Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Октябрь
2023

Новости за 19.10.2023

Pa.azadiradio.com 

د ایراني چارواکو بیا ځلي اعلان: د افغانانو په ګډون دې غیرقانوني کډوال ووځي

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي یوځل بیا اعلان وکړ چې د افغانانو په ګډون غیرقانوني کډوال باید له دې هېواده ووځي. وحیدي په دغه هېواد کې د قانوني او غیرقانوني کډوالو د برخلیک په اړه د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دوی به یوازې هغو کډوالو ته ورسېږي چې په ایران کې د استوګنې قانوني اسناد ولري. وحیدي وايي: "هغه کسان چې ايران کې د اوسېدو قانوني اجازه لري په یو مشخص چوکاټ کې به تنظیم شي او هغه کومې اندېښنې چې په ځینو ښارونو کې شتون لري جبران شي، مګر دا چې ځینې خلک هڅه کوي چې په هېواد کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سمیع‌ سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې خپل موجودیت اعلان کړ

د طالبانو د حکومت پر ضد په امریکا کې د افغانستان د متحدې جبهې په نوم نوې جبهې خپل موجودیت اعلان کړ. د افغانستان د تېر جمهوري حکومت یو شمېر پوځي چارواکو د طالبانو پر ضد د افغانستان د متحدې جبهې په نامه د نوي غورځنګ موجودیت اعلان کړ. دغه جبهه وايي چې افغانستان د طالبانو له منګولو خلاصول، له دې هېواده د افراطي ډلو شړل او د افغانانو هوساینه د دوی له بنسټيزو اهدافو څخه دي. د تېر جمهوري حکومت د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو پخواني قوماندان سمیع سادات، چې د دغې جبهې مشر دی، د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نصیر احمد فایق: د افغان ښځو د حقونو او ازادیو وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، په افغانستان کې د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو او ازادیو وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی. فایق وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو اوسنی وضعیت له پېچلو ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او امنیتي ننګونو سره مخ دی او دا خورا د اندېښنې وړ دی. نصیر احمد فایق د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه او ازادۍ د جدي اندېښنې وړ دي او د ده په وینا، طالبانو په سیستماتیک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا له اسراییلو په محاصره شوې غزه کې د ناوړه وضعیت د کمېدو غوښتنه کړې

اسراییلو ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن له سفر وروسته د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک له اسراییلو څخه د ملاتړ په موخه تل‌ابیب ته تللی دی. تل‌ابیب ته د سوناک سفر په داسې حال کې ده چې نن سهار اسراییلو پر غزې یو ځل بیا هوايي بریدونه کړي دي. د اکټوبر له اوومې راهیسې له کله چې د حماس وسله‌والو پر اسراییلو ناڅاپي برید وکړ، اسراییلو پر غزې هوايي بریدونه پیل کړي دي. په داسې حال کې چې د بریتانیا صدارعظم ریشي سوناک له اسراییلو څخه د ملاتړ په موخه دې هېواد ته رسېدلی، نن اسراییلي ځواکونو یوځل پر غزې هوايي بریدونه کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوناما د طالبانو له بنده د 'مرتضی بهبودي' د خوشې کېدو هرکلی کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما د طالبانو له بنده د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خوشې کېدو هرکلی کړی دی. یوناما نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دوی په افغانستان کې له حاکمو چارواکو سره د رسنیو د خوندیتوب د ملاتړ او د خپل سره نیونو د پای ته رسېدو په تړاو په فعال ډول خبرې کوي. افغان‌الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي پرون چهارشنبې د طالبانو د حکومت له زندانه خوشې شو. د بهبودي مېرمنې الکساندرا مستوفایا ازادي راډیو ته د نوموړي د خوشې کېدو خبر تایید کړی. د بې‌... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بایډن او السیسي له هوکړې سره سره د غزې او مصر پوله لا هم بنده ده

سره له دې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن غزې ته د مرستو رسولو لپاره له اسراییلو او مصر سره هوکړه وکړه، خو بیا هم نن زرګونه ټنه مرسته د غزې او مصر په پوله کې بنده پاتې شوه. بایډن پرون وویل چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي هوکړه ورسره کړې چې سر له سبا یا د اکټوبر له شلمې به د پیل په توګه شلو لاریو ته اجازه ورکوي چې غزې ته چې سخته بمبار شوې مرستې ورسوي. هوکړه کې ویل شوي وو چې چارواکو ته به د لارو او سړکونو د رغونې لپاره وخت ورکول کېږي. د مصر ولسمشر وایي، دوی سرحد نه دی بند کړی، خو په خبره یې پر فلسطین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې بیا نسبتاً شدیده زلزله شوې؛ چارواکي: ځاني تلفات نه لري

هرات نن له غرمې مخکې یوې بلې نسبتاً شدېدې زلزلې ولړزاوه، خو چارواکي وايي ځاني تلفات نه لري. په تېرو دوو اوونیو کې هرات ولایت نن د څلورم ځل لپاره زلزلې ولړزاوه، چې د امریکا د جیولوجي ادارې په وینا شدت یې د ریښتر په کچه ۴.۱ درجې و. د یادې ادارې په وینا، د دې زلزلې مرکز د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ د قره‌باغ کلی و. په هرات کې د طالبانو د والي ویاند نثار احمد الیاس وايي، د نننۍ زلزلې د ځاني تلفاتو په اړه تر اوسه دوی ته کوم راپور نه دی رسېدلی. نوموړی وايي: "تر هغه ځایه چې موږ معلومات لرو، تر اوسه د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر په منځني ختیځ او اوکراین کې د روانو جګړو په اړه وینا کوي

سپینې ماڼۍ اعلان کړی، د امریکا ولسمشر جوبایډن به نن د اکټوبر ۱۹مه د اسراییلو او حماس وسله‌والو ترمنځ د جګړې او پر اوکراین د روسیې د برید په اړه خبرې وکړي. د بایډن دا وینا به د واشنګټن پر وخت د شپې اته بجې وي. د بایډن وینا به په هغې دفتر کې وي، چېرې چې د امریکا ولسمشران په دودیز ډول په مهمو ملي مناسبتونو کې ملت ته وینا کوي. بایډن دا وینا اسراییلو ته د سفر څخه له راستنېدو وروسته کوي څو پر اسراییلو د اکټوبر د اوومې د حماس برید پر وړاندې د اسراییلو سره خپلو پیوستون څرګند کړي. دا په داسې حال کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران: د فلم د ډایریکټر 'مهرجويي' او د هغه د مېرمنې قاتلان نیول شوي

د ایران پولیس وايي، د تېرې اوونۍ په پای کې په پلازمېنه تهران کې د فلم د یو ډایرکټر او د هغې د مېرمنې د وژنې اصلي قاتلان يې نیولي دي. د تسنیم خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ۸۳ کلن مهرجويي چې د ایران د سینما د نوې څپې سره تړاو لري او مېرمن ۵۴ کلنه وحیده محمدي‌فر چې فیلمنامه لیکوونکې وه، د دې اوونۍ په پای کې د تهران لوېدیځ ته نږدې په کرج ښار په خپل کې وژل شوي وو. د ایران د قضایه قوې ویبپاڼې 'میزان' له ډېرو جزییاتو ورکولو پرته اعلان کړی چې پولیسو د دغو وژنو په تړاو لس تنه نیولي دي.

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې بيا زلزله شوې

د امریکا د جیولوژۍ څېړنیزې ادارې د افغانستان په لوېدیځ کې نن سهار د یوې بلې زلزلې ټکانونه ثبت کړي دي. دغې ادارې په خپله ویبپاڼه کې د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۴،۱ ثبت کړې او ویلي یې دي چې مرکز یې د هرات له ښاره څو کیلومتره لیرې په شمال لوېدیځ کې لس کیلومتره تر ځمکې لاندې و. دغه زلزله چې نن سهار په سیمه ییز وخت سهار څه باندې نهه بجې شوې، تراوسه یې د زیانونو راپورونه نه دي ورکړل شوي. په هرات ولایت کې د اکټوبر د اومې د مرګونې زلزلې راهیسې پرله پسې زلزلې یا یې سخت ټکانونه کېږي چې له وېرې یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان خپله څلورمه لوبه نیوزیلنډ ته وبایلله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو لوبو په نړیوال جام کې چې هند یې کوربه دی، پرون چهارشنبې خپله څلورمه لوبه نیوزیلنډ ته بایلوده. د نیوزیلنډ لوبډلې په دغې لوبه کې افغان لوبغاړو ته د ۲۸۹ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبډلې ونه شوای کولای چې دغه هدف پوره کړي او په ۳۵ اور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې. افغان لوبډلې تراوسه په دغه نړیوال جام کې یوازې انګلستان ته ماتې ورکړې، خو بنګله‌دېش او هند ته یې هم خپلې لوبې بایللي دي. په دې جام کې د افغانستان بله لوبه د راتلونکې دوشنبې په ورځ له پاکستان سره ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې زلزله ځپلو ته د خوړو برابرولو لپاره پنځلس پخلنځایونه پرانیستل شوي

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام یا 'یو این ډي پي' په هرات کې زلزله ځپلو ته د ګرمو خوړو د برابرولو لپاره د څو پخلنځایونو د پرانیستلو خبر ورکوي. دې پروګرام بېګا ناوخته په خپله ټولنیزه شبکه ایکسپاڼه لیکلي چې د ښځو د ځواکمن کولو او وږو کسانو ته د خوړو برابرولو لپاره یې په هرات کې پنځلس ټولنیز پخلنځایونه فعاله کړي دي. د دې پروګرام په وینا، د دغو پخلنځایونو له لارې یې د اکټوبر له اتمې نېټې راهیسې د هرات له پنځه زره زیاتو زلزله ځپلو اوسېدونکو ته ګرم خواړه برابر کړي دي. د خوړو نړیوال پروګرام پرون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ریچارډ بېنیټ د طالبانو له زندانه د مرتضی بهبودي د خوشې کېدو هرکلی وکړ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د طالبانو له زندانه د مرتضی بهبودي د خوشې کېدو هرکلی وکړ. هغه بېګا ناوخته پر خپلې ټولنیزې شبکې ایکسپاڼه لیکلي چې دی د دغه په ځنډ خبر چې بلاخره مرتضی بهبودي خوشې شو، ډېر هرکلی کوي او هیله من دی چې نوموړی او کورنۍ به یې یوځای آرامه شېبې ولري. افغان‌الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي پرون چهارشنبې د طالبانو د حکومت له زندانه خوشې شو. د بهبودي مېرمنې الکساندرا مستوفایا ازادي راډیو ته د نوموړي د خوشې کېدو خبر تایید کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: په هرات کې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د نورو سیمو خلکو هم خیمې درولي

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او زلزله ځپلو ته د رسېدو کمېسیون ویاند احمدالله متقي وایي، د هرات او یو شمېر نورو ولایتونو ځینې عام خلک زلزله ځپلو سیمو کې د مرستو د ترلاسه کولو په هدف ځای پر ځای شوي دي. متقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغو کسانو چې د ده په ټکو اصلي متضررین نه دي، خیمې درولي چې د هرات کلیوالي ملکانو او د ګذر وکیلانو پېژندلي دي. هغه زیاته کړه: "کوم خلک چې حقیقي متاثرین دي، هغوی نه شکایت کړی او نه یې ویلي چې د فلاني شي کمي لرو. البته ځینې کسان له نورو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عزيزي: له چینایي چارواکو سره د پانګونې او ښو اړیکو په هدف لیده کاته لرو

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وایي، له چینایي چارواکو سره به په افغانستان کې د پانګونې او ښو اړیکو په هدف لیده کاته ولري. عزیزي چې په چین کې دی فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د دوی حکومت له وړاندې له چین سره د ګڼ شمېر پروژو هوکړې لاسلیک کړي دي. د طالبانو د حکومت دغه چارواکی د بیجینګ په کوربه توب د یوې لارې، یوه کمربند د نوښت کانفرانس ته بلل شوی، دغه کانفرانس ته د نړۍ د ۱۳۰ هېوادونو مشران او استازي ورغوښتل شوي دي. چین د سیمې یوازېنی هېواد دی چې د طالبانو له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي: پر زاپوریژیا د روسیې بریدونو کې پنځه ملکیان وژل شوي

د اوکراین یو جګپوړی چارواکی وایي چې د دې هېواد پر جنوبي ښار زاپوریژیا د روسیې د تېرې شپې په توغندویي بریدونو کې یو شمېر ملکیان وژل شوي دي. د زاپوریژیا والي یوري مالاشکو ازادي راډیو ته وویل چې دغه توغندي د خلکو د اوسېدو پر ودانیو لګېدلي او زیاته یې کړه چې د استوګنې پر یوه اپارتمان د یوه راکټ د لګېدو په پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي. هغه وروسته پر ټیلګرام چینل ولیکل چې پر یوې ودانۍ د S-300 ډوله الوتکې ضد یوه توغندي د لګېدو په نتیجه کې دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور چې تري تم شوي و، مړي یې د نړېدلې ودانۍ تر خاورو لاندې راوایستل شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن: د مصر ولسمشر له غزې سره د پولې د پرانیستلو موافقه کړې

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، د مصر ولسمشر موافقه کړې چې له غزې سره پوله پرانېزي ترڅو دې سیمې ته پر بشري مرستو بار شل لارۍ ننوځي. بایډن وویل ده له اسراییل څخه تر کتنې وروسته له عبدالفتاح السیسي سره خبرې وکړې او هغه او د اسراییل صدراعظم دواړو موافقه وکړه چې غزې ته به د مرستو رسېدو اجازه ورکوي. اسراییل د اکټوبر له اومې د حماس له برید وروسته د غزې تړانګه محاصره کړې او نه پرېږدي چې دې سیمې ته چې ۲،۳ ملیونه وګړي په کې اوسي، خوراکي مواد، اوبه، درمل او د سون مواد داخل شي. د سپینې ماڼۍ چارواکو وویل چې د مرستو لړۍ به راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.

Pa.azadiradio.com 

شي جین پینګ: له روسیې سره د چین همکاري او سوداګري تاریخي کچې ته لوړه شوې

د چین ولسمشر شي جین پینګ وایي، له روسیې سره یې د هېواد ستراتیژیکه همکاري او دوه اړخیزه سوداګري یوې تاریخي کچې ته لوړه شوې ده. نوموړي پرون چهارشنبه د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د لیدو پر مهال وویل چې دغه همکاري نوره هم پراخه کېدای شي. د چین سینهوا خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغو هېوادونو ترمنځ سیاسي باور ډېر ژور شوی او لا هم د پرمختګ په حال کې دی. پوتین د یوې لارې یوه کمربند په غونډه کې د ګډون په هدف چین ته تللی دی. دغې غونډه کې د نړۍ د ۱۳۰ هېوادونو مشران او استازي ګډون لري.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې بشري ناورین؛ نړیوال سازمانونه: پاکستان دې په زوره افغان کډوال نه باسي

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یوځل بیا له پاکستانه وغوښتل چې په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه عملي نه کړي. په پاکستان کې څه باندې یو اعشاریه ۷ میلیونه ناقانونه افغان کډوالو ته د ورکړل شوي مهلت وخت پای ته په نږدې کېدو دی او ورسره همهاله په هغه هېواد کې پر دغو کډوالو فضا هم تنګه شوې ده. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان غوښتنه کوي چې پاکستان باید پر خپلې دې پرېکړې له سره غور وکړي او افغانان په زور له هغه هېواده ونه باسي. په دغه سازمان کې د افغانستان د څانګې یوې څېړونکې فرشتې عباسي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن د اسراییل چارواکو ته د پیوستون او ملاتړ ژمنه ورکړه

د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ اسراییل ته د خپل سفر په ترڅ کې د هغه هېواد چارواکو ته د پیوستون او ملاتړ ژمنه ورکړه. د امریکا ولسمشر جوبایډن اسراییل ته د خپل سفر پر مهال په غزه کې پر یوه روغتون شوی خونړی برید د اسراییل د دښمنانو کار وباله. د رویټرز خبري اژانس په وینا پر الاهلي العربي روغتون شوي برید کې چې د جوبایډن پر سفر یې هم سیوری غوړلی و، ۴۷۱ تنه وژل شوي دي. اژانس لیکلي چې بایډن د اسراییل دویم لوی ښار تل‌ابیب ته د خپل پروني سفر پر مهال د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د هغه د کابینې پوځي چارواکو ته د پیوستون ژمنه ورکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د فقر، بې‌وزلۍ او طبیعي پېښو په اړه د ملګرو ملتونو د ویبپاڼې ارزونه

د ملګرو ملتونو سازمان پر خپله ویبپاڼه په افغانستان کې د فقر، بې‌وزلۍ او وروستیو طبیعي افاتو د اغېزو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې په پیل کې راغلي چې د بې‌وزلۍ د له منځه وړلو نړیوالې ورځې د نمانځلو پر مهال د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش ویلي چې په ټوله نړۍ کې نږدې ۷۰۰ میلیونه خلک د ورځې تر ۲.۱۵ ډالرو پر کم عاید ژوند کوي او تر یو میلیارد زیات د خوړو، اوبو، روغتیايي خدماتو او ښوونې او روزنې په څېر لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري. وروسته راغلي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي... Читать дальше...


«Доллар стал токсичным». Володин назвал причину подрыва доверия к американской валюте

Школьники Егорьевска отправятся на профильную смену в «Орленок»

Глава Балашихи Сергей Юров поздравил медицинских работников с праздником

Летней фестиваль искусств «Традиции и современность» откроется в Гостином дворе. Партнер – Relax FM



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Проверка жилого фонда состоялась в поселении Киевский

Директор Росгвардии генерал армии Виктор Золотов принял участие в посвященных 100-летию дивизии имени Ф.Э. Дзержинского торжественных мероприятиях

Есть ли проблемы с зарплатой у строителей третьего моста через Уду?

В Подмосковье организуют горячую линию по вопросам противодействия коррупции

Музыкальные новости

Росгвардия приняла участие в спортивном празднике «Динамо» в Москве

Кинофестиваль «Движение по вертикали» памяти Станислава Говорухина пройдет в Тульской области

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: признание Нато надо применить!

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

Новости России

В московском Люблино мотоциклист врезался в такси

Мордовский национальный праздник «Шумбрат» пройдет на ВДНХ 19 июня

«Смешные копейки». CDEK взбесил россиян неприятным решением

«Доллар стал токсичным». Володин назвал причину подрыва доверия к американской валюте

Экология в России и мире

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Dior Resort 2025

Более 340 тыс. кв м асфальта отремонтировали во дворах Подмосковья

Спорт в России и мире

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Moscow.media

Прощайте, я от вас улетаю

Утро нового лета....

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *