د نوبل د کیمیا جایزې ګټونکی په ازموینه کې ناکام شوی و
د سږ کال د نوبل د کیمیا جایزه درېیو ساینسپوهانو ته ورکړل شوه. د هغوی په منځ کې یو فرانسوي الاصله امریکايي کیمیا پوه دی چې وايي، په ازموینه کې ناکام شوی و.
د سږ کال د نوبل د کیمیا جایزه درېیو ساینسپوهانو ته ورکړل شوه. د هغوی په منځ کې یو فرانسوي الاصله امریکايي کیمیا پوه دی چې وايي، په ازموینه کې ناکام شوی و.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وايي، د اسراییلو او غزې ترمنځ په جګړه کې د ایران لاس لرل نه شي ردولی. ښاغلي سالیوان نن د (اکتوبر ۱۵) دا خبره د CBS تلویزوني شبکې سره په مرکه کې کړې ده. هغه زیاته کړې: "موږ باید هر ډول بېړني احتمالي حالت ته چمتو واوسو". اسراییلو وروسته له هغې پر غزې د جګړې اعلان وکړ چې حماس وسله والو پر اسراییلو په برید کې په سلهاوو ملکي وګړي ووژل. د شنونکو په باور، ایران له اوږدې مودې راهیسې د حماس ډلې ملاتړ کوي، او په دې جګړه کې د ایران ښکېلتیا به روسیه په منځني خیتځ کې له یوه سخت موقف سره مخامخ کړي. Читать дальше...
د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره د افغانانو پر ملاتړ خبرې کړي دي. دوی نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره لیدلي دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې خبر پاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې د قطر او ملګرو ملتونو د همکارۍ او د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې شوي دي. دغه لوړپوړي قطري چارواکي د افغانستان له خلکو د ملاتړ تر څنګ په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې د ملګرو... Читать дальше...
د تخار د ښځو اعتراضي غورځنګ نن په یوه په یوه اعتراضیه غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو د فعالانو د نیولو د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات وکړي. د دې غورځنګ غړو په خپل پرېکړه ليک کې، چې د دغه غورځنګ د کليزې په مناسبت يې خپور کړى، بيا هم له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو سياستونه د "جنسي اپارتاید" په توګه وپېژني. د تخار د ښځو د اعتراضي غورځنګ یوې غړې پاریسا مبارز ازادي راډيو ته وویل چې دوی لا هم د حکومت له خوا د طالبانو په بند کې د اعتراض کوونکو ښځو د خلاصون غوښتنه کوي. Читать дальше...
د اکتوبر ۱۵مه د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ده، په داسې حال کې چې د افغانستان ډېرۍ کلیوالې ښځې د دې ورځې په اړه هیڅ نه پوهېږي. د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد د حاجيانو کلي اوسېدونکې ٣٣ کلنه هیله وايي، له خپل خاوند او دوو ماشومانو سره په يوه کوچني خټين کور کې چې نېم د سېلابونو له امله ویجاړ شوی،ژوند کوي . هیله وايي، یوازینۍ هیله یې دا ده چې د خياطۍ او جامو مینځلو ماشین ولري. هغه زیاتوي: "ښځې د کور کارونه کوي، د نارینه وو لپاره خواړه پخوي او کروندې ته يې لېږي، د ښار د خلکو لپاره هر څه چمتو دي،... Читать дальше...
"زموږ غږ چارواکو او نړۍ ته ورسوئ چې د پېښور د کډوالو وضعیت ډېر خراب دی". امېد سروري په پاکستان کې یو له افغان کډوالو څخه دی. په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته هغه پاکستان ته پناه يوړله، څو د پناه اخيستلو يوه لار پيدا کړي. نوموړی وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره ثبت دی، خو د سلګونو زرو نورو افغانانو په څېر د ايستلو له خطر سره مخ دی. سروري ازادي راډيو ته وویل: "یو خو وخت ډېر کم دی، دوی موږ ته لږ وخت راکړ چې ژر تر ژره له پاکستانه ووځو او لاړ شو، د دې ترڅنګ... Читать дальше...
د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان لور هندیه« د افغانستان» چې په هندوستان کې زیږیدلې وه، په ایټالیا کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. په دې ویډیو کې یې ژوند ته ځغلنده کتنه شوې:
د یوه ۱۳ کلن ماشوم کیسه چې مور، پلار، ۳ وروڼه او یوه خور یې زلزلې مړه کړل او اوس د خپلې سرپرستۍ ترڅنګ د کوچنۍ خور پالنه هم باید وکړي. دا ویډیویي راپور د همدغه ماشوم په اړه دی.
د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان او ملکه ثریا لور، شهزادګۍ هندیه «دافغانستان»، د اکتوبر په ۱۳مه د ماښام شاوخوا ۷ بجې د ایتالیا په روم ښار کې، د ۹۴ کلونو په عمر وفات شوه. د اغلې هندیې لور، مېرمن ثریا ملک په خپله فیسبوک پاڼه د دې خبر په خپرولو سره لیکلي، چې نوموړې په افغانستان کې په تیرو څلورو لسیزو ګډوډيو کې، تل هڅه کوله چې خپلو هیوادوالو سره مرسته وکړي او د دوی لپاره د نړۍ ملاتړ ترلاسه کړي. اغلې ثریا ملک لیکلي، د هغو ټپيانو او ناروغانو پالنه کول چې د جهاد په دوره کې روم ته لېږدول کېدل،... Читать дальше...
د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون وايي، د لسيزو جګړو اغېزې، طبيعي پېښې لکه زلزلې او وچکالي او د بشري خونديتوب د شرايطو په اړه اندېښنې، له هغو عواملو څخه دي چې افغانستان یې د نړۍ په کچه بد بشري ناورین سره مخ هېواد باندې بدل کړی دی. دغه فدراسیون د شنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې د افغانستان دوه پر درېیمه برخه نفوس یعنې ۲۸.۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري چې له دې ډلې ۱۵.۵ میلیونه وګړي د خوړو له شدیدې نا امنۍ سره مخ دي. له... Читать дальше...
سیمه ییز طالب چارواکي وايي، هرات ښار او یو شمېر ولسوالۍ نن سهار دوو شدیدو زلزلو لزړولي چې په پایله کې یې دوه تنه مړه شوي او ۱۶۰ نور ټپيان دي. په هرات کې د طالبانو حکومت د والي ویاند نثاراحمد الیاس ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه د تېرې اوونۍ له زلزلو وروسته، نن سهار بیا هم په هرات کې سخته زلزله وشوه چې ښار او ولسوالۍ یې ولړزولې. د هرات حوزوي روغتون ته دوه تنه مړه او ۱۶۰ ټپیان ور وړل شوي دي. " د هرات د والي د ویاند په خبره، دې زلزلې د ښار په ګډون، زندهجان، کوهسان، ګلران، رباط سنګي، ګذره او... Читать дальше...
د پاکستان پوځ وايي، تېره شپه يې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې شپږ وسله وال وژلي او اته نور ټپیان کړي دي. پوځ نن (د اکتوبر ۱۵) ویلي، په دې عملیاتو کې چې د شمالي وزیرستان په میرعلي ولسوالۍ کې وشول، له وسله والو سره د ډزو په تبادله کې د پوځ یو سرتېری هم وژل شوی دی. د پاکستان د پوځ په خبره، د وسله والو له پټنځایونو یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. شمالي وزیرستان له لسیزو راهیسې د پاکستان د حکومت د مخالفو وسله والو خوندي پټنځای و، خو په ۲۰۱۴ کال د پاکستان پوځ هلته د وسله والو سختدریځو پر ضد پراخ عملیات وکړل.
د روغتیا نړیوال سازمان، یا ډبلیو ایچ او وايي، د هرات ولایت د نن ورځې په زلزله کې څه باندې ۱۲۰ تنه ټپیان د دغه ولایت حوزوي روغتون ته وړل شوي دي. دې سازمان په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، یو شمېر نور ټپیان د هرات ښار نورو روغتونونو ته بیول شوي دي. تر دې مخکې د هرات لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د نن ورځې په زلزله کې یو تن مړ شوی او ۳۵ نور ژوبل دي. د امریکا د جیالوجیکي سروې د ادارې د معلوماتو له مخې، نن په هرات کې دوې زلزلې شوي چې د لومړۍ شدت د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۳ درجې و. Читать дальше...
د متحدهعربي اماراتو يو پلاوی چې هرات ولايت ته يې سفر کړی، دغلته يې د زلزلهځپليو لپاره په ۸ ساعتونو کې د يو روغتون د جوړېدو خبر ورکړی دی. د هرات لپاره د طالبانو د حکومت د مطبوعاتي دفتر څخه تېره شپه ناوخته په خپره شوې يوه اعلاميه کې ويل شوي دي، ياد پلاوی چې مشري يې ډاکټر سلطان کوي، ځان سره ۱۴ کانټېنره، د يو روغتون ټول اړین تجهيزات راوړي او ۶۰ تنه روغتيايي او اداري کارکوونکي یې هم راوستلي دي. د هرات لپاره د طالبانو د والي وياند نثار احمد الياس د یکشنبې د ورځې په سهار پهدې اړه ازادي راډيو ته وويل... Читать дальше...
د پولنډ د پارلماني انتخاباتو لپاره د رای ورکولو مرکزونه نن سهار پرانیستل شول. دا انتخابات له اروپايي اتحادیې او اوکراین سره د پولنډ د اړیکو د راتلونکې لپاره ډېر مهم ګڼل کېږي. د پولنډ واکمن قانون او عدالت ملتپال ګوند، هڅه کوي چې د درېیم ځل لپاره په واک کې پاتې شي. نظرپوښتنې ښيي چې دا ګوند به تر ټولو ډېرې رایې ترلاسه کړي خو امکان شته چې له اپوزیسیون سره د ایتلافي حکومت د جوړولو هڅه وکړي. د رای ورکولو مرکزونه په ځايي وخت د ماښام په ۷ بجې بندیږي او د انتخاباتو نهايي پایلې سبا (دوشنبې) اعلانیږي.
د طالبانو یوه امنیتي سرچینه وايي چې په کاپیسا ولایت کې د یوې پخوانۍ سرګلولۍ د چاودنې په نتیجه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ژوبل دي. په کاپیسا کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویندوی عبدالفتاح فایز ازادي راډیو ته په راستولې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه نن سهار ۸ بجې او شل دقیقې د اله سای ولسوالۍ په نواباد بازار کلي کې وشوه. د ده په وینا، وژل شوی ماشوم لس کلن و. تر دې مخکې هم په کاپیسا او نورو ولایتونو کې په ځلونو د تېرو کلونو له جګړو د پاتې مهماتو او ماینونو په چاودنو کې ملکي وګړي، په تېره بیا ماشومان وژل شوي دي.
د ایران دولتي رسنیو نن وویل چې د فلمونو ډایرکتر داریوش مهرجويي او مېرمنه یې وحیده محمدي فر په خپل کور کې د چاقو په وارونو وژل شوي دي. ایرنا خبري اژانس د ایران د قضاییه قوې د یوه چارواکي حسین فاضلي په قول ویلي چې د مهرجويي او وحیدې محمدي فر مړي موندل شوي دي. د راپورونو له مخې، دا پېښه تېره شپه تهران ته نژدې په کرج ښار کې شوې ده. چارواکو ویلي چې د دې پېښې په اړه پلټنې کوي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وياند وايي، نن سهار فراه ولايت کې د زلزلې ټکانونه حس شوي دي. ملا جانان سايق يوازې ازادي راډيو ته په ليکلي پېغام کې تأييد کړه چې نن سهار فراه کې زلزله شوې. معلومه نه ده، چې دا زلزله چټکه وه کنه؟ په هرات کې د تېرې اوونۍ د شنبې ورځې له زیانمنونکې زلزلې وروسته په دغه ولایت او شاوخوا سیمو کې بیا- بیا د زلزلې ټکانونه حس شوي، چې ډېر څله عادي وو، خو یو ځل یې هرات کې یو تن مړ او نږدې یو نیم سل تنه نور ټپیان کړي وو. د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه د... Читать дальше...
له متحدو ایالتونو څخه خپریدونکې امریکن مجلې یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی" داسې مهال چې نړیواله پاملرنه پر نورو ځایونو ورټوله ده، افغانستان کې بشري ناورین پراخیږي" د لیکنې لیکوال وايي، په اوکراین کې جګړه او نړۍ کې نور کړکیچونه او ناورینونه ددې سبب شوي دي چې په افغانستان کې د ورځني ژوند لپاره له روانې مجادلې نړیواله پاملرنه واوړي. وړاندې، افغانستان کې وروستۍ زلزلې ته اشاره شوې او ویل شوي چې دې زلزلې د افغانانو پر ستونزو نورې هم ورزیاتې کړې. خو لېکوال وايي ورسره همهاله د اسرایل په جنوب کې... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د برخې مشر وايي د غزې په تړانګه کې وضعیت کړکېچن دی. مارتین ګریفیتس پرون (د اکتوبر ۱۴مه) په یوه بیان کې له ټولو ځواکمنو هېوادونو وغوښتل چې د جګړې قوانینو ته د درناوي د یقیني کولو لپاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي. د ښاغلي ګریفیتس په وینا په تېرو څو ورځو کې د حماس ډلې د جنګیالیو او اسراییلو اقدامات او لفظي ګواښونه د اندېښنې وړ او د نه منلو دي. ګریفیتس زیاته کړه چې ملکي وګړي او تاسیسات باید خوندي وي. د فلسطینۍ حماس ډلې وسله وال د اکتوبر په اوومه له سرحده واوښتل او پر... Читать дальше...
د اوکراین د ختیځ او جنوب سیمه ایز چارواکي وايي روسي ځواکونو پرون یوځل بیا په دې سیمو کې پر ملکي اهدافو بمباري وکړه. د چارواکو په وینا، په دې حملو کې یوتن وژل شوی او له شلو زیات نور ټپیان شوي دي. د خرسون والي اولیکساندر پروکودین پر خپله ټلګرام پاڼه لیکلي چې د روسیې له حملو وروسته د یوې ۶۰ کلنې ښځې مړی د ویجاړې ودانۍ له کنډوالو لاندې ترلاسه شو. د اوکراین د ختیځې دونېڅک سیمې د پوځي قوماندانۍ د سرپرست ایهور موروز په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د استوګنې پر ښارګوټو د روسي ځواکونو په بمباریو کې ۲۲ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي. Читать дальше...
ټاکل شوې چې نن د پنځوس اوریز نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان خپله درېیمه سیالي د دفاعي اتل انګلستان پر وړاندې ترسره کړي. دغه سیالي به د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه د هند په پلازمېنه ډیلي کې پيل شي. افغانستان خپلې لومړنۍ دوه سیالۍ بنګله دیش او هندوستان ته په ډېر تفاوت بایللي او اوس د نومرو په جدول کې وروستي مقام لري. انګلستان چې خپله لومړۍ لوبه یې نیوزیلینډ ته بایللې وه، په دویمې سیالۍ کې بیا بنګله دېش ته نسبتاً لویه ماتې ورکړه. د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي چې لوبډلې یې تر لوبې... Читать дальше...
د برېتانیا په پلازمېنه لندن او همداراز په مانچسټر، ادینبرا او نورو ښارونو کې پرون د فلسطینیانو په پلوي په داسې حال کې مظاهرې وشوې چې په شاوخوا کې یې د پولیسو پراخ حضور محسوس و. په لندن کې معترضان لومړی د بي بي سي د ودانۍ مخې ته راټول شول او وروسته یې ماسپښين مهال د صدراعظم ریشي سوناک د دفتر مخې ته غونډه وکړه. ځینو معترضانو د فلسطین بیرغونه او هغه شعارونه لېږدول چې پرې لیکلي وو، د فسلطین لپاره آزادي، قتل عام پای ته ورسوئ او پر اسراییل بندیزونه ولګوئ. دوی صدراعظم سوناک ته هم د شرم- شرم نارې وهلې. Читать дальше...
په بدخشان کې په یوه ترافیکي پېښه کې یوتن مړ شوی او دوه نور ټپیان دي. د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس حکمت الله محمدي بیګا آزادۍ راډیو ته وویل چې پېښه د یاوان ولسوالۍ په سرصفحه سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو پیکپ ډوله موټر له سړکه واوښت. له بلې خوا په غزني ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکی په یوه ترافیکي پېښه کې د دوو کسانو د مړینې او د ۴۵ تنه نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د سړکونو د خرابۍ او د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله د افغانستان له بېلابیلو سیمو څخه وخت ناوخت د دې ډول پېښو راپورونه ورکول کېږي.