Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2023

Новости за 09.10.2023

Pa.azadiradio.com 

اسراییل: د غزې ډېرې هغه سیمې مو بیا نیولي، چې حماس برید پرې کړی و

اسراییل وایي، د غزې تړانګې ته څیرمه د خپلو هغو سیمو پرډیرې برخې یې کنټرول بیرته ټینګ کړی چې د حماس وسله والو پرې برید کړی و. دا په لسیزو کې د یهودي دولت په وړاندې ترټولو خونړی برید دی. په دغه برید او له هغې وروسته شخړو کې دواړو لورو ته د په سلګونو کسانو د وژل کیدو راپورونه ورکړل شوي دي. تر نن دوشنبې پورې د اسراییل لور ته د لږترلږه اوه سوه کسانو او غزه کې هم د له پنځه سوو څخه د زیاتو کسانو د وژل کیدو راپورونه ورکړل شوي دي. په عین حال کې حماس ادعا کړې، چې له ۱۳۰ زیات اسراییلیان یې برمته کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ: د بلوچستان ژوب کې ۲ پوځیان او ۵ سخت دریځي وسله وال وژل شوي

د پاکستان پوځ وایي، د بلوچستان ایالت په ژوب سیمه کې د سخت دریځو وسله والو په وړاندې عملیاتو او نښتو په ترڅ کې دوه پوځیان او پنځه سخت دریځي وژل شوي دي. پوځ نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې په وژل شویو پوځیانو کې یو یې جګړن دی. په دې اړه نورجزیات ندي ورکړل شوي. د اسوشیتید پرس آژانس د راپورله مخې پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي په یوه خبرپاڼه کې د دغه برید مسولیت اخیستی. دې ډلې په دې وروستیو کې په پاکستان کې پرپوځي او نورو اهدافو د بریدونو لړۍ تېزه کړې ده. د راپورله مخې، په دې سیمه کې بلوڅ بیلتونپالې ډلې هم فعالې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو راپورونه؛ دوی له بد وضعیت څخه شکایت لري

په داسې حال کې چې په ایران او پاکستان کې د افغانانو نیول او ځورول دوام لري، په دغو هېوادونو کې یو شمېر افغان کډوال شکایت کوي چې دوی لا هم په بد وضعیت کې دي. په پاکستان کې یو شمېر هغه کسان چې د کورونو خاوندانو یې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د حکومت په امر دوی ته له کورونو د وتلو امر کړی، وايي چې سخت اندېښمن دي. زرمينه چې په اسلام‌اباد کې له دغو افغان کډوالو څخه ده، ازادي راډيو ته يې وویل: "د کور مالک موږ ته وویل چې ژر تر ژره کور خالي کړئ، موږ ټول سامانونه راټول کړل او دا مهال بل کور هم نه پيدا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین کې اسیایي لوبې؛ افغان لوبغاړي د ۵ مډالونو له ګټلو سره هېواد ته ستانه شول

د اسیايي لوبو ۱۹م دور چې د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېد، افغان لوبغاړي ترې له ۵ مډالونو سره راستانه شول. اسیايي سیالیو ته ۱۳۰ نارینه لوبغاړي له افغانستان څخه ورغلي وو او ۱۷ ښځینه لوبغاړو د افغانستان په استازیتوب له بهرنیو هېوادونو څخه په کې ګډون کړی و. په دې سیالیو کې ځینې ګډون کوونکي لوبغاړي او روزونکي وايي، په سږنیو اسیایي سیالیو کې افغان لوبغاړي ښه وځلیدل. په اسیايي سیالیو کې د ژېړو مډال ګټونکی محمد خالد هوتک وايي، د تېر په پرتله سږ کال په دې لوبو کې د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې ډېرې وې. نوموړي ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ډیجیټلي اسعارو انلاین سوداګري؛ یو افغان ځوان ورته نجونې او مېرمنې په وړیا ډول روزي

په افغانستان کې د کار او زده‌کړو څخه د محرومو نجونو او ښځو لپاره د انلاین روزنیزو پروګرامونو په دوام، احمد سنر نقیبي، یو له هغو ځوانو افغانانو څخه چې په جرمني کې ژوند کوي، د دې ډول مېرمنو او نجونو لپاره يې د ډیجیټل اسعارو د سوداګرۍ آنلاین روزنیز پروګرام پیل کړی دی. هغه ازادي راډيو ته وویل، د دوی ښوونیز پروګرام آنلاین دی او نجونې او مېرمنې کولای شي چې په‌دې څانګه کې تر زده‌کړو وروسته انلاین سوداګري پیل کړي او پیسې وګټي. نقیبي وویل: "تر روزنې وروسته، نجونې کولی شي د ډیجیټل اسعارو په سوداګرۍ یا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو اعلان؛ کومو بنسټونو او هېوادونو چمتووالی ښودلی؟

د افغانستان په لویدیځ، په ځانګړې توګه هرات ولایت کې له وژونکې زلزلې وروسته، یو شمیر هیوادونو، بنسټونو او سوداګرو له زیانمنو کورنیو سره د خوراکي او نغدي مرستو د پیل اعلان کړی. د عزیزي بنسټ مسوول، میرویس عزیزي پر خپله اېکس پاڼه چې پخوا ټویټر نومیده، لیکلي چې سمدستي یې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۲۰۰ میلیونه افغانی بیلې کړي او د د دې مرستو د ویش لپاره به هرات ته یو پلاوی استوي. په ورته وخت کې قمر خیریه بنسټ هم له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۲ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې. د قمر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل او فلسطین د جګړې دوام، دواړو لورو ته نژدې ۱۲۰۰ تنه وژل شوي

د اسراییل پوځ وایي، چې د حماس سخت دریځو په ناببره او غلچکۍ جګړه کې د ۷۳ سرتیرو په ګډون له ۷۰۰ زیات کسان په اسراییل کې وژل شوي دي. د فرانس پریس خبري اژانس په وینا،د اسراییل د فاعي ځواکونو نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جګړو کې د دوی لوري ته شاوخوا ۱۲ سوه کسان ټپيان شوي هم دي. پر اسراییلو د حماس د وړمې ورځې برید د مرګ ژوبلې له پلوه په تېرو لسیزو کې بې ساری بلل شوی دی او پر مهال یې حماس ۱۳۰ ملکي او پوځي اسراییلیان له ځان سره اسیران کړي هم دي. بل لورته اسراییلي ځواکونو په غچ اخستونکي اقدام... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د زلزله ځپلي هرات تازه حال؛ « یو شمېر خلک لا تر خاورو لاندې دي او د لټون عملیات دوام لري»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي، د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې له زلزلې وروسته، تر ننه یو شمېر خلک تر خاورو لاندې دي او د لټون عملیات یې روان دي. د دې وزارت ویاند جانان سایق نن رسنیو سره خبرو کې په سیمه کې وضعیت بېړنی او خراب وباله او زیاته یې کړه، د دوی ۳۵ ټیمونه تر خاورو لاندې د پاتې خلکو د راویستو په هڅه کې دي. هغه د پرون بر عکس په زلزله کې د مړو او ټپیانو جلا جلا ارقام ور نه کړل، خو و یې ویل، لومړني معلومات ښيي چې نږدي ۴۵۰۰ کسانو مړه او ټپیان شوي دي. ښاغلي سایق وویل: "د اوس لپاره وضعیت اظطراري دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې مرستندویان: د زلزلې زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي

د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وایي، په هرات او ګاونډیو ولایتونو کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۴۴۵ ته رسېدلی دی.  تر ټولو ډېره اغېزمنه شوې سیمه د هرات د زنده جان ولسوالي ده، چې ۱۳ کلي پکې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. د نورصفا په نوم د همغږۍ او رغونې مرستندویه موسسې چې له زیانمن شویو سره د مرستو لپاره سیمې ته تللې، ویلي چې ډیره مرګ ژوبله ښځو او ماشومانو ته رسیدلې.   د دې موسسې یوه کارکونکي فتاح فطرت ازادي راډیو ته وویل: "موږ ولیدل چې ډیره مرګ ژوبله ماشومانواو ښځو ته رسیدلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رومانیا: په څلورو الوتکو کې مو خپل ۲۴۵ اتباع له اسراییلو وویستل

د رومانیا د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، چې له اسراییل څخه په څلورو الوتکو کې د زیارت کوونکو دوو ډلو په ګډون ۲۴۵ رومانیایي اتباع ایستلي دي. دوه الوتکې د رومانیا په تاروم ملي شرکت پورې تړلې او دوه یې په خصوصي توګه فعالیت مخ ته وړي. د رومانیا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې لومینیته اودوبیسکو Luminita Odobescu وویل، چې په تیرو دوو ورځو کې اته سوه رومانیایان له اسراییل وتلي او د اټکل له مخې همدومره نور هلته پاتې دي. نن د ورځې په پیل کې هنګري هم اعلان وکړچې تیره شپه یې خپل ۲۱۵ اتباع د هوا له لارې په دوو الوتکو کې له اسراییل څخه ایستلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د سیالیو لپاره عمان ته ولاړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله 'افغان ابدالیان' د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د دوه لوبلړیو د لوبولو لپاره یاد هېواد ته ولاړه. افغان کرکټ بورډ ویلي چې لوبډله یې نن سهار د عمان د پلازمېنې مسقط په لور خوځېدلې ده. د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې سفر پر مهال به افغان ابدالیان د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د دوه یو ورځنیو او ۵ شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي. د مهالوېش له مخې به لومړی دوه یو ورځنۍ سیالۍ د اکټوبر په ۱۲مه او ۱۵مه نېټه ترسره شي او بیا به د اکټوبر میاشتې په ۱۷مه، ۱۸مه، ۲۰مه، ۲۱مه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې مرګونې زلزله؛ د احتمالي بندو پاتې شویو کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري

د هرات په زلزله ځپلې سیمه کې نن په درېیمه ورځ هم تر خاورو لاندې د احتمالي بندو پاتې شویو کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري. اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ویلي چې دغلته عام خلک هم په بېلونو او نورو وسیلو د خاورو د لرې کېدو په حال کې دي. د ملګرو ملتونو دبشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، د شنبې ورځې زلزلې د هرات په لوېدیځ کې د یولسو کلیو ټول کورونه ویجاړ کړي دي. د طالبانو د حکومت چارواکو پرون ازادي راډیو ته ومنله چې د مړو شمېر نږدې دوه نیم زرو ته رسېدلی دی، خو د نن ورځې شمېرې تراوسه نه دي اعلان شوي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران د هرات له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ ښودلو ترڅنګ د مرستو ژمنه کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره خبرو کې د هرات له زلزله ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د بشري مرستو ژمنه یې کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن په دې اړه رسنیو ته ویلي: "په دغې مکالمه کې ښاغلي امیر عبداللهیان په هرات کې د زلزلې له قربانیانو سره غمشریکي وښوده او له زلزله ځپلو سره یې د بشري مرستو ژمنه وکړه. ده هر ډول همکارۍ ته چمتووالی وښود." د طالبانو حکومت دا معلومات نه دي ورکړي چې ایران په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فوټسال؛ د افغانستان او اندونیزیا لوبډلې سیالي لري

ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن ماښام د اندونیزیا له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. دغه سیالۍ چې د ۲۰۲۴ کال د اسیا فوتسال جام ته د لار موندنې په لړ کې ترسره کیږي، د کابل په وخت ماښام اته نیمې بجې پیلېږي. د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د معلوماتو له مخې افغان لوبډلې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې تېره شپه د کوربه هېواد سعودي عربستان لوبډلې ته درې-دوه ماتې ورکړه. که چېرته افغان لوبډله د اندونیزیا په وړاندې بریالۍ شي، د راتلونکي کال د اسیا فوټسال جام ته چې د تایلند په کوربه توب ترسره کېږي، لاره پیدا کوي.

Pa.azadiradio.com 

اسراییلو پر غزې شاوخوا ۱۰۰۰ بریدونه کړي

اسراییل نن دوشنبه هم د حماس وسله والو د پوځي او حکومتي وړتیاود له منځه وړلو لپاره پر غزې خپلې بمبارۍ شدیدې کړي دي. اسراییلي چارواکو ویلي، په غزه کې یې د حماس پر سخت دریځو شاوخوا زر بریدونه کړي دي. بل لورته د اسراییل په جنوب کې د دغه هېواد پوځ له خپلې خاورې د حماس وسله والو د ایستلو لپاره په جګړه بوخت دي. د راپورونو له مخې پر اسراییل د حماس د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۷۰۰ اسراییلیان وژل شوي، د وژل شویو دا شمېر تېرو څو لسیزو کې ساری نه لري. بل لورته د اسراییل په غچ اخیستونکو بمباریو کې شاوخوا څلور سوه فلسطینیان هم وژل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی شوی

ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي ویډیوګانې یوځل بیا په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي دي. له بلې خوا د ایران پولیسو ویلي چې ۱۹ تنه یې په اقبالیه ښار کې د افغان کډوالو پر کور د برید په تور نیولي دي. نور جزییات په دې راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایچ او: د هرات زلزله ځپلو ته بېړني روغتیايي خدمات دوام لري

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له څو نورو مرستندویو سازمانونو سره په ګډه د هرات زلزله ځپلو ته بېړني روغتیايي خدمات دوام لري. د دغه سازمان افغانستان څانګې یکشنبه ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې دوی تر دې دمه د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې ۵۴ سیار روغتیايي ټيمونه موظف کړي چې عاجلې مرستې ورسوي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دا سیار ټیمونه صحي خدمات وړاندې کوي او تر څنګ یې زیانمن خلک مرکزونو ته انتقالوي او د خلکو د اړتیاوو ارزونې کوي. په بیان کې زیاته شوې چې تر دې دمه د هرات په مرکزي روغتون کې لږ تر لږه د ۵۰۰ ټپيانو درملنه شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې عربستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې سعودي عربستان ته درې پر دوه ماتې ورکړه. د اسيا د فوټبال کنفدراسيون د معلوماتو له مخې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ٢٠۲٤ کال د اسيا د فوټسال اتلولیزو سیالیو په غوراوي پړاو کې د عربستان په وړاندې دا بريا ترلاسه کړه. دا لوبه د یکشنبې په شپه د سعودي عربستان په دمام ښار کې وشوه او افغان ټیم داسې حال کې کوربه ته ماته ورکړه چې د سعودي عربستان حکومت افغان لوبغاړو ته له لوبې یواځې یوه ورځ مخکې ویزه ورکړې وه. په پام کې ده چې نن شپه د کابل پر وخت ۸:۳۰ بجې د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال د کابل-شانګهای هوايي دهلیز پرانیست

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د کابل-شانګهای هوايي دهلیز پرانیست. د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر پرون یکشنبه اکټوبر ۸مه په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ملا برادر ددې دهلیز د پرانیستې په مراسمو کې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته له ژمنو هېوادونو مننه وکړه. هغه همداراز له افغان سوداګرو غوښتي چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي. د سوداګرۍ کارپوهان په دې باور دي چې سوداګریز-اقتصادي دهلیز د ځمکې له لارې په ځانګړې توګه پاکستان او له هغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په خپلو پروژو کې زرګونه کسانو ته د دندو د ورکولو ادعا کړې

د طالبانو د ښار جوړونې او ځمکو وزارت ویلي چې په خپلو پروژو کې یې تر ۸۰۰۰ ډېرو کسانو ته په مستقیم او ۲۲۰ زره نورو ته په غیر مستقیم ډول دندې ورکړي. دغه وزارت دا خبره پرون په یوه اعلامیه کې کړې ده. د اعلامیې له مخې زرګونه خلکو ته دا دندې د کابل د نوي ښار د لومړي فاز په پروژه، قطري ښارګوټي پروژه او د کابل پيروزي ښارګوټي په پروژه کې پیدا شوي. معلومه نه ده چې د طالبانو حکومت دا پروژې له کومې بودیجې تمویلوي. د طالبانو ښار جوړونې وزارت همداراز ویلي چې په پخوانیو نیمګړو پروژو یې هم کار پيل کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

اوچا: په هرات کې د زلزلې له کبله کې څه باندې ۱۱زره کسان اغېزمن شوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په هرات کې د شنبې ورځې په زلزله کې څه باندې ۱۱زره کسان اغېزمن شوي دي. دغې ادارې تېره شپه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په هرات کې لږ تر لږه د ۱۱ کليو ټول کورونه ویجاړ شوي دي. اوچا د مړو شمېر ۱۰۰۰ تنه یاد کړی، خو د طالبانو چارواکي بیا د مړو شمېر څه کم ۲۵۰۰ ښيي. بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان وايي له څو نورو مرستندویو سازمانونو سره په ګډه د هرات زلزله ځپلو ته بېړني روغتیايي خدمات دوام لري. د دغه سازمان افغانستان څانګې یکشنبه ناوخته په یوه بیان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن: د امریکا بشرپال همکاران د افغانانو ملاتړ لپاره په عاجلو مرستو سره اقدام کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې د افغانستان په لوېدیځ کې د شوې زلزلې اغېزې په دقت سره څاري. انټوني بلېنکن تېره شپه په ایکس شبکه کې لیکلي، د امریکا بشرپال همکاران د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره په عاجلو مرستو سره اقدام کوي. بلخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام دایمي استازولۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې اړوندې نړیوالې ادارې د شنبې ورځې د زلزلې د زیانونو په ارزونه بوخت دي او تر دې غمیزې وروسته عاجل لومړیتوب زلزله ځپلو ته د فوري مرستو وېش دی. دغې استازولۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې پوځ د سوریې شمال کې د کرد وسله‌والو ۶ اهداف ویجاړ کړي

د ترکیې دفاع وزارت وايي، پوځ یې د سوریې په شمال کې پرون هوايي حملې کړي او د کرد افراطي وسله والو ۶ اهداف یې ویجاړ کړي دي. دغه وزارت ویلي چې په دې حملو کې ګڼ وسله‌وال له منځه وړل شوي دي. د ترکیې پوځ وايي، په دغو اهدافو کې د تېلو هغه تاسیسات هم شامل دي چې د کردانو افراطي وسله‌والو ورڅخه ګټه اخیسته. د دې تر څنګ داسې پناه ځایونه او زېرمې ویشتل شوي چې ګومان کېږي دغه وسله‌وال په کې وو. د ترکیې دفاع وزارت نه دي ویلي چې دغه عملیات د سوریې د شمال په کومه ساحه کې شوې دي.


Продвижение русского языка обсуждают в Ереване

Свыше 40 мест для коллективных молитв в Курбан-байрам откроют в Подмосковье

Дьявольская жара до +38 градусов идет в Россию уже скоро: Вильфанд рассказал о самом жарком месяце

Депутат МГД Самышина проконтролирует реконструкцию «Сквера влюбленных» на Пятницкой улице



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Свыше 40 мест для коллективных молитв в Курбан-байрам откроют в Подмосковье

В Тульской области прошли ветеринарные учения из-за роста случаев сибирской язвы в ЦФО

Продвижение русского языка обсуждают в Ереване

Жителей Видного пригласили пройти диспансеризацию в парке «Апаринки»

Музыкальные новости

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» и ДЕНЬ РОССИИ: успех России в С В О = мир во всём мире?!

Казаков, казачек и казачат Кубанского казачьего центра «Баско» наградили за активное участие в Кадетском движении России

Конференция «Частные инвестиции во внутренний туризм Краснодарского края: проблемы, вызовы, перспективы»

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Новости России

Дьявольская жара до +38 градусов идет в Россию уже скоро: Вильфанд рассказал о самом жарком месяце

Свыше 40 мест для коллективных молитв в Курбан-байрам откроют в Подмосковье

Наличные доллары и евро по всей России начали продавать по новым правилам

Более 150 тысяч человек посетило мультиформатный фестиваль в честь Дня России

Экология в России и мире

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Более 340 тыс. кв м асфальта отремонтировали во дворах Подмосковья

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Dior Resort 2025

Спорт в России и мире

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Moscow.media

Прощайте, я от вас улетаю

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Молодые специалисты «Газпромнефть - Битумные материалы» продемонстрировали эффективное решение в финале «CASE-IN»

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *