Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2023

Новости за 12.10.2023

Pa.azadiradio.com 

اسرائیلي الوتکو نن یو وار بیا د غزې په تړانګه بریدونه کړي دي

د اسرائیلو پوځ وايي، د حماس له خوا د یرغمل شویو ۹۷ اسرائیلیانو او د وژل شویو ۲۲۲ پوځیانو کورنیو ته خبر ورکړل شوی دی. د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د اسراییل په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي او ۵۶۰۰ نور ټپیان شوي دي. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

Pa.azadiradio.com 

د هرات د زلزلې له قربانیانو سره د کرکټ د ملي لوبغاړو غمشریکي

د کرکټ ملي لوبغاړو د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره هڅې کوي. دوی له هند سره د لوبې پر مهال د دې غمیزې د قربانیانو د یادښت په پار په خپلو مټو تورې پټۍ هم تړلې وې. راشدخان او ځینې نور لوبغاړي په انلاین بڼه هم د مرستو کمپاین پیل کړی دی. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې وروستیو زلزلو تاریخي ځایونو ته هم زیانونه اړولي

په هرات کې د تېرې اوونۍ بېلابېلو زلزلو د عامه ځايونو د ويجاړولو ترڅنګ تاريخي ځایونو ته هم زیانونه اړولي دي. د افغانستان په هرات ولایت کې وروستیو زلزلې د عامه ځایونو د ویجاړولو ترڅنګ د دغه ولایت تاریخي او لرغوني ځایونه هم زیانمن کړي دي. په دې زلزله کې چې د چهارشنبې په سهار رامنځته شوه د ريښتر په کچه شپږ اعشاريه درې درجې ښودل شوې وه چې له امله يې د نورو مالي او ځاني زيانونو ترڅنګ د هرات د جامع جومات، اختيارالدين کلا، د جومات منارې او د دغه ولايت ځينې نور تاريخي ځايونه زيانمن او ويجاړ کړي دي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت موده وغځول شوه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت موده د یوه بل کال لپاره وغځوله. دا پرېکړه‌لیک چې مسوده یې د هسپانیا له‌خوا د اروپایي ټولنې په استازیتوب د بشري حقونو د ٤٦ غړیو شورا ته وړاندې شوی و، د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ٥٤مه غونډه کې پرته له رایې اخیستنې تصویب شو. په دغه پرېکړه‌ليک کې له طالبانو غوښتل شوي چې د ټولو هغو پالیسیو او اقداماتو څخه لاس واخلي چې د افغانانو اساسي حقونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره د سرپناه وسایل په لاره دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ څانګه وايي چې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره سیمې ته په سلګونو خیمې او د سرپناه لپاره موقتي کورونه په لاره دي. 'یو این ایچ سي آر' نن په خپله ایکسپاڼه کې ویلي چې دغه وسایل یې په مزارشریف او کندهار ښارونو کې له ګدامونو بار شوي او د دې ادارې له‌خوا د مرستو د ګړندي شوي بهیر په ترڅ کې به پر هغو کورنیو وویشل شي چې هر څه یې له لاسه ورکړي دي. په عین حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې وروستۍ زلزلې شاوخوا اولس زره کسان زیانمن کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'فلای دوبۍ' افغانستان ته خپلې الوتنې بېرته پیلوي

د متحده عربي اماراتو هوایي شرکت فلای دوبۍ نن اعلان وکړ چې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته خپلې الوتنې له سره پیلوي. فلای دوبۍ نن پنجشنبې په خپله ویبپاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه الوتنې به د روان میلادي کال د نومبر میاشتې له پنځلسمې بېرته پیل شي او الوتنې به د دوبۍ د نړیوال هوایي ډګر له دوهم ترمینل څخه ترسره کېږي. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د فلای دوبۍ په شمول اکثرو نړیوالو هوایي شرکتونو افغانستان ته الوتنې درولې دي. فلای دوبۍ به لومړنی لوی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا له حماس سره په روانه جګړه کې اسراییل ته د ملاتړ ډاډ ورکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو ته له حماس سره په روانه جګړه کې د واشنګټن د ملاتړ ډاډ ورکړ. د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې بلېنکن نن تلبیب ته له رسېدو سره سم له نتانیاهو سره وکتل او هغه ته یې وویل: "موږ دلته یو، موږ به چېرته لاړ نه‌شو." د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې سفر کې چې پر اسراییل سربېره د منځني ختیځ د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته یې ترسره کوي هڅه کوي چې د حماس او اسراییل ترمنځ کړکېچ پراخ نه‌شي. په عین حال کې اسراییل نن هم په غزه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر افغان نجونو بندیزونه؛ د امریکا ځانګړو استازو یوځل بیا پر طالبانو نیوکې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړو استازو پر افغان نجونو د بندیزونو له امله یوځل بیا پر طالبانو تندې نیوکې کړي. د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړو استازو ټوماس وېسټ او رینا امیري ویلي چې طالبان د افغان نجونو د ځپلو مسوول دي او د دوی دا ظالمانه تګلارې یوازې د افغانستان ستونزه نه ده. دوی دواړو د ماشومو نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په بېلابېلو بیانونو کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي. وېسټ په خپله ایکسپاڼه په یو بیان کې چې نن خپور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: د افغانستان لوېدیځ کې د روانۍ اوونۍ زلزلو ۱۷۰۰۰ کسان زیانمن کړي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د افغانستان لوېدیځ کې د روانۍ اوونۍ زلزلو ۱۷۰۰۰ کسان زیانمن کړي دي. اوچا په خپل هغه راپور کې چې پرون ناوخته یې خپور کړی، ویلي چې یوازې پرونۍ زلزلې په هرات کې ۱۱۲ کلي اغېزمن کړي دي. په راپور کې زیاته شوې، پرونۍ زلزله چې د ریښتر په اندازه ۶.۳ درجې وه، یو تن په کې وژل شوی او شاوخوا ۱۴۰ تنه یې ټپيان کړي دي. د اوچا په راپور کې همدا شان ویل شوي چې په هرات کې د روانې اوونۍ د زلزلو له امله ښايي د تلفاتو شمېر ډېر شي. بلخوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام؛ د اسټرالیا او جنوبي افریقا سیالي پیل شوې

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په دوام کې نن د اسټرالیا او جنوبي افریقا لوبډلې مخامخ شوي. دا سیالي نن د لکنهو د کرکټ په لوبغالي کې پیل شوې او لومړی بېټېنګ یا توپوهنه جنوبي افریقا کوي. اسټرالیا په روان نړیوال جام کې لومړۍ سیالۍ پر هند بایللې او جنوبي افریقا بیا په لومړۍ سیالۍ کې سریلانکا ته ماتې ورکړې ده. په همدې حال کې افغانستان پرون خپله دوهمه لوبه پر هند وبایلله. د افغانستان بله لوبه به د انګلستان له پیاوړې لوبډلې سره وي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان له پاکستانه د افغان کډوالو د مالونو رالېږدونکو موټرو څخه مالیه نه اخلي

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت وايي، له هغو موټرو مالیه نه اخلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو مالونه رالېږدوي. دغه وزارت نن اکټوبر۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه اقدام له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو د اسانتیا په هدف شوی دی. تر دې مخکې د افغانستان خاورې ته د کډوالو د مالونو بار لارۍ ۲۵۰۰ افغانۍ او وړو موټرو ۱۵۰۰ افغانۍ ورکولې. د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزارت هغو یو میلیون او ۷۳۰ افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد نه لري د اکټوبر تر پایه له پاکستانه د وتلو مهلت ورکړی دی، که نه نو دوی به په زوره ایستل کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د جبل‌السراج سمنټو په پروژه کې د پانګونې اعلان وکړ

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د جبل‌السراج سمنټو په پروژه کې د پانګونې اعلان وکړ. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن اکټوبر ۱۲مه له یوه قطري شرکت سره د دې پروژې د تړون د لاسلیک د مراسمو ویډیو خپره کړه. په دې ویډیو کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب‌الدین دلاور وايي: "د جبل‌السراج د سمنټو په پروژه کې به څه باندې دوه سوه میلیونه ډالره ولګول شي او د هغې په پلي کېدو سره به شاوخوا پنځه زره ټنو ته د کار زمینه برابره شي." د دلاور په وينا، د دې پروژې د ټولو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ځانګړې استازې بیا له زده کړو د افغان نجونو پر محرومولو نیوکه کړې

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې یو وار بیا له تعلیمه د افغان نجونو په محرومولو باندې کلکه نیوکه کړې ده. رینا امیري د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې پرون وه په یو لړ بیانونو کې ویلي چې طالبانو له کورنیو او نړیوالو غوښتنو سربېره نجونې له تعلیم او افغانستان له ښې راتلونکې بې برخې کړی. هغې د طالبانو تګلاره ظالمانه بللې او ژمنه یې کړې امریکا به د ټولو ممکنه لارو نه د افغان نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي. د طالبانو بیا واکمنېدو سره لومړی افغان نجونې له شپږم ټولګي څخه تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: د هرات له اولې زلزلې راهیسې شاوخوا ۱۷زره کسان اغېزمن شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي د هرات له اولې زلزلې راهیسې شاوخوا ۱۷زره کسان اغېزمن شوي. دې ادارې په یوه بیان کې ویلي چې له زلزلې د اغېزمنو کسانو شمېر ښايي لوړ شي. پرون هم یوې زورورې زلزلې هرات لړزولی چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې په وینا ۱۱۲ کلي یې زیانمن کړي. په ورته مهال د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد په هرات کې د زلزله ځپلو وضعیت ډېر خراب او جدي وباله او ویې ویل چې هغوی ډېرو مرستو ته اړ دي. هغه پرون چهارشنبې په یوه خبري غونډه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر چین ته رسېدلی

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بورېل نن چین ته ورسېد. بورېل د چین د درې ورځني سفر په ترڅ کې غواړي چې هلته سږ کال د اروپایي ټولنې او چین یوې سرمشریزې ته زمینه برابره کړي. دی به د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ اي او نورو چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو، نړیوالو ګواښونو او سوداګرۍ خبرې وکړي. چین ته د اروپایي ټولنې د مشر سفر سږ کال تر دې مخکې دوه ځله وځنډېد.

Pa.azadiradio.com 

پر غزې د اسرایيلو د بمبارۍ دوام؛ د فلسطینیانو تلفات ۱۲۰۰ ته رسېدلي

پر غزې د اسرایيلي ځواکونو بمباري تېره شپه تر نن سهار روانه وه. د فلسطینیانو روغتیا وزارت وایي چې د فلسطینیانو تلفات یو زر دوه سوه ته رسېدلي دي. د دې وزارت په وینا تر اوسه شاوخوا پنځه زره شپږ سوه فلسطینیان ټپیان شوي هم دي. وروسته تر دې چې د شنبې په ورځ حماس وسله والې ډلې پر اسراییل په زرګونو توغندي وویشتل او یو شمېر اسراییلیان یې برمته کړل، اسراییل پر غزې سخته بمباري شروع کړه. اسراییل وایي چې د حماس وسله‌والو د برید په ترڅ کې دولس سوه تنه په اسراییل کې وژل شوي چې اکثر یې ملکیان دي. د ملګرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې دویمه زلزله؛ نیویارک ټایمز: د دې زلزلې زیانونه کم دي، خو خلک یې وېرولي

د سیمې او نړۍ ګڼو ورځپاڼو او انلاین خپرونو د هرات ولایت کې د وروستۍ زلزلې د ناورین په اړه خبرونه، راپورونه او لیکنې خپرې کړي دي. په هرات کې د چارشنبې په سهار وختي دویمه زلزله د ګڼو نړیوالو رسنیو د خبرونو په سرټکیو کې وه. نیویارک ټایمز: نیویارک ټایمز په هرات ولایت کې د چهارشنبې په سهار وختي د شوې زلزلې په اړه په یو راپور کې وايي، په تېرو پنځو ورځو کې دا دویم ځل دی چې د زلزلې ټکانونه خلک له خپلو کورنو څخه وباسي او زیاتوي زرګونه نور چې تر دې مخکې د شنبې د ورځې زلزلو ټکانونو وېرولې لا دمخه له کورنو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د افغانانو حقونو په تړاو یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هغه پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې له طالبانو غواړي له هغو پالیسو او کړنو لاس واخلي چې له مخې یې په افغانستان د خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې شوي دي. دغه پرېکړه‌لیک چې مسوده یې د اروپایي ټولنې په استازیتوب هسپانیا د دې شورا ۴۶ غونډې ته وړاندې کړې وه، پرون چهارشنبې په قاطع اکثریت سره تصویب شوه. دغه پرېکړه‌لیک د دې ترڅنګ چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ځانګړي استازي ریچارډ بېنیټ د کار موده د یوه بل کال لپاره غځوي، له طالبانو هم غواړي چې خپلې پالیسۍ د بشري حقونو له هغو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو څار سازمان بیا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله

د بشري حقونو د څارسازمان یا 'هیومن رایټس واچ' یوځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، له کله چې طالبان بیا پر دې هېواد واکمن شوي، د بشري حقونو وضعیت د پام وړ خراب شوی دی. 'هیومن رایټس واچ' دغه څرګندونې پرون د افغانستان په اړه د نړیوالې دوره یي څېړنې په درشل کې په یوه استول شوي لیک کې چې په خپله ویبپاڼه یې خپور کړی، کړي دي. د بشري حقونو دې ډلې ویلي، وروستی ځل د افغانستان په اړه دغه نړیواله دوره یي څېړنه د ۲۰۱۹ کال په جنوري کې شوې وه او زیاتوي هغه مهال د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسراییلو د حماس پر اهدافو بریدونه پراخ کړي

اسراییل د غزې په تړانګه کې د حماس پر هدفونو بریدونه پراخ کړي او د دې ښار ځینې برخې یې له خاورې سره یو کړي دي. په عین حال کې د اسراییل پوځ ویلي چې د دې هېواد ځمکني ځواکونه، د ټانکونو او د درنو پوځي وسایلو په ملتیا د غچ اخیستونکو عملیاتو لپاره د غزې په شاوخوا کې ځای پرځای شوي دي. د اسراییل د پوځ ویاند جاناتان کونریکوز ویلي چې د حماس په برید کې په دې هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر۱۲۰۰ ته رسېدلی چې اکثریت یې ملکي وګړي دي. په غزه کې هم روغتیایي چارواکو تایید کړه چې پر دې ښار د اسراییل په بریدونو کې له نهه سوه زیات کسان وژل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسیايي هېوادونو سیالیو ته لار ومونده

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مکاو لوبډلې ته له ماتې ورکولو وروسته د اسیايي هېوادونو د فوټسال سیالیو ته لار ومونده. افغان لوبغاړو پرون د مکاو لوبډلې ته ۱۱ ګولونه ورکړل. د افغانستان د یوولس ګولونو پر وړاندې د مکاو لوبغاړو یوازې دوه ګولونه ووهلی شول. دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال اسیايي جام سیالیو ته بریالی کېږي. افغانستان تر دې مخکې په خپل ګروپ کې د سعودي عربستان ټیم ته ۲ پر ۳ ماتې ورکړې وه او له اندونیزیا سره یې ۷ پر ۷ مساوي کړې وه. د اسیا د فوټسال سیالۍ د ۲۰۲۴ کال د اپریل له ۱۷ تر ۲۸ پورې په تایلنډ کې ترسره کېږي.

Pa.azadiradio.com 

رییسي له محمد بن سلمان سره د فلسطینیانو او اسراییلیانو پر شخړې خبرې کړي

د ایران دولتي اژانس راپور ورکړ چې ولسمشر ابراهیم رییسي د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره پرون د فلسطینیانو او اسراییلیانو د شخړې په اړه په ټیلفون خبرې وکړې. دا وروسته تر دې چې د چین په منځګړیتوب د تهران او ریاض ترمنځ روغه وشوه، د دې دواړو مشرانو لومړۍ خبرې دي. د ایران د دولتي اژانس د خبر له مخې رییسي او شهزاده محمد په فلسطین کې د جنګي جرمونو د پای ته رسولو پر اړتیا خبرې وکړې. تر اوسه د دې خبرو په تړاو ریاض څه تبصره نه ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

منځني ختیځ کې د کړکېچ دوام؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسراییلو ته پر لاره دی

تمه ده چې د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن اسراییل ته ورسېږي. بلېنکن پرون د اسراییل په لور روان شو. دی غواړي په دې ډول له اسراییل سره خپله خواخوږي څرګنده کړي او دا جوته کړي چې واشنګټن په روانه جګړه کې د اسراییل ترڅنګ دی. بلېنکن له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره وګوري. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا پر اسراییل د حماس د برید له امله لږ تر لږه دوه ویشت امریکایان وژل شوې دي او یو شمېر تري تم دي چې داسې باور کېږي چې حماس ډلې به برمته کړې وي.

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام لوبې؛ د اسټرالیا او جنوبي افریقا لوبډلې سیالي لري

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په دوام کې به نن د اسټرالیا او جنوبي افریقا لوبډلې مخامخ شي. دا سیالي نن ماسپښین د لکنهو د کرکټ په لوبغالي کې کېږي. اسټرالیا په روان نړیوال جام کې لومړۍ سیالۍ پر هند بایللې او جنوبي افریقا بیا په لومړۍ سیالي کې سریلانکا ته ماتې ورکړې ده. په همدې حال کې افغانستان پرون خپله دوهمه سیالي پر هند وبایلله. د افغانستان بله سیالي به د انګلستان له پیاوړې لوبډلې سره وي.


Глава Фрязина Воробьев встретился с военнослужащими и их семьями

Стартовало зрительское голосование за выбор участников народного реалити-шоу «Вместе»

Кирпич, упавший с крыши, чуть не убил маму с двухлетним ребенком

Пелагея сняла на видео рыдающую дочь, узнавшую о неприятном поступке отца



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Первая лекция о программировании и технологиях транспорта пройдет в Москве

Почти 160 тыс. кв. м недвижимости возведут на участке бывшей промзоны «Теплый Стан»

Глава Фрязина Воробьев встретился с военнослужащими и их семьями

Кирпич, упавший с крыши, чуть не убил маму с двухлетним ребенком

Музыкальные новости

Топ-клуб РПЛ из Москвы заинтересован в трансфере Зайнутдинова

Выставка «Кремли России — взгляд художника» открылась в Нижегородском кремле

Выставка Росгвардии «День передовых технологий обеспечения безопасности личности, общества и государства – 2024» продолжает работать в Красноярске

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов

Новости России

Гендиректор ОМК Петр Трушин возглавил жюри премии «HR-бренд» от HeadHunter

Пелагея сняла на видео рыдающую дочь, узнавшую о неприятном поступке отца

Более миллиона заявок подано в рамках обмена замороженных активов

Пушинка из Космоса спасёт либо снесёт США? Научные важные данные. Проект «Святой Ленин».

Экология в России и мире

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов

Лифтинг — Коги (нити с насечками)

«585*ЗОЛОТОЙ» выступила партнером медиафестиваля творческой молодежи YOUPITER

«Заставлял Костомарова мыть свою машину, чтоб потом он на ней покатался по парковке!» Илья Авербух рассказал о дружбе с Романом Костомаровым в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3

Спорт в России и мире

Александр Зверев: «Сказал себе, что хочу стать примером для подражания. Я больше не ломаю ракетки, почти не получаю предупреждений»

Прямая трансляция матча Елены Рыбакиной против экс-первой ракетки мира на «Ролан Гаррос»

Медведев высказался об игре Свёнтек

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»

Moscow.media

Улыбка сделала слушателя «Юмор FM» миллионером

Правительство РФ направило дополнительные средства на завершение строительства трассы Гузерипль – плато Лагонаки в Адыгее

Аккумулятор неанонсированного Samsung Galaxy Z Fold6 Ultra сертифицировали

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *