Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2023

Новости за 04.10.2023

Pa.azadiradio.com 

د هسپانیا یوې محکمې د نایټ کلبونو د اور لګیدو پېښه کې د ۱۳ تنو د مړینې تحقیقات پيل کړل

په هسپانیا کې یوې محکمې، په نایټ کلبونو کې د اورلګېدو په پېښه کې د ۱۳ کسانو د مړینې په باب جنايي تحقیقات پیل کړي دي. په جنوب ختیځه سیمه مورسیا کې د یکشنبې په ورځ په درېیو نایټ کلبونو کې د اورلګېدنې پېښه په څو لسیزو کې بېسارې ګڼل شوې ده. دې اور، چې چارواکي وايي علت یې لا معلوم نه دی، دوه نایټ کلبونه تر حد زیات تخریب کړل. محلي چارواکو ویلي، که څه هم دغو دوو نایټ کلبونو ته یو کال مخکې خبرداری ورکړل شوی و، چې له قانوني جواز پرته دې فعالیت نه کوي، خو بیا هم پرانیستي وو. د محکمې قاضي اوس د قربانیانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د عمان پر وړاندې د افغانستان الف لوبډلې اعلان شوې

د افغانستان کرکټ بورډ د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان الف لوبډلې اعلان کړې. ټاکل شوې چې د افغانستان الف لوبډله د عمان پر وړاندې د روانې اکټوبر میاشتې په ۹مه لومړی د دوه یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پيل کړي او بیا ۵ شل اوریزې سیالۍ ولوبوي. په دې لوبلړیو کې به شاهدالله کمال د افغانستان الف لوبډلې لوبډلمشري کوي. د یو ورځنیو سیالیو په نوملړ کې شاهدالله کمال، نورعلي ځدراڼ، عبدالمالک، ذبید اکبري، رحمن الله ځدراڼ، اصف موسی زی، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، اسحاق رحیمي، نعمان شاه، ضیاالرحمن اکبر، اظهارالحق... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د یوې کړنلارې تر جوړېدو پورې د نندارتونونو پر جوړولو بنديز لګولى

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې کړنلارې تر جوړېدو پورې د نندارتونونو پر جوړولو بنديز لګولى. د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د یوې کړنلارې تر جوړولو یې د نندارتونونو جوړول ځنډولي دي. د دغه وزارت ویاند ویاند عبدالسلام جواد په یوه ویډیویي پیغام کې چې رسنیو ته‌یې لېږلی، ټینګار کړی او ويلي يې دي چې په نندارتونو کې د ښځو پر ګډون هېڅ ډول بندیز نه‌دی لګول شوی. عبدالسلام جواد زیاتوي: "د نوې کړنلارې تر جوړېدو د نندارتونونو جوړول ځنډول شوي او د يادولو ده چې په نږدې راتلونکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هندۍ محصله پښتو سندره وايي

ویشاکا جها د هندوستان د بِهار سیمې ده او اوس‌مهال د نوې ډېلي په جواهر لال نهرو پوهنتون کې د پښتو ژبې محصله ده. هغې له پښتو سره د ځانګړې مینې له کبله د دې ژبې زده‌کړه پیل کړې ده. په دې وېډیو کې له ویشاکا څخه د پښتو یوه سندره (د نوروز د سهار باده) اورئ چې ملالۍ بشیر ورڅخه ثبت کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ افغان لوبډلې په تمریناتي لوبه کې د سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونې کې به واورئ چ افغانستان د نړیوال جام په تمریناتي سیالۍ کې سریلانکا ته پیاوړې ماتې ورکړه. په دې خپرونه کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د ټاکل شوي سلاکار اجی جدیجا د لوبیز ژوند او تجربو په تړاو هم معلومات درکول کېږي. دا هم درته وړاندې کېږي چې نوین‌الحق د کومو لاملونه له امله نه‌غواړي نور په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ولوبېږي. د چین په اسیايي سیالیو کې د تکواندو او کورش لوبغاړو د برونزو څلور مډالونه وګټل، ایا د افغانستان د کرکټ الف لوبډله به د سرو زرو مډال وګټي؟... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغانانو پر سوداګریزو مالونو نوي بندیزونه لګولي

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول وايي، د پاکستان حکومت په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو پر سوداګريزو مالونو بنديزونه لګولي دي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو په دوام، تازه د پاکستان حکومت کراچۍ بندر کې پر افغان سوداګرو بنديزونه لګولي دي. هغه مکتوب، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې له لوري د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته استول شوی او ازادي راډيو یې یوه کاپي ترلاسه کړې په‌کې راغلي چې د پاکستان حکومت کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو پر سوداګريزو مالونو بنديز لګولی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانانو ملاتړ لپاره 'ډبلیو ایف پي' سره د ۱۰۰ میلیون امریکايي ډالرو مرسته شوې

د روغتیا نړیوال پروګرام وايي، د افغان کورنیو د ملاتړ په موخه د اسیا پراختیايي بانک ورسره د ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالر مرسته کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام نن د اکټوبر څلورمه په یو بیان کې ویلي، په دې مرستې به د خوړو نړیوال پروګرام په ټول افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره کسانو ته چې د خوړو شدید نه خوندیتوب سره مخ دي تر یوه کاله پورې د خوړو حیاتې مرستې ورسوي. په اعلامیه کې زیاته شوې، دا مرستې به تر ډېره په کوڼدو او هغو ښځو وویشل شي چې د کورنیو سرپرستي ورترغاړې ده. د اسیا پراختیايي بانک له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د غیرقانوني افغان کډوالو د ویستلو پرېکړې غبرګونونه پارولي

له پاکستانه د غیرقانوني افغان کډوالو د ویستلو پرېکړې ته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او په افغانستان کې د طالبانو حکومت غبرګون ښودلی دی. وروسته له هغې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په پاکستان کې ټولو غیرقانوني افغان کډوالو ته د وتلو لپاره ضرب الاجل وټاکه، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه او له کوم فشار پرته وي. د دې کمېشنري ویاند قیصر افریدي د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل دوی د پاکستان له حکومت سره خبرې کوي تر څو هغه افغانان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند سبا د کرکټ د یو ورځني نړیوال جام کوربه دی

ټاکل شوې ده چې سبا په هند کې د کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام پیل شي.  لومړۍ مسابقه په حیدر اباد کې د پخواني اتل انګلستان او نیوزیلنډ ترمنځ ده.  په دې نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون لس لوبډلو برخه اخیستې ده،چې پایلوبه به یې د نومبر په نولسمه وي.  د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ له بنګله دیش سره ده.

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک: په افغانستان کې جګړه پای ته رسیدلې، خو هر دویم افغان بېوزلۍ ځپلی

نړیوال بانک په خپل نوي راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت نازک ښودلی او وايي، د جګړې له کمېدو سره سره، له هرو دوو افغانانو یو یې یعنې له ۴۰ میلیونه وګړو ۲۰ میلیونه یې بې‌وزلي دي. دا راپور چې " له نسبي ثبات وروسته نامعلوم حالت " په نوم پرون خپور شوی، ښيي چې څه ډول اقتصادي شا تګ نورې برخې اغېزمنې کړي دي. په راپور کې زیاته شوې، خدمتونه چې د افغانستان ۴۵ ناخالصه تولید جوړوي، تېر کال ۳۰ سلنه نور هم راټیټ شوي، تر څنګ یې زراعت چې د دې هېواد د کورني ناخالص تولید ۳۶ سلنه جوړوي، تېر کال د اقلیمي بدلون له امله ۶،۶ سلنه راټېټ شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نوبل د کیمیا جایزه؛ ځینو سویډني رسنیو یې د احتمالي ګټونکو نومونه خپاره کړي

د سویډن رسنیو نن د هغو کسانو نومونه څو ساعته مخکې تر دې خپاره کړل ،چې داسې ښکارې چې د نوبل د کیمیا جایزې ګټونکي به وي. سویډنۍ ورځپاڼې داګینس نیهتر راپور ورکړ، چې د سویډن د ساینس د شاهي اکاډمۍ خبرپاڼه یې ترلاسه کړې ده، چې پکې د مونګي باوندي، لویس بروس او الکسي اکیموف نومونه یاد شوې دي. دا ساینسپوهان په امریکا کې ژوند کوي. د سویډن د نوبل د کیمیا کمېټې یوه متخصص بیا همدې سویډنۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې تر اوسه څوک نه دې انتخاب شوي. د اکاډمۍ یوه ویاند بیا په دې اړه له تبصرې ډډه وکړه.

Pa.azadiradio.com 

مجاهد: افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د منلو نه دی

طالبان وایي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د پاکستان په ناامنیو کې لاس نه لري او کوم چلند چې له دوی سره کیږي، هغه د منلو نه دی.  د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد نن په خپله ایکسپانه کې لیکلي دي، چې اسلام اباد دې پر دې پلان له سره غور وکړي چې له خپلې خاورې غیرقانوني افغان کډوال باسي.  پاکستان د سې شنبې په ورځ وویل، چې شاوخوا یو میلیون او درې اویا زره غیرقانوني افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او دا کسان باید د نومبر تر لومړۍ نیټې له پاکستانه ووځي کنه په زوره به وایستل شي.

Pa.azadiradio.com 

فرانسه: چمتو یوو، چې ارمنستان ته پوځي تجهیزات واستوو

فرانسه دې ته چمتو شوې ده چې ارمنستان ته د پوځي تجهزیاتو استول پیل کړي. دا خبره د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا د سې شنبې په ورځ ایروان ته د سفر پرمهال وکړه.   کولونا د دې تجهیزاتو په اړه له توضیحاتو ډډه وکړه خو دا یې وویل چې د اروپایي تولنې له مشر جوزیف بوریل څخه یې غوښتې دي ،چې په سیمه کې د اروپایي ټولنې ماموریت پراخ کړي او ارمنستان د مالدووا په څیر د اروپایي ټولنې د سولې په میکانیزم کې شامل کړي.  د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره وروسته تر دې ایروان ته ولاړه چې تیره میاشت اذربایجان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په ځینو برخو کې د خطر زنګونه وهل شوي

د اوکراین په جنوب، ختیځ او مرکزي سیمو کې نن د خطر زنګونه وهل شوي دي. په دې ترڅ کې له جنوبي سیمې دنیپرو پیتروویسک څخه د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.   په ورته وخت کې ماسکو ادعا کړې ده، چې د روسیې پرفضا یې درې ځایه ګڼې اوکرایني ډرون الوتکې له منځه وړې دي.  په کریوي ریه سیمه کې د چاودنو په اړه لږ اطلاعات ترلاسه شوې دي او هغه هم ابتدایي دي.  سیمه ییز چارواکي وایي، چې سهار وختي په اودیسه، میکولایوا او خرسون کې خبرداری ورکړل شو.  د روسیې دفاع وزارت وایي، چې تیره شپه یې یو دیرش اوکرایني ډرون الوتکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارزګان: ترافیکي پېښه کې ۲ تنه مړه او ۲ نور ټپيان شول

په ارزګان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي، په مرکز ترینکوټ کې په یوه ترافیکې پیښه کې د دوو کسانو د مړینې او د دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د ارزګان د امنیه قوماندانۍ  له خوا په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پیښه تیر ماښام د  ترینکوټ ښار اړوند د کندهار اډې ته نژدې له یوه موټر سره د یوه موټر سایکل د ټکر له کبله شوې ده. د ولایتي روغتون مسولینو رسنیو ته وویل چې د ټپیانو حالت د ډاډ وړ دی.

Pa.azadiradio.com 

اسیایي لوبې؛ د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لاره وکړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په چین کې د آسیايي لوبو په لړۍ کې سریلانکا ته ماتې ورکړه او د دې لوبو نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله. په دې لوبه کې چې نن سهار ترسره شوه، د ابدالیانو لوبډلې پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه. افغان لوبغاړو په ۱۸،۳ اوورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه. خو د سریلانکا ټول لوبغاړي د شلم اوور په لومړي توپ وسوځېدل، په داسې حال کې چې یوازې ۱۰۸ منډې یې کړې وې. د هېواد ملي لوبډلې هم پرون د نړیوال جام په درشل کې په یوه تمریناتي لوبه کې د سریلانکا ملي لوبدلې ته ماتې ورکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو چارواکو او پاکستان مېشتو افغان کډوالو د کډوالو په نیول کیدو او ځورولو اندېښنه وښوده

د طالبانو چارواکو په پاکستان کې د دېره افغان کډوالو د نیونو او ځورونو په اړه اندېښنه ښودلې. په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې طالبان یې اداره کوي، پرون د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې لږترلږه څلور تنه افغان کډوال د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا تر نیول کېدو وروسته مړه شوي او جسدونه یې یا په روغتون او یا نورو ځایونو کې موندل شوي دي. افغان سفارت همداراز ویلي دي چې په تېرو دوو اونیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نژدې زر تنه افغان کډوال نیول شوي، چې تقریبا نیمايي یې په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد هم لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایټالیا: د یو بس د ټکر پېښې لږ ترلږه ۲۱ تنه مړه کړي

د ایټالیا وینیس ښار ته نژدې د یو بس د ټکر په پېښه کې لږترلږه ۲۱ کسان مړه شوي دي. دا بس چې ډېری سپرلۍ یې اوکرایني وګړي وو، له یوه سړک څخه چې لوړ ځوړی یې لاره راپرېوتی دی. د وینیس د تاریخي ښار د ښاروالۍ چارواکي ریناتو بوراسو ویلي په پېښه کې ۱۸ نور کسان هم ټپیان شوي دي، چې د څلورو تنو یې حالت نازک بلل شوی. نوموړي زیاته کړه ،چې په مړو کې دوه تنه ماشومان دي. بوراسو همداراز تایید کړه، چې یوشمېر قربانیان اوکرایني وګړي دي او ویې ویل چې دې بس دا سیلانیان یوه تفریح ځای ته لېږدول.

Pa.azadiradio.com 

یوه ایرانۍ پېغله د ګست ارشاد د پولیسو له برید وروسته روغتون کې په کوما ده

د راپورونو له مخې یوه ایرانۍ پېغله د تهران په مترو کې د ګشت ارشاد د پولیسو تر برید وروسته په روغتون کې د کوما په حالت کې ده، په داسې حال کې چې د روغتون په شاوخوا کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د بشري حقونو ډلې هنګاو پرون خبر ورکړ، چې ارمیتا ګراوند په نوم دا نجلۍ له نیول کېدو وروسته په سخت ټپي حالت کې ده. ایراني چارواکو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دا ځوانه نجلۍ د ټیټ فشار له کبله بېسده شوې وه. ایران له څه باندې یو کال راهیسې د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د پلاوي په ګډون د نړیوالې همکارۍ لپاره د ټرانس همالیا فورم غونډه؛ چین ولې طالبانو سره نږدې اړیکې ساتي؟

د چین په شي ژیانګ ایالت کې نن چهارشنبه او سبا پنج شنبه د نړیوالې همکارۍ لپاره د ټرانس همالیا فورم درېیمه غونډه کېږي، چې پر افغانستان هم په کې خبرې کېږي. چین له هغو لومړیو، یعنې څه باندې دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته هڅه کړې چې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې وپالي. اوس یې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي ته بلنه ورکړې، چې د نړیوالې همکارۍ لپاره د ټرانس همالیا فورم په درېیمه غونډه کې چې نن او سبا (د اکتوبر له ۴مې تر ۵مې) دوام کوي، برخه واخلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې پر افغان کډوالو شدید فشارونه؛ د طالبانو سفارت: ۴ کډوال په مرموز ډول مړه شوي او ۵ سوه له قانوني اسنادو سره نیول شوي

که له یوې خوا په پاکستان کې د افغان کډوالو په باب د پاکستاني چارواکو تورونه او توندې څرګندونې زیاتې شوي، هلته پر دېره کډوالو د ژوند فضا هم تنګه شوې ده. په اسلام اباد کې د ظاهر په نامه یوه افغان له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، تقریباً هره ورځ افغان کډوال نیول کېږي. نوموړی وایي: " اوس چې زه تاسو سره خبرې کوم، د اسلام‌اباد په چته بختاور سیمه کې د نیولو عملیات روان دي، دوی کور په کور له خلکو پوښتنې کوي او خلک نیسي، دوی نه پوښتنه کوي چې اسناد لري که نه؟" دوی دا د څو روپیو لپاره کوي." په پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فرانسې ارمنستان ته د پوځي تجهیزاتو د لېږلو اعلان وکړ

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره وايي، هېواد یې موافقه کړې چې ارمنستان ته به پوځي تجهیزات ولېږي. کاترین کولونا پرون سې شنبه ارمنستان ته د سفر پر مهال دا خبره وکړه. هغې له ارمني چارواکو سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل: فرانسې له نورو قراردادونو سره هوکړه کړې چې له مخې به یې ارمنستان ته زمینه برابرېږي څو پوځي تجهیزات ترلاسه او خپله دفاع یقیني کړي. تېره یکشنبه بیا د ملګرو ملتونو یو هیئت لانجمنې سیمې نګرنو قره باغ ته سفر وکړ، چې هلته بشري وضعیت وارزوي. د ارمنستان او د هغه د ګاونډي هېواد اذربایجان... Читать дальше...


Кто из участников Grand piano competition 2024 достоин Гран при?

Власти Москвы будут штрафовать за апартаменты в офисах

Кинолог рассказал о правильном поведении хозяев на приеме у ветеринара

Праздник Курбан-Байрам отметят в Химках 16 июня



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Объём столичных закупок у малого бизнеса составил 227 млрд рублей с начала года

Депутат Госдумы Ирина Роднина посетила детский лагерь «Солнышко» в Лобне

Жители Подмосковья смогут проверить свое здоровье в 37 парках в эти выходные

Кто из участников Grand piano competition 2024 достоин Гран при?

Музыкальные новости

В Москве тушат пожар в здании у метро «Динамо»

В Fortnite прибудет группа Metallica и новый режим

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

Автопробег в честь Дня России прошел в Ленинском округе

Новости России

Депутат Госдумы Ирина Роднина посетила детский лагерь «Солнышко» в Лобне

Власти Москвы будут штрафовать за апартаменты в офисах

Лучшие сериалы: Софья Эрнст, Рузиль Минекаев и Нино Нинидзе

Губерниев обозвал российских спортсменов «ссыкунами» и призвал ехать на Олимпиаду в Париж под белым флагом

Экология в России и мире

Какие украшения чаще всего дарят на годовщину свадьбы: исследование «585*ЗОЛОТОЙ»

Владимир Брилёв: « Гению Пушкина – 225! И он навсегда - «наше всё»!

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Спорт в России и мире

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

Moscow.media

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Жители Екатеринбурга в День России вывесили баннеры против точечной застройки

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми

Большая часть российских автомобилистов готова перейти на б/у запчасти







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *