کړو". Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده. د ازادي راډیو مشال څانګې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې په حواله راپور ورکړی، چې تېرو ورځو کې دغو سیمو کې تر اته سوو پورې افغانان نیول شوي دي. که څه هم د پاکستان چارواکو ویلي چې نیول شویو افغانانو هلته د اوسیدو قانوني اسناد نه لرل، خو د پاکستان اردو ژبي سما تلویزیون ویلي چې ۴ سوه افغانان وروسته له هغه بیرته خوشې شوي چې معلومه شوه د اوسیدو کارډونه یې درلودل. د پاکستان پولیسو ویلي د نیولو شویو افغانانو له ډلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایف پي: یو میلیون افغان میندو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ ضد مرستې نه شو رسولی

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د بودجې د کمي له امله له افغان مېرمنو سره د مرستو د بندېدو د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکوي. دې ادارې نن په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، په افغانستان کې د مرستو د کمېدو تر ټولو لوړه بیه ښځې پرې کوي او د بودجې د کموالي له امله څه باندې یو میلیون مېندې او ماشومان د خوارځواکۍ په وړاندې د تغذیې مرسته نه‌شي ترلاسه کولی. "ډبلیوایف‌پي" داسې مهال دا خبره کوي چې د دې ادارې له قوله، لا له وړاندې ۴ میلیونه مېندې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده، چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

باوري سرچينې: ترکيې د طالبانو يو نوی ډيپلومات منلی

باوري سرچینو ازادي راډیو ته منلې، چې ترکیې د طالبانو یو نوی ډيپلومات منلی دی. سرچینو دغه ډيپلومات محمد زبیر ودان یاد کړی، چې په وینا یې انقره کې یې د افغانستان سفارت د لومړي سکرتر په توګه کار پیل کړی دی.  په ترکیه کې د افغانستان سفارت د مدیریت چارې د پخواني جمهوري نظام د ډيپلومات امیر رامین له خوا مخته وړل کیږي، خو په سفارت او په استانبول کې د قونسلګرۍ دننه د طالبانو او پخواني نظام ډيپلوماتان په ګډه کار کوي.  ترکیې که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د افغانستان په سفارت او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوداګرۍ خونه: د کندهار د انارو صادرات زیات شوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې سږ کال د کندهار د انارو صادرات ښه دي او تر دې دمه یې ۱۵ زره ټنه صادر کړي دي. د دغې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: " د انارو فصل سږ کال ښه دی، څو میاشتو کې چې انار را رسیدلي، د ۷ میلیونو په ارزښت صادر شوي دي. صادرات اوس هم روان دي. زه په دې باور یم چې د صادراتو ارزښت به یې تر دې هم زیات شي. سرحدونو کې ځینې مشکلات شته. انار تر ډېره پاکستان او هند ته انتقالیږي." محلي رسنیو د کندهار د کرنې ریاست په حواله ویلي، چې سږ کال د انارو حاصلات لس فیصده زیات دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي: پر خرسون د روسیې تازه بریدونو یو تن وژلی او د ۲ماشومانو په ګډون ۶ نور ټپیان کړي

اوکرایني چارواکي وایي، چې روسي پوځیانو تېره شپه د اوکراین پر خرسون سیمه د توپونو تازه برید کړی دی. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د خرسون د والي اولکساندر پروکودین په حواله ویلي، چې دغو بریدونو کې یو تن وژل شوی او د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي. برید کې د ارتودوکس یوه کلیسا هم زیانمنه شوې ده. د اوکرایني چارواکو په خبره، روسي پوځیان چې د دنیپر سیند چپې غاړې ته ځای پر ځای شوي، نژدې هره ورځ د خرسون پر مرکزي ښار او نورو ازادو شویو ځایونو د توغندیو او توپونو ډزې کوي.

Pa.azadiradio.com 

د عدم تشدد نړیواله ورځ؛ تشدد ځپلي افغانان یې د محرومیت څه کیسې لري، حاکم وضعیت څنګه دی؟

نن د اکتوبر دویمه د عدم تشدد نړیواله ورځ ده، چې د هند د خپلواکۍ د غورځنګ د مشر مهاتما ګاندي د زوکړې په مناسبت نومول شوې ده. دا ورځ هر کال د تاوتریخوالي د له منځه وړلو او د سولې د ترویج په موخه نمانځل کیږي. خو یو شمیر افغانان وایي، چې سیاسي-پوځي تاوتریخوالی لا هم له دوی قرباني اخلي. دا هم د یوې تشدد ځپلۍ مېرمنې خبره، چې د خپل ژوند ترېخ داستان په یوه جمله کې کوي او وایي:  "یو یې درې کلن و، اصلاً خپل پلار یې په یاد نه و چې پلار یې څوک دی، هر چا ته به یې پلار ویل." دا هغه ځوانه ښځه ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۱ کونډه شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مصر: د پولیسو په یوه مرکز کې اورلګیدو لږ ترلږه ۲۵ تنه ټپیان کړي دي

د مصر د اسماعیلیه ښار د پولیسو په یوه مرکز کې نن دوشنبه د اورلګېدنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ژوبل شوي دي. د فرانسې خبري اژانس په دې اړه د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی دی. په هغو تصویرونو کې، چې پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي، ښکاري چې له یوې څو-پوړیزې ودانۍ لوګي پورته کېږي. د دې اورلګېدنې علت نه دی مشخص شوی.

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څارسازمان: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه کارکوونکو ته شرایط ډېر سخت دي

د بشري حقونو د څارسازمان، هیومان رایټس واچ یوه چارواکې وایي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه کارکوونکو لپاره اوس شرایط ډېر سخت دي. د دې سازمان د آسیا د برخې مرستیالې پتریشیا ګاسمن تیره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل، چې ترټولو سخت شرایط له هغو مرستندویه سازمانونو سره د مالي مرستو کموالي رامنځ ته کړي چې په دې هیواد کې د بشري چارو فعالیتونه سرته رسوي. پتریشیا ګاسمن د ښځو پرکار د طالبانو له خوا لګول شوي بندیزته په اشاره وویل، چې په افغانستان کې اوسني وضعیت د مرستندویه کارکونکو لپاره چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان ښځینه والیبالرانې: د چین اسیایي سیالیو کې ګډون مو نورې افغان ښځې د خپلو خوبونو تعقیب ته هڅوي

د افغانستان د ښځو د والیبال ټیم یوشمېر غړې په دې باور دي چې په چین کې په اسیایي لوبو کې د دوی ګډون له دې پلوه هم ډیرمهم دی، چې هغه به نورې افغان ښځې تشویق کړي چې د خپلو خوبونو له تعقیبه لاس وانخلي. د دې ټیم یوې غړې مرسل خدري فرانسپرس اژانس ته ویلي ، د دې په باور د دوی ګډون افغان ښځو ته لویه هیله ورکوي، چې خپل خوبونه تعقیب کړي او لاس ترې وانخلي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې واک ته له رسیدو راهیسې پرنجونو او ښځو د نورو بندیزونو ترڅنګ د ورزش په برخه کې هم پرهغوی بندیزونه لګولي دي. د افغان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغاني سره میاشت: ۳۰ نور په زړه سوري ماشومان مو د کابل روغتونونو ته ور وپېژندل

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په زړه سوري ۳۰ نور ماشومان یې د درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته ور پېژندلي دي. دغې ټولنې پرون یکشنبې په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه ماشومان په کابل کې دوو داخلي روغتونونو ته ورپیژندل شوي او درملنه یې په وړیا توګه کیږي. دا ټولنه وایي، په تېرو شاوخوا ۱۴ میاشتو کې ۱۸۶۹ د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې او عملیاتو لپاره د هېواد دننه کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي او ټول لګښتونه یې دا ټولنه ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین چارواکي: خرسون کې د روسیې تازه برید یو کس وژلی او څو نور ټپيان کړي

د اوکراین پوځي چارواکي وایي، چې د دې هېواد په جنوبي سیمې خرسون کې د روسیې په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او څو تنه ټپیان دي. د خیرسون لپاره د پوځي ادارې بېګا ناوخته په یوه بیان کې دغه راز ویلي، چې په بیریسلاوا کې د هوا له لارې د رهبري کیدونکو دوو بمونو په نتیجه کې څو ملکي تاسیسات ویجاړشوي یا ورته زیان اوښتی. په عین حال کې د روسیې دفاع وزارت پرون وویل، چې د کریمیا په ژانکوی سیمه کې یې ګروم ۲ ډوله میزایل راغورځولي دي. له دې مخکې روسیې ویلي وو، چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې په ختیځو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو څېړنیز مرکز: د ۹ میاشتو تروریستي پېښو د پاکستان تر ۷۰۰ زیات وګړي وژلي

د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او تحقیقاتو خپلواک مرکز وایي، د روان کال په نهو میاشتو کې د تروریستي بریدونو په نتیجه کې د دې هیواد له اوه سوه زیات امنیتي پرسونل او ملکي وګړي وژل شوي، چې دا د تېر۲۰۲۲ کال په نسبت ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي. په هغه نوي راپور کې چې دغه تحقیقاتي مرکز په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې له چاودونو او د سختدریځو له حملو یوه ورځ وروسته د شنبې په ورځ خپورکړی، ویل شوي چې روان کال په تروریستي بریدونو کې مرګ ژوبله زیاته شوې او د ټولې اوښتې مرګ ژوبلې ۹۲ سلنه یې افغانستان پولې ته څیرمه په دغو دوو ایالتونو پورې تړلې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې ته پر ناقانونه لارو د افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو ورتګ زیات شوی

د راپورونو له مخې، روان کال د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادونو کې د هغو افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو شمېر زیات شوی چې بې سرپرسته دي او له غیرقانوني لارو دغې ټولنې ته ورغلي دي. د ایروپین ټایمز ورځپاڼې د راپورله مخې، یوازې په جون میاشت کې په دې ټولنه کې له ۸۳ زرو زیات کسان رسماً د پناه اخیستونکو په توګه ثبت شوي، چې دا د مخکینۍ میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي. په دې ډله کې ۲۹۷۵ یې بې سرپرسته ماشومان او تنکي ځوانان دي، چې له سوریانو وروسته دوهمه لویه ډله یې افغانان دي. د ایرو سټیټ په وینا، د دغو افغانانوشمېر۹۱۰ ته رسیږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د استرالیا د نوې بشري مرستې خبر ورکړ

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا له افغانستان سره د استرالیا د نوې بشري مرستې خبر ورکوي. اوچا پرون یکشبنې په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، چې استرالیا د افغانستان د بشري مرستو د بسپنې له صندوق سره د اته میلیونه استرالیایي ډالرو چې څه باندې پنځه ملیونه او ۱۱۵ زره امریکایي ډالره کیږي مرسته کړې ده. اوچا د دې هیواد له دغې مرستې څخه په مننه ویلي، چې دغه مرسته به په دې هیواد کې د ژوند ژغورنې پرفعالیتونو لګیږي. اوچا استرالیا یولوی بسپنه ورکونکي بللی، چې په وینا یې د دغه صندوق له پرانیستل کیدو... Читать дальше...


Озвучено, при каком условии резко подорожает доллар

На ярославцев выльется пятидесятилитровая бочка дождевой воды

Евросоюз разрывают противоречия из-за российского газа

Российскую культуру представили на международной студенческой встрече в Измире



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Краснодаре нашли двухлетнего мальчика, которого потерял пьяный отец

Гендиректор ОМК Петр Трушин возглавил жюри премии «HR-бренд» от HeadHunter

Работу аэропорта Казань днем 3 июня ограничили ради безопасности

Евросоюз разрывают противоречия из-за российского газа

Музыкальные новости

До плюс 50 градусов: Каким городам России грозит аномальная жара летом 2024 года. Опубликован список

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.

Более 30 компаний из Нижегородской области пришли на первую встречу регионального сообщества инклюзивного бизнеса «Открыто для всех»

Аккумулятор неанонсированного Samsung Galaxy Z Fold6 Ultra сертифицировали

Новости России

Фестиваль «Город танцует в парках» в Подмосковье посетили более 15 тыс человек

Синоптик: потепление принесло в Москву и Подмосковье «крымские ночи»

Гендиректор ОМК Петр Трушин возглавил жюри премии «HR-бренд» от HeadHunter

Пушилин оценил разрешение на удары западным оружием по России

Экология в России и мире

Фотопрогулка по советским городам. Классная серия!

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты

Лифтинг — Коги (нити с насечками)

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине

Спорт в России и мире

Главный русский теннисист заставил Париж аплодировать ему стоя. Что удалось Осьминогу Медведеву?

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции

Российские ракетки сообразили на троих // Даниил Медведев, Мирра Андреева и Элина Аванесян дружно вышли в 1/8 финала теннисного Roland Garros

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема

Moscow.media

Вечернее поле.

Водитель "Лифана" погибла после аварии с фурой

Для строительства участка Приморского кольца в Калининградской области ищут подрядчика

Доступный, летний, твой – StarLine A60 BT GSM ECO







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *