Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2023

Новости за 10.10.2023

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان ملي امنیت ۳۲ جوماتونه او مدرسې بندې کړي

د قرغزستان د ملي امنیت دولتي کمېټې ویلي چې په جنوبي باتکین سیمه کې یې ۳۲ جوماتونه او مدرسې بند کړي دي. د ازادي راډیو د قرغزستان څانګې د راپور له مخې دغه اقدام وروسته له هغې شوې چې په دې سیمه کې د ۵۵ جوماتونو او ۶ مدرسو د څېړنې لپاره یو کمېسیون ټاکل شوی و. دې کمېسیون د دې هېواد د ملي امنیت د دولتي کمېټې په ګډون اړوندو ادارو سره د خپلو څېړنو موندنې شریکې کړې وې. دې کمېسیون ته دنده سپارل شوې وه چې په جوماتونو او مدرسو کې دا مسئله چې ایا په هغو کې افراطي مفکورې ته وده ورکول کېږي، وڅېړي.

Pa.azadiradio.com 

شهیدي: زه اوس هم باور لرم چې په راتلونکو لوبو کې به مو توپوهونکي ښه لوبه کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي، هیله مند دی چې د توپوهنې ډله به یې د نړیوال جام په راتلونکو سیالیو کې له ځانه ښه وړتیا ښيي او د لوبډلې په بریاوو کې به مهمه ونډه اخلي. شهیدي د اکټوبر په لسمه نېټه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، یوازې ورو یا سپینران توپ اچونکي دوی ته لوبې نشي ګټلی، په کار ده چې د لوبډلې هر لوبغاړی په خپل ځای ښه لوبه وکړي. نوموړي تمه وښوده چې د هند پر وړاندې سیالۍ کې به چې سبا چهارشنبه د اکټوبر په ۱۱مه نېټه ترسره کیږي راشدخان ښه ځلېږي. که څه هم راشدخان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات؛ د قربانیانو کورنۍ د لټون پر بهیر نیوکه کوي

په هرات کې د شنبې د ورځې د زلزلې یو شمېر قربانیان وايي، لا هم نه‌دي توانېدلي چې خپل خپلوان يې چې تر خاورو لاندې دي راوباسي. د افغانستان په لوېدیځ کې د شنبې د ورځې له زلزلې څلور ورځې تېرې شوي، خو د هرات په زيانمنو سیمو کې اوس هم د ژغورنې عملیات روان دي. د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې د دغې زلزلې مرکز د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ وه چې تر سه‌شنبې ورځې پورې په‌کې ټکانونه احساس شوي دي. دغې زورورې زلزلې په ځانګړې توګه د زنده‌جان ولسوالۍ په ۱۳ کلیو کې کورونه نړولي او د سیمې اوسېدونکي یې تر خاورو لاندې شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا: په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي وضعیت د بدلېدو ملاتړ نه کوو

د بریتانیا حکومت وايي، له هغو ملاتړ نه‌کوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي وضعیت د بدلېدو په لټه کې وي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د سولې و ثبات د پیاوړتیا، افغانانو ته د بشري مرستو رسولو او د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنو د شریکولو په اړه له طالبانو سره له تعامل پرته بله لار نه‌شته. دا وزارت وايي، دا کار هغه دی چې دوی یې کوي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د سه‌شنبې په ورځ خپره کړې اعلامیه کې دا هم لیکلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نجونو او هلکانو د ځایونو په جلا کولو سره د تهران د شریف پوهنتون محصلانو اعتراض کړی

د ایران په پلازمېنه تهران کې د شریف د ټکنالوژۍ پوهنتون محصلانو پرون وروسته له هغه اعتراض وکړ چې چارواکو د پوهنتون په کتابتون کې د نجونو او هلکانو ځایونه جلا کړل. د شریف پوهنتون ټینګرام چینل چې د دې پوهنتون جریانات تعقیبوي، پرون خبر ورکړ چې د انرژۍ پوهنځي هلکانو او نجونو د مطالعې سالونونه سره جلا کړل چې محصلینو یې پر وړاندې اعتراض وکړ. دې پوهنتون د دې اقداماتو دقیقه نېټه نه ده ښودلې او دا یې هم نه دي ویلي چې د چارواکو غبرګون څه و. نوموړي چینل د محصلانو عکسونه په داسې حال کې خپاره کړي چې د انرژۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ریابکوف: د امریکا له‌خوا د اټومي ازموینو په پیل سره مسکو هم ورته اقدام کوي

د روسيې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف وايي، مسکو به یوازې هغه وخت اټومي ازموینې بیا پیل کړي چې امریکا دا اقدام وکړي. ریابکوف دا څرګندونې داسې مهال کوي د اټومي وسلو پر ازموینو د بندیز له تړون 'سي ټي بي ټي' څخه د وتلو لپاره د روسیې د احتمالي‌ پلان په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي. تمه ده چې د روسیې د پارلمان غړي او د بهرنیو چارو وزارت د روانې میاشتې په ۱۸مه له دې تړون څخه د وتلو لپاره بحث وکړي. دا تړون په ۱۹۹۶ کال کې د نړۍ د یوسل او اوه اتیا هېوادونو له خوا لاسلیک شو، خو په یوسل اوه اتیا هېوادونو کې تصویب شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ د بنګله‌دېش او انګلستان لوبډلو لوبه روانه ده

د کرکټ نړیوال جام لوبو په ترڅ کې چې هند یې کوربه دی، د انګلستان او بنګله دېش د ټیمونو ترمنځ لوبه روانه ده. انګلستان لومړی بېټېنګ یا توپوهنه وکړه او د خپلو نهو لوبغاړو په سوځېدو یې په پنځوس اورونو کې ۳۶۴ منډې وکړې او سیال ټیم ته یې د ۳۶۵ منډو هدف وټاکه. بنګله دېش تراوسه د خپلو شپږو لوبغاړوپه سوځېدو سره په ۴۲م اورکې۱۹۸ منډې کړې دي. په دې سیالیو کې افغانستان لومړنۍ لوبه بنګله دېش ته بایللې او دوهمه لوبه یې سبا له هند سره ده.

Pa.azadiradio.com 

اسراییلو یوځل بیا د غزې پر تړانګه هوايي حملې وکړې

اسراییلو نن یوځل بیا د غزې پر تړانګه هوايي حملې وکړې. اسراییلو نن وویل چې ځواکونو یې له غزې سره پر ګډه پوله بېرته ولکه ټینګه کړې او د غزې پر تړانګه یې داسې بمباري کړې چې د منځني ختیځ په ۷۵ کلن کړکېچ کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د حماس ډلې وسله وال د شنبې په ورځ د اسراییل خاورې ته ننوتل او هلته یې اسراییلي وګړي په کورونو کې پر لارو او واټونو او د نڅا په یو محفل کې ووژل. اسراییل له دې برید وروسته ژمنه وکړه چې ډېر سخت غچ به واخلي. اسراییلي پوځ خپل سلګونه زره احتیاطي پوځیان راوغوښتل او د غزې تړانګه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات یو شمېر اوسېدونکي: د نورو زلزلو له وېرې لا هم خلک له کورونو بهر شپې تېروي

د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د زلزلې له کېدو څلور ورځې وروسته هم د دې ولایت د مرکز او ځينو ولسوالیو خلک د نورو زلزلو د کېدو له وېرې له کورونو بهر په پارکونو او سړکونو کې شپې تېروي. د هرات ولایت اوسېدونکي وايي، د شنبې ورځ له زلزلې څلور ورځې هم وروسته خلک د بلې زلزلې د کېدو له امله په وېره کې دي. دوی وايي، له همدې امله ډېر خلک له خپلو کورونو څخه وتي چې ځینې یې نورو ولسوالیو او ولایتونو ته د خپلو خپلوانو کورونو ته ورغلي او ځینې نور بیا په هرات کې په پارکونو او سړکونو کې شپې تېروي. د هرات... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ: د غزې پر پولې مو بیا ولکه ټینګه کړې

د اسراییل پوځ وايي اسراییلي ځواکونو د غزې پر پوله بیرته ولکه ټینګه کړې. د اسراییلي پوځ ویاند ریچارد هیخت نن خبریالانو ته همداراز وویل چې د حماس ډلې د نژدې یو نیم زر تنه وسله والو مړي د اسراییل په خاوره کې دننه موندل شوي دي. په عین حال کې د اسراییل پوځ پر غزې غچ اخیستونکو حملو ته زور ورکړی او خوراکي مواد، اوبه،د سونګ توکي او نور اکمالات یې پرې بند کړي دي. بل خوا حماس خبرداری ورکړی، چې که اسراییل پر ملکیانو حملو ته دوام ورکړي یرغمل شوي اسراییلیان به ووژني. حماس د شنبې په ورځ د اسراییل پر سرحدي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ژورنالیستانو د خونديتوب کمېټه: طالبان دې د نسیم راډيو خبریالان خوشې کړي

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټې CPJ د طالبانو پر حکومت غږ کړی دی چې د نسیم راډیو درې تنه ژورنالیستان سمدستي خوشې کړي او د خبریالانو له ځورونو لاس واخلي. CPJ بېګا په یوه بیان کې وویل، چې د طالبانو استخباراتي فعالانو د نسیم راډیو مشر سلطان علي جوادي او دوه خبریالان سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي د شنبې په ورځ د دایکنډي په مرکز نیلي کې د جوادي په کور کې ونیول او نامعلوم ځای ته بوتلل. CPJوايي د لسو ورځو په ترڅ کې دا دوهم ځل دی چې نوموړي خبریالان نیول کېږي. د راپورونو له مخې،‌ طالبانو د سپټمبر په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرايني چارواکي: د روسیې ۲۶ ايراني بې پيلوټه الوتکې مو ويشتي

اوکرایني چارواکي وايي چې روسیې تېره شپه د اوکراین په جنوب کې د بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو تازه حملې کړې. کییف وايي په داسې حال کې چې د اوکراین پوځ د ختیځ په ځینو سیمو کې د روسیې ګڼ حملې په شا تمبولي د روسیې پوځ د ځوابي اقدام په ترڅ کې د دې هېواد پر جنوبي سیمو حملو ته دوام ورکړی. اوکرایني چارواکو په خپل بیان کې ویلي دي چې د دې هېواد د هوايي مدافعې ځواکونو د روسیې ۲۶ ایراني ډرونونونه هم ویشتلي او ویجاړ کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

برېتانيا د طالبانو له بنده د خپلو ۴ وګړو د خوشې کیدو هرکلی وکړ

د برېتانیا د بهرنیوچارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له بنده د خپلو څلور وګړو د خوشې کېدو خبر ورکوي او د دې اقدام هرکلی یې کړی. دې وزارت په یوه بیان کې ویلي دي، چې دا کسان د افغانستان له قوانینو د سرغړونو په تور نیول شوي وو. بیان زیاتوي، چې د خوشې شویو وګړو د کورنیو په استازولۍ له قانون څخه د هرراز سرغړونو له کبله بخښنه غواړي، خو په بیان کې دا نه ده روښانه شوې چې د دې کسانو نومونه څه وو، کومې سرغړونې یې کړې وې او څه وخت نیول شوي وو. ګارډین ورځپاڼې په اپرېل میاشت کې راپور ورکړی و، چې درې تنه برېتانوي وګړي لاهم د طالبانو په بند کې دي.

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ: د حماس ډلې د يو نيم زر وسله والو مړي مو موندلي

د اسرايیل پوځ ویلي، چې د حماس ډلې د نژدې یو نیم زر وسله والو مړي په اسرایيل او د غزې تراړې شاوخوا سیمو کې موندل شوي دي.  د فرانس پریس خبري اژانس په وینا، د اسرایيل د پوځ ویاند ریچارد هیخت نن له خبریالانو سره دغه شمېرې شریکې کړي دي.  نوموړي زیاته کړې چې اسرايیلي ځواکونو د غزې پر پوله خپل کنټرول بیرته تر یوه حده ټینګ کړی دی.  اسرایيلي ځواکونو پر غزې غچ اخستونکي بریدونه شدید کړي او پر دغه ښار یې خوراکي مواد، اوبه، سون توکي او نور اکمالات بند کړي دي.  بل لورته حماس خبرداری ورکړی، چې که اسرايیل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ازادۍ جبهې ادعا؛ کابل او لغمان کې مو ۳ طالبان وژلي

د " ازادۍ جبهې " په نوم د طالبانو د حکومت یوه مخالفه ډله ادعا کوي، چې کابل او لغمان کې یې د دوو بریدونو په ترڅ کې درې طالبان وژلي او یوشمېر نور ټپیان کړي دي.  دغې ډلې د دوشنبې په ورځ رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د لغمان دولت شا ولسوالۍ کې یې پرون د طالبانو پر پوستې برید کړی چې دوه طالب سرتیري یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.  خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د کابل پنځلسمه حوزه کې د خواجه بغرا پله په سیمه کې هم ورته برید کړی چې یو طالب په کې وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.  د ازادۍ جبهې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مرستندویه سازمانونه: د هرات د زلزلې د تراژیدۍ ژوروالی له تصور څخه هم زیات دی

مرستندویه سازمانونه وايي، د هرات د زلزلې د تراژیدۍ ژوروالی له تصور څخه هم زیات دی. د 'ډبلیو ایچ او' د بېړنیو خدمتونو مشر ازادي راډیو ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې د دې ادارې د ژغورنې او روغتیايي ډلې له نورو مرستندویانو سره د ټپیانو د درملنې لپاره په کار بوختې دي. صفي الله ستانکزي له هغه سره مرکه کړې.

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي د هرات د زلزله ځپلو سیمو ارزونه کړې

د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي پرون د هرات زنده جان ولسوالۍ ته چې زلزلې تر ټولو ډېره ځپلې ولاړل او د زیان ارزونه یې وکړه. دا خبره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما د دوشنبې ناوخته پر خپلو ټولنیزو شبکو کړې ده. یوناما د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په حواله لیکلي چې اوس د اقدام وخت رارسېدلی دی. د یوناما په خبرپاڼه کې د هرات زلزله یوه غمیزه بلل شوې ده. د هرات په زلزله کې طالب چارواکو د مړو شویو کسانو شمېر شاوخوا ۲۵۰۰ یاد کړی دی او ویلي یې دي چې زرګونه نور ټپیان شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د رواني ناروغیو نړیواله ورځ ؛ بې دندې شوې مېرمنه: څو ځلې مې د ځان وژنې هڅه وکړه، خو بیا مې ماشومانو ته وکتل او پښېمانه شوم

د اکتوبر د لسمې د رواني ناروغيو نړيوالې ورځې په رارسېدو، یو شمېر افغانان له خپل ناوړه رواني وضعیت څخه شکایت کوي. دوی وايي اقتصادي ستونزې او د طالبانو د حکومت له‌خوا لګول شوي محدودیتونو د دوی پر رواني روغتیا منفي اغېز کړی دی. د کابل ښار اوسېدونکي عبدالرحيم چې تر لېسانس پورې يې زده‌کړې کړي، ازادي راډيو ته يې وويل د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله په رواني ناروغۍ اخته شوى دى. نوموړی وایي: "اقتصادي ستونزې او بې‌کاري د دې لامل شوې چې رواني ستونزې رامنځته کړي. د شپې ښه خوب نه‌شم کولای. په درملو خوب کوم. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زلزله ځپلی هرات؛ تازه وضعيت څنګه او د مرستې رسولو هڅې څرنګه دي؟

په هرات او بادغیس کې له خونړۍ زلزلې درې ورځې اوښتي، خو خلک لا هم د خپلو هغو عزیزانو په لټه کې دي، چې تر خاورو لاندې ایسار شوي.  تر څنګ یې زیانمنو ته د مرستې رسولو هڅې هم دوام لري. په ورته وخت کې په زنده جان ولسوالۍ کې د یو شمېر قربانیانو د جنازې او تدفین مراسم ترسره شوي. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس احمدالله متقي چې د طالبانو د حکومت له خوا د زلزله ځپلو د مرستې رسولو د ګډ کمیسیون ویاند هم دی، ازادي راډيو ته ویلي چې پرون د زنده جان ولسوالۍ د سیاه اب په کلي کې د څه د پاسه درې سوو قربانيانو ځوانانو، ماشومانو او ښځو جنازې وشوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د هرات زلزله ځپلو سره غمرازي وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په هرات کې د مرګونې زلزلې له قربانیانو او ټپیانو سره خواخوږي وښوده. دې شورا دوشنبه مازیګر مهال غونډه وکړه. په جینوا کې دې شورا ته د افغانستان استازي او سفیر نصیر احمد اندیشه وویل: " تخمیناً ۱۱ نیم زرو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. ټپیان او شاوخوا دوه نیم زره مړي. دا زما په هېواد کې یوه لویه انساني غمیزه ده. نو زه له دې شورا غواړم چې یوه دقیقه چوپتیا غوره کړي."   په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیټ پرون پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې لاهم ګڼ کسان تري تم دي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني پوليسو سند کې ۱۸۰۰ تنه افغان کډوال نيولي

د پاکستان د سيند صوبې حکومت وايي ۱۸۰۰ افغان کډوال یې د هستوګنې د اسنادو نه درلودو په تور نيولي دي. د سيند کورنيوو چارو سرپرست وزیر حارث نواز د اکتوبر په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل، چې د نيول شويو کسانو ځيني يې افغانستان ته لېږل شوي او پاتې به هم ژر د چمن له لارې ولېږي. هغه وويل چې د پاکستان حکومت سره يو اعشاريه څلور ميليونه افغانان د کډوالو په توګه ثبت دي او پر دوی سربیره چې هر څوک وي، هغه به ایستل کېږي.  نواز خبرداری ورکړ، چې که غیرقانوني کډوال د روانې اکتوبر میاشتې تر پایه پورې په خپله خوښه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د حماس د برید غبرګون؛ اسراییلو غزې ته د خوراکي او نورو لومړنيو توکيو واردول منع کړي

اسراییلو د حماس لخوا د خونړي برید په غچ کې د غزې په تړانګه کې هوايي بریدونه زیات کړل او د خوراکي توکيو، تیلو او نورو اکمالاتو مخه یې ونیوله. تر پرونه په جګړه کې دواړو غاړو ته د وژل شویو شمیر نږدې ۱۶۰۰ کسانو ته ورسید. د حماس پوځي څانګې هم ګواښ کړی، چې که اسراییل له خبرداري پرته پر ملکیانو بمباري ته دوام ورکړي، یو- یو یرغمل شوی اسراییلی به ووژني. حماس ادعا کړې، چې تر ۱۳۰ اسرایلیان پوځیان او ملکیان یې یرغمل نیولي. د شنبې په ورځ حماس د اسراییلو په لور زرګونه توغندي وتوغول او تر څنګ یې وسله وال... Читать дальше...


Мария Багреева: за 2 года ИТ-ипотеку получили 17 тыс. специалистов Москвы

Какие проекты со вводом в 2024 году лучше всего распроданы

Прохор Шаляпин жалуется на ужасное безденежье

Подмосковные офтальмологи вернули зрение мужчине, поранившему глаз при работе с болгаркой



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Раскрутка и продвижение ВКонтакте. Раскрутка и продвижение Видео ВКонтакте. Раскрутка и продвижение Песен ВКонтакте.

Психолог Донская: разговор с родителями поможет детям победить страхи

Случай незаконного майнинга выявили на бывшей промплощадке в Приангарье

На Дмитровке сыграют в жульбак

Музыкальные новости

Стали известны все участники РПЛ сезона-2024/2025

Энергетики «Смоленскэнерго» готовятся к работе в условиях непогоды

«Восход», Тинькофф Банк и Альфа объявили о совместном pre-IPO фонде в секторе tech на 4 млрд рублей

Скандал с пенальти, отмена гола Вендела и решающий мяч Алипа на 95-й! «Зенит» победил «Балтику» в финале Кубка России

Новости России

В годовщину работы энциклопедия "Рувики" преодолеет рубеж в 2 миллиона статей

Шестилетние близнецы из Ленинского округа помогли найти пропавшего ребенка

Дмитрий Миллер окажется в центре геополитического кризиса в сериале «Варшава’21»

Более 92 тысяч девятиклассников Подмосковья сдали ОГЭ по русскому языку

Экология в России и мире

Студия Звукозаписи в Москве. Создание Песен, Музыки, Аранжировок.

Добрые рисунки: «585*ЗОЛОТОЙ» запустила конкурс ко Дню защиты детей

Российский лоукостер запустил рейсы в Анталию из Махачкалы

«Заставлял Костомарова мыть свою машину, чтоб потом он на ней покатался по парковке!» Илья Авербух рассказал о дружбе с Романом Костомаровым в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3

Спорт в России и мире

Прямая трансляция матча Рыбакиной с победительницей четырех "Больших шлемов"

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»

Азаренко не смогла выйти в 1/16 финала открытого чемпионата Франции по теннису

Потапова о поражении от Свентек на "Ролан Гаррос": организм дал сбой

Moscow.media

Дайджест новостей «Грузовичкоф» за май

Военные следователи продолжают оказывать гуманитарную помощь военнослужащим, находящимся в полевых госпиталях

Доступный, летний, твой – StarLine A60 BT GSM ECO

Для строительства участка Приморского кольца в Калининградской области ищут подрядчика







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *